" /> " /> " /> " /> افغانستان کاناډا ته د کاناډا په ورځ ماته ورکړه – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / افغانستان کاناډا ته د کاناډا په ورځ ماته ورکړه video

افغانستان کاناډا ته د کاناډا په ورځ ماته ورکړه video

پرون (د جولاى لومړۍ) د کاناډا ورځ وه، او په همدې ورځ د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلې کاناډا ته ماته ورکړه. دا د نړيوال کرکيټ ليګ د لومړي ډويژن يو ورځنۍ لوبې دي چې تېره ورځ يې د افغانستان لومړۍ لوبه له کاناډا سره وه. پچه کاناډا وګټله او افغان لوبډلې ته يې د اوو لوبغاړو په سوځولو سره ۲۵۷ هدف وټاکى، خو د افغانستان ډلې وکولاى شول چې د کاناډا د شپږو لوبغاړو په سوځولو سره هدف پوره کړي، په داسې حال کې چې ۸ توپونه لا پاته وو. د افغانستان د لوبډلې کپتان ته د لوبې د اتل ډالۍ ورکول شوه، نوموړي په ۵۸ بالونو کې ۷۰ منډې جوړې کړې وې. د جولاى لومړۍ په کاناډا کې د دې هېواد ورځ او ملي رخصتي وي.


د لومړي ډيويژن د لومړۍ لوبي د ګټلو په اړه زموږ همکار نذير احمد نذير په هالنډ کي د خپلي ملي لوبډلي له روزونکي حاجي کبير خان او کپتان حاجي نوروزخان منګل سره مرکه کړې ده ، لاندي ويډيو ووينئ .




تبصره نسته

  1. سلامونه می ومنی ګرانو لوستونکو
    زه ددی اتلی ملی لوبډلی ددلوبی دګټلومبارکی درته وایم اوخدای ج دی وکړی چی راتلونکی لوبی هم داسی په ریالی توګه وګټی
    درحمان بابا ویلی دی
    چی غوټی پسی وهی په لاس به درشی
    چاویل چه په دریاب کی ګوهرنشته

  2. سلامونه گرانو لوستونکو دا دیر د خوشحالی زای دی چی افغان لوبدله کانادا غوندی هیواد ته ماتی ورکوی نو تولو هیواد والو ته به تیره بیا پشتنو ورونو ته دی مبارک وی مننه

  3. biya hoom da sallamono da gaiday kawalo sarah sarah da lobay da gatalo mubaraki hoom der ta wayam.khuday pak de afghanan tal aw har zay aw maidan kamiyabah lari,hagha ka da jang maidan wi aw saport aw suli wo amaan maidan.za pa reshtiya srah por khpalo tolo afghani atalano wiyaram aw bawar laram chi shah ta ba narazi,wali chi da afghan milat pa khawas ki shah ta tagg nasta.laka sanga chi zmooz nikono da jungono pa maidanono ke ter zan 100 chand qawi aw da khpal wakht ter tolo ghat feawoonono ta na hairaidonki mati workaray day laka moghul safawiyan hinduwan,makdoniyan,ya alexander the great,punjabiyan,rusaan,angrezan,aw oss da nanani assar tola ferawniyan pa chigho aw naro saway de aw ta taishti larah zini worakah da,homdasi ba zoom da nanani assar zowanan da lobo ya sport pa maidan ke hoom dasi matay workray chi tola naray ba ya tamashay kaway,da yaw shkarah khabarah da chi afghanan ya pashtana por hees maidan ke da cha sa shah ta na de hagha ka da science maidan wi laka abdul qadeerkhan chi pakistan ta aautoom bomb worjor kar ya saport maidan wi laka imran khan chi wa pakistan ta world cup wor wa gatay, ya da hunaar maidan chi shah rukh khan feroz khan anil kapur,salman khan ameer khan chi da hindustan ter tolo watali aw manali stori di.aw ya hoom da jung maidan ch pa day wa toli naray ta da afghanano tarikh malom day,za da khpal teer tarikh nonora attalano ta na zam wali chi shomar ya ter andazi ziyat day.

  4. salaamona tolo afghananota wayiem aw da cricket baryalitob di tolo ta mubarak wie
    aw da tolo afghananona hela laram chi hamish da khpal team ta las pa doa wie sha wakht
    manana

  5. نذیره ولا چې شاباسي. ډیره ښه مرکه دې کړې ده.

  6. نذیره ولا چې شاباسي. ښه مرکه دې کړې ده. نوروز منګل او کبیرخان ته هم مبارکي وایم