دننګرهارولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې لومړۍ دطالبانو او ايتلافي ځواکونوترمنځ جګړه شوي او بيګاشپه ايتلافي ځواکونو په ولسي وګړو بمباري کړې.
دخوږياڼو ولسوالۍ دنکړخيلودسيمې څخه لروبر ته دټليفون په کرښه يوتن وويل چې تيره ورځ سهار طالبانو اومريکايي ځواکونوترمنځ مخامخ جګړه وشوه چې په ترڅ کې دوه طالبان وژل شوي اويوتن ټپي شوى.
نوموړى وويل چې معلومات نه لري چې امريکايي ځواکونوته زيان اوښتى اوکنه .
خو زياتوي چې چې په دې جګړه کې چې دمملې په سيمه کې وه نږدې دوکانونو ته په کې زيان اوښتى دى .
دده په وينا بيګاشپه بيا امريکايي ځواکونو دنکړخيلوپه سيمه کې په کورونو بمباري کړى چې له پنځوسو زيات وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې .
دولت اوياهم طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ددې خبربشپړجزئيات به وروسته په ليکه شي
دي کافرانو يوداسې کورونۍ هم په بشپړتوګه وژلې چې له نکړخيلوسيموڅخه يې خپل کور جلال ابادښار ته راوړو او په موټرکې سامان بارکړى وه چې بمباريې پرې کړي اوټولې وژلي دي
رب دي مسلمانانوسره مل شي
خداى دى دشهيدانو كورنى ته دزړه صبروركړى.
ورورڼو موږ او تاسو چى داسى سياسى رهبران لرو دغه سى ناخوالى به ګالو
ډير دافسوس ځاى دي چې مونږ ټول مسلمانان دغفلت په خوب ويده يو ولې نور يو ملې پاڅون د دغو سره مخو په مقابل کې نه کوو چې هره ورځ په سلکونو بې ګناه ماشومان او زنانه په سرو وينو لمبې وي اخر تر کومه به مونږ حوصله وکړو راځې نوره مو دخداى او درسول په کلام عمل وکړو او دالله اکبرناره په ټوله نړي کې بيا خوره کړو نور د صبر او زغم وسه نلرم دا زما هغه افغاني نسله انګريزانو ته درخواست دي چې نور ددي وطن دا مظلوم او بيچاره خلک مه زوروى همدا تاسو يې چې ددي وطن په هر ګوټ کې مو بلد کړل الله ج به په ورځ د محشر کې دهمداغه يهودو او نصوارو سره ځاى درکوي لږ ځان سره فکر وکړى کنه نو بيا په دي دنيا کې هم ستاسو لپاره ډيره اسانه لاره شته دي بيا درته خپل واړه زامن ښځه او لوڼې سرته ناستوي او ستا دتنې نه به سر جدا وي انشاالله کې جاسوسې پري نږدي نوډير زر بې يې انجام وګورى هري چير ي يې بيا به خلاص نشي.
نور نو څه ويل نه غواړم خو په دين مينو شازلمونه هيله ده چې خپل دښمن په روغ خپو درنه لاړ نشي الله مو مل شه.
دګړنګ ستخې درته اسانه شه
خداي ج دي هغه سوك چي شهيدان شوي وبخشي.
دا سورموخي او تور لينگي داگرده سره داحمقو طالبانو له لاسه راغلي
خداي ج دي هغه سوك چي شهيدان شوي وبخشي.
دا سورموخي او تور لينگي داگرده سره داحمقو طالبانو له لاسه راغلي
DARANO AOW KADURMUNO RONO ALLAH HAZER DEE ZUH YAW MUJAHID YEM ZAAN RABANDEE GUNAHGAR NA KRUY CHE WOWAYE CHE WALAH LUKA CHE KOM KAMONIST DEE.DA HUR SA CHE KEGEE PA MONG YEE KHAPUL AMAL KAWEE .AOW DA ISI LA LASSA PA MONG SHAVE AOW KEGEE.AEY RONO DA BULEE NA MO KHABUR KUM.PA HAMDE KHOGIANO KE TALIBAN AOW HEZBI ISLAMI HEKMATYAR SURA YAW BUL TA MORCHO KE NAST DEE.MONG LA DOYE TAMMA KAWOLA KHA OSS SOCH WOKUY KA DOYE KAMYAB SHEE HAMGHA DA TANZEMONO JANGONA BA BEYA SHORO NA SHEE.DA ZARDAD PATAKONA BA BEYA JOOR NA SHEE.AFGHANISTAN BA YAW ZUL BEYA PA KANDWALO BADUL NA SHEE.DAGHA HALLAT DA CHA DA LASSA PA MONG RAGHULEE.DOYE TA CHA ZAMENA BURBARA KUREE.
RONO .RAZUY CHE DA KHAPULO AMALO DA ISLAH LAPARA KAR WOKO.KULA CHE ZAMAONG AMAL SAHEH AOW ISLAH SHOO NA BA DA SRAA WEE AOW NA BA DA TOOR WEE.YAWAZE AOW YAWZE ZAMONG PA AMALONO KE FURK DEE AOW BUS.
Allah j De da Deen doshmanan pa khapul qodrat tabbah kree
Allah j de da Gran Afghanistan doshmanan tabah kree
Ameen soma ameen
ګرانو ورونو سلامونه مي ومنى پس له سلامه پدي دي نه ګيږي چي انګريزان دي بمبار وکړي او وروسته دې زمونږ غلامان مشران بښنه وغواړي اوبيا دي زمونږ غريب ولس ته په لاس کې ٥٠٠٠٠ روپۍ ونيسي او زمونږ غريب ولس وغولوي نوګرانو ورونو ترڅو چي داغربيان زمونږ له ملک نه ونه ووځي زمونږ اوستاسو به همدا حال وي
بدې وسيلې بدې پايلې لري !/ سلطان محمدزی
Thursday, 08.05.2010, 08:33am (GMT)
تېره میاشت د كندهار په ارغنداب كې يوه ديارلس كلن ځانمرګي د و ادۀ په مراسمو كې كربلا جوړه كړه او تر سلو زيات كسان يې ووژل يا ټپيان كړل. دا پېښه دومره غملړلې وه چې د مسلح طالبانو ډلې هم كوشش وكړ چې ځان پكې دخيل ونه ګڼي.
دا كار به مسلح طالبانو كړى وي يا نه وي كړى خو دومره بې رحمانه و چې دوى يې سمدستي ردولو ته اقدام وكړ. كه داسې وګڼو چې په ارغنداب كې د وادۀ په پېښه كې د طالبانو لاس نه و، بيا هم طالبانو ته او ټولو هغو كسانو ته چې د خپلو مقصدونو لپاره ناسمې وسيلې استعمالوي، يو لوى درس پكې پروت و او هغه دا چې كه يو ماشوم او زلمكى تۀ انتحار ته هڅولى شې نو بل څوك هم دا كار كولى شي . انتحاري حمله نه پېچلې ټكنالوژي غواړي او نه خاصه ايديولوژي. په سريلانكار كې تاميل پړانګانو ډېر ځله انتحاري حملې وكړې.
تاميل پړانګان چې په ديني لحاظ په هندوايزم عقيده لري ، په معاصره زمانه كې د انتحاري حملو مخكښان بلل كېږي. تېر كال چې د مي په نهه ويشتمه نېټه د تاميل پړانګانو د مشر پرابهاكاران د مړي له موندلو سره د دې ډلې د حملو ټغړ ټول شو، نو د نړۍ مطبوعاتو وليكل چې د دې ډلې په څو ويشت كلنو جګړو او حملو كې په سريكلانكا كې تر اويا زره ډېر كسان ووژل شول .
پرابهكاران په ۱۹۷۶ كې د تاميل پړانګانو ( لبرېشن ټايګرز اف تاميل) بنسټ كېښود. دغه حركت په اوله كې چريكي او ګريلايي فعاليتونه كول خو څو كاله وروسته يې ،په ۱۹۸۳ كال كې ،سريكلانكا د يوې بشپړې كورنۍ جګړې په ډګر بدله كړه.
تاميل پړانګان په خپلو پوځي هلو ځلو كې د متعارفو وسلو په استعمالولو سربېره د اوسنۍ زمانې د دوو خورا وحشيانه او بې رحمانه تاكتيكونو مخكښان هم شول: دوى له ماشومانو څخه په جګړه كې كار واخيست او بل يې ځانمرګي بريدونه پيل كړل.
د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶ كال له راپور سره سم ، تاميل پړانګان په لرې پر تو كليو كې لس كلن يا تر لسو كلونو د كم عمر ماشومان د ښځو او ماشومانو د وژلو لپاره استعمالوي. دغه راز د بشري حقونو د څار د نړيوالې موسسې د ۲۰۰۴ كال يو راپور وايي چې په نولس سوه نويمو كلونو كې د تاميل پړانګانو څلوېښت الى شپېتۀ فيصده جګړه مار هغه كسان و چې چې اتلس كلنۍ ته لا نه وو رسيدلي.
تاميل پړانګانو په ۱۹۸۷ كې د تورو پړانګانو ګروپ جوړ كړ. تورو پړانګانو به انتحاري او ځانمرګي بريدونه كول او اكثره غړي يې ځوانې او كم عمره ښځې وې. دوى چې به كله ځانمرګي بريد ته تيارې شوې نو دا وياړ به يې په نصيب كېدۀ چې له پرابهاكاران سره يوازې ډوډۍ وخوري او بيا د مرګ په سفر روانې شي.
د راجيو ګاندي ترور د تورو پړانګانو د دې نوي تاكتيك يعنې د انتحار يو خورا كامياب مثال و. راجيو ګاندي چې كوم وخت صدراعظم و نو په ۱۹۸۷كال كې يې سريكلانكا ته د هندوستان سوله ساتي عسكر استولي و. د ګاندي دغه كار په پړانګانو ښه ونه لګېدۀ نو كله چې راجيو ګاندي په ۱۹۹۱ كال كې د انتخاباتي مبارزو په لړ كې د هند د تاميل نادو ايالت يوه كوچيني ښارته لاړ، هورې ورباندې يوې مېرمنې ځانمرګى بريد وكړ او ويې واژۀ. د پړانګانو دې كار په هندوستان كې خلك د تاميل پړانګانو خلاف كړل او د هند حكومت هم د پرابهاكاران د نيولو او محاكمې ته د راكشولو غوښتونكى شو. هندوستان د تاميل قام يو لوى اقليت لري او په همدې وجه د تاميل پړانګانو له هلو ځلو سره په هند كې يوه خواخوږي موجوده وه مګر د تورو پړانګانو قتلونو دغه خواخوږي خورا كمه او بلكې په نفرت بدله كړه.
په ۲۰۰۲ كال كې چې ژورنالستانو له پرابهاكاران څخه د راجيو ګاندي د قتل په اړه بيا بيا پوښتنې وكړې او دى يې را ايسار كړ نو دۀ وويل: دا يوه غمجنه پېښه وه چې اوس لس كاله ورباندې تېر دي او زه په داسې موقعيت كې نه يم چې تبصره ورباندې وكړم.
په معاصره زمانه كې د انتحاري حملو د موسسې ډلې ( د تاميل پړانګانو ) تجربې راښيي چې د وخت په تېرېدو سره دغسې حملې خونړۍ شوې او دغه ډله يې په سياسي او اجتماعي لحاظ وار په وار كمزورې ، بدنامه او منزوي كړه .
په لاره كې د ماينونو خښول د تاميل پړانګانو يوه بله وسيله وه چې طالبان هم ورنه ورځ په ورځ ډېره استفاده كوي. د جوزا په نهمه ويشتمه نېټه د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي بانكي مون په هغه راپور كې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې وړاندې كړ ، ويل شوي دي چې په افغانستان كې د سړك د غاړې په ماينونو كې د روان ميلادي كال په څلورو مياشتو كې د تېر كال د همدې مودې په نسبت څلورنوي فيصده زياتوالى راغلى دى . دغه راپور چې د شنبې په ورځ په كابل كې هم خپور شو، وايي چې : د سړك د غاړې پر بمي چاودنو سربېره په هره اونۍ كې په افغانستان كې په متوسط ډول درې ځانمرګي بريدونه كېږي چې تر نيمايي زيات يې له جنوبي ولايتونو لكه كندهار سره تعلق لري.
د لارې د بمونو اكثره قربانيان د هغو كليو اوسېدونكي وي چې د طالبانو په كنټرول كې دي. په دغو سيمو كې كابو هره ورځ د ماين يوه چاودنه كېږي چې ښځې ، ماشومان او نور لارويان پكې وژل كېږي او ژوبلېږي.
ډېر ځله داسې هم شوي دي چې طالبانو هغه ځاى هېر كړى دى چې چېرته يې ماين ايښى و. افغانستان چې په تېرو څو كلونو كې له پخوانو ماينونو پاك شو ، اوس د طالبانو د نفوذ په ساحه كي يو ځل بيا د ماينونو په كور بدل شوى دى . ماينونه هم لكه انتحاري حملې نه لوى ګوري ، نه ماشوم، نه ځوان ګوري ، نه بوډا. د لارې د سړك ماينونه چې ډېر لږ تاوان رسوي هغه خارجي عسكرو ته دى چې د ماين د كشفولو، شنډولو او د ماين په مقابل كې د ځان د خوندي ساتلو امكانات لري. د دغو ماينونو تر ټولو ډېر تاوان عادي كليوالو په تېره بيا ماشومانو ته رسي.
مسلح طالبانو په يوه داسې طرز جګړه پيل كړې ده چې په په اوس وخت كې يې تر ټولو ډېر تاوان د افغانستان خلكو ته او په لرې وخت كې يې تر ټولو ډېر تاوان پخپله د دوى تحريك ته رسېږي. داسې څكه كېږي چې دوى د خپل مقصد په لاره كې د بدې او ښې وسيلې فرق نه كوي. تاريخ راته وايي چې د ټولو هغو ډلو انجام ډېر دردوونكى و چې خپلو مقصدونو ته د رسېدو لپاره يې رحم او نور اخلاقي اصول تر پښو لاندې كول.