کور / نثر / ژوند

ژوند

ژوند ديوتو ښامار په خوله کې هغه ستره هستي ده چې هره شېبه يې دپنا کېدو امکان دي
ژوند دشېبو هغه دروند او بې غږه تسلسل دي چې ډير په بيړه روان دي
ژوند د رد او تاثر بې تابه اوښکه ده چې له سترګو دتوييدو تاب نلري
……………..دشاعر اوښکه دپاڼې په مخ دقلم په نوکه وروڅڅېده اوقلم ليکل بند کړل شاعر خپلي اوښکې وچې کړي اوقلم يې دبياليکلو په تکل وخوځاوه خو قلم بند شو .
شاعر داځلې يو سور قلم ورواخېست او په ليکلو جملو پسې يې دنورو کليموپه تړلو پيل وکړ
…………………ژوند درنګونو جوړه يوه سپېڅلې ساه ده چې دانسان په وجود کې اوسيږي .
ژوندهغه بې رياهنداره ده چې هر څوک پک‌ښې خپله څېره ويني
ژوند…………………..
اوباﻻخره ژوند دمينې هغه خوږه غېږه ده چې يووخت زه …………..داځلې دشاعر او ښکه دهغه په نيمه ليکلې کليمه وڅڅېده .شاعر دقلم په نوکه زور راوړ خو دپاڼې دالمده شوي برخه سورۍ شوه او ديو چادنوم نيمګړي تو ري اوښکې ورسره يوړل دشاعر ګوتې رېږدېدلې او څه يې نه شو ليکلاي
شاعر يوځل بيا په خپلو رېږدېدلو ګوتو دليکلو هڅه وکړه خو………….نورپه رڼا باندې ماښام پوره زور شوي وو او خپلې تورې وزري يې هر ي خواته خورې کړې او شاعر دپاڼې په مخ کرښې روښانه نه شو ليدلاي
شاعر خپلي سترګې په ستورو کې ښخې کړي ستور خوراروښانه وو اوخوځېدل …اود.شاعر په پاتې جملو پسې يې دالهام په ژبه زياته کړه :
هوکې ريښتياوايي خوداهم رېښتيا دي چې ژوند دهغه لوي فاتح په څېر دي چې هېڅ ماته نه مني اوژوند هغه ستړي کاروان دي چې تل په هدف پسې دي……….هوکې بې هدفه ژوندديوي بې مفهومه چييغې په څېر دي چې په يوه لويه دښته کې ورکيږي
شاعر خپل سر وخوځاوه اووه يې ويل بلکل همداسې ده………….
شاعر په سپېنه پاڼه په دوه رنګونو ليکل شوي څوجملې دهديرې په منځ کې دخپلې معشوقې په قبر پرېښودې اوپه ګړنديو ګامونو وخوځېده.