د عوامي نيشنل ګوند پخوانى مشر او د باچاخان د كاروان ملګرى اجمل خټك تر اوږدې ناروغۍ وروسته نن ماخوستن په پېښور کي په حق ورسېد.
ښاغلى اجمل خټک د يو شمېر كتابونو ليكوال دى او واړه عمر يې د پښتو او پښتنو په خدمت كي تېر كړى دى.
نوموړى د تېر يوه کال راهيسي سخت ناروغه او پر ځاى پروت وو چي نن د يکشنبې په ماخستن يې د ٨٥ کالو په عمر سترګي پټي کړې.
ټاکل سوې ده چي د ښاغلي خټک د جنازې لمونځ سبا د دوشنبې په ورځ ماپښين د خوشحال بابا په مېنه اکوړه خټک کي ترسره او جنازه يې په داسي حال کي خاورو ته وسپارله سوه چي د لراوبري پښتونخوا په زرګونو افغانانو برخه اخستې وه .
موږ د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي د پښتون ملتپال ليکوال ، شاعر او لراوبر پښتون قام د يووالي د کاروان د مخکښ د مړيني له امله د زړه له کومي خواشيني څرګندوو ، پاک روح ته يې د لوی خدای له درباره د مغفرت دعا کوو اود قام پر ځوانانو ږغ کوو چي دژوند تر وروستيو شېبو پوري په پرله پسې ډول د لراوبر پښتون قام د يووالي او پرمختګ لپاره هلي ځلي وکړي .
پر کلتوري ټولنو او خپرندويو موسسو ږغ کوو چي د ارواښاد اجمل خان خټک د ناچاپو اثارو په چاپ او خپرواوي لاس پوري کړي او ولس ته يې وړاندي کړي . د لراوبر ويبپاڼي اداره د نوموړي د اثارو په انلاين خپراوي کي خپل تيارئ اعلانوي .
د ارواښاد اجمل خان خټک ټولو خواخوږو او کورنۍ ته په دې غمجنو شېبو کي له لوی خدایه د صبر غوښتونکي يو .
په درناوي
د لراوبر ټول کارکوونکي
اجمل خټك د پښتني ټولنې ابدي شتمني
ليکوال : ارواښاد ډاكتر كبير ستورى
نيټه : دسمبر ۱۹۹۷
د نړۍ په سر د انسان ژوند محدود دى، خو ځينو انسانانو دومره غټه مانوي شتمني جوړه كړې وي او ټول ژوند يې مانا ګرځېدلې وي، چې د مرګ له قيد څخه ازاد وي او تل ژوندي وي. په دې ډله انسانانو كې د پښتو د ادب پلار اجمل خټك راځي، چې په 1926ع كال په اكوړه خټك كې د حكمت خان په كور كې پيدا شوى دى.
دى اوس يو اويا (71) كلن دى، خو د پښتون ولس په خدمت كې نه ستړې كېدونكې منډې ترړې وهي. اجمل خټك يو ډېر اړخېزه سړيتوب (شخصيت) دى او د پوهنې، فلسفې، سياست او ادب په ډګر كې بې سارى جګ مقام لري. د اجمل خټك د سړيتوب ټول اړخونه په يوه مقاله كې راټولولو ګران كار دى، له دې كبله يو څو مهمو ټكو ته ځغلنده نظر اچول كېږي. اجمل خټك د باچا خان (فخر افغان) د لارې ملګرى او د خداى خدمتګارو د تحريك كره ستنه ده.
باچا خان كه څه هم د ستر خان زوى و، خو ناسته ولاړه يې د مزدور د طبقې او غريبانانو سره وه. باچا خان د ښكېلاك (استعمار) په مقابل كې د پښتنو په يوه مركز د راغونډولو لپاره دا سياسي ناره پورته كړې وه، چې (كه سپوره وي كه پوره وي، نو په شريكه به وي) ترڅو د مزدور د طبقې هغه اندېښنه له منځه يوسي، چې كه موږ د ښكېلاك او زبېښاك (استحصال، استثمار)څخه ځان خلاص كړو، نو بيا به مو خپل خانان ملكان زبېښي. د باچا خان دا ناره له پښتني ټولنې څخه اوبه اخلي، شريك ملكيت د پښتني ټولنې دود وو. لا تراوسه ډاګ، غر او جبه د پښتنو په ځينو سيمو كې شريك ملكيت دى. اجمل خټك د باچا خان دا سياسي ناره خپله سياسي فلسفه وګرځوله او د ادب په رنګينه جامه كې يې راونغاړله او په دې توګه يې له خپلو ملګريو شاعرانو او ليكوالو سره يوځاى قامي طبقاتي ادبي خوځښت (تحريك) روان كړ.
قامي طبقاتي خوځښت يا مبارزه د كمونستي يا سوسيالېستي طبقاتي خوځښت يا مبارزې سره توپير لري. د قامي طبقاتي مبارزې هدف د يوې خوا د ښكېلاك له زبېښنې څخه د ټول قام خلاصون او له بلې خوا د قام په منځ كې د تضادونو د منځه وړلو لپاره د ټولنې د ټول عاېدات عادلانه وېش دى، چې ټولنيزې ولسولۍ (سوشل ډيموكراسۍ) سره ورته والى لري. په نورو تورو سره د قامي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټه او سوكالي ده، چې د يوې خوا بهرنى تضاد، چې د ښكېلاك سره يې قام لري، د منځه وړي او له بلې خوا د قام په منځ كې دننني تضادونه مزدور طبقې ته د پيداوارو (توليد) په وسايلو كې د عادلانه برخې د وركولو په واسطه د منځه وړي. د كمونستي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټې نه دي، بلكې صرف د مزدور د طبقې ګټې دي، چې په هېواد (سټيټ) باندې د مزدور د طبقې د قبضې او حاكميت د لارې د پيداوارو وساېل په لاس كې اخلي، چې د قام په منځ كې تضادونه د منځه نه ځي، بلكې شكل او بڼه يې بدلېږي.
نن ورځ قامي طبقاتي ادبي خوځښت په پښتني ټولنه كې ډېر پراخوالى موندلى دى او زيات شمېر شاعران او ليكوالان په دې ادبي خوځښت كې د قام د هوساينې او ابادۍ په لور اوچت ګامونه اخلي.
قامي طبقاتي ادبي خوځښت د ادبي بهير پرمختللې (مترقي) بڼه ده، چې خپلو قامي ارزوګانو ته په نړۍ وال ډګر كې ژوند وربښي. له دې كبله ددې خوځښت چلونكيو شاعران او ليكوالانو ته قام پرسته مترقي شاعران او ليكوالان هم ويل كېږي.
اجمل خټك د قامي طبقاتي ادبي خوځښت د بنسټ ايښدونكي په توګه د پښتني ټولنې ابدي شتمني ګرځېدلې ده. د اجمل خټك د شعرونو او ليكنو ټولنيز ارزښت په دې كې پروت دى، چې د قام د ويښولو او پوهولو وسيله ده. قامي سياسي نظري او پېغامونه پكې په داسې انداز كې خوندي شوي دي، چې د شعر او ادب ښكلا او هنر پكې بشپړ او د ودې جګ پړاو ته رسېدلى دى. دلته يې د شعر يو بيت د بېلګې په توګه وړاندې كوو:
اجمل خټك د اديب فاضل او منشي فاضل د ازموينو وروسته د پېښور په پوهنتون كې د ادبياتو په څانګه كې د ماسټرۍ درجه ترلاسه كړې ده. په پښتو ژبه يې ډېر كتابونه ليكلي دي، چې ځينې يې دا دي: د پښتو د ادب تاريخ، د غېرت چغه، باتور ته عقيدت، دا زه پاګل وم، ژوند او فن، كچكول، موږ او منزل، فكر او عمل، عوامي جمهوري تحريك، د وخت چغه، ګلونه تكلونه، ګل پرهر، سرې غونچې او نور…
اجمل خټك پښتون قام ته د خدمت په لاره كې ډېرې سختې تنګې ليدلي دي. د پېښور، مچ، ډېرو او جهلم جېلونه يې بېلګې دي. دى 15 كاله (1973_1988ع) په كابل كې ژوند كولو ته مجبور شوى و، خو هلته يې هم د پښتو او پښتونولۍ وږمې هرې خوا وشيندلې او ذهني اوښتون (انقلاب) يې په تېره بيا د قام په ځوان كول (نسل) كې راووست.
د اجمل خټك د صدارت په وخت كې د عوامي نيشنل پارټۍ او قام پرستو پښتنو په هلو ځلو سره د پښتونخوا د قرارداد منظورېدل ستر سياسي برى او تاريخي وياړ دى، چې د باچا خان او خان بابا ولي خان د نظريو ډيوه بله ساتي .
په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چي د پښتود ژبي دغيرت د چيغې ملي مبارز اوسياست پال ملتپال شاعر او سياسي مشر اجمل خټك د اوږدې ناروغ وروسته له دۍ فاني نړۍ نه يي د تل لپاره سترګې .پټۍ کړی
انالله واناالیه راجعون.
زه په دغه لوې غم کې دهغې کورنۍ او ټولو پښتنو سره ځان شريک بولمه خداې دی ورته جنت فردوس په نصيب کړي
دخوا خوږی پيغام
په خواشینۍ سره موخبر تر لاسه کړ چي د پښتود ژبي د غيرت د چيغې ملي مبارز اوسياست پال ملتپال شاعر او سياسي مشر اجمل خټك د اوږدې ناروغ وروسته له دۍ فاني نړۍ نه يي د تل لپاره سترګې .پټۍ کړی
انالله واناالیه راجعون.
سلګۍ ډاډ کام ټول کار کوونکي په دغه لوې غم کې د هغې کورنۍ او ټولو پښتنو سره ځان شريک بولي خداې دی ورته جنت فردوس په نصيب کړي
دسلګۍ ډاډکام کارکوونکي
salagy.com
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چي د پښتنو د آزادۍ او پښتو د پرمختګ ملي مبارز، سياستوال، ليكوال او شاعر مرحوم اجمل خټك صاحب په حق ورسېد، انا لله وانا اليه راجعون.
لوى څښتن جل جلاله دي د ښاغلي اجمل خټك اروا ښاده لري، او په خپلي ځانګړي پېرزويني سره دي جنتِ فردوس ورپه برخه كړي، الله جل جلاله دي تر هر ډول وړو او لويو ګناهونو ورتېر سي.
موږ په داسي حال كي چي د مرحوم د كورنۍ سره په دې غم او خفګان كي ځان پوره شريك احساسوو د لوى خداى جل جلاله له دربار څخه يې كورنۍ او عزيزانو ته صبر جميل او نېك بدل غواړو.
Wrono asalamoalaikom wa rahmatollahe wa baraktoho
Ajmal khan khatak de khody wobakhe awe warta jannatul fidaws pe nasseeb kre.Hagha pe haqeeqat ke mer nedy balke de tel lapara zmong tareekh awe zmong yadoono ki zangery moqam laree.De khoshal zoy ye zan khabar kra wrora zenga ba toora awe qalam las ke newoley neshe.Ajmal khan khatak de khpel de neekono pe seyr modam de khpel woles de azadey de para de .hees dawel qurbnio sekha las wanekhset .wos no zmong war de chi de khpel de woles de yaw wali awe de angreez awe de haghoy de gholamano sara khabera speena kro awe dagha de be nangey kerkha chi Durand zmong pe seema ke khkele de zer ter zra lere kro .Ena lillahe wa ena elaihe rajeon
د خواشينۍ پيغام
د پښتو ژبي لوى شاعر، ليكوال، اديب او پښتون سياستوال او ملپال، د باچاخان د كاروان ملګرى، د خان عبدالولي خان د تود سنګر يار، د پښتنو په غم غمجن، د لسګونو كتابونو او سلګونو مقالو ليكوال چي خپل ټول عمر يې د خپل پښتون اولس او ژبي د چوپړ لپاره د جېل د تورو تمبو شاته تېر كړ، هغه اجمل خټګ هغه لوى انسان چي د خپل ژوند ارمان د لوى افغانستان جوړل يې له ځانه سره تورو خاورو ته يووړ.
موږ د ده مرګ يوه ستره ضايع بولو او د ده مرګ يوه نه جبرانېدونكې پېښه ګڼو، خو بيا هم د ده مرګ په دې وجه تشه نه بولو چي كه موږ د ده په خبرو عمل وكړو او د ده په قدم قدم كښېږدو، خداى پاك دي يې جنت فردوس ورنصيب كړي او وروسته پاته كورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه كوو.
د پښتو ادبي غورځنګ،كوټي مشر صادق ژړګ
صادق ژړك
سترخدمتگار اجمل ختک دمرینی په اوردومی اخرترژونده په زره دغم داغ پاتی شو الله(ج)دی جنتونه ورکری اوکورنی ته اوتول لراوبرپشتون قام ته صبرجمیل غوشتونکی یم .
محمدآصف"بهرامزوی"کندهارهوائی دگر
دير به خواشني سره مي دفبروري به 7 تاريخ خبر تر لاس كرل جه مرحوم اجمل ختك صاحب له دنيا خخه ستركي بتي كري دده مرينه د تول بشتون قوم لباره يوه نه جبرانيدونكي ضائعه ده مرحوم ته د خداي(ج) له درباره دفردوس جنت غوشتونكي يمه او دده كورني او تول بشتون قوم لباره صبر الجميل غوارم ( روح دي شاده وي )
انالله واناالیه راجعون
دا دغم له پاسه غم دۍ !
مشهورپښتون شاعر، لیکوال اوسياسي څيره اجمل خټک په حق رسيدلى
دپښتنو يو پياوړۍ او غيرتي جرگه ماراوټولنيزشخصيت سرتير شاعر دابد لپاره له موږ نه جلاشو
ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه دخواشينۍ پيغام
په ژوره خواشینۍ سره مودډله ايزو رسنيوپه مټ خبر تر لاسه کړ چي د ټولي پښتنخوا د پوهي او سياسی ډگر ټولنيز اوسياسي شخصيت د جرگو اومرکوپېژندل سوې څيره لوړاندی انقلابي شاعر اجمل خټک دروان ميلادي کال دفبروري په اومه د ۸۵ كالو په عمر دورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله په حق ورسېد اودابدی ژوند په لورزموږ نه دتل لپاره وکوچيدي . اناالله و انا اليه راجعون
دغم خبره خوداده چي له يوې خوا دپرديو اونابللو مېلمنواويادهغوي دلاسپوڅوپه ړندواوکڼو بم اوريو، راکټونو، ماينونواوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ بيگناه پښتانه اودپښتنويوشمير سرغنه خپل خوږ ژوند د لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان هم جلا کوې چي پښتانه اودسيمي ټول ولسونه ئې په دې ابدي بيلتون ډير زيات خوار او زورېږي .
ارواښاداجمل خټک ديوسياسي شخص ،پياوړي شاعر اوليکوال په توگه په خپل ټول ژوندکښي دافغان ولس په ځانگړې توگه پښتنودښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې زيار ايستلی اوپه دې لار کښي ئي تر ډيره بريده دسيمي دخلکوپه گټه يولړعالي کارونه سرته رسولي دي .
اجمل خټك دډير پخوانه د پښتنو د ازادۍ لپاره د ادبي او او سياسي تلاښونو له لارې مبارزه كړې ، ډيره موده له ۱۹۷۳ کال نه راپدې خوا اتلس کاله د کابل په ښارکي دپاکستاني چارواکو لخواد يوه سياسي تبعيد سوی څېرې خودافغانانو اوپه ځانگړې توگه پښتنولپاره ديوه پياوړي شاعر ،ليکوال ، اديب اوسياسي منلې شخصيت اودرانه مېلمه په توگه پاته سو .
اجمل خټک دخپل اوږد، اندړ ګراؤنډ ژوند نه علاوه دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ اوبنديخانو دتورو دېوالو تر شا تير کړي دي . مگر دغه معتقد اوپر خپلواکي مين شخصيت سياسي اوادبي مبارز ددومره سختيوپه تحملولوسره بياهم دخپل اولس درواحقوقو ،دپاکستاني چارواکو اونړيوالو لخوا دهغوي پر انساني اومنل سوی حق باندي دتېري په وړاندي مبارزه کولونه ستړۍ سوئ ندي اوتل ئي دخپل ولس نه ملاتړکړی او هر وخت يې دخپلې نظريې دپلي کېدوپه موخه دنيوالو په وړاندي په جار دهغوي ږغ پورته کړى دى .
هغه په افغانستان يادهغه په پلارني ټاټوبي کښي ددې هيوادنه دبيلې سوی تنې دحق دترلاسه کېدوپه موخه دلته په کابل کښي دټولوامکاناتونه په استفادې سره دپښتنو اوبلوڅودخپلواکی غوښتنې اراده ،اواز او وړانديز ونه تر نړيوالو پوري رسولي دي .
ارواښاداجمل خټک هر کال دپوښتونستان دجشن په مراسيموکښي چي دتاريخي لويي جرگې دپرېکړې له مخې دسنبلې پر نهمه دافغانستان په ټولو ولاياتو اوکابل تاريخي ښارکي لمانځل کېدل دپوښتنو اوبلوڅود جشن دهغو مراسمومالگه وه کوم چي په خپل گډون به ئي په سياسي اوشاعرانه اندازکي نړيوال په سيمه کي دمېشتو پښتنو اوبلوڅوترپښو لاندي سوي اوغصب سوی حق نه دفاع ته متوجه کول او تل به يې په خپلو ويناوو، شعرونو او ليكنو كې د پښتنواوبلوڅوددانساني روا حق نه ددفاع ږغ اوچتاوه .
دغه لوړعلمي شخصيت دخپلي ژبي ،کلتور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي دقلم اوژبې په مټ داسي کارونه کړې چي هيرېدل ئي ناشوني دي .ځکه خوزموږ اودسيمي ټول خلک پدي باوري دي چي داجمل خټک په ابدي تگ سره به ترډيره بريده ددې تشې ډکول دډير وخت لپاره ناشونې وي .
موږ پدې ټينگ باورلروچي ددغه ټولنيز اوسياسی شخصيت د ملي ،سياسی او فرهنگې چوپړ يادبه دتل لپاره دافغانانواودسيمي دټولووطنپرسته اوبا احساسه اوسېدونکوپه زړونوکښي ديوې نه هيريدونکی اوهڅونکی خاطرې په توگه پاته وي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښااجمل خټک مړينه دهيوادوالواوټولوپښتنو لپاره لويه اونه جبرانېدونکې ضايع بولي، ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو،دارواښاد دعلاقمندانو،سياسي ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولي .
دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم اجمل خټک کورنۍ ټولوغړواودوستانوته دصبر او حوصلې غوښتنه کوو . روح دې ښاد اوياد دې ابدی ،جنتونه دې نصيب سي .
ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب
حبيب اله غمخور
اجمل خټک، مرګ يې مه وای
د پښتو مزاحمتي سياست او ادب سرلاری، د زولنو او زندانونو سړی، د ځپلو او ربړېدلو په ننګ ولاړ مبارز، د انسان د روښانه مستقبل په هيله ټول عمر لوګی شوی انقلابي او د غېر طبقاتي ټولنې د قيام لپاره جنګېدونکی اجمل خټک هم له هغه ژوند سره خداي په اماني وکړه، چي د ورسره ددې ايمان په قسم تړون لرلو، چي ادب د ژوند لپاره، سياست د ژوند لپاره، رڼا د ژوند لپاره او ټول عمر د ژوند لپاره. په دې عقيده چي:
وه ایک بار مرې جن کوتها حیات سې پیار
جو زندگی سې گریزان تهې روز مرتې تهې
اجمل خټک په ټول انساني عظمت او پښتني وقار نن په تللو کي په پټه خوله وويل چي:
اب مجهې مرنې کی پرواه نهين
مين نې جينې کا حق ادا کرديا
نن چي د اجمل صاحب د مرګ د خبر اورېدلو ددې عجيب ډول کېفيت په وخت کي دا کرښې ليکم، ډېرې روايتي تکراري خبرې رايادېږي، خو يوه هم کولی نه شم، ځکه چي دا خبرې موږ پر ډېرو مړو کړي دي، اجمل صاحب په هغه کتار کي شمېرل راته ګستاخي ښکاري. پښتانه دي، نن به بيا وايي، "سل دي ومره يو دي مه مره". خو زه نه وايم، ځکه چي زما سل ډېر پخوا مړي شوي وو او يو مي نن مړ شو. هو زما سل هم مړه شول او يو هم. خو زه په دې يقين يم، چي د غيرت چيغه به خاموشه نه شي، د سپين غر د بين مار ژبه ګونګېدی نه شي. پاګل نومول شوی اجمل خټک به نن هم د مستبد او جابر نظام د واکمنانو په خلاف پاګلتوب پاروي، هغه د لېوانو او انسانانو د بېلولو دنده تره سره کوله، چي تر څو د انسانانو او لېوانو دا شريک جهان اباد وي، چي تر څو انسان په انسان ورسورېږي، چي تر څو د پنجه ور شهباز په ځاله باندې د تنزرو غوبل جوړ وي، چي تر څو د پښتون وينه د څربو څربو جوثو شراب وي او چي تر څو مو په هډ هډ د ذاتي اقتدار وږې سترګې چکونه لګوي، اجمل صاحب به ژوندی وي، د خپل قام او د مزدور د وينې په سرخي به قسم خوري، د خپل هډ په بې وسي به قسم خوري او د انسان د روښانه مستقبل لپاره مزاحمت به کوي . اجمل صاحب د مرګ سړی په دې هم نه وو، چي هغه کله هم د قبر لړمان ونه ژړل بلکې د ژوند د لړمانو په ضد يې جنګ وکړ، هغه چي د لويو لويو قدرتونو د رب نه د "نهر دوزخي مرګ" نه وړاندې د کومې چيغې اجازت غوښتی وو، هغه پر ځمکه د انسان د جنت چيغه وه. "په خپله خاوره خپل جنت جوړوم" د اجمل صاحب د ټول سياسي او ادبي ژوند چيغه وه، هغه هم ددې چيغې ګنهګار وو، د زندانونو په دوزخ کي ددې جنت د جوړولو په تور پاګل وو. "دا زه پاګل وم؟" د هم دې مقدس هدف لپاره د لوګي شوي ژوند زخمي زخمي سرګزشت دی. په نورو ټکو د باچاخان د تحريک، د مظلوم د مبارزې د المياتي ادبي تاريخ يوه پارچه ده او په پښتو نثري ادب کي هغه turning point دی، چي که څوک يې د ارزښت نه انکاري وي، نو هغه به د "شين ټاغي" سواري وي.
اجمل د خپل څرګند هدف په لور د پښتني همت په پېمان مسلسل ووه لسېزې وجنګېد، ووه لسېزې تر دې استفسار لاندې وو، چي څه غواړې؟ او ووه لسيزې ورته ده په وضاحت کي وويل:
غټان غټان، نېکان نېکان پېدا دي
دوي خو له ځايه جنتيان پېدا دي
ځئ! هغې خوارو له جنت وګټو
څوک چي له موره دوزخيان پېدا دي
دا تش يوه څلورېزه نه بلکې د اجمل صاحب د مبارزې مرامنامه وه او هم يې د محتسبانو په لاس کي د جرم د ثبوت شهادتنامه وه. هم دا يې نن د ټول ژوند او مبارزې د تاريخ خلاصه او د هغه د پېژندنې اساسي اشاريه ده. په پښتو ن قامي تحريک کي د "غيرت د چيغې" هغه مقام دی، کوم چي د روسيې په پرولتاري مبارزه او انقلاب کي د مېکسيم ګورکي د ناول "مور" وو. د خوشال د انغري دې وارث د غيرت په چيغه د خوشال د مزاحمت وراثت وپاللو. د باچاخان تحريک که يې هر څو د فکر تاداو کښېښود، خو دا هم يو حقيقت دی، چي اجمل صاحب د باچاخان د تحريک د عمارت فکري اساس پاته شو. امريکا غږ راډیو ته يې يو وخت په مرکه کي وئيلي وو "زما پر ژوند او فن تر ټولو زيات اثر د خوشال بابا د شاعرۍ، د باچاخان د خدايي خدمتګارۍ او د ترقي پسندو مصنفينو د انجمن د تعلق دی". هو، هغه ترقي پسند قام پرست وو. قام پرستۍ يې کله هم نرګسي او تنګ نظره اپروچ ونه درلود. هغه د انسان د عظمت شاعر وو، په رښتينې مانا ترقي پسند وو، د ژوند د پرمختګ او د ښه نه د لاښه په لور سفر د هغه د فکر سرچينه وه. د "سرې ډولۍ" د راوړلو د ارمان نه تر بدخونده پارليمان پورې د خپل پت او پښتو پاک پېکر وو، د تاريخ جبر په شخصيتونو او تګلارو کي بدلون رغوي. اجمل صاحب هم ددې بدلون نه بچ پاته نه شو خو دا هم نن د تاريخ برخه ده، چي د اجمل د سر قيمت چا ونه لګولو، په دومره لويه مبارزه او لويو حثيتونو يې هم ذاتي حالت د سپېره غربت سمبول وو. له سياسي لچک او نرمۍ نه به يې ضرور کار اخيستی وي خو پر هدف يې کمپرومايز نه دی کړی. په ډېرو سختو او دوزخي حالاتو کي هم اجمل صاحب د خپل ګفتار عملي ثبوت وو.
موږ لېوني که څوک په دار وېروي
موږ ته د يار د زلفو تار ښکاري
او يا دا چي:
که ظالم مي ژبه غوڅه کړه تېره شوه
تورۍ څومره چي تېره شوله خوږه شوه
اوس که نر وي نو غوږونه دي خپل پرې کړي
چي زما نغمه سړه نه شوله سره شوه
اجمل صاحب په ډېرو سنګينو حالتو کي بېل شو، اوس چي دا څو کلونه ناروغ پروت وو، ما به ورسره کله کله پر فون خبره وکړه، نو ډېر ناارامه ښکارېدو، بېخي مطمئين نه وو. مګر له دې باوجود چي به يې کوم شعر ووايه نو دا تاثر به يې ورکاوه، چي پښتون يو کېږي. دا به د تاريخ يوه ډېره ظالمه طرحه نومو، چي له خوشحال بابا نه تر اجمل صاحب پورې د پښتنو د اتفاق مسئله سر په سر پاتې ده. د اجمل صاحب اخري ټوله شاعري د "اتفاق" د موضوع چاپېره چورلي. خو په دې اتفاق کي يې هم طبقاتي اپروچ زيات څرګند دی. يو ځايي وايي "شاعر چي انساندوست، وطندوست او د وخت په تقاضو پوه نه وي نو شاعر نه ورته وايم، نن چي غټان او خانان د غريبانو وينې څښې، نو د دوي خلاف بايد اواز اوچت شي. ځينې شاعران مجلس مستوي، دغه د ذوق تربيت دی، موږ د ژوند تربيت کوو. لوي مصيبت راغلی دی، په دې عصر کي بايد شاعر د قام خبره وکړي او قام راژوندی کړي".
د وطن جنګ ځپلي حالت د اجمل صاحب حالت ټول وخت ناارامه ساتلی وو، د امن لپاره جنګ او د جنګ په ضد جنګ د هغه همېشنی مرام وو. په سياسي او هم په ادبي ډګر کي يې په دې باب بېخي زيات مواد راپاته دي. ښاغلي عارف عثمان کلونه وړاندې ليکلي وو "اجمل خټک د جنګ پر ضد کلکه مبارزه د ځان لپاره لکه يو مقدس مرام، د ادا کولو وړ پور او مفروض کار بولي، ښه پوهېږي، چي بايد له چا سره وجنګېږي. دی د منځنيو پېړيو د هغو افسانوي قهرمانانو سره هيڅ ورته والی نه لري چي توره به يې له تيکې ايستلې وه او د بادي ژرندو د څرخونو سره به جنګېدل. يعني اجمل د يو شاعر په صفت د يو ابسټرکټ دښمن سره مخالفت او دښمني نه کوي بلکې دده مخالفان څرګند او معلوم دي. دی په عيني حال کي پوهېږي، چي ننني جنګونه د بشريت لپاره څومره له بدمرغيو نه ډک کړاوونه پېښوي، هغه اساسي عوامل هم ښه پېژني، چي جنګ راپاروي. دی ښه پوهېږي چي د اوسنيو جنګونو اصلي عامل د امپرياليزم، مونو پوليزم او د جنګي صنايعو د کمپلکس نه پرته بل شی نه دی….. شاعر د هم دې ګټه پالو او ځناور صفتو پر ضد د جنګ اعلان کوي، کوم غشی چي شاعر خوشې کوي، بې له کږلېچه نېغ په ټاکلي نښه لګېږي".
په اوسنيو جنګي حالتو کي يې اندروني مزاحمت د بدن کمزورۍ ورسوړ کړی، ګني ممکن وو، چي په پښتونخوا کي روانو الميو د اجمل صاحب شهکارونه پنځولي واي. ځکه خو يې وئيلي دي:
بار د عمر راته تن او بدن زوړ کړو
بې وسۍ مي هغه ګرم ژوندون سوړ کړو
پاکه خدايه! چي دا څه لوبه راوشوه
زه د کټ شومه، وخت نوې مېدان جوړ کړو
خو افسوس چي دا زورو سړی نور د کټ هم پاته نه شو، نن به يې دا کټ هغې خاورې ته روان شي، چي د ورباندې ټول عمر ننګ کړی وو. رښتيا وايم، حيران يم، چي مرګ به دومره زورور سړی هم وژلی شي؟ دا شېبې سړي ته مرګ وريادوي، مرګ حق دی، خو تر دې وړاندې په ژوند کي د ژوند حق پر ځاي کول هر انسان له بويه. اجمل خټک په هم دې لوی دی، چي هغه د ژوند حق پر ځايي کړی دی. هو، نن به د اجمل صاحب د تشې ادراک وشي، له ننه به ورباندې غمرازۍ او مرثيې روانې شي، دا به يوه لويه سلسله وي، افسوس به پکي وي، داد ، ستايني او عقيدتونه به پکي وي خو اجمل صاحب به پکي نه وي. ما دا يوه خبره ژړوي، چي نن به اجمل صاحب په "سره ډولۍ" کي نه بلکې په يوه ساده جنازه کي خپل اخري هدف ته روان شي.
په چم کي د غټانو يو ملنګ غوندې خټک وو
تپوس وکړئ، چي سپو خو يې خوړلی چرته نه دی
نن ټول سړی خواره د کلي خپلو کي لګيا دي
يې خوارو راپېدا يې کړی دا نن وخت د هغه دی
د خواشينۍ پيغام
داجمل خټګ د مړينې په اړه
دافغان ځوانانو د پيوستون موسيسی او د ازاد افغانستان خبرې بوليتن د خواشينۍ پيغام
١٣٨٨ لمريز کال د دلوې ١٩ د 2010 ميلادی کال دفبرورې 8
کابل – افغانستان
په خواشينۍ سره موخبر تر لاسه کړو چی د پښتو ژبي لوى شاعر، ليكوال، اديب او سياستوال ، د باچاخان د عدم تشدد كاروان ملګرى، د لسګونو كتابونو او سلګونو مقالو ليكوال چي خپل ټول عمر يې د خپل ولس او ژبي په چوپړ تېر كړ، اجمل خټګ هغه لوى انسان چي د خپل ژوند هغه ارمان چی د افغان ولس سوکالې او سر لوړي وه له ځانه سره تورو خاورو ته يوړو.
مونږ د ده مرګ يووه ستره ضايع بولو او د د مرګ يوه نه جبرانېدونكې پېښه ګڼو٠ خداى پاك دي يې جنت فردوس په نصيب كړي ، دد كورنۍ او خواخوږو ته يې د الله تعالی دلوې دربار ځخه د جميل صبر غوښتنه كوو.
دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه: ١٨/١١/١٣٨٨ – ٧/٢/٢٠١٠
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتونخواه ستر شاعر، ليکوال، سياست پوه او مبارز شخصيت اجمل خټک د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انا لله انا اليه راجعون
ارواښاد اجمل خټک چي يو انقلابي شاعر او هڅانده ليکوال، د نيمي پيړي څخه ډېر کلونه د ولس د ويښتابه او د خپلواکي غوښتونکي غورځنګ د مشرانو څخه ګڼل کيږي، د ښکيلاک او پوځي واکمنانو پر خلاف ېي جيلونه او جلا وطني ګاللي خو د خپل مقدس او ملي هيلو څخه ندئ پر شا سوي.
خټک صاحب يو حساس پياوړي شاعر او ليکوال او تل د افغان ولس ريښتني دوست او خواخوږی ؤ چي آثار ېي په افغانستان او پښتونخواه کې د ولسونو او نوي نسل د منلو او احترام وړ او پيړي پيړي وروسته به هم په ولس کې خپل مقام ولري.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد اجمل خټک مړينه يوه ملي او لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورنۍ، علمي او فرهنګي ټولنو او ټوله پښتونخواه ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د خداي (ج) د دربار څخه ټولو ته د زړه صبر غواړي.
روح دي ښاد وي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)
Presidential Secretariat
Kiebitzweg 12, 50389 Wesseling-Germany
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خواخوږئ پيغام
په ډیره خواشینئ سره مو دخپل منلی مشر اجمل خټک بابا د مړینی غمجن خبر تر لاسه کړ. انا لله واناالیه راجعون
ارواښاد اجمل خټک بابا دپښتنو په ننګ ولاړ او د پښتو د ادب د کاروان ځلانده مخکښ لارښود ،سیاسی مبارز ،ژورنالست ،د باچا خان بابا دلاری مل ،ملی ، منلی لوړ شخصیت (سړیتوب)، عالم او انقلابی شاعر ؤ چی لوړه حوصله او پياوړي عزم ئی لره. تر مرګه پورې ئی په زغرده د پښتنو د سوکالئ ، ابادئ او یووالی لپاره ملا تړلې وه .
ارواښاد خټک بابا د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره ډیری نزدی اړیکی درلودی چی پدی ترڅ کی د ۱۹۹۱ ع کال د اکتوبر په میاشت کی دسلا او مشورو لپاره جرمنی هم ته راغلی ؤ.
د بابا مړینه د لری او بری پښتونخوا ولس او د نړئ په ګوت ،ګوټ کی د ټولو میشتو پښتنو/ افغانانولپاره ډیره غټه ضایع ده.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دخپل مشر ارواښاد اجمل خټک باباپه دروند غم کی ځان شریک ګڼی ، دبابا کورنئ ، خپلوانو، عوامی نیشنل پارټئ مشرانو ،غړو او ټولو پښتنو ته د زړه صبر غواړی اروا دی ښاده او جنت فردوس دی په نصېب شی.
په درنښت
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
د لوی ادبي او سیاسي شخصیت ارواښاد اجمل خټک د مړینې له امله د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز تسللیګ
په ډېرې خواشینۍ سره موږ هم خبر ترلاسه کړ چې دسیمې ستر فرهنګي او انقلابي شخصیت اجمل خڼک له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې ( لوی خدای دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي ).
ارواښاد اجمل خټک به ویل : (( ملي او نړېوال شخصیتونه نه هر وخت وي او نه هر وخت فعاله وي، هغوي هغه کسان دي چې د خپلو ولسونو او ټول بشر لپاره د اړتیا په هماغه لازمه وخت کې راځي ، رسالت ترسره کوي ، بیداري او اوښتون ترسره کوي او بیا خي ……)). هوکې !د خټک صیب دا فرموده سمه راوخته ، ځکه چې اجمل خټک خپله همدا شان یو ملي او نړېوال شخصیت و ، ملي مو ځکه وویل چې د ټول افغان د پیوستون د لارې مبارز و ، او نړېوال مو ځکه وویل چې پښتانه خو د نړېوال ولس یوه لرغونې او پیاوړې برخه ده او اجمل صیب د لوی بشر ددغه ځپل شوی قام د پایښت او ښایست لپاره د همت مټې رانغښتې وې ،او د سر په بیه یې ښه په نره انقلابي مبارزه وکړه .
الله دې وبښي، یاد یې تل تر تله ،لاره یې ځلانده او قلم یې تر موږ ټولو رارسېدلی .
دخپلواکۍ فرهنګي مرکز او دلته په ډنمارک او سکندناوي هېوادو کې د اجمل صیب ډېر خواخوږي د هغه مړینه یوه ستره ضایعه ګني او په دې توګه د ارواښاد اجمل خټک له کورنۍ ، دوستانو او ټول افغان ولس سره خپله غمشریکي څرګندوي .روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې .
یوسف هېواددوست
کوپنهاګن
د مــرګ قــاصد درتـه راغلی ټـول جــهـان خــفـه دی
جـوړ د ادب سـیـاسـت روان دغـه کاروان خـفـه دی
دغه پښتو چې دې لیلا او تـه مجـنـون د پــښـتـو
ته چې ترې بیل شوې د پښتو هر یو داستان خفه دی
«د غیـرت چـغه » « د افـغـان نــنـګ » درپـسی هـم ژاړې
د وطن غیــږ کــې د ادب هـر ګلـــستـان خــفـه دی
سیاسی ژونـدون دې د تـاریخ پاڼــو لیـکلی پـر مـخ
دا ستا په تګ اوس د سیاست هر یو میدان خفه دی
که ته زمونږ نه شوې جدا نو زړه کې تل دې ساتو
زمـونـږ د ژونـد بغیـر له تا نـه هر ارمـان خفه دی
ای د پــښـتـو د ادب پــلار ه اجــمـل خــټــکـه
دا سـتـا پـه تـګ د نسیم ستوری دیـن ایـمان خـفـه دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د غیرت چغه، د افغان ننګ د ښاغلی اجمل خټک د کتابونو نومونه دي
پښتانه د یو عظیم سیاستدان نه محرومه شول
د رڼا ستوری د پښتون د سپين سحره زمونږ
خـــــــــــــــوږه رهبره زمونږ ، زمونـــــږ نه مه ځه
په خپل کردار د سياست د اسمان نمره زمونږ
خــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مــــه ځــــه
ملي شاعرا دیب، صحافې، عالم او سياسي مشر اجمل خټك صیب په ۸۵ كلنۍ كې له دۍ فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې كړې،اجمل خټک په کال ١٩٢٦ء کې دپاکستان دصوبه سرحد نوښار ضلعې اکوړي نومې کلي کې سترګې غړولي دي.
دستر پښتون بابا عبدالغفار خان لخوا چې دپښتون اولس دحقونو دپاره دخدائى خدمتګار په نوم کوم تاريخي تحريک چليدلى دى ښاغلي اجمل خټک ددغه تحريک يو مهم غړى او دباچاخان دنزدې ملګرو څخه شميرل کيدو
تر اتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا دپيښور عالى ښوونځي ته ورغي . داچي اجمل خټک په ځينوسېاسی چاروکې فعال وونوپدې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي نه وايستل شو.
خو له پوهي سره مینې دی غلې نه کړو او په شخصې ټوګه ېې لوست او په عربی، پشتو او فارسې یۍ ولوستل، انګریرې ژبه یې زده کړه او پو هنتون ته ېې د ازموینې په ورکولو پیل وکړو.
خوله ازموينې نه يي راويستو او جيل ته يي وردننه کړو. ده په جيل کې هم لوست اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې دازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له جيله ازموينې ته ورشي اوبيرته به يې جيل ته راوستو
له جيل نه وروسته ښاغلى خټک دپيښورپوهنوتون ته بريالى شو. ولې د بده مرغه بيا يي ونيواوداځل يي دمچ مشهورجيل ته بوت خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل اوله همغه ځايه يې دفلسفې اوارواپوهنې ازموينه ورکړه.
له ١٩٤٢ نه تر١٩٤پ کال پورې ېې سياسي فعاليت کاوه اوله ستونزوسره هم ډيرمخامخ وو خوپه ١٩٤٧ کال کې پاکستان جوړشواوددوى ستونزې دپخواپه پرتله په کميدوشوې. دنشنل عوامي گوند منشي پاتې شوى دى. ښاغلى خټک صيب دخپل ژوند يوولس کاله دنظربندۍ او دجيلونو دتورو تمبو تر شا تير کړي دي خو ولې دغه سياسي، ادبي او صحافي مبارز ددومره سختيو باوجود هم چرې پخپل فکرونظر سودابازي نۀ ده کړې او هر وخت يې دخپلې نظريې دپاره په جار غږ پورته کړى دى.
د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده او داپريل ١٩٤٨ کې دسمندر خان سمندر په خلۀ پيښور ريډيو کې دکار کولو بلنه ورکړى شوه په پیښور راډيوکې پروگرامونه به يي ليکل خودژوند ډيره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې وه.
تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي ځينې کتابونه يي په ارودژبه هم لکلي دي . لومړنى کتاب يي دغيرت چيغه نوميده . نورکتابونه يي دژوند چيغه ، ژوند اوخوند، گلونه اوتکلونه ، افغان ننگ ، کچکول، سرې غنچې ، دژوند خاطرې اوځينې نوردي.
د ښاغلي اجمل خټک شخصيت خوارۀ وارۀ اړخونه لري او دادب، صحافت، سياست او تعليم په ميدان کې ددۀ په غوره خدماتو دلروبر ټول پښتانۀ محترم اجمل خټک سره بې حده مينه لري
په ډيره خواشينۍ سره مو د خبري رسنيو له لارې څو شېبې وړاندې خبر تر لاسه کړ چې پښتون سياستوال، ليکوال، شاعر ،اديب او د پښتنو د يووالي او خپلواکۍ د لارې ستر مبارز ښاغلي اجمل خټک له دې پاتې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، انالله و انا اليه رجعون.
د خداې بښلي اجمل خټک مړينه په اوسنيو حالاتو کې، چې پښتون قام د لوى کړکېچ او ازمون سره مخامخ دى لويه تشه ده، دده ځاى به هيڅوک ډک نه کړي.
زه په دې لوى او ستر ماتم کې د نوموړي د کورنۍ، خپلوانو، نشنل عوامي پارټۍ او لرو اوبرو پښتنو سره ځان شريک ګنم. ټول پښتون قام ته تسليت او ارواښاد ته د رب العلمين څخه د فردوس جنت غواړم. امين يا رب العلمين.
محمدنادر سرشار
اوسلو – ناروې
بشیراحمد فیضان
ژباړن :
منبع :
په ډیری خواشنی سره موخبر ترلاسه کړی چی دپښتوژبی وتلي څیره بابا اجمل خټک چی داوسنی زماني بابا بلل کیده په خق رسیدلی .
زه دزابل دمیشتوژورنالستانواوشاعرانوپه نماینګی دمرحوم خټک دکورنی سره خپله غمشیرکی شریکوم اوخدای بخښلی خټک ته دجنت پیردوس غوښتنه کوم
خدای پاک دی وبخښی اوخدای پاک دی ښه ورسره وکړی ،
دمرحومخټک سره یوڅوشپی په کابل کی څلورکاله وړاندی دهغه په ویاړیوسیمینارجوړشوی وه اومااو تقریبآ ۱۱ شپی په یوه ځای کی سره وکړی البته دخټک صاب زوی ایمل خټک چی زما نژدی ملګری دی هم راسره اوددی ترڅنګ ځینی نورملګری لکه اباسین یوسفزی راج ولی شاه خټک محمد صادق ژړک سلم راز سیف الرحمن سلیم اوځینی نورملګری هم وه چی ډیری دخوند شپی مووکړیاودشمال ځینوولایتونوته دادبی غونډوپه موخه هم لاړولکه پروان پنچجیرکاپیسا
ماچی کله دخټک صاب دمړنی خبرترلاسه کړی ډیر خفه شوم
یوځل بیا وایم چی هغه دی خدای وبخښی اوخدای دی ښه ورسره وکړی
په درنښت بشیراحمد فیضان
په ډېري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتنو اوپښتو ژبي نومیالی او مخکښه لیکوال اجمل خټک دخپل ویاړلي قوم څخه د تل لپاره خدای په امانی وکړ.
ښاغلي اجمل خان خټک دافغانانو ستر لیکوال چي خپل ټول شیرین عمر ئې دپښتنو دیووالي او دلوی افغانستان دجوړېدو لپاره وقف کړ، تېره ورځ (یکشنبې) د ۸۵ کلنو په عمر ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې .
انالله وانا اليه راجعون
هرات کي دسپيني ادې مېشته کلتوري ټولنه داجمل خان خټک مرګ دلراو بر افغانستان لپاره یوه ستره ضایع بولي .
دنوموړي روح دي ښاد او جنتونه دي ورپه برخه وي .
ګراني کورنۍ ته ئې دزړه صبر غواړو او ځانونه ورسره په دې غمیزه کي ګډ ګڼو .
دسپيني ادې ادبي او کلتوري ټولنه – هرات
که غم له غم نه شرمیدلی
په ما به نه راتلل جوړه جوړه غمونه
د شیر زمان طایزی صاحب ویر لا نه وو ختم شوی جې دادی خبر شو چې د پښتو د ادب یو بل ستوری هم راوولویده دا ستور څوک وو دا ستوری اجمل خټک بابا چې ۸۵ کاله یې د پښتونخوا په اسمان وځلیده . ده ته د الله پاک ددربار نه د جنت فردوس هیله کوو او روسته پاتو ته یې د الله ددربار نه د صبر جمیل او اجر عظیم غوۓۓۓۓۓۓۓۓۓۓۓۓۓۓۓښتونکی یو
په درناوی
سید الرحمان بهیر پاکستان هری پور
انالله و انا اليه راجعون
خدای دې د خټک صيب ارواښاده او فردوس جنت دې ځای کړي . له لوی الله څخه يې کورنۍ ته د زړه صبر او نعم البدل غواړم.
خټک صيب د پښتو ادبياتو په ډګر کې نه هېرېدونکې څېره وه.
په شعر کيسه او ادبي ټوټو کې يې بېسارې خوندورې بېلګې پرېښودې .
سياست يې هغسې وچلاوه چې تمه يې ورڅخه کېده او بالاخره د پښتو نخوا له داعيې څخه په ډېرو حساسو او سختو شېبو کې هم پر شا نه شو او د لرو بر د يوځای کېدو هڅې يې کولې .
د خټک صيب تګلاره دده په شعر کې خورا ښه جوته ده :
چې زما دبڼ اغزي ته کاږه ګوري
اور شه پورې د هغه په ګلستان
چې نشه د استعمار لري په سر کې
ماته يو دی که مغول دی که افغان
لوی الله دې پرې ورحمېږي او د پښتنو په منځ کې به ځای د تل لپاره تش وي .
دپکتياغږخپلواک نشراتي مرکزدخواخوږۍ پيغام !
دپښتوددنوميالي مبارزشاعراوليکوال، سترسياسې اوفرهنګي شخصيت، اجمل خټک دپنځه اتياکلو په عمرله دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړي.
دپښتودملي، نوښتګر اومبارز معاصرشعرپه مخکښوڅيروکې اجمل خټک يوداسې متبارز اوممتاز شخصيت وچې دنامه له يادسره ئې پخه اوخوږه شاعري، مبارزه ، ميړانه اوټينګارجوخت دانسان په ذهن تداعي کيږي.
اجمل خټک پښتومعاصري شاعرۍ ته نوي روحيه اونوي رنګ ورکړاودغمځپلي انسان دژوند انځورئې دشعردښاپيرۍ ښايسته وزرو ته دالوتونوى سبک وروباخښه.
داجمل خټک دغيرت چييغه دپښتوپه معاصرشعرکې داوښتون يونوى څرک و. يوداسې څرک چې روښانه پلوشي ئې دپرګنوذهنونه راڼه کړل اوپه پښتوشاعرۍ کې ئې دمعاصرژوند د غوښتنو نوى ساه پوه کړه .
داجمل خټک دنوښتګري شاعرۍ ازانګي دپښتنوپه ټولوفرهنګي کړيوکې ډيرژر خوري شوي، دده ويښوونکي اوهڅوونکي شعرونه دزياتروادبي اوسياسي محافلو مالګه وه اوډيرو ځوانوشاعرانو دده پرپله پل کښيښود.
داجمل خټک تل پاتې شاعري به دى ژوندۍ ساتي اودپښتوادب په تاريخ کې به تل اوچت مقام دده په برخه وي.
دده شاعري ډيره برخه چاپ شوي ده اودژوندچيغه ئې له چاپه راووته الله تعالى دي دغه ميړنۍ اومببارز شاعرته مغفرت په برخه اوفردوس جنت نصيب کړي .
روح دي ښاد وي.
د وردګو د کلتوري یون پیغام
د وردګو د کلتوري یون مشرتابه پلاوی د پښتنو د یوه ملي مشر،مبارز، لیکوال او خدمتګار ارواښاد اجمل خټک په غمجنه مړینه خپل ژور خپګان څرګندوي. ارواښاد اجمل خټک ته د لوی خدای له دربار څخه فردوس جنت، د نوموړي کورنۍ او لروبر افغان ولس ته د دې دردونکې پیښې له امله تسلیت وایي.
انا لله و انا الیه راجعون
لوی خدای دې ارواښاد اجمل خټک ته فردوس جنت، د نوموړي کورنۍ او لارویانو ته جمیل صبر په برخه کړي.
د وردګو د کلتوري یون مشرتابه پلاوی
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبي لوی شاعر،لیکوال،او سیاستوال اجمل خټک له دې فانې دنیا څخه د تل لپاره سترګي پټې کړې:اناالله واناالیه راجعون.
د اجمل خټک مرګ د خپل قوم لپاره لویه ضایع بولم او ټولو پښتنو ته د خدای (ج) له درباره د زړه صبر او تصلیت غوښتونکی یم.
په درناوي داود لټون
په خواشينۍ سره خبر شولو چې د پښتونخوا نوميالی شاعر، ليکوال او مبارز اجمل خټک نن ماښام له نړۍ سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون
اجمل خټک په معاصر پښتو ادب کې يوه مخکښه څېره وه او د دې په څنګ کې چې په خپل وخت کې د پښتو نوميالی شاعر او ليکوال و ، د خپل دوران يو نه هېرېدونکی مبارز او سياستوال هم و . د همدغو ملي مبارزو په لړ کې يې د ژوند ډېر کلونه د پاکستان په زندانونو او له خپل کلي کور څخه لېرې په تبعيد کې تېر کړي دي .
په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، د اجمل خټک مړينه نه يوازې د پښتو ادب لويې کورنۍ ته يوه ستره ضايعه ګڼي ، د حق ، عدالت ،خپلواکۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره د پښتنو د لوی کور د اوږدو مبارزو د تاريخ د يو لوی باب د يوې مهمې پاڼې درژېدو په توګه يې ګڼي .
موږ داسې ګڼو چې د ارواښاد اجمل خټک شعرونه د خپل وخت د ملي ـــ پښتني شاعرۍ نه هېرېدونکی څپرکی دی او د هغه ژوند او مبارزه هم د پښتنو د اوسني تاريخ يو داسې فصل دی چې د تاريخ په پاڼو او د زموږ د راتلونکو نسلونو په تاريخي حافظه کې به له درنښت سره يو ځای ساتل کېږي او زده کړه به ترې کېږي .
موږ ارواښاد اجمل خټک ته د لوی خدای په دربار کې د مغفرت لاسونه پورته کوو او له کورنۍ ، دوستانواو خپلو ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولو.
په درناوي
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشرتابه جرګه
د 2010 د فبرورۍ اوومه ، د 1388 دسلواغې 18
جرمني ، د کولن ښار
موږ بایرن مېشتي افغانان دخپل مشرافغان ملي او انقلابي شاعر( اجمل خټک )په مړینه ویر کوو
د پښتونخوا په قلمرو او ګرده نړۍ کې ټولو ویرځپلو افغانانو ته زه محمدامین بسمل د بایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب دخدای بخښلي خټک صاحب دمړینې له کبله تسلیت وړاندې کوم، کورنۍخپل او خپلوانو ته یې جمیل صبر او خټک صاحب ته دفردوس جنت غوښتونکی یم .
دسترخوشال خان دارمانونوپه لار کې یوه بله ډېوه هم دتل لپاره خاموشه شوه ستر انقلابي شاعر ښاغلی اجمل خټک دریادوم هو خټک صاحب!
د خټک صاحب مړینې زموږ د غم ټغر نورهم راته غمګین کړ دګردون درنې درنې او بې رحمه څپړې داسې درنې درنې په مخونو خورو چې هسې دزړه په زور ورسره سیالي کوو.
له خټک صاحب سره مې څو ځلې په کابل کې لیدلي و زموږ ترمینځ عجیب خاطرات هم شته چې په راتلونکي کې به یې تاسو ته ولیکم خو څه چې ډېر مهم دي هغه دا چې دوه کاله دمخه کله چې خټک صاحب په روغتون کې و نو ما به یې تل دتیلیفون په وسیله پوښتنه کوله هغه به راته دایوه خبره څو څو ځلې کوله چې دا اوسني ځوانان پلانی او پلانی په جوش کې ډېر دي خو په هوش کې نه دي ته ورسره مرسته وکړه، ما ورته په خنداکې ووېل چې خټک صاحب زما جوش نو بیا کله له هوش څخه کم شوی؟
خټک صاحب راته له واره دکابل دیوې پېښې په اړوند یومثال راکړ وېل چې ته خولا له پخوا په هوش کې وې او که نه وای نو دکابل په وزیراکبرخان مېنه کې په پلاني سفارت کې به چا نظم راووست ؟
باید زیاته کړم چې زه په هغه وخت کې دپولیسو دتشریفاتي قطعې زلمی افسر وم او په کابل کې مې دسفارتونو دامنیت دنده په غاړه لرله په هرصورت اوس بیاراځم ګران خټک صاحب ته همدااوس په جرمني کې د شپې درۍ بجې کېدونکې دي زه هم څوشېبې دمخه ستړی راغلم اودا دغم خبر مې واورېد چې خټک صاحب سترګې پټې کړې .
اناالله و انا اليه راجعون
زړه خو مې غواړي چې ترسهاره یې په ویر دا لیکنه وغځوم خوستاسو قدرمنو لوستونکو وخت به نه نیسم بس په دا لاندې شعر مو رخصتوم :
خدایه څه دې پښتنو پسې را اخیستې
یا مو خپله وژنې یا مو په مرمیو
دې مقتل کې په موږ څه تمرین روان دی
خوله تړلي مو وروړي تر هتکړیو
نيټه : ١٣٨۸ د دلو ۱۹
دنوميالي پښتون سياستوال اجمل خټک په مړينه
د خواشينې پيغام
د افغان ملت ملي مترقي ګوند د ستر پښتون سياستوال او مبارز، نوميالي شاعر او د پښتو ادب ځلانده ستوري اجمل خټک مړينه يوه لويه ضايع بولي او ټولو پښتنو ته په ځانګړي ډول د ارواښاد درنې کورنې ته د تسليت مراتب وړاندې کوي ـ اجمل خټک د پښتنو د معاصر تاريخ هاغه ستر مبارز دې چه د سياست او ادب له لارې يي د خپل قام د وښتيا لپاره خپل ټول عمر وقف کړې ووـ
د لوئ خداې له درباره ورته جنتونه غواړم ـ
په درناوي
انجينر اجمل شمس
د افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر
د افغانانو د کلتوري پرمختیاټولنې دخواخوږۍ پیغام !
ارواښاد اجمل خټک دټولې نړ ۍ د پښتنو او افغان ولس لپاره یوستراومنلی سیاستوال، شاعر او لیکوال وو.زموږ په اند دهېواد،خلکواو خپلواکۍ لپاره ،زندان ګالل سترازمایښت دی او اجمل خټک په دغه سپېڅلو هلوځلوکې د باچاخان پر لاره درانده ګامونه اخیستي دي . نن دغې غمجنې مړینې،دټولو پښتنو لپاره لویه تشه رامینځ ته کړه.موږ ددغه درنې غمیزې له امله د ارواښاد درنې کورنۍ،خپلوانو ، ملګرو او ټولو پښتنو ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو،اوپه دغه شېبو کې په ټولوافغانانو اوپښتنوغږ کوو چې:د دغې تشې د ډکولولپاره په ټول ځواک سره مټې راونغاړي او د دوی په پل ،پل کېږدي چې په دې توګه به د ارواښاداجمل خټک ښاده اروا لاپسې ښاده شي .
لوی څښتن دې وبښي
دافغانانو د کلتوري پرمختیا ټولنې مشر
ملوک ازاد
۰۸-۰۲-۲۰۱۰
د ستر مبارز اجمل خټک دمړينې له امله د خواشېنۍ پېغام
په ډېرې خواشېنۍ سره خبر شوم چې د پښتنو ستر مبارز او سياستوال، دعوامی نشنل پارټۍ پخوانی مشر، لوی علمی او فرهنګی شخصيت او د پښتوژبې پياوړې شاعر او ليکوال، له اوږدې ناروغۍ وروسته ، د ۲۰۱۰ ميلادی کال د فروری په اومه نيټه د پنځه اتيا کالو په عمر له دې نړۍ نه سترګي پټی کړی او خپل ټول خپلوان، دوستان، ملګري او همسنګران يې د لوی غم او وير په ټغر کښينول.
اجمل خټک د خپل اګاهانه ژوند تر وروستيو شيبو پورې، د سولې، آزادۍ او ملی او ټولنيز عدالت د تامينولواو د تاريخی افغانستان د يووالی او يو موټی والی لپاره په پرله پسی توګه مبارزه پر مخ بيوله او پدې لاره کې يې د هيڅ ډول قربانۍ څخه ډډه نه کوله.
اجمل خټک په دغه اوږده او سخته، خو له وياړه ډکه مبارزه کې د وخت د زورواکانو او دکتاتورانو تور جيلونه او جبری مهاجرتونه زغملی دي، مګر د هغه په اوسپنيزه اراده کې هيڅ خلل نه وو راغلی. دا به مبالغه نه وی که ووايم چې د اجمل خټک ژوند، مبارزه او کلکه اراده د ډيرې افغان ځوانانوپه تيره بيا د لر او برو پښتنو لپاره د سياسی مبارزې دالهام يوه سرچينه وه.
زه په دې ويرجنو شيبو کې چی د ارواښاد اجمل خټک سره می اوږدې دوستانه نږدې اړيکي لرل، د هغه پتمنې ميرمنې، نازنينو لورګانو او نازولو زامنو: جمال، ايمل او ميرويس، د عوامی نشنل ګوندټولو مشرانو او کشرانواو د خټک صاحب ټولو خپلوانو، دوستانو، ملګرو او همسنګرانو ته خپله ژوره خواشينی ځرګندوم او هغه ستر اروا ښادته د لوړو جنتونو د په برخه کولو هيله کوم.
روح دی يې تل ښاده وی.
نياز محمد مومند
دکونړ د ځوانانودکولتوری ټولنی د خواشینۍ پیغام
دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه د منلی پښتون سياستمدار،اديب،شاعر او ژورنالست اجمل خټک په مړینه دژوری خواشینۍ څرګندونه کوی.
ارواښاد اجمل خټک بابا، پښتون ولس ته د ژوند په هر ډګر کی دقدر وړ او نه هیریدونکی خدمتونه کړي دي چی پښتون/افغان ولس به يی تل یاد ساتی.
دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه د ارواښاد اجمل خټک بابا مړينه دهيواداوسيمې دسياسي اوکولتوري بهيرلپاره ستره تشه ګني ، دهغه دکورنۍ ،دوستانواوسیاسی ملګرو سره دهغه دمړينې په دروند غم کې ځان شريک ګڼي ارواښادته دلوی څښتن له دربار ه دفردوس جنت غوښتنه کوو.
روح یی ښاداو یاد یی تازه.
دکونړ د ځوانانود کولتوری ټولنی د کارد ډله
اناالله و انا اليه راجعون
دستر پاچا خان دسولی او عدم تشدد دسیاست دلاری لارویانو !
د لر و بر او په سیمه کی د میشتو پښتنو ،افغانانواو بلوڅو ورونوقومونو !
د ستر انقلابی شاعر ،ادیب ،سیاست پوه« اجمل خټک»د درنی کورنۍ غړو!
دنیشنل عوامی پارټۍ مشرمحترم اسفندیار «ولی »او دمرحوم خټک صاحب دګوندی اوشاعرانه ژوند ملګرو او داجمل صاحب د هر اړخیز انقلابی ،انګار او سری سکروټی داغ سنګر مینه والو په وړاندی خپل د خوا خوږۍ ژور تأثرات او غمشریکی وړاندی کوو . راشۍ په شریکه د دُعاءلاسونه پورته کړو، چی اجمل صاحب دی خدای ابدی غرق رحمت
لری ،درنی کورنۍ ته دی پاک پروردګار اجر عظیم او صبر جمیل نصیب او په راتلونکی کی دی خدای د غم او درد څخه وساتی« امین» اومونږ ټولو ته دی الله ( ج )اتفاق او ددی مقدس اولسی او وطنی ارمان اورسالت درک او همت راکړی چی داجمل صاحب دداغ
سنګر ارزو ګانی یوه یوه پوره،او د ازادۍناوی په خپل کورکړو تر څو په سیالانو کی شمیر او پری نه ږدو چی د« اجمل » هر اړخیز انقلابی داغ ژوند انګار او سکروټی ایری ونیسی!
چی غليم می ژبه پری کړلـه اوږده شـوه
چی اوږده شوه هومره لا پسی تيره شـوه
اوس که نر يي نوغوږونه دی خپل پریکړه
چـی زمـا نغـمـه سـړه نه شـوه توده شـوه
« اجمل خټک »
ډاکټر سید شیر اقا حرکت
او دکورنۍ د لویو وړو له خوا
له دې نړۍ نه د نامتو پښتون سياستوال، د پاکستان د نېشنل عوامي ګوند پخواني مشر، ټولنيز شخصيت د پښتو ژبې برلاسي او روښاندي ليکوال ارواښاد اجمل خټک تګ د ټولو پښتنو لپاره لوی وير دي.
په اوتريش کې افغان ولس کلتوري ټولنه په دغه وير کې د ټولو پښتنو او په ځانګړې توکه د ارواښاد اجمل ځټک له درنې کورنۍ، د هاغه د لاری له لارويانو، دوستانو او له ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره ځان ګډ بولي.
موږ هاغه ارواښاد ته له بښاند و لوراند څښتنه د تلپاتې جنتونو او اړوندانو ته يې د لوی زغم غوښتونکي يو.
ياد دې يې تل تر تله ژوندی وي،
افغان ولس کلتوري ټولنه
ويانا ۰۸ /۰۲/ ۲۰۱۰
له ننګرهاره خپرېدونکې نړۍ اونېزې اداره د پښتو د انقلابي او مبارز شاعر ، ليکوال او سياستوال (اجمل خټک ) بابا د مړينې له امله د ارواښاد درنې کورنۍ ، ملي عوامي ګوند او ټولو ويرمنو پښتنو ته ډاډګيرنه او تسليت وړاندې کوي.
د نړۍ اونيزې ټول کارکوونکي په ستر درشل کې لاسونه لپه کوي چې ارواښاد اجمل خټک بابا ته د خپل رحمت په غېږ کې ځاى او پښتنو ته د هغه پر پلونو د تګ توفيق ورپه برخه کړي
اروا يې ښاده او ګور يې روښانه
فضليار د نړۍ اونيزې مسئول مدير
افغان کلتوري بهير ، بلجيم
افغان سياستوال ، ليکوال او شاعر اجمل خټک له دې نړۍ نه ابدي ژوند ته وکوچيد ٠ روح دي يي ښاد وي ٠ بلجيم ميشتې افغانان او د کلتوري بهير ټول غړي د خټکو د ټبر د ميړني او زړه ور سالار په غم کښي ځان شريک بولي او همدارنګه ټول افغان ولس ته خپل د زړه له تل نه همدردي او تسليت وړاندي کوي ٠
بلجيم ، بروکسل
د افغان کلتوري بهير
مشرتابه جرګه
انجنير حضرت سادات
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګی ټولنی د خواشنی پیغام
په خواشنی سره مو خبر تر لاسه کړ چی د پښتو ژبی نامتو شاعر لیکوال او د آزادی د لاری مبارز مرحوم اجمل خټک زموږ څخه د تل لپاره جلا سو روح دی یی ښاد وی .
زموږ د فرهنګی ټولنی د رهبری جرګه او ټوله غړی په داسی حال کی چی دده مړینه یوه نه جبران کیدونکی ضایعه کڼی ، د مرحوم کورنی ، دوستانو او د لر اوبر ټولو پښتنو ته د زړه له کومی تسلیت وایی او په دی ستر ویر کی ځانونه د هغوی سره شریک کڼی . انالله واناالیه راجعون
په ډنمارک کی د افغانستان دفرهنګ د ټولنی د مشر تابه جرګی په استازیتوب زمری محـــقق
Inna Lillahe Wa Inna Illaihi Raajeoon!
Khudai de wa Khattak Saab Ta Jannatul Firdaus War par barkha kee. Waqyan yea ham da pashto zhabee der khidmat karee dee aw Pashto zhaba ba yea hamesha pa dranawee yadaweee. Da tolo hewadwalo sakha heela da che da dagha khabar pa awredo ya lido sara de Khattak saab ta da maghferat duwa wokee.
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party د انګلستان د مرکزی څانګی د خواخوږئ پيغام
داد میر بد قسمتی که د کاروان ده
چی منزل لنډ شو نو ستړی قافله شوه
په ډیره خواشینئ سره مو دخپل منلی قام پرست سیاستوال ،ملی مبارز، انقلابی شاعر، ادیب او جرنلسټ اجمل خټک بابا د مړینی دردوونکی خبر تر لاسه کړ. انا لله واناالیه راجعون
خدای بخښلی خټک بابا د خپل ژوند ټوله برخه د پښتنو د سوکالئ ، ابادئ او قامی یووالی لپاره وقف کړی وه . د باچاخان د عدم تشدد د غورځنګ ملګری او د ولی خان بابا د لاری مل ؤ چی د وخت د حاکمانو له خوا ئی لکه د نورو قامی مشرانو او ملی مبارزینو په شان سختی او تکلیفونه ، جلا وطنی اوجیلونه تیر کړی. .
د ارواښاد اجمل خټک بابا مړینه د ټولو پښتنو/افغانانو لپاره ډیره ستره او نه جبران کیدونکی ضایع ده
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP د انګلستان دمرکزی څانګی د مشرانو جرګه او ټول غړی د باباپه دروند غم کی ددوئ د کورنئ او خپلوانو سره ځان شریک ګڼی ، دبابا کورنئ ، خپلوانو، عوامی نیشنل پارټئ ANPمشرانو ،غړو او ټولو پښتنو ته د زړه صبر غواړی. بابا د پښتنو په زړونو تل پاتی ځای لری او تل به ژوندی وي.
اروا دی ښاده او جنت فردوس دی په نصېب شی.
په درنښت
ایډوکیټ یوسف علی خان
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د انګلستان د مرکزی څانګی مشر
po dera khwashenai sara mo khabar ter lasa ker che de larawbar afghans de yaw wali mobarez mesher ajmal khatack le de pani dunia na zan khalas ker rookh de khad we aw de tole krani sara yeh mong po gham ke shareek yow ,,,, po dera khwashenai sara wayam che po de nazek wakht ke de ajmal khatack mreena de larawbar pakhtano lopara loya zayah da,,,
Khuday dey Khattak saib ta wara janatoona Naseeb kree.Da Khattak Saib Fikar soocha wo kho afsos dey che Pukhtun Qam hum hagaha rung ghareeb patey sho.Khuday de zamoong mal shee….
د پښتو خوږی ژبی کلامسالار او متعهد افغانپال مرحوم اجمل خټک د مرګ په مناسبت
د خواخوږۍ ، غمشريکۍ او تسليت پيغام :
سره ددې چی د بشريت د همځولی ، زړی ، تاريخي شاعرانه ژبی د معاصر خواږه کلام اتل ،
د افغانانو د لوی ، پراخ خو ويشل شوي ولس د يووالي فصيح مبلغ او د ملي قوام دپاره
نه ستړی کيدونکی غښتلی مبارز ، مغفور اجمل خټک به نور د لرو برو افغانانو د
سټېجونو د مايکونو او لاوډسپيکرونو له لاری د خپل معجزوي کلام داهتزاز
د موجونو په اتڼونو سره د وطنپالو پښتنوـ افغان مليونو هيلی او ارمانونه ونه شي
تخنولی ، خو دده د تخليقاتو لوی ليکلی ميراث به هيڅکله دده ستره پښتني ملي
چيغه د مرګ خاموشۍ ته پرېنږدي .
د خدای بښلي لوی اجمل خټک د افغاني يووالي چيغه دې د عدالت او انصاف
خالق لا لوړه او کاميابه کړي .
موږ، په داسی حال کی چی د لوی افغان ولس ددې ستر ملي شخصيت د رحلت په
وير کی د مرحوم خټک صاحب د قدرمنی کورنۍ ، درنو خپلوانو، ملګرو او خپل
لراوبر ټول ملت سره شريک يو او ټولو ويرجنو ته تسليت وايو، د ورغلي اجمل خټک
دپاره د لوی متعال څښتن نه د فردوس جنت غواړو .
غيرتي افغاني روح دې يې تل تر تله هلته ښاد او راحت وي او ټولی افغاني ملي
هيلی دې يې دلته ترسره شي . آمين يا رب العلمين .
تازه خان ويال
دکندهاردشیریف اوننګیالی ولس دتسلیت پیغام
په ډيره خواشينۍ سره مو د خبري رسنيو له لارې څو شېبې وړاندې خبر تر لاسه کړ چې پښتون سياستوال، ليکوال، شاعر ،اديب او د پښتنو د يووالي او خپلواکۍ د لارې ستر مبارز ښاغلي اجمل خان خټک له دې پاتې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، انالله و انا اليه رجعون.
د خداې بښلي اجمل خټک مړينه په اوسنيو حالاتو کې، چې پښتون قام د لوى کړکېچ او ازمون سره مخامخ دى لويه تشه ده، دده ځاى به هيڅوک ډک نه کړي.
زه په دې لوى او ستر ماتم کې د نوموړي د کورنۍ، خپلوانو، نشنل عوامي پارټۍ او لرو اوبرو پښتنو سره ځان شريک ګنم. ټول پښتون قام ته تسليت او ارواښاد ته د رب العلمين څخه د فردوس جنت غواړم. امين يا رب العلمين.
هره کيسه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
شېبه ، شېبه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
روح دی ښــــــــــــــــــــــــــاد یاددی پاته وی
په ډیری خواشینی سره باید ووایم چی پښتون قام یو ځل بیا د حقیقی او ریښتنی لارښود څخه محروم شو. الله پاک دی د پښتنو ملی مبارز او ستر سیاست پال ته مغفرت په برخه کړی او د نوموړی کورنی او ټول پښتون ولس ته دی د زړه صبر او عظیم اجر ورکړی.
اناالله وانا الیه راجعون
زه پخپله په دغی غم کی د نوموړی کورنی او ټول پښتون ولس سره ځان شریک ګڼم.
ّپه ډیری خواشینۍ سره مي خبر ترلاسه کړه چې د لراو بر پښتنو ستره هستی ملی مبارز وتلی سیاست پوه شاعر او لیکوال ارواښاد اجمل خټک د ورپیښی شوی ناروغۍ له امله له تل لپاره له دی دونیا څخه سترګی پټی کړی
انا لله وانا الیه راجعون
د اروښاد مړینه د لربر پښتنو لپاره یوه ستره ځایع ګڼم او په دغه غم کې د مرحوم دکورنۍ او دلر اوبر ټولو پښتنو سره ځان شریک بولمه او دلوی او لایزال څښتن تعالی له دربار ورته د زړه د صبر غوښتنه کوم
او مرحوم ته دی لوی خدای جنتونه په نصیب کړی .
آمین
Pa dera Khwashenai sara mo Khabar tar lasa kar chi di Pashto aow Pashtano di Azadai aow parmakhtag, mele mobariz syasatwal, lekwal aow shaer marhom Ajmal Khatak Sahib pa haq warased, Inalillahi waina ileaihi Rajion. loy chishtan jalajalalaho di di shghale Ajmal khatak Arwah shada lare, aow Pa khpali zangari perzoyani sara di Janat -e-ferdows war pa barkha ke. mong pa dasi hal ki chi di marhom di koranai sara pa di gham ki zan pora sharek bolow, di loy khuday Jalala Jalalaho la darbar sakha yi koranai ta aow azezano ta ai sabri jamel aow nek badal ghwaro
دپیوستون دکلتوری ټولنی لخوا- سویډن
موږ ددغه نامتولیکوال ٬ شاعر اوسیاستوال اجمل خټک بابا
مړینه دپښتون قوم لپاره لویه ضایع بولو ده ته دخدای (ج) څخه
دفردوس جنت غوښتنه کو و روح یی دښاده وی٬دده محترمی کورنی
دوستانواولراوبرپښتنوته تصلیت وایو .
اودعا کودخدای(ج) په دربار کی چه دده تشه زرډکه شی .
انا لله واناالیه راجعون
سویډن -ګوتنبرګ
په ډیری خواشینی سره می خبر ترلاسه کړه چی د پښتنو ملی مبارز او ستر سیاست پال اجمل خټک د پښتون قام یو ځل بیا د حقیقی او ریښتنی لارښود څخه محروم شو. الله پاک دی ته مغفرت په برخه کړی او د نوموړی کورنی او ټول پښتون ولس ته دی د زړه صبر او عظیم اجر ورکړی.
اناالله وانا الیه راجعون
زه پخپله په دغی غم کی د نوموړی کورنی او ټول پښتون ولس سره ځان شریک ګڼم.
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتو ژبې وتلی شاعر . لیکوال او دفخر افغان باچا خان بابا پر قدم روان مبارزاجمل خان خټک چې تل یې دخپل پښتون قوم لپاره دقلم په برکت دژوند تر پایه خپله مبارزه روانه وساتله . د ۱۳۸۸/۱۱/۱۸نېټې د (۸۵) کالونو په عمر له دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې مونږ دڅمکنیو کلتوري بهیر او دپکتیا ټول آدیبان د اجمل بابا مړینه دپښتون قوم لپاره یوه لویه ضایعه بولو کورنۍ ته یې دجمیل صبر او ده ته دلوی خدای ج له درباره دجنت غوښتونکي یو او خدای ج ته لاسونه لپه کوو: چې ای پروردګاره ته داسې زړه سوانده او مفکر انسان دهر پښتون په کور کې پیدا کړې چې دخپل خیال له مخې دپښتنو ذهنونه له تیارو څخه درڼا په لور راوباسي.
په ډېرې خواشينۍ خبر شو، چې د پښتو ژبې لوی شاعر، اديب، مفکر او د پښتونخوا مبارز سياستوال اجمل خټک له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې (انا لله وانا اليه راجعون).
ارواښاد اجمل خټک د خپل عمر اوږده کلونه د پښتنو د خپلواکۍ، ويښتيا او پرمختيا لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه او په دې لار کې يې د زندان سختې شپې او له کور او کلي څخه د بېلتون ترخې ورځې په مېړانه وزغملې. په داسې مهال کې چې پښتانه د خپل تاريخ ډېرې سختې او حساسې شېبې تېروي او د سيمې او نړۍ په کچه له سختو دسيسو او تېريو سره لاس او ګرېوان دي، د ارواښاد اجمل خټک په څېر خواخوږي او زړه سواند مشر له لاسه ورکول د لر او بر افغان لپاره يوه لويه ضايعه ده. پښتو نړيوال مرکز د دغې ملي ضايعې له امله د ارواښاد کورنۍ او د لر او بر افغان ټولو کلتوري، سياسي او ټولنيزو کړيو او بنسټونو ته تسليت وايي او د ارواښاد اجمل خټک روح ته د الله (ج) له درباره د ابدي ښادۍ دوعا کوي.
په درنښت
پښتو نړيوال مرکز، کابل
په ډیره خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ : چې زمونږ د پښتو ژبې وتلی، نامتو او شملور شاعر او سیاستوال اجمل خټک د اوږدې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې انا الله و انا الیه راجعون، زه ځان د ارواښاد د کورنۍ له غړو او ټولو پښتنو سره په دغې غمیزه کې شریک بولم.
آلله ج یې دې جنتونو سردار و ګرځوي
روح یې دې ښاد وي
دنامتو لیکوال شاعر او سیاستپوه اجمل خټک پر مړینه دزړه له تله
خواشیني یو . اجمل خټک پښتو ژبې او پښتون ولس ته یوه نه جبرانیدوکې ضایعه ده . خو خدای دې وکړي چې هم ددوی په کورنۍ کې یو بل څوک دا تشه ډکه کړي مونږ دافغان ادبي چمن ټول غړي دده له کورنۍ سره په دې غم کې شریک یوالله دې خدای بخښلي ته جنتونه ورکړي اودده کورنۍ ته دزغم او صبر غوښتونکي یو
افغان ادبي چمن العین
salaam par tolo pukhtanoo warono
za pa der khafqan sara da waqat pa zan zeghamam chi da pukhto zabi aw mali mobariz khaghli ajmal khatiq de marg paygham worida aw khapal tolo pukhtanoo warono khasatin da dey mahtrami korani ta de dadgirini paygham warandi kawam
khod j.j sakha de ferdous janat dowa kawam
mana na
په ډیری خواشنی سره موخبرترلاسه کړوچی خدای خدمتګار،پښتنواوپښتوژبی نومیالی اومخکښه لیکوال اجمل خټک بابا دخپل ویاړلی قوم څخه دتل لپاره مخه ښه وکره.
ښاغلی اجمل خټک بابا دافغانانو سترلیکوال چی خپل ټول شیرین عمر یی دپښتنو دیووالی اودلوی افغانستان دجوړیدو لپاره وقف کړی ، تیره ورځ (دریم) د۸۵ کلنوپه عمر ددی نړی څخه سترګی پټی کړی.
انالله وانا الیه راجعون
په پیښورکی داریانا اسلامی پوهنتون محصلین داجمل بابا مړینه دلراوبرافغان ملت لپاره یوه ستره ضایع بولی.
روح دی ښاداو جنتونه دی ورپه برخه شی.
ګرانی کورنی ته یی دزړه صبرغواړواوځانونه ورسره په غم کی شریک ګڼو.
په پیښورکی داریانا اسلامی پوهنتون دمحصلینو دټولنی لخوا.
محمدالله افغان
په ډېره خواشينۍ مو خبر ترلاسه كړ، چې ستر شاعر، ليكوال، نقاد، اديب، سياسي مشر، په پښتو او پښتنو مئين شخصيت اجمل خټك له دې فاني دنيا څخه د تل لپاره سترګې پټې كړې. انا لله و انا اليه راجعون.
افغان فرهنګي ټولنه د ارواښاد مړينه د پښتو او پښتنو لپاره يوه ستره او نه جبرانېدونكې ضايعه بولي او د دوى له كورنۍ او ټولو پښتون ولس سره په دې برخه كې ځان شريك بولي، ارواښاد ته د سپېڅلي ذات له دربار څخه د مغفرت او بښنې غوښتنه كوي او د كورنۍ غړيو او پښتون ولس ته د صبر جميل غوښتنه كوي.
ياد دې تل او روح دې تاند وي.
ډاكټر تكل عبدالرحيمزى
د افغان فرهنګي ټولنې مشر
د اذاد افغانان پيغام
په ډير افسوس سره مو خبر تر لاسه کړ چه ،د پښتنو مخکښ ،شاعر، ليکوال،اديب،او سياستپوه ښاغي اجمل خټک په حق ورسيد٠ انالله و انا اليه اجعون
ارواحښاد اجمل خټک د لر او بر پښتنو او افغانانو د اتحاد او دوستي يو ښه لارښود او ملي شخصيت وه ،هغه زموړد شنه اسمان نه يو ځلاند ستوري وه چه رهي شو،
خو هغه څه چه موږ ته يي ميراث پريښود هغه د ښاغلي خټک لوي ارمان هغه ارمان چه متاسفانه د هغوي په ژوندانه کي ترسره نشو ، هغه د لوي افغانستان ، د لر او برو يووالي،اذادي،سوله،او د ستر او پياوړي هيواد جوړول و،خو که نن ښاغلي خڼک صاحب موږ سره نښته اما د هغوي ستر او ملي پغام ،ارمان او هيلي يي موږ سره ابدي او نه هيريدنکي دي،
اذاد افغانان د محترم خټک صاحب مړينه افغانانو او بشريت ته يوه لويه ضايعه بلي،او پدي وسيله خپل ژور خپګان څرګندوي،
موږ د زړه له کومي تسليت د اجمل صاحب کورني،دوستانو او ملګرو ته يي وړاندي کوو،
په درنښت
دخواخوږی پیغام
متن : جدایی داشنایانو هر دم کاندی
په رحمان باندی دتورو ګوزارونه
په ډیری خواشینی سره خبرشو چی دپښتو دمعاصرو ادبیاتو مخکښه څیره ملی او مبارز شخصیت دپښتو ژبی اورژبی او خوږژبی ویناوال دپښو دمعاصر سیاسی حدوحهد يوه پیژندل شوی څیره ارواښاد اجمل خټک له دی پانی نړی سترګی بتی کړی انا لله وانالیه راجعون
دارواښاد استاد اجمل خټک مړينه په ټوله کی دټولو پښتنو له پاره يوه داسی لویه ضايعه ده چی تر عمره به دپښتون اولس په ډهن کی تداعی وی هغه دپښتو ن قام شاعر و هغه دلوی پښتون باچاخان دلاری يو نامتو سپاهی وو هغه په پښتو مين او دپښتنو دازادی دقافلی دسرلارو ځخه وو خپل ټول ژوند یی خپل قام او خپلی ژبی ته وقف کړی وو نو اوس په ټولو پښتنو دا خق دی چی دهغه ناچاپ اثار راټول او چاپ کړی په لندن کی دافغان ليکوالو فرهنګی ټولنی دمشرتابه جرګه ګی دارواښاد استاد اجمل خټک مړینه یو نه جبیره کیدونکی ضایعه بولی دهغه روح ته دعقیدت ګلونه وړاندی کوی او کورنی ته یی جمیل صبر غواړو.
دزړه چمن می سوی سکور ښه دی
چی بی له تا وی په کی اور ښه دی
په درنښت
دافغان لیکوالو فرهنګی ټولنه
مشرتابه جرګه ګی
۸/۲/۲۰۱۰
لندن
د دي سره سره چي زمونږ تولو فرهنگي ملگرو په استازيتوب زمونږ تولني ( د افغانستان د کلتوري ودي تولني جرمني) خپل د خواشني پيغام خپور کړي وه. خو بياهم زه د هغه ځانگړي درنښت له وجي چي د ستر اجمل خټک په وړاندي راسرپه تل پاتي توگه موجوده دي، د خپلي خواشني ژور مراتب زمونږ د ټبر د لوي سياسي مفکر، اديب، ليکوال او شاعر خداي بښلي اجمل خټک د مړیني له کبله څرگنده وم، خپل لوي مشر ته د لوي خداي له درباره څخه د فردوس جنت هيله کوم او د دوي غمجني کورني او ټول افغان ټبر ته د صبر او زغم غوښتنه کوم.
په درناوي
غريب
ښاغلي اجمل خټک ته د زړه له کومي د لوى خداى په دربار کې د بښنې د دعاګانو سره :
ريښتيا چې د اجمل خټک مړينه د ټول پښتون قوم لپاره يوه ستره ضايعه بلل کيږي خو د نصيحت او يادونې په توګه به زه د اجمل خټک د نيکه او پښتون پلار خوشحال بابا خټک دا يو بيت وړاندې کړم چې ويلي يې دي :
د خوشحال قدر که اوس په هيچا نشته
پس له مرګه به يې ياد کړي ډير عالم
خداى دې پښتون قوم ته د يو ريښتيني رهبر د راپيدا کيدو په هيله
عندليب
د لراوبر پښتون قام يو بل مبارز ، ليکوال ، شاعر او سياسي شخصیت مو له لاسه ورکړی دی ، هم د ژړا وخت دی اوهم د فکر ، هم به وير کوو او هم به ارواښاد اجمل خټک مطالعه کوو ، دده په ارمانونو به ځان خبروو او د هغو په پلي کولو کي به يو بل ته بېله هر ډول توپير څخه لاسونه ورکوو .
زموږ ددې نوميالي مشر او مبارز تر ټولو لوی ارمان د پښتون قام د حق غوښتل و ، د حق غوښتلو څخه ددې مشر هدف د لراوبر پښتون قام يووالی او سوکالي وه .
د خدای بخښلي خټک پاک روح ته د عقيدت ګلونه وړاندي کوو ، په لراوبر وطن او نړۍ کي دده ټولو خواخوږو ته تسليت وايو او په قام کي دداسي نوروخواخوږو ملي مبارزينو د هستېدو دعا کوو .
په درناوي
د افغاني کلتوري ټولني لخوا
د اجمل بابا په مړینه پښتنو ته ډیره صدمه ورسیده
اجمل خټک د باچا خان، خان شهید، ولی خان، محمود خان او اسفندیار خان غوند د پښتون قام د حقونواخستو د پاره ژوند وقف کړې وو. اجمل بابا مړ نه دې. مرګ مړ شو او اجمل صیب د باچا خان، ولی خان او خان شهید خوا له وراغې. خو افسوس دې چه زمونږ نه جدا شو. الله د وبخښی او الله د نه صرف ایمل له بلکه ټولو پښتنوله، چه د هغه بچی دی او په مړینه ی خفه دی، د زړه صبر ورکړی. آمین
اجمل بابا د مړينې په مناسبت
ژوند تيــريږي تمئی نشتــــــــه د هيچا
افتخار شې چــې رښتينی شي پيشوا
پښتنو کې شاعران هم ليکوالان شته
خو بيا څوک پکې رهبر شي هم پيشوا
نن په سوګ کې د اجمل بابا ماتم دي
پرې خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا
پښتنو په لر او بر مرګی مرګي دي
نن اجمل خټک پـــريږدي فاني دنيا
چې ېې عمرټول تيريږي په خدمت کې
دوعا ګوی شي هــــــم د زوړ هم د برنا
رب دې ستا د خدمتونو اجر درکړي
جنتي شه داسې ځـــــوی د پښتونخوا
کورنی ته ېې تســــل دخــــدايه غــــواړو
خـــدمتګار وه افتخار دي هـــــم بابا
——————————-
فيبرال ٢٠١٠ م کال
په خواشینی سره بایدیادونه وکړم چی دپښتواودخدای خدمتګارزیارمل اونومیالی اجمل خان خټک په حق ورسیده انالله وانالله راجعون خدای دی جنت فردوس نصیب کړی کورنی اوټولوپښتنوته دی خدای داتوان ورکړی چی ددسبک او غوښتنو ته پوره پام ولری اودهغه په قدم دی ځان ته لوری وټاکی ترځووشوکولی هیلی ارمانونه ته یی ورسیږواوله خدای ټولولراوبرپښتنوته دخدای خدمتګاری په هیله
خدای جمیل دی په جمال باندې مین دی
دقدرت په کارخانه کی یې نوربل دی
چې سینګار دده په لاسو یې جمال کړي
پیداکړی یې پښتولره اجمل دی
رفیع
داجمل نوم اوسپیڅلي بغاوت روان اوتلپاتی دی
او نژدې دنیمې پیړۍ هغه له شور او زوږه ډک نوم چې د سرښند نې ، شهامت او قربانۍ سمبول و، نورزموږ له منځه دتلپاتې سفرپه لوروخوځید، هغه نوم چې له خوشاله وروسته نه یوازې پښتنو بلکی زیاترو مسلمانانو پر خپلوبچو باندې چې دهغوی دسیرت اوصورت څرګندوی شي،په ویاړسره کیښود ، هو، اجمل ، اجمل خټک … دآزادۍ او مبارزې او دپښتنونخوادحق خود ارادیت سمبول او ویاړ، شاعر او لیکوال او دهند دنیمې وچې د آزادي غوښتونکي غورځنګ مخکښ…
چې نن یې موږ یوازې پریښودو اوهغه د بنګالي شاعر رابندرانا ت ټاګوروینا یې چې کله اقبال له نړۍ سترګې پټې کړې نوده داخبره پرې وکړه چې، داقبال په مړینې سره هند وستان له خپلو هستیوڅخه یوه لویه هستې له لاسه ورکړه … زموږ په مخ کې کیښوده، بده به نه وې چې په دغه ترڅ کې موږ هم داخبره وکړو چې پښتنواوپښتوژبې هم دخپل دغه نومیالي په مرګ خپل یوداسې بچې اویوه داسې هستې نن له لاسه ورکړه چې غږیې ، مبارزه یې او نوم یې ددوی په هرکلي اوهرتپه کې دپوره نیمې پیړۍ په ترڅ کې په ویاړسره یاد شو،ده ته یې دخپلواکۍ دسمبول په توګه درناوي وکړ. همداوه چې په هرکورکې به زوی زیږیده نودده له ویاړه ډک نوم به یې دده دانساني وړتیاووله مخې ورباندې ایښود، اوداهغه څه وو چې داجمل کلیمې تراوسه پورې د یوه ځانګړي نوم او ویاړپه ترڅ کې خپل اوچت ویاړ او اهمیت دده دسرښندنې او ویاړونو له امله لاسه وساته ،
اجمل خټک دهند په نیمه وچه کې دیوه داسې شاعراو آزادي غوښتونکي په توګه سرراپورته کړچې دم اوقدم یې له آزادۍ سره اخښل شوي وو، دهند دنیمې وچې له تجزیی وروسته یې دپاچاخان له غورځنګ سره خپل برخلیک وتاړه اودآزادۍ غوښتنې هنګامې یې دظالمو واکمنانو پرظالمو ارادو باندې د شورزلزلې ورګډې کړې . هسې چې دګاندي په څنګ کې دهند دنیمې وچې ولسونو سوبهاش اوټاګورته د درناوي سرونه ټیټول ، همداسې دغو خلکو دپاچا خان په څنګ کې محمداکبرخان اواجمل خټک ته دخپل سالار او نومیالي په توګه دسپیڅلي بغاوت دسالار په سترګو کتل ، سرکښي ، آزادي اوشاعري هغه څه وو چې دده دنامه په اوریدو سره یې له افغاني او پښتنې اندو ژوند سره ځان پتلیزاوه،اوځوان احساس ته یې دمستې ، عدالت او مقاومت په لور قومانده ورکوله، داسې چې سندربوله شو او دسندرو او ویاړونو نښه :
دخوشال په بڼ کې ډیرګلونه واشول
یو «قادر» شوبل«اشرف» شو بل « افضل» شو
چې محصول دطبعیت دتجربې دی
اوسنی ګل یې ترټولو نه اجمل شو
خونن دخوشال دتوریالي کاله په لنډو او اوږدو کې دآزادۍ دسردارغږ نه پورته کیږي ، هغه غږ چې دپښتون مقاومت حماسه په هغه کې دهغه دشعرشمله شوه .
د وړو وړو خدایانو دبنده کړم …
په هند کې اوسیدونکی پښتانه، افغان روڼ اندي اومحصلین دسپیڅلي یغاوت اودپښتنو دآزادۍ دسالارپه مړینه خپله ژوره خواشينی څرګندوي اوددغه ملي غم له امله دنړۍ پرمخ هرهغه چاته چې اجمل پیژني ، پښتونخوا، افغانستان د زړه له کومي تسلیت وړاندې کوي .
اجملي وه په غورځنګ شوه توده وینه
که ظالم یې ژبه غوڅه کړه تیره شوه
دښمنانوکه اورونه هم پرې بل کړل
د وطن مینه یې لاپسې پخه شوه
دغیرت چیغې بیداره پښتانه کړل
دښمنان دپښتونوالي تلولي شول
په ساړه کالبوت کې نوې ساه پیداشوه
په پښتو کې چې شعرونه اجملي شول
رفیع صاحب
داجمل نوم اوسپیڅلي بغاوت روان اوتلپاتی دی
ثناالله خان لالا اوپروفیسوررشید
په هند کې داجمل دمینه والو په استازیتوب
دپښتودانقلابي نظم پلار
نن دکونړ له لوړو غرونونه فریاد راخیژي
له اباسینه کوکي خیژي دچایاد راخیژي
دتاترې اوښکې راڅاڅي نن خیبر ژاړي
نن د خټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي
،،،،،،،،
نن اکوړه کی خلک ټول دي نن شملې ژاړي
ځلمیان ژړیږي پیغلې ژاړي لوپټې ژاړي
نن له پامیره تر سپین غره یو لوږئ پورته دئ
نن په بولدک او پیښور کې پښتنئ ژاړي
نن ګلغنډۍ کی غاټول مړاوي دي خپه خپه دي
نن هندوکش کی ماتم جوړدئ سترګې سرې ژاړي
نن دپښتو آدب مورچل ژاړي سنګر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،
نن دپښتو انقلابي نطم یتیم پاتی شو
دآزادۍ سالار تری ځي دده غلیم پاتی شو
دغیرت چغه او دژوند کیسه نیمګړی شوله
بس خالي نوم یی بی قدرانو ته سلیم پاتی شو
نن یی دیره نن یی حجره کی شاعران نه شته دئ
د آزادۍ ملي سرود ورځیني نیم پاتی شو
هغه پاګل ملنګ خټک ته پیښور ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،
څوک به پوره کړي دبابا دغه نیمګړئ ارمان
څوک به راویښ کړي دا ویده په خوب کی ستړئ افغان
څوک به باتور کچکول په غاړه دوخت چغه جوړشي
څوک به ګلونه تکلونه ګل پر هر کړي بیان
څوک به بیا سرې غنچې راجمع، افغان ننګ ولیکي
څوک به حالت دمزدورانو او بزګر کړي عیان
څوک به ددې وطن په غم شپه تر سهر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي
،،،،،،،
هغه له زوکړې نه تر مرګه درڼا پسې تلو
ځان ته یی هیڅ شئ په کار نه ؤ ما او تا پسې تلو
هغه زنځیر دغلامۍ غاړه کې نه منلو
هغه دوخت داستعمار جیل له سبا پسې تلو
هغه دپلار دویشل شوي کور یووالئ غوښته
هغه په نره او ښکاره دخپل بابا پسې تلو
دخپلواکۍ په مینه مست ټول سراسر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کې لر اوبر ژاړي
،،،،،
هغه دسولې روغې جوړې او جرګو مشعل ؤ
هغه اجمل دخوشالو او مرکو اجمل ؤ
هغه دسوات وزیرستان دجګړو ضد ولاړ ؤ
په ملکنډ او لوی خیبر کی برخلاف دچل ؤ
هغه دلوی افغان په کور کی جګړه نه غوښتله
هغه ترژونده خیرغوښتونکئ تل دسولې مل ؤ
ځکه یی نن وجنازی ته فن هنر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،،
نن اروپا او امریکا کی دوعاګانی وشوې
غیابي لمونځونه جنازې او ژړاګانې وشوې
ټولو وعدې وکړې چی لاره به یی مخکی بیاوو
په ویاړ اوفخر یی لیکنې املا ګانی وشوی
نن مساپرو هم بابا ته ځان حاضرګڼلو
ډیر له اخلاصه په هر کورکی حلواګانی وشوی
خوار خدمتګار یي په ناروی کی رو ګودر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،
نن دکونړ له لوړو غرونونه فریادراخزیژي
له اباسینه کوکي خیژي دچا یاد راخیژي
له تاتري اوښکی راڅاڅي نن خیبر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
کلاکرویک ناروی
۲۰۱۰ .۰۲.۰۸
2010-02 .08
ځان مې په در کې کړ درته خاورې
په خق خق خاندې ژړا مې نه اورې
یوه ورځ به واورې چې خټک ومړ
که ناورې ، ناورې ، دا خو به واورې
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې پښتانه یو ځل بیا د خپل یوه عظیم مشر، لارښود ، سیاسي ، فرهنګي او ټولنیز شحصیت ،د دستار سړي او خواخوږي رهبر د ویر په ټغر کیناستل.
د اجمل بابا د مرګ آواز مو زړونه ولړزول. انالله و اناالیه راجعون.
اجمل خټک ټول ژوند د استعمار په وړاندې د بغاوت جنډه رپانده وساتل او کله هم داسې ونه شول ، چې د ده په لاسونو کې دې د پښتنو د حقونو او آزادي غوښتنې توغ رنګ وبایلي او یا دې يې د غیرت چیغه ټپه شي.
غیرتي خلک د الله ج خوښ دي . اجمل غیرتي او نر پښتون وو چې ټول عمر یې پښتنو ته د غیرت ، غیرت چیغې وهلې . اوس چې هغه نشته زموږ ژړا داده چې :
ګوره که په پیړیو بیا پښتنه مور یو بل اجمل وزیږوي او د افغان په خاوره بل خټک او بل هوښیار پاګل ، د پښتو په بین کې د غیرت چیغه ورپوه کړي.
په نیو ساوت ویلز کې میشت افغانان ، ځانونه د اجمل بابا په ویر ، ویرمن بولی او د لوی څښتن تعالی دربار ته د سوال لپه نیسو چې زموږ په غیرتي بابا دې ورحمیږي ، فردوس جنتونه دې په ولوروي او درنې کورنې ته دې یې د دغه لوی غم د زغم وس ورکړي . آمین یا رب العالمین .
د نورو په استازیتوب
عزیز منګل د نیو ساوت ویلز
د افغانانو د کمیټې مشر
دخدای بخښلی خټک بابا پرمړینی ډیرزیات خواشینی شوم. دلوخدای پاک (ج) په دربارکی مرحوم ننګیالی، ادیب او پښتنونپال بابا ته دزړه له کومی دعاګانی کوم او ټولو پښتنو وروڼو ته دهغه دمړینی له کبله تسلیت وایم.
روح دښاد وی.
دپښتون دننګیالی ملت دیوالی په هیله!
زه دخدای بخښلی اجمل خټک بابا پرمړینی ډیر خواشینی يم. د لوی الله پاک په دربارکی اجمل بابا ته دزړه له کومی دعاګانی کوم . خدای پاک د مرحوم کورنی ته صبرو جميل وکړي. اجمل بابا پشتو ژبې او پشتنو ته ډير ستر خدمت کړی دی
د مرحوم اجمل خټک د مرګ په مناسبت
د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام :
د غيرتي پښتانه او لوی ملي شاعر اجمل خټک مړينه د لرو برو افغانانو ګډ ملي ماتم دی .
په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه د خپل ملت په دې لوی غم او درانه وير کی
شريکه ده او د خپلو تسليتونو مراتب د خدای بښلي اجمل خټک کورنۍ ، عزيزانو
او ټولو لروبرو افغانانو ته وړاندی کوي .
دده مرحوم دې ښکلي جنتونه په برخه وي او دده د لوی ملت نوي نسل ته دې لوی څښتن
توفيق ورکړي چی د ټولو افغانانو د پوره يووالي دپاره د خټک صاحب ناپوره شوی
ارمان پوره کړي .
امين يا رب العلمين .
سيد جان کارواني
په بريتانيا کی د اوسيدونکو افغانانو
د ټولنی مشر
دې پښتنو سترلار ښود وه ارواښاد اجمل
نوې ژوند یې په خیر شه دې خد متګار اجمل
دې بیلتون سفر یې لوې غم او درد ده
ډیر نصیحت یی په ژوند که وکړ شاعر اجمل
دې ژوند هره ښیګڼه یې لاره دې رڼا وه
وچت کړې یې وه غګ دې یوالې انقلابې اجمل
دې ازادې مبارز وه چې راوړې صلحه
هر د ښمن سره ېې وکړه مبارزه زړه ور اجمل
دې خدمت نیښانې یې پاتې شوې پښتنوته
پرېښودل له ژوند نه خواګه یادونه مین اجمل
دې وطن خپلواکې ېې وه همیش غوښتنه
تګ ېې څپیړه دې بیوسې ده دې حوښیا اجمل
دې ن نګ نه ډک لارښود راولې ته خدا یه
چې ټول ارمانونه پوره کړې دی مبارېز اجمل
زبیح الله وکړه په شعر کې دې داجمل ستاینه
خدایه په مخ یې ښه کړې دې پښتنود اتل اجمل
زبیح الله شریفې حولینډ
Nederland
10-02-2010
اجمل خټک څوګ وو ؟
ستوری وو چی پریوت د ادب له آسمانه
ستر اجمل خټک لاړو د دی فانی دنیا نـــه
دی « دغیرت چیغه » وو پښتون ته په دنیاکی
قام ولس خدمـت تـه دی تل تیر وو له خپل ځانـه
هــر یــوه نـاره یی د ولــس د زړه آواز وو
توره یی قلم وو ژوند یی تیرکړ په میړانه
دی هم لوی شاعر وو هم لیکوال هم محقق وو
بیرته پاتی نه شو د خپل عصر لـــه کـــاروانه
هیڅکله تسلیم نشو د عصر اســــــتعمار ته
لار د حقــیقت کی نه ویریده لــه زندانــه
بی له شکه دی ریښتین بچی د پښتنو وو
نوم یی دې تل پاتی که دی لاړه له جهانه
خدایه جنتونه د فردوس یی په نصیب کړې
رحم پری ته وکړې آخرت ېی کړې روښانه
* * * * * *
حفیظ خالد / ویانا / ۹ /۲ /۲۰۱۰
da pashto zabe satonkai ajmal khatak po wer
da LBG/BV; po namandagai po der bad khaber awredalo sara tol malgary da kar po wakht ki khiran sho ch khaber sho ch ajmal khatak wamr .khodai da warta janat alferdaws nasib kri
مرحوم اجمل خټک بابا
ستوری را اوریږی له اسمانه یو په بل پسی
خوار پښتون یتیم شو چی نن ژاړی په (اجمل) پسی
دا دنیا وفا په خپله غیږه کی نه پیژنی
ټول مشران ولاړه – کشران موځی په بل بسی
توره د پښتو مو نن بیلاسی شوه افسوس افسوس
پښتون په غم اخته دی – ظالم لاکوی وهل پسی
ژاړه قلمیاره چی (بابا) مو هدیری ته ځی
دلته به هوډ وکړو چی روان دده په پل پسی
حاجی قلمیار — کابل
دميدان ځوانانودټولنې دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
يوغرونړېد – اجمل خټك وكوچېد
په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دغيرت دچيغې ملي شاعر،ملتپال سپين ږيرى،سياسي مشراجمل خټك د۲۰۱۰ ميلادي كال دفبرورۍ دمياشتې په اوومه نېټه د ۸۵ كلونوپه عمرپه كوزه پښتونخواكې له فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دپاى ټكى كېښود.
اناالله وانااليه راجعون
ارواښاداجمل خټک له اوس څخه پنځه اتياكاله وړاندې په ۱۵سپتمبرپه اکوړه خټک کې وزېږېد. له ماشومتوبه دخان عبدالغفارخان له شخصيت نه متاثره ؤ،اوهغه مهال چې ۱۷ کلنۍ ته ورسېدنوپه فعاله توګه يې دهنددپرېښودلود غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ. هغه مهال دی دپېښوردګورنمنټ هاي سکول زده کوونکی ؤ، خوخپلې زده کړې يې همداسې نيمګړې پرېښودلې اودهمدې سياسي غورځنګ غړيتوب ته ولاړ. دادهغه سياسي ښکېلتابه پيل ؤ،چې ترپنځولسيزوپورې يې فعاليت وکړاوپه همدې وخت کې يې دخپل ادبي اوزده کړوپه پرمختګ کې هم ددردنه ډکې لمحې په زندانونوکې تېرې کړلې. که څه هم چې نوموړي دپېښورپوهنتون څخه په پارسۍ ادبياتوکې ماسټري اخيستې،خوهغه په پښتوادب کې دځانګړونوښتونولاره هم هواره کړې وه. اوپښتوادب يې دانګرېزي ادبياتوسره وتاړه،اوپه همدې توګه يې دپښتو ادبياتوديوه پرمختلونکي شاعرنوم هم خپل کړ.
ارواښاددپښتنودازادۍ لپاره دادب اوسياست له لارې دژوندترپايه پورې مبارزه وكړه اوتل يې په خپله وينا،شعراوليكنوكې دپښتنودحق خبره كوله . هغه نه يوازې دپاچاخان دخدايي خدمتګارانوپه غورځنګ کې خپل سياسي ژوندپيل کاوه،بلكې دسياست په نوروبرخولكه دسرحدصوبې دمهموسياستوالوله ډلې څخه و،اودټول پاکستان په سياست کې يې مهمه ونډه درلوده .
اجمل خټک دپښتوژبې يوتکړه ليکوال،شاعراوسياسي څېره وه . نوموړی دپښتونخواملي عوامي پارټۍ فعال سياسي غړی اودپاکستان دولسي جرګې غړی هم پاتې شوی.
دارواښادخټك د(غيرت چيغه) هغه شعري ټولګه وه چې دپښتونخواګڼ شمېرځوانان يې دخپلې خاورې دازادۍ مبارزې ته وپاڅول .
داجمل خټك ګڼ شمېر آثارخپاره شوي اوځينې يې لاناچاپ پراته دي. تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي چې ځينې کتابونه يې په ارودژبه هم ليکلي دي چې لومړنى کتاب يې دغيرت چيغه نوميده،دارواښادنورکتابونه دژوندچيغه،ژونداوخوند،گلونه اوتکلونه، افغان ننګ، کچکول، سرې غنچې، دژوندخاطرې اوځينې نوردي.
ارواښاددخپل ژوندپه وروستيوورځوكې چې روغتيايي حالت يې هومره ښه هم نه وه په خپل هغه اثرچې ترخه وختونه اوخواږه يادونه نومېده كاركاوه چې دخپل ژوندهغه شېبې يې پكې انځورولې كومې چې ولې افغانستان ته تللي وواوشل کاله يې هلته ژوندوکړ.
روح دې ښاداوياد دې ابدي وي
همت الله امين زى
دميدان ځوانانودټولنيزې ادبي اوكولتوي ټولنې مشر
اى پښتنو هير نه كړئ دا ستاسې ملنگى »خټك «
وخت به درنه داسې ليونى گورئ بيا هم غواړي
اجمل خټك – گلونه تكلونه
له نن څخه د لږو ډير څلويښتو كالو پخوا خبره ده ، د مكتب د لومړي، دوهم او دريم ټولگى د وختو كوچنى وم، چې د لېسې د لوړو ټولگيو زده كوونكو او ځينو ښوونكو به مټينگونه اومارشونه جوړول، كله به يې ويل ، نن د كارگر ورځ ده ! بله ورځ به يې ويل نن د پښتونستان ورځ نمانځو! او ور پسې به بيا بل مناسبت وو، هغه وخت ځينو شعرونو او ترانو د دغو مټينگونو او مظاهرو خواته د خلكو توجه او تجمع زياتوله او په مټنگونو كې يې خاصه ولوله او جذبه پيدا كوله . وينا والو به دغه نظمونه له ياده ويل او چا به فكر كاوه ، چې دا د دوى خپل شعرونه دي . له هغه وخته مې ددغه يو شعر دغه بيتونه په ياد دي :
د لويو لويو قدرتونو ربه
يو تمنا ده اوريدى شې كه نه
ستا د سكڼي سكڼي ماښام نه لوگى
د چا د زړه لوگى ليدى شې كه نه …….
هسې نه چڼ د خولې ويستل كفر شي
هسې نه تاته ژړېدل كفر شي…..
ستا د جنت د نعمتونو نه ځار
زه درته وږي په جهان ژاړم
ستا د دوزخ له لړمانو توبه
زه درته دا لړمانان ژاړم
……. ستا په رضا زما رضا ده ربه
كاڼي هم نس پورې تړلى شمه
خو چې بل ښامار له خزانو ووينم
اخر انسان يم څنگه غلى شمه…..
زه بيا ورسته پوه شوم ، چې دغه جذبات او ولولې د»غيرت په چغه «كې د اجمل خټك د ترانو له حرارته وو .
نسلونه ، وختونه او سلطنتونه بدل شول ، د غيرت چغه لا هماغسې ولوله جوړونكې او احساس پارونكې ده، خو په ډيره خواشينې د غيرت د چغې بلبل ، ملي انقلابي حماسه پارونكى شاعر او ليكوال ، د لرو او برو پښتنو د تاريخي، ملي او قامي يووالي ، بيدارۍ او خپلواكۍ د خوځښت سالار او نه ستړى كيدونكى مبارز د غفار خان د خدايي خدمتگارۍ دلارې ملگرى اجمل خټك له دې نړۍ وكوچېد. انالله و اناالیه راجعون. .
ښه خو دا چې د چا نوم په كې ياديږي په فاني دنيا به نه وي ژوندى تل څوك خ . خټك
په روسيه كې مېشت افغانان د ستر قامي ، ملې ، سياسي او فرهنگي مشر اجمل خټك په مړينه غمجن دي، له لويه خدايه ورته د مغفرت او معلى جنت غوښتنه كوي ، د لرو برو پښتنو، ټول افغان ملت او په سيمه كې د ملي يوالې ، خپلواكۍ، سراسري بيدارۍ ، ترقۍ او تمدن د لارې ټولو لارويانو ته د تسليت په وړاندې كولو، هغوى په سراسري وحدت كې د اجمل د لارې او ميراث پاللو ته رابولي .
د خټك هېواد دې ولې گلزار نه وي پښتنو كې ډير ښايسته ښايسته ځوانان دي اجمل خټك
د استبداد او استكبار پر ضد د زړه ور ، ژبه ور او مستغني مبارز اجمل خټك روح دې ښاد او ياد دې يې تل پاتې وي .
په درنښت
د نورو په استازيتوب
ډاكتر شيرحسن حسن
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوه لوی لیکوال ،شاعراوسیاستوال اجمل خټک دمړینې خبر ترلاسه کړ.
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دپښتو ژبې دسترشاعراو ملي مبارزاجمل خټک د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغه ستر شخصیت ته فردوس جنت په نصيب کړي .
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد دوی دکورنۍ غړو،دده دلارې لارویانواو ټولو لروبرو افغانانو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغه درانه شخصیت ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دارالانشآ
د خواخوږۍ پیغام:
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د
سیاست د ځنګل زمري اجمل خان خټک له ارمانونو
سره سره له دنیا سترګې پټې کړې.
د څښتن تعالا څخه دته د جنت او ټول پشتون ملت
ته د زړه صبر او د اجمل خټک د ارمانونو د پوره کولو
لپاره د پښتون ملت د یوالي هیله کوم.
زه په لومړي قدم كي خپل سلامونه او نيكي هيلي د ګران سياستوال ، ليكونكي او محقق كورني او پاتي دوستانو ته يي وړاندي كوم .
زه نه غواړم چي ډير تاسو درنو لوستونكو ته سر خوږي دركړم ، يوازي زه دا وايم چي درنو پښتنو ورونو او خويندو ډير پام ساتي چي زمونږ او ستاسو ډير لوي لارښود د لاسه لاړه خو د هغه شوي لار ښوني مونږ ته پاتي دي د هغه آثار لا مونږ ته پاتي دي زمونږ اصلي دنده دا ده چي د هغه لاره مونږ هم تعقيب كړو پرينږدو چي زمونږ پر كلتور تيري وشي او زمونږ اصلي پښتو دلاسه لاړه شي زما وروستي خبره دا ده چي ګرانو پښتنو ورونو راځي چي سره يو لاسي شو يو موټي شو د پردو په وړاندي ټول سره يو ټټر ووهو . د ټولو افغانانو د برياليتوب په هيله
د دوشنبې په ورځ چې د پښتو د انقلابي او مبارز شاعر ، لیکوال او سیاستوال اجمل خټک بابا له مړینې خبر شوو، نو له ملګرو سره تر ليدو کتو وروسته پرېکړه وشوه چې باید څو تنه د ننګرهار د قلموالو په استازولۍ کوزې پښتونخوا ته لاړ شي او د خټک بابا د جنازې او دفن په مراسمو کې ګډون وکړي.
ددې کار لپاره استاد محمداصف صمیم ، شریف الله ناصري ، زه او څو تنه نور ملګري د پېښور د اکوړه خټک په لور روان شو.
ټاکل شوې وه چې د اجمل خټک بابا جنازه به د ماسپښین په درې بجو د هغوی په پلرني کلي نوښار، اکوړه خټک کې ادا کيږي ، خو له بده مرغه مونږ له ډېرې هڅې سره سره د لارې د بندښت له امله په جنازه کې ګډون ونکړی شو.
که څه هم افغان دولت وراستولي وفد او په پېښور کې د افغان قونصلګرۍ چارواکو په جنازه کې برخه اخيستې وه خو افغان لیکوال او شاعران د نه شتون له امله تر نیوکو لاندې وو.
د خټک بابا د کورنۍ د یوه غړي په وینا له پېښور مېشت افغان قلموالو څخه پرته ، د ازاد افغانستان د لیکوالو، شاعرانو او ژورنالستانو ځای تش و.
د ماښام تر لمانځه وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د پخواني وزیر عبدالکریم خرم تر مشرۍ لاندې افغان دولتي پلاوی راورسېد. په یاد پلاوي کې د ښار جوړونې پخوانی وزیر او د ولسمشر سلاکار یوسف پښتون ، د قومونو او قبایلو چارو وزیر ارسلا جمال ، د ولسمشر سلاکار سباوون مومند ، د باندینیو چارو وزارت معین فراهي ، د علومو اکاډمۍ ریس عبدالباري راشد ، استاد نجیب منلي ، مطیع الله اباسین او څو تنو نورو برخه لرله.
د اجمل خټک بابا روح ته تر دوعا وروسته کریم خرم وویل : (( مونږ غوښتل په جنازه کې برخه واخلو خو د خرابې هوا له امله مو الوتکه وځنډېده.)) هغه چې د کرزي پیغام یې هم له ځان سره راوړی و ، د ستر افغان مشر مړینه یوه لویه ضایعه وبلله ، نوموړی یې له ستر خوشحال خټک نه راورسته د پښتنو ستر قلمي او سياسي مبارز وګڼلو.
یوسف پښتون هم د اجمل خټک بابا پر شخصیت تر خبرو ورسته په تېرو څو لسیزو کې له برو افغانانو سره د کوزنیو هغو د مرستو یادونه وکړه.
له دوعا وروسته هغوی د افغان قونصلګرۍ په لور وخوځېدل او مونږ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي مشر ښاغلي مختار خان یوسفزي کره لاړو چې زوی يې له وړاندې رالېږلی و.
ماسختن مو له احمدجان لالا سره د لیدو وعده وه چې په پېښور کې د پي ايس او (Pakistan Students Organization) مشر دی خو د ملګرو د ستړیا له امله مو لیدنه ونشوه.
د سه شنبې په سهار د لوی ننګرهار د فرهنګیانو د خواشینۍ او تسلیت د پیغام رسولو په موخه، پاچاخان مرکز ته لاړو چې د مرکز د کارکوونکو لخوا مو ډېره مېلمه پالنه او نازونه وشوه.
د هغوی یوه غوښتنه چې ډېر تاکید يې پرې کولو، دا وه چې د لوی ننګرهار ټولو قلموالو ته د پاچاخان مرکز لخوا مننه ورسول شي ، نو هيله ده چې دا لنډه ليکنه مې د پاچاخان مرکز د ملګرو غوښتنه پوره کړای شي.
مننه
انا لله وانا اليه راجعون
د ارواښاد اجمل خان خټک ټولو خواخوږو او کورنۍ ته په دې غمجنو
شېبو کي له لوی خدايه د صبر غوښتونکي يم .اروا يې ښاده !!
نن دکونړ له لوړو غرونونه فرياد راخيژي
له اباسينه کوکي خيژي دچاياد راخيژي
دتاترې اوښکې راڅاڅي نن خِيبر ژاړي
نن د خټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي
pa dera khwashini sara mo khabar wakhis chi da pashtoo zabi takla shaer . likwal. syasat wal. aw mili mabariz AJMAL KHATTAK la di donya sakha stargi pati kali. INALILAHIWAINAILIHIRAJIOON. AJMAL KHATTAK pashtoon wolas ta dera ozda mabariza waka chi ming toll pashtana ee manana kawo. de da korani ta aw tolo pashtani ta da allah na sabar ghwaram. SARDAR MIRKHEL LONDON
ننګيالی بڅرکی :
دغيرت چيغي خپلي آزانګې خپرې کړې
اجمل خټک : دوخت نامتو شا عـر ، سيا ست پوه اودمبارزې دميدان ازمايل سوی نا متو شخصيت، اوس زموږ په منځ کي نه سته ، خودهغه يادونه اوکړنلاره موږ ته ديوه لارښود په حيث را پاته سوه .
هغه دوخت چيغه او چته کړه ! دهغه دغيرت چيغه دومره اغيزه ناکه وه؛ چي داستعمار اواستثمارګرانوپروجوديې مرګونې تبه را وستل ،هغه خپله چيغه په کال ١٩٥٨م داپريل پر ٦پورته کړې وه.
هغه وايي :
که ظالم مي ژبه غوڅه کړه تيره سوه
توره څومره چي تېره سوه لاخوږه سوه
اوس که نروې نو غوږونه دي خپل پرېکړه
چي زمـــــــــا نغمه سړه نه سوله سره سوه
مرحوم اجمل خټک ، دوخت هغه انسان وو ، چي سياست يې دهنر اوادب سره هم غاړي کړ ، اودمظلو انسان په خاطر يې انساني غو ښتني دقلم په ژبه ، دخپل ږغ په امواجواو ولولو کي دولس و غوږوته ورورسولې ، هغه لوی انسان وو، هغه دقربانی يولوي درياب وو،دهغه د ژوند لويه برخه په زندانونو ، دکورنه په فرار اود هيواد څخه ،په ستړي ژوند کي تيره سوه .دهغه سره دهيواد دآزادۍ ، دپښتون قوم دپيوستون لوړ خيالات موجود وه . هغه دظالم او مظلوم ، دحاکم او محکوم دښکيلاک او زبيښاک په ښواو بدو ډيرښه پوهيده .اوځان يې دهمدغه انډول دپاره قرباني ګاڼه .او په دې لاره کي يې دهغه چاه ملګري خوښه کړې وه، کوم چي دملګرتيا وياړ په کيدای سي .
هغه په خپله يوه څلوريځه کي داسي وا يي :
ملګرو ! تش په لو ګيدواونه شوه
ځی چي لمبه شوداخپل ځان وسوځو
د نوي ګل د خصما نې دپا ره
دازوړخوړلی ګليستان وسوځو
مرحوم اجمل خټک دپنځلسوکالو په شاه وخوا کي هغه دافغانستان په خاوره کي په غربت او مسافرۍ کي ژوند درلود، خو! هغه لوړ ايمان او عزم درلود او تر پا يه يې ددښمن په مقابل کي خپل همت وساته ، هغه په څووم پښ کي وخو شحال خان ته رسيده ؛ خو دخو شحال خان ادبي هجره يې ګرمه او توده وساتل ، دهغه احساس ژوندی ؤ.اوهغه دخدائي خدمتګارانو دجنبش غړی وو. هغه دخان عبالغفارخان مبارزه په ډيره ميړانه پرمخ بوتلل.او په ور ستيو کي دهغه دلاري مشعل او دنشنل عوامي پا رټی دلارښونکو دجملې څخه وو.هغه په خپل ژوند کي ډير علمي او ادبي اثار او کتابونه وليکل چي ١٣کتابونه اواثار يې نامتو اثار ګڼل کيږي.چي ددې اثارو دجملې څخه دوخت چيغه يوه هغه نامي ناره او چيغه ده چي آزانګې به يې لائيتنهايي خپرې وي .دغيرت چيغه يو بيکر اثر دی ،چي دنيکه مرغه موږ ته را پاته دي .چي نوموړی اثر مرحوم اجمل خټک په اکوړه کي په ١٩٥٨م کي ليکلی دی. که څه هم نوموړی کتاب په يوه مجموعه کي بشپړه سوی دی ، خو دوخت دبدو شرا يطو پر بنسټ دنوموړي کتاب يوه برخه ؛ چي ددښمن په لاس تباه سوي ده تر اوسه لابې درکه ده ، او بله برخه يې هم دوخت دبدو شرا يطوپر بنسټ دهغه کورنۍ په يوه او بل ځای کي ددښمن دتلاښۍ په وجه ديوه ځايه وبل ځای ته دبيري پر بنسټ وړې او تر اوسه لابې درکه ده ، خو زه اميد لرم چي هغه بر خه چي دکورنۍ دخوا څخه خوندي سوې ده ممکن په اينده وخت کي دعلاقه مندانودپاره خپره او ميدان ته را ووزي .هغه په خپل هنري سبک کي دخوشحال خان خټک دغيرت لاره تعقيب کړيده. اودهغه دلاري ډير يو ښه پلوی ؤ.
مرحوم اجمل خټک ؛ په افغانستان کي هم ده روښنګرۍ او سياست په ډګر کي خپل رول تثبت کړی وو. هغه دخلق او پرچم دجلاسوؤ ګوندونوپر راهبرۍ پوره اغيزي درلودلې او دپرچميانو او خلقيانو په وحدت او پيوستون کې بشپړه رول درلود. ځکه هغه په هر وخت کي دافغانانو او دافغانانو په سيا سي کړنلارو کي ديووالي پلوی وو.
هغه په خپل شعري انداز داسي وايي :
دخوشحال دخاوري پورته يو نغمه شوم
بل مثال په ابا سين او تا تره شوم
سره!پوه شوې؟دغيرت چيغه سور اوروم
چي تا څومره را نغړدلم سره لمبه شوم
هغه په رښتياهم دخپل وخت يو با احساسه اودځوانۍ په دود انقلابي شاعر ګڼل کيده ، هغه په سيا ست او دمبار زې په لاره کي دمظلوم انسان په طبقاتي ژونداونا خوالو با ندي ډير ښه پوهيده او په دې لاره کي هغه فعاله او دمظلوم انسان ملګری وو . لکه څنګه چي هغه په خپل شعري انداز سره په يوه څلوريځه کي دا سي وا يي :
غټان ، غټان نېکان ، نېکان پيدا دي
دوی خو له ځايه جنتيان پيدا دي
ځی ! هغه خوارو له جنت او ګټو
څوک چي دموره دوږخيان پيدا دي
هغه دمظلوم انسان په خاطر او هغو ته دجنت دګټلو په خاطر پرځان دغه ژوند تريخ کړی اودوخت دقدرتمندانو سره لاس په ګريوان وو.
دمرحوم اجمل خټک نوموی شعر يو مشهوره او نامتو شعر دی، چي په خپل وخت کي دهريوه ځوان له خوا زمزمه کيده او سيا سي مبارزينو به دسټيج پرسرباندي په خاصو ولولو سره ويلی.ښاغلی مرحوم جعفرخان اڅکزی ، چي خپله هم دپښتونستان دآزادۍ دلاري يو وتلی سيا ست پوه ګڼل کيږي هغه داجمل خټک په باب داسي ليکي : اجمل خټک يو سياسي او با تجريبه سيا ست پوه دی ، دهغه شعر په خپل ځان کي يو علمي غټ کتاب او اثر ګنلای سم .دهغه په شعرکي دومره توان او طاقت نغښتی دی ، چي په هيڅ توپ او توپک کي هم نسته .
مرحوم اجمل خټک دلته په وخپل يو شعر کي بيا داسي ليکي :
منم چي دادټولواکانودنيا
دخپلواکۍ کونګوسې بدي ګڼي
منم چي دادڅوغټانوډلې
دادآزادۍ ولولې بدي ګڼي
په دې کي هيڅ شک نه سته چي داجمل خان خټک هر وينا دولس ږغ ګڼل کيږي.اوهغه په خپله وينا کي فقط دټولني آرمانونه خلکو ته رسوي . هغه وخپل خدای ته هم منا جات کوي اودخپل ولس ښه غواړي .او په خپل يو منا جات کي داسي خپل خواست وړاندي کوي :
لويه خدايه! لويه خدايه !
داتيارې په موږ رڼاکړې
ستا له ميني مو اګاه کړې
ورورولي راکښي پيداکړې
په سينو کښي چي موزهـر
دکينواوتربګنودي
په ذهنو کې موجالې
دوهمونودتيرو دي
ورته علم پوه را کړې
دازنګونه ټول صفاکړې
لويه خدايه ! لويه خدايه!
داتيارې پرمورڼا کړې
هغه په دغه ډول خپل احساس بيا هم دخپل يوه پاړکي په ژبه داسي وايي :
چي نشه داستبداد لري په سرکښي
ماته يودی که مغل دی که افغان
چي ځما دکور اغزي ته کاږه ګوري
و يمه ا و ر شه د هغه په ګليستا ن
په دې کي هيڅ يو افغان او پښتون شک نه لري ، چي مر حوم اجمل خټک په عام ډول دسيمي يو تکړه پوه او عالم ،سياست مدار او اديب وو. خو په ځانکړې توګه دپښتو ژبي يووتلی او دخپل وخت تاک شاعر او ليکوال هم وو. هغه په څو ژبو ليکني او خپروني ، ويناوي يا خبري کولای سو لکه :اردو ژبه ، انګليسي ژبه ،فارسي ژبه اوپښتوخو دهغه مورنۍ ژبه وه .
دمر حوم اجمل خان خټک مړينه دټولو پښتنو دپاره يوه لويه ضايعه بولم ، خو داسي شخصيتونه بيا يوازي په يوه قوم او ملت پوري نه تړم ځکه دهغوی خيالات نړيوال وه .او هغوی دانسان او انسانيت دپاره ژوند کاوه په دې لاره کي يې زحمتونه ګالل .
نن چي هغه زموږ سره نه سته زه دځان او داحمدشاه بابا دعلمي اوادبي ټولني په استاذيتوب دمرحوم اجمل خټک کورنۍ او دهغه پلويانو ته دزړه صبر غواړم او مرحوم اجمل خټک ته دخدای له درباره جنتونه غواړم (انا لله وانا اليه را جعون ).
دآحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني مشر
ننګيالی بڅرکی
Ajmal khattak was a great pashtoon leader and also a great poet.May god bless him.
From
Kamran gardiwal
Spokesman (AAEWT)
له قاهری څخه د افغان محصیلنو د خواخوږی بیغام
په مصر کی میشت افغان محصلین د نامتو لیکوال ، شاعر او په پښتو ژبه مین خټک بابا د مړینی د خوا خوږی او غمشریکی پیغام د هغه درنی او پښتنی کورنی او ټولو لر او بر افغاناتو وړاندی کوی ، روح دی ښاد وی
اجملي وه په غورځنګ شوه توده وینه
که ظالم یې ژبه غوڅه کړه تیره شوه
دښمنانوکه اورونه هم پرې بل کړل
د وطن مینه یې لاپسې پخه شوه
دغیرت چیغې بیداره پښتانه کړل
دښمنان دپښتونوالي تلولي شول
په ساړه کالبوت کې نوې ساه پیداشوه
په پښتو کې چې شعرونه اجملي شول
(رفیع صاحب )
انا الله او ناالیه راجعون
په ډير خوشينئ یره مو خبر تر لاسه کړ چی نوميالی خټک بابا داسلام، پښتو،سياست،قوم،لوی خدمتګار دی فانی دنیا څخه سترګی پټ کړی دی. ( انالله و انا الیه راجعون) لوی ځدای (ج) دی د فردوس جنت او پاتی کسان ته یی دجمیل صبر ور په برښه کړي
ارواښاد اجمل خټک ، ته تلپاتې جنتونه او يرژلي کورنۍ ته يې له ستررب نه صبر جميل غواړم ٠ کټ يې دقبر خواته کېږدئ -ما ورته پرېږدئ چې يې ښکل کړم بيادې ځينه
دپښتو ادبي قنديل ټولنې دخواشينۍ پيغام
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړو چي دپښتنو او پښتو ژبې
ستر خدمت ګار وتلئ شاعر اجمل خټك بابا له دې نړۍ ستر ګي
پټي كړي اجمل بابا چي تل يې دپښتنو د خپل واكۍ او يوالي دپاره هلي ځلي كړي
دپښتو ادبي قنديل ټولني ټول ملګري دستر څښتن ج په دربار كي داجمل بابا
دپاره لاسونه لپه كوي ٫ لوي خداي ج دې اجمل بابا ته جنت فردوس نصيب
كړي او دپښتنو ددې ستر مبارز او رښتيني شاعر كورنۍ ته دې خداي ج صبر
جميل وركړي دداسي ستر خدمت ګارانو پر مړينه نه يواځې
دهغه كورنۍ دغم اوښكي تويوي بلكه عام وګړي هم دهغه مړينه يوه لويه ضايعه ګڼي٫ خو دا خبره هرچا ته معلومه ده چي داجمل بابا په څېر ستر خلګ
نه مري بلكه هغوي تل تر تله ژوندي دي
لوي خداي ج دې پر ورحميږي
اللهُمَّ الجعَل قَبرَهُ نُورًا ولاَ تجعَل قَبرَهُ نَارّا
اَللهُمَّ الجعَل قَبرَهُ عِيداً وَلاَ تَجعَل قَبرَهُ وَ عِيدًّا
٫٫٫٫٫
پښتو ادبي قنديل ټولنه
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
د اجمل خټک پر مړينه
دپښتنو که قدردان وو خو اجمل خټک وو
د پښتونخوا که قهرمان وو خو اجمل خټک وو
ژوند د هغه مبارزه وه، په لمبو پوری وت
که په خپل قوم کی تر ورک ځان وو خو اجمل خټک وو
د لر او بر دپښتنو د زړګی سر مشر وو
که یو سفیر د لوی افغان وو خو اجمل خټک وو
د شاعرئ په لویه ژبه ی پښتون پوهه کړو
که لوی استاد او لوی پوهان وو خو اجمل خټک وو
چه د ژوند واړه ورځی شپی ی په خدمت تیری کړی
که خدمتګار د باچا خان ووخو اجمل خټک وو
ځکه په مړینه ی پښتون د لر او بر خفه دې
که چری څوک په هغو ګران وو خو اجمل خټک وو
د پښتنو د ازادئ ارمان ی ګور ته یوړو
که قدردان مود ارمان وو خو اجمل خټک وو
په منطقه کی پښتنو له ی مقام جوړ کړې
که میراث خور د خوشحال خان وو خو اجمل خټک وو
چې نشه د استبداد لري په سر کې
ما ته يو دى که مغل دى که افغان
چې ځما د کور ازغي ته کاږه گوري
ويمه اور شواى د هغه په گلستان
دا د هغه اتشفشان له کوگله را پورته شوى د بغاوت اواز دى چې پوره ( ٨٥ ) کاله يې له استبداد سره خپړې ولگولې، پوره پنځه اتيا کاله يې آن د خپل کور ازغي هم پخپلو خولو اوبه کړل او د ( افغان ننگ ) په دفاع کې يې يو د سترگو رپ هم ارام ونکړ .
هغه د پښتانه د ناموس په ساتنه کې هيڅ جابر ته هم کمه ونه ويله.
هغه که ځوان و، که پوخ او يا هم بوډا، نو د ژوند په هر دوران کې د هغه فطرت نه بدلېدونکى و، هغه د احساساتو، درد او محبت داسي يو اور شيندى غر و چې کله يې هم له رڼا او تودوخې څخه لروبر افغان بې نصيبه نه شو.
هغه د سياست علمبردار، د ادب شهسوار او د شعر شهريار و.
دا څوک و دا د نر ژوندانه د ننگونو او رنگونو امين پيغامبر ؟
دا د لوى خوشال بابا د کاله د نغري وروستى تر ټولو ځل وبل بڅرکى و.
اجمل خټک !
هغه چې په رگونو کې يې د ستر خوشال وينه په غورځنگ وه، او همدا لامل و چې په يوه وخت کې يې د ادب او سياست افقونه پر خپل مخ پرانيستي وو.
اجمل خټک يو پښتون و، يو افغان او يو انسان، خو که يې له چا سره د شان د تشخيص توان وي، نو هغه تر پښتونولۍ ور پورته، تر افغانيت اوچت او د انسانيت په کچه د ادب او سياست نوميالى شخصيت و.
دا اورغورځوونکى بالاخره له خپله خروښه ولوېد، او د طبيعت د قانون جبر ته تسليم شو، خو د ده له ذهنه راوتلې پلوشې به کله هم پيکه نه شي .
د ده د شعور شور به تر زمانو- زمانو پوري چوپتيا ونه مني .
د ده د فکر نيلى به تر پېړيو- پېړيو پوري له ځغاستې ونه لوېږي .
د ده د زړه د عشق کشش به تر محشره خپل مقناطسيت ونه بايلي .
اجمل بابا د پښتنو د خړو کورونو څخه يوازي د پښتنو نه، تنها د افغانانو هم نه بلکې د انسانانو د زړونو محلونو ته کډه وکړه.
هرگز نميرد آنکه دلش زنده شده به عشق
ثبت است بر جريده عالم دوام ما
نن د لروبر افغان وطن په غيږ کې کندهار هم تر بل هر ځاى او هر چا زيات د خپل دغه ننگيالي او فرهنگيال بابا په بېلتون ډېر زوکليږي .
د کندهار هر شاعر، هر اديب او ادبپال د خپل دغه نوميالي بابا اروا په فردوس جنت کې خوشاله غواړي او هم دا ژمنه کوي چې د خپل دغه عظيم انسان د ژوند لاره به خپلو سترو ارمانونو ته د رسېدو تر ټولو لنډ، نېکمرغه او وياړلى مسير ټاکي او د ده يو- يو پيغام به د خپل هوښ په غوږونو کې ډېر ټينگ ساتي .
ان شاالله .
د بېنوا، هيواد، ويښ ملگرو، نارنج، هندارې، سالنگ،زدکوونکو، پلار پروډکشن او کندهار نندارې – فلم ، فرهنگي، خپرندويه او تمثيلي ټولنو، ښکلا مجلې او سورغر اوونيزي په استازيتوب .
روهي ادبي بهير .
کندهار- افغانستان
٢٢- ١١- ١٣٨٨
د منلي پښتون سياستوال، ليکوال او انقلابي شاعراجمل خټک بابا دمړينې دخبر په خپريدو سره لراوبر پښتانه دويرپرټغرکېناستل، ارواښاد اجمل خټک دپښتني ټولنې په غېږ کې زيږيدلی او هست شوی و، په خپل ټول ژوند کې يې دپښتنو دبيدارۍ، يووالي، سوکالۍ، پوهې او پرمختګ له پاره هلې ځلې وکړې، دسياست او ادب په دواړو ډکرونو کې يې ډیرې ستړې، بې خوبۍ او دزندان سختې وګاللې ، خودفکراو قلم له لارې يې خپلوهيوادوالو ته ډيراثار درڼو مشالونو په توګه پريښودل، چې راتلونکي نسلونه به پرې خپلې ورکې لارې پېدا او خپل وروستي هدف ته ورسيږي، ارواښاد خټک نه یوازې په افغاني ټولنه بلکې په سيمه کې يو پېژندل شوی پښتون سياستوال، ليکوال او شاعرو، چې دخوشال بابا په ادبي چرګۍ کې پېدا شوی او دغفارخان بابا دخدايي خدمتګارو په ښوونځي کې په لوړه عالي او افغاني روحيه روزل شوی و، څو چې دپښتنو ابۍ ژوندۍ وي زامن به يې دخپلو بابا ګانو په نامو او کارنامو وياړي.
ارواه يې ښاده
ځوان فکري يون
دکونړ دځوانانو،خپلواکه، ناپيېلې، کلتوري اوټولنيزه ټولنه
دپښتون قام دیووالي مبارز اجمل خټك
د عوامي نيشنل ګوند پخوانى مشر ،دپښتون قام دیووالي مبارز ، ليکوال او شاعر او د فخرافغان باچاخان د كاروان ملګرى اجمل خټك، چه د ٨٥ کالو په عمریی له فانی دنیا څخه سترګي پټي کړې اوپه حق ورسید. ،دمیرویس نیکه جامع جومات اسلامی اوکلتوری ټولنه (جرمنی/مونشن) ددی پښتون قام دیووالي مبارزدمړی له کبله ، پتمنی کورنۍ ته یی اولراو برپښتنوته دعظیم سبحان څخه صبرغواړی اودې نامتو سياسي مبارز ، ليکوال او شاعر ( اجمل خټک) ته له لوی څیښتن (ج) څخه دجنت فردوس دوعاګانی کوی .
دارواښاددارواح دسکون په خاطر دمیرویس نیکه جامع جومات اسلامی اوکلتوری ټولنی له خوا دجمعی په ورځ د فیبروری په ۱۲ نیټه دقرآن کریم دآیتونو په لوتلو سره فاتحه واخیستله شوه اوټولو مسلمانانو ورته ددوعا لاسونه پورته کړل . انالله واناالیه راجعون
محمد ظفر (نیازئ)