نږدې څلورلسیزې کیږي چې په سیمه کې د پښتنو په ضد جګړې زور اخیستی دی چې ددې جګړې له امله
هره ورځ د لسو څخه تر سلو پورې پښتانه یوازې په افغانستان کې وژل کیږي. او که ددې شمیر سره په پښتونخوا کې پښتانه هم یو ځای په نظر کې ونیول شي نو کیدای شي دا شمیر د سلو څخه تر یونیم سلو پورې ورسیږي.
اوس د پښتنو په ضد جګړه د مختلفو ډلو او هیوادونو له خوا په جوته او یا پټه توګه په مخ بیول کیږي. د طالبانو د ادارې د نسکوریدو څخه تر اوسه په سل ګونو زره بې ګناه پښتانه د ښځو، ماشومانو، زاړو او ځوانانو په ګډون وژل شوي او کیږي.
په اوس مهال کې پښتانه په دې سیمه کې یو مظلوم ، محکوم او خوار قوم دی چې په افغانستان ، پښتونخوا ، بلوچستان او کراچې کې د دوهم او یا دریمه درجه وګړو په توګه چې د هر ډول سیاسي او ټولنیزو ( په خپله ژبه د لوستلو ، لیکلو، خبرو د حق، …..) څخه بې برخې دي. د دې ادارو په لوړ څوکیو کې غوړه مال پښتو ژبي یوازی او یوازی په پښتنو سوداګري کوي او په عمل کې د حاکمو پاشیستي کړیو ته په غوړه مالی کې ځانونه په لوړو پوستونو کې ساتي.
د پښتنو نه یوازې ټولوژنه روانه ده په روحي ډول هم ځورول کیږي.
ددې جګړې لمنه ډیره پراخه ده . دا جګړه د د دیر او سوات څخه نیولي تر بدخشان د بادغیس څخه تر کراچې پورې غزیدلی او د جګړه په پښتنو باندې په د دوی د غلیمانو له خوا تپل شوي ده.
ددې جګړې په وړاندې تر اوسه پښتنو کوم غبرګون نه دی ښودلی دوی یوازې ژاړي او واویلا کوي .
اوس دا اړینه ده چې ټول پښتانه ددې ټولوژنو په وړاندې غبرګون وښیي. او دا غبرګون هغه مهال ممکن دی چې دوی ټول یوه ګډه ژبه پیدا کړي.
اوس د ټولو پښتنو برخلیک یو شوي دی او ټول د یوه برخلیک له پاره چې په سوله او ازادی کې ژوند وکړي باید کار او مبارزه وکړی او که داسې ونکړي د اوسني حالت څخه د دوی ژوند به نور هم د کړاوه ډک شي.
دا ښکاره خبره ده چې د دې ستر ناورین څخه یوازې پښتانه د لوی څښتن په مرسته کولی شي ځانونه وژغوري. نوره په نړی کې څوک نه شته چې د مظلومو پښتنو غږ واوري .
اوس نو پښتنو ته پکار ده چې د دې ستر افت څخه د ځانو د خلاصون له پاره فکر وکړي.
تاریخي تجربو ښودلي ده چې په ځینو هیوادونو کې اولسونه د سیاسي ګوندونو له خوا سره تنظیم کیږي او بیا د ګډې موخې له پاره کار کوي .
. دا جوته ده کوم سیاسي ډلې چې د پښتنو د حقوقو د تامین په نامه جوړ شوي ارتجاعي او د پښتنو د پاره ډیرې مضرې تمامې شوي دي. دوی د پښتنو په نوم سوداګري کړي ده. دا رټل شوي ډلې د یوې یا دوو بې صلاحیته څوکیو په تر لاسه کولو سره د پښتنو ضد پاشیستي ډلو سازونو ته څڼي غورځوي.
خو په پښتني ټولنه کې د ځانګړي ټولنیز جوړښت له امله سیاسي ګوندونه او ډلې کومې ښې نتېجې نه ورکوي
د ویلو وړ ده چې پښتني ټولنه د سیاسی موخو د تر لاسه کولو له پاره ځانګړی میکانیزم لری چې د هغې له لارې خپل اهداف تر لاسه کوی دا میکانیزم د جرګو میکانیزم دی.
د پښتنو باسواده او بې سواده کسان ټول په دې باور دي چې پښتنو د جرګو له لارې خپلو ستونزو د حل لاره پیدا کړي ده. د جرګو له لارې پښتانه بریالي شوي دي چې ټاکل شوو موخو ته ورسیږي.
ددې له پاره چې د موجوده ستونزو د پاره د جرګو له لارې یو حل پیدا شي دا پوښتنه پیدا کیږي چې دا جرګې به د چا له خوا راغوښتل کیږي ؟
• دولتي جرګې: هغه جرګې چې د دولت د مشرانو له خوا راغوښتل کیږي او په دې جرګو کې زیاتره د موجوده دولت پلویان موجود او فیصلې هم د دولت د مشر د هیلې سره سمې نیول کیږي. دا ډول جرګې د ښاغلي حامد کرزي په دوران کې ډیرې جوړې شوي دي. ددې جرګو لګښت بهرنیانو ورکړي او ګډون وال د ترتیب شوي لست له مخې راغوښتل شوي دي. په افغانستان کې دا لویې جرګې د کمونستي ګوندونو د ګوندي کنفرانسونو او کنګرو کاپي ده چې د اوسنی اداري له خوا مخې ته بیول کیږي. دا چې نوموړو جرګو څومره د افغانستان په تاریخ کې مثبت او که منفي رول لوبولی دی په هغه دلته نه غږیږو.
• اولسي جرګې: دا هغه جرګې دي چې په خپله د اولس له خوا د یوه ضرورت له مخې راغوښتل شوي وي. دا ډول جرګې د کوڅې نه نیولي تر، کلي، ولسوالی ، ولایت او یا د هیواد په سطح جوړې شوی دي. دې جرګو ته کسان د خلکو په خوښه راځي او تصمیمونه یې هم د خلکو له خوا پلي کیږي. په دې جرګو کې هیڅ ډول تشریفات نه شته ټول ګډون کونکي برابره ونډه لری.
اوس دې ټکي ته راځو چې ایا اوسنی اداره چې د پښتنو ضد ډلې په کې واکمنې دي دې ته تیاره ده چې په واقعي مانا سره داسې جرګه راوغواړي چې په هغه کې پښتني سیمو کې سوله ټینګه او خلک د پرمختګ په لوري ګامونه پورته کړي ؟
ځواب ښکاره دی چې اوسنی اداره به هېڅکله داسې جرګه را ونه غواړي چې نتیجه یې په پښتني سیمو کې د جګړو و درول وي. او که ښاغلی کرزی په نمایشي توګه هم وغواړي بیا هم اړ دی چې د واکمنو پا شیستي کړیو ته قناعت ورکړي چې نتایج به یې د دوی ګټو ته کوم زیان ونه رسوي بلکې سیاسي بهیر به د دوی د خوښې سره سم روان وي.په هغه وخت کې کیدای شی د جګړو د پای ته رسولو له پاره تش په نامه جرګه راوغوښتل شي.
په دې اوس ټول خلک ښه پوه شوي دي چې د سولې او ارامۍ له پاره د موجوده ادارې ټول حرکتونه یوازې او یوازې د خلکو ا و د نړیوالو د تیرایستلو د پاره دي. دا ځکه چې دا اداره د جګړې یو مهم لوری او د سولې په لاره کې ستر خنډ دی.
دا ښکاره خبره ده چې په ټولنه کې د قدرت منبع خلک دي دا خلک دي چې ټولنیز او سیاسي بدلونونه راولي . پښتنو هم د ټولنې د ځانګړي جوړښت او د پښتنو سیمې د ځمکني حالاتو له امله د ستونزو د حل له پاره لومړی کوچنی جرګې جوړې کړي او بیا خبره لویو جرګو ته رسیدلي ده.
د پورتنیو ټکو څخه ښکاره شوه چې پښتانه یوازې یو لوی خدای لري او خپلې مټې. دوی کولای شي د لوی څښتن په مرسته د ټولو دښمنانو توطېې شنډې کړي او په سیمه ا و نړی کې خپل شته والی ثابت کړي.
ددې له پاره چې دې لوړې موخې ته ورسیږي اړینه ده چې لومړی سره یو شي. پخوا به ځینو کسانو ویل چې پښتانه یو اتفاق کړی دی هغه دا چې دوی به نه سره یو کیږي . مګر دوی د هیواد تاریخ په ژوره توګه نه دی لوستی . پښتانه تل سره یو و او دي. مګر یوازې څو تنه د وطن پلورنکي هڅه کوي چې د پښتنو تر منځ د یووالی مخنیوی وکړي.
اوس شرایطو بدلون موندلی دی اوس په پښتنو کې داسې یو عام ذهنیت را منځته کیږي چې جزیات یې دا دي:
• پښتانه به یو کیږي او که نه ورکیږي.
• اوسنی جګړه د پښتنو په ضد د پښتنو د له منځه وړلو د پاره یوه توطیه ده
• پښتانه باید خپله پېژندنه ( ژبه ، کلتور، دودونه ) وساتي
• پښتانه باید زده کړه وکړي، پرمختګ راولي او فقر په ټولنه کې له منځه یوسي.
• پښتانه باید یو ملي مترقي سیاسي جوړښت رامنځته کړي.
د پورتنیو موخو د عملي کولو د پاره یو زیات شمیر پښتانه روڼ اندي په دې فکر کې شوي دي چې د پښتنو په ضد د جګړې د پای ته رسولو ، د دوی په سیمه کې د پرمختګ له پاره د زمینې د برابرولو د پاره یوه پراخ سیاسي جوړښت ته اړتیا ده.
نو ځکه اړینه ده چې د جرګو د میکانیزم له لاری په پښتني ټولنه کې سیاسي یووالی رامنځته شي. او دې ته عملی جنبه ورکړل شي.
لومړی د کلیوالی جرګو له لارې خپلې ستونزې وڅيړی او د حل لارې ورته پیدا کړی.
دا ډول کلیوالي جرګې باید په هرکلي کې جوړې او وروسته د ولسوالی جرګه جوړه شي او دا بهیر په د ولایت په سویه عملی او د نوموړي ولایت پښتانه سره یو موټی شي
دا لړۍ ټول افغانستان ، پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ ته وغزول شي. په دې ډول ټول پښتون اولس په یوه سیاسي جوړښت کې سره راټول شي .
په دې بهیر کې پښتني ټولنه خپل طبعي مشران رامنځته کوي او دا مشران ټولنه د بري په لور رهبري کوي.
په اوسني مهال کې د داسې سیاسي جوړښت د رامنځته کیدو له پاره تر ټولو ښه شرایط برابر شوي دي.
کله چې اولس یوه خوله او یو لاس شو په هغه صورت کې خاوره په خپله یوه کیږي.
تجربو دا ښودلی ده چې هیڅ یرغلګر ځواک نه شی کولای چې یو موټی اولس مات کړي. د پښتنو یووالی د افغانستان یووالی تضمین کوي.
د پورتنی موخې ته د رسیدو له پاره لاره د کړاوه او ستونزو ډکه ده خو په سوله او نووښت سره دې موخې ته رسیدنه ممکنه ده .
دا د افغانستان په معاصر تاریخ کې د لوی احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه د وختونو تجربو ښه په ډاګه کړیده.
ا. دريځ ~ کلکه غندنه
دمتحده ايالتو درنو ولسونو،
دمتحده ايالاتودسنااوکانګرس درنو غړيو،
دمتحده ايالاتو ښاغلی ولسمشر،
څو ورځې وړاندې په ډيلي کې ستاسې پخواني استازي ( رابېرټ بلېک وېل ) دافغانستان په اړه داسې څه وويل چې ګردو دولتمنځي رښتو او دهېوادونو تېرېتوريال خونديتوب ته ښکاره سپکاوی پکې وشو .
دافغانستان پرګنې د ټولو روانوستونځو په ګډون چې بهرنيو ګټواوستراتيژيو پرې تپلي ؛ دغه راز ناوړه اوناولي اټکلونه او وړانديځونه هم کلک غندي او دخپل ملي يووالي پروړاندې يې يوه بله خورا کرغېړنه اوترخه پېرزوينه ګڼي .
سره له دې چې افغانان دخپل لرغوني اوګران هېواد دوېش په اړه دغه کرکجنه او دردوونکې وينا ستاسې دسياست څرګندويه نه بولي ، خوداچې هغه مو ديوه ديپلومات له خولې راوتلې ،سخت پرې خواشيني اوزړه بدي شوي دي .
هيله ده ديوه سياسي زبرځواک په توګه ، دغه جدي حساسيت ته تر بل هرچا ستاسې هراړخيزه پاملرنه ژرورواوړي اوکلکه غوښتنه کېږي چې ددغې پاروونکې وينا بېزغمه پلټنه وشي .
بسم الله الرحمن الرحيم
د ازاد افغانستان د ملی تفاهم د تحقق دټولنې احتجاج ليک
د ١٣٨٩ کال د چنګاښ ٢١ کابل – افغانستان
د ګران هيواد ازاد او خپلواک افغانستان ولسونو، دينۍ علماو، سياسيونو، فرهنګپالو او د سياسی او ټولنيزوچارو قدرمنو فعالينو٠
اسلام عليکم ورحمت الله و برکاتو٠٠٠
په ډير تاثر سره مو د ملی او نړيوالې ميډيا د لارې د افغانستان دويشلو زړه بګنونکې وړانديز چی په هندوستان کی د امريکې دپخوانې سفير (رابرت بلک ويل) لخوا دامرېکې دولت ته وړاندې شويدی تر لاسه کړو ٠
ددغه ظالمانه او غير واقعبينانه وړانديز په وړاندې دغه غبرګن هغه سمه يزو او نړيوالو قوتونو غوږونه ته رسوو، چی پدغه ٢١ پيړې کی دازاد او خپلواک افغانستان د ويش خوبونه په سرکی ګرزوي٠
دافغانستان متدينه او په اسلامی او افغانی غرورسمبال ولس د تاريخ په اږدوکی د رنګارنګ توطيو، دسيسو او ناخوالو سره مخامخ شويدې خو هيڅ کله هم نه ددئی جغرافيۀ داخلی نادانه دښمن، او نه ددغي سپځلې خاورې بهرنې دښمن دداسی يو غير واقعبينانه وړانديز ديادونې جرائت هم حتا ندي کړې٠
دا چی نن مونږ افغانان دخپلو بی اتفاقيو او خود خواهي و په اورنو کی سوزو نو زمونږ د جغرافيۀ دښمنانو دا جرائت ځان ته ورکړې دي ، چی داسی خبرې د خلکو د اذهانو د پاشلو لپاره د اصلی ستونزځخه بل لورې ته کړې، سره لدې چی داسی بی اساسه او بی بنياده خبرې هيځ کله کوم عملی اړخ نلرې٠ خو پدې بايد ټولې هغه بهرني او کورنې کړي چی داسی غير واقعبينانه او بی مسوليته فکرونه په سرکی لرې پوه اوسې چی د دی خاورې د ټولواقوامو اواقشارو اصيل بچيان او ددی ټاټوبی ټول اوسيدونکې ددی ټاټبی ساتوونکی دي او تل به وي اناشاالله٠
هيځ زبرځواک ددئ توان ، همت او قدرت نلرې چی دي خاورې ته په ټيټه وګورې٠ دګران هيواد ازاد او خپلواک افغانستان د ويش وړانديزونه او په همدي ډول د داسی نورو بی اتفاقيوفکرنه په کلکه ردووه او غندنه ئی کوو٠
دافغانستان د دولت ځخه په کلکه غوښتنه کووه چی ددغه ديپلومات ځخه د نړيوالو قوانينو په رڼا کی تفصيلات وغواړې او ددغه وړانديز په هکله د افغان ولس او دولت ځخه دغه ديپلومات (رابرت بلک ويل) بخښنه وغواړې٠
د هيواد دننه او د هيواد څخه بهر په ټولو سياسی احزابو، ټولنيزو ټولنو، خپلواکه شخصيتونو، ويب پاڼو او مطبوعاتو باندې غږ کوو تر ځو ددغه خاينانه وړانديز په وړاندې خپل انزجار او احتجاج ښکاره کړې تر ځو چی د داسی ناخوالو مخه په خپل وخت سره ونيول شې او دتکرار ځخه ئی هر ځوک ډډه وکړې٠
د ازاد افغانستان د ملی تفاهم د تحقق ټولنه زيار باسی چی خپل دغه احتجاج ليک ملی ا و نړيوالو مسولو مراجعو ته وړاندې کړې ، او داړتيا په صورت کی
به ددغه ديپلوات دوړانديز په غبرګون کی د يووي سوله ايزه مظا هره بند او بست وکړې٠
په درنښت
د ازاد افغانستان د ملی تفاهم د تحقق دټولنې مشرتابه هيت
انجنير نعمت الله
له كابل ولايت نه مستقل كانديد ملك امان الله خان بابكرخيل
د كابل ولايت شريفو او مجاهد ولسه . تولو ته سرگنده ده چه پارلماني انتخابات را نگدي دي او دي هري دلي نه خلكو زانونه كانديد كري دي. په تيره دوره انتخاباتو كي ملت خپلو د اعتبار ور كانديدانو ته رايه وركره او خپل نوماينده گان يي پارلمان ته راوستل . اكثره د پارلمان اعضا په خپلو مزو او چرچو شول او وطن يي له هيره باستلي وي. چا په پارلمان كي خپل خوبونه پوره كول او چا بيا خپل جيبونه دگول. خو په هر صورت چا چي سه كول وي كرل. خو زما له خپلو گرانو وطندارانو نه دا هيله ده چي تاريخ دي بيا نه تكراروي دا زل دي هغه چا ته رايه وركري چي واقعي حقدار يي وي چي په حقيقت سره د وطن مينه يي په زره كي وي كوم مطلت او مدعا و نلري. ما هم پس له ديره فكره او ارزيابي نه زان ته يو كانديد غوره كري چي په واقعت سره له خپل گران هيواد سره او له خپلو وطندارانو سره مينه لري او د خپل وطن د ابادي لپاره دير شه نطرونه لري. نو كه داسي اشخاصو ته رايه وركرو نو مونگ به به ريشتيا سره كاميابه او بريالي وو. دا شخصيت ستاسو د تولو خدمت گار ملك امان الله خان بابكرخيل دي چي نه د كوم سياسي حذب سره تراو لري په مستقله توگه يي زان د كابل ولايت نه كانديد كري. ارمان يي د و طن ابادي او خپلو وطنوالو ته خدمت دي. د ملك صاحب انتخابي شميره 568 ده او انتخابي نشان يي و موترونه دي.
چي دستار تري هزار دي — د دستار سري په شمار دي