د هېواد د خپلواكۍ د يو نويېمې (۹۱) كليزې په وياړ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې د وزير پيغام
ډېر د ویاړ او افتخار ځای يې بولم چې د هېواد د خپلواكۍ د یو نویېمې (۹۱) کلیزې په مناسبت خپل او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت د مشرتابه په استازيتوب د مباركۍ ژور مراتب وړاندې كوم.
یو د پاسه نوي کاله مخکې د افغانستان په خپلواكۍ مینو خلکو په ډېره مېړانه (چې ددې هېواد د اوسېدونكو خاصه ځانګړنه ده) او د الله (ج) په مرسته وکولای شول، چې د وخت استعمارګر قوت مات او هغه لویه امپراطوري له پښو وغورځوي چې په پراخۍ کې یې ساری نه درلود او یو ځل بیا د یوه واحد اسلامي هېواد د آزادۍ له ویاړه ډک بیرغ ددې هېواد په طلايعو باندې ورپوي.
دا بریالیتوب چې د یوې پېړۍ مبارزې او قربانۍ نتیجه وه، ددې سبب شوه چې يرغلګر ددې خاورې اوسېدونکو ته د احترام سر ټیټ او د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه زمونږ د ګران هېواد آزادي په رسمیت وپیژني.
د افغانستان د خپلواكۍ اعلان بې له شکه په نړۍ کې د استعمار د ماتې پیلامه ګڼل كيږي، لكه څنګه چې د وخت د ستر قدرت شوروي شکست ددې سبب شو تر څو په ټوله نړۍ د كمونيزم نظام را نسكور شي، چې په حقيقت كې ددې ټولو وياړنو افتخار د افغانانو په برخه ؤ او دى.
د افغانانو لخوا د هېواد د خپلواكۍ له اعلان وروسته، ښوونكو او د ښوونې په ګاڼه سمبالو سټو د همت ملا وتړله تر څو د هېواد د لا زیاتې ښېرازۍ لپاره تكړه او لايق زده كوونكي او علمي کدرونه وروزي، ځکه نو تاريخ دا روښانوي چې د آزادۍ په لوموړيو ورځو كې ځوان نسل په علمي او فرهنګي ډګر كې رغنده رول لوبولى دی. تاريخ له ياده نه باسي چې غازي امان الله خان، محمود طرزي او د پوهنې ګڼ شمېر نورو يارانو د معارف د پرمختګ په ډګر كې فعاله ونډه درلوده.
په دې بايد اعتراف وكړو چې معارف زمونز د خلكو لپاره په ډېرو حساسو مرحلو كې د يووالي، وطن پالنې او د آزادۍ غوښتنې د زده كړې مركز پاتې شوى او په دې لړ كې يې رغنده رول لوبولى دی، ځكه خو يې د يووالي او وطن پالنې د مفكورې وركولو ستر هدف ته د رسېدو په لړ كې چې ،د هر افغان ملي او وطني دنده ده، په ښه ډول خپله دنده تر سره كړې. نو په وياړ سره ددې ادعا كولاى شو چې بايد ددې خاورې د خپلواكۍ د لارې مخكښان د نړۍ په تاريخ كې ثبت شي. واضح ده چې افغانان د ټولو آسيايي ملتونو د آزادۍ د قافلې سركښان بلل كيږي.
د افغانستان خپلواکۍ او په ډېپلوماټیک ډګر کې د افغان سوله پال سیاست بریآ په هماغه دور کې ددې زمینه مساعده کړه چې هېواد په سیاسي، فرهنګي او انکشافي ډګر کې ښه وځلیږي او یوه مډرنه، عصري او په ښو اخلاقو سمبال ټولنه رامنځ ته کړي.
د آزادۍ او خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د امیر امان الله خان غازی په زمانه کې د پوهنې بنسټونه کېښودل شول او پدې دوره کې د تخنیکي زده کړو تر څنګ د نجونو زده کړو ته خاصه پاملرنه وشوه. دولت په خپلو پالیسیو کې د متوازنې ښوونیزې پراختیا لپاره د نارینه او ښځو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړه. چې دې کار د آزادۍ او خپلواکۍ د ساتنې په لړ کې اساسي رول لوبولی دی.
له نېکه مرغه دا توجه او پاملرنه له څو لسیزو لوړو، ژورو او انقلابونو وروسته یو ځل بیا د پوهنې د زړه سواند رهبر، جلالتمآب حامد کرزي په دوره کې په بې ساري ډول پرمختګ کړی چې راتلونکو نسلونو ته یو روښانه زیری بلل کیږي.
یاده دې وي چې بدبختانه زمونږ په ګران هېواد كې د پرمختګ او ترقـۍ پروسه د هغو مملكتونو په پرتله چې له دې هېواد سره يې په يو وخت خپلواكي ترلاسه كړې په څو چنده سسته او ورو وه چې د نن نسل باید ترې عبرت واخلي.
خپلواكي او آزادي یوه الهی پېرزوینه ده، چې د هر مسلمان افغان حق دى، او ساتنه يې زمونږ د هر افغان وګړي ملي دنده ده، لكه څنګه چې دا روښانه ده چې په اوس زمانه كې د ازادۍ او ديني ارزښتونو ساتل يوازې او يوازې د جنګي او وسله والې مبارزې له لارې شونې نه ده، له بل پلوه د تمدن لوړو پوړو ته رسېدل، د علمي كچې پياوړتيا، پرمختللې تكنالوژۍ ته لاسرسٰى، اقتصادي ودې او سياسي ثبات ته اړتیا لري. لدې امله دې موخې ته د رسېدلو لپاره اړينه ده چې، د ملي يووالي په لاټينګښت، اسلامي ورورولۍ، د تعليم او تربيې د لا ډېرو اسانتياوو په برابرولو كې له هېڅ ډول هڅو او تلاش دريغ ونكړو، څو ددې سرلوړي ملت آزادي د تل لپاره په خپل ځاى پاتې شي.
آزاد دې وي افغانستان، سرلوړى دې وي د پوهنې نظام
په درنښت ،
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير – فاروق وردګ
اسلامي امارت : له انګریزي ښکیلاکه دخپلواکۍ د یونویمې کلیزې په مناسبت
د روان ۱۳۸۹ هجري لمریز کال دزمري اته ویشتمه ،له انګریزي ښکیلاکه دګران هیواد افغانستان دخپلواکۍ له ۹۱ یمې کلیزې سره سمون خوري له دې ورځې څخه پوره ۹۱ کاله وړاندې د۱۲۹۸ هجري لمریز کال داسد دمیاشتې په اته ویشتمې نیټې نړیوال انګریزي ښکیلاک ترهغه وروسته دافغان سرلوړي اولس خپلواکي اوځمکنۍ بشپړتیاپه رسمیت وپيژنده،چې تقریبا له یوې پیړۍ څخه په راپيل شویو پټو او ښکاره دسیسه بازیو ، مداخلو او مخامخ پوځي یرغلونو یې له هراړخیزې ماتې او شرمندګۍ پرته … بشپړ متن
په بل واکي کې دخپلواکي جشن نیول؟؟ – بسمل
درنو لوستونکو! ستاسو دارزښتناک وخت په پام کې نیولو سره غواړم په یوڅو لنډوکرښو کې د خپلواکي په اړوند له تاسو سره دزړه خواله وکړم .
هو! یو نوي۹۱ کاله مخکې افغانانو دغازي امان الله خان په مشري دهېواد استقلال وګاټه خوماتې خوړلي پرنګیان ارام نه کښېناستل، په ډول ډول توطیو یې داتل غازي امان الله خان دبدنامولو او پرزولو هڅې پیل کړې … بشپړ متن
داستقلال دورځې په مناسبت د حزب اسلامی دامیر محترم حکمتیار وینا:
بسم الله الرحمن الرحيم
د استقلال ورځ
وَ مَن يُقَٰتِلْ فى سبېل اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِب فَسوْف نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً
ګرانو هېوادوالو!
زما د ايمان او عقيدې وروڼو او خوېندو!
غيرتي او با ايمانه مجاهدينو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
نن له انګرېزانو نه د استقلال ورځ لمانځل كېږي! دا ورځ موږ ته راپه يادوى چي الله تعالى زموږ مجاهدو پلرونو ته91 كاله د مخه پر انګرېزانو برى وركړ، داسي لكه چي 20 كاله د مخه ئې د شوروي اتحاد پر ځواكونو موږ ته بريا راپه برخه كړه، خو راشئ وګورو چي دا ولې نه موږ هلته په دې بريالي شوو چي آزاد، خپلواك او اسلامي افغانستان جوړ كړو او نه د روسي فوځونو له ايستلو نه وروسته؟ انګرېزان ووتل خو خپل لاس پوڅي ظالم او مستبد پاچايان ئې ترشا پرېښودل، روسي فوځونه مو وايستل خو اقتدار ئې هغې ائتلافي جبهې ته په لاس وركړ چي د دوى پر ځاى له افغان ولس سره وجنګېږي او د روسي فوځونو نيم ګړى مأموريت پوره كړي!! دا دى اوس يو ځل بيا زموږ هېواد د پرديو تر اشغال لاندي دى، د انګرېزانو او امريكايانو ترمشرۍ لاندي صليبي ځواكونه زموږ پر هېواد حكومت كوي او د افغانستان په ګوټ ګوټ كي د دوى بيرغونه رپېږي!! آيا دا زموږ لپاره يو ستر پېغور نه دى؟ آيا دا زموږ د ايمان او غيرت لپاره يوه آزموينه نه ده؟ او آيا دا زموږ دين، مذهب، خپلواكي او آزادۍ ته څرګند ګواښ نه دى؟ بيا ګورئ چي نيواكګران له خپلو افغاني غلامانو نه د آزادۍ او ديموكراسۍ اتلان جوړوي او د دوى افغاني غلامان، خپل باداران د آزادي بخښونكو او بيا ودانونكو په نامه ستايي!! بيا آزادي غوښتونكي مجاهدين د (اشرارو)، (تخريبكارانو) او (تروريستانو په نامه يادوي او زموږ ملت او مجاهدينو ته همغه څه وايي چي انګرېزانو او د دوى شاه شجاع 91 كاله د مخه ويل او روسانو20 كاله مخكي!! دا دى تاريخ بيا تكرار شو او بيا ئې زموږ پر اوږو د آزادۍ د يوې بلي جګړي دروند پېټى كيښود، بيا له موږ نه غواړي چي د ميوند او جګدلك خاطرې راژوندۍ كړو او بل ستر او تاريخي جهاد ته ملا وتړو. الحمد لله دا جهاد پيل شوى، ورځ په ورځ ئې لمن پراخه شوې او اوس داسي مرحلې ته رسېدلى چي برى ئې نږدې برېښې، إن شاء الله زموږ زړه ور مجاهدين به صليبي ځواكونو ته داسي ماتې وركوي لكه چي پلرونو ئې انګرېزانو او روسانو ته ماتې وركړه، موږ د الله تعالى په رښتونو وعدو دا باور لرو او راتلونكي ته دا ډاډمن انتظار چي إن شاء الله ډېر ژر به زړه ور او مجاهد افغانان له غرونو، سردرو او كليو راكوز شي، شنه بيرغونه په لاس كي، د تكبير له نارو سره، د ښارونو له باايمانه او ديندارو اوسېدونكو سره به يو ځاى شي، د ښكيلاكګرو اډې به محاصره كړي، د جګدلك او ميوند خاطرې به راتازه كړي، په ارګ باندي به د اسلام بيرغ ورپوي، د زندانونو دروازې به ماتې كړي، ټول هغه كسان به آزاد كړي چي د اسلام او آزادۍ غوښتلو په تور نيول شوي وو، د دوى په ځاى به د انګرېزانو او امريكايانو جاسوسان او ملي خائنان په دې زندانونو كي واچوي او نړۍ والو ته به اعلان كړي چي نور نو افغانان آزاد او خپلواك دي، د خپلي خوښي اسلامي حكومت به جوړوي او خپل مشران به په خپله غوره كوي.
وروڼو خويندو!
ټول با ايمانه افغانان يووالي، ورورولي او وحدت ته رابلم، ټول افغان ولس بايد يو بل ته د ورورۍ او وحدت لاس وركړي، په ګډه د دښمن مقابله وكړي، بايد پرې نږدي چي د هېواد په هيڅ ګوټ كي اشغالګران يوه شېبه آرامه تېره كړي، اوس د يوه ستر ملي پاڅون وخت رارسېدلى، په دې پاڅون كي بايد ټول افغانان فعاله برخه واخلي. افغان ولس ته په كار ده چي هغه څېرې د دښمن د خدمتګارانو په نامه وپېژني چي قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي، وروڼه قومونه سره جنګوي، د قوم په نامه ځان ته امتيازات غواړي، د جهاد مخالفت كوي او افغان ولس دې ته رابلي چي اشغالګرانو ته تسليم شي او د دوى واكمني ومني، كوم ناافغانان چي د څو پيسو لپاره خپل ايمان خرڅوي او د ملي اردو او ملي پوليسو په ليكو كي ودرېږي او د بهرنيو تر قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنګېږي، ډېرى ئې همغه دي چي پرون له روسانو سره يو ځاى شول، د هغوى د ګټو لپاره له خپل ملت سره وجنګېدل او نن امريكايانو ته تسليم شوي او د دوى لپاره همغه پرونى كار كوي.
موږ هغو خلكو ته حيران يو چي د انګرېزانو تر بيرغ لاندي له انګرېزانو نه د آزادۍ ورځ لمانځي، نه پوهېږو دا څنګه آزادي ده او دا څنګه جشن او لمانځنه ئې!! نه پوهېږو په دې له ځانه پرته څوك دوكه كولى شي؟!!په داسي حال كي چي اوس د هېواد په ګوټ ګوټ كي د بهرنيو ځواكونو نظامي اډې جوړې شوې، د هري اډې پر سر د دوى بيرغونه رپېږي، زندانونه لري، آزادي غوښتونكي افغانان نيسي، زندانونو ته ئې لېږي، پر كليو ئې بريدونه كوي او پر كورونو ئې بمونه وروي، په ټول هېواد كي ئې تر اتيا زيات د راډيويي او تلويزيوني خپرونو سټيشنونه جوړ كړي، نږدې درې سوه ورځپاڼې، مجلې او نشريې خپروي، د افغاني فوځ او پوليس روزنه د انګرېزانو په لاس ترسره كېږي، هم د هېواد ځمكه او هم هوا د دوى په واك كي ده، د جمهور رئيس امنيت، حتى په ارګ كي هم دوى ساتي!! نو څوك به دا ومني چي افغانستان آزاد دى او افغان ولس د خپل برخليك څښتن!! إن شاء الله افغانان به د واقعي آزادۍ جشن لمانځي، خو هغه وخت چي ټول بهرني نيواكګر ځواكونه زموږ د ګران هېواد له لوېشت لوېشت خاورې نه وتلي وي، په هېواد كي د اسلام بيرغ رپانده وي او موږ د خپلي خوښي منتخب اسلامي حكومت ولرو.
مرګ پر اشغالګرانو
سرلوړي او بريالي دي وي مجاهدين
حكمتيار
افغانستان
پنجشنبه 28 اسد 1389
لومړی خپل مجاهد ولس ته د خپلواکۍ د کلیزې مبارکي وایم . فاروق وردګ چې کوم پیغام لیکلی سړی نه پوهیږي چې ده دا خپلواکي له چا اخیستې ده ؟؟؟ په ټوله لیکنه کې د انګریز نوم یو ځل هم نه دی لیکل شوی. دا نو دا مانا چې د فاروق وردګ نیکونو له انګریزانو خپلواکي اخیستې خو ده یې د هماغو شړل شویو انګریزانو د لمسیانو غلامۍ ته ملاتړلې ده. ګوره تا او ستا تنظیم د روسانو پر وړاندې د تمدن له لوړې پورۍ ، له ټکنالوجۍ، اقتصادي ودې او سیاسي ثبات پرته مو ولې ټوپک اخیستی و؟؟ دا بې ځایه او پوچ او د خیټالوجۍ دلیلونه له ځان سره وساته او افغان میړني او مجاهد ولس ته یې مه ښیه . خو غلام غلام وي . که د روس وي او یاد امریکا . په هر رنګ چې ځان څرګند کړي سریې د پریکولو دی
د ګران هېواد د ريښتینې او بشپړې خپلواکۍ په هیله
سلامونه گرانو هیوادوالوته:
له انگریزانو نه د خپلواکی دبیرته تر لاسه کولو د91 یونویمی کلیزی مبارکی وایم
په درناوی
زمری له لوگر ولایت نه
سلامونه او احترامات نه غواړم په دې اړه مبارکي ولیکم ځکه چې موږ تر نن ورځې پورې غلامان نه یو پاتې شوي هغه خلک دې د آزادۍ ورځۍ ولمانځي چې پیړۍ پیړۍ کې غلامي کړي وی انګریز دلته میاشتې نه ورځې تیرې کړي روسان همداسې او دا اوسنی به هم که خیر وي همداسې تښتي نو تاسو نه پوښتنه کوم چې کوم هیواد تسخیر شوی نه وي په ژوند کې نو د آزادي ورځ څنګه ولمانځي اګر که اوس څه مشکل شته خو دا دومره نه دي دوی به هم وتښتي
څو چې دا جهان ودان وي
څو چې ژوند په دې جهان وي
تل به دا افغانستان وي
خپلوټولوهېوادوالوته دافغانستان دخپلواکۍيونوييمې کاليزې مبارکي وايم
هيله من يم ،چې زمونږهېواد دتل لپاره خپلواک پاتې شي ،اوافغانان په کې دخپلواکۍ ساه واخلي ،داچې انګريزانو پرون ماتې خوړلې نن به يې يوځل بيا هم خوري خو لاس په دعا يم چې زمونږپه هېواد کې دتل لپاره سوله وي اودجګړوټغردتل لپاره ټول شي
دي شرم خبره ده داسي خفلواكيته خفلواكيويل ديوافغان لفاره لكادانن
د خپلواکي د ٩١ کليزي په وياړ د خواخوږی د ادبي او کلتوري ټولني پيغام
آزاد پيــــدا يــــــو پـــــه هـــــيڅ وخـــت کــــــې اسارت نه منو
ســـــــــــــــــر او مــــــــــــال دواړه جـــــارؤ ژوند د ذلــــــــت نه منو
مـــــــــوږ خپــــلي ويــــني تــــــويـــوؤ د ننګ ناموس په لارکې
پرپت مو مرګ هر آن دي خوښ، خو پست همت نه منو
استاد "خواخوږی"
د هر څه مخکي د انګريزانو څخه د هېواد د خپلواکي د ترلاسه کولو ٩١ کليزه د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړو لخوا ګرانو هېوادوالو ته د وطن دننه او د نړي په ګوټ ګوټ کې مبارکي وايو.
د اتلسمي پيړي په پاي او نولسمي پيړي په پيل کې انګريزانو د سوند او انرژي موادو ترلاسه کولو په پلمه د هند نيمي وچي سيمه تر خپلي ولکي لاندي کړي او بيا ېي پر افغانستان هم يرغل وکړ چي افغان بيوزلي ولس د خپلي اسلامي جذبي او ملي احساساتو له مخي د دريو لويو جګړو سره مخامخ او د نړي لوي ښکيلاکګرو ته چي په توپ او د هغه وخت په مدرن وسلو سمبال وه ماته ورکړل او د لوي برطانيي ستره امپراطوري ېي د نړيدو سره مخامخ کړه.
د برطانيي د (١٨٧٩) کال د باندنيو چارو وزير لارد ليټن هغه خبره چي په هند کې و خپل وايسراي ته ليکي وه چي: "له دي وروسته افغانستان د يوه هېواد په توګه موجوديت نسي لرلي…د انګليسي قواوو لخوا پر افغانستان پوځي پرغل بايد دومره دوام وکړي چي افغان ملت د انګليس اطاعت سره عادت پيدا کړي او د انګريزي امپراتوري په زور پوه سي."، په اوبو کې لاهوسوه.
لارد ليټن په دي نه پوهيدي چي يو مظلوم ملت په وږي نس، تش لاسونو او لڅو پښو د لوړ همت او غيرت لرونکي او په اسلامي او ملي غرور سمبال هيڅ کله د مرئيتوب ژوند ته غاړه نده ايښي او نه ئي ايږدي.
په (١٩١٩) کال کې د هېواد ستر اتل اعلحضرت غازي امان الله خان د افغانستان خپلواکې رسماً اعلان او بيا د انګريزانو لخوا په رسميت وپيژندل سوه خو ښکيلاکګر د هغه ورځي څخه لا تر اوسته په آرامه ندي ناست، کله د روس ښکيلاک او کله د نړيوال تروريزم او ګاونډيانو لخوا په مختلفو نومونو او رنګونو د آزاد افغانانو په پاکي خاوري تيري سوي چي په اسلام او وطن مينو غازي مجاهدينو لخوا ورته خوله ماتونکي ځوابونه ورکړل سوي دي او په دغه وروستي لسيزه کې د تروريزم او ترهګرو سره د مبارزي لپاره د نيمي نړي هېوادونو پوځيان بيا افغانستان ته راغلي، د دي پر ځاي چي د تروريستانو اصلي پټنځايونو او ځالو ته ولاړ سي زموږ د بي دفاع او غم ځپلي افغانانو په وژلو بوخت دي او د ځينو بهرنيو سياست والو لا تمه دا ده چي زموږ ګران هېواد افغانستان وويشي "تجزيه کړي" خو ارواښاد استاد بينوا څه ښه ويلي دي:
څــــو چـــي پــاتــي يـــو افغــان وي – تــل بــه دا افغانستان وي
تل د وي افغان ملت – تل دي وي افغان ملت ملي وحدت
هو!
ښکيلاکګر چي په هري پلمي او هيلي دغي پاکي خاوري ته راغلي دي بايد پوه سي چي د اتلسمي پيړي د لاردليټن او شلمي پيړي د بريژنيف غوندي د دوي خوبونه به هم لاهو سي. افغانان د هري پيښي په مخ کې يو دي او په ملي يووالي سره د بهرنيانو په مقابله کې ګډون کوي.
په وطن مينو افغانانو!
ښکيلاکګرو تل مدام د افغان ملت تر منځ د بي اتفاقي او تاوتريخوالي تخم کرلي دي خو ويښ افغانان بايد پوه سي چي زموږ شتون او بقا په ملي يووالي کې ده.
که تــه واي چي زه يـم، زه وايم چي زه يم – نه به ته ېي نه به زه يم
که ته واي چي ته ېي، زه وايم چي ته ېي – هم به زه يم هم به ته ېي
ګرانو هېوادوالو!
د تاريخ د دغه نازکو شيبو په دَرکولو سره بايد خپل ملي يووالي او هم ږغي ټينګه کړو، د خپلو نيکونو په شان خپله پاکه خاوره د ښکيلاکګرو څخه وساتو او مظلوم ولس د بي ځايه وژنو څخه وژغورو.
د ملي ولسواکي، خپلواکي او ملي يووالي د ساتني په هيله.
تل دي وي خپلواکي اوملي يووالي
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
د استقلال په مناسبت د اذاد افغانانو اعلاميه
ګرانو خويندو او ورڼو،ميږني ،باتور او شجاع افغان اولس،
د اذاد افغانان مشرتابه شورا خپل د زړه له کومي مبارکي خپل ټولو هيوادوالو،خويندو او وروڼو ته چه هر چيرته ژوندکوي د استقلال ٩١ کاليزي په وياړ وړاندي کوي،
استقلال زموږ د خلکو د توري او سرښندني پايله ده هغوي چه خپل د وياړ سرونه يي کيښودل او هيواد يي وساته او نني سرلوړي افغانستان يي موږ او تاسو ته په ميراث پريښودل ،ددغو ټولو شهيدانو او اتلانو دره ناوي زموږ افغاني او اسلامي دنده ده٠
ګرانو هيوادوالو،
زموږ د هيواد د وياړه ډک تاريخ موږ ته زده کوي چه د افغانانو دښمنان تل د رنګارنګ پلمو په کولو سره پر موږ يي يرغل کړي ، افغانان يي وژلي او زموږ ټاټوبي يي ړنګ کړي دې ، خو د ميړنو افغانانو د مقاومت او قرباني په نتيجه کي په سرټيټي سره بيرته وتلي دي،اوس نو هر يرغلګر پدي ښه پوهيږي چه د افغانستان نيول ساده خو ساتنه يي ګران دي٠
درنو خويندو او وروڼو،
افغانستان د هر پښتون،تاجک،هزاره،ازبک،پشه يي،نورستاني،بلوڅ،ترکمن،او نورو ګډ زانګو او ټاټوبي دي ددي هيواد په ساتنه او پرمختګ کي هر افغان ونډه لري او پدي ميدان کي هر قوم او مليت ځانګړي افتخارات يي په برخه کړي ده ، هر افغان زموړ د بڼ يو ښکلي ګل دي چه زموږ بوستان يي رنګين کړي دي،موړ بايد هر هيوادوال ته خاص ارزښت ورکو او د نفاق اچوونکو توطيو ته په خورا هوښياري سره متوجه اووسو په تيره بيا اوسني نازک او حساس وخت کي٠
واحد افغانستان زموږ د ټولو قومونو،قبايلو او ميليتونو افتخار او ځواک دي٠
په درنښت
د اذاد افغانان مشرتابه شورا
د افغانستان د ازادي د ورځ په ویاړ – عبدالحفيظ ماليار
که ووايي سلام زما په شاه امان الله خان باندی
دا ملی اتل ملی رهبر او قهرمان باندی
ګرانه ننګرهاره
دا وه د عزت ننګ او ناموس او حريت مين
دا د ازادی او او سرلوړی او شرافت مين
قبر يي ورته وينځه د عطرونو په باران باندی
ګرانه ننګرهاره
ګرانه ننګرهاره ماته بيا د ګلو هار جوړ کړه
بيا د ملنګ جان د ارمانو د زړه پرهر جوړ کړه
که جوړه پښتونخوا شی بيا به يي ږدم فخرافغان باندی
ګرانه ننګرهاره
جار شه له ملالی د هغی غيرتی ننګ ځينی
بيا د خوشحالخان دا د قلم او طوری شرنګ ځينی
درود د رحمت وايه په نا زو او احمد خان باندی
ګرانه ننګرهاره
لاړ شه ميرويس خان ته په شملی يي عطر وشينده
څومره چی کيدای شی په جرګی يي عطر وشينده
بيا می سلام وايه لوی اتل مو اکبر خان باندی
ګران ننګرهاره
ای حفيظ ملياره مونږ ښايسته ښايسته ګلان لرو
پت چی د وطن ساتی مونږ داسی شازلميان لرو
لوړ د وی بيرق د ازادی افغانستان باندی
ګرانه ننګرهاره
ولی محمد نورزی
دافغاني ویب پاڼو قدر منو چلونکو او دادب د بهیر ګرانو دوستانو
د افغانستان دخپلواکی او آزادی د ورځی په ویاړ چه په ۱۹۱۹ عیسوی کال کی د افغان اولس په بی ساری سر ښندنه او دافغان غیرتمند اولس د سترغښتلي او پیاوړی زوي غازي اعلحضرت ا ما ن ا لله خان تر مشری لاندی لاسته راغله .
تا سو ټولوته د زړه له کومی مبارکی وایم.هیله لرم چه افغان اولس نور هیڅ کله د پردیو زور واکا نو د نا وړو مدا خلو ښکار نشی.او افغان اولس ته خدای( ج) دومره توان او طا قت ورکړی، تر څو چه زمونږددی ښکلي او ښا یسته افغا نستان خلک خپله خاوره او راتلونکی په خپله وساتی, کامیا بی اوخو شالی مو په نصیب شه, ستاسو همکار ورور
له ناروې نه علی خان زاهد,
سلامونه او نیکی هیلې ده لراوبر پاڼې محترمو لیدونکو ته وراندې کوم، زه هره ورځ په ټولو خبرې ورځپاڼو کې اورم چې په افغانستان کښې په سل هاوو بې ګناه افغانان وژل کیږې، او هیڅوک پیدا نه شو چې ده دې بیچاره او مظلومو افغانانو پښتنه وکړې ،،چې ولې او په څه خبره، که چیرې دا ده وطن خاینان او دا وطن فروشان داسې فکر کوې چې په دغه بهانه به پښتانه له منځ ېوسې او افغانستان به دوې ته پاتې شې دا به چیرې پوره نه شې ..او دا ارمان به ګور ته ځان سره ېوسې،،
همیشه په افغانستان کې پښتون واکمن وو”’ او واکمن دې” واکمن به وې …….
چې کله مو له اسیا میانه نه روسان منع کړل شاه کار وم ،،او نڼ په ټوله نړې کې القاعده او تروریست په نوم
یادېږم،،،،،،،،،،ډیر څه لرم چې ولیکم خو وخت …. و سلام په درناوې
محمدآصف
ددی مبارکی او ویارلی ورزی مبارکی تول افغان ملت وایم
اسدالله زمری
د ۱۲۹۸ کال د اسد د ۲۸نیټې د ګران هیواد د آزادۍ د اعلان د ورځې او د مسعود د مرګ یعنې د رژیم د «روز شهدا»د لمانځلو د محکومولو په مناسبت
آزادي
ته کلونو او قرنونو ترڅ کې د هر محکوم د زړه لمړی آرمان یې
ته یې مرام د استبدا د بندي د اسیرانو د هر درد درمان یې
د طبعیت نه د انسان لپاره یوه خوږه او بې بها تحفه یې
ته د هر چا د پاره لویه آرزو په ښو صفاتو لکه فرشته یې
خو چې د څوانسان نما وحشیانو د شومو هیلو د یو کنیزه کړلې
د تا پر تخت تور اسارت دیره شو ته یې د پلید مرام سریزه کړلې
چې تا د ځان کړي ای حسېنې ناوې له سره تیر څه دنګ ځلمیان چې نه شول؟!
چې ستا خوږه وږمه تل وچلیږې د جېل خوراک څه اتلان چې نه شول؟!
ستا رسیدو لپاره ډیرې سینې په مردکو سورۍ سورۍ شولې
چې په ارمان دې د زرګونو ځلمو تر خاورو لاندې ښې ځوانۍ شولې
د تا لپاره دانسان آرمانه د نړۍ واړه محکومان هڅیږي
چې ته د ټولو د ژوندون نغمه شې د حاکمانو خوني لاس غوځیږي
که زما ژوند ټول اسارت کې شي تیر آرمان به نه لرم وروستۍ سلګۍ کې
که مې دغه یوه آرزو شي پوره : چې نفس ورکړمه زه آزادۍ کې
۸/ ۹/ ۱۳۵۶ خیرخانه کابل
بسم الله الرحمن الرحيم
د ازاد افغانستان د ملی تفاهم د تحقق دټولنې د استقلال دورڅی په وياړ د مبارکې پيغام
د ١٣٨٩ کال د زمرې ٢٨ کابل – افغانستان
— —————
د ګران هيواد ازاد او خپلواک افغانستان سپځلو او متدينوولسونو، دينۍ علماو، سياسيونو، فرهنګپالو ، د سياسی او ټولنيزوچارو قدرمنو فعالينو ته دافغانستان د خپلواکې د يونوييمي کاليزې په وياړ د زړه له کومی مبارکې او نيکې هيلې وړاندې کوو٠
دغه تاريخی ورځ د غازې شاه امان الله خان په مټ او زمونږ په اسلامی او افغانی غرور سمبال ولس په واک او ځواک د الله په نصرت سره د افغانستان دتاريخ يووه وياړلی پاڼه زرينۀ کړه٠
غازې شاه امان الله خان د افغانستان د ټولو وګړو په سرښندنې او مېړاني سره بريتانيې استعمارته ماته ورکړه. په داسي حال کي چي، زيات شمير هيوادونه لا د بريتانيې تر استعمار لاندي ول خو افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه اونوم يې د خپلواکو هيوادونو په کتار کي راغی. ددغی خپلواکې ساتل او ددغی ورځی لمانځل د هر افغان فرض ګڼو، ددغي لارې شهيدانو او غازيانو ته ددعا لاسونه پورته کو٠
د يو خپلواک سوکاله، سر لوړې او اباد افغانستان په ارمان په هيواد، ولس او افغانستان مين هر افغان
د ازاد افغانستان د ملی تفاهم د تحقق ټولنه
دخدای په نوم او بیا دازاد افغانستان په هیله
د دردیدلي ،زورېدلي هیواددخپلواکیء یونوییمه کالیزې ټولو افغانانو ته دزړه له کومې مبارکي وایم .
دلوی څښتن په دربار کې لاسونه لپه کوم چې هر هغه څوک دافغانستان دتجزیې ،بربادیء،نارامیء لپاره کار کوي (لویه خدایه ته یې برباد،ناکامه ،رسوا،اودتل لپاره یې ړوند کړې ،چې زما دې نازنینې خاورې ته هیڅکله په بده سترګه او سپک نظر ونه ګوري)امین
دګران افغانستان د ریښتینې ازادیء او خپلواکیء په هیله
حیات الله ستومان
د افغانستان د خپلواکۍ د يونوي يمه کليزې په مناسبت د ساپي مرکز پيغام
پېښور: دا چې له نن څخه يونوي کاله وړاندې د غازي امان الله خان په مشرۍ افغانانو د افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه خو له بده مرغه د ځينو معلوم حاله عناصرو له خوا افغانان پرېنښودل شول چې په افغانستان کې خپلواکه ژوند وکړي له لريو او نږدو کړيو د لاسوهنې له امله نن يوځل بيا افغانستان د امريکا، برطانيې او ناټو تر مستقيم تيري لاندې دى او خپلواکي پکې نه ليدل کيږي، که څه هم افغانانو هر وخت د خپلواکۍ لپاره هراړخيزه مبارزه کړې او اوس هم بوخت دي چې ډېر ژر دغه خپلواکي تر لاسه کړي په دې اړه مونږ ټول ملت ته ډاډ ورکوو چې د خپلواکۍ لمر به ډېر زر وځليږي.
سلامونه او رحمتونه پر هغو غازیانو او شهیدانو ،کم چی يي د خپلواکی په مقدسه مبارزه کی خپلی سپیڅلی وینی قربانی کړی دی تل دی روح ښاد او نوم دی ژوندی وی ! تاسو ګرانو مسلمانانو افغانانو پښتنو ته دی د خپلواکی 91 یمه کلیزه مبارکه او لوی چښتن (ج)دی یی در پوری نکمرغه کړی .سلام پر هغه مور کم چی اتل د زمانی (بیت نیکه )ځانکو یی په خپلو مبا رکو لاسونو ځنګولی ده .
سلام پر هغه ميندواو خويندو کم چی د علم پروره (روښانيانو) ځانګو وی يي په خپلو مبارکو لاسونو ځنګولی دی.
سلام پر هغه مور کم چی د ستر ټولواک (شیرشاه سوری )یی په خپله مبارکه غيږ کی روزلی دی .
سلام پر هغه مورکم چی ستر ادیب ،فرهنګپال،مبارز (خوشال بابا)یی په مبارکه غیږ کښی روزلی دی .
سلام پر هغه مور کم چی يي د افغان د ازادی بابا ادم (میرویس نیکه)یی په خپله غیږ کی روزلی دی .
سلام پر هغه مور کم چی ستر ټولواک (احمدشاه بابا)دا فانی جهان ته راوړی دی .
سلام پر هغه میندو کم چی يي (شاه اشرف،شاه حسین،ایوب خان،اکبرخان )په خپلو مبارکو غیږو کی روزلی او تربیه کړی دی .
سلام پر هغه (ملالی) کم چی يي د حق په چیغه سره د انګریزانو امپراتوری د تل لپاره ړنګه سوله .
سلام پر هغه میندو کم چی ي ستر مجاهد ملی قاید (محمد عمرحفظه الله)(حکمتیار) او سپیڅلی طالبان په خپلو مبارکو غیږو کی روزلی او تربیه کړی دی .
سلام پر هغه وړونو خویندو او میندو کم چی د نړی وال کفر او ظالم یرغلګرو سره په نه ستړی کیدنکی مبارزه لګیادی .
Oh Allah, whom belongs all Glory and Grandeur.
Oh Allah The Omnipoienient , The supreme. The greatest, The highest.
We ask your Glory and power, and victory for the Mujahideen in your cause particularly in Afghanistan.
Oh Allah give us our freedom and dignity again and unite all the Muslim nations .
Oh Allah remain beside the Mujahideen, and with them.
Oh Allah give them triumph; strengthen them in Afghanistan and all over the world.
Oh Allah unite their vision.
Focus the aim of their weaponry, and consolidate their word , And O Allah, fix their hearts.
O Allah handle, take care of their enemies, O Allah dissipates their congregation, and shatter their integrity, And weaken their strengths, And throw the fear in their hearts,O Allah our fates are in your hands,And our affairs all return to You, And our conditions are not obscured from Your knowledge.
To You we raise our misery, And our sorrow, And our complaints .
To You, and You alone, do we complain the injustice of the the oppressors , And currently of the faajereen,And the wrath of the betraying criminals.
To You , O Allah, do we complain the injustice of the spiteful Christians and their Afghan Allies .
O Allah, the night, (the dark region) of the oppressors has indeed lengthened.
The animosity of the atheists has extended deep , And the heads of the criminals , Oh Allah , send upon them a hand from the truth,To raise with it our humiliation,And to RE turn to us our dignity , And to destroy our enemy with it.
Oh Allah , take care of the sources of justice and oppression.
Oh Allah , take care of the sources of injustice and oppression.
Oh Allah , direct your forces against America, the center of Kufr and Fasaad.
Oh Allah ,of the you are All-Aware , They spread fasaad in Your lands Particularly in Afghanistan ,And they killed Your slaves , And they Insulted Your religion .
Oh Allah , of them you are All-Aware ,And over them All-Powerful.
Oh Allah , direct your forces against them .
Oh Allah , send upon them the Storm of Azaab, And the Cry of the Thamoud ,And the Typhoon of the people of Noah .
Oh Allah send upon them that which descends from the skies , And of that which exudes from the lands.
Oh Allah disintegrate their country .
Oh Allah , make them into divided countries , And scattered parties.
O Allah , Ever-Living and Omnipotent, make contain them within a fist’s grip of Yor slaves.
O Allah, make hurricanes a constant for them.
O Allah release our captured brothers, O Allah released them,O Allah strengthen them ,O Allah them study on their faith,O Allah make possible a means for them ,O Allah handle those who tortured them , O Allah eradicate them with Your power and Omnipotence .
O Allah , make their plots against us a cause for their destruction And their slyness,slyness against them.
Oh lord of the words, O Allah ,Ever-Living and Ominpotent, O Most-Mighty and Most-gracias, we asked you to save Al-Aqsa from the cruelty of the Jews, O Allah , free AL-Aqsa from every black hearted Kafir .
Oh Allah, we ask You Glory for Islam and Muslims.
O Allah, guard the hardworking scholars, And make steadfast those sincere in inviting to Your path ,And raise the position of those who order righteousness, and forbid evil,And bestow the same mercy up on those Muslims who enjoin them .
ډیری دقدروړ خبری دی
''دزمري داته ویشتمې نیټې رارسیدل که له یوې خواددې هیواد او اولس داشغال په اړه ، دافغانستان اوسنیو غلیمانو (نړیوالو یرغلګرو) ته له سره دفکر کولو او ډیرڅه زده کولو موقع ورکوي له بلې خوا په وسلوال جهاد بوخت افغان اولس ته هم وریادوي چې څنګه یې نیکونو دانګریزي ښکیلاک په وړاندې نه ستړې کیدونکي مبارزه وکړه اوپه پای کې له مغرورویرغلګرو دهیواد دخپلواکی ترلاسه کړه .
مونږ اوسنیو شرایطوته په پام سره که له یوې خوا دافغانستان په اوسنيویرغلګرو له هیواد څخه دژرترژره وتلو غږ کوو له بلې خوا خپل مؤمن اولس ته ډاډ ورکوو چې لرې نه ده چې دلوی او متعال خدای په نصرت او دمؤمن اولس دقربانیو په برکت اوسني اشغالګر هم ددوئ داسلافو انګریزانو غوندې په ټیټو سترګو دافغانستان پریښودلو او ددې هیوادخپلواکۍ ته په احترام مجبور شي ،خوتردې هدفه مو یوازې په الهي نصرت باور ،مخلصانه جهاد او خپل منځي اتحاد او وروولي رسولای شي . ان شاءالله تعالی وماذالک علی الله بعزیز''
خپل هېوادراباندې گران دى ټولوافغانوته دخپلواکۍ مبارکي وايم هېله من يم ،چې دخپل هېوادرغښت کې هلې څلې وکړئ