کور / خبرتیا او پيغامونه / ملي او ټولنيز شخصيت جنرال خان محمد خان ځدراڼ په حق ورسيد

ملي او ټولنيز شخصيت جنرال خان محمد خان ځدراڼ په حق ورسيد

نيټه :- دجنوري میاشتې دیرشمه : ۲۰۱۰ زکال
ځای : – دجرمني هیواد

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چی دځدراڼو دقوم یووتلی ، پوځي ، ملي او ټولنيز شخصيت جنرال خان محمد خان ځدراڼ په حق ورسيد .

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد چي په ترکیه کې یې دارکان حرب لوړ تحصيلات ترسره کړي وو اودډیرو تجربو خاوندوو، د هېواد په بيلو بيلو ولایتونو کې یې د یوه بې ساري پوځي کارپوه په توګه نه ستړي کيدونکي خدمتونه کړي دي .
بلخوادحربي پوهنتون داستادپه توګه یې هم دهیوادځوان پوځي نسل په روزنه کې دیوې ملي ستراتيژي په پام کې نیولوسره هر اړخيز ګامونه پورته کړي دي .
ارواښادیو وطنپال افغان ، په خپلواکۍ مین اوډیر دینداره ریښتنی شخصیت ووچې په ولس کې یې هم ځانګړی ځای درلود.

د سلطانزي کورنۍ ټول غړي د ارواښاد جنرال خان محمدخان مړينه و هېواد ته خوپه تیره بیادځدراڼوقوم لپاره يوه لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس او محترمي کورني ته ېي د زړه له کومي جميل صبر غواړي.

په درنښت

( پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ )
— ———————————————————————————————————-
د لراوبر ويبپاڼي ټول همکاران د ارواښاد جنرال خان محمد خان ځدراڼ پاک روح ته د بخښني ددعا لاس پورته کورته کوي، د ارواښاد ملي ، علمي او ولسپاله کورنۍ سره په دې غم کي ځانونه شريک ګڼي اود لوی خدای له دربار څخه ورته د لوی صبر غوښتونکي دي .

په درناوي
دلراوبر لخوا

تبصره نسته

  1. داروا شاد خان محمد خان به مرينه دير خفه شومه او دا دتول افغان ملت لباره يوه نه جبرانيدونكي ضائعه ده . اروا شاد ته دجنت فردوس غوشتونكي يوه او دده كورني سره به غم كشي حان شريك بولو
    خداي (ج) دي وبشي آمين

  2. janral saheb de allah wabhkshe za da due muhtaram famel ta sabre jamel ghwalam .
    padarnawe

  3. ددې خبر په اورېد سره ډېر خفه او خواشینې یو، په رښتیا هم چې مونږ ټولو ته لویه ضایعه ده.
    د ارواښاد ځدراڼ صاحب ته د الله له درباره جنت فردوس غواړو او کورنۍ سره یې په غم کې شریک یو.

  4. انا لله و انا اليه راجعون

  5. انالله واناالله راجعون.دمبارک شخصیت په مرینه دیرخواشینی شوم واقیعآچه دزموژتول ملت ته یوه لویه ضایعه ده خوپه هرصورت دمرگ لارحق ده ارواشات ته دی الله(ج) جنت فردوس نصیب کری
    اوکورانی سره ئی په دی غم کی موژهم زانونه شریک بولو.

  6. Zaham da Allah jaljalalahoo sakha da General saheeb koorny da jameel saber ghushtoonkeyam .wasalam.

  7. د ارواښاد جنرال خانمحمد خان د مرګ خبر ځکه غمجن کړم چي زموږ د وطن هغه ريښتني بچي د افغان پوځ او افغان وطن شمله په لوړه وه يو په يو زموږ څخه جلا کېږي خو پر ځای يې داسي کسان پاتيږي چي کي جي بي يې جنرال کړي ، مجددي يې سترجنرال کړي او کرزی خان يې لوی درستيزوال کړي ، يا داسي پردي پاله چي تر پرونه يې د جهاد په لباس کي له کي جي بي سره تړونونه لاسليک کول او لاره يې ورکوله خو نن د سي ای اې واکمني مارشالۍ ته ورسېده .
    لوی خدای دي د خانمحمدخان غوندي زموږ د خاوري پر اصيلو بچيو ورحميږي !

  8. دارواښاد جنرال صاحب خان محمد خان مړینه رښتیا هم یوه لویه ضایعه ده، خو د تل په څیر کله چی زمونږ نامتو او تلی څیری مرور او یا په بل هیواد کښی دمهاجرت شپی تیره وی مونږ او زمونږ دوخت حکومتونه غوږ هم پری نه ګروی او کله یی چی دلاسه ورکړه نو بیا لاسونه مروړو، اخر دهغه په ژوند کښی کښی یی باید پوښتنه اوکړو.

    الله دی ورته جنت فردوس ورنصیب او دهغوی کورنی ته صبر جمیل غواړم.

    آحمدزی

  9. دارواښاد جنرال صاحب خان محمد خان مړینه رښتیا هم یوه لویه ضایعه ده، خو د تل په څیر کله چی زمونږ نامتو او تلی څیری مرور او یا په بل هیواد کښی دمهاجرت شپی تیره وی مونږ او زمونږ دوخت حکومتونه غوږ هم پری نه ګروی او کله یی چی دلاسه ورکړه نو بیا لاسونه مروړو، اخر دهغه په ژوند کښی کښی یی باید پوښتنه اوکړو.

    الله دی ورته جنت فردوس ورنصیب او دهغوی کورنی ته صبر جمیل غواړم.

    آحمدزی

  10. دارواښاد جنرال صاحب خان محمد خان مړینه رښتیا هم یوه لویه ضایعه ده، خو د تل په څیر کله چی زمونږ نامتو او تلی څیری مرور او یا په بل هیواد کښی دمهاجرت شپی تیره وی مونږ او زمونږ دوخت حکومتونه غوږ هم پری نه ګروی او کله یی چی دلاسه ورکړه نو بیا لاسونه مروړو، اخر دهغه په ژوند کښی کښی یی باید پوښتنه اوکړو.

    الله دی ورته جنت فردوس ورنصیب او دهغوی کورنی ته صبر جمیل غواړم.

    آحمدزی

  11. رښتیا هم جنرال صاحب ملی شخصیت وه.دانسانی اواسلامی اخلاقونمونه او مثال وه الله پاک د ارواښاد ته جنت الفردوس نصیب کړی آمین
    احمد خان ځدراڼ

  12. Rikhtia de General Sahib marg monga paktiawalo ta yaw loya zaye da… Bahesiat de General Sahib Lmasee Allah de taso toolo na shokriya ada kawam ow toolo ta de zwand kamyabaye ghwaram

  13. Allah di par wa rahmeze.
    Ameen

  14. انالله وانالله راجعون
    د جنرال خان محمد خان ځدران مړېنه دټول افغان ملت لپاره یوه لوېه ضاېع وه۰ مرک حق دۍ بېابه اسانه نه وی چه پښتنی مندېې داسې پښتون خداې دوست دالله دلاری سرتیرېې په وطن مین مهربان پلار استاد ملګرې دالله،ج،موتی بنده او محمد، ص،په دین پابنده اومت جامعه ته وړاندی کی. الله تهاله دی جنت فردوس نصیب ګړې اوله خپلودوستانوله جملی نه راوړې امین

  15. Arwashad Khan Mohammad Khan ta de khuday janati firdous nasib kri aw koranay ta ye de jamil sabar ghoshtana kawom

  16. ALAH SWT de da ghyratee pakhtoon wobakhyy aw janate ee ferdous wer pa barkha keri. amin

  17. ALLAH SWT de wobakhee . sook ra ta wayelay shee che da general khan mohammad khan cherta oseda……in engish if someone can tell us where did he live

  18. سلام كل زمان صاحب ميرويس يم zadran7@yahoo.com e mail وكه انشا الله ادرس دركوم

  19. allah pak dai wa bakhshi ameen

  20. انسان مري زرور به مري ځکه مرګ د انسان د پاره پیدا دی
    خو ځدراڼ ساحب له چې نن د انټرنسټ په کچه د دنیا په ګوټ ګوټ کې
    پښتانه د جنت غوښتنه کوي دۍ په نره ومړ .
    زما د پښتنو نه یوه هیله : هسې هم مرو زه خو وایم چې د بړستن د مرګ نه په پښتو جبه ، د پښتنو د یو والي په مبارزه کې شهیدان شو بهتره
    ده .هغه پښتون چې په خپل هیواد کې ، دفترونو ، په ښار او په بازار ،
    د یو ملګري او یا د خپلې معشوقې په وړاندې په خپله پښتو ژبه
    خبرې ونه کړ ي داسې پښتون ته اول هدایت که هدایت یی په نسیب
    کې نه وو بیا نو د الله تالا نه خوار خراب ژوند ورته پیرزو کووم
    ما ډیر پښتانه لیدلي چې د یو نااشنا کس سره مخامخ کیږي پخپله دا پشتون ورته وایی به چې (( ( خوب استي ))) او یا (((کیا هال هې))) افسوس په دې پښتون او لعنت په دې پشتون
    مننه