د مې لومړۍ نېټه مي په ژوند کي اول وار وو، چي په خپله خوښه له ټلوېزون څخه د خپرېدونکي کرکيټ لوبي نندارې ته کښېنستم. د ملي سرود د ږغېدلو پر مهال چي د کپتان نوروز منګل اوښکي اوس هم را په ياد سي، زړه مي راوخوټېږي. شايد د ښاغلي منګل په څېر به په زرونو افغانانو د دې شېبې په ليدلو د خوشحالۍ اوښکي تويي کړي وي.
هغه افغانان ملامت نه دي، چي د افغانستان بازي يې هرو مرو له هندوستان څخه ګټلې غوښته. دوى په داسي حال کي چي د هندۍ لوبډلي له تجربې، قوت او امکاناتو څخه نا خبره ول، د هيواد له ملي لوبډلي او وطن سره د ميني له مخي يې د لوبي تر پايه په زړونو کي د افغان لوبغاړو په مټونو کي د يوه پټ قوت د پيدا کېدو خيالونه او هندوستان ته د ماتي ورکولو سوچونه وهل.
دا چي د افغانستان لوبډله تر اوسه پر ټلوېزون نه وه راښکاره سوې، هغه کسان هم پړه نه بولم، چي د افغانستان او هندوستان د لوبي يادونه به ورته وسوه، په يو ډول ريشخند به يې وويل: ((له هندوستان څخه د افغانستان ګټل؟ نه بابا، هيڅ امکان نه لري)).
خو د دوى په باب ويلاى سو، چي يا يې پردي ډول ته نڅا خوښېږي او يا د مايوسۍ او کمترۍ احساس دې ته نه پرېښودل، چي يوه شېبه د افغانستان د برياليتوب فکر وکړي.
دوى ګومان کاوه چي هنديان به افغان لوبغاړي د لسو يا پنځلسو دقيقو په ترڅ کي په تراټ له ميدانه وباسي، خو افغان لوبغاړو په زبات ورسوله، چي دې مقام ته په بخت يا دخومار په شېرخط نه، بلکي په خپل استعداد، همت، خواريو او د خولو په تويولو رارسېدلي دي.
که د افغانستان ملي لوبډله د هندوستان له هغې سره د مالي امکاناتو، تخنيکي اسانتياوو، تجربې او په ملي کچه د ملاتړ له مخي سره پرتله کړو، نوخامخا به دې پايلې ته ورسېږو چي د افغانستان لوبډلي ته که لږ اسانتياوي برابري سي انشاءالله ډېره ښه راتلونكې لري.
مالي امکانات:
زه او حکمت سروش لراوبر ويبپاڼي ته د مالوماتو په چمتو کولو بوخت وو، چي د سټاركركيټ ټلوېزون يوه وياند د افغان او هندي کپتانانو د کلني عايد په باب وويل: ((د افغان کپتان نوروز منګل مياشتنۍ تنخا ٣٠٠ ډالره (د کاله ٤٢٠٠ ډالره) ده، خو د هندي کپتان مهيندرا سينګ ډوني کلنى عايد درې سوه کروړه کلداري (شپېته لکه ډالره) دئ)).
له مالي اړخه به يوازي د دوو کپتانانو د ٢٠٠٩ کال د عايداتو پر مقايسه کولو اکتفاء وکړم، ځکه د افغانستان د لوبډلي غربت او پر نست حساب مالي امکانات د ٢٠٠٨ کال د جون مياشتي له هغو لوبو څخه ښه اټکلولاى سو، چي د انګلستان په جرسي ټاپو کي يې په وږي نس اتلولي وګټله.
همدا څو ورځي دمخه په هند كي (IPL) ټورنمنټ د څه كم دوو مياشتو په جريان كي پاى ته ورسېدئ، پر دې پروسه باندي ٤، ١٣ ميليارډ ډالره مصرف راغئ، چي په منځني ډول يې د هر لوبغاړي تنخا ٥، ٢ ميليونه يورو وه، په راتلونكې كال کي به د پيسو دا كچه نوره هم لوړېږي.
يوازې په هند كې ۲۰۰ ميليونه خلكو دا ټورنمنټ پر ټلوېزون په ژوندۍ بڼه كتئ.
تجربې:
هندوستان په ١٧٩٢ کال په لومړي ځل د کرکيټ د لوبډلي خاوند سو، چي په کلکته کي د يوه انګرېز بېړۍ وان له خوا تاسيس سوه، خو د ١٩٣٢ کال د جون پر ٢٥ – مه يې لومړنۍ ټيسټ لوبه وکړه.
هندوستان د کرکيټ د نړۍ والي شورا (آى، سي، سي) دايمي غړى دئ، چي د کرکيټ د هر راز مسابقو (يو ورځنيو او ټيسټ مېچونو) د ترسره کولو حق لري، دې هيواد تر اوسه ٤٣٧ ټيسټ لوبي ترسره کړي، چي ١٠٤ يې ګټلي، ١٣٧ يې بايللي او ١٩٥ يې مساوي کړي دي.
هند په نړۍ والو يوه ورځنيو لوبو کي تر ټيسټ لوبو ښه نوم لري، چي د تر سره کړو بازيو پنځوس فيصده يې ګټلي دي.
هندوستان په ١٩٨٣ کال د کرکيټ د يوه ورځنيو لوبو قهرمان دئ او همدا راز يې په ٢٠٠٧ کال د شل آوريزه نړۍ والو سياليو د لومړني کپ اتلولي خپله کړه.
افغانستان په ١٩٩٥ کال د کرکيټ د فدراسيون خاوند سو، په ٢٠٠١ کال يې ملي لوبډله تشکيل کړه او په همدې کال يې د کرکيټ د نړۍ والي شورا او په ٢٠٠٣ کال يې د آسيا د شورا غړيتوب ترلاسه کړى دئ.
په ٢٠٠٩ کال د يوه ورځنۍ ورلډکپ له امتياز څخه په وروستي پړاو (اول ډيويژن) کي پاته سو، په داسي حال کي چي د ٢٠٠٨ کال د مې په مياشت کي يې له پنځم ډيويژن څخه راشروع کړي وې. له بده مرغه افغانستان د ٢٠١١ کال نړۍ والو سياليو ته لاره پيدا نکړه، خو تر ٢٠١٣ کال پوري يې د او، ډي، آى (نړيوالي يوې ورځنۍ لوبي) امتياز ترلاسه کړ. او په ٢٠١٠ کال د فبروري پر ١٣ – مه يې شل آوريزه نړۍ والو سياليو ته لاره پيدا کړه.
افغانستان تر څلور څلور ورځنۍ يا ټيسټ لوبي کړي، چي دوې يې ګټلي، يوه يې مساوي کړې او يوه يې بايللې ده.
تخنيکي امکانات:
د هندوستان په ٢٨ ايالتونو کي د کرکيټ دپاره پر نړۍ وال سټنډر برابر ٦١ سټډيومونه يا لوبغالي موجود دي، چي هر يو يې نړۍ والو مسابقو ته اماده دئ، د کابل د غازي لوبغالي په څېر ميدانونه خو يې تر حساب تېر دي، خو د افغانستان لوبډله تر اوسه د خپل ورځني تمرين دپاره ځانګړى ميدان نه لري او همدا علت دئ، چي زموږ زياتره لوبغاړي اوس هم د تمرين دپاره پېښور يا لاهور ته ځي.
ملي ملاتړ:
دلته په هندوستان کي له رئيس جمهور او صدراعظم څخه نيولې د هر مذهب او طبقې خلګ (هندوان، مسلمانان، سيکان، عيسويان او بوديستان) ټول که لوى دئ که کوچنى، که نر دئ که ښځه، که ملا دئ که اُمي، که بېسواده دئ که با سواده، که آمر دئ که مامور او بالاخره که خان دئ که غريب ټول په کرکيټ پوهېږي او د خپلي ملي لوبډلي ملاتړ کوي.
برعکس د افغانانو د سر سړي تر اوسه د کرکيټ لوبه د پاکستان په لکۍ پوري غوټه کوي، حتى تر پروسږکاله د افغانستان ولسمشر هم په دې فکر وو.
يوه ملګري مي چي په جمهوري رياست کي کار کوي کيسه کوله، چي د کندهار څو مشرانو له کرزي صاحب څخه د کرکيټ له لوبغاړو سره د مرستي غوښتنه وکړه.
کرزي په تعجب ورته ويل: (( ښه! په کندهار کي هم کرکيټ کېږي؟))
په هغوى خوارانو چي يې بيا تائېد کړه. ده ورغبرګه کړه: ((ملا دې شنه سي، کندهاريان څنګه دا د پاکستانيانو لوبه کوي)).
که څه هم نوروز منګل وايي په وروستۍ ناسته کي چي له ولسمشر کرزي سره يې درلوده، ولسمشر ورته ويلي وو چي ولاړ سئ! نړۍ وال کپ راوګټئ!. خو د کرکيټ له لوبي سره د ولسمشر کرزي علاقمندي له دې څخه ښه معلومېږي، چي ښاغلي عزيزالله واصفي ته د ننګرهار په زړه کي په لسهاوو جريبه دولتي مځکه (ملي شتمني) په يوه فرمان ورکوي، خو د کرکيټ ملي لوبډلي ته يې په دا درې کال د تمرين يو معمولي ميدان هم جوړ نکئ.
نتيجه:
د افغانستان او هندوستان له پرونۍ لوبي معلومه سوه، چي د افغانستان لوبډله د هندوستان، پاکستان، جنوبي افريقا، اسټراليا او نورو په ګډون د نړۍ د لسو پياوړو لوبډلو سره د لوبي کولو جوګه ده، خو يوازنى توپير يې په دې ډګر کي د تجربې نستوالى دئ. کنې د لوبي په مهارتونو کي زموږ نوروز منګل تر مهيندرا سنګ ډوني، حميد حسن تر پروين کومار، شاهپور ځدراڼ تر ظهير خان، اصغر ستانکزى تر يووراج سينګ، نورعلي ځدراڼ تر يوسف پټان، رئيس احمدزى، نبي عيسى خېل، دولت احمدزى او نور لوبغاړي په هيڅ ډول تر هندي سيالانو کم نه وو.
دا چي له هندوستان سره مسابقه په نړۍ واله کچه د افغانستان لومړنۍ لوبه وه، د افغان لوبغاړو زړه ورتيا، د دوى تخنيکونه، احتياط او زغم د کرکيټ د تجربه کاره مبصرينو له خوا هر ګړى په مطبوعاتو کي ستايل کېدئ.
دمخه د افغانستان د لوبډلي په هکله ويل کېده، چي په بالينګ کي تر بېټينګ تکړه دي، خو فيلډينګ يې کمزورى دئ، خو له هندوستان سره لوبي وښوده چي فيلډينګ يې تر بالينګ او بيټينګ ډېر ښه وو.
موږ بايد خپل لوبغاړي د ګټلو پر مهال تشويق او د بايللو پر مهال دلاسا کړو او که د ولسمشر کرزي په څېر د نړۍ وال کپ د ګټلو بې وخته غوښتني ځني کوو، ګومان کوم په لوى لاس خپل لوبغاړي تر اروايي فشار لاندي راولو.
هسي خو د لوبي پر مهال ګټل او بايلل سره تړلي دي، د هيڅ لوبغاړي زړه نه غواړي چي بازي وبايلي، په نړۍ کي هم داسي لوبډله نسته چي يا يې همېشه لوبي ګټلي او يا يې تل بايللي وي.
پرېږدئ چي زموږ لوبډلي پنځوس کلن واټن د شګو او خاورو په ميدانونو کي په وږو ګېډو او تشو جېبونو د درو کالو په جريان کي وواهه، انشاءالله هغه ورځ به هم ووينو، چي له نړۍ والي اتلولۍ سره هيواد ته را ستانه سي.
ټولو لوستونکو ته سلامونه
د کرکيټ د ملي لوبډلې په باب زه او –ښايي- نور لوستونکي تر دې زيات او اصلي معلومات ورنه کړل شي. ښاغلي واحديار د افغاني او هندۍ لوبډلو تر منځ د توپير پروت واټن په ډېر ښه انداز واضح کړى دى او په تېره احساس يې د ستاينې وړ بولم، يوازې په عنوان کې (… دلاسا کړئ) کليمې ما ته يو څه مايوسانه ښکاره شوې، ځکه معمولاً د هغه چا لپاره بايد وکارېږي چې يوه لويه او ناځوانمردانه ماتې يې خوړلې وې، په داسې حال کې چې ما ته افغان اتلان پر دغه پړاو ولاړ نه ښکاري. که هغوى هم مات شوي وبولو، چې لومړۍ تجربه، لومړۍ نړيواله برخه اخيستنه او اوله زورآزمايي يې وه، نو بنګله دېش خو بايد بېخې مړ وګڼو. ځکه هم يې پر نړيوالتوب او د ټسټ سريز په هيوادونو کې پر ګډون دوولس کلونه اوړي او هم يې تر اوسه کومه جهاني لاسته راوړنه، نه ده لرلې. افغان زمريانو خو په خپل نمايش ټوله دنيا حيرانه کړه، په تخنيکي لحاظ يې له هندۍ لوبډلې سره نژدې هېڅ فرق نه درلود او د بايلنې علتونه يې زما په خيال دوه وو، يو د بټس مېنانو له خوا د شارټ پيچ په وهلو کې بې تجربګي او دويم د پچې بايلل. ټولې نړۍ وليدل چې دقيقې ګين غورځونې او زورور فلډينګ يې هندي بټس مېنان دفاعي حالت خپلولو ته مجبور او د سورېش راينا، ګوتم ګمبهير او اېم ويجې غوندې پړانګانو بختونه ور کېچ يا چکه کړل. په پنځلسم اوور کې د هند له خوا د افغان لوبډلې ماتول هم زما په خيال د نوروز منګل غلطه فيصله وه او بايد په هېڅ صورت بالينګ ته راوتلى نه واى، ځکه هغه يو سپېن بالر دى او د مې د لومړۍ نېټې د سنټ لوشيا لوبغالي پيچ د فاسټ بالينګ لپاره ښه جوړ و نه د سپېن هغه لپاره. که داسې نه واى نو افغان لوبغاړې ولې د هربجن سينګهـ په ډليوريانو تاواني نه شول، چې د سپېن بالينګ يو نړيوال متخصص لوبغاړى دى؟ ټولو وليدل چې د منګل په دوو بالونو ډوني دوې غبرګې شپږيزې واخيستې او دوولس منډې مفت و جوت مخکې شو. زما په خپل اند دغه اوور بايد د شاهپور ځدراڼ يا حميد حسن له خوا لوبول شوى واى، ځکه هر يوه يې ښه نتيجه ورکړې وه.
په هر صورت، کله چې دويمه لوبه د بنګلدېش او پاکستان تر منځ ترسره شوه او ومې ليدل چې له دومره اوږدې نړيوالي سابقې سره-سره بيا هم بنګلدېشيان دومره سست او کمزوري وو، نو مې ومنله چې زموږ لوبډلې يوازې د ټورنمنټي قوانينو پر بنسټ ماتې خوړلې او اصلاً تر هر چا بريالۍ ده.
زما د دې اوږدې پړپړې موخه دا وه چې افغان لوبغاړي د تېرې لوبې د بايللو له اړخه دلاساينې ته اصلاً اړتيا نه لري، ځکه تر هر چا ښه ولوبېدل او د افغانانو لپاره خو يوازې همدومره بس ده چې د اصغر ستانکزي نوم او څېره د مخکښو شپږيزو وهونکو په ليست کې راغله. خو که د افغان چارواکو په تېره ولسمشر کرزي بې رخۍ او ناځوانۍ ته وګورو، بايد افغان کرکټ اتلان دلاسا کړل شي او ورته وويل شي چې که پر کرزي غوندې ړندو واکمنانو مو قدر نه شته، هېڅ پروا نه لري، دېرش ميليونه ملت او د هغوى دوعاګانې خو درسره دي او تاريخ هم په ډېر منصفانه انداز درته متوجه دى.
اوس هم د ټورنمنټي قوانينو له مخې دويم پړاو ته د کاميابۍ ډېر عالي چانس لرو، نو دوعاګانې وکړئ چې راروانه چهارشنبه سهيلې افريقا پر ګونډو کړو او ځانونه د سوپر اېټ برخه وګرځوو.
خداى جل جلاله دې غيبي همداسې وکړي
آمين يا رب العالمين!
جبار فراز-کندهار
د سرليک په باب د ښاغلي فراز نظر بېخي پر ځاى دئ، چي يو څه مايوسوونکى دئ، خو دا چي زموږ د لوبغاړو اوله لوبه وه، د بالر په انتخاب کې تېروتني د لوبي روخ بدل کئ، ځکه خو به لوبغاړي، کپتان او روزونکى نه ملامتوو، دلاساينه يې وکړو، هيله ده چي بلي لوبي ته تېروتني اصلاح کړي.
دهندوستان څخه دکریکت لوبه ګټل کیده.
دکریکت دماهرینو په نظر غلطه ده که داسې قضاوت وکړو چې سره له کوششونو بیا هم دا لوبه دهندي لوبغاړو له خوا ګټل کیدو . سره لدې چې هندي لوبغاړو ډیر تجربه او پشت کار لری بیا هم دا لوبه لکه څنکه چې نورعلي تر خپل کابو راوستی وو که دوام پیداکړی وای ګټل کیدو زمونږ زړور او تکړه لوبغاړو هغه لوې ګامونه په دوو کلونوکې اخستي دي کوم چې دنور ملکونو لوبغاړو به دیرش کلونو کې آخستی نشي .
کله چې زمونږ لوبډلې ۲۹/۳ ته پس له شپږ اوورز نه ورسیدل نو د تحقیردنښو امکانات دیو افتخار نه ډک ټیم په مقابل چې څومیلیون لیدونکې وطن داران یې په کلو اوښارونوکې د لومړی ځل لپاره دتلویزیون د څپوله مخې ګوري را ښکاره کیږي. خولکه څنګه چې ویاړ اومیړانه دافغان خلکو په خټه کې ده مخکې کیږي. او د نورعلي د زړه په اخلاص بیټنګ( توپ وهل) دافغانستان دلوبډلو کشتي دډوبیدو څخه ژغوري.نورعلي په ډیر مهارت سره دهغې آزموینې څخه چې ورته په مخ وو کرار کراره دکریکټ داصولو سره سم لوبه جاري ساتي او نیمایې سنچري (پیړی) ته ځان رسوي او پنځوس رنز جوړوي هریو ګزار دنورعلي موفقانه او دکریکت داصولوسره سم دلیدونکواوخلکو له اغیزې او تاثیر نه خلاص دیو کامیاب او ماهرتوپ وهونکی نښانې یې په څیره کې له ورایه ښکاریده په پنځه اوورزونو کې دافغانستان ټیم ښه وځلیدو نورعلي دزیمبابوې سره هم په تمریني میچ کې سنچري جوړه کړی وه ، خو کریم صادق دراتلو نه وروسته لوبه بیا بل رقم کیږي هغه کریم صادق چې پروسکال شعیب اخترپاکستاني فاست بالر يې په یو تمرینې لوبه کې په ګونډو کړی وو وارخطا کیږي .
کریم صادق دپروین کماردلومړنی ګزار په دفاع دپِچ څخه مخکې ووځي .
یو ماهر توپ وهونکی په داسې موکه کې چې دتوپ بینګس وکې په سلوء بالونوکې د پِچ څخه مخکې نه وځي .
دهند لوبغاړي دافغانستان دټیم دهمدې ضعف څخه په استفاده ټول پاتې کسان اوټ کړ اولوبه وګتله. خدای دې وګړي چې دافغانستان کوچ ( لارښوونکی)په دې خامې پوه شوی وی او ټولو ته سمه لارښوونه وکړی ترڅو په بله لوبه کې داکار تکرار نشي له څنګه چې دافغان دټیم لوبغاړو ډیر زړور او زیار ایستونکې خلک دي انشاالله دنووتجربو او تاکتیکونو دزده کولو استعداد لري ډیر زر به دفرست کلاس لوبغاړو ځای ته ځان و رسوي .ومن ا لله توفیق .
سلامونه او نیکې هیلې!
لومړی له واحدیار صاحب نه د زړه له کومې مننه کوم چې تر ډېر زحمت وروسته یې ډېر ښه او په زړه پورې مضمون را برابر کړی او د ډېرو لوستونکو او د کرکټ د مینوالو شکونه یې لیرې کړی دی.
دا حقیقت باید ومنو چې هر نوی شی تر څو چې پښېږي نو وخت او زمان ته اړتیا لری او دې وخت او زمان ته باید ټول صبر وکړي، خو بل روڼ حقیقت دا دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوس هم په کراتو کراتو له بنګلدیش، زمیبابوی او ایرلنډ له ټیمونو څخه تکړه او غښتلي دي.
بله مهمه خبره چې د ځینې افغاني تلویزوني چینلونو نه دغه نړیوال سیالۍ په مستقیمه توګه وړاندې کوي، ډېرې زیاتې نیمګړتیاوې لري، خصوصا د ویاندۍ یا نطاقۍ په برخه کې، زه هیله له دوی نه هیله کوم چې پر انګلیسي چې کوم نطاقان دې لوبو کې خبرې کوي هم هغه کټ مټ که نشر شي ډېره به ښه وي، ځکه چې هغوی د کرکټ تکړه او هوښیار لوبغاړي دي او د افغانستان د لوبغاړو او ټیم په اړه ډېره ښه او رښتنې تبصرې او وړاندېزنه کوي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لابریاوو په هیله
da larbar da day kimati malomato sa deer manana waqeyaa deer mofeed malomat mo warkral staso ghoni pa wattan maino khalgo gham de allah na ra wini.za ba delta yaw bala jomal hom war izafa kram chi hagha da da sara laday chi hindu team da cricket 200 kalan tarikh lari aw 450 wara yawazi test bazi karay day sara la dona ozd tarikh aw tajribay aw mali wa nashriyati saport aw don dona ghat noom aw mashortiya biya ya hoom wa nasway kawaly chi da afghan team pa mqabil 50 ya nisf centurey jorah kri magar ba ghairta afganano wo shodala chi afghanan na wazi da jang qahraman di balki da qaallam scince aw sport pa maidan hoom ter cha shat na de.pa