د استرالیا هیواد په سیدني کې میشت ،د افغانستان د شاهي اردو د توپچي لوی قوماندان متقاعد جنرال جنت ګل پکتیاوال نیکه ، پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال پلار، میرمن سوسن پکتیاوال مور،دیپلوم انجنیر حبیب ګل پکتیاوال ، ډاکتر نذیرګل داور، میوند پکتیاوال ، یونان میشتئ دیپلوم انجنیر نجیب ګل پکتیاوال او په لندن کې میشت خالد بلال پکتیاوال ترونه، همیشه ګل پکتیاوال،فرهاد ګل پکتیاوال او صمیم ګل پکتیاوال ورونه ، زلفه پکتیاوال ،بریښنا پکتیاوال ،هیلۍ پکتیاوال اوهوسۍ پکتیاوال خویندې ، احمد ذبیر پکتیاوال ، احمد سیر پکتیاوال ، مسیح پکتیاوال او احمد سمیر پکتیاوال د ترونو زامن ، ډاکتره سلطان زري پکتیاوال ،دیپلوم انجنیر حلیمه پکتیاوال ، ډاکتره شیرین پکتیاوال ، ډاکتره زیبا پکتیاوال او انجنیره کبرا پکتیاوال تریندې ، مسیح الله ابراهیم خیل اوښی ، دیپلوم انجنیر نعمت الله روشان او ډاکترمیر عالم بقا د تریندو خاوندان .
د ځوانیمرګ پرویز ګل پکتیاوال د شهادت له امله ، چې جنازه یې تر دې دمخه په سیدني کې خاورو ته سپارل شوې ده ، دوستانو ته خبر ورکوي چې : د ارواښاد د نارینه وو فاتحه د روانې میاشتې پر اتلسمه مه د یکشنبې پر ورځ ، د استرالیا د سیدني ښار، د بلک ټاون ښارګوټي د حضرت عثمان رض په جومات کې ، د ورځې له یوې بجې نه ، د مازیګر تر درې بجو پورې او د ښځو فاتحه پر همدې ورځ او وخت د بلک ټاون ښار ګوټي د افغانانو د ټولنې په هال یا سالون کې اخیستل کیږي.
د لا نورو مالوماتو له پاره ، له لاندې تیلیفون شمیرو سره تماس نیولای شې :
پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال : ۰۰۶۱۴۳۴۱۶۱۴۴۰
انجنیر حبیب ګل پکتیاوال : ۰۰۶۱۴۳۳۹۰۸۱۳۳
ډاکتر نذیرګل داور : ۰۰۶۱۴۱۲۸۳۲۱۵۵\\۰۰۶۱۴۰۲۷۷۶۸۱۹
له استاد پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال سره خواخوږي
داڅه خوني ورځ ده چې فطرت لکه چنګیز
په سپین سهار تالا کړلو حرم زما د زړه
کل نفس ذایقه الموت
په ډېره خواشينۍ مې خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې او فرهنګ د یوه خدمتګار ، ګران استاد پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال ، د زړه سر او د سترگو تور ، زلمی زوی ، پرویزګل پکتیاوال ،په استرالیا کې د یوې ترافیکي پیښې له امله تاند لباند شو.
انا لله وانا اليه راجعون .
زه په ځان کې له ډاکتر صیب سره د خواخوږۍ له پاره د الفاظو د پیدا کولو متره نه وینم، خو دومره وایم چې په دغې دردونکې پېښې سره نه يوازي ډاکتر ستارګل او د ده کورنۍ ودردېده، بلکې د دنیا په هر ګوټ کې د دوی خواخوږي او د پښتني فرهنګ ټول خدمتګاران، د دوى له دې درد سره وزوریدل .
زه خپل ګران دوست ډاکتر صیب ستار ګل پکتیاوال،د دوی دروند پلار جنرال صیب جنت ګل پکتیاوال،انجنیر حبیب ګل پکتیاوال ، ډاکتر نذیرګل داور او د دوى له ټولي کورنۍ سره سم ، د غم پر دې ویړ ټغر نا ست یم ، او د لوى الله ( ج) دربار ته لاسونه لپه کوم چې ، دوی ته د دغه درانه غم ، د زغم وس او زموږ ځوانیمرګ شهید پرویزګل ته جنتونه ورپه برخه کړي .
مرگ حق دى زموږ ټولو همدا لاره ده.
انا لله وانا اليه راجعون
خدای د یی وبښی او کورنۍ ته دې یی خدای صبر ورکړي
انا ا لله انا اليه راجعون
د ستر څښتن ( ج ) د حضوره ګران ملګري استاد ستار ګل پکتيا وال صاحب او هغوی درنې کورنی او دوستانو ته د زړه صبر او د دې ستر غم د زغم توان غواړم. لوی خدای دي د دوی کورنی د نوره غمه وساتي.الحکم الله
رسول باوري
ښاغلی پکتيا وال صاحب !
په ډيره خواشينی مي خبر مي تر لاسه کړ چي ستاسو دزړه ټوټه ناببره دتل لپاره له تاسونه جلااوځوانيمرگ شو.
انا ا لله انا اليه راجعون
زه پداسي حال کي چې ځان ستاسواوستاسو د درنې کورنی اودوستانوسره پدې لوي غم کي شريک بولم دلوي څښتن له دربارنه ټولوته دزړه صبر اوځوانيمرگ پرویزګل پکتیاوال ته فردوس جنت غواړم .
پکتياوال صاحب ! خداي پاک مو بياداسی خبرمه ترغوږوکوه .
حبيب الله غمخور
پکتیاوال صاحب! ستاسو په دغه ویر کې ځان گډ بولم او د لوی څښتن له ناپایه پاچاهت څخه تاسو او د پتمنې کورنۍ پاتې ښاغلو غړو ته د زړه زغم غواړم .
انا لله وانا اليه راجعون
زه هم خپل ګران دوست ډاکتر صیب ستار ګل پکتیاوال،د دوی دروند پلار جنرال صیب جنت ګل پکتیاوال،انجنیر حبیب ګل پکتیاوال ، ډاکتر نذیرګل داور او د دوى له ټولي کورنۍ سره سم ، د غم پر دې ویړ ټغر نا ست یم ، او د لوى الله ( ج) دربار ته لاسونه لپه کوم چې ، دوی ته د دغه درانه غم ، د زغم وس او زموږ ځوانیمرګ شهید پرویزګل ته جنتونه ورپه برخه کړي .
االله ( ج) نور داسی غم نه راولی او په خپل امان کی وساتی. په درناوی. محمد نصیر قریشی سیدنی
محترم پکتیاوال صاحب .دیرپه خواشنی سرمو خبرترلاسه کر چشتن تعالی دی عفه ورته وکری اوجنت پردوس دی الله جای کری ستاسی په دی غمگینی که زمونز دپشتون افغان تولنه شامله ده
زه هم د(نن ټولني او مجلې) په نمایندګي و خپل ګران دوست ډاکتر صیب ستار ګل پکتیاوال اود دوى له ټولي کورنۍ سره سم ځان په دغه درد او غم کې شریک بولم او دلوی څښتن متعال (ج) څخه دپکتیاوال وټولي کورنۍ ، دوستانو او ملګروته صبرجمیل غواړم او هیله مندیم چې نوموړی دخپل مبارک پلار پرقدم پښه کښېږدي او ددې ټولني لپاره دخدمت مصدر وګرځي. آمین په درنښت
ډاکټر صاحب : په ډیر خواشینی سره ستاسو د زوی دمړینی په اړه خبر شوم خدای د ستاسو زوی او ټولو مسلمانانو ته جنت فردوس په نصیب کړی او تاسو ته د خدای صبر جمیل نصیب کړی.
یوه خبره کومه خدای د وکړی چی خفه نشی په اغلانونو کی دښځو نومونه خپرول نه په اسلام او نه په پښتو کښی شته مهربانی وکړی صرف دنرانو نومونه خپاره کوی. وسلام
انا لله وانا اليه راجعون
خدای تعالی د یی وبښی او تاسو دوستانو ته یی جمیل صبر غوښته کومه
تاجکه وروره! سلامونه دیربخشنه غوارم داستاپربی منطقه خبره افغانستان دتولو قومو نو گد کو ردی افغانستان کی تول قومو نه خپل دحق اوحقوقو دغوشتلواودملی یوالی او ارزی تمامیت په رناکی باید ولری داچه پشتون ددی وطن(هیواد)مشردی اووی به داتول قومونه پرته دپشتون چخه دپشتون مشری اومشرتوب منی اونه په دی جنی دبهرنی استخباراتی مزدورانو په خوله کیژی نه افغانستان پارسیوان کیدای سی اونه په کانفرانسونو چه جوریژی چنگه چه داکترسنگروال صیب لیکنه په تول افغان کی پرکری وه.داهسی بی منطقی ناستی دی اوشاغلی کرزی هم داسی ناپوه نه دی اوهغه هم د دشمن په پلانوپوهیژی خوافسوس دادی چه نن پشتانه په خپل ماشین وژل کیژی که طالب اوکه چارواکی دواره پشتانه دی اوداخبره دی داجاسوسان واوری دیرژر که خدای کول پشتانه به راویش شی اوخپل دامپراطوری نقشه بیایوجل پیاده کری اوداحمدخان ،میروس خان،خوشحال خان،غازی امان الله خان،سترپشتون محمدگل خان بابا شمله بیایوجل دوطن ددشمنانو په تباهی کی جگی کری .اوتاجک جانه پارسیوانان زموژ ورونه دی اوبیا دپشتنو تاریخ ورته معلوم دی هغه دیروطن پرسته اوپرملی یوالی مین خلگ دی هغه داسی بی منطقه خبری نه کوی اونه دامنی نوزما په نظرداسی معلومیژی چه ته یوغیرپارسیوان یی شاهد چه پشتون یی اودیوبهرنی استعمارگری اداری غری اوهغوی درته وویلی چه دتاجک په نامه یوداسی بیمنطقه خبره وکره چه دپشتنو احساسات راوپاروی اوخپل منجی تاوترخوالی یی پیداسی دغه چارگرو ادارو ارمان به هیچکله پوره نه سی لکه په 1992کی چه یی وکری افغانان اوس پوه دی .