په حیث دیو مسلمان ،افغان او پښتون ځوان غواړم چې نن تا سو د هغه حقایقو نه خبر کړم چې ځینې پری نه پوهیږې او یا ځینې پرې پوهیږې ولی خلک پرې پوهول نه غواړې خپل د قلم دلارې چې څومره وس لرم تا سو ته یې وړاندې کړم. زه د هیڅ یو کس او یا کوم ګوند پلوې نه کوم ولی دا خپل فرض بولم چې د حقایقو نه خلک خبر کړم چې تر څو د ظالم او د مظلوم تر منځ توپیر وشې.
افغانستان کی ترهګر دی، فلسطین او کشمیر کی ترهګر دی، صومالیا او چیچنیا کی ترهګر دی، ځکه ددی سیمی او سیدونکی د یورپ، امریکا او داسرایل کلتور تمدن ، ثقافت او غلامی نشی منلې، د دوی غوندې روشن فکری او بی حیایی پرمختګ نه غواړی ، هر هغه کار کی چی د الله او دهغه د خوږ نبی حضرت محمد (ص) حکم نه وی هغه کار کول نه غواړی.
آزادی غواړی د چا غلامی نشی کولی دوی د کفارو او مشرکینو هره خبر نشی منلۍ دوی ددی بیدینو او یرغلګرو پیروی نشی کولی. نوځکه دا ترهګر،سخت دریځ او بنیاد پرسته خلک د نړۍ د پرمختګ دښمنان دی.
مګر زرهاوو میله لری پراته لښکر چې په افغانستان یې حمله وکړه په زرګونو افغانان یې د خاورې لاندې کړل هغوی هیڅ کله هم ترهګر نه دی،په عراق کی مظلوم او بیګناه خلک یې شهیدان کړل ترهګر نه دی، په نیمو شپو کې په کورونو دننه کیږی ښځې بې عزته کوی هغه تر هګر نه دی۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کیلویځ بمونه زمونږ په ودونو، کورونو مدرسو راوره وی ترهګر نه دی.
زمونږ مړی یې بی عزته کړل، مسجد اقصی یې پرهر پرهر کړو دا ترهګر نه دې په ابو غوریب، پلچرخی، بګرام او ګونتانامو جیل کی د ډیموکراسی، د آزادې او د انسانیت ټیکهدارانولخوا د بیوزله او ناچارو انسانانو سره غیر انسانی رویه کونکی ترهګر نه دی، په هیروشیما او ناګاساکی باندی د بمونو باران کونکی د مظلومو انسانانو قاتلان ترهګر نه دی.،
دا نظریه او فکر د هغو کسانو دی چې ځان ته اعتدال کونکی او روشن فکره وایې او د خپل د سپین او د سره بادارانو د خوشحالی لپاره شپه او ورځ په کار بوخت دی.د دغو روشن فکره او اعتدال کونکو نه دا سوال لرم چې د امریکایانو او د اتحادی ځواکونو په افغانستان د حملی نه مخکې دا ترهګر چیرته وو؟؟ دا د ترهګری تحفه خو ستاسو بادارانو او نیکانو راوړی، کله نه چې امریکا، هند او اسرایل سره یو لاس شوی د مظلوم مسلمانانو په خلاف د هغه ورځ نه ترهګری پیل شوی، هر ورځ که افغانستان دی که فلسطین دی او که عراق دی زمونږ مسلمان ورونه او خویندې، جماعتونه او مدرسې شهیدانیږی، ولې هغه چې خپله دفاع او د خپل عزت ساتنه کوی هغوی ترهګر دی، تا سو یې چی بیعزته کوی بی ستره کوی تاسو روشن فکره او اعتدال کونکی یې.
نن د امریکا په مشری د صلیبې۴۲ هیوادونه زمونږ ګران هیواد افغانستان ته راغلی چی زمونږ هیواد ودان کی او په بدل کی یې صرف او صرف زمونږ دین، غیرت، او ثقافت ته سپکاوی کوي، زمونږ جهادی مشران چی ددی عظیمې خاورې اتلان ول نن ددی کفارو په ساز ګډیږی، هیر یې کړل چې دی غیرتمند قوم د خپل د دین غیرت او د ثقافت د ساتنی لپاره څه د پاسه ۲ میلیون شهیدان ورکړل او ۵میلیونه مهاجر شول، د دغو اتلانونه مې دا پوښتنه ده چې د روسانو په خلاف ولې تاسو جهاد وکړو؟؟ هسې نه هم افغانستان د پرمختګ په لور روان وو نور بې هم پرمختګ کړی وو، دا زمونږ ملی اتلان نن ډیر په فخر دا خبره کوی چی امریکانیان او ملګری یې زمونږ دوستان دی او مونږ به د امریکا په مشری د ترهګرو په خلاف جهاد کوو.
د افسوس خبره دا ده چی په نړی کی د دومره تباهی او بربادی، د ملیونونو انسانانو قتل او ذلیل کولو باوجود هم زمونږ بعضی ساده مسلمانان اوس هم د امریکا یانو او د اوباما نه بی حده توقعات لری، ځکه چې اوباما په 3 جون به قاهره کی اسلام علیکم وویل او خپل وینا یې پیل کړو، او په خپلو ویناوو کی د قرآن پاک د څو آیاتونو د لوستلو سره دا یې وویل چې اسلام د امن د ورورولې او د سولې مذهب دی، مونږ د اسلام سره په جګړه کې نه یو بلکی د ترهګرو سره جنګیږو، د اسلامی نړی سره ښه تعلقات غواړو، فلسطینیانو ته پکار دی چی د مظلوم اسرایلو په خلاف تشدد بند کړې…..، چې د تقریر ډیره برخه یې د منافقت نه ډکه وله.
دا د افسوس خبره ده چی نن زمونږ ځینې مسلمانان چی ورته مسلمان نشو ویلې ددی کفارو ایجنټ توب کوی او د مسلمان د نوم نه ګټه پورته کوې او غواړې چی دا د حق دین په نړی کښی بدنامه کړې ، دوی د مسلمان په جامه کښې مونږ وژنې زمونږ په بازارونو کښې بمونه اچوې زمونږ مکتبونه د منځ نه وړې ولی بیا هم د دومره منافقت سره سره زمونږ حکمرانان صاحبان، عالمان صاحبان، کارپوهان صاحبان د دې بیدینو او د اوباما نه بې حده طمع لری او وایې چې زمونږ خیرخواه او همدرد دی، مونږ له پکار دی چی دا په یاد وساتو چی د دنیا تر ټولو غټ ترهګر او دجال امریکا دی.
ګرانه وروره احمد تمیم صیب ډیره له واقعیت نه ډکه لیکنه ده . په رښتیا هم همداسی ده . الله (ج) دی هر با احساس ځوان ته توفیق ورکړی چی ستا په شان ترخه حقایق ووایی . حدیث دی چی د منافق نښی درې دي : چی خبره کوی دروغ وایی ، چی اعتماد پرې وشی نو خیانت کوی او چی قول وکړی نو نه یې عملی کوی . آیا دا مسلمان نما روڼ اندی ( هغه چی ښه پوهیږی ) همداسی نه دي ؟ خدای (ج) دې دوی اصلاح او هر واقعی مسلمان ته صبر او عوض ورکړی « آمین » .
Afghanistan kiey osma bin ladin aw amricyani jang da palstine lafra dey.amrica yahood iseraelo lafra jang kawey aw bin ladin plstiniyno lafara jang kawey.
Haqiqat da deiy mr Ahmad tamim rang
MY DEAR AFGHAN pashtoon brothers
It is truth the taliban keep osma bin ladin and amrica wanted man and that was the reson afghanistan attack by jews suuppoters amrica and britian.Osamn bin ladin and his isi punjbies freinds open tranning campls to free kashmiree and plastine.Isi of pkistan is no 1 enmey of afghanistan which is reposible ruin of afghanistan becase sheed dawoud khan ask punjbies to return afghan land which divded by kafir angrez in 1880 we must not forget that isi and punjbi army of pakistan tells afghans to open tranning camps and keep osma bin ladin but they also tells nato and amrica that afghanistanis full of terrorists and pashtoon are terrorist.every one know pashtoon are nothing to do with terrorist becase all those probelm is land issue which with indian and jews isreali.afghanistan and pashtoon got no such issue with any non muslim.osma bin bin ladin was living in sudan and amrica give warning to sudan to hand him to us but sudan refuse to hand him and osma bin ladin run awy to afghanistan.he had exclay same kind of tranning camps in sudan but sudanse didn,t made that mistake like taliabn did strat fought war with jews supporte amrca
Staso la khaberu dasi khekari che Osma zmong Pakhtanu la para jang kawe. Kha bu da wee che Osma Suadi aw ya Yemen ta lar shee aw haleta janguna wekri
Somalia, Chechnya, Kashmeer, aw da nor pa khpela hits iqtesadi, edari, qanuni, aw seeyasee system na lari, no doy bu sanga mekh ta zee. Da che doy hits na manee, da doy khpel mushkel dai, and nor khaliq bu tere gate akhlee. Leka Paksitan che de Afghananu pa sar sawda kawee, da kho de Afghananu meshkel dai, na de Pakistayanu.
سلامونه زه به دومره درته وه وایم که چیری رانژدی وای نو ده لاس به می ستا مچ کری وه زنده باد
زماسلامونه وامنی دوستانو که ریشتیا رابندی وایی احمد صاحب دیر حق خبرا وکره او خدای دی توفیق ورکری چی تل داسی حق خبری وکری اوزما دنورو ملگری ته دا پیغام دی چی تل داسی حق بیان کری خوصوسن دکفارو په ضد پسی …خدای موکامیاب کره ..واسلام
ده فکراوغیرت وخپل واکی خاوندانوکه حقیقیت وه وایم خوترهګرنن صباپه ټوله دنیاکی معلومه ده چی ده خدای اورسول ص څخه منکراوملعون متجاوزکفاردی:مجاهدینوته ولی ترهګروایاست چی ده الله په لاره کی خپل سرونه قربانوی
تميم جانه يو طرفه قضاوت دي غاړي بندوي دكفارو په ترهګري كي هيڅ شك نسته اما ستاانډيوالان خوداسلام اوپښتون ترسپيڅلي نامه لاندي ترهګري كوي دجهادپه نامه يي تول پښتون ولس تباه كړي په ټوله نړى كي پښتانه توركړيدي هيڅوك اعتبارنه پري كوي دوى غواړي پښتون ولس همدغسي بي علمه اوبي سياسي ادراكه پاته سي ترڅو ددوى شاته دپنجاب كرغيړن لاسونه ونه وينى او دهغودسيسو څخه خبرنسي چه داسلام اوجهاد ترمپاركو نومونوشاته يي زموږ دملت اوهيواد په بربادي پسي يي جوړي كړيدي چه معلم وژل ، مكتب سوزول په بازار اودګڼه ګوڼي په ځآيونوكي ځان مرګي بريدونه قوموي مشران، داكتران ،انجنيران اونورمسلكي كسان ترورول يي څرګندي بيلګي دي دكفاروترڅنګ دي مو خداى ددغو مفسيدو ظالمانو اوخونكارانو څخه هم خلاص كړي امين ثم امين
Kooma azadee, Tol pa khairat bande akhta yoo, aw de azadee aw Islam khabere kawoo. Awal zan sam kera, bya jahan jur kera
ټولودوستانواولوستونکوته سلامونه
ښاغلی ړنګه ، الله تعالی دي هیڅ وخت ړنګ مه کړه،په قلم دي برکت شه چي تل دحق په دفاع اودباطل په څرګندولوبریالی وي- ټول حقایق دي څرګندکړل،خوافسوس چي دډالرودمینانوپه زړونوباندي الله تعالی داسي مهرونه لګوي چي هیڅ وخت کي هم حقیقت ته غاړه نږدي اوړنګه وروره یوه هیله درنه کوم هغه داچي یوښکلی اوخوندوتخلص ځان ته غوره کړه،زماشخصاړنګ خوښ ندی-
په مینه
د ارزګان ولایت دخاص ارزګان ولسوالی د ۲۰۱۰ کال دجنوری د۳۰ شپی زړه بنګونکی پیښه
دارزکان ولایت دخاص ارزګان دولسوالی دلویدیځ طرفته دولسوالی په ۲ کیلومتری کښی په ګرماب نومی کلی کښي دحاجی قاسم په کورکښی چی دنده یی د خپلی شخصی لاری یعنی خپل شخصی کامازموټر چلول او دنورو دریو وروڼو هریولکه حاجی حکمت الله ددوی مشرورور او حاجی امین الله ددوی دوهم ورور اوهم محمدعثمان چی ددوی کشرورور و اودهغوی دنده دخاص ارزګان دولسوالی په بازار کښی د خوراکی اوزراعتی موادو پلورل وو کوم چی حاجی قاسم به ورته دکندهار ښارنه په خپل موټر کښی انتقالول په پورته ذکرشوی نیټه دوی ټول مازدیګر مهال دبازارنه کورته لاړل او کله چی دشپی یولس نیمی (۱۱:۳۰) بجی شوی نو په نوموړی ولسوالی کښی میشت امریکایی ځواکونه او دهغوی افغانی ساتونکی چی هزاره ګان دی دحاجی قاسم کورته ورغلل او دکوردوازه یی ماته کړل او لومړی یی دکورپه منځ کښی عسکردهراطاق دروازه اوکړکی ته ودریدل اوژباړن یی وویل چی ونه خوځیږی وروسته څونور امریکایی عسکراو دهغوی ژباړن لومړی دمحمد عثمان اطاق ته چی دحاجی قاسم کشروروردی ورننوتل او هغه یی دخپلی ښځی په وړاندی بیله څه ویلو په ډزو سره وواژه اوبیا د حاجی امین الله اطاق ته ورننوتل او هغه یی هم پرته له څه ویلو په اطاق کښی په ډزو سره وواژی او بیاورغلل ددوی دمشر ورور حاجی حکمت الله داوسیدو اطاق ته او هغه یی راوویست داطاق نه او صرف دومره یی ژباړونکی ته وویل چی څه خبره ده چی تاسی مونږ وژنی ؟ خو صرف همدایی وویل او ورسته امریکایی عسکر په سرباند په ډزو وویشت او سمدستی ورغلل دحاجی قاسم داوسیدو اطاق ته او دهغه مخی ته دهغه میرمن ولاړه وه او امریکایی عسکروته یی چیغواوژړاسره ویل چی زماخاوند مه وژنی خو ددی سره سره امریکایی عسکراطاق ددروازی نه په هغه ډزی وکړی او هغه یی هم وواژه اوهم دهغه په کوچنی زوی چی دتیر شوی لوی اخترنه دوه ورځي وړاندی زیږیدلی وواو موریی په مخ کښی ورته ونیوی ترڅو دماشوم له وجی نه یی خاوند باندی ډزی ونکړی خو بیا هم امریکایانو په هغه ډزی وکړی او دمور په غیږ کی یی وواژه او ورسره یی مور هم په لاس او پښه باندی ولګیده او بیا ژباړن ورته وویل چی ځانونه ونه خوځوی که نه نو تاسی به هم ووژنواو بیا یی څو شیبی وروسته امروته وکړچی ټول کوچنیان او ښځي دکورنه بهرشی نو په همدی ترتیب ښځی او کوچنیان چی دوه ښځی پکښی ژوبل هم وی دباندی راوایستل او وروسته امریکایانو ددوی کورهم انفجارکړچی ټولی کړکی او دروازی ماتی شوی او دځینو دیوالونه یی چپه شول او دشپی تریوبجی اودیرشو دقیقو وروسته لاړل او په سبا یی دبازاردټولو هټیوالو په وړاندی ددوی ددکانونه مات کړل او مالونه یی ورلوټ کړل البته هغه افغانی عساکرو کوم چی ددوی سره په کمپ کښی دی او ددوی محافظین دی لوټ کړل . یاده دی وی چی ژوبل ښځه د کلیوالو په مرسته دارزګان ولایت مرکزته مازدیګر راورسول شوه او اوس هم دترینکوټ په ولایتی روغتون کښی بستر ده .
نوټ: پورته ټوله لیکل شوی واقعه دهغه ژوبل شوی ښځی دخولی بیان دی کوم چی دواقعی شاهده وه او دحاجی قاسم نومی وژل شوی کس میرمن ده او خپل کوچنی ددوه نیمو میاشتو زوی اوخاوند یی هم امریکایانو په هغه شپه وروژلی دی که خبریالان او رسنی په دی هکله نور معلومات وغواړی نو کولی شی چی د نووموړی میرمینی نه چه اوس هم په ترنکوټ کښی په دولتی روغتون کښی بستر ده معلومات تر لاسه کړی .
احمدضیا
زه د احمدتمیم ړنگ نظر بلکل تاییدوم ولی په دی هم باید پوهه شوچی د( آاس ای) تور مخی هم هیڅ کله نه غواړی چې افغانستان جوړشی او خپل غلامان په یو او بل نامه داسلام ترسیو ری لاندی رالیږی او زمونږ ګران هیواد پری ورانوی. او پدی هر واقعی مسلمان افغانان ډیر ښه پوهیږی.
پدى خو اکثره افغانان پوهيږي چى خارجى قوتونه زمونږ هيواد ته زمونږ د ساتلو لپاره ندى راغلى،هغوى خپلى ګټى لري، او همدا رنګه په طالبانو کى هم قسم قسم خلک شته، زه په دى پقين يم چى په طالبانو کى کيداى شى اکثره ښه خلک وى چى د الله د رضا لپاره به جنګيږى، مګربعضى عناصر پکى داسى هم شته چى د پيسو لپاره خپل بيګناه هيوادوال وژنى، په ښارونو او جوماتونو کى چاودنى کوي. عادي افغانان هم د خارجيانو او هم د طالبانو لخوا وژل کيږي
Za ham de las goona tarkhe pehsi Sha hid yem .
Zaka ma ham de de Gdagi Dawlat sara kar karai dai. Aw ka tasoo ta yee wawayem no zuma pu Musalmani, Pashtoonwali aw Ghirat ke ba mu shak she.che sanga la ter de dama zawand kawam.
یو میلمه که د یو چاکره لاړ شي که د کوروال يې میلمهځای ته د ننه نه کړي پخپله دا میلمه میلمهځای نشي پیدا کولای.
مننه
زما ګرانه وروره په پښتو مین رنګه وروره تا جی سه لیکلی تول حقیقت دی یو طرف ته کفار اسلام ختمول غواری بل پلو زموژ د پښتنو دښمنان شمالی اتحاد هم غواری چی پښتانه وځپی په اخره کی د تولو پښتنو ورورنو نه هیله کوم چی خپل حق نور وپیژنی او خپلی پښنو ته خدمت وکری لکه سنګه چی تاجک د خپلی ژبی نه بغیرپه بله ژبه خبری نه کوی تاسی هم باید دخپلی مورنی ژبی نه استفاده وکری او داسی نور هم په دفاترو کی نور نو ښه پوهیګی مننه فرهاد وردګ حسن