کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد عبدالمجيد بابي ژوندليک او پيغامونه

د ارواښاد عبدالمجيد بابي ژوندليک او پيغامونه

عبدالمجيد بابی۲۴-۰۲-۲۰۱۰
د کندهار د امنيتي سرچينو له قوله د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئېس عبدالمجيد بابى د نامعلومو کسانو له خوا په يوه وسله وال بريد کي وژل سوئ دئ .
د پوليسو په وينا،-دغه بريد د کندهار ښار د ۴ مي ناحيې په باميزو کوڅه کي رامنځته سوئ، له کومه ځايه چي نوموړی نن سهار خپل دفتر ته روان وو .
که څه هم وسله وال کسان تر بريد وروسته تښتېدلي خو پوليس وايي د پېښي په اړه يې تحقيقات پېل کړي دي .
ليکوال او شاعر عبدالمجيد بابى د ۲۰۰۱ کال را پدېخوا د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئېس پاتي سوئ وو . د فرهنګي کړيو په وينا نوموړي د يو نوموتي اديب په توګه يواځي کلتوري چاري مخ ته بېولې او کوم سياسي تړاو يې نه درلودئ .طالب وياندقاري يوسف د پيښي پړه پر خپله غاړه اخيستې ده .




د ارواښاد عبدالمجيد بابي لنډه سوانح

ارواښاد عبدالمجيد بابى د مرحوم حاجي غلام حيدر بابي زوى او د مرحوم عبدالله خان بابى لمسى وو. نوموړى په ١٣٣٣ ش کال د کندهار ښار د باميزو کوڅې د بابيانو په منوره او روشنفکره کورنۍ کي وزېږېد.
لومړنۍ زده کړي يې په مشرقي ښوونځي کي، منځنۍ زده کړه يې په تجربوي ښوونځي او د دوولسم ټولګي فراغت ليک يې د احمدشاه بابا د عالي لېسې څخه تر لاسه کړ. د دوولسم صنف تر فراغت وروسته د وخت د حکومت له خوا وکړول سو. خو زغم يې د لاسه ور نه کړ او وروسته يې د کندهار په عالي دارالمعلمين کي د اجتماعياتو څانګه په بري سره سر ته ورسوله، د څوارلسم ټولګي تر فراغت وروسته په زرغونه تجربوي ښوونځي کي ښوونکى او بيا د زرغونې تجربوي ښوونځي د آمر په صفت وټاکل سو.
د نوي ادارې په رامنځته کېدو سره د کندهار ولايت د مسئولينو له خوا د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ونومول سو، څو د ژوند تر وروستۍ لحظې پوري پر نوموړې دنده په پوره ايمانداري او واقعي صداقت پاته او د کندهار د کلتور او فرهنګ ساتني لپاره يې هر اړخيزه خدمت وکړ.
ارواښاد عبدالمجيد بابى د زده کړي له هماغه پيله د ادبي او فرهنګي موضوعاتو سره ځانګړې علاقه لرله، د نوموړي علاقې له مخي يې په شعر ويلو پيل کړى او وروسته وروسته يې څېړنو او تحقيق ته مخه وکړه او په نوموړو دواړوبرخو کي يې د ځانګړو چاپي آثارو تر څنګ په لسګونو بېلابېلي علمي او څېړنيزي مقالې او شعري پارچې خپرې سوي دي.
د چاپي کتابونو څخه يې لاندي آثار د نمونې په ډول يادوو:
1. پښتنه اوښکه (شعري مجموعه)
2. ستايني او وېرني (څېړنيز او شعري اثر)
3. جغرافيايي سيند (د جغرافيايي اصطلاحاتو يو بشپړ قاموس) (تر چاپ لاندي)
د ارواښاد بابي وروستى کتاب هغه اثر دئ چي د عمر زياته برخه يې ورته وقف کړې او په خورا تکليف او خوارۍ سره يې ليکلى او ترتيب کړى وو، خو د هغه ارواښاد سره د نابودي دنيا ژوند ياري ونه کړي څو وکولاى سي د خپل ژوند دغه ثمره پخپلو سترګو په چاپي بڼه وويني.
د پورته آثارو تر څنګ د ارواښاد بابي څخه د اتو ټوکو په شاوخوا کي نور ناچاپه آثار هم پاته دي، چي دا مهال د هغه د کورنۍ سره خوندي دي.
ارواښاد عبدالمجيد بابى د درانه شخصيت څښتن وو، د دوستانو او ملګرو سره يې په ورين تندي راشه درشه کول، د ډېر نرم او پاسته طبيعت په لرلو سره به يې همېشه دوستان خوږې خاطرې ياد ولري، نوموړى د وطن او خلکو په درد دردېدلى وو، همېشه به د وطن په غم غمګين او د جوړ په فکر وو. د غريبانو په حال يې ځان خبراوه او تر خپله وسه يې مرسته ورسره کول. تېر کال د بيت الله شريف په ليدلو مفتخر او د حج فريضه يې ادا کړه.
بايد يادونه وکړم، چي د ارواښاد عبدالمجيد بابي څخه دوه زامن او دوې لوڼي پاته دي.
په درنښت
مطيع الله روهيال




افغان فرهنګپال مجيد بابی يې شهيد کړ
د هر انسان وژنه دردونکې او غميزه ده ، خو د هغو انسانانو وژل چي اولس ته د رڼا په خپرولو او کلتوري ودي په پراخولو او غوړولو بوخت وي ، ستر ناورين دی. . له بده مرغه نن بيا زموږ اولس د غم پر کمبله کښينول سو او زموږ د کلتوري هڅو د يوه هڅاند مخور دزړه خوځښت يې ودراوه.
انا الله انا اليه راجعون
سلام فرهنګي ټولنه ، د لمر څرک مهالنی خپرونه او د باوري صنعتي مطبعې اړوندان د خپل اولس سره په دې ستر غم کي شريک دي . موږ ټوله د لوی خدای ( ج ) په حضور کي د دعا لاسونه پورته کوو چي شهيد مجيد بابي ته فردوس جنت ور په برخه کړي ، کورنی ، دوستانو او د هيواد د کلتوري کړيو ټولو غړو ته د جميل صبر غوښتنه کوو.
امين يا رب العالمين

د باوري صنعتي مطبعې مشر
الحاج محمد جان باوري
د لمرڅرک مهالنی خپروني مسول مدير
حاجي امين باوري
او، د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال محمد رسول باوري





تعزيت
د پوهنتون څخه د ښوونځي د وختونو په څېر په تفريح راوتښتېدم، خو تقريباً درې ساعته پرله پسې د اساينمينټ په ليکلو اخته وم، د ماځيګر د لمانځه په نيت راپاڅېدم، خو نه پوهېږم چي څنګه مي د جهاني صاحب دغه لاندي بيت چي استاد رحماني په خپل خواږه ږغ کي ويلئ، ناڅاپه پر زړه راغئ او له ځان سره مي په لوړ ږغ زمزمه کړ:
آسمانه بيا لکه چي نوي افسانې جوړوې
چي سر پر سر مي پرهرونه پر سينې جوړوې
تلېفون مي ته مي پام سو، د حکمت سروش مسيج راغلى وو Abdul Majib Babai gunned down، حيران سوم چي ارواښاد بابي صاحب ته دوعا او که يې قاتلينو ته ښيرا وکړم؟
په نور حال د خبرېدو دپاره مي انټرنيټ ته مخ کړ، د دې بدمرغي پېښي په هکله د ګران ملګري عبدالجبار فراز ايمېل هم راغلى وو .
انالله و انا اليه راجعون

د ارواښاد عبدالمجيد بابي شهادت که د هغه قاتلين هر رقم توجيه کوي، خو زه يې پر افغاني فرهنګ د دښمنانو ګوزار او پښتو شعر او ادب ته يوه لويه ضايع ګڼم.
د ارواښاد مشرانو وروڼو هر يوه محمدانور خان بابي، لطيف جان بابي، استاد عبدالرحمان خان بابي او د کورنۍ ټولو غړيو ته د جميل صبر غوښتنه کوم او مرحوم عبدالمجيد بابي ته د خداى (ج) له درباره د فردوس جنت غواړم.
م. عمر واحديار
ميسور، هندوستان




د نوري کلتوري ټولني پيغام:
په خواشنیۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پښتو ادب یوه نوم وتې څېره او د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رييس ښاغلي عبدالمجید بابی نن سهار د کور څخه دفتر ته پر لاري د وطن د دښمنانو له خوا په شهادت ورسېد.
د نوري کلتوري مرکز رهبري هییت او ټوله غړي ددغه تروریستي عمل په کلکه غندي او کورنۍ ته یې د لوی خدای له دربار څخه د صبر جمل غوښتنه کوي.

په درنښت
د نوري کلتوري مرکز رهبري هییت
کابل، افغانستان
========================================================

شهيد بابي دزړه سواندۍ يوه خاطره
نائب افغان
درنواوقدرمنولوستونکوتاسوبه خبرياست چي زموږدګران هيوادافغانستان اودګران کندهاريوفرهنګ پال ،زړه سواند اودافغانستان اوکندهاردکلتوراودودنوپالوونکى ارواښادشهيد حاجي عبدالمجيد بابى دهيواد دښمنوعناصرو له خواپه شهادت ورسيد ،زه به تاسوته دشهيدبابي يوه دزړه سواندۍ په سترګوليدلى صحنه بيان کړم ترڅودهغه شهيد دمهرباني اوزړه سواندي څخه خبرداره سي.

يوه ورځ چي کله زه رياست ته راغلم نوومي ليدل چي شهيدبابى دخپلونوروکارکوونکوسره دفترومخته په زينوکي ولاړدي زه هم دنوروکارکوونکوپه شان دده سره ودرم په دې وخت درياست يوه کارکوونکي شهيدبابي صاحب ته دده دموټرچلوونکي څخه شکايت وکړنوارواښادهم دخپلي شعبي په لوري دحرکت په حال کي وويل تاسي دى زماشعبي ته راولۍ ئ، درياست کارکوونکوهم داکاروکړاوهغه يې دده شعبي ته وروستۍ ده نوروکارکوونکوته يې په ټوکو وويل چي تاسي يې پښې ورپورته کړۍ چي بياداکارتکرارنه کړي په دي وخت کي يې د موټرچلوونکي له سترګو اوښکي راتوي سوي اوپه ژړايې پيل وکړ شهيدبابي صاحب چي ورته وکتل چي هغه ژاړي نودى هم په ژړاسو اوهغه يې ټينګ په غيږکي په مينه ونيوي اوويي ويل چي ماټوکي کولې ته په رشتياسوې اوپه مينه يې درخصت کړ اوپه ډيرخفګان سره په خپل ځاى کښنستۍ.
په درنښت
نائب افغان دکندهارولايت څخه



د ارواښاد عبدالمجيد بابي انځوريز البم
د ارواښاد عبدالمجيد بابي انځوريز البم – عکسونه : خليل الله سروري – کندهار

دشهیدبابي په ماتم کي

زه دارواښادشهیدحاجي عبدالمجید بابي دشهادت پرمهال په یوه سفرتللی وم اوددغه لوی غم په باب مي له خپلوقلموالووروڼو اوددغه ارواښادله کورنۍ سره دغمشریکۍ موقع لکه څرنگه چي لازمه وه، ونه موندله . داچي دوطن ،فرهنگ اوژبي ددغه واقعي خدمتگار شهادت څونه ځورولی یم،زماقلم یې دبیان قابلیت نه لري .

شهیدبابیه !
ستاپه مرگ دهررښتیني افغان تر زړه ویني څاڅي . تادوطن ټولي بدي ورځي پخپل کوراوخپل ټاټوبي کي تیري کړلې . تادخپل فرهنگ اوادب خدمت ته په ډېروناوړوشرایطوکي لیڅي راغښتي ول . تاد وطن اوژبي دعلمبردارانوتوغ په اوراومرگ کي اوچت ساتلی وو. تاد تاریخي کندهار د علم اوادب شمله دپخواپه شان جگه ساتلې وه . ستاوژنه دهیوادله فرهنگ ، ادب، ژبي اوتاریخ سره دښمني ده .

دشهیدبابي قاتله !
دغه گولۍ چي تاددغه مظلوم انسان پرسینه خالي کړې ده، په پاداش کي دي دخوراډېروهیوادپالو کرکه گټلی ده. واقعي گټه دي نه ده کړې .

تاته که ددغه هیوادپال په مرگ باندي دچاوچاله خواآفرین وویل سو،دازړه ته واچوه چي له دې آفرین سره نفرین هم مل دئ نوگویابیادي هم گټه نه کړې .

نوسترگي خلاصي که !
که دي داخیال وي چي په دې رازاعمالوبه دي ملت پرسینه باندي د قهرمانۍ مډال دروټومبي، خوزړه ته یې مه اچوه .دورورقتل بهادري نه ده ، نېکنامي نه ده،دآخرت توښه نه ده، ددنیا سرلوړي نه ده بلکي بې همتي ده، جفاده، نامردي ده .

مه کوه !دقلم له دښمنۍ څخه لاس واخله ځکه له قلم سره دښمني له وطن سره دښمني ده.

الهي !
دقلم څښتنان په خپل حفظ کي وساتې . دوی بې له تاڅخه پربل چاتکیه نلري .

لویه خدایه !
دقلم دښمنانوته هدایت ورکړې چي دښواوبدوتمیزاود دوست ودښمن تشخیص وکړای سي .

لوی څښتنه !
دشهیدبابي روح ته په علیین مقام کي ځای ورکړه .

م . هوتک
اوکویل ــ کاناډا
۲۸ فبروري ۲۰۱۰ع


دافغان ساینس پوهانودخواشينۍ  پیغام!
نیټه :- دمارچ میاشتې  پینځم : ۲۰۱۰ زکال
ځای : – دجرمني هیواد
په ډير ه خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ګران اسد دانش ساپي صاحب زلمی زوى ، خدای بښلی حسيب الله دورپېښې شوی ناروغۍ له امله دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په حق ورسيد.
(انالله وانا اليه راجعون)
 لوى څښتن (ج) په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي، کل نفس ذايقۀ الموت . مانا یې داده  چې هر نفس د مرګ څکونکئ دى. تاسو ته له همدغه واحد الله څخه د زړه صبر او زغم غواړم چې رب العالمین دی  .
 په داسې حال کې چې زه دیوه ساینس پوه په صفت دتاسوسره زمادکتاب په چاپ کولوکې اشناشوم اودستاسومینه دپښتوژبې اوفرهنګ سره راته مالومه شوه نو په همغه کچه ډیرځوریږم .   په دې درانه او نه جبرانيدونکي غم کې ځان  دستاسومحترمې کورنۍ سره شريک بولم .
په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنې په استازیتوب ، ارواښادخدای بښلي  حسيب جان ته جنت فردوس او  تاسوملي اوفرهنګی شخصیت ته له لوى الله ج څخه جميل صبر غواړم.
په درناوي
پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
په جرمني کې دافغان ساینس پوهانوټولنې مشر

تبصره نسته

  1. په ډير خفګيان سره خبر سوو چي پر پښتون قام مين ، د مرغۍ غوندي بې ازاره شاعر او ليکوال اود کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس محترم عبدالمجيد بابى د نامعلومو کسانو لخوا په شهادت رسول سوى دى .د نوموړي له کورنۍ ، دوستانو او د کندهار د ټولو ادب پالو او فرهنګپالو کسانو سره په دې درانه غم کي ځانونه شريک بولو. بې له زغملو بله لاره نسته ، دا مو وطن دى او دا مو حالات دي کنه بابى خو د مرګ لايق نه وو .
    ارواښاد ته د جنت فردوس غوښتنه کوو او د ارواښاد دوستانو او غم ځپلو ملګرو ته د صبر دعا کوو
    په درنښت
    د بُست راډيو اداره

  2. په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد خوږ ژبي شاعر، پياوړي ليکوال، وتلي ژورناليست او خواخوږی ټولنيز شخصيت ښاغلي عبدالمجيد بابي نن د کندهار په ښار کې د هېواد د فرهنګ او ادب د دښمنانو لخوا په شهادت ورسيدي.

    انا لله و انا اليه راجعون

    ارواښاد بابي د هېواد د ادب د ډګر ځلانده څيره، د افغاني کلتور د بيا پياوړتيا پلوي چي د هېواد دکلتور او مطبوعاتو د پياوړتيا لپاره نه ستړي کيدونکي چاري ترسره کړي او ډېري ستونزي ېي زغملي وي.
    د شهيد بابي هلي ځلي نه يوازي په کندهار کې بلکه په ټول هېواد کې د فرهنګپالانو او علمي ټولنو د تائيد او د منلو وړ دي.
    د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د هېواد د فرهنګ د دښمنانو دغه نا ځوانمردانه عمل په کلکه غندي، د لوي خداي (ج) د دربار څخه شهيد بابي ته جنت الفردوس، درني کورنۍ او د هېواد ټول فرهنګپالانو ته جميل صبر او زغم غواړي.
    روح دي ښاد وي.
    په درنښت،
    الحاج غرزي خواخوږی
    د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

  3. د روان لېږديز كال د كب د مياشتي د پينځمې نېټې په سهار، يو ځل بيا د پښتنو دښمنانو دې مظلوم ملت ته يو بد زيري وركړ.

    د كندهار ښار په څلورمه ناحيه كې د پښتو ژبي او قام د دښمنانو له خوا د پياوړي او زړور شخصيت ښاغلي عبدالمجيد بابي ويني توي شوې .

    د پكتيا ولايت ټول فرهنګيان او ژورناليستان د د ليكوال او د كندهار د اطلاعاتو او كلتور ريس عبدالمجيد بابي دغه بي رحمانه وژنه په كلكه غندي او وژونكو ته يي د سزا وركولو غوښتنه كوي .

    د پكتيا ولايت فرهنګيان له جمهور ريس حامد كرزي او نړيوالي ټولنې څخه په كلكه غوښتنه كوي چې د خداي بخښلي وژونكي ونيسي، په وژنه كې يي ښكېلې ډلې تشخيص او اولس ته يې له وروپيژندلو وروسته د محكمي ميز ته راكش كړي.

    دا چې خداى بخښلى بابى يوه ورځ وروسته له هغې وژل كېږي چې په هېواد كې د طلوع په نوم د شخصي تلويزيوني چېنل په اړه يې د حقايقو پر بنسټ ځينې سپينې خبرې كړې وې. د دې پېښې څېړونكي بايد همدغه خبره د پلټنې اصلي محور وګرځوي، چې د نوموړي په وژنه كې د نوموړې ادارې لاس لرل يا نه لرل روښانه كړي.

    د پكتيا د مدني بنسټونو ګډه جرګه

  4. په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتنو دښمنانو بابی په شهادت ورساوه زه د څښتن تالا نه دهته د پردوس جنت ، کورنۍ ته یې د زړه سبر او د پښتنو دښمنانو ته خراب جوند غوښتنه کووم.
    الله دې په ورهمیږي . امین

  5. نن مو چي د كندهار د اطلاعاتو او كلتور د رئيس عبدالمجيد بابي د وژنې خبر واورېد نو ډېر ورباندې خواشينى سوم او دا ځكه دومره خواشينى سوم چي موږ داسې خلك ډېر لږ لرو، كه څه هم ډېر پښتانه هره ورځ وژل كيږي خو د داسې پښتنو تشه ډكول ډېر كلونه غواړي، ځكه نو په داسې پښتنو باندې خواشيني كېدل او غمجنېدل فطري خبره ده.
    زه د دۀ له كورنۍ سره، د پښتو ژبې له ليكوالو او پوهانو سره- چي د عبدالمجيد بابي په وژنه غمجن دي- خپل غم ورسره شريكوم. اروا دي يې ښاده وي.

  6. دالله جلجلاله ټول مخلوق به دمرګ مزه څکی ! شهید ته دلوی پروردګار څخه دجنتونو غوښتنه او له غمځپلې ټولې کورنې سره یې په غم کې ځان شریک بولم . الحکم الله
    په ژوره خواشینې

  7. نن دسهار پر اته بجی کار ته دراتګ سره سم می کاری کمیوټر خلاص کړ‌ او دتل به شان می د لراو بر بیا بینوا … پا ڼې د نویو خبرونو په نیت یو په بل پسی کتلی . په خبرو کی می د مرجې او نادعلی نه د ویرجنو خبرونو انتظار درلود چۍ ناببره می د بینوا په پاڼه کی پر بابی د وسله والۍ حملی خبر تر سترګو سو باور می نه راتلۍ چۍ بابۍ دۍ هم د پښتنو د دښمنانو په لاس ووژل سی . خو خبر ډیر نوۍ سو او د هغه د مړینۍ په هکله وه . اوس هم نه پوهیږم چی ولی د یوه مسلمان ، پښتانه، ملکی دولتی کار کونکی وژنه د ا یو بل مسلمان په لاس روا وی ؟
    ما ارواښاد بابۍ د لمړې او وروستې ځل لپاره په۲۰۰۵کال کی په کندهار کی ولیدۍ . دۍ یو ریښتینۍ مسلمان ، افغان او پښتون انسان وه . پر بابی پښتو او پښنونوالې ګرانه وه ، پر بابی افغانستان او افغانیت ګران ول ، پر بابی اسلام او اسلامیت ګران ول ، ایا پر پښتنو ، افغانانواو مسلمانانوهم دۍ ګرانوه؟ که داسی وه نو بیا ولی د … په لاس شهید شو؟ که دمارجې او نادعلی بی ګناه خلک د پردو په لاس شهیدان کیږی نو د بابی وژونکی خو بهره نیان نه دی . دپښتانه لو غمیزه خو داده چی وژل کیړی هم دۍ او قاتل کیږی هم دۍ .
    په حقوقی نظر په افغانستان کی د ورور قاتل غازی نه دۍ . دورور د مړی غچ اخیستل هم په پښتنو کی نه سته .نو که بابی هر چاه وژلۍ خو پښتانه ، افغان او مسلمان نه دۍ وژلۍ . دبابی وژل د ټول هیواد او په خاصه توګه د اوڼ اندو لر او بر پښتنو لپاره یوه لویه غمیزه ده . په داسی حال کی چی دبابې درنی کورنۍ ته دلوۍ څښتن نه د جمیل صبر غوښتنه کوم ده ته د جنت فردوس د وعاکوم .

    روح دی ښاد او نوم دی تل پاتظ وې .

    حکمت الله حکمت د مالمو ښار سویډن 20100224

  8. abdul majeed babe ta de khudaye janat ferdaws naseeb ke aw da shaghale koranai ta de khudaye da zra sabar naseeb ke. da kar hatman da pashto dushmanano karai dai……….khudaye de da pashto dushmanan da tal dapara nabood aw ruswa ke. …ameen

  9. په ډيره خواشيني سره مي واوريدل چي ددې فاني نړي څخه يو بل د شعر او ادب ستوري د تل لپاره سترګي پټي كړي……انالله و انا اله راجعون……د خداي (ج) له دربار څخه ورته د جنت پردوس غوښتنه كوم او د نوموړي فاميل او ټولو فرهنګي ملګرو ته صبر جميل غواړم.
    او د طالبانو لپاره ډير د شرم ځاي دي چي د نوموړي د شهادت پړه پر غاړه اخلي ځكه چي اروا ښاد بابي صاحب خو كوم آمريكايي يا بل كافر نه وو كه چيري نوموړي كافر يا امريكايي واي نو بيا خو دي نه وژل كيدي ځكه طالبان خو يواځي د افغانانو دښمنان دي او امريكايانو ته داسي وريجي او غوښي وركوي لكه هغه امريكايي زنداني ته چي يي په پكتيا كي وركولي. خداي پاك دي طالبان خراب كړي چي زما تر اوسه د اجمل نقشبدي معصومه څيره په سترګو كي دوري دوري كيږي او دغو لعنتيانو يوه بله معصومه څيره هم په ذهن كي را چاپ كړه.

  10. بابي ګله! ستا دليدو په هيله
    کله چې مې انټرنيټ خلاص کړ ، نو پر همدې دردونکي خبرمې سترګې ولګېدې ، زړه مې وښويد، بيا پر موږ يوه بله ټکه پرېوته ، عبد المجيد بابی هم راڅخه ولاړ ، د ژوند قافله مو څومره ورو ورو درومي ، خو د مرګ هغه څومره په ځغاسته ده ، هسې خو مرګ له موږ سره روږدی دی ، موږ هغه ښه پېژنو اوهغه موږ د خپلې سزا وړ ګڼلي يو ، په ډېرو مرګونو مو له مرګه ګيله نه ده کړې ، خو په يو نيم مو خامخا له هر لوی او کوچني ذاته ګيله کېږي چې ولې يې دومره مجبور ليدلي يو.
    کلونه کلونه وشول چې عبدالمجيد بابی د خپل فرهنګ دغوړيدا پر هڅو بوخت و، ستړی و، ستومانه و ، د چا يې زنه نيولې وه د چا يې لاس او د چا لمنه ، ټولو ته په زاريو و ، چې زموږ دژغور لاره همدا ده ، په نورو لارو زړه مه خورئ . هغه نور دتل لپاره هر چاته له زاريو خلاص شو ، پر يو داسې سفر لاړ، چې بيا به هيڅکله رانه شي ، ځان يې دټول عمر لپاره بې غمه کړ ، خو موږ يې دټول عمر لپاره د غم پر ټغر کېنولو. بابی بيا له موږ څخه يو ګام دمخه شو ، خدای خبر چې عبد المجيد بابي پسې به دا ځل د کوم بل خدمتګار بابي وار وي، د مرګ کډه زموږ له کلي نه ځي . بابي ګله ! هلته ستا دليدو په هيله
    ستا يون ، نوی ډيلی ـ هندوستان

  11. د تکړه ليکوال ، خواږه شاعر او هڅاند اديب، د تاريخي کندهار د اطلاعاتو اوکلتور رئيس مرحوم عبدالمجيد بابي د وژنی وير د ټولو افغانانو ګډ ماتم دی .
    په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه د خپل ولس په دې لوی غم او درانه وير کی شريکه ده او د خپلو تسليتونو مراتب د خدای بښلي شهيد بابي صاحب درنی کورنۍ ، د افغانستان د وحدت او مرکزيت ازمايل شويو مدافعينو وطنپالو پراخو کندهاري ولسونو او ټولو خورو ورو افغان پرګنو ته وړاندی کوي .
    شهيد بابي ته دې لوی څښتن ښکلي جنتونه ور په برخه کړي او دده ميړنيو خلکو ته دې لوی او قادر خدای
    توفيق ورکړي چی د ګران تاريخي هيواد د پوره سالميت د اعادې او تل تر تله حفاظت دپاره نسلونه ،نسلونه …او نسلونه سر ښندنی ته تيار وطنپالان وروزي .
    امين يا رب العلمين .

    سيد جان کارواني
    په بريتانيا کی د اوسيدونکو افغانانو
    د ټولنی مشر

  12. سويډن دمالمو ښار
    د۲۰۱۰ م کال دفبروري ۲۳

    دخواشينۍ اوډاډگېرنې دڅرگندولو پيغام

    هغه لاسونه دي مات سي چې پر تاپروته سول

    تير ويرمولاهيرنه وو چي دپښتنو،علم اوفرهنگ قسم خوړلو دښمنانوزموږ ولس اوپه ځانگړې توگه دقندهاردتاريخي ښار اوسېدونکي دوير پر بلې کمبله کښېنول .
    نن سهار مودډله ايزو رسنيو له لاري دکندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رييس داروښاد عبدالمجيد بابي په شهادت رسېدلو ډير خواشينوونکۍ خبرترلاسه کړ .انا الله انا اليه راجعون
    ارواښادعبدالمجيد بابي د هېواد د ادبي ډګر ځلانده څيرې دډېرو ستونزواوکړاونو په زغملوسره په خپل ټول توان اوطاقت نه يوازي دکندهاربلکې دټول هيوادپه کچه دافغاني کلتورد پياوړتيا اوځلېدولپاره نه کيدو هېرېدونکي وياړلي خدمتونه کړي دي .
    اروښاد عبدالمجيد بابي يوغښتلي فرهنگي شخصيت شاعر اوتکړه ليکوال وو. دغه بېلگه او وړتيا ددې لامل وگرځېده چي دافغان ولس اوپوهې دښمنان نه غواړي داسي شخصيتونه ژوندي پاته سي .خوپدې بايد پوه وي چي د اروښاد عبدالمجيد بابي شهادت به نه يوازي داچي په زرهاوو نور پر وطن مين شاعران ،ليکوالان او اديبان راوزېږوي بلکه دهغه دشهادت دعاملينوپه وړاندي ئي دټول افغان ولس کرکه اونفرت راوپاراوه .
    په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښاد عبدالمجيد بابي په شهادت رسول اودغه تروریستي عمل په کلکه غندو، ځان دارواښاد دغمځپلې کورنی ،دوستانو،علاقمندانواوټولوفرهنگيانوسره پدې ستر غم کي شريک بولو د لوی خدای ( ج ) له دربار نه شهيد عبدالمجيد بابي ته فردوس جنت غوښتنه کوو.
    روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله

    دټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازيتوب
    حبيب الله غمخور

  13. ارواښاد عبدالمجيد بابي زموږ د وطن يو لوې فرهنگي شخصيت وو چي په ناځوانمردانه توګه د وطن د دښمنانو لخواپه شهادت ورسیده، زه دی لوی څیښتن له درباره مرحوم بابي ته د جنت فردوس او پاتې کورنئ ته یی د صبر جمیل دوعا کوم.

    په ژوره خواشینئ
    حفیظ خالد
    ——————–
    ای په جنګ کی ښکیلو!

    مه وژنئ بی ځایه انسان مه وژنئ
    نور دا جنګ ځپلۍ افغان مه وژنئ

    هرانسان چې وژنئ ټول عالم وژنئ
    ښار او د کوڅو لارویان مه وژنئ

    هر خواته چی ګورې هدیری ډکی
    نورزموږد خاوری بچیان مه وژنئ

    جنګ جګړه د ستونزو د حل لار نده
    خوشی مو زاړه او ځوانان مه وژنئ

    پریږدئ چی د سولې لمر راوخیږي
    دا زموږ د زړونو آرمان مــــه وژنئ

    ای په جنګ کی ښکیلو خالدغږ واورئ
    خدای ته ګورئ نورافغانان مه وژنۍ

    * * * * *

  14. د افغانانو د کلتوري پرمختیا ټولنې،
    دخواخوږۍ پیغام

    د خواشینۍ ځای د ی چې خپل شمارلي لیکوالان،شاعران او فرهنګیان یو په بل پسې له لاسه ورکوو.د ېوه د ویر ټغر ټول نه وي چې د بل خورشي . افغان ټولنه دخوځښت په دغه پاړکي کې د ارواښاد بابي شتون ته ډېره اړینه وه،خومیرڅمنو یې خوږ ژوند ته د پای ټکی کېښود.دا تشه برسېره پر دې چې د ارواښاد کورنۍ لپاره لوی ماتم دی،د افغان فرهنګ په زخمی او کم توان ټټر لوی ګزار ګڼل کیږي .
    زموږ ټولنه د ارواښادبابي درنې کورنۍ،خپلوانو اوټولو خواخوږو ته د زړه له کومي ډاډګیرنه وړاندې کوي .
    لوی څښتن دې ارواښادبابي وبښي
    د ټولنې مشر
    ملوک ازاد

  15. د PSDP له خواد خواخوږئ پيغام

    په ډیره خواشینئ سره مو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئېس عبدالمجيد بابى د مړینی دردوونکی خبر تر لاسه کړ.
    انا لله واناالیه راجعون

    خدای بخښلی عبدالمجيد بابى د پښتو ژبی پیاوړی لیکوال او شاعر ؤ، چی د خپل کولتور دبډاینی لپاره ئی لکه د خپلی کورنئ د نورو غړو په شان هلی ځلی کړی او د پښتو ژبی جولئ ئی ډکه ساتلی ده.
    د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) د ارواښاد عبدالمجيد خان بابى په غم کی ددوئ د کورنئ ښاغلی لطیف جان بابي ،غرڅنی خان بابی اونورو خپلوانو سره ځان شریک ګڼی . ارواښاد ته د لوی خدای له درباره جنت فردوس او خپلوانو ته د زړه صبر غواړی. .
    اروا دی ښاده وی.
    په درنښت
    نصیر ستوری
    دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP کاری کمیسون

  16. بابې ابدي سو

    د تيارو توري بلا
    بيا له کنډوو نه
    خپل ناولي
    نازولي
    کنډوو خوله
    او کنډوو فکره بچي

    د رڼا کلي
    رڼا خلکو
    وره ته ودرول

    بيا يي چټله منګول
    لا د پرون له وينو پاکه نه ده
    نن د يو بل لاروي
    په وينو لژنده سوه

    بابيه ؛ غم مه کوه
    زما او ستا ميندي بابيان زيږوي
    و هر بابي ته
    هر بچي ته به
    قلم ورزده کړي
    د وطن مينه
    او رقم ورزده کړي

    په قلمونو به رڼا وليکي
    د رڼا څرک به په بيا بيا وليکي
    د رڼا هري يوې څړکي سره
    بيا به بلا د تيارو لنګه نه سي

    بابيه موږ هم درځو
    موږ هم بلا ته
    په قلم کي دۍ
    لمر څرک ځای کړۍ

    لا قلمونه لږ دي
    لا يي رنګونه لږ دي
    لا به تر ډيره ډيره
    ستا لارويان
    او ستا ياران
    په وينو لژند
    بې کفنه
    ستا و لور ته درځي

    بلجيم
    24/02/2010

  17. da shaheed abdul maji babi da shahadat la amala che da watan ow namos da doshmanano la khawa pa shahadat waraseedi tol kandahar pa zangre doal da shaheed korni ow tol tol afghan wolas ta da dad ow tasalliat marateb wrande kawam loy khoday de da shaheed lwar janattona naseeb kre ow pa chang ki pa zangre doal ust. abdul raham babi ,latif jan babi , a. qayoom babi ,gharchani khan bibi ow qudratullah babi ta tassaliat ow khowsheni chargandawam.

  18. زه دښاغلي بابي وژنه په کلکه غندم دنوموړي شهید روح ته خپلې دوعاګانې وړاندې کوم او قاتلینو يي په دنیا او اخرت کې دالله څخه دعذاب غوښتنه کوم.
    دطالبانو ویاند په ډيره بې شرمۍ سره دنوموړي فرهنګپال دقتل پړه په غاړه واخیسته. طالبان دپښتنو دشخصیتونو په له منځه وړلو کې ډير مهارت لري او هغوې ته خو برګ نشي کتلی چې دوې يي په دښتو کې ډلې ډلې ووژل. لعنت دې وي په داسې خلکو چې دپښتنو ښوونځي سوځوي، مشران يي شهیدان کوي او کلي يي ورته په سره اورکې سیزي.

  19. زه د بابی صاحب په شهادت دیر غمجن شوم خو تولو پشتنو ته وایم چی د االله په خاطر را ویش شی. یو یو مو وزنی. باید پدی قضیه کی د طلوع تلویزون نه مکمل تحقیقات و شی .زکه چی بابی صاحب د مرگ نه یوه ورز مخکی د طلوع تلویزیون په خپرونو انتقاد نیولی وو. الله د بابی صاحب ته جنت نصیب کری.

  20. pa der khwasheny me da majeed babi da mrani khaber wawrade khudai de arwa shad lary aw korany ta de khudai saber warky ameen.pa kam qaam ke che da qalem khawendan wazal keze hagha qaam ba khudae kala hum la teyaro na wabasy khudae de per moz raham wake

  21. په خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چي د هېواد پياوړي شاعر، ليکوال مخور شخصيت او د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رييس ښاغلي عبدالمجيد بابي دکندهار په ښار کې په شهادت ورسيدي.
    انالله و انا اليه راجعون
    دکورنۍ ټولو غړيو ته د جميل صبر غوښتنه کوم او مرحوم عبدالمجيد بابي ته د خداى (ج) له درباره د فردوس جنت غواړمه.

  22. بابي صاحبه ډيرخوشبخته يي الله شهادت درباندي ولوروئ خو بدبخته پښتون ولس دى چه ستاغوندي اديب لوړاوپوه شخصيت څخه محروم سو تروريستان چه دطالب دمقدسه نامه څخه ناوړه ګټه پورته كوي پدي كارسره وښودل چه دوى دافغانستان اودپښتنو دوياړونوسره څومره جفا كوي . لعين او مختوري قاري يوسف احمدي په ډيري سپين سترګي سره سمدستي ومنل چه ددوى فرعوني او شدادي ډله بابي صاحب په شهادت ورساوه خو كه څو ك فكروكړي بياهم خبره پنجاب او اي ايس اى ته راجع كيږي چه دتيرو پاليسيو په تعقيب بيا هم موږ ته وياړلي اوپوه كسان نه پريږدي اوددي كارلپاره يي طالبان دير وړاومناسب مزدوران اوغلامان دي چه دپښتون په وينو هيڅ نه مړيږي خو زه په پښتنو ږغ كوم چه حكومت خپله مفسد دى هغه ددي وړتيانلري چه ددي شرمښانو ابليسانو مخه ونيسي راسئ پخپلو كي سره يوسو او دغه مزدوران چه دملا اوطالب په نامه زموږ په مساجدو اوټولنوكي ننوتلي دي مخه ونيسو او دخپلو بچو اوافغان غيورولس اينده ددغو داړه مارانو او ملعونياڅخه وژغورو. يا به يو كيږو كني وركيږو

  23. الله دی ارواښاد عبدالمجیدبابی ته جنت فردوس ورنصیب کړی اودکورنی ټولو غړوته دی الله صبر جمیل ورکړی .دپاکستان داستخباراتی ډلی (ایی ایس ایی)غلامانوبیایوداسی شخصیت شهید کړ چی تل یی داسلام ،افغانیت ،پښتونولی اوافغانی کلتور دټینګ ساتلولپاره کارکړی ووخوزه دارواښادقاتلینو ته وایم چی ایی ایس ایی یوځل بیاډیره جفا درسره وکړه او په دی نیت چی جنت به ځی ددوزخ لمبو ته یی برابر کړی .

  24. دفرعون ،نمرود ،شداد اوجنرال بي شرف بچيانودطالب په جامه كي يو ځل بيا افغان ولس ته خپله كرغيړنه څهر ه څرګنده كړل چه ازلي اوقسم خوړلي دښمنان دپښتون ولس ،دترقي او دارامي دي . دوى په اثبات ورسول چه دنړى په تاريخ كي دغسي وحشيت بل چا نه دي ترسره كړي لكه دوى چه په پښتنو خصوصا په كندهاريانو ترسره كوي دكندهارښار كوركور ددوى دظلم او بربريت په ټغرناست دي ، دا لعينان حتي په دي هم نه شرميږي چه خپلو وحشي او استبدادي كړنو ته دجهاد نوم وركوي په ټول كندهاري ولس زما دا ږغ دى چه پورته سي لكه څرنګه چه د ګرګين ،انګريز اوروس په خلاف مسلحانه جهاد اومبارزه پيل كړل اوټول هيواد يي ددوى دظلم څخه وژغورئ ددغه ازلي دوږخيانو اومرتدينو تروريستانو په مقابل كي راپاڅي اوپه يوه ږغ اوقوت سره ددوى دظلم كمبله ورټوله كړي او خپلي مور بي نظيري ته يي وروليږي

  25. ارواښاد مجيد بابي دکندهار د زاړه ښار دنارنج دکلا دلرغونو ځايونو په ساتنه او همدارنګه ځينو لرغونو ځايونو او مقبرو ته په ګډون د ميرويس نېکه زيارت ته پښتو لوحې جوړي کړي. نور يې هم ښه کارونه وکړل. خو زموږ په هيواد کي اور بل دی وچ او لانده دواړه پکښي سوځي. بايد روشفنکران پښتانه نه يوازي دپښتنو دګټو په خاطر دخپل ژوند په خاطر هم بايد دګوډاګي او مزدور ژيم دملګرتيا څخه لاس واخلي.

  26. له بده مرغه دا دی دا ځل د تورتم استازو او دقلم او ژبې دښمنانو له موږ څخه د افغانستان یو تن منلی ، مسلمان او زیارکښ ژورنالیست ، لیکوال او فرهنګي خادم واخیست ، هغوي په خپلو ناولو مرمیو د یو بل خدمتګار پښتون ټټر سوری سوری کړ ، هغوي لا اقل ددې اندېښنه هم و نه کړه چې په دا دومره بډایه او مړه دموکراسۍ کې د پښتو ادب او ژورنالیزم برخه څومره محدوده او کمزورې ساتل شوي او که شته هم دا یو څو په شمار زموږ فرهنګیان چې یو یو رانه په دې او هغې نامه وژني او دا دی اوس یې تل یاد عبدالمجید بابی په نښه کړ، دا لا څه کوئ چې بیا دا قاتلان پر خپل ناولي عمل ویاړ هم کوي . لوی خدای دې بابی صاحب وبښي او ښه جنتونه دې ور په برخه کړي . او قاتلانو ته تاترین دوزخونه غواړو .
    د خپلواکۍ فرهنګي مرکز او دلته په ډنمارک او ټولو سکندناوي هېوادو کې یو شمېر په کلتور مین افغانان ، په دې توګه په داسې حال کې چې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریًس ترور د هېواد ملي کلتور ته د خدمت په لاره کې یوه ستره ضایعه او کمزورتیا بولې ، د ارواښاد بابي له کورنۍ ، دوستانو ، خپلوانو او ټولو افغاني فرهنګیانو سره په دغه غم کې ځانونه شریک بولي او دوي ته د پاک الله له دربار څخه د جمیل صبر هیله کوي .
    موږ په دې توګه دا هم څرګندوو چې اوس اوس د هېواد دښمنان د پښتنو فرهنګیانو او د کلتور د لارې د خادمانو د ورکولو نیت په سرونو کې ګرځوي ، ټول افغان ملت باید په یو لاس او یو غږ او په پوره هوښیارتیا د دښمنانو دغه ناولي اعمال نه یوازې وڅاري چې په هرې ممکنې ذریعې یې مخه هم و نه نیسي .
    الله دې زموږ او د هېواد مل شي .
    د ګران افغانستان د کلتور د خادمانو د هوسا او بسیا ژوند په هیله .
    په درنښت
    یوسف هېواددوست

  27. شاغلیه بابیه !
    د فروس جنت دی ځای شه

    ګرانو پشتنو ورونو او خویندو ! شاغلی بابی دی خدای پاک وبخښی ، هغه خو یو ژورنالست او لیکوال ؤ او دایی ستر جرم ؤ چی هغه یو پښتون لیکوال ؤ ځکه خو یی راته را شهید کړلو، اوس دی هغه خدای وبخښی راځی چی دغه مرحوم ته دعا وکړو او الله پاک ته یی وسپارو او بی رحمه قاتلینو ته یی ښیراوی وکړو.
    ګرانو ! راځۍ چی دا د مړو لمانځنه پریږدو او خپله توجه ژوندیو پښتنو لیکوالانو ته راواړوو ، راځۍ چی د ژوندو لیکوالانو او د پښتنو مشرانو ساتنه وکړو، په هرځای کی چی یو پښتون ژورنالست ، ډاکټر ، انجنیر ، قومی مشر، سیاستوال یا بل کوم شخص وژل کیږی نو وروسته له هغی چی هغه ووژل شی نو مونږ یی بیا صفتونه شروع کړو چی دا یو ډیر لوی عالم او لیکوال ؤ خو چی ژوندی وی هیڅ څوک یی په قصه کی نه وی او یو د بل پښی وهو چی که فلانی ته ضرر ورسوم نو زه به پکی ګټه وکړم ، خو ګرانو پښتنو ورونو او قدرمنو خوییندو راځۍ چی ټول په یوه ټغر سره راټول شو او د پښتنو مشرانو ، سیاستوالو، ډاکټرانو ،انجنیرانو ، لیکوالانو او نورو پښتنو ساتنه وکړو او مخکی لدی چی مونږ ددوی مړی ولمانځو باید د هغوی د ژوند ساتنه وکړو.
    وای چی ( پښتون مړ قوم دی چی دمړو لمانځنه کوی ) خو هیڅ څوک هم د ژوندیو لمانځنه نه کوی بلکی یو پښتون د بل پښتون پښی وهی او غواړی چی له پښو یی وغورزوی ،

    په پښته مینه

    نواب خان

  28. په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد تکړه شاعر ، ليکوال او د ملت خدمتګار د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس ښاغلی عبدالمجيد بابی نن په شهادت ورسېده.
    مېرمن کلتوري تولنيز بهير د پاک څښتن له دربار نه اروا ښاد ته د فردوس جنت، کورنۍ او مينه والو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.
    انالله و انا اليه راجعون
    په درنښت
    د مېرمن کلتوري ـ ټولنیزبهير دارالانشا

  29. الله دی ارواښاد عبدالمجیدبابی ته جنت فردوس ورنصیب کړی اودکورنی ټولو غړوته دی الله صبر جمیل ورکړی
    ارواښاد بابي د هېواد د ادب د ډګر ځلانده څيره، د افغاني کلتور د بيا پياوړتيا پلوي چي د هېواد دکلتور او مطبوعاتو د پياوړتيا لپاره نه ستړي کيدونکي چاري ترسره کړي او ډېري ستونزي ېي زغملي وي.

  30. دخپل ارواښاد فرهنګي ملګري شهید بابي صاحب مظلومانه شهادت خورا وځورولم،الله (ج) دې پرې ورحمیږي . دافغاني فرهنګ دغه پالندوی دملي ارزښتونو په خوندي ساتلو کې یو نه ستړېدونکی شخصیت و او همدې جوهر یې د ملې ارزښتونو دښمنان پرې وخښمول. پښتانه، په خپلو ښوونځیو پسې دادی دخپلو خدمتګارو فرهنګیانو د له لاسه ورکولو دزهرجن جام په سراړولو ته اړ ایستل سول. یوازې پخپله پښتانه دملي شعور د پیاوړتیا پرمټ خپلې دغې روانې بدمرغۍ ته دپای ټکی ایښودلای سي.
    زه دارواښاد بابي فرهنګپالې کورنۍ،افغان فرهنګي کهول او پښتني ټبر ته دزړه صبر غواړم او دوعا کوم ، چې لوی څښتن دې ددغه فرهنګي شهید له وینو څخه زموږ دملي شعور ويښتیا ته رنګ وبښي.
    آمین
    په اوښکو
    عبدالغفورلېوال

  31. ګران احسان جانه ؛پسله سلام څخه دي ښه صحت غواړم ،تاسو ته مي پر٢٤نيټه دبابي صاحب دشهادت په خبريدوسره دستي ،دخپل زړه درد او دسترګوداوښکوپيغام لومړی ستا صفحې ته در وليږی،څوتر ټولونه مخکي دهغه روح ته دوعا وکړم ، خو تر اوسه مي ستاسو په صفحه کي نه دی ليدلی .که چيري نه وي درسيدلی چي يوځل بيا کوښښ وکړم ، په درناوي ستاسو دوست ننګيالی بڅرکی

  32. ګران احسان جانه ؛پسله سلام څخه دي ښه صحت غواړم ،تاسو ته مي پر٢٤نيټه دبابي صاحب دشهادت په خبريدوسره دستي ،دخپل زړه درد او دسترګوداوښکوپيغام لومړی ستا صفحې ته در وليږی،څوتر ټولونه مخکي دهغه روح ته دوعا وکړم ، خو تر اوسه مي ستاسو په صفحه کي نه دی ليدلی .که چيري نه وي درسيدلی چي يوځل بيا کوښښ وکړم ، په درناوي ستاسو دوست ننګيالی بڅرکی

  33. په کندهار کي د ځوانانو د اړيکو او معلوماتو مرکز ټول کارکوونکي د خپل مهربان رئيس ارواښاد عبدالمجيد بابي د شهادت له امله په اوښکو ژاړي د ژور خفګان د څرګندولو تر څنګ له ستر او مهربان خداى ج له دربار څخه ورته د فردوس جنت او د هغې دنيا د ښوو او ښاديو غوښتنه کوي، کورنۍ او بچيانو ته يې له ربه ج جميل صبر او عضونه غواړو.
    امين

  34. د غمشریکۍ پیغام
    په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې نومیالۍ لیکوال، شاعر او فرهنګپال او د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ارواښاد عبدالمجید بابی د نامعلومو اشخاصو له لوري په یوه ترهګریزه حمله کې په شهادت ورسید. انا لله و انا الیه راجعون
    د وردګو د کلتوري یون مشرتابه پلاوی زموږ د هیواد په فرهنګي کړیو او شخصیتونو باندې دغه راز ترهګریز بریدونه غندي او د ارواښاد عبدالمجید بابي د شهید پالې کورنۍ سره په دې ستر غم کې ځان شریک ګڼي.
    موږ په داسې حال کې چې د شهید بابي کورنۍ تسلیت وایو او په دې درانه غم کې خپل ځان ورسره شریکوو اروښاد ته د لوی خدای له دربار څخه د فردوس جنت او د کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوو.

    د وردګو کلتوري یون

  35. په ډیره خواشینۍ موواوریدل چه دهیواد اوپښتوادب اوفرهنګ نوموتې څېره اوخواخوږۍ افغان ښاغلی عبدالمجید بابۍ دافغانانو اوروښنایی ددښمنانو اودتوروتیاروددوستانولخواپه ناځوانه توګه شهیدکړای سو اویوځل بیا پښتانه اوټول افغانان دغم پرټغرکښیناستل.
    په بلجیم هیوادکې دافغان کلتوری بهیر غړی اومېشت افغانان پداسې حال کې چه دارواښاد بابی وژنه په ډیروسختو ټکو سره غندی ،دلوی خدای ج څخه دارواښاددرنې کورنۍ ، دوستانو اوهمدارنګه دهیواد ګرانوفرهنګیانو اوفرهنګپالو ته دلوی صبراوزغم غوښتنه کوی.
    دخدایبخښلی بابی شهادت یوځل بیا دګران وطن افغانستان ددښمنانواصلی څیره او شوم نیتونه رابرسېره کړل اودایی وښوده چه دوی ددې هیواد دمعنوی هستیو ړنګولواوله منځه وړلو لپاره څومره ژمن دی . که پرون یی په هلمند کې ګران روحانی راشهید کړ نن یی دادۍ په لوی کندهار کې بابۍ راشهید کړ اوخدای خبر چه سبا به دبل کوم روحانی او بابی وار وی . دښمنان به زموږ دسر خلک راوژنی ، زموږ دمعنوی هستۍ ستنې به راماتوی او موږ افغانان اوپه تېره پښتانه به لاهمداسې خپل تر منځ اخته اوورته لاس ترزنه ناست یو. دغلیمانو په لاس دبابی شهادت دافغانانودسپکاوی اودکندهار دادارې د ضعف په معنی دۍ او افغان دولت مکلف دۍ ترڅو دده قاتلان ژرترژره پیدااوپه سزایی ورسوی ، که نه نو دابه ددولت بر لمن یو نوۍ نه پاکیدونکۍ داغ وی .
    دارواښاد بابی سره دې لوی خدای ج په آخرت کې ښه وکی او دده قاتلان دې په خپل عذاب اخته کړی .
    په درنښت
    افغان کلتوری بهیر – بلجیم
    دمشرتابه جرګې په استازیتوب
    پوهنیارسیدحضرت

  36. بابييه!
    په وژلو دي، د زړه له کومي خواشينی سوم . اروا دي ښاده غواړم .
    خپلوانو او عزيزانو ته دي خدای صبر او زغم ورکه .
    د بابي بې رحمانه وژنه، د تورمخو او تورزړو پر کرغېړن تندي دنه بخښوونکو جنایتونو يو بل تور داغ دئ .
    له فاسدو، مزدورو او جنايتکارو واکمنانو سره د مبارزې په نامه د بې ګونا هيوادوالو ويني تويول، له انسانيت، اسلاميت، افغانيت او پښتونولۍ څخه بېخي ليري کار دئ .
    د پردو په شيطاني وسلو او باروتو، د ناګرمو افغانانو ککرۍ او ټټرونه سوري کول، زموږ د انحطاط، ړوندوالي او جهالت لويه نخښه ده.
    خدای دي د ټولوافغانانو زړونه د حق په رڼا نوراني کړي، چي ګرم او ناګرم وپېژني؛ او په خپلو لاسو خپله جونګړه ورانه نه کي .
    هارون خپل

  37. کندهار يو ځل بيا د وير ټغر هوار کړ
    زمانه چې پر مدار د کينې راشي
    د ادب پر منارو ټکې پرېباسي
    (علامه رشاد بابا)

    کندهار يو ځل بيا د يوې داسې هستۍ په ماتم د غم ټغر هوار کړ چې ټول عمر يې د خپل کندهار او پښتون ولس پر بد حالت کله د شعر او کله هم د نثر په بڼه د قلم لېمه لانده کړي او ژړلي يې دي.
    دا هستي هماغه عبدالمجيد بابی دی چې د عمر ثمره يې د پښتنو په غم کې توی شوې (پښتنه اوښکه) د پښتو خواخوږو لپاره ويل شوی (ستاينې او ويرنې) د خدمت په ولولو بهاول شوی (جغرافياوي سيند) او … دي.
    هغه د پښتانه ذهن د روښانولو لپاره خپل د صورت وينې توی کړې دي، وخت پر وخت يې د ادب، ټولنپوهنې، ارواپوهنې او تاريخ په برخو کې متفريقې ليکنې او ژباړې کړې چې په ورځپاڼو او اوونيزو کې خپرې شوې دي، هغه د خپلو خدمتونو، سپېڅلو احساساتو، ورين تندي او درانه شخصيت په مټ زړونو ته ژوره لاره کړې وه. ځکه يې نو نن وير هم دومره زور دی چې ډېرو ګرېوانونو ته يې د اوښکو بهيرونه جاري کړل.
    ياد دې يې تل او فردوس جنت دې يې ځای وي

    Basarki.weekly@yahoo.com

  38. ننګيالی ـ بڅرکی
    زموږ په قسمت کي لکه چي يوازي اوښکي او غم دی؟
    دشهيدعبدالمجيدبابي په ناګهاني شهادت سره: نن پښتانه منورين ،بيا ديوه داسي غم سره لاس اوګريوان دي چي تيرغم يې ځای پر ځای هيرسواو يوبل غم ورسره جمعه سو، دتيروغمونواوښکي خولا تر اوسه نوې وچي سوي ، چي نورو اوښکو سيلاب وکړ،ددې مظلوم پښتون ملت ګناه څه ده؟ نن دپښتنو هغه دقلم ،علم اوادب خلک په نښه کيږي .دهراته بيا تر با جوړه او هغه سيمي چي پښتانه په کښي ميشت دي ،هر ورځ په لسهاو پښتانه وژل کيږي ،دنړۍ ستر سرمايداري هيوادونه دناټوپه نظامي تشکيل سره دډموکراسۍ تر نامه لاندي ،ددې هيوادپه دننه کي هغه ظلمونه ،ناخوالي اوغيري بشري کړني سرته رسوي ، چي زموږ نړۍ يې په تيرو وختونو کي بيلګه نه لري ،نړۍ خپل بيلانس دلاسه ورکړی دی.امريکايان دملتونو، قومونو او هيوادونوپه ژوند اوراتلونکې باندي لوبي کوي.زموږ په هيواد کي تر اتيافيصده ډيرخلک غواړي ، چي اشغال ګر قوتونه دي نور زموږ دظلم څخه لاس واخلي اوداخاوره دي نور افغانانو ته ورپريږدي، په څو خوږو شعارونو دي ،ددې خاوري تماميت ،آزادي ،رفاه استقلال نه را نيست اونابوده کوي.افغانانو دتاريخ په اوږدوکي هم آزادي په خپلو مټواخيستې وه ،هم يې په قدر پوهيږي، هم يې دهيواد په دننه کي خپله ډموکراسي لرله او هم يې ساتلې وه ،خو هغه وخت چي خارجي مداخلې را پيل سوې ،نو يې هم زموږ ټوله روبنايي بنسټونه را خراب کړه .نن ورځ چي دناټو ٤٤هيوادونه دامريکاي اشغال ملاتړي دي ،په هيواد کي تر بل هر وخت امنيت خراب اودافغانانوژوند ، فرهنګ ،کلتورته سخت ګواښ متوجه دی.
    دشهيد عبدالمجيد بابي پرمړينه ، نه يوازي دهغه منوره کورنۍ بلکي؛ټول لراوبر پښتانه او افغانان ژاړي ،پر کندهار دماتم تور لوګی ګرځي.دغم کمبله مو ټوليدل نه لري ،داوښکودستمالونه موداوښکو توان نه لري ، پرپښتنو خو ښونځی ،علمي مؤسيسې وتړل سوې اوس هغه څه چي دپخوانيو وختونو راپاته منورين اودقلم خاوندان دي هغه هم يو،يورا څخه اخيستل کيږي. زه دخپل ځان او داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني په استازيتوب ددولتي چارواکو څخه غواړم چي ددغسي شخصيتونو ،دقلم دخاوندانو او منورينو ژوند ته پا ملرنه وکړي.هغوی ته کورونه دامن په ځای کي ورکړل سي،اودمحافيظنوپه وسيله سره هغه وساتل سي.او دشهيد عبدالمجيد بابي قاتلان بايد ونيول سي اوددولت يا قانون ومنګولوته دي وسپارل سي ،په دې باب نه يوازي دولت بلکي ؛ددولت دخالفينو څخه هم زما غوښتنه دا ده ،چي ددغسي هيوادپالوژوندته پاملرنه وکړي.که نه ددې قوم اينده په تاريکي کي ده اويوه سخته دسيسه پښتون قوم ته متوجه ده.
    نن چي شهيدبابی زموږ په منځ کي نسته دايوه لويه ضايعه بولم،هغه په کندهار کي دکلتور،ادب اومذهبي بنسټونو دپاره ، دوياړ وړ خدمتونه کړي وه. دهغه په مرسته په کندهار کي موزيم دبيا دپاره فعاله سوه ، هغه دکندهار هغه کتابخانه ، چي دمجاهيدنو په وخت کي په خپل منځي جنګونو کي په سل کي اتيا فيصده خرابه سوې وه بيرته ورغول . اوددولتي مطبعې ماشينونه يې هم دبيا لپاره سمبال کړه ، شهيد بابي ، په کندهار کي داطلاعات او کلتور په برخه کي ډيرو ټولنو،رسانيو ته دخپرونو چانسونه برابر کړه، وشهيد عبدالمجيد بابي ته داطلاعات او کلتورهغه دکړاوه ډکه ؛خو مهمه چوکی ور په برخه سوه چي په پخوا کي هم دافغانستان هغه ډيرو لووړو ليکوالان اودوخت نامتو دقلم پريشتې پر نوموړي مقام ناست وه.که څه هم نوموړی رياست په ١٣٠١هـ ش کال منځ ته راغلی ؤ.چي تر اوسه يې موږ په کارنامو افتخار کوو.لکه : مرحوم عبدالعز يز خان ،مرحوم عبدالحی حبيبي صاحب ،مرحوم عطايي صاحب ، مرحوم اغامحمد کرزی صاحب ،مرحوم ايوبي صاحب ، مرحوم عبدالصمد ويسا صاحب ، مرحوم محمد علم بڅرکی صاحب اوداسي نور منورين ،چي نوموړی رياست يې پرمخ په برياليتوب سره وړی.او دطلوع افغان نامتو ور ځپاڼه يې چلول ، شهيد بابي صاحب هم نوموړې ور ځپاڼه او دکندهار کلتوري ارزښتونه په ډير هوښيارانه توګه پر مخ بيول.دنوموړي شهادت نه يوازي دکندهار فرهنګيان نا ارامه کړه .بلکي دټولو پښتنو ورڼواوافغانانو دپاره يوه نه جبرا کيدونکې ضا يعه ده . داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه دهغه کورنۍ اود شهيد دوستانواو پلويانو ته دزړه له کومي تسليت وايي اودايوه نه جبرانيدونکې پيښه ګڼي خدای دي دته جنتونه ور په نصيب کي .(انالله وانا اليه را جعون)
    داحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني مشر
    ننګيالی بڅرکی

  39. د بابی ناڅاپی مړینه او د فرهنګپالو ویر

    د عبدالمجید بابی غم لړی خبر افغانانان په تیره بیا
    علم او فرهنګ مینان یو ځل بیا د غم پر ټغر کښینولد

    شهید بابی د پښتو د شعر او ادب په اسمان کی هغه ځلانده ستوری و چی ځلا یی په تیره بیا د کندهار پر ادبی بهیر باندی غوړولی وه . .
    په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنه په داسی حال کی چی د علم او فرهنګ ددښمنانو په وسیله د هغه وژنه غندی ، د مرحوم دوستانو ، ملګرو او فرهنګیانو ته د زړه صبر غواړی .
    روح دی یی ښاد وی .

    په ډنمارک کی د افغانستان دفرهنګ د ټولنی د مشر تابه جرګه ګی
    په استازیتو پ زمری محقق

  40. طالبان دبابی غوندی کسانو په وژلو سره نورهم دځان په وړاندی دخلکو کرکه راپاروی.
    دتیری چهار شنبی په ورځ لیکوال شاعراو دکندهار داطلاعاتو اوفرهنګ ریس عبدالمجیدبابی شهید شو.
    دکوم ځنډ پرته وسلوالو طالبانو چی له دی وړاندی یی هم داسی څو نور سرونه له منځه وړی وو دهغه دوژلو مسوولیت په غاړه واخیست .
    نه پوهیږم چی وسلوالو طالبانو به د خدای بخښلی بابی په وژلو څه ترلاسه کړی وی .
    که یی ددی وژنی څخه هدف جهاد وو او دوژنکو دا هیله وی چی په دی جهاد سره به جنت ته ولاړشو نو زړه ته می نه ولیږی ځکه شهید بابی هغه څوک وو چی داسلام دسپیڅلی دین دنورو اصولو دپرځای کولو ترڅنګ یی پنځه وخته لمونځ پروخت ادا کوی او ترڅنګ یی خلکو اوټولنی ته ستاسی دکړونو خلاف دبدو پرځای ښه رسول.
    هغه یو ښوونکی وو تاسی چی ځان د دین ستنی بولی او شعارمو دین ته خدمت دی ایا دغه مبارک دین تاسی ته دا وایی چی ښوونکی ووژنی ، غوږونه یی پریکړی ، حلال یی کړی ؟
    فکر کوم چی ځواب به مو منفی وی او تاسی به دا دلیل وړاندی کوی چی بابی د دولت کارکوونکی وو او موږ د دولت کسان نه پریږدو
    په ځواب کی وایم چی هغه د دولت داسی کار کوونکی وو چی اسلام او خلکو ته یی خدمت کوی هغه وژونکی او جنایت کار نه وو هغه دځان سره ساتونکی څه چی عادی چاقو هم نه کرځوی .
    تاسی خو تل د داسی کسانو په وژلو پهلوانان یاست هغه چی ستاسی سلګونه ملګری یی په ګانټینرونوکی وسوځلو او سلګونه تنه نور یی په دښتونو کی په ډلیزه توګه ووژل هغه همداسی سری سترګی کرځی تاسی دکښته نه ورته پورته هم نه شی کتلای .
    دا هم په زره کی راګرځی چی هغه وژونکی په دی ډیر خوشحال وی چی دولتی چارواکی یی وواژه خو دی ته فکر نه کوی چی دهغه څخه څلور اولادونه دوی لوڼی او دوه زامن چی ډیر واړه دی یتمان شوی دهغوی ساتنه به څوک کوی ډوډی به ورته څوک پیدا کوی هر سړی خو ستاسی غوندی لنډغر نه دی کور لری بچان لری .

    دا هرڅه پرځای پریږده دی ته فکر وکړی چی یو انسان په څومره زحمتونواو خواریو را لوی کیږی دمور اوپلار هغه زحمتونه چی په کوچنوالی کی یی پرځان ګاللی وروسته دهغه د روزلو لپاره څومره زحمتونه ایستل کیږی خو کله چی ټولنی ته دګټی شی تاسی یی دیوی مرمۍ کی .
    په پای کی وایم چی تاسی د داسی کسانو په وژلو سره نورهم دځان په وړاندی دخلکو کرکه راپاروی

  41. ډیر خواشنی یم چی یوه داسی څیره دلاسه ورکوو چی دقلم او ژبی څخه یی ټولنی او خلکو ته ګټه رسیده .
    ارواښاد عبدالمجید بابی په واقعت سره هغه څوک وو چی دخپلی ټولنی او ژبی لپاره یی نه ستړی کیدونکی هڅی کولی .
    دده په وژلو خواشنی یم او کورنۍ ته یی دلوی صبر غوښتونکی یم .
    په درنښت
    محمدصادق رښتینی نوی ډیلی

  42. په خواشيني سره مو دا خبر تر لاسه کړ چې نمتو او د پښتو د ژبې وتلی شاعر او ننګيالی پښتون ليکوال غير سياسي يو ټولنيز شخصيت د نامردو او د پرديو د غلامانو په ډزو ويښتک سوی او په شهادت رسول سوی دئ.
    انا الله انا اليه راجعون
    لوی او پاک الله تعالی دې د دهٔ ارواح وبخښي او د دهٔ وکورنۍ ته جميل صبر ور په برخه کړي.
    د يو اديب لمنځه وړل د فرهنګ وژنه ده او زمونږ په غم ځپلي افغانستان کي اوس نور خو پريږده اديبان هم وژل کېږي نو انصاف به تاسو ته په لاس درکړو چي تاسو يې څه بولی خدمت اسلام ته او که د اسلام پر ضد، خدمت وطن ته او يا د هېواد پر خلاف . دا مونږ يو ننګين او د شرمه ډک عمل بولو خدای پاک دې قاتلينو ته په دنيا او آخرت کي سخت سزاګاني ورکړي. او دوی چي پرځان ته د طالب ، مجاهد او … نومونه ايږدي اوس به د افغان مخلوق په مقابل کي به څنګه دريږي او بيا په کومو سترګو به ګوري؟
    هو د خدای بخښلي الحاج عبدالمجيد بابي ګناه دغه وه چي مسجدونه يې آبادول او د ÷ښتو دژبې دتايخ د موزيم د جوړولو ارمان يې درلودل، د سولي او دميني شعرونه يې ويل او خلکو ته خادم ؤ مسلمان او پر وطن مين ؤ،
    د رب العزت "ج"د درباره څخه د محترم لطيف جان بابي او د بابيانو لويه کورنۍ ته او ټولو دوستانو د قلم او ادب دوستانو ته صبر جميل غوښتنه کوم .
    لويه خدايه مونږ د دغو بد مرغيو او بې اتفاقيو څخه وژغوره او پر مونږ رحم وکړه، او زمونږ سوله ، عزت او غرور مونږ ته بيرته راوګرځوه. ته قادر او توانا او يواځې ته دا کولی سې.
    په درنښت
    وزير نورزی

  43. پہ ڈیر خواشنی سرہ مو خبر تر لاس کڑ چی د پشتو پیاوڑی شاعر او تکڑہ لیکوال شاغلی عبدلمجید بابی پہ ڈیر بیرھمانہ ڈول پہ شھادت ورسول شو إنا لله و إنا لله راجعون خدای دی مرحوم شھید بابی تہ جنت فردوست ور پہ نصیب کڑی موژ د مرحوم بابی د کورنی سرہ پہ دی سترغم کی برابر شریک یو خدای ٹولو تہ سبر جمیل ورکی

  44. پشتنوتر څه وخته به ژاری سترګی مو ددیرو ژرلووچی شوی تر څو به
    یو یو یا په دله ایزه توګه مو وژنی د خدای په خاطر راویښ شی بیړی
    دوبیزی د هره ورځ مرګ نه ځانونه وژغوری پرون شپه می د لطیف جان بابی سره می دیر وژړلی ژړا څه خوږ دا لږ کړ خو مجید بابی یی راژوندی نه کړ بس د بابی د نامراده روح په خاطر یو موتی شیږ

  45. دميدان ځوانانودټولنې دخواخوږۍ پيغام
    څـه لمبې لمبې نــارې وهـې آسـمـانه
    داوطن چې پیداشوی دى تنــوردى

    په خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړ،چې دهېوادتکړه شاعر،ليکوال،اديب اودملت خدمتګاردکندهار ولايت داطلاعاتواوکلتور رييس ښاغلی عبدالمجيدبابی په مظلومانه ډول په شهادت رسېدلى دى .
    انالله و انا اليه راجعون
    دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه ويركې ځان دشهيدبابي له كورنۍ سره ځان شريك بولي،ارواښادته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت،كورنۍ،دقندهاراديب ولس اومينه والوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.
    خدايـــه داســـــې بـــــــاران وكړې چې راوروي مينــــه
    په سيلاب باندې لاهوكړې دانفــــرت اوداجنـــــګـونه
    چې خنداوې راخپرې كړي اوسلګۍ كړي رانه هيرې
    پښتنـــــوسترګوكـــې وچ كړې داداوښكـــــودريابونه

    په خواخوږۍ
    دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه

  46. ټولو فرهنګيانو او ادب پالو فقط دبابي صاحب سپيڅلي شهادت ددښمنانو كاربولي نه هغوي غندي او نه يي هم افشا كوي چه څوك دي خو زه په دي پوره ډاډه يم چه ددوى دا احتياط نه ددوى په ګټه دى اونه دهيواد ځكه دا داسي دښمن دى چه افغانانو خصوصا دپښتنو په لاس كي قلم نسي زغملاى دا داسي خروي دښمن دى چه د پښتون په جامعه كي دملا اوطالب په جامه ننوتى دى او دپښتون دپاكي عقيدي او اسلامي ميني څخه ناوړه ګټه پورته كوي لكه دلستوني مار خپل پښتون ځپي ،خواراوزبون كوي يي دنيا والوته يي ورښي چه ترپښتو ن بل احمق اوتروريست قام نسته ، نو دټولو پښتنو څخه داهيله ده چه دي خلكو ته ځاي نه وركوي دا دپخوا سپيڅلي او خداي مين طالبان نه دي دو ىدقدرت نشي څكلي دي او هغه يي هيڅ وخت نه هيريږي دوى بيا غواړي پرملت لوبي وكړي او اي ايس اي شوم اهداف يواري بيا پلي كړي كه دوى رښتيا اسلام غواړي اوياهم دافغانستا ن ازادي او ابادي غواړي نو مهرباني دي وكړي خاينان ، وطن فروشه او غلامان دي ووژني نو ولي خاكريزوال ، فياض ، نبي مصداق او بابي غوندي اسلام دوسته اوهيواد پاله كندهاري پښتانه وژني دشمال لندغرو دليلي دښته په طالبانو دكه كړه په لسګونو كانتينرونه يي ددوى په مړو ډك كړل ليكن هغوى ته هيڅ هم نه واي بس همدا بي دفاع پښتون اوكندهاري ولس يي ترپښولاندي دى او په وينو يي هيڅ نه مريږي الله دي دغه ملعونين مختوري كړي او الله ددي په دي دنيا داسرائيلو دكومي قبيلي په شان بيزوګان كړي چه ټوله دينا يي په څرګند ډول وويني چه دخلك دخداى درحمت نه بلكه دعتاب اوعذاب وړ دي

  47. له بي بي سي پښتو څانګې څخه مې دکندهار داطلاعاتو او کولتور د ريس عبدالمجيد بابي دمرګ لړزونکی خبر واورېد ، ستر رب دې نوموړي ته تلپاتې جنتونه او کورنۍ ته صبر او زغم غواړم ، دپښتو ژبې غليمانو ددغه کرغېړن عمل په کولو سره خپله وحشيانه څېره نوره هم بربنډه شوه ، د ارواښاد قاتيلينو ته همدومره وايم چې افغانستان د بازانو ځاله ده ٠ روح دې ښاده او قبر دې وړانګين اوسه

  48. دزړه له تله غمجن یو هرڅوک چه ددی معصومی څیری دشهادت تر شاه لاس لری خدای(ج) دی سزا ورکړی چه زموږبیګناه ورڼه اوپلرونه شهیدان کوی خدای(ج) دی دوی ته سخته شزا ورکړی

  49. کندهار ته بيا آسمان په قهر سوى
    بيا يې وريځو د سرو وينوو رنګ اخيستى

    که څه هم زه له هيواده ليري په پردي ملک (اسټرليا) کي د مسافرۍ ترينګلي او ترخې شپې او ورځي تېروم، خو ساعت او ګړى د خپل هيواد له روانو حالاتو ځان باخبره ساتم، په ډېر تاسف سره بايد ووايم، چي په هيواد کي روان کړکېچ مي د ژوند خوند نور هم بد کړى دى او هغه وخت لا زيات خپه او خواشنى سوم، چي د کړېدلي کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئيس ارواښاد عبدالمجيد بابي د مرګ خبر مي واورېدئ. په دې ټول پوهېږي، چي راواښاد بابى يو پر هيواد مين او ملي شخصيت وو، خو دا هم بايد په ډاګه سي، چي د دا ډول ملي، فرهنګي او علمي شتمنيو ضاېع کېدل به هيڅکله هم ددې هيواد ملي او فرهنګي کاروان تم نکړي.

    زه په خپل وار د هيواد دې اصل او مين شهيد ته د لوى څښتن له دربار څخه د فردوس جنت غوښتونکى يم، کورنۍ او بيچانو ته يې له ربه جميل صبر غواړم او لوى خداى ج ته خواصت کوم، چي نور دي دا ولس را پر ارامه کړي.

    امين
    په استرليا کي د افغانانو ټولني مشر
    او د فوايد عامې پخوانى وزير عبدالخالق فضل

  50. همدا شېبه پوره ٢:٠٠ د دوشنبې ورځ، د کندهار ښار په زړه کي د معمول په څېر بيا يوه زوروه چاودنه وسوه.
    اى ټوکر ټوکر کندهاره
    چي له څه درته ګوري
    لا دي څه په خوا دي؟
    زړه خو دي راوخوړى.
    ما خو ستا له لاسه د خوښۍ ګوله نه کړه په خوله.
    ج-م

  51. د شیطان په اودم خوځیدونکو تورو لاسونو یو ځل بیا دهیواد د فرهنگپالې ټولنې پر ستونې خپلې خېرنې خپړې ښخې کړې، د مینځو په غیږ کې روزل شویو او د پردیو په چوپړ کې مرَیـَیو فرهنگ ځپونکو لاسونو چې د پوهنې د پېلوزو له وژلو پرته بل څه په تومنه کې نه لري دا ځل ېې د لرغونې اراکوزیا د ادب د کړۍ یوه بله ځلانده فرهنگیاله ډیوه مړه او د لوی کندهار لمنه ېې د ویر او ساندو پر ټغر کښینوله. د ارغنداب او د هلمند د سیندونو په څنډونو کې نن د یاغي بلبلانو د سندرو په تل کې د وژل شوې ډېوې سرې کوکې او ازانگې پرتې دي، نن د ټپي کندهار له زړه څخه د مړې شوې ډیوې وروستي ساړه لوگي په ډېرې بیرحمۍ راپورته کیږي او هېڅ څوک نه پوهیږي چې سبا به کومه بله ډیوه د خونړیو لاسونو په تورو منگولو مړه شي. د مرور آسمان په سترگو کې اوښکه وچه ده، دا پښتانه دي چې وژل کیږي، کړول کیږي او د سرې تبۍ پر سره اور کښینول کیږي. مجید بابی ېې زموږ له منځه واخیست، هغه بله ډیوه چې په خپل چاپیریال کې ځلیدله، هغه تپانده زړه چې د پښتنو د پت او ښیرازۍ لپاره د ناکرار سمندر له یاغي څپو سره سم تپیده. آیا څوک به یو کال وروسته مجید بابی په یاد ولري که نه؟ ښايي موږ به دومره په ویر کې ډوب اوسو چې دنن ویر او ساندې به مو هیرې وي؟ هر چا چې پر مجید بابي لاس پورته کړی ډیر بې پته لاس وو، هر ناپښتانه چې د مجید بابي د وژلو پر لور گام اخیستی یوه ورځ به د مجید بابي د وینو ځواب وايي. که دا په کور کې دننه بې پته ناپښتانه وي یا له کاله دباندې. مجیدبابیه! ته اوس د تل لپاره بیده شه، داسې کرار لکه یو ستړی شهزادگی چې له نا هیلیو سره یوځای د هیلو د غوړیدا په هیله بیده وي. یوه ورځ به د پوهې د هیلو د سباون د لمر څرک ، په خپلو ځلاندو وړانگو د وحشي تورتم بیرحمه زړه ور وڅیري. تا ته دې څښتن په هغه نړۍ کې خوښۍ در په برخه کړي، زموږ ټولو همدا لار ده څوک به نن وي څوک به سبا خو تا په پت ژوند وکړ او پتمن ولاړې. وژل شوي پتمن به تل ژوندي وي. هغه نړۍ دې نیکمرغه گرانه! زموږ باڼدارونه ستا له شتونه نن تش دي، زموږ په باڼدارونو کې به تر ډیرو دغه تیاره خپره وي. افسوس چې ډیر ژر ولاړې!
    په پتمنه پښتني مینه
    رحمت آریا

  52. ستا دلاس تسبح می نه هيريږی ای شهيده :بابی صيب
    کمپويترمی روښانه کړ دياهوپه صفحه کی زما يودوست نجمان جان ان لين وو سترسلام ورسته می ترد دنوروهمکارانوپوښتنه وکړه نجمان جان راته وويل زه خواوس له ټلويزيون سره کارنه کوم او بل زای می ځان مصروفه کړی دی خو همکاران ښه دی خبر پری لرم
    دخبرولړی موپوره نه وه غزه ولی نصيرجان نجمان راته وويل خبره يي که خبره دی کړم .ماځواب ورکړنه نيم خبرڅه خبره ده خبره می کړه هغه چی په انګليسی ژبه يي راسره خبری کولی يودم پښتوژبی رته راواوښت اورته يی په غټوټکوليکلی وو (بابی صيب يي شهيد کړ)
    ددی خبرپه اوريدوسره مي دشهيد بابی صيب هغه ښکلی قد ښايسته سترګی اوپه لاس کی به هميشه تسبح وی رايادی شوی
    خوای دظلم پرنيلی سپوره او ای خرڅ شوی غلام وسله وال طالب جانه ته له هغه تسبوڅخه هم ونه شرميدی اوبيا دی هم دخپل ټوپک شپلی دبابی په ښکلی بدن باندی سړه کړه ، تادافکرونګړچی بابی صيب په څومره خوږه مينه ددفترپه لوری روان دی کړندی کامونه ځکه اخلی چی ځان دټولنی خدمت ته په خپل وخت ورسوی او ای وسلوال طالب جانه تادافکرنه درلوده چی بابی خويوه داسی دفترته روان دی چی هلته يوازی دکتاب اوقلم په ژبه خبری کيږی کتاب خودانسان لارښود دی او شهيدبابی صيب خوغوښتل چی دهغه کتابونوله سروڅخه دشپی له پلوه پريوتی دوړی پاکی کړی ترڅوکتاب دوستی هيواد وال يي له مطالعی څخه دده په کتابتون کی خوند واخلی خو له دی ټولوسره سره دی بياهم د خپل ګرغيړن ټوپک شپيلی د عبدالمجيدبابی له سينی څخه وانه ړه ول ،
    ای د پردولاس پوڅی طالب ګله ! تا خودخدای بخښلی بابی صيب نازولی ماشومان دپلارله محبت څخه داسی بی برخی کړل ته به وايي چی ماهی له اوبوراوباسی او سم له لاسه يي ساه له خولی ووځی ،تاخود شهيدبابی د ميرمنی هغه انتظارته هم موقعی ورنکړه چی دخپل خواږه ملګری څخه يي دکوراوکوچنيانولپاره دسودا غوښتنه کړی وو،تا دهغی داهيله داسی ووژل چی نوريي په خوله کی دخوږی مسکا پرځای تاته ښيرا په بادامی سترګوکی يي دتل لپاره اوښکی لکه سمندرهسی موجونه وهی.
    تاته دګل بشری هغه ناره نه درياديږی چی طالب جان ته يي کړوو ټوپکوال طالبه !
    طالبه خدايږوکه به ملاسی : په کتاب پروت يی يادوی شنکی خالونه
    هدف می دادی چی ستااودټوپګ يی سره څه خپل درس دی وايه .خلکوته دخيراوبرکت لاره ښيه ،خو افسوس چی نن ستاله خولی ټول برکت الوتی دی .ددی پرځای چی خلک ستا خبروته غوږونيسی له تاڅخه نفرت کوی اوستا نوم په هغه ټوپګ ولی چی تاپری د شهيدبابی صيب په څيرډيری بي ګناه کورنی دويرپرتغرکښينولی دی
    هيله نجيب په هند کی اافغانه زده کوونکی
    heela_najeeb@yahoo.com

  53. ګرانو وطنوالو وړونو او خوندو!
    په دې ډول غواړم چي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئيس عبدالمجيد بابي د بېرحمانه او نا ځوانمردانه وژني په مناسبت خپل عميق تاثرات دنوموړي کورنۍ، وړونوښاغلي عبدالرحمان بابي، ښاغلي لطيف جان بابي، د کورنې نورو ټولو غړو، د کندهار د کلتور مينه والو، ليکوالو، شاعرانو، او په مجموعي ډول ټولو هغو فرهنګي اشخاصو او ټولنو ته اظهار کړم چي د خدای بخښلي عبدالمجيد بابي په وير ويرجن دي. زه د افغانستان په تېره بيا د کندهار د روښان فکرو او د فرهنګپالو د ټولني د يوه نه جلا کېدونکي غړي په صفت خپله غمشريکي د هغه مرحوم له خواخوږو سره ښکاره کوم. او د پاک خدای له درباره څخه د هغه مرحوم له پاره د جنت فردوس غوښتنه کوم او دوستانو ته يې صبر جميل غواړم.
    د عبدالمجييد بابي شهادت د پښتو په فرهنګ او فرهنګيانو کي په عمومي ډول او په کندهار کي په خصوصي ډول داسي يوه خاليګاه منځ ته راوستل چي د وطن د اوسنيو شرايطو په نظر کي درلودلو سره يې ډکول له امکانه ډېر ليري دي. د نهايي تاسف خبره ده چي هغه صميمي انسان چي خپل ټول امکانات يې ( د خپل ژوند په شمول ) د خپل ملت د فرهنګ د ترقۍ په خدمت کي درولي وه، اوس زموږ په منځ کي او نوم يې د ابد لپاره د افغان ملت د ترقۍ د قربانيانو په لست کي وليکل سو.
    عبدالمجيد بابی دشاعروالي، ليکوالۍ، د کلتوري فعاليتونو او د کلتوري ټولنو غړيتوب او د هغو دمشرتابه تر څنګ د يوې ډيري کلکي ارادې خاوند وو او په ډېرو سختو شرايطو کي يې د خپل وطن د ميني له اظهار او په هغه لاره کي يې د مرګ تر ساعته د نه ستړي کېدونکو هڅو او فعاليتونو څخ لاس وانه خيست. اوس چي دده په مرګ دافغانستان ټول مينه پال او فرهنګپال خوابدي او متاثر او په عمومي ډول د افغان او افغانستان او په خاصه توګه د پښتو او پښتنو د دښمنانو زړه يې دده مرحوم په مرګ خنک کئ ، او ټول هغه وطن پالونکي افغانان يې د وير پر کمبله کښېنول ،بايد ووايم چي دغه او دې ته ورته وژني بېله دې چي وطن د هغه د صميمي خدمتګارانو څخه محروم کړي او د هر نفر له تلف کېدو سره مو د سترګو نور کم سي او د ړندېدو پر خوا ور پوري وهل سو، بله نتيجه نه لري
    که دا ومنو چي د عالم (يوه پوه انسان) وژنه د عالم ( د ټولو انسانو) وژنه ده، نو دا د ټول عوام الناس سره ظلم دۍ چي علما يې له منځه وړل کيږي او وطن له بصيرته محروم او د د وطن دښمنانو ته دو دسته تسليميږي او سبا بيا د بل و لاس ته اړ کيږي. که دتيرو دېرشو کلو له تجربې څخه کوم درس اخستل کېدای سي هغه به دا وي چي موږ خپل علما، د دين وي که د دنيا، وساتو او پرې نه ږدوچي څوک يې په دې يا هغه نامه له منځه يوسي. که موږ په دغسي ډول يو د بل سترګي وکاږو دا ملت به ټول ړوند وي، او د داخلي او خارجي دښمنانو به يې د پلار او نيکه لا ارمان وخيژي ، او زموږ ملت به د ابد لپاره د بل محتاج او د لارښونکو له فېضه به محرومه سي. اميد دئ چي دا څو کرښي د هغو کسانو سترګي ورخلاصي کړي چي دغه شان کارونو ته، په غېر شعوري ډول، اقدام کوي. او اميد دئ چي د دغه ډول وينو د تويولو څخه ډډه وسي. په ياد مو وي چي يو ړوند بل ړانده ته لار نه سي ښوولای.
    يو وار بيا د مرحوم عبدالمجيد بابي کورنۍ، د کندهار، پښتنو او په عمومي ډول د افغانستان فرهنګي جامعې ته د دې لويي ضايعې تسليت وايم، خپل ځان په دې لوی وير کي د زړه له کومي شريک ګڼم، او دا وير د ځان وير ګنم. د لوی خدای له درباره غواړم چي علم او علما د پيلانو تر منځ په جنګ کي له پايمال کېدلو څخه وساتي.
    ستاسو سره په غم شريک
    محمد نسيم سليمي