د فوټبال د فيفا نړيوالو سياليو پيلېدو ته يوازې څو ساعته پاته دي، د سپورټ په برخه کې د نړۍ تر ټولو لويه سيالي (فيفا ۲۰۱۰ نړيوال کپ) دا ځل په جنوبي افريقا کې روان دى.
په دې سياليو کې د ۳۲ هېوادونو ملي لوبډلې لوبيږي، د سيالۍ لومړۍ لوبه د کوربه هيواد جنوبي افريقې او ميکسيکو تر منځ ده، چې په جانسبورګ کې ترسره کيږي، دا لوبه همدا نن د افغانستان په وخت د مازيګر ۰۶:۳۰ بجې شروع کيږي.
دغه نړيوالې سيالۍ په افغانستان کې ډېر زيات مينه وال لري، ډېرى افغان ځوانان د فوټبال له لوبې کولو او ليدلو سره مينه لري، خو د هېواد فوټبال لا د کرکيټ غوندې پر مخ نه دى تللى.
په افغانستان کې د دې سياليو مينه وال کولاى شي چې دا سيالۍ د ځينو ټلويزونونو پر پرده په ژوندۍ بڼه وګوري.
هندى ټي وي چينل ESPN هم دا لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي.
تاسو څه فکر کوئ چې د نن لوبه به څوک وګټي، آيا جنوبي افريقا ته به پخپل هېواد او خپلو خلکو په منځ کې لوبه کول تر مقابلې لوبډلې اسانه وي؟
د دې نړيوالو سياليو ګټونکى به څوک وي؟ ستاسو د خوښې لوبډله او لوبغاړى څوک دى تاسو هم خپل نظر او اند وليکئ!
سلام
زما د خوښي پلير رونالډينيو دى
My favourite player is Wayne Rooney
سلام ټو لو د فوتبال مینه والو ته
زه فکر کوم څه دا لوبه به جنو بی افریقا و ګتی ځکه څی جنو بی افریقا ډیر تکره تکره لوبغا ری لوی مننه
i think Argentina will win the world cup 2010, and Messi is my favorite player
خوند به یی هغه وخت کری وای چه دافغانستان لوبدله په کی وای
ذه دا اټکلی کوم او امید لرم چی افغانستان به په ۲۰۱۴ کال کي په براذیل کښي په ورلډ کپ کښي ګډون تر سره کړي او د ټولو افغانانو سر لوړ کړي او ښه به وځلیږی!!!!!
Impossible Is Nothing
Advance in Technology
LEARN to: Love
Educate
Advance
Respect
Naturize