کور / خبرتیا او پيغامونه / دمطيع الله اباسين د مور د فاتحې خبرتيا او پيغامونه

دمطيع الله اباسين د مور د فاتحې خبرتيا او پيغامونه

په خواشينۍ سره مو خبر درلاسه كړ، چې د ځوان ليكوال او لرغونپوه مطيع الله اباسين مور بي بي د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېده.
مور يو نه پيدا كېدونكى نعمت وي؛ خو داسې ميندې چې د هېواد او كلتور پالونكي بچيان يې روزلي وي، د خپلو بچيانو په هلو ځلو كې يې نوم تل ژوندى وي او هر وخت يې د هسك په لور د لاسونو لپه كولو پر وخت هغې ته له خولې دوعاوې وځي.
خداى بښلې مور ته ټول شمال ميشتي فرهنګيان د جنت دوعاوې كوي.
همداراز د دغې سيمې د ادبي بهيرونو غړي او د خپرونو چلوونكي له ښاغلي اباسين سره د خداى بښلې مور بي بي د مړينې په وير كې ځان شريك بولي.
ارواښادې ته د جنت او ښاغليو اباسين، خالد او درنې كورنۍ ته يې د صبر غوښتنه كوي.

— —————————————————————————————–
پيغامونه :
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې د ليكوال اوژورنالست مطيع الله اباسين اوخالد نجيم مور بي بي په حق رسېدلې ده . انالله و انا اليه راجعون خداى بښلې بي بي ته فردوس جنت غواړو او درنې كورنۍ ته يې د جميل صبر اونعم البدل هيله كوو . د خداى بښلې جنازه پخپله پلرنۍ هديره كې خاورو ته سپارل شوې او فاتحه يې د شنبې پر ورځ د وري په اوومه، ماسپښين له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو پورې په كابل كې اخستل كېږي . پته : خوشال خان مېنه ، پنځمې حوزې ته څېرمه كويټي جومات ۰۷۷۷۲۱۱۰۰۶-۰۷۰۰۳۹۰۰۸۰
شمال ميشتي فرهنګيان د اباسين په غم غمجن دي

تبصره نسته

  1. اباسىن صيب ددې درانه غم د زغملو لپاره درته له لوى خداى نه د صبر او توان غوښتنه کوم. مور د خداى هغه لوى نعمت دى چې له دنىا تلل يې د انسان د ژوند د خوښيو يوه برخه کنډوېږي، خو له دې امله چې موږ مسلمانان يو او مرگ حق بولو، تمه لرم چې ته هم دخپلې مور بي بي ياد په دعاوو او نيکو کارونو وکړې.
    زه ددې خبر په اورېدو په ريښتينې توگه خواشىنى شوم او په غم کې دې ځان شريک بولم. خداى دې مور وبښه او تا ته دې هم خداى صبر او اجر درکړي.

    کابل/ حقمل

  2. په ډېره خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه كړ چې د ليكوال اوژورنالست ښاغلی مطيع الله اباسين مور بی بی په حق رسيدلې ده
    انالله و انا اليه راجعون
    زه په دغه دروند غم کې ځان شريک بولمه مرحومې ته دخداې(ج) نه دفردوس جنت غواړمه او کورنۍ ته يې صبر جميل

  3. دپيٍاوړي لیکوال مطیع الله اباسین دمور بی بی په اړه دخواشینۍ پیغام!
    په ډیر تاسف سره مو خبر ترلاسه کړه چې دپیاوړي لیکوال اوژورنالیست مطیع الله اباسین مور بی بی د ورپیښې ناروغۍ له امله دحق نارې ته لبیک ویلې.
    انالله و انا الیه راجیعون
    ګرانه تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته دجمیل صبر غوښتنه کوو او موربی بی ته مو دلوې څښتن خدای ج په دربار کې د دعاء او بښنې لاسونه لپه کوو.
    په درنښت
    ادم خان سیرت

  4. دلراوبرپه انرنيټ پاڼه کې مو دليکوال اوژورناليست اباسين صيب دمور دمړېني پيغام ترسترګوشو،په رښتيا چې په لېدوسره يې لومړى ډير خپه شوم اوبېرته خوشحاله په دې شم چې خداى بښلې داباسين په څېر بچى لري ځکه وايي دسړي له مرګه څڅه وروسته ددريو شيانواجراوثواب مړي ته رسيږي چي يوهم له هغوڅخه دصالح اولاد پاتې کېدل دي.
    په هرصورت موږ دښاغلي مورته د اجر اعظيم ،فردوس جنت ،ده اودده کورنۍ اودوستانو ته يې دجميل صبر غوښتنه کوو.
    او په دغه وير کې ځان ورسره شريک ګڼو.

  5. ښاغلی اباسین صاحب
    په خواشینۍ مې خبر ترلاسه کړ چې پتنمې بي بي مور سترگې له دې نړۍ څخه پټې کړې، داسې یوه نیکمرغه او پتمنه مور چې په خپلو الهامي ملکوتي مورنۍ للو ېې تاسو په خپلې سپیڅلې غیږ کې وروزلاست. لوی څښتن دې هغې ته هغه نړۍ نیکمرغه وگرځوي او زه خپل ځان په دغه ویر کې له تاسو سره گډ بولم. لوی څښتن دې تاسو او ستاسو د پتمنې کورنۍ پاتې غړو ته د زړه صبر در په برخه کړي. آمین

  6. ښاغلي خټګر ته د لراوبر يادونه :

    کومه ليکنه چي تاسو لراوبر ته د اړيکو له لاري راوليږئ تر موږه رارسيږي . کله چي يې تاسو د پاڼي پر مخ ونه وينئ معنا يې داده چي ليکنه مو په لراوبر کي د خپريدو وړ نه ده .

    په ډير درناوي له تاسو هيله کوو چي د لراوبر د تبصرو له برخي ناسمه ګټه مه اخلئ ، که تاسو د لراوبر د اصولو خلاف عمل وکړئ نو بيا ستاسو او د هغه چي تورونه مو پر لګولي دي فرق څه سو ، ځکه تاسو اصول ماتوئ او بيا په ليکنه کي پر يو بل چا تور لګوئ چي اصول يې مات کړي دي .

    که تاسو له خپل ولس ، ژبي او کلتور سره مينه لرئ ، پر نورو د نيوکو او تورونو پر ځای پخپله خپل قام ته د خدمت په لاره کي ګامونه پورته کړئ .
    پوهان څه ښه وايي :
    له تاريکيو ( تيارو ) سره د جګړې پر ځای يوه شمعه بله کړئ !

    په درناوي
    عبدالله احسان
    په (لراوبر) کي ستاسو همکار

  7. ډير ګران ورور مطيع الله اباسين صاحب

    ستاسو د خداي بخشلي درني مور د وفات په خاطر د خپل ژور خپګان په ښودلو سره،متوفي بي بي ته د الله پاک له دربار نه د فردوس جنت او تاسو او د کورني ټولو محترمو غړو ته مو د جميل صبر استدعاکوم٠

    حسن بيژن-هامبورګ-جرمني