دساړه ژمي یوه سړه ورځ وه دکلي دځوانانو هم لکه چې نورپه کورونوکې زړونه تنګ شوی و دوي ټول دجمات له خادم سره دجمات په تودولو بوخت و . جمات خوتودیده خوورسره ورسره د جمات د انغري په غاړه دځوانانو بانډارهم په تودیدو شو . مامې هم خپل کوچني لاسونه په داسي حال کې چې خپل خړڅادرمې کلک تر غوږنوتاو کړی و ورو ورو دجمات انغري ته ورنیزدې کول . مامې لاخپل لاسونه دانغري سرته نه و رسولي چې دجان باز دراتلو سمښت شو موږلاخپل مخونه د وره په لورسم نه و وراړولي چې هغه دجمات دالان ته راننوت .
جان بازخپل ځان په یوتورڅادر کې داسي نغښتی و چې یواځی سترګې یې ښکاریدې څادریې له واورې سپین اوښتی و موږټولو له روغبړنه وړاندي دانغري غاړه ورته خو شې کړه هرچاترینه دخیر پوښتنه کوله .
هغه چې ترځان تاوڅادراودبګړۍ شمله له مخ اوخولې څخه لري کول وویل : هو خیر دی مه وارخطاکیږئ ! تللی وم دوستې مې کړه هو رښتیا مبارکي راکړئ چې کشري ورور یوسف ته مې کوژده وکړه دمبارکۍ اوازونو له هرې خواڅخه د دالان په زړه کې ګوړنجې خپرې کړې خو ورسره داپوښتنې هم وشوې .
یوسف ته ؟
یوسف خو بیخي ماشوم دی هغه ته دې څنګه کوژده وکړه؟
خو دجان بازمغروري خندا په دغو پوښتنویوڅه سیوری وغوړاو چې خندایې خلاصه شوه نو وویل هم دامې غوښتل چې په هم دې ماشوم توب کې یې پښوته دوریښمو زولنې ورواچوم . ژمی تیرشو پسرلی ورپسي اوړی هم په تیریدوشو اومنی راغی .
هغه یوه ټپه ده چې وایې :
پسرلی تیرشو منی راغی
نجونې ودیږي ځوانان بل وطن ته ځینه
هو په شا اوخواکلیوکې دودونو اوډولونو شپې اوورځې وې هرچاخپل ناموس راخوندي کاو جان باز هم خپله وریندار هوسۍ یوسف ته راواده کړه .
دهوسۍ دواده څومیاشتې لانه وې تیرې چې دبرکلي په خلکوکې ګنګوسې خپرې شوې هو دهوسۍ اودجان باز ترمنځ دنامشروع اړیکوګنګوسي دهرچاخپل ان اوخپله خبره چابه ویل چې هوسۍ لادپلارپه کور په لمن درنه وه .
چابه ویل : چې هوسۍ ملامته نه ده ملامت خو جان بازدی چې یوه سترپیغله یې واړه ماشوم ته راواده کړه او چاخوبه لاداهم ویل چې نه نه دجان باز له لویه سره نیت خراب و کنه نو ولې یې دادغره غوندي پیغله یوو ماشوم ته راوده وله . یوه رښتیا اوسل دروغ هیچاد چا په خولو لاس نه شو نیوای ، هغه دچاخبره چې دښاردروازې تړلې کیږي خودخلکو خولې نه بندیږي .
هغه خلک چې په حقیقت خبرو هغو یوبل څه ویل هغوي هم هغه خبرې کوله کومه چې هوسۍ دټیپ په یوه کیسټ کې ثبت کړیې وې .
هوسۍ دټیپ په یوه کیسټ کې ویلې و چې زه بې ګناه یم ،په دې کې زما هیڅ ګناه نه شته . جان باز زه دې ګناه ته په زوره اړویستلم. ما دهغه په دې وحشت دهغه ټوله کورنی خبره کړه خو هغوي زما مرسته ونه کړه هغوي زما په مظلومیت سترګې پټې کړې .
اې خلکو زه بې ګناه یم دخدای په خاطر په ماباندې رحم وکړئ دهوسۍ دااواز چې په کیسټ کې یې ثبت کړی و لاهیچا نه واوریدلی .
یوه ورځ دیوو بل ساړه ژمي په ساړه سهارکې دهوسۍ مړی دیوې شیلې په غاړه دکلي شپنو وموند . څوورځې ورسته جان بازدخپلې تهمتي لمنې خری د یوو داسي پاک نفسه اوغریب زلمي په جامو وروشیندل چې چایې تصورهم نه و کړی .
هغه غریب زلمی یې له هوسۍ سره دبدلمنۍ په تور وواژه اوخپل ځان یې هم له تهّمت څخه خلاص کړ اوهم یې دهوسۍ دکورنۍ له دښمنۍ څخه وژغورو .
په ظاهره خو ډیرو خلکو دهوسۍ دثبت شويوخبرو داوریدوهڅه وکړه اوډیرودهغې ثبت شویې خبرې واوریدې خو دافیصله لاتراوسه چانه ده کړیې چې هوسۍ څنګه وه .