غړمب ، غړمب ، غړمب …
له ځمکې سره اورونه پورته کيدل ، فضا تپه تياره وه، دسپوږمۍ تته رڼا دچورلکو او بمونو په ګڼوالي کې ورکه وه .
تور لوګي پورته شول ،بې پيلوټه چورلکې مخ راواړوه او راکټونه يې وتوغول .
دخټين کور بام ولويد، دخوبولي ماشوم چيغه پورته شوه : اخ موري !
دکوټې له کونجه زګروي راتلل او ديوالونه يې په سرو وينو رنګيدلي وو.ماشوم بيا چېغې کړي :موري!
دکوټي په منځ کې يوه ښځه پرته وه ، له تندي يې وېني بهېدي ،هڅه يې کوله ،خوله خبرو ته جوړه کړي ، خو غږ ئې تر ستوني نه راووت. کوښښ يې وکړ لاس ور بيرته کړي او په وينو لړلى ماشوم په ټټر پوري ونيسي.
د B-52 غږ واوريدل شو ، شور او غورهاري يې دټپې ميرمنو او ماشومانو کوکې لاندي کړي ، B-52 مخته تيره شوه او دکوټو کړکينې ،ديوالونه او بامونه په دوړو کې پټ شول.
ديوې ماشومې لاس وغورځيد او دخور له څنګه يې ولويد، دهغې له مړونده سرو وينو دارې ووهلي ، مشري خور چېغه کړه :پلاره! پلاره! دچا لاس پرې شو!
خو پلار تر خاورو او خزلو لاندي ځواب ورنکړاى شواى.
خلک له کورونو په منډو ول ، چا زوى په سينه پوري نيولى او چا بياپه وينو لړلې لور په شاکړې وه .
دبي دوپنځوس پيلوټ له غروره غاړه هسکه نيولې وه، په شونډو يې شيطاني موسکا نڅيده او له ځان سره يې زمزمه کوله :ترورستان بايد ختم شي !ترهګر بايد نابود کړو!
هغه له پاسه ليدل چې څنګه يې هغه دخټين کور اوسيدونکې ترهګره په ځغاسته کړه، څنګه يې هغه يو کلن ماشوم په وينو ولمباوه ، هغه له وياړه سر هسک کړ، هغه خوښ و، ځکه دولسمشر دسولې دجايزې لپاره يې يو غوره ثبوت وموند!
هغه په مخابره کې مرکز ته احوال ورکاوه :داسامه بچيان مې په سوړو ننه ايستل او دملاعمر بچوڼي په وينو کې لامبو وهي .
تر خولي يې د قهقهه چيغې ختې او ويل يې :ترهګران مې ختم کړل ،ترهګران ختم شول!
چورلکو دوينو سيند وبهاوه، غړي يې له بدنونو جلا کړل او دمرکزونو په لور ستنې شوې.
لمر دشپې تيارې وڅيرلې ، وړانګې يې دځمکي په غولي کښته شوې ځمکه په وينو لړلي وه ،پري شوي لاسونه ،پښې او سرونه يو بل لور ته خواره واره وو، يو څو بدنصيبه کسانو له يوه کونجه سر راښکاره کړ، ورانو کورونو او پرتو غړو ته يې حيران وکتل، هېښ ول کوم سر له کوم جسد او کوم لاس له کومې پښې سره دفن کړي.
يو ماشوم په خاورو کې پروت و، سترګي يې پټي کړي وي او په غوږونو کې يې لاسونه نيولي و، دهغه په غوږونو کې لا تر اوسه ګرځيده :
غړمب ! غړمب ! غړمب!