کور / نثر / سرطان

سرطان

د اونۍ منځ وو د زړه غوښتنه مې دا وه چې د ملګرو سره په چټ کې خبر ې وکړم کله چې آ ن لين شوم درې پر له پسې سلامونه او يوه ملګري مې د تير په شا ن ډيره بې با که خبر ليکلې وه.
خو ما يې وار له بل ملګري نه واخست د ځوا نۍ شوخې خبرې مې پر له پسې ور وليږلې پس له ۵۹ ثانيو نه ډير نا هيلي ځوا ب را وليږل شو.
((نا ځوانه زه مريض يم ته داسې خبرې ليکې ))
د خبرو د ډيرولو لپاره مې د ټوکې په ډ ول وليکل مريض يې ؟ څه د خدا ي فضل دي چې ملا ريا نه يې .

همدا خبرې وې چې ملګري مې په ډيره عاجزۍ بيا ليکلي وو دوعا را ته کوه زه خو سرطان يم ! ددې خبرې د اوريد و سره مې د اوږو وښتان ژوندي شول! ډير خفه شوم په تکرار مې وپوښتل دا هر څه رښتيا دي ؟
((هو قسم کوم چې سرطا ن يم سبا اوو نيمې بجې هند ته ځم ورور مې را سره دي دوعا کوه ياره په سلو کې ۳۵ سلنه امکان د رغيدو لرم ))
سرطان هغه نا ځوانه ناروغي ده چې آ ن د مرګ زيري دې مخ ته ايږدي، ملګري مې مرګ په خپلو سترګو ويني په اړه يې را ته ډير سوچونه ودريدل.
يو ځل خو يې بايد ليدو ته ورشم په موبايل کې مې يې روشن شميره ووهله خو د موبا يل سر طان خاوند ځوا ب را نه کړ نور هم خفه شوم، ځکه خبر وم چې د ۲۳ ور ځو په منځ کې يې واده دي .
بيا يې د انشا يي او ګرامري غلتيو ډ ګ ۶۰ توري پر له پسې را وليږل.

((ياره زه مړ کيږم نورې خبرې نشم کولا ي عصاب مې هم سم ندي ګونګ شوي هم يم يواځې ليکل کولاي شم د خبرو لويد لي يم همدا اوس چې تا ته ليکل کوم ترسترګو مې اوښکې روانې دي نور څه نشم ويلي ورور چې مې را غي در ته به زنګ ووهي په کا غذ به دې شميره ور ته وليکم ))
په سپين قران قسم کوم! چې په دې شيبه کې زما هم اوښکې بې اختيا ره شوې ملګري ډير خوا ږه وي.
سهار چې مې په دفتر کې د ملګرو سره څومره ټوکې کړې وې مازديګر هر څه په ستره خوا شنۍ بدل شول، د ومره مې زړه راډګ شو چې چا ته به مې وکتل سترګې به مې اوبه زنې شوې څو ځله مې د د نيا د مشهورکمېډي او خندونکي لوبغاړي چا رلي چا پلن خبره را ياد شوله.
هغه وايي ((زه په باران کې تګ ځکه خوښه وم چې څوک مې اوښکې ونه ويني ))
خو ما د باران په ځاي مخ ته يوه لپه اوبه وا چولې ، هرڅومره چې مې ځان د دې لوي غم نه ليرې کوي خو د زغم حوصله يې نه وه.
بيا مې زړه نه صبرې دي استليژ ته کيناستم په ډيرو خوږو کليمو مې وليکل د زړه سره يو ځل دې ځا ي را ته و ښه يه چيرته يې زه همدا اوس در ځم چټک ځواب يې را کړل

(( ما ته نه ما لوميږي چې کوم ځا ي دي خو دومره پوهيږم چې دولتي ځا ي))

سم د لاسه مې د اطلا عاتو او کلتور وزارت ته څيرمه سپين زر دولتي هوټل سترګو ته ودريدﺉ بيا مې رايا د شول چې په تير ۲۰۰۹ کا ل کې خو زه او همداغه ملګري چې اوس د سرطان ناروغۍ نيولي په دې هوټل کې پنځه شپې پا ته شوي وو، هلته خو د انټر نيټ اسانتيا نه وه ؟
هرڅومره چې مې فکر وکړ درک مې نشواي ايستلي چې چيرته به وي خفګان يې بد اغيزمن کړم ۳:۵۹ ثانيې وې د رغتيا غوښتنه مې د زړه د تله ور وليږله .
ورستي ځواب يې ليکلي وو ((که مړ شوم قبر ته مې راشه د خدا پامان))

نور همکاران موټر ته ختلي وو د د فتر موټر يواځې ما ته ما تل وو کمپيوټر مې بند کړ د څلورو بجو ورسته کارونه مې ټول پريښود ل په ستوني کې مې خفګان غوټه وو کور ته را غلم .

د لږ ارام ورسته مې د بل ملګري حذب الله خا موش زنګ را غي تر پوښتنې ورسته مې ورته وويل په ګل احمد خبر يې ؟ نه ولې څه خبره ده ! بچاره سرطان دي سبا هند ته ځي سخت پرې خفه يم خبر يې را پرېکړه په ځانګړي انداز يې وويل لږ مخکې مې په دفتر کې تر څنګ ناست وو دې ور ځو کې يې واده دي ستر در واغ يې در ته ويلي