بسم الله الرحمن الرحيم
د سولي جرګه چه د اروپائي هيوادونو، کانادا او د امريکي له بيلابيلو ايالتونوڅخه يو شمير هيوادپالو او خبيرو افغانانو په کښي ګډون کړي وه، د شمالي کليفورنيا د هوارد په ښار کي د ۲۰۱۰ کال د جنوري د مياشتي په دوهمه نيټه د کلام مجيد د آيتونو د تلاوت سره جوړه شوه ، چه وروسته له هر اړخيزو ويناووڅخه، د افغانستان د خلکو غوښتني په غونډه کی د ګڼ شمير هيوادوالو په شته والي کي په دي پريکړه ليک کي تصويب شوي :
۱۔ جرګي د ګران هيواد افغانستان د اشغال واقعيت د ټولو نړيوالو حقوقو د موازينو خلاف اعلام کړ۔
۲۔ دجرګي ګډون کونکو په افغانستان کي دننه د سولي د جرګي د هڅو نه د وسله وال مقاومت سره د اړيکو د ټينګولو څخه د سولي د راوستلو لپاره ملاتړوکړ۔
۳۔ جرګي هر ډول درغلي، بي عدالتۍ اود مخدرو موادوکرنه چي د جګړه مارانو، د بشر د حقونو د تر پښو لاندي کونکو او يا بل چا لخوا تر سره کيږي په جدي ډول وغندل۔
۴۔ جرګي د مليشائئ قواو موجوديت او يا د هغوي بيا جوړول چه په هر ډول واوسي وغندل۔
۵۔ جرګي د وسله وال مقاومت سره د سولي د راوستلو لپاره د سولي د جرګو له لاري د اړيکو د ټينګوکولوڅخه ملاتړ څرګند کړ۔
پرهيزګاره مشران اوهغه هيوادوال چه د خلکو په منځ کي محبوب دي د سولي د جرګو د جوړولو دنده په غاړه لري۔
۶۔ د سولي جرګه کولاي شي چي د وسله وال مقاومت د استازوه په ګډون د افغانانو خپلمنځي يوه غونډه راوبولي او دسولي د استازو دټاکلو سره په نړيوالو غونډو کي (کنفرانسونو) د سولي د راوستلو لپاره هلي ځلي وکړي۔
۷۔ جرګه د افغانستان د معضلې د حل د لارو لټولو لپاره د نړيوالي غونډي د جوړيدو ملاتړ کوي۔
۸۔ جرګه په داسي حال کي چه د مقاومت په لیکو کي د تلفاتو زغمل غندي، په کلو او بانډو، ښارونو او د افغانستان په شا اوخوا کي د عامو افغانانو شهادت محکوموي او د ملګرو ملتونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چه د دغو وژنو د دوام په صورت کي دي د بهرنيو پوځي قواود حضور د اوږديدو په اړه چه له بنسټ نه د منلو او توجيه وړ نده له سره غور وکړي۔
۔ جرګه د ټولو هغه بنديانو چه د بهرنيو پوځي قواو لخوا په بند کي ساتل شوي د خوشي کيدوغوښتنه کوي۔
۱۰۔ جرګه د ټولو هغو زندانونو د تړلو غوښتنه کوي کوم چه د بهرنيو پوځي قواو لخوا اداره کيږي۔
۱۱۔ جرګه د ډيورند د غير قانوني کرښي دواړو خواوته په اوسيدونکو پښتنو د هر راز بمباريو غندنه او د دي ظالمانه کړو وړو د بندولو غوښتنه کوي۔
۱۲۔ جرګه د ديورند د غير قانوني کرښي دواړو خواوته او د افغانستان نورو ځايو کي د بي پيلوټه الوتکو بي رحمه بمباري په کلکه غندي او د دريدو غوښتنه ئي کوي۔
۱۳۔ جرګه د پوځي قواو شتوالي او د هغو ډيرول د ستونزي د حل لاره نه ګڼي او د دوي د ويستلو لپاره د معيني نيټي د ټاکلو غوښتنه کوي۔
۱۴ جرګه غوښتنه کوي چه د بهرنيو قواو لنډ مهاله موجوديت او د هغوي تدريجي وتل بايد د يوه ملي او اسلامی حکومت سره په توافق چه د وسله وال مقاومت ملاتړ ورسره وي د يو نړيوال تړون په ترڅ کي تنظيم شي۔
۱۵۔ جرګه د يوه قوي ملي او اسلامي حکومت د جوړیدو څخه چه ملي وسله وال پوځ او ملي پوليس ئئ ملاتړ وي، ملاتړ کوي۔
۱۶۔ جرګه د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو سره د يو بل په کورنيو چارو کي د نه مداخلي او د ښه ګاونډيتوب د موازينوپربنسټ د ښو اړيکو غوښتونکي ده۔
۱۷۔ جرګه د افغان مهاجرو سره د پاکستاني او ايراني مقاماتو د ظلم نه ډک چلند غندي او د دريدوغوښتونکي ئي ده.
ومن الله التوفيق
رالېږونکی : محمد یونس فدا
پښتانه چه د افغانستان د نفوسو اکٽریت تشکیلوی په دغه هیواد کی خپلی شپی او ورځی اوس خورا په ډیره مشکله تیروی یا خو هم د لوږی او فقرله امله مری او یاهم د نړیوالو هغه سازشونو په ترڅ کی له منځه ځی چه ورته په یو منظم شکل جوړ شوی دی داسی ویل کیږی چه افغانستان او عراق کی میشتی خارجی قواوی د پښتنو او کردانو سره تربگنی لری او داسی محسوسوی چه دوی ورته یو ستر خطر دی دا خو په دی هم انگیری چه په افغانستان کی ددغه قواو په مقابل کی دوه ستر مقاوم شخصیتونه حکمتیار او ملا عمر هم کلک پښتانه دی او له دوی یی وار خطا کړی دی ددوی په هاند یواځی هم دغه دوه قواوی دی چه ددوی په مقابل کی مقاومت ښایی له پخوا مودی او بیا هم د داخلی جنگونو په جریان کی او اوس هم د پښتون د ترور‘ سپکاوی‘او ډله ایزی وژنی لپاره په منظم شکل کار کیږی هر چیرته د پښتون برخه خواره وی دا چه ولی ؟ گناه یی دا ده چه پښتون سخت دریځه اسلام پلوه قوم بلل کیږی همیشه د خپل دین او حق نه په کلکه دفاع کوی نه شی برداشت کولای چه څوک پری ظلم او زیاتی وکړی او تل خپل دشمن ته غاښ ماتوونکی جواب ورکوی او استعمار کله هم نه منی دا خو پښتون دی چه افغانستان له استعماره بار بار ازادیږی که نه نو نور خو څو ک نشته چه ورسره دا احساس وجود ولری دا نور خو پری ده چه له استعماره خوند واخلی له دی طریقه خپل جیبونه ډک کړی .
طا لبان جه اوس یو ستر قوت بلل کیږی او په افغانستان کی خپل حساس فعالیتونه کوی زیاته برخه یی پښتانه تشکیلوی په افغانستان کی د اسلامی شریعت د نفاذ غوښتنه کوی دا چه ایا په هیوادکی د اسلامی شریعت نفاذ یواځی د طالبانو ارزو ده هیڅکله هم نه بلکه دا د ټولو مسلمانانو خواهش او غوښتنه ده یوه ذره ایمان هم که په چا کی موجود وی له خپل دین نه به دفاع کوی په خپل دین به غیرت کوی او نه به پریږدی چه کفر پری غلبه وکړی خو زه دلته د طالبانو د قیادت نه یو څو پوښتنی لرم البته هغه څوک چه دا لیکنه لولی باید په دی وپوهیږی چه داپوښتنی صرف زما پوری اړه نه لری بلکه دا ددی ملت پوښتنی دی له طالبانو او او د حزب اسلامی د قیادت نه الحمد لله چه مونږ مسلمانان یو په عقیدوی لحاظ خو باید ووایم چه زه له بل هر چا د مخه په هیواد کی د اسلامی شریعت د احکاموتطبیق په خپل ځان په دی ملت او په دا گرده دنیا خپل یواځنی خواهش گڼم .
طالب وروره زه ستا د حکومت مخالف نه یم غواړم چه تاسو صحنی ته راشی خو زه له تاسو دا پوښتم چه تاسو ولی د پښتون دنابودی لپاره کوششونه کوی ولی په هغه ځای کی سر جگوی چیرته چه ستاسو د تلو څو شیبی وروسته د سیمی میشت بیگناه او بیوزله پښتانه د دغه خارجی قواوو د بمباری ښکار او بیگناه وڙل کیږی؟ ولی ځانمرگی حمله اور یواځی د پښتنو چارواکو په خلاف استعمالوی؟ ما خو کله هم ونه لیدل چه یو ځانمرگی مو د صحیح هدف لپاره استعمال کړی وی تاسو خو کله هم د هغه چا په خلاف دغه فدایان ونه لیږل چا چه ستاسو د سقوط په ورځو کی دغه خارجی قواو ته د زر راتلو بلنه ورکوله له وریدونکو بمونو او بمباریو یی لا هم د زیاتو او غټو بمونو د وریدو غوښتنه کوله په یوه ورځ د زرها و وژل شوو طالبانو عاملین چه اوس هم لکه د زمریانوپه هیواد کی شپی ورځی تیروی کله هم ستاسو ددغه ځانمرگوبریدونو ښکار نه شول .
دی ملت ته ووایاست چه تاسو ولی خپل تحریک له یو داسی ځایه شروع کړو چیرته چه یو ستر پښتون په وطن او اسلام میین قوت (حزب اسلامی) وجود درلوده هغوی خو هلته د هغه گوډاگیانو د ورکولو لپاره پراته و څوک چه د روس او د هغه د سترو مشاورو ملکونو له خوا په منطقه کی د یو لړنامشروع اهدافو دلاسته راوړلو لپاره میشت شوی و ایا تاسو خپل اهدف ددوی(حزب اسلامی) سره په تصادم کی لیدو؟ که ستا جواب ماته ددغی پوښتنی په مقابل کی هو وی نو اوس خو گوره هغوی هم لکه ستاسو په شان دادی مبارزه کوی له خپل وطنه دفاع کوی او په خپل مظلوم ملت دغه شپی ورځی پیرزو نه بولی په سیمه کی د شرعی احکامو نفاذ غواړی تاسو ووایاست بیا ولی مو ورسره دشمنی کړله ولی مو له هرچا مخکی اول د هغوی ټغر له دی وطنه ټول کړو که چیرته تاسو په هیواد کی د اسلامی شریعت د نفاذ دعوی کوی نو مهربانی وکړی ووایاست دی ملت ته چه ستا او د حزب اسلامی په منځ کی کوم د اختلاف اساسی ټکی دی او هغه ستاسو په منځ کی ددومره ستر تاو تریخوالی باعٽ شوی ایا د الله ددغه فرمان پیروی مو کړی ده چه فرمایی ( واعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقو ) ؟
دا ملت له تاسو دا پوښتی چه نن ددشمن په مقابل کی یوځای نه شوی نو سبا به په دغه وطن کی په کوم اساس سره د اتفاق او اتحاد شپی او ورځی تیری کړی؟ ایا په دی به وتوانیږی چه ستاسو په منځ کی ددغه اختلاف د شتون په صورت کی ددی ملت د خدمت جوگه شی ؟
دا ملت له تاسو پوښتی چه دغه دی د اوباما دی کور ودان وی د خپلو قواو د ویستلو لپاره مهال ویش اعلانوی او که خیر وی نو په همغه به ځی په کوم چه راغلی دی بیا هم دا ملت له تاسو او له حکمتیار پرته بل بدیل نه وینی هم تاسویی چه به په خیر راشی او ددی وطن واگی به په لاس کی واخلی خو ووایاست چه ایا تر اوسه دا فکر کوی چه تاسو هریو به په یواځی ځان په دی وتوانیږی چه په دی هیواد او ملت حکومت وکړی ایا تر اوسه په دی فکر کی یاست چه م زرما ټوله زما او که یه ؟
ایا په دولتی ادارو کی به د اختلاس رشوت او اداری فساد کچه په همغه اندازه وی کوم چه ستاسو د واکمنی په دور کی او اوس د کرزی په ادراه کی وجود لری ؟
په خلکو به یو ځل بیا شوی لمونځونه تکراروی ؟ ایا تصمیم لری چه امر بالمعروف او نهی عنی المنکر به یواځی ددی ملت لپاره تاسیسوی او که د خپل ځان لپاره هم دا فکر کوی ؟
طالبانو ورونو د اسلام د مقدس دین په کوم کونج کی د نجونو په تعلیم بندیز دی را ته یی د مهربانی له مخی وښایاست ایا شریعت ددی اجازه ورکوی چه مکتبونه دی وسیزل شی ؟ د نجونو په مخونو دی تیزاب وشیندل شی ؟ قضا به مویو وار بیا په همغه شکل وی چه ستاسو په تیر دور کی یی وجود درلوده ؟
تاسو خو به ددی پوښتنو جوابونه هم په هغه شان راکړی څنگه مو چه دا ملت په دا تیره لسیزه کی وغولاوه دوکه مو ورکړه په ږیره او ویښتانو به مو هره ورځ خلک په کوڅو کی په منډو کړی ول ستاسو په صفوفو کی داسی خلک هم موجود ول وایی وری : یوه ورځ پیښور ته روان وم د ٽمرخیلو په تلاشی کی یی زمونږ موتر ودراوه زه یی له موتره کوز او په دورو یی ووهلم بیایی راته خپله گناه داسی بیان کړه چه ته ولی د موتر په مخ سیت کی ناست یی حال دا چه له تا مشران شاته ناست دی خو حقیقت داسی وه چه د مخکی سیت کرایه زیاته وه او دغه مشرانو نه غوښتل چه زیاته کرایه ورکړی تاسو ووایاست چه په کوم کتاب کی دغه شان یو فعل ته گناه ویل شوی ده او په کوم کتاب کی ورته دغه د( درو وهلو سزا) تعیین شوی ده ستاسو له یو شمیر نادودوله جملی نه می په دی زیا ت تاسف راځی چه پښتون مو تباه او برباد کړو بیخ او بنیاد مو ورته وویستو که په لر دی او که په بر دی پښتون پسی مو راخیستی ده ته یی هم وژنی ستا هیواد ته راغلی میلمانه یی هم وڙنی شمالی ټلوالی او پنجابیانو خو د پښتون ورکیدو ته سم کار ویلی دی خیر دی لږ تاسو خو ورباندی رحم وکړی زړه پری وسیزی اخر تر کومه به داسی در په در او خاوری په سر گرځی زما د لیک نه هیڅکله هم د تعصب بوی مه حس کوه زه په افغانستان کی میشتو ټول قومونو ته په یوه درنده سترگه گورم ما ته دا ټول ملت یوشان او زړه ته می نژدی دی ددوی په توهین زیات دردیږم زیات کړیږم بالخصوص کله چه دغه ملت په درد کی گورم په تکلیف کی یی وینم تاسو خو راشی د یوی هغی مور د زړه حال واوری چه یی زامن او یا هم د کور نور افراد ددغه جنگونو په ترڅ کی د لاسه ورکړی وی چه د هغی به څه حال وی د هغی اه او فریاد واوری د هغی ژړا ته لږځیر شی چه درمعلومه شی گوره دغه دردونه د برداشت نه دی .
بس دی نور د خدای لپاره دغه وطن مه ورانوی پردی کورونه مه ورانوی د وینو د تویولو مخه ونیسی زه متیقین یم چه ( نصر من الله و فتح قریب ) خو لږ فکر وکړی دی صحنی ته د راتلو وروسته خپلی زړی تجربی مه تکراروی په خپلو صفوفو کی د صالح خلکو پرته بل څوک مه پریږدی په خپلو منځونو کی اختلافاتو ته د پای ټکی کیږدی دغه اوسنی دولت هم په خپل اعتماد کی واخلی دا هم ددی وطن بچی دی پردی او بیگانه نه دی د قدرت د لالچ نه لاس په سر شی د ازادو انتخاباتو له لاری به انشالله هم تاسو یی چه دا ملت به مو انتخابوی
په دی هیله چه زما لیکنه ستاسو د سر درد او پریشانی سبب نه وی گرځیدلی زما درد او غم خو ددی وطن د هر بچی سره شریک دی که می دزړه اه نه وی نو به می یو نقطه هم نه وه لیکلی …
یونس صاحب خدای دی هدایت درته وکړی څومره ضربه چی اسلام ته هغه ستا په خبره په دین مین حزب اسلامی ورکړه کفارو نه ده ورکړی. همدغه په دین مین حزب وو چی شپیته زره بی ګناه ښاریان یی ووژل.خپل ستاسو د قومندان زمری خبره ده وای په یوه ورځ کښی می دری نیم زره راکټونه په کابل وویشتل . چی په څلورسوه لاریو کښي د پاکستان له لاری دوی ته را ورسیده تر څو کابل جان په وولی. د حزب اسلام د کړو وړو له سببه د مجاهد نوم دومره بدنام شو چی تر اوسه د چا غل،شراب خور او بل بد کار دغومره بد نه ایسی لکه مجاهد. د حزب اسلامی وال تر یهودو هم اسلامی ته زیات خطر دی. ځکه یهود خو معلوم دی چی د اسلام دښمن دی. مګر حزب اسلامی خو د اسلام دعوه کوی مګر اسلام تخربوی. لنډه خبره دا چی حزب اسلامی ،اسلام د قدرت لپاره استعمالوی او طالبان خپل قدرت د اسلام لپاره غواړی تر څو اسلامی شریعت نافذ کړی.
زما په نظر چه کافر تر مسلمان ښه ګڼی هغو خلګوته دی الله هدایت لکه صدیق پښتون