کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دکندهار له باتورو فرهنګیانو څخه مننه

دکندهار له باتورو فرهنګیانو څخه مننه

۰۵ـ۰۴ـ۲۰۱۰ موږ بایرن مېشتي افغان فرهنګیان دقندهار په فرهنګیانوویاړو چې هلته یې له حامدکرزي سره ونه لیدل، دا د دوی دجدي غبرګون اولوړ همت څرګندونه کوي . د قندهار فرهنګیانو د ښاغلي محمــــدیار یار په مشري پخوا په کابل کې له حامد کرزي سره لیدلي و، دوی هر اړخیزې ستونځې کرزي ته ورپه ګوته او هغه ورته ډېرې وعدې ورکړې وې خو له بده مرغه چې یوه یې هم تر سره نه کړه . نږدې یوه لسیزه کیږي چې دنوي استعماردېوانو زموږ په غیرتمن ولس او پاکه خاوره داسې یوڅوک وتاپه چې دخپل قام اوهیواد دسختې تباهي اوذلت سبب وګرزېد . حامد کرزي په خپله دوره کې کله دمصلحت او کله د سولې او امن د ټینګښت په پلمه هغه غله او داړه ماران له ځانه تاو او ونازول دکومو چې لا تر اوسه پورې زموږ د مظلوم ولس په وینو زامې لړلې دي . دا جنګي جنایتکاران نه تنها په معنوي لحاظ حامد کرزي په پښو ودرول بلکې له مادي اړخه یې دومره لوړ کړل چې اوس زموږ دهیوادپه سرنوشت هرډول لوبه چې وغواړي کولای شي ، همدا راز د دیموکراسي په نوم راغلو نابللو زموږ دولس لاس او پښې داسې ټینګ وتړل چې خلاصون یې تر ډېرې مودې پورې ناشونی بریښي . څه چې موږ فرهنګیان نن ورځ کولای شوهغه دهمت ناره ده مانا هرځای چې اوسوبایدپه سـولیز ډول دخپل حق غوښـتنه وکړو همدا کار د ښکلي قندهار فرهنګیانو وکړ چې موږ یو ځل بیا ورڅخه د زړه له تله مننه کوو، له نورو فرهنګیانوڅخه هم داهیله کووچې ورته ګامونه اوچت او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې خپل سـولیز غبرګونونه وښيي . موږ د زور، جنګ اووحشت له لارې هدف ته رسېدل محکوموو، موږ فرهنګیان دسولې اوزغم لار دانسانیت او بریالیتوب لارګڼو . باید زیاته کړو چې دقندهار دمېړنیو فرهنګیانودا مهم تاریخي ګام به د تاریخ په زرینو کرښو کې ثبت شي . په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه

تبصره نسته

1. زه هم پخپل وار سره دهغو کندهاري فرهنګيانو څخه د زړه له کومي مننه کوم چي دکرزي غونډي ته ورنغله ځکه چي دا فرهنګيانو دا ټولي ستونزي کرزي ته په ګوته کړي وې د يوه فرهنګي څخه مي پوښتنه وکړه چي کرزي ته ورغلي وې که يا هغه راته وويل چي يا په کمه خوشحالي کښي ورغلي واي دا چي دى وايي زه غواړم د کندهاريانو ستونزي د نژدې وګورم موږ په ارک کښي يوه هفته ورته تېره کړه او دا ټوله ستونزي مو په ليکلې بڼه ورکړې او پر هر ستونزه مو په ساعتو ساعتو خبري وکړې او اوس دې بيا غواړي چي د کندهاريان و غولوي او خطايې باسي نو ځکه نه ورغلم.

2. دکندهاردټولوفرهنګیانوسه دزړه له کومی مننه کوم که موږټوله همداسی ورته په یوه صلاح شو انشا ءالله چی دافغانستان مظلوم اولس به له دی کړاوونوخلاص شی بیاهم له دی بهادروننګیالوسه یوجهان مننه کوم همیشه موخدای (ج) آبادلره

3. بسمل صاحبه سلامونه او احترامونه مو ومني
وروسته زما به نظر شه به دا واي جي دلوي قندهار فرهنيكيانو يوحل بيا هم له حامد كرزي سره ليدلي واي او خبلي او دبشتون ملت ستونزي يي ورسره شريكي كراي واي تر خو دا مظلوم ملت له دي ناخوالو خخه دي دوي دي كوششونو به بركت خلاص شي.
دا زما شخصي نظرده
عبد الرحيم خان – بكتياوال

4. زه هم له خپلوهم سفره وروڼونه دزړه له تله مننه كوم چې دې تشريفاتي غوڼډي بلنليك يې څيري ويري كړ.
خودحيرانتياخبره داده چې ځينوهغه كسان چې دفرهنګيانوپه نوم ځانونه معرفي كوي ډېري هلي ځلي وكړي چې له كرزي سره وويني خوزمادمعلوماتوله مخي پردې ونه توانېدل چې يوځل بيادكرزي په وړاندي خپله سپېره څېره څرګنده كړي
په درنښت

5. دکندهار فرهنګیانو ښه کار کړی
حامد کرزي تیر کال په کابل کې دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر غړو ته بلنه ورکړې وه چې ورسره وګوري خو موږ پښتنو میرمنو لیکوالو له هغه سره له کتو څخه ډډه وکړه
ځکه هغه دوطن دښمنانو جنګسالارانو ته ډیر میدان ورکړ او نن دادی دده له لاسه غل عبدالله ځان دده سیال بولي او فهیم یې معاوین دی حال داچې دوی باید لا پخوا په دار ځړول شوی وای
نعیمه دمیرمن بهیر غړې

6. ښاغلی عبدالرحیم خان پکتیاوال !
دا ستاسوخپل نظر دی تاسو حق لرئ ، خپل نطر ووایاست خوپه کرزي حساب کول نوره ګناه ګڼل کیږي که تاسو دنعیمې سلیمي خو تبصره په غور سره ولولئ نوتاسو به زما ځواب پکې نغښتی وګورئ .
نور مو وخت نه نیسم الله پاک مو مل

نعیمه سلیمي ١٧ / ١ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-04-06 06:56:10 زېږديز
دکندهار فرهنګیانو ښه کار کړی
حامد کرزي تیر کال په کابل کې دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر غړو ته بلنه ورکړې وه چې ورسره وګوري خو موږ پښتنو میرمنو لیکوالو له هغه سره له کتو څخه ډډه وکړه
ځکه هغه دوطن دښمنانو جنګسالارانو ته ډیر میدان ورکړ او نن دادی دده له لاسه غل عبدالله ځان دده سیال بولي او فهیم یې معاوین دی حال داچې دوی باید لا پخوا په دار ځړول شوی وای
نعیمه دمیرمن بهیر غړې

7. د افسوس خبره ده چي فرهنګيانو هم دروغ پيل كړل. تر كومه ځايه چي زه خبر يم هيڅ فرهنګي ته له كرزي سره د ليدلو لپاره بلنليك نه دى لېږل شوى. همداراز هغه فرهنګيان چي له كرزي سره ئې ونه ليدلاى شول د كرزي په وړاندي پوزه نه لري ځكه هغوى د څو روپيو په مقابل كي د كمپاين پر مهال كرزي ته هغه سپكي سپوري ويلي وې چي د اخلاقو له دايرې ډيري وتلي وې. په داسي حال كي به په كوم شرم او كوم مخ له كرزي سره د ليدلو لپاره ورځي. له هيوادوالو مي هيله ده چي له قضاوت نه وړاندي حقيقت ځان ته معلوم كړي.

8. ښاغلیه زرین؟؟
نه دې ځای مالوم دی او نه دې نوم د پېژندګلوي دی صرف دومره پوه شوم چې له افغان دښمن کرزي سره دې تړاوشته په هر صورت دا ستاخپل کاردی خو دومره درته وایم چې فرهنګیانو ته توهین مه کوه تا ته یې څه بد در رسېدلي دي چې بیا آن دهغو جعلي ټاکنو تر تورو تیاروپورې رسېدلی یې؟
هغه د ټولټاکنوخبرې دپام وړ نه دي خو راشه چې نن دا ستا کورزی پخپله اشرف غني احمدزي ته غوړه مالي کوي که نه یې منې نو بیا ته په هیڅ هم خبر نه یې هسې خوشی … یې.

9. غازي وروره له خدايه هدايت درته غواړم.

10. زرینه؟؟
ته په لیکنو نه ارزې بس قال سلام

11. to all those brothers who don't have the real info… about these literatures who rejected to meet president Karzai : dear broth.. the reality is that these people are fully effected by some foreign media and politics , they actually don't know honesty of there leaders , as they always criticizing Karzai , and the people who don't know any thing about Afghan politics they are out of the seen like you people living in london , hollond and sm where else also give their statements in the favor of these sm dishonest and foreign effected people especially from pakistan . but unfortunately you don't know one clear reality that in this modern history of Afghanistan Hamid Karzai is the most brave, honest and suitable president the works or prosperity he brought to afghanistan don't have any similarity . so try to support your honest leader such as the national symbol unity of afghanistn (Karzai) in their life not after their death ;

12. to all those brothers who don't have the real info… about these literatures who rejected to meet president Karzai : dear broth.. the reality is that these people are fully effected by some foreign media and politics , they actually don't know honesty of there leaders , as they always criticizing Karzai , and the people who don't know any thing about Afghan politics they are out of the seen like you people living in london , hollond and sm where else also give their statements in the favor of these sm dishonest and foreign effected people especially from pakistan . but unfortunately you don't know one clear reality that in this modern history of Afghanistan Hamid Karzai is the most brave, honest and suitable president the works or prosperity he brought to afghanistan don't have any similarity . so try to support your honest leader such as the national symbol unity of afghanistn (Karzai) in their life not after their death ;

13. buy viagra (8^zўxf6r,buy viagra cheap i{O–Tt‹•A, viagra 100mg ЌGU^—…I9.Ћ,viagra 100mg ЏI“*OuUQu,cheap viagra …;@}lљE„Ѓg,generic viagra BЂH©pЈG„њ,viagra online fM0H-@Њ},buy viagra cheap x]=y‹8AJZ,buy viagra |Ђ”p‰”oE],cheap viagra hu.€8Ќ†,,viagra 100mg )ЂwC˜G +A,

14. generic viagra pћ–h‚pgP—,cheap viagra 4„¦Ѓ@‹0\, cheap viagra ^6s—W‘e¦,,buy viagra cheap g…n:6G}J¦d,generic viagra mM*Љp†Љs5],generic viagra -bW,Ve4‡,generic viagra a>,Џ0=pўU,buy viagra online BbA0љn{‹Fk,generic viagra c;¦+P3l”N\,viagra Nv†Ў7:p‹¦>,generic viagra c6-{yiS<,