په ډير ه خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتو ژبې ، ادب خدمتګار او د دانش خپرندويه ټولنې درييس اسدالله دانش ساپي زلمى زوى حسيب الله دورپيښې شوی ناروغۍ له امله دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په حق ورسيد (انالله وانا اليه راجعون) دارواښاد جنازه په لغمان کي خاورو ته وسپارله سوه او فاتحه يې په لغمان او پېښور کي واخستله سوه .
ددې غمجني پېښي سره سم د نړۍ په ګوټ ګوټ او لراوبر افغان وطن کي د ښاغلي اسد دانش زيات شمېر خواخوږو دوستانو او فرهنګي دوستانو له نوموړي سره غمشريکي اعلان کړه چي يو شمېر له دغو خواخوږيو څخه په لراوبر ډاټ کام کي خپرې سوې .
ښاغلي اسدا دانش له دې امله لراوبر ته لاندنی پيغام رالېږلی دی :
د اسد دانش د مننې پيغام
د ځوان زوی مړينه بې له شکه يو دروند غم او نه جبرانېدونکې پېښه وي؛خو الحمد الله چې مسلمانان يو او په دې ايمان لرو چې مرګ موږ ته او موږ د مرګ لپاره پيدا يو،که څه هم د خپل ځوان زوی حسيب الله دانش ساپي مړينې ډېر ودردولم خو د خوږو دوستانو ډاډګېرنو په دغه درانه غم کې راسره دومره مرسته کړې چې ښايي د بيانولو لپاره يې الفاظ ونه لرم.
له ټولو هغو ښاغليو او آغليو څخه د زړه له تله مننه کوم چې زما د ځوانیمرګ زوی حسیب الله دانش ساپي د ناروغتيا په دوران کې ماته ډاډ ګېرنه راکړې،د زړه وينې يې راته ډالۍ کړې او ډول ډول مرستې يې راسره کړې او هم له هغو ملګرو چې د ځوانيمرګ په جنازه کې يې ګډون کړی او يا يې د تليفون په ليکه راسره غم شريک کړی ډېره زياته مننه کوم.
الله دې تاسې ټول له داسې درانه غمه وساتي.
اسد الله دانش ساپی
بس الله د په ورهمیږي او دا اوږد سفر دې یې الله په خیر کي
داننش ساهب ته د الله نور هم دا توفیق ورکړي چې د پشتوجبې تکړه خیزمتږار شي . موږ ټول پښتانه دې الله د غم نه ساتي امین
Pa dee nawarra khabr deer khapashwam.de Asad da zwaan zuy de mrreenee la amala gran Asd ta sabri jamil ghwarram, au marhumi ta Ferdaws jant .
alhukmu lilah
Bawary
موږ څه ګنا کړې ده چي يوه جنازه مو تر خاورو نه وي رسېدلې بله مو روانه سي ؟
زه چي هر څه فکر وکړم داسي څوک به نه وي چي پر اسدالله دانش يې يوه شېبه دسر درد هم پيرزو وي.
خو خدای خبر چي اوس به زموږ د هغه ګل دادا پر زړه څه تيريږي چي موږ يې يوازي د خندا ، ميني اومحبت خاطرې په سترګو کي ګرځولې .
هغه ؛
و ، هغه نن د زړه ټوټه له لاسه ورکړې ده او د ژوند تر ټولو لوی غم سره مخامخ دی .
ګل دادا !
پوره باور لرم چي په ټوله نړۍ کي به نن ستا بې شمېره ياران ، دوستان او خواخوږي زما غوندي نن ستا د ځوانيمرګ بچي په غم غمجن وي ، په ډکو سترګو به ستا تر څنګ ستاسره دا د غم پېټی اخلي ، يا به په څو کرښو کي له تا سره په دې غم کي دشراکت او غمجنېدو اعلان کوي .
له لوی خدای څخه د لوی صبر توان درکړي .
دا غم دی وروستی غم سه .
په درناوي
عبدالله احسان – امستردام هوايي ډګر (هالنډ)
له پرون راهيسې چې مې د ارواښاد بابي صيب د وژني خبر لوستى و، خپه او نا ارامه وم، ټوله ورځ په ټولګي كې په فكرونو او سوچونو كې ډوب وم، همدا چې د رخصتۍ زنګ ووهل شو، په منډه كورته راغلم، نيټ مې ولګاوه، يو ځل مې بيا زړه ودرزېدى او ودردېدى. د ځوان حسيب د مړينې خبر مې ولوست، ټولې هغه خاطرې را يادې شوې چې كله به زه او محمديار صيب پېښور ته تلو او هلته به مو د دانش صيب چې موږ ورته ګل دادا وايو په دېره كې اړولې وه. ماښام چې به له ګل دادا، شفق او نورزي سره كورته راغلو، نو د ګل دادا بچي به ټول راغلل او له مېلمنو سره به يې ستړې مشې وكړه. په دې وخت كې به د ځوانيمرګ حسيب او ګل دادا تر منځ يو سپكه جګړه ونښته او موږ ټولو به يې په خوشالۍ ننداره كوله، هغه مهال حسيب ډېر كشر و. ګل دادا به سخت په غوسه ښكارېدى، خو تر ده به زيات حسيب په غوسه و، دواړو به بحث كاوه، ځكه حسيب به نن بيا څه شوخې كړې وه. حسيب شوخ و، د ګل دادا او نورو مشرانو يې ډېر درناوى كاوه، موږ ټولو به د ګل دادا او د حسيب په جګړه كې د دوى دواړو ژورې مينې ته كتل، موږ به كتل چې څنګه پلار او زوى نن بيا له ډيرې مينې جګړه كوي، ګل دادا به ځان غوسه نيولى و، خو په منځ كې به يې خندا راغله او وبه يې خندل. زړه مې سخت درد كوي چې د حسيب دا خبرې را يادې شي چې نور له دې پېښور نه تېر يم، زړه مې په كې تنګ ځم لغمان ته، يو غوا اخلم هلته واده كوم او كور جوړوم. خو خداى پاك ته لكه چې دا منظوره نه وه، د هغه دا ارمان يې ور پوره نه كړ، خو دا شوخ ځوان لكه چې پر خداى هم ډېر ګران و، چې له ګل دادا او موږ نه يې بېل كړ او خپل ځان ته يې وروغوښت. ګل دادا او درنې كورنۍ اوټولو دوستانو ته دې خداى پاك (ج) زغم وركړي.
په خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړچې دپښتو ژبې ، ادب خدمتګار او د دانش خپرندويه ټولنې درييس اسدالله دانش ساپي صاحب زوى حسيب الله دورپيښې شوی ناروغۍ له امله په حق ورسيد
اناالله و انا اليه راجعون
زه په دغه دروند غم کې دښاغلی اسدالله دانش ساپي صاحب اودهغی محترم کورنې سره ځان شريک بولمه مرحوم ته دخداې جنت فردوس په نصيب کړي اوکورنې ته يي د جميل صبر غوښتنه کومه
د خواخوږۍ پیغام
ګران اسد دانش ته د زړه له کومي خواخوږي او ډاډګېرنه وړاندې کوم.غمونه هم د نورو پدیدو په څېر یو مرکزي ټکی لري چې نن د غم دغه لوی اودروندپېټی د دانش په زړه راڅرخي .دانش او د هغه درني کورنۍ ته،د دوی په بڼ کې د یوه تنکي ګل د رژېدو له امله د زړه ځواک او بشپړزغم هیله کوم .
لوی څښتن دې مرستندویه اوسي
ملوک ازاد
ګران ورور اسد صاپي،
په تاسف سره مي خبر تر لاسه کړ چه دتاسو د کورني ستوري ، ستاسو زوي د دي فاني نړي نه يي سترګي پټي کړي ، زه خپل ځان ستاسو په دغه ماتم او وير کي شريک بولم او خدايبخلي ځوانيمرګ ته د لوي خداي نه د جنت دوعا کوم او تاسو ته جميل صبر غواړم ، په درنښت
الکوزي ، هاليند
اسد لالا! د حسیب ځوانیمرګۍ مې زړه ډیر ودرداوه ،خدای شته چې ستا د زړه ټپ مې پر خپل زړه احساس کړی دی. زه په ځان کې له تا سره د غمشریکۍ له پاره د الفاظو د پیدا کولو متره نه وینم. الله تعالی دې زموږ ځوانیمرګ حسیب ته واړه جنتونه ورپه برخه کړي او تا او دردیدلې مور ته دې یې د دې ستر غم د زغملو توان او وس درکړي .
عبدالهادي هادي
ګل داداغوښتل مي د غمرازۍ په خاطر زنګ درته وواهم، خو پام مي سو چي په دغسي يوه غمجن حالت کي ټلېفوني هم پر چا غمېږي.
حسيب جان ته دي خداى تعالى(ج) د هغه د زلميتوب عوض په ابدي ژوند کي ورکړي، تاسو د حسيب جان مورکۍ او د کورنۍ ټولو غړيو ته دي خداى (ج) جميل صبر ورکړي. الله مو له نوره غمه وساته! آمين
م. عمر واحديار
ميسور، هندوستان
له تېرو شلو ورځو راهيسې له ګران او خواږۀ ورور اسد دانش (ګل لالا) سره په تماس كې وم او د ګران حسيب الله د روغتيا پوښتنه به مي ورڅخه كوله، څو ورځې وړاندې يې لا راته وويل چي اوس يو څۀ ښه شوى دى، ما يې هم د زړۀ د ټوټې لپاره د لوى خداى له درباره تلپاتې روغتيا غوښته، خو نن مي چي ناڅاپه د لر او بر پر تندي د ګران حسيب جان د مړينې خبر وليد، زړۀ مي تر تلو ولوېد، سخت خواشينى سوم چي يوې خواته د كندهار په زړۀ كې د يوۀ پښتونپال او شاعر د پتارۍ اوبه لا وچې نۀ دي او ايله څو ساعته وړاندې خاورې پرې اړول شوې دي، بلې خوا ته بيا د يوۀ خندان، پر پښتنو ګران، خواخوږي، ورور، ملګري، اشنا او په عين حال كې د پښتو د ستر خادم اسد دانش (ګل لالا) او د هغۀ د درنې مېرمنې پر زړۀ داغ جوړ شو او ځوان زوى يې د تل لپاره سترګې ورڅخه پټې كړې.
ګل لالا! ته او خداى كه به ځان د حسيب جان پر مړينه يواځې غمجن بولې، تا په تېرو پينځلسو كلونو كې ډېر وروڼه، ډېر دوستان او ډېر خواخوږي پيدا كړل، زما په شمول هغه ټول وروڼه دي د حسيب جان غم درسره ژاړي او تا چي به له چا سره خندل، ټوكې به دي كولې او ملګري به دي خوشاله ساتل، هغوى ټول نن څنګه تا يواځې د خپل نازولي زوى غم ته پرېږدي، نو
ګل لالا! حسيب جان ډېر بختور دى، چي دانش غوندې خوږ، مينه- مينه او له اخلاصه ډك پلار خداى پر لورولى دى اود پښتنو په هر كور كې چي دانش د پښتو شمعه بله كړې ده، نو هغوى ټول به نن د پښتو د هغې شمعې د بلوونكي د زړۀ ټوټه څنګه هېروي او څنګه به لاس نۀ ورپسې لپه كوي.
حسيب جانه! تۀ ډېر بختور يې چي د جمعې په مباركه شپه دي له موږه سترګې پټې كړې خو روح به دي اوس په جنتونو كې ګرځي، خداى خبر چي موږ لا د چا په ډزو و وژل شو، په چاودنو كې مو غوښې ټوټه- ټوټه شي او كه د كومې بلې بلا خولې ته ور سم شو.
بس دومره به ووايم چي لوى خداى دي اسد دانش (ګل لالا) د پخوا غوندې خندان او خوشاله لري، خداى دي د پښتو او پښتنو د باغ دغه خوږبويه ګل- چي كشور د افغانانو يې معطر كړى- نۀ مړاوى كوي او خداى دي ګل لالا، د هغۀ پتمنې مېرمنې او د ګران حسيب جان خويندو او وروڼه ته صبر ور په برخه كړي او خداى دي يې بيا بيا په كور كې د غم ناره ونۀ كړي. آمين
ته رانه ولاړې، ګرانه حسيبه!
د ګلاب ګله! ځوانه حسيبه!
د زړۀ ټوټه تۀ، د اسدجان وې
يووړې مرګي له ميانه حسيبه!
ګل دادا خدای د د زړه صبر درکړی تا او ستا ټولې کورنۍ ته، زنګ نشم وهلی ددې خبرو توان زه په لیکلی بڼه نه لرم نو په خوله به ېې ځنګه ددې دروند غم اظهار وکړم.
نذیر احمد نذیر – هالنډ
قدرمن اسد لالا(ګل دادا)! د لوی خاليق څخه درته په دې غمجنو شيبو کې دزړه صبر او زغم غواړم. (انالله وانا اليه راجعون)
ډېر گران دانش صاحب!
ستاسې د مرحوم ځوى د مړينې خبر مې په ډېره خواشينۍ سره په لراوبر کې ولوست. ډېر زيات خفه شم. زه خپل ځان او خپله کورنۍ ستاسې سره په دې ډېر درانه غم کې شريک گڼم. تاسې او ستاسې درندې کورنۍ ته د لوى خداى ج د دربارڅخه د جميل صبر غوښتنه کوم. دعا کوو چې تاسې ته دې خداى ج عوضونه درکړي او ارواښاد ته دې خداى ج په جنت فردوس کې ځاى ورکړي. انا لله و انا اليه راجعون.
په درناوي
انجينر وکيل متين
قدرمن ورور دانش صيب
په ډيرخواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ستاسو خدايبښلې ځوی د ورپيښې ناروغۍ له کبله ددې فانې نړۍ څخه رحلت وکړ ٠
انالله وانا اليه راجعون
زه ستاسو د خواخوږي د مړينې په غم کې ځان شريک بولم ، الله تعالی دې هغه ته جنتونه په نصيب ،تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته دلوی خدای له درباره
دجمیل صبر هيله کوم ٠
الله تعالی مو نور له غمه وساته٠
امين ياربالعالمين
سميع الدين افغاني
زه هم خبل او د خبلی کورنی له خوا د حسيب الله جان ځو انیمرګ د وفات څخه دیر متاسف شوم او د ګران ورړر اسدالله جان ته او محترم ګل لا لا ته د الله ج څخه د زره صبر غوارم اناالله و انا اليه راجعون
نصیر قریشی استرالیا
د اسد دانش سره د خواشينې څرگندونه
پېښور: د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز بنسټوال امام الدين ساپى مشر کتوونکى عبدالرؤف قتيل خوږياڼى او د مرکز همکار فضل قادر انډيوال د دانش د خپرندويه ټولنې د مشر اسدالله دانش ساپي د ځوان زوى حسيب الله په ناڅاپي مړينه ژوره خواشينې ښودلې او د نوموړي کورنۍ سره يې ځان په غم کې برابر شريک گڼلى الله دې اسدالله دانش ته د زړه صبر ورکړي.
د پښتوژبې نامتو ليکوال ممثل او خپلواکه خبريال محمد عارف همدرد د دانش د خپرندويه ټولنې د مشر اسدالله دانش د زوى په مړينه ژوره خواشينې څرگنده کړې او هغه سره يې په غم کې ځان برابر شريک گڼلى دى
په ډيري خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړچې دپښتو ژبې ، ادب خدمتګار او د دانش خپرندويه ټولنې درييس اسدالله دانش ساپي صاحب زوى حسيب الله دورپيښې شوی ناروغۍ له امله په حق ورسيد
اناالله و انا اليه راجعون
زه په دغه دروند غم کې دښاغلی اسدالله دانش ساپي صاحب اودهغی محترم کورنې سره ځان شريک بولمه مرحوم ته دخداې جنت فردوس په نصيب کړي اوکورنې ته يي د جميل صبر غوښتنه کومه
قدرمن ورور ساپی صیب، الله تعالی دي تا او ستا ټولې کورنۍ ته د زده صبر درکړي. موږ هم ستا په غم کې غمجن یو.
مؤمن موحد – کاناډا
د پښتو ژبی او کولتور پیاوړی خدمتګار، ګران ورور اسد ساپی صیب!
د خدای بخښلی تنکی ځوان حسیب خان بی وخته مړینی ډیر زښت خواشینی او خفه کړو.
زه او زمونږ ګوندی ملګری ځوانیمرګ حسیب خان ته د لوی خدای په دربار کې د مغفرت لاسونه پورته کوی،
تاسی او ستاسی درنی کورنئ ، خپلوانو، او دوستانو سره پدی دروند غم کی ځان شریک بولو، او تاسو ټولو ته د زړه صبر غواړو.
د خدای بخښلی ځوانیمرګ اروا دی ښاده او جنت فردوس دی په نصیب شی
په درناوی
نصیر ستوری
ویسلنګ ، المان
اناالله و انا اليه راجعون
الله دي د حسيب جان سره ښه وکړي او الله دي يې د نوي سفر لاره آسانه روښانه او د نور ډکه کړي. الله دي يې نوی کور د جنت باغچه وګرځوي او په آخرت دي يې الله په مومينينو او صالحينو کي راپورته کړي. الله دي يې د ناروغۍ د تکليفونو عوضونه په قبر او آخرت کي ورته وکړي. الله دي يې د مور او پلار تر څنګ د ټولو خپلوانو، دوستانو او ملګرو زړونو ته قرار او صبر ورکړي. آمين
هيله کوم چي هر څوک چي دغه پاڼه لولي درې ځله سورت اخلاص «قل هوالله احد…»، څلور ځله سورت فاتحه «الحمد للله رب العلمين»، څلور ځله درود شريف او څلور ځله کلمه توحيد ولولي او ثواب دي يې زموږ دغه ځوانيمرګ ورور ته وبخښي.
اللهم اغفر لحينا و ميتنا و شاهدنا و غايبنا و صغيرنا و کبيرنا و ذکرنا و انثانا. اللهم من احييته منا فا حيه علی الاسلام و من توفيته منا فتوفه علی الايمان. اللهم لا تحرمنااُجره ولا تضلنا بعده آمين
احمدولي اڅکزی، المان
په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوو چي د پښتو او پښتنو د يوۀ محسن او خواخوږي درانه ورور اسدالله دانش ځوان زوى په حق رسېدلى دى، د دانش غوندې يوۀ بااحساسه او ويښ پښتون دا غم د ټولو پښتنو غم دى، د (شال پښتو ادبي بهير) ټول غړي له دانش صاحب، د هغۀ له درانۀ ټبر او خواخوږو سره ځان په دې غم كې شريك بولي، خداى ج دي د اسد دانش صاحب ګران زوى ته په فردوس جنت كې ځاى وركړي او كورنۍ دي يې خداى له جميل صبر څخه برخمنه كړي.
دا چي دانش صاحب يو پر علم او ادب مين انسان دى، خداى ج دي يې پاته اولادونه ورته صالح او د علم د لارې بل مشالونه وګرځوي، چي د خپل پلار غوندې په لر او برو پښتنو كې د پښتو ژبې او ادب روڼا خپره كړي. آمين
شال پښتو ادبي بهير
كوټه، سوهېلي پښتونخوا
the pashto zabi khad mat gar asadullah danish sahib the zowi pa mrina rashtia ham ziat khapa showm kho khodai pak thee mar hom ta janat perdose war panaseeb ki ao the korani tolo gharo ao qaribano ta subri jamil war panaseeb ki (amin(
دفلک له چارو څه وکړم کو کار —– زمو لوي هر ګل چې خا ندي په بهار
ډېر ګران او په پښتو او پښتو نو لۍ باندې مين ورور دانش صاحب ! دارواښاد شهيد عبد المجيد با بي په فراق کې مولا دستر ګو نه او ښکې روانې وي چې د ګران حسيب ا لله جان د مړ ينې نه خبر شو٠
ددغه تنکي ګل درژيدو اومړ ينې د خبر په اورېدو ډېر خو اشينی او خپه شوم٠ زه په دغه وېر او ما تم کې ستا سو او ستا سو دکورنۍ سره ځان شر يک بو لم٠ لوی خدای دې تا سو او ستا سو محترمې او درنې کو رنۍ ته دزړه صبر در کړي او خدای دې په را تلو نکې کې نور غمو نه ليرې لري٠
په درنښت
دکتور لطيف ياد- دپرت ښار- لويديځه استر اليا
ښاغلی اسددانش ساپي صاحب! د نړیوالې ځالگۍ د رسنیو په ځانگړې توگه د لراوبر افغان د ویب پاڼې له لارې په دغه زړه بوږنوونکي او له خواشینۍ ډک خبر، لږ وروسته خبر شوم. د هیلو د ځولۍ یوه څنډه مو کږه شوه، تاسو پوهیږﺉ چې تاسو په خپله د ټولو پښتنو لپاره د هیلو یوه ستره ځولۍ یاست. ددغې ځولۍ په کږېدلو زموږ په زړونو کې کټ مټ هغه کړس، درد او خوږ پروت دی چې ازانگې ېې ستا په کړیدلي زړه کې په څپو دي. ستا په خواشیني کیدلو موږ ټول خواشیني شوو او په دغه ناببره او نا غوښتونکي ویر کې موږ ټول له تا سره یوځای ویرجن یو. د بچي له لاسه ورکول خورا گران کار دی او د زغم وړ نه دی. پوهیږم چې ستا او د کورنۍ د پاتې غړو په ځوریدلو زړونو څه تیریږي، داسې شی او داسې خبرې نه لرم چې تا ته ېې د تسل لپاره وکړم خو ددغو کرښو له لارې زما ساندې هم واوره او ځان په دغه ویر کې له تاسو سره گډ بولم. زوی مو په ځوانه ځوانۍ کې ولاړ او د خپل ژوندانه ټولې هیلې ېې له ځان سره یووړې خو تا ته ېې په هغې نړۍ کې ځای خوندي کړ، ددغسې سپیڅلو تنکیو تگ نیم شهادت دی. ته ېې وینې چې د پښتنو پر کور، گودر او زړونو د سرو وینو ټغر دا دیرش کاله کیږي چې خپور دی، د هیواد په هرگوټ کې د پښتانه د ویر او ساندو ټغر خپور دی او هره ورځ موږ د ټاټوبي تنکي بچې د هغوی د کورنیو له تودو غیږو اخلي. موږ نه پوهیږو چې پښتنو کومه نابخښوونکې گناه کړې چې ددغه سره ویر په دغې سرې تبۍ کښینول شوي دي، یوازې دومره باور لرم چې یوه ورځ به دغه ویر پای ومومي، ښايي دا یوه هیله وي خو په بشپړ ډاډ درته ویلای شم چې یوه تر ټوله سپیڅلې او ترسره کیدونکې هیله ده. بیا به د ټیلفون له لارې خبرې وکړو خو اوس دغه کرښې ومنه او موږ ټول ستا په ویر کې ځانونه گډ بولو. لوی څښتن دې د هغه ارواح ښاده لري. آمین
د مرحوم فتح د مړینی د دردونکي خبر نه لا څو اونۍ تیر شوئ ندی چی یو ځل بیا می د خپل ټاټوبي نه بل زړه بوګنونکی خبر تر لاسه کړ او هغه د دانش صیب د ځوان ځوی ناڅاپي مړینه ده، زه پداسی حال کی چی خپل ځان او خپله کورنۍ د دانش صیب په دې غم کې شريک گڼم د لوی څښتن له درباره مرحوم حسیب الله جان ته د جنت فردوس دوعا او جناب محرر صیب ،دانش صیب او د کورني ټولو غړو ته یی د صبر جمیل استدعا کوم.
امين يا ربالعالمين
حفیظ الله خالد / ویانا
دميدان ځوانانودټولنې دخواخوږۍ پيغام
څـه لمبې لمبې نــارې وهـې آسـمـانه
داوطن چې پیداشوی دى تنــوردى
په خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړ، دپښتو ژبې ، ادب خدمتګار او د دانش خپرندويه ټولنې درييس اسدالله دانش ساپي زلمى زوى حسيب الله دورپيښې شوی ناروغۍ له امله دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په حق رسېدلى دى.
انالله و انا اليه راجعون
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه سترويركې ځان دښاغلي دانش له كورنۍ سره ځان شريك بولي،ارواښادته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت او پاتې شونوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.
په خواخوږۍ
همت الله امين زى
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشر
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ستاسو زوي د دي فاني نړي نه يي سترګي پټي کړي مونږخپل ځانونه ستاسو په دغه ماتم او وير کي شريک بولو او خدايبخلي ځوانيمرګ ته د لوي خداي نه د جنت دوعا کوو او تاسو ته جميل صبر غواړو
qadrman danesh saib dase kalma na goram che taso ta ye wawayam che taselyat moh pre washi zeka der drond gham darta pekh shwai dai za che khpel gham rayada wam aw der negde sok meh la lasa warkerai dai, noh zanta pa de dad rakawam che nen de doy war wa saba zemong wardai aw bal da che derrr che mata tasalyat rakawi hagha da dai che Mohamad (S W) che de khodai der negde banda wa la de narai akhistai dai mong kho noh bayad zander pa de tasali kawam, taso kha pohegai hagha matal moh awredalai dai che zai hagha swazi che or pre baligi da sama da kho Allah pak der mherabana dai taso ta de khodai saber dar kri aw hagha zalmai de khodai pa janat wanazawi toll pokhtana staso pa gham sharik di aya da khpela loya khber na da zeka taso de pokhto khedmatgar yast khodai de der omr darki Amin mong muselmanan yo da bayad wamano che hartse mong khodai ra pekha wi.
پر موږ کران و هڅاند اسدالله دانش صاحب ته د خواخوږۍ پيغام
اجازه راکړئ چې د ځوانيمرګ حسيب جان په وير کې مو درسره يو ځای اوښکې توی کړم، تاسې ته د زغم وپېڅ غوښتنه وکړم او هغه ارواښاد ته له بښاند څښتنه د تلپاتې جنتونو هيله .
ياد دې يې تل تر تله ژوندی وي،
ديپلوم اېنجينر محمد حکيم اګدري
اوتريش ۲۶/۰۲/ ۲۰۱۰
په ډېره خواشينۍ مې خبر تر لاسه کړ چې د درون او ښاغلي دانش مشر ځوي ځان حق ته وسپاره . زه د دانش صيب د کورنۍ خپلوانو او د هغه د ملګرو او دوستانو سره پّه دغه درون غم کې ځان شريک بولم الله ج د ې دغه دردېدلې کورنۍ ته د صبر جميل او عوضونه ورکړي او خداي ج دي حسيب جان ته جنت فردوس په نصيب کړي.
امين
ډاکټر نجيب زاخېلوال
سويډن
ډیر د خواشینۍ ځای دی چې د ډیر درانه او پیاوړي لیکوال دانش صیب له دې فاني نړۍ څخه د تل له پاره سترګي پټي کړی دی مونږ د سولز مجلز د ادارې له خوا ورسره خواشني سرګندوو او د مرحوم جسیب له پاره د جنت الفردوس غوښتنه له اوی څښتن څخه کوو او و کورنۍ ته یې د صبر جمیل دعا غواړو.
مننه
محب الله ښېراز
سیف الله کلا سویلې پښتونخوا
محترم ورور اسدالله دانش ساپی صاحب!ستاسې دتنکي اوګلالي زوی دمړینې نه خبر شوم ډیر غمجن شوم زه د خپلې ټولې کورنۍ په نماینده ګي ستاسې په غم کې ځان شریك بولم حسیب جان دې خدای وبښخي او دالله(ج)نه ورته فردوس جنت غواړم تاسې ته اوستاسې ټولې درنې کورنۍ ته جمیل صبر غواړم اونور دې خدای تاسې ته داسې غم نصیب نه کړي .
باداردي ګران حسيب وبخښي ، اودقدرمن اسدالله دانش په شمول ټولي پتمنې کورنۍ ته دي صبرورکړي .
محترم ورور اسدالله دانش ساپی صاحب!ستاسې دتنکي اوګلالي زوی دمړینې خبر مې تر سترګو شو. خداى شته ډیر غمجن شوم زه د خپلې ټولې کورنۍ په نماینده ګۍ ستاسې په غم کې ځان لتاړ ګڼم .حسیب جان دې خدای وبښخي او دالله(ج)نه ورته فردوس جنت غواړم تاسې ته اوستاسې ټولې درنې کورنۍ ته جمیل صبر غواړم اونور دې خدای تاسې ته داسې غم نه درښکاره کوي .
امين
محترم ورور اسدالله دانش ساپی صاحب!ستاسې دتنکي اوګلالي زوی دمړینې خبر مې تر سترګو شو. خداى شته ډیر غمجن شوم زه د خپلې ټولې کورنۍ په نماینده ګۍ ستاسې په غم کې ځان لتاړ ګڼم .حسیب جان دې خدای وبښخي او دالله(ج)نه ورته فردوس جنت غواړم تاسې ته اوستاسې ټولې درنې کورنۍ ته جمیل صبر غواړم اونور دې خدای تاسې ته داسې غم نه درښکاره کوي .
امين
ګران او فرهنګپال ورور اسدالله دانش صاحب!
ستاسو د ځوان زوی په مړینه دومره خفه شوی یم چې حد او اندازه یوه خدای (ج) ته مالومه ده. خو یو تریخ حقیقت چې ټول انسانیت او په ځانګړې توګه مومنو انسانانو منلی دی هغه دا چې زموږ ژوند، کړه وړه او مړینه د هغه لوی ذات په لاس کې ده چې د ځمکې او آسمانونو واکمن دی او هره لحظه چې و غواړي زموږ، زموږ د خپلوانو او خواخوږو ژوند راڅخه اخیستلی شي. نو موږ ته د قرآن کریم له دې عظیم قول پرته د تسلې بل ښه لفظ نشته چې ( انا لله و انا الیه راجعون)
موږ په دې ستر ویر کې له تاسو او ستاسو له محترمې کورنۍ سره په مساوي توګه شریک یو او تاسو ته تسلیت وایو.
لوی خدای دې ستاسو ځوانیمرګ زوی پاک روح ستاسو د ټولې کورنۍ لپاره د اخروي شفاعت وسیله و ګرزوي.
همدارنګه د لوی خدای له دربار څخه هیله من یو چې تاسو ته د دې لوی غم په مقابل کې د زړه صبر او بهترین عوض په برخه کړي.
د ځوانیمرګ لپاره دعا کوو چې لوی الله ورته د خپلې مهربانۍ له مخې د جنت ښکلې ماڼۍ او مغفرت په نصیب کړي.
آمین
ګل آغا احمدي وردګ
د غم څپه خدایه کږه کړې د پښتون له کوره
د غیرتونو، همتونو د آزمون له کوره
انا لله وانا اليه راجعون
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ ،چې د تکړه فرهنګپال ښاغلي اسدالله دانش صيب ځلمي زوی له ورپېښې ناروغۍ څخه د تل لپاره له دې فانۍ نړۍ څخه سترګې پټې کړې. د ځولۍ مجلې اداره او کارکوونکي په دغې غملړلې پېښې کې ځانونه له دانش صيب او درنې کورنۍ سره يې شريک ګڼي، د دغې ويرژلې کورنۍ هر غړي ته د الله تعالی له دربار څخه د زړه صبر او متوفی ته د فردوس جنت غوښتونکي يو. الله پاک دا کورنۍ بيا له دغه ډول زړه بوګنوونکو پېښو سره نه مخامخوي.امين
د ځولۍ مجلۍ اداره
قاري عبدالله کامه وال
Graan Asadullah (Danish)saeeb,
Dear pa khwashinee sara mo khabr tar las kree chi zwa zoi (Haseebulah ) da war pishi naroghee la kabla pa haq wrasay dee ,
Za Sultan Mahmood (Askarzai )da khaliq tallah pa barbar kshi tasoo ow stasoo famil tad a sabar ghoshtonkee yam.
گران دانش صاحب ته د غمرازۍ پيغام :
زندگي څه ده؟ خو بس خاورې اړول په يو بل
په دغو خاورو کې پټيږي د هر چا جنـــــــــــازه
په ډېره زياته خواشينۍ سره خبر شولو چې زموږ د ډېر گران گل دادا ( اسدالله دانش ) د زړه سر د سترگو تور تنکى حسيب الله جان د ورپېښې ناروغۍ له امله تاند لباند شو.
انا الله وانا اليه راجعون .
موږ د اولاد د بېلتون درد په هډ و پوست محسوسوو، په دغه دردونکې پېښې سره نه يوازي گل دادا او د ده کورنۍ سخته ودردېده، بلکې د لر او بر افغانستان ټول فرهنگيان او فرهنگ ميينان د دوى له دغه درد سره سخت وزوکلېدل .
موږ د خپل ډېر گران لالا د هغه محترم پلار عبدالله مرستوال صاحب، نورزي لالا او د دوى له ټولي کورنۍ سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولو او د لوى الله ( ج) له درباره ورته جميل صبر او هم ځوانيمرگ حسيب جان ته فردوس جنت غواړو .
مرگ حق دى زموږ ټولو همدا لاره ده.
درناوى
په کندهار کې د ټولو فرهنگيانو او فرهنگي ټولنو په استازيتوب .
روهي ادبي بهير .
٦- ١٢- ١٣٨٨ ، کندهار افغانستان .
د شمال فرهنګيان د ښاغلي دانش صيب په غم غمجن دي
په خواشينۍ مو خبر تر لاسه كړ چې د دانش خپرونديې ټولنې مشر اسدالله دانش ساپى ځوان زوى حسيب الله له دې نړى د ورپېښې ناروغى له امله سترګې پټې كړې.
ټول شمال ميشتي فرهنګيان، د خپرېدونكو خپرونو ادارې او د ادبي بهيرونو غړي له دانش صيب او له درنې كورنۍ سره يې په ورپېښ غم كې غمجن دي.
ځوانيمرګ حسيب الله ته د جنت فردوس او دانش صيب او كورنۍ ته يې د صبر غوښتنه كوي.
د څښتن جل جلاله له ستر دربار څخه د وركړل شوي غم په بدل كې ورته د څو برابره خوښۍ غوښتونكي دي.
انا لله وانا اليه راجعون
قدرمن ورور اسدالله دانش ساپي ته !
د حسیب الله د مړینې خواشینوونکی خبر مې ولوست دا په رښتیا زما لپاره د خواشینۍ اوغم شیبه ده ځکه چې ستاسو په غم غمجن او په خوشالۍ مو خوشحالیږم .دا حق لار ده او موږ ټول به پر دې لار پل ږدو. او موږ ټول به د مړینې خوند څکو. لاسونه لپه کوم چې الله تعالی دې د دې غم په ونج کې خوشحالي درکړي.
خدای (ج) دي دانش صاحب ته د زړه صبر ورکړي، او یو سر دي یې سل، او سل دي یې زر شي.
د پښتو ادب خادمه، محترم دانش صيب!
له پښتانه زړه څخه د پښتانه ګل د فراق له امله ستاسو سره د غمشريكي په پار پښتني اوښكې تويوو او ستاسو سره ستاسو د ګران زوي د فراق په مراسمو كۍ ځان شريك بولو، الله يې دي فردوس جنت ځاي او تر ابده يې دي الله خوښ او خنده رويه لري
پښتونه څه غم دي په كور پريوتي =چي په ښادۍ كي د سندري نشته
په خواشينۍ سره موخبر تر لاسه کړ چې د پښتو د هڅاند او تکړه خدمتگار اسداالله دانش يو ځوان زوى د ورپيښي ناروغۍ امله روح حق وسپارله .
موږ له گران دانش لالا سره د ده په درانه غم کې هم شريک يو. ده او د ده ټولي کورنۍ ته صبر جميل غواړو خداى دي وکړي چې په دې غم کې د خوشالۍ يو لوى راز پټ وي.
په درناوي
احسان الله درمل کندهار .
له وچو، وچو چنارونو وچه پــــــــــــــــــاڼه د ژوند
د غره بلبل يې وړي مښوکه کې ممــــــــــاڼه د ژوند
اخير يې واگې د مرگي د سپور په لاس کې ورځــي
که هر څوهر څو په پرنجکولکه بياڼه د ژونــــــــــد
کاروان
څرنگه چې مرگ حق دى او په نړۍ کې به هر سا لرونکي د مرگ خوند گوري نو ځکه د راتلو او فنا کېدو پروسه يوه طبيعي پروسه ده خو څرنگه چې له ځينو خلکوله غم سره ډېر زړونه لړږيږي نو ځکه موږ هم د گران دانش لالا سره د هغه په درانه غم کې خپل ځان شريک گڼو.
موږ دانش لالا ته د دې رانه غم له امله د تسليت او ډادينې پيغام وړاندي کوو او د خداى له درباره غواړو چې دغه لوى غم په يوه نه تمامېدونکي سرور بدل کړي.
عزت الله اميد کندهار
لوى خداى (ج) په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي، کل نفس ذايقۀ الموت. معنا دا چې هر نفس د مرګ څکونکى دى. د پښتو ژبې د پرمختګ لويې ونډې اخيستونکي دانش صاحب ته د خپل ځوان زوى د مړينې له امله تسلې ورکوم الله دې د زړه صبر ورکړي او د نوموړي ژوند دې الله ستاسې نورې کورنۍ ته ورکړي.
دا تر ټولو ښه خبره ده چې ژوند ورکوونکى او ژوند اخيستونکى لوى څښتن دى. همغه الله انسانانو ته ژوند ورکوي او له انسانانو څخه ژوند اخلي.
تاسې ته له همغه الله څخه د زړه صبر او زغم غواړم
چې مرګى شته دى خوښي نشته!
موږ هم په خپل وار له ښاغلي درانه فرهنګپال مشر دانش لالا سره په دې درانه او نه جبرانيدونکي غم کې ځان پوره پوره شريک بولو.
ارواښاد حسيب جان ته جنت فردوس او دانش لالا ته له لوى الله ج څخه جميل صبر غواړو.
څلورکاله وړاندې دوه ځله له دانش لالا سره د دوى کلي پاچا خيلو ته لاړم لالا دواړه ځل د لغمان د عامې روغتيا روغتون ته په رسيدو خپلې سترګې پټولې بل ځل مې ترې لامل وپوښت ده راته کړه چې پاچا پيره! ښه خاطره ترې نه لرم همدلته د مور له نعمته محروم شوم…..ما چې د دانش لالا د يوه پولادي او تل خوښي انسان په بڼه پيژنداه د هغه زړه راته له موم نرم او پټ د عاطفې کان څرګند شو کال وروسته په همدې روغتون کې له ما هم خداى د پلار سيورى واخيست.
روان کال د کب د مياشتې په شپږمه ملګري انګار د يوه ليکلي پيغام له لارې د حسيب جان له خواشينونکي ځوانيمرکۍ خبر کړم په بيړه مې د ننګرهار،کونړ او لغمان د راډيو تلويزيونونو او ټيليفون له لارې ملګري خبر کړل.
حسيب جان مو سبا په لسو بجو د لالا کور لمر خاته لور ته په لوړه غونډۍ په داسې حال کې خاورو ته وسپاره چې غوټۍ شونډو يې د مسکا پلرنۍ نـښه د ابدي ژوند د خوښۍ په پار له ځان سره ډالۍ ليږدوله.
زه د ختيزې سيمې د ژورناليستانو د دفاع کميټې،لغمان ادبي بهير او پژواک خبري اژانس په استازولۍ پوهيږم چې د حسيب جان د بيلتانه غشي به هره ورځ د محرر کاکا زړه ټومبي او لالا به په کلونو د ځوانيمرګ زوى څيره او يادونه هير نکړي.
لوى څښتن ته لاسونه لپه کوم چې د دانش لالا کورنۍ ته يې زخمي زړونه پهې پټۍ کړي.
او په ګانده کې د پښتو ادب دغه سرلوړې بېټه او چرګۍ له غم او ويره لرې وساتي.
له لالا مې غوښتنه ده چې د سترګو پټولو دويم ځاى ته په غړيدلو سترګو راتګ زيات کړي او موږ د مينې له لورينې بې برخې نکړي.
سيد عبدالمعيد هاشمي جلال اباد
ګران اسد دانش ساپي صاحپ!
ستا د ځوي په مرګ موږ ټول زيات خواشيني شوو. زه په همغه ورځ هخېدم چې د ملفون له لارې تاسو سره خپله خواشيني ګډه کړم، خو په دې بريالى نه شوم. تا ته موږ د لوي څښتن څخه د زړه صبر غواړو او ستا ځوان تاند ځوي ته، چې له تاسو ابدي دنيا ته لاړ، د لوي څښتن څخه د فردوس جنت هيله لرو. ستا. ماخان
لالا ! ما درته ۳ ورځو راهیسې زنګونه وهل چې حسیب د روغتیا پوښتنه وکړم …. خو نن مې په خواشینۍ سره د هغه دمړینې خبر واورېد.اناالله و انا اليه راجعون . لالا! خدای دې د زړه صبر درکړی نور څه د ویلو توان نه لرم .
نیټه :- دمارچ میاشتې پینځم : ۲۰۱۰ زکال
ځای : – دجرمني هیواد
په ډير ه خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ګران اسد دانش ساپي صاحب زلمی زوى ، خدای بښلی حسيب الله دورپېښې شوی ناروغۍ له امله دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په حق ورسيد.
(انالله وانا اليه راجعون)
لوى څښتن (ج) په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي، کل نفس ذايقۀ الموت . مانا یې داده چې هر نفس د مرګ څکونکئ دى. تاسو ته له همدغه واحد الله څخه د زړه صبر او زغم غواړم چې رب العالمین دی .
په داسې حال کې چې زه دیوه ساینس پوه په صفت دتاسوسره زمادکتاب په چاپ کولوکې اشناشوم اودستاسومینه دپښتوژبې اوفرهنګ سره راته مالومه شوه نو په همغه کچه ډیرځوریږم . په دې درانه او نه جبرانيدونکي غم کې ځان دستاسومحترمې کورنۍ سره شريک بولم .
په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنې په استازیتوب ، ارواښادخدای بښلي حسيب جان ته جنت فردوس او تاسوملي اوفرهنګی شخصیت ته له لوى الله ج څخه جميل صبر غواړم.
په درناوي
پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
په جرمني کې دافغان ساینس پوهانوټولنې مشر