اوښكه : سلاااام.
وياړمن :سلام نه ستاسر….!
اوښكه: واو! دادومره غوصه اوته!!
وياړمن: اٌف خداى دې په دې بهرنۍ نړۍ هم اور پورې كړي ،چې څوك ورشي نونورخودمرغۍ شيدې شي خوهغه شته ايمان هم ترې كډه وكړي.
اوښكه: په حيرانتياسره :اخرپرابلوم څه ده ماخوهم پوهه كړه كنه.
وياړمن: نه اوس نو داسلام وه چې تاماته وكړ داخودې هم پرما اوهم پرسلام مسخرې وكړې ،ولې سم نه وايي چې السلام عليكم ؟
اوښكه: اوهو سمه ده سمه ده هغه څه ورته وايي هو رښتيا شيخ صيبه نوربه داغلتي نه رپيټ كېږي اوس خودې دا تروه ټنډه جوړه كړه اوسم كېنه چې خبرې وكړو.
وياړمن: ښه كېنم خوپه يوه شرط.
اوښكه: دڅه شي شرط ښه ته به بياوايي چې ماته انګريزي رازده كړه .
وياړمن:وايم زما توبه لدې انګړسۍ نه زه پخپله هروخت تاته وايم چې په دې سوچه پښتوكې دا دسروخبرې مه راګډوه خوته بياهم پكې يوه يوه لكه په وريجوكې دمۍ پشان راولې،شرط مې داده چې ته به نن ماته هرومرو دهغه سمون كيسه كوې .
اوښكه: هاهاهاسمون نه semanسېمن .
وياړمن: بس هرڅه چې ده .
اوښكه :زه خووايم وياړمنه چې رازه له دې تېروكيسونه به تېرشوه اوپه نويوخبروبه فكروكړو .
وياړمن :نوبيازمايې دخداى پامان زه درنه ولاړم ځكه چې ته پرما دومره بآورنلرې نوبيازه هم ستاعبس خبروته وخت نلرم بس دلته كېنه خبرې كوه اوخپله ورته خانده هسې هم په خپلوخبروډېره مئېنه يې.
اوښكه: ښه ده بابا!! راځه درته كوم يې مه خفه كېږه وايم په ضدكې خومكمل سېمن يې ،ښه نو غوږدې ونيسه.
وياړمن:دادى دواړه غوږونه مې ونيول .
اوښكه : زماخبرې واره داسې درته وايم خوزه هم يوشرط لرم اوهغه داچې زماپه خبره كې به نه راغوټه كېږي سمه ده؟
وياړمن: هو سمه ده بس داسې فكر وكړه چې زه له همدا اوس نه ګونګى شوم.
اوښكه : كيسه خوداسې ده چې كله په افغانستان كې دلوړوزده كړو دوزارت لخوانه ماته سټوډنټ سكالرشيپ راكړشوه او زه يوه امريكايي پوهنتون ته وروپېژندل شوم ،نوكله چې زه هلته ورسېدم ،زه كاملاً تنهاوم يواځې زه پكې افغانه وم ،نوزما په ډېركم وخت كې زړه تنګ شوه،كله به مې زړه غوښتل چې راځه بېرته ولاړه شم افغانستان ته اوكله به مې ويل چې هلته به خلك څه وايي، خوپه هرحال يوه ورځ دپوهنتون په چمن كې په سيټ ناسته وم مطالعه مى كوله چې مخې ته مې دوه نفره امريكايان ودرېدل چې په همدې پوهنتون كې محصلين وو،ماهغوى ته هېلووويل خوهغوى هېڅ ځواب رانكړاوماته يې نېغ نېغ كتل ماورته وويل چې خيرخوبه وي ؟ موږ غواړو تاله ځان سره بوځوسايټ سينګ ته (چكر)ته ماوويل نه زه داكارنشم كولا خو هغوى غوښتل ماله ځانه سره په زوربوځي يوه زه له لاسه وينوم اوكش يم كړم وه يې ويل دا افغانستان ندى راځه چې ځوزړه به د ې خوشحاله شي اوخوندبه واخلو،زه له دوى سره په كش اوګير كې وم چې ناڅآپه له كوم طرف نه يوبل هلك راپيداشوچې لدې نه مخكې ماله ده سره نه پېژندل،هغه هلك يې له لاسه ونيوه او ټكان يې ورته وكړويې ويل كه داافغانستان ندى نو دنڅاكلپ هم ندى دا ددرس ځاى دى نه دلوبواوچكر،هلكان همداسې په خپله مخه ولاړل ،دى هم روان شوه ما له ده څخه مننه وكړه ،ده په روانه كې وويل دڅه شي مننه ددې په خاطر چې ته مې ددغوهلكانو څخه وژغورلې ؟ ما وويل هو،ويې خند ل اوروان شو،دڅوورځوپه تېريدسره مابيادى په پوهنتون كې وليدچې په سيټ ناست وه او كتاب يې كوت ،زه ورنږدې شوم سلام مې پرې وكړ هغه دكېناستلو وويل ،ماهم همداشان غوښتل ،چې ددې موقع پيداكړم چې له ده څخه دده اودده دكورنۍ په اړه وپوښتم ،ترڅنګ يې كېناستم ،ښه نو ستانوم سېمن ،په كوم ځآى كې اوسۍ،په همدې ښاركې(كليفورنيا)اصلاً؟ملت افغان!!څه هو هغه زمادهرې خبرې ځواب ډېردقيق اوژر راكاوه خوزه دده په خبره ډيره متعجبه شوم چې ملت مې افغان ده ،ما وويل ګوره ټوكې مكوه ،نه ټوكې نه كوم رښتيا وايم دكور ادرس او دمبايل نمبريې راكړ راته يې وويل چې ته كولى شي د هرمشكل په وخت كې ماسره په دې نمبرتماس نيولى شي ،هغه ډېرې خبرې نكولې په كم وخت كې زماتر ټولو ښه ملګرى شوه ،يوځاى به مو studyكوله خو موږ داوړو بېلې بېلې پوهنځۍلوستې ،خو لنډه يې درته ووايم وخت تېرېده مابه نورله ده څخه ډېرې پوښتنې نكولې بس هماغه ددرس اوپوهنتون خبرې به موكولې دې لړۍ نژدې اته مياشتې وخت ونيوه ،يوځل څو ورځې مسلسل رانغى مادهغه موبايل ته زنګ وواهه خو شمېره بنده وه باربار مې كوشش وكړ مګر فايد ه يې ونكړه خير نن ورځ تېره شوه سبا دپوهنتون له وخت نه وروسته دهغه دادرس په رهنمايۍ دهغوى كورته ورغلم كوريې په يوه ډېره ښكلې ودانۍ كې وه يوه امريكايي كوچني ماشوم نه ومې وپوښتل چې د سېمن دوى كور كه راوښيي ،هلك چپ طرف ته ګوته نېغه كړه that’s there homeزه ورنږدې شوم ددروازې زنګ ته مې فشار وركړ يوسړى له كوره رابهرشوپه انګليسي يې وويل تاسوڅوك؟ماوويل دادسېمن كوردى دسړى په سترګوكې اوښكي ورغړېدې yesخوماته داهرڅه ډېرعجيب ښكاره شول دداخل ته ددننوتلو ايشاره يې راته وكړه خو زه حيرانه شوم سړي ماته كتل او اوښكې يې په مخ راروانې وې ،په دې وخت كې يوه پلونډه غټه ښځه او دوه نجونې چې غربي لباسونه يې په تن وو راغلې ،ما دوى ته وويل چې ايا دا په رښتيا د سېمن كوردى ؟ هغې ښځې يوناڅاپه پرما راخيزكړغېږ يې رانه تاوه كړه او له خولې څخه يې يوه داسې چيغه ووته چې زه يې بيخي وارخطاكړم نو ومې ويل اخر داسې څه چل شوى دى چې تاسو ټول په سرو سترګو ياست هغوى وويل he live us alone(هغه موږ يواځې پرېښودو)اوبيايې چيغي كړې،پلاريې زما خواته رانږدې شوه !ايا ته ماته دځآن په هلكه معلومات راكولى شې؟او له سېمن سره څه پېژندګلوي لرې ،له څېرې خودې داسې معلومېږي لكه له افغانستان څخه چې راغلې يې!! هو همداسې ده زه له فغانستان څخه راغلې يم او دلته پوهنتون وايم او سېمن زما ملګرى دى هغه داڅوورځې نه راځي خيرخوبه وي اوتاسو ولې داسې غمجن ياست ، اوس خو پوره معلومات راكړى ،چې په هغه څه چل شوى دى ،له لاسه يې ونيوم ،كوټې ته يې بوتلم هغې كوټې ته چې سېمن به پكې مطالعه كوله هلته دسېمن قسم قسم عكسونه ،دروېشي ګانې ،نكټايانې ،بوټونه اوراز راز سامانونه ايښي وو زه يې په كوچ كېنولم ،او كيسه يې راته وكړه چې سېمن درې ورځې مخكې له كوره ډېرپه تلوار كې ووته غوښتل يې چې پوهنتون ته ولاړ شي موږ پرې ډېرټينګار وكړ چې احتياط وكړي خو دالله له طرفه مقرره شوه بيانه بدلېږي په لاره كې يې اكسيډنټ كړى وه او دشفاخانې نه ماته ټيليفون وشو چې بايد ژرورشم كله چې هلته ورسېدم دسېمن اخري شېبې وې ،دلته شونډې په غاښونوكې وچيچلې خو خپله ژړايې راقابونشوه كړاى له سترګويې داوښكوباران شروع شو،ماهم ژړل ،خپلوخبروته يې ادامه وركړه اوپه ډېروسختو حالاتوكې يې زما په لاس كې لاكت كېښود ،لاكت يې راښكاره كړ په هغې كې زما نو م په انګليسي ليكل شوى وه (اوښكه) ماددې لاكت په ليدلو ځان قابونشواى كړاى اوله خولې څخه مې بې اختياره چيغه ووته سېمن سېمن خو هغه زما پرسر لاس راكش كړ او تصلي يې راكړه ،چې خير دى داهرڅه دهغه زات له طرفه وي چې موږ ته هرڅه راكوي او بېرته يې اخلي ،په هرحال يې شكر،ماته ددې دې خبرو ډېره تصلي راكړه او دده دې صبراوحوصلې ته حيرانه پاته شوم ،ماورته وويل چې زه كولى شم دسېمن قبرته ورشم ؟زه اوسيماچې د سېمن كشره خور وه له پلارسره يې په كوچني موټركې سپاره شوه چې ډرېوري هم سيماكوله له كورڅخه نژدې دوه كيلومټره لرې فاصله كې يوه لويه اوسپنيزه چهارديوالۍ ته ورسيدو چې په عمومي دروازه يې په انګليسي ليكل شوي وه afghan’s graveyard(دافغانانوهديره)ماپه ډېره حيرانتيا ورته كتل چې سيماله لاسه ونيولم راځه بويې تلم يو نوي قبرت يې چې په رنګارنګ زركو پوښل شوى وه ودرولم ماته بيا ډېره ژړاراغله ښه شېبه مې وژړل خو چې ددوى صبرته مې وكتل نو ځان مى راقابوكړ يوڅوشېبې ورته ولاړوو نورترې راوان شولو په لاره كې دسېمن پلار لماڅخه دنوم او ځاى پوښتنه وكړه ما ورته وويل چې زه افغانه يم او نوم مې اوښكه ده هغه ماته په ځيرځير راوكتل اوبيايې جېب ته لاس كړ هغه لاكت يې راووېسته ،كله به يې په لاكت كې ليكل شوي نوم ته كتل اوكله يې ماته،يوځل يې زما سرپه غېږكې ونيوه او زړه ته يې نږدې كړم،پرتندي يې ښكل كړم او لاكت يې راپه غاړه كړ ،راته يې وويل چې ته به هروخت راځې زموږ كورته موږ ستاپه سترګو كى دخپل زوى مينه وينو ،خو په دې ځاى چې كې زمالپاره ډېرعجيب ول هغه ددوى صبراوحوصله چې په ډېركم وخت كې يې غوښتل چې خپل دزړه ټوټه هېركړي ،خوزما هېڅ له خياله نه وځي او دا لاكت چې ته زماپه غاړه وينې داهماغه لاكت دى چې نن يې هم له ماسره دسېمن مينه ژوندۍ ساتلې ده .
وياړمن :په رښتياهم ډېرعجيبه او دردوونكې كيسه وه كاشكې در راته نه كوله .
اوښكه: ستانو نور كارڅه ده تل غواړي چې دخلكوپه زخمونومالګې واچوې.