د سوات په مينګوره كې د تيرې دوشنبې (۲۲ فبروري ۲۰۱۰) ځانمرګي بريدهغه برتانوۍ مېرمن هم ووژله، چې څو کاله مخکې مسلمانه شوې وه او د سوات له يوه اوسېدونكي سره يې واده كړى و.
برتانوۍ بلينډه ګارډينل نژدې دوه كاله وړاندې د سوات له يوه ځوان يحيى خان سره چې په برتانيه كې اوسېدى واده كړى و.
نوموړې تر واده وړاندې اسلام منلى و او پر ځان يې آمنه خان نوم ايښى و، پنځه څلوېښت كلنه آمنه خان په برتانيې كې د يوه روغتون كاركوونكې وه.
يحيى خان تر واده وروسته پاكستان ته راغى تر څو خپله مېرمن راوغواړي، او دلته د هغې د راتګ لپاره د سندونو او كاغذونو په جوړولو لګيا شو، دا د هغه مهال خبره ده چې په سوات كې د طالبانو پر وړاندې سخته جګړه روانه وه، او حالات ډېر كړكېچن وو.
د ۲۰۰۸ د اګست پر ۲۲ مه چې كله يحيى خان د اسلام اباد څخه مينګورې ته را ورسېدى، په شپه كې د ګرځلاو د بنديز له امله موټر نه ورپيدا كېدى،په دې وخت كې يې د خپل يوه زاړه انډېوال امين چې مرستيال ناظم و موټر په سترګو شو، د هغه سره كښينستى او خپل كلي ننګوالي ته روان شو، همدا چې ډيرۍ ته ورسېدل طالبانو بريد پر وكړ، په موټر كې ناست څلور سره كسان يې ووژل چې يو يې يحيى خان و.
ځايي خلك وايي چې د موټر څښتن امين د طالبانو خلاف د امن كميټې چارواكى و او په هماغه ورځ د همدې كميټې پر يوه كاركوونكي بريد شوى و.
آمنه خان چې د خپل خاوند په وژنه خبره شوه، نو غوښتل يې چې ژر تر ژره پاكستان ته راشي، خو د سوات د خرابو حالاتو له لاسه د يحيى خان كورنۍ د هغې د راتګ مخنيوى وكړ.
په دې وختونو كې د يحيى خان د كوشني ورور سيداحمدخان او آمنې تر منځ ټيلفوني اړيكې روانې وې.
سيداحمد خان وايي چې ورېندارې يې د ده له ورور سره ډېره مينه كوله، او زياتره به يې د هغه وختونو كيسې كولې چې دوى په ګډه تېر كړي وو. دى وايي چې يوه ورځ مې ورېندارې خپله په ټيلفون كې د واده وړانديز راته وكړ، ځكه چې هغې اسلام منلى و او اوس يې په برتانيې كې د كوم بل چا سره واده نه شواى كولاى، دې راته وويل كه چيرې ستا خوښه وي نو موږ دواړه واده كولاى شو.
د سيداحمد په وينا چې وروسته زموږ د كورنۍ په خوښه زموږ واده سره صحيح شو، د فبروري پر نهمه آمنه خان پاكستان ته راغله، او په دې سبا يې په سوات كې زموږ واده وشو.
ده وويل چې په دوشنبه موږ دواړه په موټر كې د چكر لپاره مرغزار ته تللي وو، د هغې خوا چې راتلو په نشاط چوك كې د رش له لاسه بند پاته شوو.
موږ په خپل منځ كې بانډار كاوه، په دې وخت كې يو ناڅاپه د چاودنې ږغ شو، ما شا ته وكتل زموږ د موټر د شا د سيټ ښيښه ماته وه، هلته چې آمنه خان ناسته وه.
آمنې يو ځل زما خوا ته ډېر عجيبه وكتل او بيا يې خپل سر په ارامه پر سيټ كښېښوى، زه ژر له موټره كښته شوم او د شا سيټ ته مې ور منډه كړه، په دې وخت كې يو دم د موټر په ټانكۍ كې اور ولګېدى او يوه چاودنه هم وشوه، له دې سره ټول موټر د اور په لمبو كې وسوځېدى.
سيداحمد خان په ژړا وويل چې ما د هغې د ژغورولو لپاره پوره هڅه وكړه خو آمنه ټوله په اور كې سوځېدلې وه.
ده وويل چې په اور يې د لاسونو د ننه ايستو له امله د سر او لاسونو ورېښته سوځېدلې او د بدن نورې برخې يې هم زخمي شوي دي.
نوموړي دا هم وويل چې آمنه په پاكستان كې ډېره خوشاله وه، د لمانځه او روژې ټينګه پابنده وه، او په سوات كې يې د حجاب او پردې هم پوره خيال ساتى.
ده وويل د آمنې د ورور او برتانوي لوړ رتبه هيئت_ اسلام اباد په اجازه يې د هغې جنازه په سوات كې وكړه، او د خپل لومړي خاوند يحيى خان په څنګ كې يې خاورو ته وسپارله.
د آمنې په جنازه كې د سيمې په زرګونو خلكو ګډون كړى و، همدارنګه د ښوونځيو كوچنيو نجونو او هلكانو بېرغونه په لاس كې اخيستي وو چې آمنې يې په ډېرو ښكلو تورو لمانځلې وه.
ډیر غمجن او زړه دردونکی راپور و . الله دې دواړه شهیدان وبخښی . په رښتیا هم د ډیورنډ لاین پر دواړو خواوو ځنګله اور اخیستی دی الله دې یې خاموش کړی . څنګه چی دا یوه ژباړه وه نو کاشکی چی منبع یې هم ذکر سوې وای تر څو راپور نور هم مؤثق او جذاب سوﺉ وای . بیا هم لوی خدای دې دغه او ټوله شهیدان د جنت مېلمانه کړی .
حق تعالى جل جلاله دي يې شهادت د ټولو شهېدانو سره هغه که د پولي دېخوا او هاخواوي قبول کړي.
که د یوی خوا ډیر په زړه پوری خو د بلی خوا ډیر زړه دردوونکی خبر دی. الله پاک دی د دواړو شهیدانو شهادت قبول کړی، خدای پاک دی هر مسلمان ځوان ته د یحی خان په څیر احساس ورکړی تر څو ددی کړیدلی امت مسلمه د پاره خدمت وکړی او دوی (غیر مسلمانانو) ته دی خدای د نیکو هدایت وکړی. دا ډول چاودنی د اسلام، د بشریت او پښتونولی پر وړاندی چاودنی دی او دا ټول تباه کوی او بدناموی. زما هم یو د سترو ارمانونو څخه دادی چی کم تر کمه یو نفر خو د اسلام په مقدس دین مشرف کړم خو ستاسی د دعا په برکت دی می خدای پاک دا ارمان تر سره کړی.
په درنښت
که د یوی خوا ډیر په زړه پوری خو د بلی خوا ډیر زړه دردوونکی خبر دی. الله پاک دی د دواړو شهیدانو شهادت قبول کړی، خدای پاک دی هر مسلمان ځوان ته د یحی خان په څیر احساس ورکړی تر څو ددی کړیدلی امت مسلمه د پاره خدمت وکړی او دوی (غیر مسلمانانو) ته دی خدای د نیکو هدایت وکړی. دا ډول چاودنی د اسلام، د بشریت او پښتونولی پر وړاندی چاودنی دی او دا ټول تباه کوی او بدناموی. زما هم یو د سترو ارمانونو څخه دادی چی کم تر کمه یو نفر خو د اسلام په مقدس دین مشرف کړم خو ستاسی د دعا په برکت دی می خدای پاک دا ارمان تر سره کړی.
په درنښت
ډیر زړه دردونکي پیښه وه الله دي د دواړو شهادت قپول کړي خو د نثار احمد صمد ورور په تایید که د د راپور منبع هم ذکر سوي وای نو به نور هم جذاب وای
سلامونه!
لمدی خو که چیری د راپور منبع ذکر شوی وای نو باور به پری زیات شوی وای زکه دپاکستان حکومت او آی ایس آی همیشه ددرواغو قیصی جوروی او ددغی لاری خلک دپاکستانی طالبانو پر ضد راوپاروی خو که دغه شان کار په افغانستان کی وشی نو بیایی جهاد بولی.
دوهم تولو مسلمانانوته خدای پاک دغه توفیق ورکری چه غیر مسلمانان اسلام ته دعوت کری. داوسنی نری په غیر اسلامی هیوادونو کی خلک داسلام په باره کی معلومات نه لری ددوی رسنی او میدیا دهغو هیوادو دحکمتونو په لارشوونه اسلام په غلط دول معرفی کوی او دیر خلک یی داسلام سره تعصب لری. نو ددغی غلط فهمی دورکولو لپاره په هغو مسلمانانو چه وس یی ولری فرض ده چه دنری په گوت گوت کی اسلام خلکو ته تشریح کری زه فکر کوم دیر خلک به اسلام قبول کری انشاالله.
دا د تولو ارمان دی.
زه فکر کړم چې هغه طالبان چې د آی اس آی له خوا جوړ شوي دي داسې عملونه کوي چې هم پښتانه او هم مسلمانان نړۍ ته ترهګر،ظالم او متشدد وښيي. پاکستان او ناولو پنجابیانو طالبان له خوږ ګوتې نیولي دي که دوطن له ورانولو او خلکو له وژلو مخ ګرځوي بیا يي په امریکا دترهګر په نوم پلوري او که نه نو ټول دبشر ضد چارې پرې انجاموي. الله دې دفساد اصلي مرکز (پنجاب) تباه کړي.
Selaam!
Afghan Yaar Saheb !
I am 100% agree with you.