کور / خبرتیا او پيغامونه / د پښتو ادبي غورځنګ له مشر صادق ژړک سره خواخوږي

د پښتو ادبي غورځنګ له مشر صادق ژړک سره خواخوږي

د پښتو ژبي د ځوان شاعر، ليكوال او كيسه ليكونكي د پښتو ادبي غورځنګ مشر او لمبه مجلې مسؤل چلوونكي محمدصادق ژړك پلار د اوږدې ناروغۍ له امله تېره ورځ په كوټه كې په حق ورسېده.

خداى بخښلى حاجي خواجه محمد كاكړ چي لږ تر لږه درې كاله د ورپېښي ناروغى له امله پر ځاى پروت ؤ، پرون يې روح حق ته وسپارله. د نوموړي مړى د كوټي له نوي كلي د کوټي په پنځوس کيلومترۍ کي په خپل پلرني ټاټوبي چرميان کلي کي خاورو ته وسپارل سو.

د نوموړي په جنازه كي د بلوچستان ايالت ډي، ايس، پي ، سابق صوبايي وزير مولانا عبدالواحد صديقي، جج هاشم كاكړ، د سيمي علماء كرامو، مشرانو، مخورينو، روشنفكرانو، شاعرانو، اديبانو او ليكوالانو په ګډون په سلګونو خلګو ګډون كړى وو.

څه موده مخكي د مرحوم يو ځوان زوى په ټرافيكي پېښه كي په حق رسېدلى وو، چي هغه له غمه د ده صحت هم زيات خراب سو او د مرګ لامل يې هم د ځواني مرګ زوى مرګ بلل كېږي.

هېره دي نه وي چي د سوهيلې پښتونخوا د مشهور ليكوال او څېړونكي ښاغلي مولانا واصل واسطي مور بي بي هم تېره ورځ په حق رسېدلې وه، موږ د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي له ښاغلي ژړک او مولانا واسطي صاحب سره په دې غم او درد کي ځان شريك بولو. هغوى ته دي خداى (ج) جنتونه ورکړي او کورنيو ته يې له پاک خداى (ج) څخه د صبر غوښتنه کوو.

تبصره نسته

  1. په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ادبي غورځنګ د مشر او د پښتو ژبې د تکړه ليکوال او شاعر ښاغلي محمد صادق ژړک پلار په حق رسېدلی او له دې فاني نړۍ يې سترگې پټې کړي دي.

    انا لله وانا اليه رجعون

    موږ له دروند او منلي محمد صادق ژړک او د هغه له درنې کورنۍ سره په دغه غمجنه او خواشينوونکې پېښه کې خپل ځانونه شريک بولو. مرحوم ته د لوی څښتن تعالی څخه د بښنې او اعلی جنتونو او هم يې کورنۍ او دوستانو ته د صبر جميل غوښتنه کوو. پاک رب دې هغه مرحوم وبښي. اروا يې ښاده او ياد يې ژوندی.

    عبدالرحيم هلال، پېښور

  2. انالله و انا اليه راجعون
    زه هم د ښاغلي ژړک صيب ارواښاد پلار ته دعا کوم، خداى دې ورته جنتونه ورکړي، د دوى سره په دې غم کې ځان شريک بولم.
    ښاغلي ژړک او درنې کورنۍ ته يې له پاک خداى څخه صبر او زغم غواړم

  3. grana zhraka tar salamono wrosta taso ta da dar pish swe gham ow dard la amala tasaliat wayam khoday de taso ow staso korani da jamil sabr da tohfi da dar kawalo sara pa chang ki da nora ghama wa sati da marhoom haji sahib da para da janat ul firdoas ghoshtana kawam , pa mina Azizulla sakzai kandahar.

  4. په ډيرخواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چه دپښتو ژبي دتکړه ليکوال او شاعر ښاغلې صادق ژړک بابا له دار الفنا څخه دارالبقاته رحلت کړی لایزال خداي دې جنت فردوس ورنصيب کړې او دکورنۍ ټولو غړو ته يې صبر جمیل غواړو . هدايت الله (فيضې)

  5. په خواشينۍ سره خبر شولو چې د پښتونخوا دنوميالی شاعر، ليکوال او د پښتو ادبي غورڅنګ د مشر ښاغلي ژړک صیب پلار له دی فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
    انا لله و انا اليه راجعون
    د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ښاغلی ژړک سره پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی ، د ارواښادکورنئ او خپلوانو ته د زړه صبر غواړی .
    د ښاغلی ژړک د خدای بخښلي پلار اروا دی ښاده او جنت فردوس دی ئی په نصېب شی.
    په درنښت
    نصیر ستوري
    دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند حنرال سیکرټري

  6. په خواشنی سره می خبر تر لاسه که چی زموژ دمشر ورور ښاغلی محمدصادق ژړک پلار په حق رسیدلی الله دی هغه ته فردوس جنت اونوری کورنی ته جمیل صبر ور په ترخه کړی په درناوی

  7. په خواشنۍ سره خبر سوم چي د ژړک صاحب پلار وفات سوی دﺉ . انالله و انا اليه راجعون . ژړک صاحب ته يې د فاتحې لاسونه پورته کوم . خدای دي يې وبخښي، جنت دي يې ځای سي او خدای مو له باقي غمه وساته . امين

  8. همدا نن چې څنګه دفتر ته لاړم او کمپیوټر ته کیناستم نو تر هر څه د مخه مې ټول افغان پاڼه خلاصه کړه او خلاصولو سره سم مې په همدې زړه خوړونکي خبر سترګې ولګیدې چې د کوزې پښتونخوا د نوموتي شاعر ښاغلي صادق ژړک صیب پلار په حق رسیدلی دی.
    انا لله وانا اليه راجعون

    موږ هم تکړه لیکوال او شاعر ګران او قدرمن ورور ښاغلي صادق ژړک صیب په دې درانه او نه هیریدونکي غم کې یوازې نه پریږدو بلکه ورسره په دې غم کې ځان پوره پوره شریک بولو.
    ارواښاد ته له بښونکي خدای څخه جنت فردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوو.
    اروا یې ښاده!

    سعدالله فطرت کونړ اسعداباد ښار

  9. انالله و انا اليه راجعون
    د خپل خواږه ملګري محمد صادق ژړک د درانه پلار د مړينې دردوونکى خبر مو واورېدى، موږ په دې غم کې څان شريک بولو، د دانش خپروندويه ټولنې ټول غړي د ښاغلي ژړک ارواښاد پلار ته له خدايه پاکه جنتونه غواړو، ګران ژړک او د هغې درنې کورنۍ او دوستانو ته له خداى پاک نه په دې درانه غم کې زغم او صبر غواړو.
    په درنښت
    د دانش خپروندويه ټولنې مشر
    اسددانش

  10. د ګران صادق ژړک صاحب د ارواښاد پلار د وفات خبر رښتيا هم دردوونکى او خواشينوونکى دى، د مشر ورور تر مړينې څو کلونه وروسته د ژوندانه د يوې بلې سترې هستۍ (پلار) مرګ!!؟، رښتيا هم ډېره دردوونکې ده، خو څوک څه کولى شي؟ بله چاره نشته، د ټولو همدا لاره ده.
    زما هغه يوه خاطره هيڅکله هم له ياده نه وځي، هغه مهال چې لا زه په کوټه کې اوسېدم، د ژمي په يوه سړه شپه د ژړک صاحب په کور کې مېلمه وم، سهار وختي چې کله له خوبه پاڅېدم، واوره اورېدلې وه، د ژړک صاحب مينه ناک او درانه پلار کوټې ته سر را ايسته کړ او راته ويې ويل: ((مېلمه! ستا قدم بختور دى، ستاسو له راتلو سره واوره اورېدلې ده.))
    ستر څښتن (ج) دې پرې ورحمېږي، پرودرګار دې يې جنتونه په برخه کړي، ژړک صاحب او د هغوى درنې کورنۍ ته د زړه صبر غواړم او دعا کوم چې لوى الله دې موږ او تاسو په راتلونکې کې له غمونو او دغه راز دردوونکو پېښو څخه په خپل امان کې وساتي. آمين

    بشير احمد نادم، کندهار

  11. محترم ژړک صاحب !
    خدای (ج) دي ستاسو مرحوم پلار ته جنت الفردوس په نصیب کړي . تاسو ته دزړه صبر غواړم.
    موږ په دې غم کښي درسره شریک یو.

  12. سويډن دمالمو ښار
    د۲۰۱۰ م کال جون ۵ مه

    دخواشينۍ اوډاډگېرنې دڅرگندولو پيغام

    دخواشينۍ اوډاډگېرنې پيغام
    کاشکي ستاسو پرځا يوبل … نه واي

    تير ويرمولاهيرنه وو يوبل دردونکی او خواشېنونکی خبرموترلاسه چي دپښتوژبې علمي او منلي څېرې دکوزي پښتونخوا پياوړي فرهنگی شخصيت د پښتو ادبي غورځنګ مشر،دپښتو ژبې تکړه شاعر اوليکوال ښاغلي محمد صادق ژړک پلار دورپېښي ناروغۍ له امله دابد لپار رخصت شو اوله موږ نه ئې دابدي نړۍ په لور وکوچېد.
    انا الله وانا اليه راجعون
    موږ په داسي حال کي چي دزيات شمېر افغان کډوالو اوزموږ دټولنې دبهرنيو غړو په استازيتوب دارواښاد محمد صادق ژړک د پلار مړينه دټولو پښتنو اوفرهنگيانولپاره يوه لويه ضايع بولو ،ده دکورنی اوټولو اړوندانوسره ئې ځان په دې لوي غم کي شريک بولو دلوې څښتن تعلا نه هغه ته د پردوس جنت غوبښتنه کوو اوپاتې کسانوته ئي جميل صبر غواړو ،روح دې ښاد جنتونه دې په نصيب سي. امين
    ددوستی فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب
    حبيب الۀ غمخور

  13. Assalam O Alaikum Warahmatullahe Wabarakatuhu.
    Da tolo wrono pa ser za ham da Zharak Saab Pa gham zan wor sherekawam, Inna Lillahe wa Inna Ilaihi Rajeyoon. Khudai paak di Da Zharak Saab plar ta janatul firdaous war pa barkha ki aw wa korane ta de Sabree Jameel ata kee. AmeeN.
    Da Ghamkhor Saab pa da ra lihzal sawee uzar ki na yam khabar za ghalat pohezham aw ka Ghamkhor saab khpala sam na de poh sawee che Zharak Saab Shukar de Zhwandai dee aw da hagha plaar pa haq rasedalai dee.
    Ka za sam poh sawee yam chee Ghamkhor saab sam na de poh sawee no pa der dranasht heela kawama che ka Ghamkhor saab ya ham da site masool chalawonkee da tabsera walwalee no de dagha terwatana Islah Kree.

  14. انا لله وانا اليه رجعون

    قدرمن ژړک صاحب

    په خواښيني سره مي خبر تر لاسه کړئ چي ستاسو دروند بابا په حق رسېدلی دی. الله دي ښه ورسره وکړي او الله دي يې قبر ورته د جنت باغ وگرځوي. لوی څښتن دي ورته د ناروغۍ تر څنگ د هغه داغ عوض هم ورکړي چي د زوی د ځوانيمرگۍ له وجې يې پر زړه جوړ سوی ؤ. خدای دي دوی دواړه په جنت فردوس کي سره يو ځای کړي او تاسو او نوري پاتې کورنۍ ته دي الله د دغه ستر زيان عوضونه پدې نړۍ او آخرت درکړي.

    ستا لپاره د صبر دعا غوښتونکی او ستا په غم کي شريک ستا کشر ورور

    احمدولي اڅکزی، المان

  15. انالله و انا اليه رجعون
    زه هم په خپل وار سره د ښاغلي ژړک صاحب د خدای بخښلې پلار په مړينه خواشينی يم، الله دي يې وبخښې او د ژړک صاحب او د هغه درنې کورنۍ ته د زړه صبر غواړم.
    د ټولو همدا لار ده.
    نصيراحمد احمدي _کابل

  16. متن : په ډيرخواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چه دپښتو ژبي دتکړه ليکوال او شاعر ښاغلې صادق ژړک بابا له دار فنا څخه داربقاته رحلت کړی لایزال خداي دې جنت فردوس ورنصيب کړې او دکورنۍ ټولو غړو ته يې صبر جمیل غواړو

  17. غمېدلی دوست ته!
    وامو ورېده جې ستاسو په کور کې يوه شمعه ټپه سوی
    ددې نازولی پلار داغ که څه هم زړه ماتوونکی او طاقت وړونکی دی .ولی هیله من يو چې په صبر او زغم تاب راوړی غمېدلي اولاد ته یې ږموږ لخو ا دزړه تسلي غواړو.
    ستاسی غمشریک دوستان.ویښ ځوانان ادبی ټولنه سرانان جنوبي پښتونخوا

  18. کل نفس الذایقت الموت
    ښاغلی ژړک صاحب ستاسو ارواښاد پلار ته دعا لاسونه لپه کوم، خداى دې دی جنتونه ورکړي، ستاسو سره په دې غم کې ځان شريک بولم.
    تاسواو درنې کورنۍ ته مو له پاک الله نه صبرجمیل غواړم
    سیداحمدقانع کندهار

  19. da gran malgari sadiq zharak da mohtaram plar da mreni pa day moqa wa loi au mutaal khudai ta da khudai bakhshali da darajato da lorwali da para laas pa dua yam. khudai di wa gran zharak sahib au da doi wa ghamjini koranai ta sabr au hausla warkri

  20. ka ghoware che plar de janat ta lar shee pakhto ta la nor ziat khizmat aw pa hivad ki pa khpala pakhto khabare waka
    manana

  21. ګران ژړك صاحب تر سلامونو وروسته ستاسو د خداى بخښلي پلار په مړينه پوره غمجن يم.
    لوى څښتن دي ستاسو پلار وبخښي او جنتونه دي يې په نصيب سي.
    ګرانه د ټولو همدا لار ده څوك وختي ځي او څوك وروسته تاسو او درنې كورنۍ ته مو د زړه صبر غوام.
    ستاسو ورور پښتون -كابل

  22. ژړک صاحب!
    بابا دي الله وبخښي ، پاته ارمانونه دي يې خدای پاک پوره کړي ،تاسي اوټولي کورنۍ ته دي څښتن تعالی صبردرکړي اود نوره غمه په امان سی.

  23. ژړک خان ته دعا
    په خواشينۍ سره خبر شوو، چې په کوټه کې د پښتو ادبي غورځنگ د مشر او افغان فرهنگ مين ښاغلي محمد صادق ژړک درانه پلار له دې وړانې نړۍ څخه سترگې پټې کړي.
    انا لله وانا اليه راجعون
    ژړک خان چې زموږ د فرهنگ سر سپارلى مبازر او مجنون دى، همدغه خصوصيت يې د لر او بر افغان زړونو او ذهنونو ته پخه لاره کړې او ځکه نو موږ د ده هر درد او غم په هډ او پوست محسوسوو.
    د لوى الله ( ج) لوى دربار ته لاسونه کچکول نيسو، چې د ژړک خان بزگوار پلار وبخښي او زموږ روح روان، گران ژړک خان، د هغه پتمنه کورنۍ او ټول وطن له نورو ويرونو څخه راوساتي .
    امين يارب العلمين
    په کندهار کي:
    د بېنوا، هيواد، هندارې، نارنج، رشاد، ويښ ملگرو، سورغر اوونيزي، ښکلا مجلې، فرهنگي او خپرندويه ټولنو او خپرونو په استازيتوب :
    روهي ادبي بهير
    (کندهار ادبي دربار) – کندهار افغانستان
    ١٦-٣-١٣٨٩

  24. تېره ورځ د رسينو له خولې څخه مو دا د غم خبر واورېد چي د پښتو ژبي د تكړه شاعر او ليكوال د هغه چا چي خپل ټول ژوند يې د خپلي ژبي او ادب و خدمت ته ځانګړى كړى محمدصادق ژړك چي د هغه پلار محترم د ورپېښي ناروغۍ له كبله له فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې خداى دي په ورحمېږي، موږ له ښاغلي صادق ژړك كاكړ سره په دې دړد او غم كي ځان شريك او يو ګڼو خداى پاك دي ژړك او د ده كورنۍ ته د زړه صبر وركړي.
    امين
    ډاكټر عثمان كاكړ
    خانوزۍ
    dr.usman.kakar@gmail.com

  25. له الله پاک څخه ژړک صاحب او د ده فاميل ته د جميل صبر غوښتونکې يو.

  26. انا لله و انا اليه راجعون

    د الله تعالی(ج) په هستیو کی په رښتیا هم چې پلار یوه ډیره ستره هستي دی، نو له دې کبله زه هم په خپل وار سره مرحوم ته د جنت الفردوس غوښتنه کوم ، او درانه ژړک صاحب ته د الله له پراخ درباره څخه د ایوبی صبر به هیله یم.

    بازید

  27. په ډېر ي خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چه دپښتو ژبي دتکړه ليکوال او شاعر ښاغلي صادق ژړک محترم او ویاړلي باباددې نړۍ څخه رحلت وکړ ،د لایزال خدای (ج) څخه ونوموړی ته جنت فردوس غواړم.
    زه د(نن ټولني او مجلې)په نمایندګي دښاغلي صادق ژړک اودهغه دکورنۍد ټولو غړو سره په دې غم کي ځان شریک بولم او د متعال خدای څخه دبریاوو ډک ژوند ورته غواړم. آمین

  28. خدای پاک دې د ژړک صيب پلار و بښي او دوی ته د زړه صبر غواړم.

  29. قدرمن ژړک صاحب!
    د کاکا د مړينې له امله خداى شته ډېر زيات خواشينى شوى يم خداى (ج) دې د هغوى برکتونه ستاسې د کورنۍ په نورو غړيو کېږدي او هغه ته دې الله (ج) جنتونه ورکړي.زه په غم کې ځان له تاسې سره شريک کڼم خداى مو دې بيا له داسې درانه غم وساتي او ښادۍ دې تل وي.
    امين
    ٠٠٩٣٧٩٥٠٦٠٥٤٢

  30. ژړک صیب ته د ځان او ټولو یارانو له اړخه د زړه صبر غواړم
    ستاسو قبلګاه صیب ته دي الله جنت فردوس ورپه نصیب کړي
    ستاسو ټولي کورنۍ ته دي اخیري غم وي
    موږ ټول ستاسو سره په دی غم کښي شریک یو
    الله مو نور له غمه لیري لره
    امین صم امین
    حاجي باوري د بلجیم څخه

  31. باداردي دقدرمن صادق ژړک محترم پلاروبخښي، اودده کورنۍ ته دي صبرورکړي . مونږدږوب ټول ادبي ملګري له ګران ژړک سره په دغه غم کي برابرشريک يو .

  32. شاغلی ژرک صاحب دیره بخشنه غوارو چه مونزستاسی دمحترم مرحوم پلاپه مرینه نه وخبرهمداوس دلراوبردلاری خبرسوو چشتن تعالی دی تاسی ته دزره صبردرکری

  33. په کندهارکي وړانګه راډيو، هڅه اونيزه اوعينواونيزه دسهيلي پښتونخوادتکړه ليکوال اوشاعرمحمدصادق خان ژړک دپلاردوفات له امله دنوموړي کورنۍته دجميل صبراومرحوم ته دفردوس جنت غوښتنه کوي اوله ښاغلي (ژړک ) صيب سره په دې درانه غم کي ځان شريک بولي .

  34. تکړه لیکوال او شاعر ژړک صاحب ته دی الله پاک صبر جمیل او مرحوم پلار ته دی څښتن تعالی ج په جنت کی ځای ورکړی امین .جهانګیر شاه(شمل)