کور / شعر / غزل

غزل

هر څه دي خداي وركړي خو نيتونه يي ښــــــــــه نه دي
مخونه يې تك سپين دي ولي زړونه يې ښـــــه نه دي
ددوي په ژبه قول چي بېخي باور ونه كـــــــــــــــــــــــــــړې
داخلګ ګفتارښه كړي،عملونه يې ښــــــــــــــــــه نه دي
اوس هم پكي ورور پاسي كړي دورورسره جنـــګونه
داكور ډير ښايسته دئ ديوالونه يې ښــــــــــــــــه نه دي
زموږ ورسره هاغسي دفكر تضاد شتـــــــــــــــــــــــــه دئ
زموږ باچا خوله ښه لري كارونه يې ښــــــــــــــــــه نه دي
غاصبه له تا مخكې دلته ډير توبه ګار شـــــــــــــــــــــوي
چي ما ګوزار وركړى پر هرونه يي ښـــــــــــــــــــــه نه دي
يو ځل كه ترې فنا شوې بيا دي نه كــــــــــــــوي پوښتنه
كوچيه آشنا ښه دئ عادتونه يي ښـــــــــــــــــــــــــــــه نه دي
رښتياتاداخبره خپل کوچني ريبيـــــــــــــــــــــــــارته کړې
کوچى راباندي ګران دى خوشعرونه ئې ښـــــــه نه دي

تبصره نسته

  1. SO sweat i love that kind of poetry but i like that one too much which is against america