کور / شعر / غزل

غزل

ښكلــي چې مينوتــــه خيرات وركـــړي ثواب لري                   
   سره با ړخوګا ن دواړه پــه زكات وركړي ثواب لري 


ته راتــه شكرې شونډ ي راوړه روژه مات پـــه وخت
څوك چې ويوچا  تـــه روژه مــات وركړي ثواب لري


نيت وتــړو خيـا ل كي د جا نا ن يـــو لېـــوني خلك
لمونځ د محبت كـــه پـــه جوما ت وركړي ثواب لري


نــه غـواړي طلاوي پــــه دوسترګوكې يې ست پكــار
يووصـــا ل چي زړه لره سوغـات وركړي ثـــواب لري


دواړه مــي يــو تن دي بشرملــــه پكـــي سا ه اخلـــو
سركه څوك پـه ږ وب لا پــــه كلات وركړي ثواب لري


كلات     17/8/2010  

تبصره نسته

  1. i want to send more information to larawbar because just i want to support with my afghan brother's so now if the boss of larawbar give me the permission that to i start sending of things
    thank you

  2. lar ow bar panre ta da kha warz ghokhtana kawom ow garano tasoo ta ka sook da de lare kom ghazal walegi no aya nashar kawe ye
    za fekarmand shinwari da saudi na asal ke da pakhton khowa na

  3. له نه سړو، ملک سو بلو!
    يو وخت د شاجوۍ له ولسوالی څخه د بلو په نوم يو ساده سړی مساپر شو، ډير وخت يې درک مالوم نه و، خو يو وخت وروسته له دوو کلونو بيرته خپل کور ته راغی، ده يواځي يوه پيغله لور درلوده، لور يې د پلار په ليدو ډيره خوشاله شوه او د ډيرې مساپری په اړه يې ګيله ورنه وکړه، خو پلار يې په ډيرغرور وويل چې دی بل ولايت ته تللی و او اوس هلته ملک دی او بيرته هلته د تللو اراده لري، د دې خبرې په اوريدو سره يې لور ناڅاپه وژړل، پلار يې فکر وکړ چې ګوندي په ده پسې به خفه وي، ځکه يې په ډاډګيرنه ورته وويل چې خواشيني مه کوه، بيرته به راشم، خو لور يې وويل، پلاره په دې نه ژاړم چې ته مساپر کيږې، ما ځکه وژړل چې په هغه بله سيمه کې دومره د کار او هوښيار سړی نه وچې ته يې ملک شوې، نو له هماغه وخته همدا خبره پاتي ده چې وايي : له نه سړو ملک شو بلو
    په پښتنو هم همدا کانه شويده، يا به يې کرزی مشر وي او يا به يې ملا عمر