کور / ترخې خبري / په هند كې د امريكا پخوانى سفير اپلتې وايي!

په هند كې د امريكا پخوانى سفير اپلتې وايي!


څو روځې مخكې په هند كې د امريكا د متحده ايالاتو پخوانى لوى سفير (رابرت بلكويل)د ( تايمز اف انديا) روځپاڼې سره په مركه كې ويلي چې امريكا دې د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفينو سره په جګړه كې، د ناكامۍ په صورت كې، دغه هېواد په دوو برخو ووېشي او خپلې ګټې دې د شمال په كراره سيمو كې خوندي كړيِ!
افغانستان د اسيا په زړه كې داسې يو غرنى هېواد دى چې له وياړه ډك پنځه زره كلن تاريخ او خورا باتور او غيرتي خلك لري. وايي يو وختې چې انګريزانو په چاريكارو كې چوڼۍ درلوده، د وخت مجاهدينو د دوى يو څه د توپ ګولۍ ولجه كړې وې. انګليسي ليكواله (ليډيسېل) ليكي چې دوى ځكه په كراره ويده كېدل چې ډاډ يې درلود هغه د توپ ګولۍ چې مجاهدينو اولجه كړې وې د هغه توپونو له خولو څخه لويې وې چې دوى  درلودل؛ خو بله شپه دوى د همدې ګوليو په ډزو ژوبل ژور شول! د انګليسانو څېړنو دا ښودلې وه چې مجاهدينونېول شوې ګولۍ په ډبرو سولولې او دومره نرۍ كړې وې چې له خپلو توپونو څخه يې وولي!


د روسانو د يرغل په وخت كې د هېواد وتلى او تكړه شاعر عبدالباري جهاني ويلي و چې دا داسې ولس دى چې پخپلو سوكونو پردې ټانګونه ويلولى شي او همداسې هم وشول! په رښتيا دې خلكو سور پوځ د خپلو سرونو په نذرانه كولو مات كړ او د هېواد خپلواكي يې خوندي كړه.


 ويل كېږي چې د گډ تاريخ درلودل او په تاريخ كې د ګډو وياړنو او اتلانو درلودل او گډه قرباني وركول د ملتونو د جوړيدا يو بنسټيز لامل دى او د نورو لاملونو تر څنګ مضبوط ملت جوړولاى شي. افغانان هم له نيكه مرغه تر ډېره حده ګډ او وياړلى تاريخ لري او مطلق اكثريت يې په خپلو ملي وياړونو او اتلانو وياړي او د هغوى لاره پالي.
د انګريزانو او روسانو په ماتولو كې د افغانستان د خلكو ملي يووالي دا وښوده چې دا واحد ملت د ډېرو پرديو د ماتولو وس، اراده او ايمان لري. كه څه هم چې انګريزانو په خپل وخت كې د خپلو نامقدسو اهدافو له پاره څو ځلې د افغانستان ځينې برخې ځنې بيلې كړې؛ خو د روسانو د يرغل په پاى كې د هغوى شيطانى توطيه چې په شمال كې يې د يوه حكومت د جوړولو له پاره پيل كړې وه، له كلكې ناكامۍ سره مخامخ شوه او افغانستان يو موټى پاتې شو.
روسانو د افغانستان د وېش د پلان د تطبيق له پاره ځنې داسې څېرې په پام كې نېولې وې چې چمتو وې چې ټول افغانستان د يو بوتل(ودكا) له پاره وپلوري او  اوس هم امريكا داسې كسان استخدام كړي چې د وسلو، پيسو، وسيلو او مقام له پاره په (هېواد)، (ملي خپلواكۍ) ، (د خاورې په تماميت) (سياسي واكمنۍ)، (ملي غرور)، (ملي وياړونو) او ډېرو نورو اسلامي او ملي وياړونو قمار وهلى شي او په ډېره اسانه يې بايللى شي!


روسانو كله چې ماته په افغانستان كې په رڼو سترګو وليده؛ نو د افغانستان د وېش پلان يې جوړ كړ. داسې ښكاري چې اوس امريكايان هم له بدو روځو سره مخامخ دي، ايتلافي ياران يې يو په بل پسې له افغانستانه وتلو ته چمتووالى نيسي، اقتصادي بحران يې ملا ماته كړې د سر او مال زيان يې په افغانستان كې له حده وتلو ته نژدې شوى او نور د ډېرو پاتې كېدلو قوي اراده، كافي امكانات او بليونونه ډالره نه لري چې په افغانستان باندې يې د يو څو تحميلي ليډرانو د تپلو د دوام له پاره په كار واچوي او خپله اراده په داسې يو ولس عملي كړي چې هېڅ نه لري؛ خو د خپلواكۍ په ميو مست او له ژونده په شهادت خوشاله دي!


داسې ښكاري چې په هند كې د امريكې د پخواني سفير ښاغلي ( رابرت بلكويل) اپلتې تصادفي نه دي او د امريكا د مشرتابه كړيو د افكارو، احساساتو او پټو پلانونو ښكارندويي كوي. داسې ښكاري چې امريكا په روانه جګړه كې په خپله ماته باوري شوې او غواړي چې د روسانو په شان خپل وروستى ګذار وكړي او د افغانستان د وېش په ستره بيه له دې ځايه پښې سپكې كړي او ځان روغ رمټ وباسي!


اوس د افغانستان د خلكو او هېواد پاله سياسينو كار دى چې دې شيطاني توطې ته هوښيار واوسي او دا توطيه هم لكه د ببرك كارمل او روسانو د وخت دا په نطفه كې خنثى او د افغانستان ځمكنى سلامتيا وساتي. دا د ټولو تاريخ د دې حساسو شېبو نه ځنډېدونكې ا و ايماني دنده ده چې د پرديو د دسايسو او د هغوى د كورنيو مرستندويانو د غلامۍ مخه ډپ كړي او د تاريخ له دې خونړۍ او نه هيرېدونكي پړاو څخه په برياليتوب را ووځي.


(رابرت بلكويل) به انشا الله د افغانستان د وېش ارمان خاورو ته ويسي! له دې بحراني پړاو څخه د افغانستان ژغورنه د ټولو افغانانو دنده ده. په دې كې ښځې او نارينه، تور او سپين ټول يو شانتې دنده لري چې د وېش استعماري پلان ته (نه) ووايي.

تبصره نسته

  1. Mong poor ghwaro Haghoy nor ghwaree.Angrizano De gran heewad neemayee badan Pnjabiano ta war wosparel .Amricayan chi pe asel ke de hom hagho Angrizano bachian dee ,de khpel de plar na ba se kam newee.

  2. Salam,

    de karim noor de maqale har paragraf ke awal harf wagurai che sa shai trena jorigy.

  3. بېل یې کړه ،اېل یې کړه

    په هندکي دامریکا پخواني لوي سفیر«رابرت بلکویل »دټایمزآف انډیاسره په مرکه ویلي چي :امریکا په افغانستان کي دورپیښي ناکامۍ څخه دوتلو یوه لارلري هغه داچي دغه هیواد(افغانستان )پردووبرخووویشي .په شمال کي دوی (یرغلګر)میشت سي اوجنوب طالبانوته پریږدي اودهمدې ځای څخه پرجنوب حملوته زورورکړي .
    په دې وروستیوکي دافغانستان په اړه دامریکااوناټود لوړپوړوسټودضدونقیض څرګندونواوکړنوڅخه داسي بریښي چي دبلکویل یادي « اوتي بوتي » دده شخصي نظرنه وي ،بلکي دپردې ترشا دهمدې کرغیړني لوبي پرعملي کولوکارروان وي .دبېلګې په توګه په افغانستان کي دیرغلګروځواکونودنوي قوماندان جنرال پیټریوس هغه طرحه یادولای سو،چي غواړي په افغانستان کي قومي بدنامه ملیشې زیاتي اوبیایې ترمنځ دقومي ،سمتي اوژبني ړوندتعصب توخمونه وپاشي چي ،په پایله کي یې ښکېلاک دخپل ازمایل سوي فارمول «بېل یې کړه ،اېل یې کړه » پربنسټ خدای ج مکړه افغانستان تجزیه اودخپلونړیوالورقیبانوپه ځانګړي ډول په افغانستان کي دننه اوبهریې دمسلمانوازادي غوښتونکوځواکونوپرضد دیوپاخه مورچل په توګه وکاروي .
    استعمارګرودتاریخ په بېلابیلوپړاونوکي دډیروواحدملتونوپرمرۍ دبیلتون چاړه راکش کړې ده اوبیایې دهمدې واحدملت بیلي کړي ټوټې په خپل منځ کي سره غوښي اوچاړه کړي دي چي ،ددې خاوریني کرې پرمخ یې بې شمېره بیلګې سته .دنورودیادولوڅخه که تېرسویوازي عربي نړۍ ته سرورښکارکړو،وینوچي ورور،دورورپرضدګوته پرماشه دی اودهمدې وروردخطردمخنیوي په خاطریې دلویدیځ وحشي پوځیانوته په خپله غیږکي ځای ورکړی دی اودهغوی ددې ستراحسان !! (په خپله خاوره کي یې دهغوی دپوځونوشتون )په بدل کي یې هرډول سیاسي ،اقتصادي ،فرهنګي اواجتماعي فرمایشونه مني اوپلي کوي ؛که څه هم سرراسرداسلامي ارزښتونواوملي منافعوپرضدیې وي .
    دادهغي عربي – اسلامي نړۍ حال دی چي عظمت اوپرتم ته یې دقیصراوکسرا ی پړسیدلي امپراتورۍ پرسجده پریوتلې اودمسلمانانو دیووالي ،سپیڅلتیا،شجاعت ،اخلاص اوصداقت له امله دنړۍ ګڼ شمېرملتونه سلامي سول .خوافسوس چي زموږڅخه اوس دخپلوریښتنوسلفوروښانه کړنلاره اود برم اوعظمت رازورک دی . دریغه چي په عملي توګه لاس په کارسواوددې مظلوم ملت پرهرونه پټۍ کړو.داولي ؟! ځکه چي عمده عامل یې دادی چي ښکېلاک دزراوزورله لاري خپل وفادارګوډاګیان پرمسلمانانوتپلي دي اودمسلمانوعوامودارادواوارمانونوپرضدیې دډیموکراسۍ !! ترچترلاندي دهمدې پردي پالودیکتاتورانومستبدورژیمونوته په خپل ملاتړسره پایښت ورکړی دی .
    افغان قهرمان ولس چي دتاریخ په اوږدوکي یې دبیلابیلونیواکګروهوسونه خاوري کړي دي اوخپل هویت اواستقلال یې په ډیره ښه توګه ساتلی دی اوس هم باید بیدار وي چی دښمن دماتي او شرمیدو په حالت کی دی ،نوپه یونه یوډول غواړي چی خپل ځان له صحنې وباسي اوافغانان دقومي اربکیوپه نوم په قومي ،ژبني اوسمتي خپل منځي جګړوکي راښکېل کړي .نولهذا ټول پردین اووطن مین هیوادوال بایدتریوه قیادت لاندي په خپل سپیڅلي یون اوپیوستون سره داسلام اوهیواددپټواوښکاره ددښمنانودغه اونوري دسیسې ورخنثی اودافغان ملت دبیلتون هڅي یې ورشنډي کړي .
    داچي اوس په افغانستان کي نوی ښکېلاک (امریکا)دزاړه هغه (شوروي اتحاد) په پیروي هغه بدنامه اوناکامه حربه اوتجربه تکراروي چي ،دکمونستانو په واکمنۍ کي یې په عملي توګه خلګوترخه وڅکل ،نه یوازي داچي چورچپاول ،قتل ،وحشت اودقومي تعصب اوریې بل کړ،بلکي خپله دکمونستي رژیم دشوړیدویولامل هم همداملیشې سولې .
    لکه څنګه چي په نوي یمه لسیزه کي اسلامي امارت دځواکمن څښتن په نصرت دهیوادوالوپه بشړملاتړاودخپلوقربانیوپه برکت دستمیانو،ګلیم جمیانواوټوپکسالارانوله لوري ګران هیوادافغانستان ته دحتمي تجزیې دګواښ څخه خلاصون ورکړاودیومستقل اوازادهیوادپه توګه یې دشهیدانو،یتیمانواوکړیدلوربړیدلوهیوادوالودهیلواوارمانونوممثل بشپړملي – اسلامي حکومت قایم کړ؛نونن به هم دتېرپه څېردښکېلاک اودهغوی دمزدورانودهرچل اونېرنګ څخه افغانستان ژغوري اوترهغوبه یې پرضدروانه مبارزه جاري ساتي ترڅوصلیبي اشغالګرهم دنورو(نیواکګرو)په شان له خپلي خاوري په ټیټوستوګووشړي . انشاءالله !