په كوټه كي د شال پښتو ادبي بهير له پلوه اونيزه غونډه وسوه
نن د زيارت ورځ چي د مارچ د مياشتي له ۱۸ سمې نېټې سره سمون خوري په كوټه كي د شال پښتو ادبي بهير له پلوه يوه ادبي او تنقيدي غونډه د خان زمان كاكړ په مشرۍ كي وسوه.
په دې غونډه كي چي عطاسايل د قرآن كريم په مقدسو اياتونو سره پرانيسته او د كوربه په توګه ورسره ځوان شاعر صلاح الدين ابدال ناست و او د دې غونډي چي اغا جان همدرد يې د نظامت چارې پر مخ بېولې مشر مېلمه شاعر ليكوال او صحافي ښاغلى سعيد زابلى و، دا غونډه چي د دستور سره سم په دوو برخو وېشل شوې وه په لومړۍ برخه كي د شاعر او ليكوال عين الدين لمبه په ادبي ليكنه باندي كره كتنه وشوه او په دويمه برخه كي ازاده مشاعره وشوه، په دې غونډه كي د سوهېلي پښتونخوا له ډېرو سيمو څخه راغليو په لسګونو شاعرانو او ليكوالانو ګډو ن كړى و، د غونډي مشر ښاغلي خان زمان كاكړ په خپلو خبرو كي وويل چي: د خپلې ژبي او ادب لپاره لا زيات كار ته اړتيا سته، تر دې چي له يو او بل سره اختلاف وكړو بايد خپلو كارونو ته دوام وركړو چي خپله ژبه او خپل ادب مو غني او سياله سي، دا غونډه چي ماپښين په درې نيمو بجو پيل او له څو ګنټو دوام څخه وروسته ماښام ناوخته پاى ته ورسېده.
نن سباکې که وغواړو یو پښتونیستان شو.په هر ځای کې باید په خپله
پښتو ژبه خبرې وکړو.خپل خپلوان او کوم پښتو ن چی په مخه راځي
دخپلې ژبې ایستیمال کولو ته وهڅوو. ژ به اسانه کړو هغه کوم عربي توري چی له عربي څخه پښتو ته راننه وتي باید لیرې کړل شي