تمه ده چې ١٣٨٩کال د روانې مياشتې په نهه ويشتمه مه نېټه به چې دجولاى له شلمې سره برابره ده افغانستان ديوې لويې نړيوالې غونډې کوربه وي؛ددې کانفرانس د جوړولو دچارو مشري دولسمشرکرزي لخوا دماليې پخواني وزيراشرف غني احمدزي او معاونيت يې دافغانستان دماليې اوسني وزير ډاکټرعمرزاخېلوال ته سپارل شوى ، پدې کانفرانس کې شاوخواد٧٠ هېوادونو دبهرنيوچارو وزيران اواستازي ګډون کوي، چې په افغانستان کې به پکې په شته ستونزو هراړخيزه خبرې وشي، چې مهم ټکي به يې له مخالفينوسره د سولې اوجوړجاړي خبرې اودافغانستان اقتصادته وده ورکول وي په دې کانفرانس کې به دافغانستان په اداراتوکې داداري اختلاس د ختمولو پر لارو چاروهم خبرې وشي..
دافغانستان اوپاکستان لپاره دامريکا خاص استازي ريچارډهولبروک ويلي چې دکرزي لخوا له مخالفينوسره دخبرواترپه پروسه به راتلونکې اونۍ په مرکزکابل کې دکنفراس په ترڅ کې خبرې وشي؛دولسمشرکرزي لخوا دملګروملتونو له تورلېست څخه دځينوطالبانو دنومونوداېستلوملاتړ به هم وشي
ولسمشر کرزى او هالبروک دواړه غواړي هغه افغان وسله وال مخالفين چې اوس له دولت سره مخالفت کوي خو غواړي دسولې له پروسې سره ملګري شي افغان دولت سره دهمکارۍ اويوځاى والي لپاره راجلب کړي ترڅويومستحکم اوبريالى حکومت منځ ته راشي .
په دې کنفرانس کې به دافغان ملي اردواوملي پوليسوپه تقويه کولوهم خبرې وشي ،چې له افغانستان څخه دبهرنيو قواوو دوتلوپه صورت کې ددې وړتياولري ،چې دهېواد اوهېوادوالوساتنه وکولى شي .
حکومت هيله لري چې د ډېروهېوادونوملاتړبه ترلاسه کړي ،اوپه ٢٠١١کال کې له افغانستان څخه دامريکايي پوځيانوپه وتلوبه هم غور وشي ، .
امريکا او افغانستان دواړه هېوادونه هيله چې راتلونکي کال کې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونودوتلو پروسې ته به دحل يوه سياسي لاره پيداکړي.
افغان حکومت وايي چې دې کنفرانس ته به د١٥ ميلياردو ډالو په ارزښت پروژې وړاندې کړي او هيله ده چې نړيوال به دافغان حکومت داوړانديزومني
ددې کنفراس يوه بله مهمه موضوع به داوي چې په افغانستان کې به له ټولوبهرنيوځواکونوڅخه وغوښتل شي چې په راتلونکې کې په هوايي،بمباريواوخپلسرو حملوکې دملګي اوبېګناه افغانانو له وژلواوځورولوڅخه کلکه ډډه وشي اودخلکوکورونه په خپل سرتلاشي نشي.
داچې افغانستان دلومړي ځل لپاره دداسې يوې تاريخي غونډې کوربه توب کوي نوبايدپه روانوستونزو هراړخيزه خبرې وشي، دافغانستان په اقتصادي ،امنيتي اوټولنيزو مسايلوملاتړترلاسه شي اويوې مثبتې موافقې ته سره ورسېږي.
اوس چې افغانستان ته داسې يولوى وياړاو قوي چانس ورپه برخه شوى چې د ډېروهېوادونو کوربه توب کوي اوله هغوى څخه دافغانستان دجوړولواوپرخپلوپښوودرولو په خاطر مرستې غواړي بآوردى چې هغوى به هم ورسره دمرستو ژمنې کوي ؛نو پکار داده چې دولت بايد دامرستې په داسې ځايونو او کارونو ولګوي ،چې دهېوا داوهېوادوالوپه درد هم يوڅه دواشي ،نه داچې دتېرپه شان بياټولې مرستې دڅوګوتوپه شمار کسانوجېبونوته ورشي اوخپلې مزې چړچې پرې وکړي، دامرستې بايد د يو متوازن وېش له مخې دافغانستان په بيارغونه کې مصرف شي،معارف ته د ودې ورکولوپه کارونوکې ولګول شي اوهمدارنګه بايد دټولوبې وزلواوبې سرپرستو افغانانو مشکلاتوته پکې پوره پاملرنه وشي اوهغوى ته دکارکولوزمينه برابره شي.
Roshan.rafi@yahoo.com
ډېره مننه ښه کار دئ او موږ يې دم په ګړى کورو تاسو ته دي خداى جل جلاله خير در کړي
تازه خبر:
دکابل دنړيوال کانفرانس دتالار( وزارت خارجه ) دودانۍ مخ ته درنده جګړه روانه ده .
زموږخبري سرچينه زياتوي دغه خونړۍ جګړه نن غرمه څه کم يوولس بجې هغه وخت رامينځته شوه چې کله دامريکاهيواددخارجه چارووزیره ( هيلري کلنټن ) په کنفرانس کې ناستوکسانوته دویناپه حال کې وه .
دسرچيني له مخې نښته ددووپولیسوترمينځ په دې رامينځته شوه چې کله يوه خارجي ديپلومات يوه امنيتي پوليس ته سل ډالره ورکړه خوپه دې وخت کې يوبل پوليس هم تري غوښتنه وکړه اوډيپلومات ورته وويل چې هغه سل ډالرستاسوددواړودي اواخيستونکي پوليس دپنځوس ډالرونه چې دهغه بل پوليس حق جوړیده ډډه وکړه .
عيني شاهدان وايي په دې روانه جګړه کې سوکان اولغتي اوس هم دوام لري .نوربيا
زه خو فکر نه کوم چه دا نړیوال کنفرانس دی نتیجه ورکړی ځکه چه د خارجیانو هدف یو او د افغانانو هدف بل دی.
دکابل په هوایی ډګر 4 توغندی دکابل کانفرانس له دائریدوسره هممهال وارشول
له سیمې نه په تازه رارسیدلی خبر کې ویل شوی تیره شپه یوولس بجې داسلامی امارت مجاهدینو دکابل په هوایی ډګرد ده سبز له لوری څلور راکیټونه وار کړل او وروسته یې دمیدان په داخل کې یوه درنه چاودنه ترسره کړه ، چې له امله یې دهوایی ډګر دلویدیځ لوری دبریښنا سیسټم خراب شو.راکیټی بریدونو په کابل کی خارجی میلمانه او لوړ پوړی امریکایی ډیپلوماتان سخت وډارول ،له برید وروسته دامریکا په سفارت کی دخطر زنګونه ووهل شول ،میلمونو او ډیپلوماتانو ته امر وشوچی خوندی ځایونو ته ننوزی .
په هوایی ډګر دراکیټونو برید په داسی حال کې ترسره شوی چی بهرنی میلمانه او ډیپلوماتان په کابل کی موجود وو ،او له بلې خوا نن دڅه باندی څلویښتو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیران دکابل په کانفرانس کی راغونډیږی
،تمه کیږی چی دابهرنیان به دکابل له ګوډاګی ادارې سره مشروطی مرستې وکړی ، خو سیاسی مبصرین په دی نظر دی چی دایوه غولونکی او تیرایستونکی هڅه ده ، داکانفرانس به هم دلندن کانفرانس غوندی بې ګټې او بې تاثیره ناسته وي .
http://alemarah.biz
http://alemarah-iea.com
وروڼوکه مهرباني وکړئ دکانفرانس دژوندي لیدلوطریقه راته بیان کړئ مهرباني به مووي .ماډېرکوشش وکړخوبریالی نه شم .
د کابل د نړيړال کنفرانس د (Live) کتلو دپاره دلته کليک وکړئ !
د افغانستان اوسنی پر قدرت عناصرو ته! دا ستاسی ملی وژی پولیس چی په ۵۰ دالرو باندین نژدی دی چی د یو بل وینی سره وخوری ،،، ایمانآ او وجدانا دی وطن او دی ملت ته کار وکړی . یو عسکر چی په ۵۰ دالرو خپل ملګری په سوکانو وهی او په مرګ تهدیدوی ایا که همداسی یو پولیس ته د زرهاو ډالرو کاپی وښودل شی بیا به څه کیژی …… زمونژ خارچی عسکر ندی په کار دوی خپل امنیت نشی ساتلی ما او تا به څه وساتی ،،،، د افغانانو د اقتصاد په جوړونه کی کار وکړی چی ورځ په ورځ افغانان له غریبی نه په ځمکه کی ننوزی ……. مننه
حکمت جانه وروره هغه دسل ډالروپرسرباندی چی دپولیسوترمنځ جنګ ووختم شو که اوس هم روان دی ځکه چی مونږستاسی نوی راپورته سترګی په لاریو………………
داکنفرس کومه نتیجه نلری صرف دافغانستان پیسی مصرف کیږی ځکه مخکی هم داسی ډیری جرګی وشوی خو کوم نتیجه یی ورنکړه ، دافغانستان دسیاست واګی دامریکا او پاکستان په لاس کی دی تر څو چی دوی ونه غواړی په افغانستان کی سوله نشی راتلای.
د ستاسو محترمو لوستونکو د استول شویو نظرونو نه داسی جوتیږی چی تاسو په خپله هم نه غواړی چی دغه کنفرانس دی نتیجه ورکړی . پر ځآی د دی چی ورته خوشاله سی ټول ورته د بی ګټی پایلو نظرونه ورکوی. او په دی خوشالیږی چی بیګا شپه مو راکټي بریدونه کړی . ګرځی همداسی په تیارو کی.
هیله ده چی دا کنفرانس به بریالی نتیجی ولری نا امیدی ښّه نده
داسی کانفرانسونه به د افغانانو د هیڅ رنځ دوا نه شی ځکه چه پخوا هم همداسی ډیر کانفرانسونه او مجلسونه دایر شوی دی خو هیڅ په هیڅه. په داسی کانفرانسونه غربی هیوادونه او د هغوی افغان تالی څټی غواړی چه غیور افغان قوم ته دهوکه ورکړی او تیر یی باسی تر څو دی وحشیانو اشغال ته په دغه او هغه نامه یو څو کاله نور هم دوام وکړی خو زه کاملا مطمین یم چه دا د کابل کانفرنس هم د نورو پخوانیو کانفرانسو نه په څیر ناکامه او د وخت ضایع کول وی تر هغو چه یو کانفرانس د هلمند یا د ارزګان یا د ننګرهار یا د پکتیا په دنګو غرونو کښی نه وی دایر شوی.
ګرانو لوستونکو هغه راپور بی اساسه دی دی کابل په هوای ډګر کوم راکت نه توغول شوی او نه کومه چاودنه شوی کانفرانس دی مو فقیت په لور روان دی
ترڅو به نور دا افغانان په دې کنفرانسونه دوکه کيږي ،
داکنفرانس هېڅ ګټه نلري، داسې ډيرکنفرانسونه وشول خو دافغانستان مسلمان اومجاهد ولس ته يې کومه ګټه ونه رسېده.
همدا کفار دخپلو شومو غرضونو دپاره په دې کنفرانسونه زمونږ دافغانستان خلک دوکه کوي او تيرباسي.
دکابل نړیوال کنفرانس ته هیله مندی سته چی افغانستان ددغه بدبختیو څخه خلاص کړی او زما ټولو افغانانو ته دا وړ اندیز دی چی تاسی همیشه پر سوله باور ولری نو خدای مهربانه دی چی دی ستړی اولس ته سوله راستنه کړی اوزه خپله پدی باور یم چی زموږ ژوند زموږ دفکرونو څخه جوړ دی نو تاسی همیشه پرسوله فکر وکړی چی سوله مو نصیب سی.
د لر او بر ويب پاڼي چلونکو اسلام عليکم :
لکه يو دري متل دي چي وايي آزموده ره آزمودن خطا است يعني چي دي رنګه ٧کنفرانسونه ددينه مخکي هم جوړ شوي دي چي کوم ځانګړي اغيزه ندي کړي نو دايي اتم کنفرانس چي دا به هم د تير په څير وي يو ګپ شپ مجلس يي جوړ کړي دي او وعدي کو او عدي اخلي نور هيڅ نشته راځي چي مونږ پخپله لاسونه ورکړو چي دا خپل هيواد پخپله جوړ کړو
ټول پوهیږی چه په هوایی ډګر حمله یو ښکرور درواغ دی دا کسان بی له درواغو او دخلکو بیرولو نو بل څه کار لری. دا حکومت که ګوډاګی دی نو تاسو بیا چیری ملايکی یاست ستاسو په غاړه کی چه کوم ځنځیرونه دی دهغه سرونه د آی ایس آی په لاس کی دی او په دی غرور مه کوی چه امریکایان مات دی او تاسی به بیا راځی او حکومت به کوی ځکه کله چه امریکایان ووتل نو آی ایس آی به مو هغسی لکه د روسانو تر وتلو وروسته چه یی ټوپکیان سره وجنګول تاسو هم سره وجنګوی دوی خو پر پنځوسو ډالرو جنګ کوی تاسی به بیا به لکه د ربانی، سیاف، ګلبدین، هزاروو او نورو غوندی پر چوکی سره جنګ وی یو بی یوه خواته کشوی بل بی بله خوا ته . خو زما هغه احساساتی ځوانان ارمانیږی چه تاسو درواغجنو خطا ایستلی دی او ځانونه قربانوی. خو کاشکی تاسی خپله غلامان نه وای نو ټوله به درسره دریدلی وای.
ده لوی خدای په نامه دا خط ده العماره ولو د پاره زه هم یو مسلمان یم او زه هم دقه جذبه لرم خو بریدونه هر وخت پا هر جی که ضروری نی ده (ای یس ای مشر گنرل حمید گل) ده خدای او افغانانو سطر خائن او ده پونجابیانوپ مشر او ده طالبانو مخکینای او وصنای مشر ملا عمر هسوک نده په اصل که ده ای س ای مشران وس هم په تلوزون کی چی کنی حمدا خبره کوی خپل حکومت ته چه و قوم پتانو کی قوم امرکن کو نیکالگی اور پاکستانی حکومت کو ابهی سی اپنی راستا نیکالنی چاهی نو طلبان سک دی چه حقه ده کرزی او نورو طلو هارا خبر ساری او جواب وارکویی او پاکیستانیانو ته نه گوری او نه جواب ورکاوی چه گنه ارکی به خرابه سی او پاکستان چه یو مفسد انگریزی قانون لاری همیشه سره سترگه گرزی او افغانستان ای بیچاره در په دارا کری نو قضاوت وس په خپله کوی طالبانو او که ای افغانانو ته یا افغان حکومت ته پرزدای هلا لارو منگ طول افغانان چی هم داغا طلبان کمیابه سی خو خپل مملکت او خپله خاوره او قانون ده ایران ده حکومت پاشان واساتی او یو زال بیا پنجابی پره نه دی چه حقه مشران پشتانا او نور حقه کسان شهیدان کری افغانستان تل ده خپل ملک ده ساتنه او (دورند لاین)ده افغانانو ده بیا نه قشتنه دیپارا په ونو لامبولای واساتی نو له طلو افغان حکمتو نو هیلاکوو منگ افغانان چه حکومت ته دی ملت په زور راسدونکو مشرانو حمده ملت ته کار وکی نه پونجابیانو امریکیانو او انگرزانو او یرانیانو او ده ملک دوشمانانو ته حیله ده چه زما خبرو ته فکر وکری چه پاکیستانیان ده یو سری یا یو نفر دشمنان ندی بلکه تر ننه پره چی پا افغانستان که چمرا بد بختی و دی طلو زیمدار پاکستان ده .و اخیرو دعوانا وانیلهامدو لله رابیلاالامین
هغه ورونو ته چی وایی دغه کنفرانس ګټی نه لری:
نو چی دا کنفرانسونه ګټی نه لری نو ووایه چی څه ګټه لری. که نه خپه کیږی ستاسو دا ویناوی د دی استاځیتوب کوی چی خپل هیواد راتلونکی او ترقی ته خوښ نه یاست او په دی خوشالیږی چی نور هم هیواد مو جنګ جګړو او بد بختیو کی وی.
خدای دی وکړی داسی ونه اوسی خو د خبرو نه مو همداسی یو پيغام اخیستل کیږی. دا ولی؟ څوک چی نیوکه لری باید ترڅنګ یوه سالمه طرحه هم ولری. نو ستاسو په اند څه شی ګټه لری؟
یو متل دی دری کی چی وایی زور کم او قهر زیات. ټوله بلا دا ده چی سواد نشته.
Salamona aziazano! D Ashraf ghani ahmadzi shtoon aw bia matrah kida p de confernce zma lparra derra mohema masala breshi . Z guman kawam chi d de conferance paeli ba shi wi, khasatan ka p de faisala woshi chi p tasmimniwana aw maswoliat manana ki afghanano ta wak warkrlai shi. Z goman kawam chi narliwale tolane da dark karli wi chi tertso chi prossa afghani na shi hits tsa ba ham gatawar tamam na shi. P afghanano beetaibarri fissad aw haghoi ta d khpalo charo d maswoliat na sparral fissad zitawi kamawi e na.
ملا عمره ! ته لوی قاتل خاین یی ته که ته نر وی د ښځو په جامه کی به له هلمند نه تښتیدلی ته که ځانته مسلمان وایی نو ته اوکه ستا ملګری بی ګناه افعانان وژنی ،،،، ملا عمر که په ګوتو راغلی صحرایی محاکمه به دی وکړو
حکمت ارش وروره بلکل داد ډالرو د تقسیماتو جرګه ده نور څه ندی کنه کله چه امریکا کرزی او ملا عمر ته هدایت ور کړی چه نور بس هغه دی چه افغانستان بی له سوالګری څخه د الله تعلی په فضل ابادیژی او دا مسلم ازاری ختمیژی
الله تعلی د وکړی
زموژ هيله پاک الله ته چه مالک الملک دی هغه پاک ذات ته دی.
احمد نوید ~ د كابل كنفرانس د افغان ولس يوه بله بريا
دا چې د افغانستان لپاره د نړيوالو د كلك ملاتړ او په بيلابيلو برخو كې د افغان حكومت د پياوړتيا او له هيواد سره د لا زياتو مرستو په لړ كې دا دى د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې په مرسته اتم كنفرانس «غونډه » ده چې جوړيږي چې د دغو كنفرانسونو وروستۍ غونډه د لندن كنفرانس وو، چې د انګلستان حكومت په كوربه توب په نوموړى هيواد كې جوړ شو او نړيوالې ټولنې له افغانستان سره په بيلابيلو برخو كې د مرستو ژمنه وكړه. چې له نيكه مرغه په همدې لړ كې دا دې د روان كال د چنګاښ په نهه ويشتم نيټه په هيواد كې د كابل نړيوال كنفرانس جوړيدونكي دى او د دغه كنفرانس ځانګړى توب به په دې كې وي چې دا ځل د دغه نړيوال كنفرانس كوربه توب د افغانستان حكومت پر غاړه دى چې په نوموړۍ كنفرانس كې به د ۵۰ هيوادونو او تر ۳۰ ډيرو نړيوالو سازمانونو استازي ګدون وكړي.
افغان حكومت په دې نړيواله غونډه كې د افغانستان د پراختيا په اړه يوه بشپړه طرح وړاندې كړي او دا به ثابته كړي چې په هيواد كې ډير پرمختګ شوي او د لا زياتي پراختيا او انكشاف لپاره افغانستان د دي وړتيا لري چې نورې نړيوالې مرستي او ملاتړ تر لاسه كړي. نوموړى غونډه به له افغانستان سره د نورو مرستو، له ترهګرۍ په وړاندې مبارزه، د ښې حكومتدارۍ، د قانون واكمنۍ، د بيارغاونې، سيمه اييزي همكاري، د اقتصاد او سوداګرۍ پراختيا، له ادارې فساد سره مبارزه او په هيواد كې د سولې د ټينګښت په خاطر د ولسمشر د هلو ځلو د ملاتړ په برخه كې همغږي رامنځته كړي او دا هڅه به وشي چې نړيواله ټولنه په راتلونكو نږدې كې له افغانستان سره يو ځل بيا خپلې پراخې مرستي وكړي.
نوموړى كنفرانس د افغان دولت او نړيوالې ټولنې تر منځ د دوه اړخيزو همكاريو لپاره د يوه څرګند ميكانيزم او معيارونو د توافق فرصت چمتو كوي. او همدا رنګه په دغه كنفرانس كې د افغانستان حكومت د امنيت، اقتصاد، كرنې، د كليو پراختيا، زيربنايي … او ښې حكومتدارې په برخو كې د لسو ميلياردو دالرو په شا او خوا كې د لګښت پروژې وړاندې كړې. نوموړى پروژې د لندن كفنراس څخه وروسته د افغان حكومت لخوا ځينې سكتوري وزارتونو په څو برخو ويشل شوي تر څو دوي هر يو په خپلو ځانګړو برخو كې د كابل كنفرانس ته خپلې پروژې د لومريتوبونو په نظر كې نيولو سره جوړي كړي او دغه پروژو پر عملياتي پلانونو او پلې كولو په موخه په دغه كنفرانس كې هراړخيزي خبري وشي او نړيواله ټولنه په دې برخه كې خپلې مرستي او ملاتړ اعلان كړي.
همدا رنګه د كابل په كنفرانس كې ډير مهم اړخونه راټول شوي، خو تر ټولو مهم څيز د افغان دولت اونړيوالې ټولنې تر منځ تعهد او د يوې باوري فضا رامنځته كيدل دي چې د يادو شويو موخو په پلې كولو كې له دواړو اړخونو سره مرسته كولاي شي، او په همدې ترڅ كې به په نوموړى كنفرانس كې د امنيتي مسووليتونو انتقال په اړه هم خبري تر سره شي تر څو په تدريجي ډول افغان امنيتي ارګانونو ته وسپارل شي دا ځكه چې اوس افغان امنيتي ځواكونو هغه پړاوته رسيدلي چې پخلپه پوځي عمليات پلان او رهبري كړي او پخپله د هيواد له پولو او ملي ګټو څخه دفاع وكړي. چې دا پخپله د افغانستان د ځاني دفاع د پياوړتيا او په خپلو پښو د افغان امنيتي ځواكونو د دريدو په برخه كې يو ښه زيري بلل كيږي. تر څو په راتلوونكو نژدي كلونو كې امنيتي چاري پخپله غاړه واخلي چې دا د افغان دولت او خلكو لپاره يې يوه لوي لاسته راوړنه ده، چې له ډيري مودې راهيسي مو هيوادوال هم په دي تمه ول چې آيا افغان دولت او په ځانګړي توګه امنيتي ارګانونو د دې پياوړتيا پيدا كړي چې د خپل هيواد ساتنه په خپله وكړي.
دا چې د افغانستان دولت د لومړى ځل لپاره د يوه داسې مهم نړيوال كنفرانس مشري او كوربه توب پر غاړه اخلي، نو په كار ده چې د افغانستان حكومت او ټول هيوادوال له ځانه دا وړتيا ثابته كړي چې دوي كولاي شي چې له نړيوالې ټولنې سره خپلې ژمني سرته ورسوي او دغه مرستي به د افغانستان د پراختيا ، انكشاف او د خلكو د هوسايني په لاره كې مصرف شي.
دا څرګنده ده چې افغان دولت د موقتي ادارې په رامنځته كولو سره او د نړيوالې ټولنې په مرسته په هيواد كې د پراختيا، بيارغاونې، د ښي حكومتداري، د ملي پوځ او ملي پوليسو په روزنه او دې ته ورته نورو مهم اړخونو تر ډيره حده پورې پوره بدلون رامنځته ته شوي چې له دغه حقيقت څخه نړيواله ټولنه او زمونږ هيوادوال سترګي نشي پټولى، او دا چې افغان دولت او خلكو ته يو ځل بيا د كابل كنفرانس په جوړولو سره يو بل چانس په لاس ورغلي دا تمه كييږي چې له نوموړې كنفرانس څخه د هيواد د ملي ګټو په موخه ښـه ګټه تر لاسه كړي.
په درنښت
jawida staso ghondi khalko afghanistan taba ko khodai di ta ta hidaiat waki aw khodai di insan ka
زما به نظر دغه كنفرانس به كابل كشي جوريدل خبله دافغانستان لباره يوه شه لاسته راورنه ده او هيله لرمه جه افغانان نور خبل هيواد بخبله جور كري
به درناوس
ما ولی تباه کړ ،،، طالبګوټو تباه کړ ،،، وسله یی را نه ټوله کړه او په همسایه ګانو یی خرڅه کړه ،،،، دا وطن پنجابیانو تباه کړ ،،، دا چی هره ورځ زما وروڼه هم طالبان وژنی او هم یی امریکایان وژنی ددی ټولو مسوول طالبان او ددوی اجنټان دی ،،، همدا نن یی په سید اباد ولسوالی کی یو نابالغ ماشوم په شهادت ورساوه او هره ورځ د هغه خلکو ماشومان پلار او ښځی وژنی چی په دولت کی کار کوی ،،، نو کله چی دوی له موژ له خلکو سره داسی کوی نو مونژ خو سیل ورته نشو کولای دا قاتلین د یهودو او نصاری نه زیات خطرناک دی ،،،، ته خو د طالبانو خواخوژی یاست ،،، قدرت نلرم په وحدانیت د خدای می دی قسم دی چی که چا د طالب نوم په افغانستان کی اخستی وای ،،،، زما زړه دوی ته پوخ شوی ځکه دی چی په خوله ماته ورور وایی او بیا مو ماشومان په ګولیو شهیدان وی او وایی چی ددی پلار یا ورور په دولت کی کار کوی ،،، زه په شخصا دا می دریمه جنازه ده چی د ماشومانو ما خپله کړی ده ، او دا دقدرت مینانو او منافقینو په شهادت رسولی ،، که غواړی چی تصاویر وګوری ایمیل دا راکړه چی در ویی لیژم….
Jawid wardak. i totally agrree with you….and i think taliban are responsible for the current situation in Afghanistan….they are killing our innocent contry men….i know about the kid too who was killed by Taliban(bad guys) they are killing our engineers,doctors,teachers and finally everyone who helps to rebuild this war hit country…i strongly condemn those poeple who suppors taliban and thier dirty ideas.
دغه کانفرانس به ده نوروکانفرانسونواوجرګوپه رقم بي نتجي ځکه وي چي په اصلي مشکل چي داشغال پای ده په هغه کومه خبره ګډونوال نکوي لنډه داچي ګډونوال په حاشيوګرځي متن نه حل کوي په هیوادکې دبدبختیوزږنده دخارجي عسکرووجودده بایددهغه په اړه ګډونوال اوکوربانه څه ووايي
در افغانستان هرکس که قدم خیر بلند کند مردم افغانستان برایش خیر مقدم گفته وهرکه منافقانه قدم بلند کند اول خداوند انرا به قدرت خود توسط آن کسی سرنگون میسازد که پیشبینی آن از عقل انسان بالا است
کنفرانس کابل و حمایت جامعه جهانی ~ نویسنده « نصرت پویا »
قرار است به روز سه شنبه مورخ 29/4/1389 هشتمین کنفرانس تحت عنوان کنفرانس کابل در پایتخت افغانستان دایر گردد و این کنفرانس که ادامه دهنده نیات و اهداف کنفرانس لندن میباشد با میزبانی دولت افغانستان برگزار می شود.
دراین کنفرانس حدود 86 کشور نمایندگان شان به کابل دعوت گردیده اند و روی پلان های عملی برای مردم افغانستان بحث صورت خواهد گرفت. دراین پلان ها براساس اصل جوابگویی تساوی حقوق بشر، تساوی جنسیتی، حکومتداری بهتر، ارایه خدمات موثر دولتی، رشد اقتصادی و نیز خواست عامه مردم برای ادامه زندگی صلح آمیز که مطابق قانون اساسی و سایر قوانین افغانستان تنظیم گردد می باشد.
این نشست هشتمین نشست بین المللی است که در مورد کشور ما افغانستان برگزار می گردد، در مورد خواستهای آن نهادهای دولتی از مدت بدینسو روی ایجاد طرح های مشخص برای ارایه به کنفرانس کابل کار نموده اند که امکان دارد به منظور تنظیم بهتر برنامه های انکشافی و زیربنایی نهاد های دولتی در پنج تیم و یا گروپ که شامل وزارتخانه های که از لحاظ کاری باهم رابطه های نزدیک داشته باشند طرح های مشخص را ترتیب داده اند. که در بخش های مختلف یک تعداد پروژه ها و برنامه های پیش بینی شده که هزینه های آن هم مشخص شده ویا همین هزینه های مشخص شده پیشکش در کنفرانس با تعهدات جامعه جهانی که قبلاً با افغانستان داشته یکبار دیگر حمایت شان را در تحقق وعملی شدن این برنامه ها با خود خواهند داشت.
تفاوت کنفرانس کابل با کنفرانس های بین المللی که قبلاً در مورد افغانستان برگزار شده این است که اماده گی های کنفرانس پیشروبا میز بانی خود افغانی است، یعنی بیشتر اسناد و برنامه های که مشخص شده بر اساس اولویت های افغانی تشکیل ودر کنفرانس های دیگر تعهدات که صورت می گرفت بیشتر تعهدات پولی بود و بعداً بر اساس برنامه ها و پروژه های که دولت پیشنهاد می کرد و توافقات دونرها گرفته می شود سپس جامه عمل می پوشید. ولی این بار برخلاف گذشته یک تعداد برنامه ها به عنوان اولویت های طرح شده که قرار است درا ین کنفرانس مهر تایید را بگیرد.
یکی دیگر از تفاوت کنفرانس کابل با سایر کنفرانس های تدویر شده در پیرامون افغانستان در این است، که کنفرانس های قبلی به اساس ضرورت کشورهای خارجی فرا خوانده می شد ودولت جمهوری اسلامی افغانستان حیثیت مهمان را می داشت. اما کنفرانس کابل به ضرورت افغانستان به میان آمده که اجندای این کنفرانس تصویب شده دولت جمهوری اسلامی افغانستان است. کنفرانس کابل از اهمیت خاصی برخوردار خواهد بود که در آن اقای بانکی مون سرمنشی سازمان ملل متحد، نماینده خاص ایالات متحده امریکا، خانم هیلاری کلینتون وزیر امور خارجه وسایر مقامات عالی رتبه کشورهای دوست و کمک کننده اشتراک خواهند ورزید.
تدویر این چنین کنفرانسی که در آن شخصیت های مهم کشورها و آنهم در پای تخت افغانستان دایر می گردد مبین این است که جامعه جهانی کشور و مردم ما را تنها نگذاشته ، بلکه با تجدید تعهدات و همیشه در پهلوی آن می باشند.
پس برماست تا همگام با کمک های جامعه جهانی در بازسازی و اعمار کشور خود با حمایت و پیشتیبانی از کنفرانس کابل که در مقطع زمانی مبارزات انتخاباتی پارلمانی مصادف است با انتخاب اشخاص افراد دلسوز به وطن، صادق و خدمتگار مردم و جامعه کمک های جامعه جهانی را در جهت بهتر شدن وضعیت زندگی، رفاه و آسایش، صلح و امنیت در کشور، وفاق ملی و غیره با مسوولیت و شفافیت مورد استفاده قرار دهیم.
دلوی او غیرتي الله په پاک نوم سره شروع کوم
ما ستاسو شاغلو او ګیدړو ټولی تبصری یو څه سرسری له نظره تیری کړی . خوما دخدای فضل دی کنځاوی اوپه یو بل پسی بد رد ندی زده ځکه پدی ټوله نړی کی هر څوګ پدی ښه پوهیږی چی کنځاوی ، بد رد یوازی او یوازی دکمزورو او ناتوانا خلکو کار دی.آی له هیواد نه بهر دپرادو خیراتونو ته پراته تش په نوم افغانانو!!!! کمپیوټر ته ناستی او دخپلی خیټی نه اوتی بوتی لیکل دا خو شځی هم په ډیری اسانی سره کولای شی . که ریښتیا هم دخپل هیواد او خلکو دغم څخه دومره مړه یاستی راشی په خپلو مټو سره دخپل هیواد په آبادولو او ددی وحشی او صلیبی ترغلګرو څخه ددی پاکی او غیرتی خاوری په آزادولو کی خپله ایماني اووجداني مسؤلیت ادا کړی . تش یو بل ته په کنځاوو او بدردو سره خپل ځانونه مه سپکوی. نارینه تل په میدان او مخامخ ډول دتوری اوقلم سره ښایسته ښکاری. په یاد ولری چی دافغانستان خاوره هیځ بې غیرته بچیان او بهرانیان نه شې زغملای.
salamona wamany dakho harsokghari chi hewad makhta walarsh ama dahisok naghari chi de dasi pa bamuno daga har bambar chi zamong pa kor aw kali kawi 200000; € tarasi dase komak mong nagharo chidasi komakdiwasi
A salam alai kom w b k.Allah pak waya che tar haga ba yahodi aw isawi leta khushal nashi tar haga che ta de dio pe lar rawan nashe..afsos pe dase benango laka.jawed wardak laka afghanistan.taso ta mo da zamir zanga ijazat dar ka ye che de pradio ghulami ta khushal yast..de zo dallaro pe khater de 1 afghanai peghli izat warta pa badal ke war kawai..afghan kom pe tarikh ke de cha ghulami nadi kari.aw na ba ye waki..che de mashoman shahidan kigi da tol de staso de beghairato de lasa….ka zolai laka mansoor sham .sar toti na kawam.za pa khpal hewad de bal cha ghulami na kawam..
<a href=http://centrodieducazionepermanente.com>viagra online</a> ‚ЊkџpGVu,<a href=http://cjbears.com>cheap viagra</a> ћ‡‹2^ЂЋ{n, <a href=http://emporioartecasa.com>buy viagra cheap</a> ce“ho6uD’Ђ,<a href=http://erimini.com>buy viagra cheap</a> ЋKdQ}fFj,<a href=http://eurasiansafaris.com>generic viagra</a> d-4s0:ЁB¤S,<a href=http://mariesproul.com>viagra 100mg</a> ›MЂJ)¤8‘‹,<a href=http://pickwickdreamlots.com>buy viagra cheap</a> ¦Ђ—zIxzњ]M,<a href=http://time-to-ride.com>buy viagra online</a> 8`Q0tZ…P,<a href=http://www.veredict.com>buy viagra cheap</a> Dor…©}‚6~,<a href=http://www.wearesalt.com>buy viagra</a> 9VJ,„‰™™|,<a href=http://www.anoukbikkers.com>buy viagra cheap</a> „|TSU4u,
<a href=http://centrodieducazionepermanente.com>generic viagra</a> B*1Y8U7-,<a href=http://cjbears.com>viagra online</a> ‹M\OЌsXl, <a href=http://emporioartecasa.com>buy viagra cheap</a> Ge‚IlS™iH,<a href=http://erimini.com>generic viagra</a> ‚Vd—;_*G,<a href=http://eurasiansafaris.com>generic viagra</a> _X*–ќ\?¦3,<a href=http://mariesproul.com>cheap viagra</a> }€,†•m™¦{A,<a href=http://pickwickdreamlots.com>buy viagra online</a> F(j{OЈxui`,<a href=http://time-to-ride.com>generic viagra</a> ;†™lU‘ADe,<a href=http://www.veredict.com>generic viagra</a> Ё‰<њ2†Ё0,<a href=http://www.wearesalt.com>viagra 100mg</a> P}ќљlwsBz,<a href=http://www.anoukbikkers.com>cheap viagra</a> Њbb”TMЎЁ,