د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير وحيدالله سباوون په ننګرهارکې ديوې چاودنې له امله ټپي شو.
دننګرهاردوالي وياند ددغه خبردپخلي ترڅنګ لروبر ته وويل ياده پيښه نن د دوو بجو په شاوخوا کې دجلاابادښاردمياعمر ليسې ته څيرمه په يوه رکشه کې دځاى پرځاى شوې چاوديدونکو توکو دچاودنې له امله رامنځ ته شوي .
نوموړې زياته کړه دچاودنې له امله دښاغلې سباون په ګډون اوه تنه ټپيان شوي چې دعامي روغتياروغتون ته د درملنې په موخه استول شوي چې دټولو روغتيايي وضعه د ډاډ وړده .
تراوسه کومې ډلې ددغه چاودنې مسؤليت پرغاړه نه دى اخيستى .
په ريکشه کې دځاى پرځاى شوې چاوديدونکو توکو له امله دغه چاودنه په داسې مهال ترسره کيږي چې په جلال ابادښارکې په سلګونو ريکشې شتون لري چې خلک يې له ستونزوسره مخ کړي دي .
· · · · · · ټول افغان دوه نۍ د ١٣٨٩ لمريز کال د زمري ١١tolafghan.com
.
د کاناډا پخوانی سفير: پاکستان اوس په ټولو کچو رسوا شو
Global and Mail
02.08.2010 13:25
په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفير کريس الګزنډر وايي چې د ويکيلکس له خوا د پټو اسنادو په خپرېدو اوس په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه په ټولو کچو رسوا شوې ده او بايد په نړيوالو محفلونو کې پرې بحثونه وشي.
نوموړي وايي چې د ملګرو ملتونو په شمول بايد نړيوال ارګانونه د پاکستان او د دې د استخباراتو لاسوهنه ځکه وڅېړي چې د ملګرو ملتونو د قوانينو څخه یې (چې یو هېواد به په بل هېواد کې لاسوهنه نه کوي) سرغړونه کړې ده او نړيوالې سولې ته خطر پېښوي.
کريس الګزنډر چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د کاناډا سفير و وايي ليکي چې ويکيليکس دا روښانه کوي چې د تاوتريخوالي لاملونه نور په افغانستان کې نه دي، له افغانستان څخه بهر دي.
نوموړی زياتوي چې که دې لاندې ټکو ته پام وکړو نو د پاکستان موخې روښانه کېږي:
۱. سره د دې چې پاکستان نه مني چې د وسلوالو مشران یې په خاوره کې پټ دي، موده وړاندې یې له درزنه ډېر د طالبانو مشران په خپله خاوره ونيول.
۲. کريس وايي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال پرويز اشفاق کياني همدا راز د امرېکې غوښتنه ونه منله چې په شمالي وزيرستان او بلوچستان کې د اسلامي امارت په وسلوالو بريدونه وکړي.
۳. بله دا چې کياني ولسمشر کرزي ته په تېر پسرلي کې وويل چې په افغانستان کې د سولې شرط دا دی چې په دې هېواد کې به د هندوستان کونسلګريانې بندوي او په مقابل کې به یې د اسلامي امارت د مشرانو سره – چې کياني یې ستراتېژيکي هستۍ بولي – د سولې لاره هواره کړي.
۴. کياني په واشنګټن کې وويلې چې غواړي افغانستان په داسې ډول د پاکستان له نفوذ لاندې وي لکه له ۱۹۹۱ څخه چې تر ۲۰۰۱ پورې و.
د کاناډا پخوانی سفير وايي د دې لپاره کياني په افغانستان کې چريکي جګړه پيل کړېده او له شمالي وزيرستان او بلوچستان څخه افغانستان ته ځانمرګي لېږي. نوموړی وايي چې پاکستان دا کار په دې موخه کوي چې په افغانستان کې د پښتنو ملتپالي ووژني، هندوستان وباسي او کرزی کمزوری کړي.
کريس الګزنډر چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستيال استازی هم پاتې شوی دی وايي چې پاکستان د اسلام لپاره نه جنګېږي ځکه خو په افغانستان کې د ګل په شانې عالمان هم وژني.
د کريس په ليکنه کې راغلي دي چې که پاکستان د اسلامي امارت له ملاتړه لاس واخلي نو لکه د کاغذي کور به ټول ونړېږي.
کريس الګزنډر ليکي چې تر کومې د پاکستان د پوځ او اسلامي امارت نامقدسه ايتلاف دوام ومومي نو افغانان به همداسې خپل باور ته دوام ورکړي چې امريکا او ملګري يې قصدا د طالبانو بريدونو څخه سترګې پټوي
سلام به همه خوانندها:
افغانهادر هرجای وبه هر نام کشته میشوند وکسی هم نیست که صدای انها رابدون ازخدا وندجل جلاله اوبامامیگوید اگرمن امروز بدانم که مردم امریکا در امن است همان روز عساکرخود را از افغانستان بیرون میکنم یعنی افغانستان به یاد کسی نیست که مردم بیچاره آن کشته میشود یا در به در مردم ما همیشه از خود را به بیگانه ها فروخته است در بدل بسیارقیمت ناچیز وسلام
د پاکستان د فوځ د څار اداره يا (انټر-سرویسز-انټیلیجنس )چه د ای ایس ایم په نوم مشهوره دا د پاکستان د د جوړښتنه یو کال روسته په سنه ۱۹۴۸ د پوځ د کنترول په خاطر منځ ته راغله .د وخت په تیرو دو سر دی اداری ته نور سلاحت او نوی پالسې ورکړای شوې .ای ایس ای د جنرال ایوب خان په دوره کې له ۱۹۵۰ تر ۱۹۶۰ پوره د انګریز په ملاټړ لا قوی شوه او د پاکستان په ساست کې د عسکری جنرالانو حمایت کاوو او قدرت تی رسول . اود همدی سیاسې جنرالانو د لاری نې په حکومت کې پټ حکومت جوړ کوو.چه تروسه د هم دی پټ حکومت له لاری خپلې توره پالسې پر مخ بیاې .د ای-ایس-ای وسني مشر جنرال احمد شجاع پادشاه دۍ چه له کال۲۰۰۸ را پدي خوا په هم دي دنده باندی بوخت دی .
د ای-ایس-ای مشر د دوه کالو د پاره د پاکستان د صدراعظم له خوا ټاکل کیږی ( د کابل د کنفرانس په محال حامد کرزی او امریکایانو اعلان وکړ چه د۲۰۱۴ نه روسته ټولي غربي قواي به دافغانستان نه وځی نو د پاکستان صدراعظم د ای-ایس-ای د مشر دنده یو کال اود لوی درستیز دندېې دری کاله نوره هم وغځه وله )
د ای-ایس-ای ټول پام د هندوستان په لوري وو ،ای-ایس-ای او د پاکستان سیاستمداران په دي پوهې دي چه په میدان د هندوستان د تاقط مقابله نشي کولاي نو ، ای -ایس-ای د اسلام ناره لاندی غریب او بی عیلمه خلګو په لټه کی شول ، د هندوستان پر ضدي کافۍ کار وکړ، خپلو پالسيو د پر مخوړلو د پاره یې اسلامی ګروپونه یا په بله وینا یو اسلامی فوځ یې د عسکری فوځ تر ځنګ تیار کړ .
د پاکستان فوځ په ۱۹۷۱ کې د بنګدیش پر خلاف په جنګ واوښت ، بنګلدیش هغه وخت د پاکستان یو حیصه وه، دا چه بنګلدیش یو اسلامی هواد دی نو د اسلامي ګروپونه یې ونشوای جنګوالاې .هغه و چه پاکستان ماته وخوړه او بنګلدیش ځني جلا شو.
ای -ایس-ای خپل اسلامي جوړ کړي فوځ کشمر ته ولیږو چه تاریخ د ای-ایس-ای په کامیابي او د ازاد کشمر په غولامی شاهیدی ورکوی .ای-ایس-ای په منطقه او نړي کې دد ګانډو هوادو په چارو کی لاسهونه کوی او د ګاونډی هوادو مخالفین پالی .
د دادود خان د حکومت په محال د افغانستان د حکومت مخالف احمدشاه مسعود پاکستان ته پنا ور وړه او د افغان حکومت پر خلاف د مسلحه مبارزې د مرستې غوښتنه وکړه ، دا چه پاکستان د دادود خان له حکومت نه په ویره کوو ، نوپاکستان د همدغسې خلګو په لټه کې وو تر ځو د داودخان ټولواک حکومت دبغاوتګرو له لاري تر ستونې ونسی .
د ای-ایس-ای یو پخوانی مامور جنرال نصرالله بابر د احمدشاه مسعود تربیت او مسلحه کیدلې په غاړه واخیست ،چه ورسته پیښی ټولو افغانانو ته څرګندي دی.
د روسانو په تجاوز سره افغانانو د روسان پر ضدی جګړه شروع کړ، ای-ایس-ای ته خدای ښه موقع پلاس ور کړ نو د افغانانو له منځ ني رهبران ځان ته خپل کړ او د افغانستان د جګړی ترتیب اولارښونه یې پلاس واخیست ، افغانان د روسان په جګړه اخته وو ، مګر ای-ایس-ای د قوماندانانو پر منځ کي د افغانستان د ویش او ټوټی کیدو په استراتیژې کار کاوو . چه د نجیب د حکومت ړنګیدودو سره حالات ستاسو لوستنو په یاد دی.
ای-ایس-ای افغانستان یو ناروغه هواد جوړ کړه ، چه دا ناروغي د امریکا تر حملي پور د افغانستان په وجود کې شتون درلود .د امرکې په حملي سره افغانستان یو ځلی بیا سر پورته کړه چه دا حالت پاکستان د منلو او زغم وړ نو .
د افغانانو په وژنه او د ټول هواد په ورانې یو ځلي بیا شروع وکړه او لا تر وسه دوام لری ،
دای -ایس-ای لاسوهنو شواهد او مستند اسناد د هر افغان په دماغ او زړه کې ځاې لري
خو د افغانستان دښمنو هوادو د افغان دا غږ ندي اوریدلي .
خو پدي روستوو کي د غرب یو مشهوري انټرنیټې پاڼی (ویکی لیکس )په ۵ کالو کې د ای-ایس-ای ټولي او څرګنده لاسوهنې نړوالو ته بیان کړي .بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون له هند څخه د لیدنې پر مهال وویل، پاکستان باید پرې نه ښودل شي چې ترورېزم له دغه هیواده هند، افغانستان یا د نړۍ بلې سیمې ته صادر شي
. په روانه ونیکي د افغانستان ولسمشر هم په نړه والو غږ وکړ چه دافغانستان د خاوری نه هغه خوا کمپونه له منځه یوسې ، یو ونی مخکې په افغانستان کې د امریکاې قواو لو قوماندان هم پاکستان په نښه کړ او وویل چه دطالیبانو په نامو خلګ د سرحد نه هغخوا را لیږل کیږي .
دی ټولو حالاتو ته پام سره آیا په رښتا هم په ای-ایس-ای حلقه د تنګېدو په حال کي د، که د افغانانو پر ضد یو بله ډرامه پیل کږی، شیړونکې داسي هم واي چه ای-ایس-ای د ا ټول اسناد دوی په خپل لاس غربی ورځپاڼو ته په ور کړی تر ځو دا نړي والو ته وښې چه د افغانستان د حل لاره له ای-ایس-ای سر دی .
د پاکستان د چارواکو له بیانو نه خو دا سي ځرګندیږی چه ډیر ژر به د حامد کرزي ځرکندونو ته ځواب ورکړی .چه پاکستان په ځرنګه ځواب ورکړی دا وخت وښې ،
مګر په تیر محال کي هم پاکستان د افغانانو په وژنه ، په بمو او ورانې ځواب ورکړي
د دی سرلیک پر ځای چی آی ایس آی وپیژنۍ (د افغانانو دوښمنان وپیژنۍ )سرلیک ورکړای وی نو ورسره جوړیده
د کټوازی صیب نه ډیره منـنه چی داسی لیکنه یی کړی ده
سلامونه او احترامات ومني
Salam to all of Benewah web site, directors, workers, readers and helpers, accept my best regards and good wishes I am Heena (NLH) I sent this message from Kandahar Province, I like all of your programs and I proud of your (our) site it is the best web site in the world, I really like your Pashto news, Pashto poems, Pashto media,
Pashtoons opinion, Pashto speech, Pashto reports, Historical tableau of Afghanistan, and important announcement of our country and many more, every one or every Pashton proud of our this benawa web site around the world I want to above the flag of Afghanistan all around the World And we should work for our country to gather, don’t give the permission to any one to destroy our country if that is Obama, if that is Pakistan, Iran, Britannia and any anther country
We should have unity with all Afghan brothers if it is East, West, North, South we are all brother and sister we should work to gather ,
Then no one can separate as.
Please be like a brother and sister dear Afghan Thanks
بسم الله الرحمان الرحیم
په بینوا ویبپاڼه کښی می د ښاغلی عبدالله صاحب او ښاغلی میوند صاحب مناظری ولوستی، که څه هم د سیاست او لیکوالی څخه ډیر لیری یم او هیڅکله می یو چا ته شخصی خط لا ندی لیکلی خو دی دلچسپه مناظری اړ کړم چه د نابللی میلمه په صفت ځان ور ګډ کړم او هڅه وکړم چه دا دوه مخالف قطبونه څه سره را نیژدی کړم.
دا حقیقت دی چه زموږ په هیواد کښی خارجی ځواکونه او ددوی لاسپوڅی حکومت ډیر ملاتړی لری غیر له دی څخه چه اسباب یی په نظر کښی ونیسو، خو دا هم یو حقیقت دی چه زموږ دوه مداخلتګر ګاونډیان هم ډیر قوی ملاتړ لری. خارجی غیر مسلم دولتونه او ددوی ملاتړی د ولسواکی، بیارغونی، حکومتداری دراوستلو د ظاهری ایجنډا د لاری غواړی دولس ملاتړ لاس ته راولی او خپل قایم کړی نظام په دا خلګو په رسمیت و پیژنی څو خپلو مادی سیاسی اهدافو ته ورسیږی، دا چه په هغه اهدافو کښی افغانان څه لاس ته راوړی او څه دلاسه ورکوی دا معلومول زموږ ټولنیزه دنده ده، او یو ګاونډی هیواد او دهغه ملاتړی دا هڅه کوی چه د اسلام او جهاد په نوم د خلګو د عقایدو څخه د خپلو سیاسی مادی اهدافو لاسته راوړلو لپاره استفاده وکړی، او داچه په هغه اهدافو کښی د مسلمان افغان ولس لپاره څه شی په کومه بیه ټاکل سوی دی دا باید زموږ ټولو لپاره د غور کولو ځای وی.
کله چه ښاغلی عبدالله د حامد کرزی سره د پښتنو د یوځایوالی خبره کوی نو دا حقایق باید په نظر کښی ولری چه عادی پښتانه خو څه ټول طالبان وده ته په غیر مشروطه توګه تسلیم سوه خو وروسته دده مقرر سوی نا اهله او ظالم وزیرانو، والیانو، ولسوالانو او قومندانانو نه یواځی زاړه طالبان بلکه عام ولس پاڅون ته اړ کړل ځکه نو که و روان وسله وال مقاومت ته ولسی پاڅون وویل سی غلط به نوی ، که ښاغلی کرزی ددغه نا اهله او ظالم چارواکو سره شخصی مینه نه درلودلای نو هغه مهال خو دی یی ایسته کړی وای چه خپله امریکا او بین المللی ټولنی غوښتنه ځنی وکړه. نن ورځ چه دی امریکایانو ته کله کله ببر سی هغه پدی خاطر نه چه دوی د افغان ولس په وړاندی جنګی جنایتونه کوی بلکه پدی خاطر چه دوی د اداری فساد مخنیوی او د حکومت څخه د جنایتکارانو د ایستلو غوښتنه کوی هغه پدی خاطر چه دغه نا اهلی او اداری فساد دولتی عوایدو دزیاتیدو مخنیوی کړی او نتیجتاً د تمویل بوج یی پر دوی باندی دی یعنی دوی غواړی چه خپل نوی زیږیدلی ماشوم نور د خپلو ښودو پری کړی او هضمی جهاز یی د وریژو او پټاټو سره آشنا کړی چه دا خبره د افغان ولس په تاوان هم نه ده، اوس ښاغلی ولس مشر د یوه باشهامته ولس د سیاسی رهبر څخه په یوی سیاسی فاحشی بدل سوی چه غواړی خپل هر مشتری د ځانه څخه خوشحاله وساتی، ښه بیلګه یی دده اوسنی پالیسی ده چه ایران او امریکا په یوه وخت کښی له ځانه څخه په راضی ساتلو ولاړه ده. نه پوهیږم چه په دوو کښتیو باندی پښی ایښودونکی به د څه وخته پوری خپل ځان د تجزیی څخه وساتلای سی. ده کولای سوای چه د خپل نفوذ څخه په ګټه اخیستلو پښتون ولس متحد کړی وای او په یوه سیاسی چوکاټ کښی یی تنظیم کړی وای خو دا کار یی ځکه نه وکی چه دده ځان، کورنی اود مافیا اقتدار ته خطر متوجه کیدی، نوی رهبری رامخته کیدای سوای. موږ ولی د یوه داسی شخص څخه د ولس مخلصانه رهبری توقع وکړو چه په یوه داسی کورنی کښی زیږیدلی وی چه هغه په عادی خلګو حکم چلول خپل میراثی حق بولی او رهبری په تیاره د امریکایی ډالرو په برکت او ولسی ملاتړ په میراث ورته رسیدلی وی.
د کوم ځایه چه د ښاغلی میوند سادات خبره ده، دا باید چه ورسره ومنو چه په افغانستان کښی جنګیدونکی ډیری وسله وال طالبان د یوه ساده منطق د لاری جنګیږی چه افغانستان ته د نړی غیر اسلامی دولتونه د خپلی نظامی او اقتصادی برتری په مټ داخل سوی او غواړی چه خپل جاسوسان پر موږ مسلط کړی او ددوی په واسطه زموږ هیواد غیر مستقیمه مستعمره وګرزوی او خپلی ګټی دایماً دلته خوندی کړی چه په نتیجه کښی زموږ اسلام او پښتونولی دودونو ته زیان رسیدل یقینی دی، دا یو ساده حقیقت دی چه هر هیواد اشغالیږی نو د اشغال په مقابل کښی د ولس یوه ډله مقاومت شروع کوی، خو دا چه ددغه غیر منظم مقاومت واګی چه د یوه سیاسی معامله ګر هیواد جاسوسانو په لاس کښی ولویږی او د ولس سره یی هم آهنګی او ربط وشکیږی څه خطرناکه عواقب به ولری د افغانستان په لابراتوار کښی یی تجربه شروع ده او نتایج ددی تجربی کله نا کله په نشر رسیږی. داسلام او مسلمانانو ددفاع په دعوه جنګیدل چا ته دا اختیار نه ورکوی چه ددین په اساسی قوانینو کښی تشبث وکړی،حلال حرام کړی او حرام حلال. ځان وژنه داسی یو دود دی د افغانستان نام نهاد اسلانی امارت د یوه دینی حکم په شکل مروج کړی. کله چه د اسلامی امارت چارواکی د ښار په منځ کښی د چاودنی پلان جوړوی، دوی ته به د عادی خلګو د وژل کیدو احتمال نه په ستورګو کیږی؟ هر شخص چه د ملا عمر په شان ساده هم وی دا سنجش کولای سی، دی د خپلو اهدافو لپاره د افغانستان ټوله خلګ د قربانی کیدو وړ بولی نو د هیواد خلګ لیونی سپی داړلی دی چه داسی خلګو په ملاتړ کښی ودریږی چه ددوی دسر مال او ناموس پروا نلری. ښاغلی سادات صاحب دی دا نه وایی چه ځینی طالبان د هغه عادی خلګو د کورونو څخه پر دولتی او اتلافی ځواکونو ډزی نه کوی، په داسی حال کښی چه نارینه یی د خواری لپاره وتلی وی. کاشکی د ځوابی برید په جریان کښی هلته پاته کیدلای نو خلګو به ګیله نه ځنی کولای. ښاغلی سادات ساحب دی د اسلامی امارت د وکالت دمخه د هغه د چارواکو څخه پوښتنه وکړی چه آیا دوی یوه اساس نامه لری چه دهغه په رڼا کښی ددوی درهبرانو پالیسی او چلند د کشرانو لخوا پرتله سی. په دوی کښی د رهبری ټاکلو کوم معیارات وجود لری او که نه؟ که دوی کوم معیار مراتولای نو یو بی سواد، بی علمه او ناتجربه کاره شخص په عوض به یی یو عالم، فاصل، د کردار او د ژبی خاوند شخص به یی امیر وای. آیا د خارجیانو د وتلو وروسته دوی د رامابین ته کیدونکی سیاسی خلا د ډکولو توان په ځان کښی لری؟ آیا ددوی ټولی وژنی او عملونه د اسلام د احکامو سره مناسب دی او یا دا چه دوی هر مسلمان خپل ملګری بولی او که یواځی د ځان سره تنظیم سوو خلګو باندی یی ختمه کړی ده؟ او دا چه دوی خپل مشر ولی امیرالمومنین بولی چه د دارالحرب په پناه کښی دی او د هغوی په لمسون زموږ هیواد ته ځان مرګی او تروریستان رالیږی. هو پاکستان په خپله قلم رو کښی د اسلامی نظام دداعیانو پر ضد جنګ شروع کړی دی او دمسلمانانو پر کلو بریدونه کوی ځکه نو خپله ددوی په اصطلاح دارالحرب ورته ویلای سو. په پاکستان کښی ناست د اسلامی امارت چارواکو که چیری په پټو سترګو د آی ایس آی غلامی نه کولای او د خپلی مبارزی په جریان کښی د اسلام د سپیڅلی اوصولو لحاظ یی ساتلای، ولی به د هیواد غالب اکثریت په دی تاریخی پړاو کښی بیطرفه ناست وای. اسلام که د جهاد امر کړی دی، نو د جهاد اصول، قوانین او آداب یی هم ښوولی دی، که یو څوک دالله پاک عبادت کوی او دالله پاک په ورښوولی طریقه یی نه کوی بل څوک حق لری چه ووایی چه دا عبادت نه دی.
په اخیر کښی به زه ووایم چه په افغانستان کښی هیڅ متحاربه ډله ملامته نه ده. ملامت د افغانستان ولس دی چه د خپلی بی انتفاقی له سببه یی دا بلاوو ته زمینه برابره کړی چه څوک یی د تروریست تر عنوان لاندی وژنی او څوک یی په الله اکبر ویلو سره حلالوی. تر څو چه زموږ ولس په خپل منځ کښی مشترک اصول او معیارات ونه ټاکی، د خودخواهی او بی دینی په عوض، د ایثار او اسلامیت رویه غوره نه کړی. د خپلو مشترکو اجتماعی حقوقو او ګټو رعایت خپل د ملاتړ معیار و نه ګرځوی، یو د بل په غم او خوشحالی کښی ځانونه شریک ونه بولی، هغه اسلام چه دوی یی د پیروی دعوه کوی دهغه د محرماتو څخه پرهیز و نه کړی او فرایض و واجباتو پابندی ونه کړی، خپل مشران د خپل مابین څخه په خپله انتخاب نه کړی، نو تل به یی په کور کښی ددښمن اولاد زیږی او کور به یی د پردیو د جګړی ډګر وی. سرنوشت به یی یوه ورځ د یوه بیسواده او بی شخصیته تش په نامه ملا په لاس کښی وی او بله ورځ د پاکستانی انګریزی کورس د یوه معلم په لاس کښی. د پښتون ولس د خلاصون یوازینی لار د سیاسی خپلواکی او اقتصادی خودکفالت ده چه دغه ته رسیدل یواځی هغه وخت امکان لری چه د ټولو ډلو پوری اړوند او بیطرفه مخلص وطنوال سره تنظیم سی او په خپله ساحه کښی د ګډو ارزښتونو د ودی لپاره بیغرضه هڅی پیل کړی.
ټولو لوستونکو ته په درناوی