وايې د دوه کسانو کوژدن سره وشو ، چې ښځه بسوګې نوميده او سړی جانان يو په يوکلي کې اوسيده او بل په بل کلی کې؛ خو په دغه
. کوژدن باندې بيخي ډیر وخت تير شو
کله به چې وادۀ تیار شو یا به کلی کې څوک مړ شو ؛ یا به کومه بله لانجه را پیدا شوه بیا به د دوی وادۀ پاتې شو
د کلي ملکانو هم نۀ غوښتل چې د دوی وادۀ وشي ؛ ولئ چې کوژدن کې د ريبارانو او ملکانو ډیر سات تیر وۀ
بیا خصوصا دژمي شپوکې به یې بیخې ډیر سات سره تیر و ؛ جانان به چې د لڼډون لپاره دوی بسوګۍ ته ورولیږل ، ریبارانو به ورته ویل
جانان وايي زه خو وادۀ نکوم اوس خو بسوګۍ هغه پخوانۍ بسوګۍ نده ډیره زړه شوې دۀ چې
بیرته به جانان ته راغلل او ویلې بې بسوګۍ وایئ زه خو وادۀ نه کومه ؛ زه به وادۀ هغه وخت کومه چې ماته جانان ښه کالي اوګاڼې راوړي ؛
جانان به ډیر سخت په غوسه شو او ویل يې : تاسو دې ژمي ته وګورۍ د بسوګۍ دا غټوخبرو او پرمایشاتو ته وګورۍ ؛ يوې خوانه ژمی دی
کار نه پیدا کیږۍ ! زه څه وکړم !
د بسوګۍ له لاسه يوه ورځ جانان ډیر بې صبره شو ؛ او په پټه پټه بسوګۍ ته ورغې او ورته وویل و بسوګۍ دا تۀ څه کوې ؟
لږ خو زما دې غریبۍ ته وګوره يوۍ خوانه بیکاري ده بلې خوانه ژمی دی او بل ستا داغټو غټو پر مایشاتوته وګوره
زه له کوم ځایه دومره ډیر شیان درته راوړمه زه څه وکړم ۰؛۰خو باد له ډیرو خبره اترو جانان او بسوګۍ په دې پوهه شول چې ریبا ران اوملکان
دوی ته هر وخت دروغ وايي ؛ او خپله ساتري په دوی کوي نو بسوګۍ غږ وکړ چې وجانانه دا خلک تاته يو کي ماته بل کي ؛ تاته يوڅه وا يي
اوماته بل څه ؛ اوس خو دا لانجه سره خلاصه شوه؛
يوه بله لانجه را پیدا شوه چې بسوګۍ او جانان يو بل سره ولیدل ؛ ولئ مخکې له دې نه دوی له يوبل سره هیڅ کله نه و لیدلي او دا يې
اولین دیدن وۀ د جانان او بسوګی؛ خو جانان چې ولیده بسوګۍ ډیره زیاته زړه ده ؛ نو ډیر زیات خپه اوغمجن شو
ولئ بعد له دغه دیدن څخه جانان ډیر چوپ او ارام و ؛ډیرۍ زیاتې خبرې بې نه کولې هرچا به چې پوښتنه ورنه وکړه جانانه څنګه ئې ده به
ورته ویلې تبۀ مې ده سرمې خوږيږي ؛ هم دا يوه خبره بې کوله اوبل به یې هیڅ نۀ ویلې
ولئ ملکان او ریباران په دغه خبره نه پوهیدل چې دا جانان ولې هر وخت وايي تبۀ مې ده او اوس ډيرۍ د وادۀ خبرۍ نکوې ؛
چې دا به څه چل وي ؛ خو ملکانو او ریبارانو دا پکرکاوه چې بسوګۍ اوجانان ډیرساده اومسلمان خلک دي .هیڅ کله به دوی مخکې له وادۀ نۀ
يو بل سره ونه ګوري د جانان دغې تبې ملکان او ریباران ډیر حيران کړي وو ؛
خو يو وخت راغی چې جانان او بسوګۍ دغۀ وادۀ ته غاړه کیښوده او وادۀ یې شروع شو
د نکاح په شپه له بده مرغه ؛ خلکو د سا تیرۍ له لپاره د نکاح شاهیدان په تیږو ویشتل چې يو ناڅاپه بسوګۍ په تیږه ولږيده او بې چاره
بسوګۍ مړه شوه ؛۰۰؛ خلکو په ډیره ورختايۍ سره غږ وکړ چې اله خلکو بسوګۍ مړه شوه
ولې غمجن جانان په ډیره راحتۍ ؛ او خوشالۍ ؛ سره غږ وکړ چې بسوګۍ مړه شوه زما تبه هم وشکيده ؛۰۰؛
ابۍ مړه تبه شکیدلې۰۰؟
و جانانه تاته يو کی ماته بل کي۰۰؟