فساد او اختلاس، څوك او څومره په كې ښكېل؟
د كابل حكومت د ولسمشر كرزى په لاسليك د كابل پوهنتون د استادانو استوګنځي په آغاخان پلورلي چې هلته د خپلو دپلوماتيكو چارو او د روغتون لپاره ودانۍ جوړه كړي، دا هم ويل كېږي چې دلته به اغا خان كمپلېكس جوړوي.
دا چې ايا په دې كچه له اغاخان سره اړيكي درلودل په كار دي چې هغه دې سفارت ولري او يا دا چې دغه ځمكه يې په كومو شرايطو او څه ډول پلورلي، هغو ته نه تم كېږو، بلكې دلته دې ته نظر كوو چې دغه كار تر كومه بريده معقول، د عامه المنفعه تاسيساتو په ګټه او له ملي ګټو سره سمون لري، څومره په كې د فساد او اختلاس شته او څوك په كې ښكېل ګڼل كېدى شي.
تر دې مخكې په دارالامان سيمه كې د كابل موزيم ختيز لوري ته د كابل پوهنتون د زراعت پوهنځي جايداد هم پلورل شوى او هغه افغان امريكايي پوهنتون ته وركړل شوى دى. په دې اړه چا غږ پورته نه كړ، معامله غلې ترسره شوه، دا چې په كومو شرايط او څه ډول دغه جايداد پلورل شوى دى؟ او په راتلونكي كې د كابل پوهنتون د پراخېدا او غوړېدا په صورت كې راتلونكي نسل له كومو ستونزو سره مخ وي هغه پوښتنه ده چې اوسني چارواكي يې له ځانه هډو پوښتنه نه كوي دا پوښتنه يې ذهن ته نه ورځي چې پوهنتون خو په راتلونكي كې جايداد ته اړتيا لري، نو بيا به يې له كومه كوي؟
اوس دا دي د كابل پوهنتون د استادانو استوګنځي پر آغا خان پلورل شوي چې دغه استوګنځي وران كړي او پر ځاى يې خپله سفارتخانه او روغتون جوړ كړي.
كه د دغه كار مخه و نه يول شي او دغه جايداد بېرته كابل پوهنتون ته را و نه ګرځول شي نو لرې نه ده چې د موجود فساد، اختلاس او خيانت له امله ټول كابل پوهنتون وپلورل شي. ځكه هغه مهال به بيا چارواكي وايي چې موجود جايداد د كابل پوهنتون لپاره كفايت نه كوي.
كه د كابل پوهنتون د استادانو استوګنځيو ته موقعيت ته كتنه وكړو، نو دغه استوګنځي د كابل پوهنتون شمال لوري ته پراته دي چې ختيز لوري ته د كرنې او مالدارۍ وزارت دى او لوېديځ ته يې كوڅه ده او ورسره پيوسته كابل طبي پوهنتون.
د حكومتي چارواكيو سلا په دې راغلې ده چې دغه دغه استوګنځي وران كړي او د پوهنتون استادانو ته قصبې په سيمه كې استوګنځي جوړ كړي. عجيبه ده، تيا موجود استوګنځي ورانوي او نور جوړوي. بيا له پوهنتون څخه څومره لرې، استادان چې له كاله تر پوهنتون پورې رسېږي نو پوره ورځ به تېره شوې وي. د استاد ذهن به هم ګډ وي وي او دې ته په په ذهني ډول چمتو نه وي چې درس وركړي.
كه حكومت او چارواكي غواړي چې د زده كړې كچه په هېواد كې لوړه او معياري شي، نو ښايي چې د استادانو سره مرسته وكړي، د استادانو لپاره موجودي استوګنځي پرېږدي او تر څنګ يې نور جوړ كړي.
كه د يوه معياري پوهنتون لپاره ټولنې اسانتياوې په پام كې ونيسو نو اوسنى موجود جايداد د كابل پوهنتون لپاره كفايت نه كوي. كه د حكومت مشر ښاغلى كرزى خپله پوهنتون ته راشي او پوهنځيو ته سر ورجوت كړي نو په ورته څرګنده شي چې استادانو او محصلين په څومره ناوړه شرايطو كې د زده كړې چارې پر مخ بيايي.
د كابل پوهنتون استادانو غږ پورته كړ خو څوك يې غږ نه اوري چې دغه سيمه نه د دپلوماتيكو چارو لپاره مناسبه نه ده او نه هم د روغتيايي چارو د ودانۍ لپاره. ځكه وار له مخه دلته د اكاميت روغتون، اتاترك كوچنيانو روغتون، د فرانسيونانو (آغاخان) د كوچنيانو روغتون، علي اباد روغتون او د سره صليب د هډوكي او مصنوعي پښو جوړولو روغتونونه موجود دي. دا ټول نښتي او پيوسته جوړ شوي دي او د خلكو ستونزې اوارولى شي.
په پاى كې بيا هم د نفوس په زياتېدو او ورسره جوخت د محصلينو د شمېره په زياتېدو به په نژدې راتلونكي كې اوس پوهنتون د زده كوونكي لپاره كفايت و نه كړي نو په هغه صورت كې به د پوهنتون لپاره نور جايداد ته هم اړتيا ده، هيله ده چارواكي دغه ټكي په پام كې ونيسي او د استادانو موجود استوګنځي ځاى پر ځاى پرېږدي او تر څنګ يې نور هم ورسره جوړ كړي.
په همدې هيله
څه وکړودادمشرانوکاردي مشران پوهیږي چی څه ډول خپل ملت ته تاوان ورسوي اووطن پریوڅوخیټوروباندي خرڅ کړي.غریب دخاوري سره برابر اوخانان سیټ کړي اوبل داچی داستاذانوڅخه هم کوه ښه خاطره نه لرواودوي همیش غواړي چی محصلین دکادرڅخه وغورځوي اوچانسونه ورته ورکړي ترڅوددوي ځای ونه نیسی . خوټول بیا داسی نه دي دښواستادانوددنیا اواخرت دکامیابیولپاردالله [ج] په درشل کی لاسونه لپه کوم اوټولونوروبدمرغوانسانوته د ستر پاچاه رباالعذت جزاورکړي هم په دنیا اواخرت کی سپرمخی اوشرمنده دوي. هیله ده چی غورپری وکړي .
داچې اغاخان دکابل پوهنتون داستادانو کورونه ورانوي او په ځای یې سفارت خانه یا روغتون جوړوي ،ولې په کابل کې ځای نشته چې دې ځای ته یې سترګې غلې کړیدي ،ولې دولت داسې ناروا کوي ،کوم بل ځای دې پرې وپلوري ،دا خاوره داهېواددنړۍوالو غلو لاس ته پرېوتی دی څنګه یې چې زړه غواړي هسې کاندي ،نن ورځ خو داستادانو کورنه پلوري که حالات همداسې وي لرې نه ده چې زما ،ستا،دده او دهغه کورنه هم وپلوري په دې غیرتي ولس څه شوي ترکومې به دفیل په غوږ کې ویده یی بیداره شیء سرونه مو په لاسونو کې ونیسیء او له خپلو حقونو څخه په نره دفاع وکړیء .دمشرانو خبره ده حق ورکول کیږي نه بلکې اخستل کیږي،نو حق که دسر په بدل هم وي باید وګټل شي .
دهغې ورځې په هیله چې هرچاته خپل خپل حق ورکړل شي .
خصوصا پښتون ولس ته
حیات الله ستومان
السلام علیکم
وروڼو دا کومه نوی خبره نه ده چی ستاسو تر غوږونو رسیږی دی هغی ورځی نه چی د غرب غلامان قدرت ته رسیدلی دی د افغانستان په ویش باندی یی شروع کړی ده وګوری په ټول دارالمان باندی حاجی نبی خیټه اچولی ده حاجی نبی دی کریم خلیلی ورور دی تیره ورځ شاروالی اعلان وکړ چی حاجی نبی خپل قانونی جواز د شاروالی څخه نه دی تر لاسه کړی ، سیاف ټول فغمان ته بډوهلی دی جالبه داده چی سیاف خلکو ته د احادیثو درس هم ورکوی زه نه پوهیژم چه کله به یی دغه حدیث تر سترګو شوی وی چی حضرت محمد وایی هر څو ک چی په زور د یو چا ځمکه غصبه کړی دی قیامت په ورځ به یی په همغه اندازه ځمکه تر ۷ طبقه پوری په غاړه کی پرته وی الله اکبر
دبلی خو وګوره ټل واله چی ټوله خیر خانه یی په زور نیولی ده له بلی خوا دکرزی ورور قیوم کرزی په قندهار کی ټولی حکومتی ځمکی ونیوی وزارت دفاع چی ویل کیژی ۱۲۰۰۰۰ عسکر لری هنوز د خپل ملکیت ساتنه نه شی کولی حضرت مجددی مولوی خالص،پیر سید احمد ګیلانی په جلال آباد شروع کړی ده او خر څوی یی ، وکیلانو او وزیرانو ته یی شیرپور او چهار قمبر وروویشل ، اسلام غواړی په عیسویت بدل کړی ،زمونژ عنعنات یی ټول هندی کړل ، غلامی ته آزادی وایی کرزی بیعقل تراوسه نه پوهیژی چی افغانستان ښکیلاک شوی دی بوش ته د امان الله خان مډال ورکوی او ورته وایی چی تا افغانستان ته آزادی راوړه کرزی تر اوسه په دی نه پوهیژی چی آزادی ورکول کیژی نه بلکه د وینو په قیمت اخستل کیژی الله د رسوا کړه ته به هم خوشحاله وی چی زه ریس حمهور یم
cheap viagra Gf=m,SYў,buy viagra online t<>F?¤B§ol, viagra online •d‘USlџ,cheap viagra BЈQ©GmЉќT:,viagra online >љNVAZB^\,buy viagra cheap ;P–2љv?B,buy viagra cheap F€Q4ЃЂ„`‚,cheap viagra RRЈv(„<>I,generic viagra ’/Be…t8d1,buy viagra S<?ybMYf,cheap viagra -™ЏsЏ†P©,
viagra 100mg 2eC-I1ЊYL,generic viagra 4њE§Ј:“•8, buy viagra U7yҐЋaЌbA‘,viagra 100mg ѓ™>cG6mHG™,viagra 100mg Z~›0VT-V>a,buy viagra cheap 1/ЁmH.ѓ5`O,cheap viagra -O:06‚qЂ¤I,buy viagra ‰;>•Z57џ,viagra ce^Ѓ);–„,cheap viagra `|uCWal…MI,cheap viagra iYN<ЈS©’,