په جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانو دکولتوري ټولنې غړو د خپلي نوبتي غونډي په ترڅ کي دا ځل امريکا ته د حامد کرزي د سفر او هغه د راتلونکو پلانونو په اړه لاندي پريکړه ليک صادر کړ.
۱ــ داچې افغانستان په خورا پېچلو، جګړیزو او غاصبانه لوبو کې را ګیر دی له همدې کبله موږ د تش په نامه ولسې جرګې ټاکنې یوه عوام فریبي اودنړۍ والوغولونه بولو، دیونس قانوني په مشري ولسي جرګه په ټوله نړۍ کۍ یوه رسوا او بې کیفایته ولسي جرګه وه ځکه خوموږ په هېوادکې دسیاسي تحولاتو ِغوښتونکي یو .
۲ــ موږ داسامه او تروریزم دځپلو په پلمه په افغانستان کې دښکېلاکګرو لخواقام وژنه نوره نه شو زغملای .
۳ــ موږ په کوزه پښتونخوا کې دبې پیلوټه الوتکو ورځني تروریستي عملیات غندو او له عرب جنګیالیو سره
دجګړې په پلمه د قومي مشرانو ورځني قتلونه محکوموو .
۴ــ موږ دکرزي عوام فرېبي محکوموو او له ده څخه غواړو چې دبېګناه افغانانو دنجات لپاره استعفأ ورکړي .
۵ــ موږ کرزي ته د هغه قاتل په سترګه ګورو کوم چې سهار او ماښام زموږ دولس سرونه غوڅوي دا ځکه چې له یوې خوا کرزی په دا نږدې یوه لسیزه کې دلسهاوو زرو بې ګناه افغانانودوژنې سبب وګرزېداو له بلې خوایې دا ځل دخپل مرموز سفرپه طرځ کې په څرګند ډول انسان دښمنوامریکایانو ته دکندهار دعملیاتوخوښه ور کړه .
۶ــ موږ د افغانستان دنجات جرګې له لمړۍ اعلامې څخه ملاتړ کوو او له ټولو بشر دوستو نړیوالو او زموږ له مظلومو افغانانو څخه هیله کوو چې دکندهار دعملیاتو په وړاندې سولیز لاریونونه وکړي .
۷ــ موږ دکندهار عملیات ځکه وار دمخه محکوموچې دا عملیات به دافغان قومونوترمینځ دلاکرکې او دښمني سبب وګرزي داځکه چې له یوې خوابه غلام او اجیر تاجګ او هزاره اردو مري اوله بلې خوابه د بېګناه پښتون په غولي اوربل او له ثمر څخه ډکې دانارو ونې او نور زراعتي محصولات به یې په امریکايي بمونو کې نینه نینه شي .
۸ــ که زموږ غوښتنې ننني جابر او یرغلګر قوتونه نه مني نو بیا موږ دجګړې له مقابل اړخ (افغان مقاومت)څخه هیله کوو چې دمظلومو کندهاریانوپه حال یې زړه وسوځي د هغوی دژوند او اقتصاد دژغورنې په خاطر په شا تګ وکړي ترڅو د اشغالګرو د قام وژنې دا تور پلان هم له خاورو سره خاورې شي ، که افغان مقاومت زموږ دې جدې هیلې ته پام ونه کړي نو بیا به دهمدې مقاومت په اړوند زموږ شکونه را پیدا شي .
په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنـــــــــــــــــــــــــه
yar bairan mishto tasu ta lazh sharam pa kar dai, khpala aram nast yast aw par mung da jahad fitwawe warkawai
lag afghanistan ta rashai che lag khu stasu nar aw khaza ham malom she
la lari na har sok da watan aw pakhtonwali hasi tashe lapi wahalay she khu da kar kawalo lapara awal watan ta ratag muhim dai
khuday de himat darkre
بسمل صاحب:پام کوه چی بعضی وختونه دخپل ګیلم ځخه پښه ډیره اوږده غزوي،که ځه هم ستا لیکنی لولم ولی متاسفانه ستا له ځینولیکنو دافغانانو تر مینځ دنفاق او شقاق بویونه ولاړیږي ،پښتون،تاجک،هزاره اونور دا ټول افغانان دي،هغه ځوک چی دوی سره بیلوي هغه دافغانانو دښمنان دي،تاسی همیشه خپل شخصی هویت ته تبارز ور کوي،ستاسی په ځنګ کی افغانان خبرنه دی ولی تاسی دهغو په نامه بی وخته اعلامیی پخشوي.
یارہ بسمل صیب اول خوسلامونہ ومنہ بعدلہ سلامہ ودی عظیم جھاد تہ دافغان مقاومت نوم مہ ورکوہ صفاوایہ چی افغان مجاھیدین
بسمل صاحب سلام:ستا نوشتی مزه داري دی ولی ای کاش چی تاسی کوم قدرت او صلاحیت در لودی؟ مګرم اوس تاسی له وطنه فرارشوی یاست نو زه نه پوهیږم چی تاسی دکوم صلاحیت په اساس ځینی وختونه داسی بی هدفه اعلامیی لیکی؟ایا ستاسی هدف دافغانانو یووالی دي او که لیري والی او جنګ جګړه؟ خپه نشي تاسی ځینی وختونه بی هدفه خیزونه وهي دنورو سره له صلاح او مشورو پرته دسلام خان دخبری په تا ئید دخپلی ګیډی اعلامیی لیکی،که دی رړه په مونږ افغانانو خوږیږی نو راشه زمونږ په ځنګ کی ودریږه او که داسی نه وی نو دجرمنی له ښکلی هیواده بی ځایه اعلامیی مه را لیږه.په درناوي
اول خو افسوس دهغه چا په حال چې مخکې له دې چې ویې ویني چې څه ډول شی یې زېږولی دی دوی له واره بیا داسې یو ښکلی نوم پرې اېږدي چې دی یې وړتیا نه لري مثلآ سلام جان دسلام کلیمه دنبي (ص) هغه خوږ کلام دی چې په اورېدو سره یې کنګل کنګل زړونه ویلېږي خو له بده مرغه چې دا خوږه کلیمه په نوم بدلیږي او بیا یې مور او پلار په خپلو نا مالومو اولادونو د نوم په ډول ږدي یا خو یو نیم ډارن او موزي انسان خپل ځان نه شي ښکارولای نو بدل نوم په ځان ږدي لکه همدا مرتجع او ګمراه چې ځان ته یې نوم سلام جان ایښی دی دا مهمه نه ده چې دا نوم ده له بې غیرتي څخه خوښ کړی معنی خپل رښتینی نوم نه شي ښودلای او که مور اوپلار یې پرې ایښی دي دا هر څه به هلته پرېږدو را به شو دبایرن مېشتو افغانانو غږ او اعلامې ته چې دکندهار په حال یې غوغا او ژړا کړې ده دا که یو بسمل کړې او که زرو نورو افغانانو، موږ پرې ویاړو ای کاش چې دنړۍ له کوم بل ګوټ څخه خو هم زموږ دښکلي کندهار دژغورنې غږ کوم بل افغان هم را پورته کړي دا که یوه کولتوري ټولنه او یا یو فرد د وطن په حال ژړلي نو په دې کې بده څه ده؟ په دې کې تبارز څه دی ؟ خپل ځان یې دخونخوارې امریکا په بلا ککړ کړی نو سلام جانه ته هم دومره غیرت لرې چې دخونخوارې امریکا په مقابل کې څه ولیکې ؟ سلام جان نا سلام به هلته پرېږدو دا بل خان نا مي ته هم حیران یو چې دا مچ له کومه پکې را ولوېده منطق خو داسې ښیي چې دا( خان )نه بلکې پخپله هغه سلام جان دی معنی یو کس دی دوه تبصرې یې په بدلو نومونو کړې دي لنډه دا چې له موږ سره دتاجک هزاره او پښتون مسله حل ده خو دا هیڅکله نه شو منلای چې پښتون دې دتل لپاره په ډول ډول پلموبد نام او ووژل شي .
جمال خانه زېری مې درباندې !
دا ځل سلام جان دسید احمد په نوم هغه څه لیکلي کوم چې یې مخکې دسلام جان او خان په نوم لیکي و رښتیا چې دافسوس ځای دی اوس به نو ووایو چې(ما چی موګم دمبوره ما چی موګه) په جرمني کې دافغانانو کولتوري ټولنې څه احساس ښکاره کړی او سلام جان بیا دخان او سید احمد په نومونو څومره بې شرمي کړې ده نو پښتونه! ته به هم کله ښاد شې؟
Bismal seb salamona sata de lekany na dera manana der yaw kha aw pa zarapry lekana de lekali da kho dalta der dase khalak shta che hagoi na afghanan de aw na poshtana aw kom che lag de no hagoi hum gulaman aw dalagn de na wegdan lare aw na paktonwaly haga tol de iran aw tajikstan wena paki da no zaka dase wor pa bal sheeeeee tal de afghanistan aw pakhtonistan mara de we tajikan hazragan aw ozbakan
kala che jazba de inqalab rapayda pashton zalmo ke sheee garona pa obo ke shee aw zanglona pa lambo ke shee tasy kho talem pa pashto jaba ke gwarey nan za kho wayam ya khalko che da monz de hum pashto ke sheeee de loy afghanistan aw de paktonistan aw pakhtonwali pa hila manana BISMAL seb
Har tsok har chere kawai shee che khpel khalqu ta khedmat wekri. Khpelo khalqo khedmat ta hudood na shta. Tsa bu oushee che Pakhtana leg sam tahlil wekri aw bya par mauzo kahberi wekri.
سلامونه محترم بسمل صاحب: ما ستا رالیږلی ادبی ایمیل ولوستی ډیر مه وارختا کیږه،لکه ځرنګه چی لیکنی ازادی دي له هغه سره چوخت نظریات هم ازاد دي باید حوصله ولري او انتقاد پذیره اوسی یو متل دی چی وایی هغه چی درانه بارونه وړی دهغو خوراک ځو ځان دی،تاسی په لیکنه کی دنر کلمه استعمال کړي ده زه په دی باب دومره تاته وایم چی یوازی ځان نر مه بوله او نور نران هم له پامه مه غورځوه، ولی په کل کی زه تیښتیدلو ته نارینه نه وایم نارینه هغه دی چی دخپل وطن داستقلال په خاطر دپکتیا په هسکو غرونو او دقندهار او هلمند په وچو دښتو کی او یا دهیواد په نورو برخوکی خپل سرونه قربانی کوي ،هغوی ته نارینه مه وایه چی د اروپا له پارکونو ځخه افغانان وجنګ او جګړی ته تشویق وي او یو قوم دبل قوم پر ضد دشخصی ګټو او کاذب هویت په خاطر استعما لوي، دافغانستان ټول قومونه او ملتونه محترم دی په هیځ وجه یی سپکاوی باید ونه شی ،هغه چی قومونه او ملتونه یی دخطر سره مخامخ کړی دی هغه ځونفره محدود اشخاص دی او دا خرځ شوی اشخاص په یوه قوم او ملت پور مربوط نه دی په ټولو قومونو (پښتون،تاجک،هزاره اونورو) کی شته،په همدی اړه باید زمونږ قضاوت عادلانه وي، زه چی ستا حوصلی ته ګورم زما په نظر ستا لپاره هغه شعراو شاعری منا سبه ده ،نه سیاسی لیکنی او ځیړنی داځکه چی دا کار ډیره پراخه سینه او حوصله غواړی متاسفانه په ډير افسوس سره چی تاسی له هغه ځخه عاجزه یاست ،او پرځای یی ویلی دي چی یو شاعر په ډیره اسانی سره سیاست مدار کیدای نشی،زه چی ځه لیکم هغه په خپل نامه او ادرس درته لیکم کوم ضرورت او ډار نه لرم چی دجعلکاری ځخه استفاده وکړم او کومه بی ادبه او غیری قانونی خبری هم نه لیکم ددغه سایت مسؤل شخص سره زما پته مکمله شته.مننه
قدرمنو لوستونکو!
نن مې یو دوست خبر راکړ چې زموږ دټولنې داعلامې په اړوند کوم چا ناوړه تبصره کړې ده البته په دعوت ویبپاڼه کې یې هم خپل… خوړلي و بیا مې لیک ورولېږه چې
ته خو په لیک نه ارزې خو ښه به وي چې خپله نیوکه ماته په مخامخ ډول راولېږې .
دا ده څو شېبې دمخه دهغه یو احمقانه لیک چې دلراوبر په تبصرو کې یې هم خپور کړی ما ته راورسېد، داسې ښکاري چې هغه هیڅ ډول انساني اوافغاني فرهنګ نه لري بیا ما هم دا لاندې یو څو جملې ورولېږلې :
ښه شوه چې څېره دې مالومه شوه ستا پته دکمپیوتر له مخصوص سریال څخه ښکاره شوه چې ته څوک او له کومه ځایه دې دښمنې پیل کړې ده بیا هم وایم چې په لیک څه چې په یوه کرښه هم نه ارزې شرم وکړه اول دخپل ولس او دخپل مظلوم قام دراتلونکې په هکله لږ فکر وکړه بیا په ملي او نړیواله کچه خېزونه وهه ستاسو بې ننګو له لاسه داسې حال دی دا لاندې تصویر وګوره بیا نو نر شه دخپل خدای او ولس لپاره ناره پورته کړه ، لیکنې وکړه ، خلګ راویښ کړه خپلو خویندو او میندو ته نجات ورکړه خو نه ته هغه څوک نه یې چې دخپل وجدان پروا ولرې نور که دخپل سر په بیه لیکنې کوي، دننګ او مسلم حق لپاره ولسونه ویښوي هغه ته وایې چې دخپل شخصي تبارز لپاره لګیا دی نو که ته خپل ځان انسان ګڼې انساني غږ پورته کړه خو بیا هم وایم چې نه نه ته ما وپېژندې وشرمېږه ګرېوان ته لږ سر ټیټ کړه .
دا ما تا ته څه بد دررسولي چې دومره سپین سترګي دې پیل کړې او دکندهار په را روانه تباهي بند او واز نه یې؟
له واره پلمه هزاره او تاجک کړې تر څو زما د سپکاوي لپاره اذهان وپاروې بیا هم وشرمېږه چې ستا تبصره هم په دعوت کې په لغتو ووهله شوه او هم په لراو برکې تر … سپک شوې نور لرې ګرزه چې بیا به ګیله له ځانه کوې خرڅ شوې …
تصویر خو دې وکوت، اوس نو نر شه له خپلو خویندو ننګه وکړه خو بیا هم وایم چې په موزیانو نه راشل کیږي .
ګرانو لوستونکو!
کېدای شي په تبصره کې تصویر ثبت نه شي خو هغه تصویر به تاسو ته داسې روښان کړم چې یو تور امریکايي نارینه سرتېری زموږ په درۍ څلورو پښتنو خویندو لاس وهي تالاشي یې اخلي یو وړوکی پښتون ماشوم ورته په حیرانتیااو عاجزي سره ګوري .
نورمو وخت نه نیسم هغه دسلام جان اصلي څېره وپېژندل شوه په تبصره نه ارزي یو خرڅ شوی د ښکېلاک سیوري ته خوښ انسان او د کرزي په څېر دخپل قام دښمن دی زه به صرف له هغه جاهل سلام جان څخه په سلام ځان وزګارکړم
یادونــــــــــــــــــــــه :
که تاسو په غور سره زموږ دټولنې اعلامیه ولولئ نو به باور وکړئ چې دافغان ولس او په تېره بیا دکندهار دژغورنې په اړوند خپره شوې ده نه دکوم قوم دتوهین لپاره دا چې دا دروغجن سلام جان په لیک لوستلوهم نه پوهیږي دا خوزموږ ګناه نه ده داعلامې په اومه ماده کې لیکل شوي چې:
۷ــ موږ دکندهار عملیات ځکه وار دمخه محکوموچې دا عملیات به دافغان قومونوترمینځ دلاکرکې او دښمني سبب وګرزي داځکه چې له یوې خوابه غلام او اجیر تاجګ او هزاره اردو مري اوله بلې خوابه د بېګناه پښتون په غولي اوربل او له ثمر څخه ډکې دانارو ونې او نور زراعتي محصولات به یې په امریکايي بمونو کې نینه نینه شي .
دلته غلام او اجیر تاجګ او هزاره اردو په ګوته شوی نه تاجګ او هزاره قومونه
اوس نو که سلام جان تاجک او هزاره اردو یو اجیر او غلام اردو نه بولې بس لعنتونه دې په همدې سلام جان وي دسلام جان اصلي څېره به بیا تاسو ته ښکاره کړم دا هم زیاتوم چې موږ نه تنهاخپلو ټولووروڼو قومونو ته بلکې دنړۍ په سر دهر انسان درناوی موږ دنژاد،څرمن،ژبې او مذهب ترمینځ توپیر اوبرتري نه منوخو سلام جان چې دهېواد پلورونکو په ساغر کې دګنکس مچ په شان اړخونه وهي زموږ له دې اعلامې څخه صرف زموږ دسپکاوي لپاره کاراخیستی خو په دې نه پوهیږي چې درانه درانه وي او سپک سپک .
دلر اوبر له چلوونکو څخه هیله کوم چې دا تبصرې وتړي ، په لوی لاس دې پښتانه نه سره اچوي مخکې مې هم لیک ورلېږلی وخو تر اوسه یې دناندریو دروازه همداسې خلاصه پرې ایښې ده .
خوندو وروڼو!
دا له دیرسو کلونو څخه زیات په لمبو سوځو خو بیا هم لا نه سمیږو دا خواره کي بسمل خو چي څه لیکلي که یې دځان لخوا وي اویا دکومي ټولني لخوایو کس وي که یو میلیون ، پر دي خو څوک سترګي نه سي پټولای حق خبره یي کړي ده بل څوک خو د ي هم دومره غیرت وکړي چي هم په غرب کي وي او هم هلته دنر په شان په ډګر استعمارګر او غاصبان داسي محکوم کړي لکه بسمل ورور چي محکوم کړي .
دا سلام جان دئ که بانجان دئ دا خو لا په هیڅ هم په ولله که شک وي هلته لیکی چي نران نه تشتي په کندهار اویا پکتیا کي پاتیژي او هلته وايي چي زه له اروپا څخه یم نو خو دی هم نر نه سو که نه؟
بس نو ولاړ دي سي کندهارته دکرزي له پوډري ورور سره دي مخامخ په چرس څکولو ناست او دمظلومو کندهاریانو په سر دي دبمونو ننداره وکړي بیا به هلته دبسمل نارې وریادي سي البته که ضمیر یې ژوندی و .
تاسې او خدای وه په غم ځپلو پښتنو دا تاسي ولی نه ویښیږئ خور او مور مو چي مري ډاکتر ته یي نه ورولئ چي ویي ګوري خو نن یې یو تورمخی امریکايي په مردارولاسو په ټټرګوتي وهي بانجانه سلام جانه ته هم خور اومورلرې؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
وروڼو!
اوس خو په خبر سم پوره پوه شولوچې باید یو بل ته لاس ورکړو اول به دا خپل خوارکیان ژغوروبیا به دنورو غم خورو، په موږکې چې هر یو دحق ناره پورته کوي باید ورسره ودریږو دا خو دشرم ځای دی چې یو افغان ورور مو په جرمني کې چې هلته سم ارام ژوند لري دومره نارې وهي او بل خاین بیا په بدلو نومونو دهغه سپکاوی کوي ،
عزیزانو !
متل دی په پاړسو کې چې (دروغ ګو حافظه ندارد) دا دسلام خان په نوم هرڅوک چې دی دا یو ناوړه انسان ځکه دی چې دروغ وايي که دی په رښتیا هم سلام خان وای نو په لمړۍ تبصره کې یې ولې سلام جان لیکلی دی؟
آیا خپل نوم ورڅخه هیر و؟
له دې مالومیږي چې دا احمق نه سلام خان دی او نه سلام جان دا یوه داسي ناوړه څېره ده چې له بسمل صاحب سره شخصي بدبیني لري دبسمل صاحب هڅې چې هیڅوک هم ورڅخه سترګې نه شي پټولای زور ورکوي موږ له بسمل صاحب سره یو .