کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کډوال ماشومان د پناهندګۍ غوښتنه نسي کولای

کډوال ماشومان د پناهندګۍ غوښتنه نسي کولای


ژباړن: ابراهیم نهیمی نیټه: ۰۸/ ۰۶/ ۲۰۱۰


همدااوس (۷۵) ماشومان اوځوانان کوم چی ډنمارک ته راغلی دی، انتظارباسی چی دکډوالی دوسیی یی ترڅیړنی لاندی ونیول شی. دوی داسی یونماینده نه لری چی ددوی سره ددوی ددوسییومرسته وکړی اوهم په بیکاره وخت کی ددوی پالنه وکړی.


دا(۷۵) تنه کډوال بی سرپرسته ماشومان دی، چی ډنمارک ته بیله والیدینواویاکوم سرپرسته راغلی دی.
دخپل خوښی کارکونکی لږدی. داموضوع دسره صلیب اداری دمشری لخوا خپره شوه.


ددوسییوڅیړنه هغه وخت پیل کیدای شی چی ماشومان یومسول ملاتړکوونکی (نماینده) ولری. نماینده دنده لری چی دماشوم دښه ودی اوپرمختګ لپاره زمینی برابری کړی اوددوسیی دڅیړلوپه ټوله مده کی ورسره ملاتړی وی. داځوانان بایددمصاحبی لپاره دبهرنیانوددوسییی دڅیړلودمسول اوپولیسوسره حاضرشی. اود ماشوم نماینده دنده لری چی مطمین شی چی ماشوم په اړوندخبروبشپړپوهیدلی دی. دامطلب نوموړی مشری په ټینګارسره ووایه.


دځوانوکډوالودشمیری ډیریدنه:


دسره صلیب اړونده اداره نشی کولای چه ځوانوکډولوته رسیدنه وکړی ځکه دداسی کډوالو شمیره چی دپالنی څوک نلری په لوړه پیمانه مخ پرډیریدوده. تیرکال (۵۲۹) ماشومان بیله والیدینوډنمارک ته راغله چی دپناه ورکولوغوښتنه یی وکړه. اوپه (۲۰۰۷ز) کال کی یوازی داشمیره(۹۳) تنه وه.
داشمیره پنځه برابره ډیره ده. ځکه نودسره صلیب اداره دډیروهغومرسته کوونکوپه لټه کی دی چی په خپله خوښه پرته دمعاش اخیستلونه کاروکړی. پای


دژباړن یاداشت:
دادی یوځل بیاتاسوګران لوستونکی دکډوالووړوماشومانواوځوانانوستونزی په پردی هیوادونوکی لولی. داماشومان همدا ګړی په ډنمارک کی اوسیږی. ولی بایدداپه ډاګه کړمه چی په ټولواروپایی هیوادونوکی کډوال اوهم ماشومان ورته ستونزی لری. چی زماددی ادعاداثبات لپاره هغه ژباړنه درپه زړه کومه چی دکډوالوکورنیواو ماشومانو ستونزی په انګلسیتان کی ورپکی روښانه شوی وی. کله چی دکډوالواویاددوی دماشومانوپه هکله په ټول ډول ږغیږم. بایدپوه شوچی زموږ هیوادوال اوددوی ماشومان حتماً په دی ډله کی شتون لری.


دجدی پاملرنی وړمطلب:


ګرانوهیوادوالو! زه په ورځنی ژوندکی دخپلی دندی په اړونددافغانی کډوالوسره خبری کوم اوددوی ستونزی می زیاتی ارویدلی دی چی دټولوستونزوبیان په دی لنډه لیکنه کی راته ډیرګرانه چاره بریښی. ولی یوڅه ته ستاسوهیوادوالوجدی توجه راړوم، هغه لاندی موضوع ده: 
« ټول والیدین هیله لری چی ماشومان یی په راتلونکی کی هوسااوارام ژوندولری. نوځکه پریکړه کوی چی خپل ماشومان اویا تنکی ځوانان د ښوزدکړوپه هیله یاپه یوازی توګه اویاهم دکوم نژدی دوست(ورور، کاکا..) دوړوپه نوم اروپایی هیوادونوته ولیږی. په دی هیوادونوکی دځوانانود ژونددسمون ډیرامکانات شته دی ولی په دغومره پیمانه دځوانانودژوندد ویجاړولوامکانات هم شتون لری. ډیری بیلګی می دخپلی دندی په جریان کی لیدلی دی چی: هغه ځوانان چی والیدین یی ورسره نه وی، دژوندډیردکړاونه ډک حالت ته ټیل وهل شوی دی، چی په پای کی خپله ریښه،موراوپلارهیراوډیر بدبخته ستونزمن ژوندیی په نصیب شوی دی چی پښیمانی په داسی حالت کی مرسته نشی کولای. داستاسودیوورورمشوره ده .


د لراوبر يادښت:


لراوبر هم په دې اړه په هالنډ کي له يوه داسي ځوان سره مرکه کړې ده چي ۸ کاله يې په کمپ کي د ستونزو ډک ژوند تېر کړی ، دده کيسه په لاندي ويډيو کي وګورئ .




تبصره نسته

  1. محترمو دلراوبر کارکونکو سلامونه مي قبول کړۍ
    که مهربانې وکړۍ او دلته په ناروي کي مو د مسافرو له زړونو ځان خبر کړ چي په کوم بد حا لت کي د مسافري سختي شيبي تيروي دمرګ په لارو او په قرضونو ځانونه خپل منزل ته رسوې او له بلي خوا زمونږ غمخور دولت چي د مهاجرينو په سر له اروپايي ملکونو څخه ډالري واخلي او واي چي افغانان راوليږۍ خو دا فکر نه کوې چي ددوي دغه ګټي چيرته اوپه څه شي مصرفيږې که له دي احواله مو ځان او چارواکي خبر کړل نو ډيره غټه همدردې به مو له افغان غمځپلو مهاجرينو سره وي مننه

  2. Selaam on Muslim Bro & Sis!
    For Afghans In Norway & Europe ;
    This is my Personal experience .
    For all problems in you life there ONE solution !
    -1-
    Be a good Muslim
    -2-
    Pray 5 time a day Better more then 5 times
    -3- Be Thankful to ALLAH jj for all good you still
    have .
    Because ALLAH jj is Merciful on guided Muslims
    And ALLAH jj is Able on every thing.
    May Allah jj guid us and hear our pray.
    Amin!
    Wasselam.