د دانش د خپرندويې ټولنې مشر اسدالله دانش ساپي په امريکا کې د نور په نوم له يوه افغاني ټلويزيون څخه د علم او ادب د خپراوي په برخه کې د ښو خدمتونو د ترسره کولو له امله د ادب غوټۍ نښان ترلاسه کړ.
دغه نښان، چې هر کال د نوموړي تلويزيون لخوا د ادب او هنر په برخه کې دوو کسانو ته ډالۍ کېږي، سږکال د ادب په برخه کې اسدالله دانش او د هنر په برخه کې شفيع الله بابرزي ته ډالۍ شول.
اسدالله دانش، چې نږدې دوه لسيزې مخکې يې د دانش کتاب پلورنځی پرانېستې وه، د مرغومي په ١٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل : (( هغه وخت مې ټوله شتمني ۲۸۰۰ کلدارې وه،خو د الله پاک په فضل اود ملګرو په قلمي او معنوي مرسته مې نږدې د هر پښتون کور ته کتاب رسولی او تر څو چې ژوندی يم دخدمت دغه لړۍ به روانه ساتم.)
که څه هم، چې د دانش خپروندويه ټولنه د قلموالو په زړونو کې ځانګړی ځای لري او د بېلابېلو ادبي او ټولنيزو ادارو او ټولنو له خوا نازول شوې ده، خو نوموړی له دولت څخه ګيله کوي، چې تر دې مهاله ېې ورته هېڅ پاملرنه، نه ده کړې .
ده زياته کړه: (( ډيرى افغانان په ځانګړې توګه دکتاب لوستوونکي د ټولنې بې وزله ډله ده ، چې د کتاب د پېرلو توان نه لري، او که يو کتاب لږ په ښه بڼه چاپ شوی وي يا يې حجم زيات وي، نو زموږ هيواد وال يې د اخيستو وس نه لري،څرنګه چې زموږ د کتابونو اخيستوونکي له مالي پلوه بې وسه دي، دغه ډول موږ هم له ډېرو مالي ستونزو سره لاس او ګريوان يو.))
د نوموړي په وينا، کله چې په ايران کې يوه خپرندويه ټولنه يو کتاب چاپوي ، يو زياته برخه لګښت يې يا خو دولت ورکوي او يا هم دولت دومره سبسايډي ورکوي، چې نه خو خپرندويې ټولنې ته مالي ستونزې پيدا کيږي او نه هم لوستوونکي له کتابه محرومېږي،بلکې هر څوک کولای شي په ډېره ټيټه بيه يو ښه کتاب ترلاسه کړي.
نوموړي له افغان دولت څخه وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او خپرندويو ټولنو ته دهغوی د کار او اړتياوو پر اساس اسانتياوې برابرې کړي او له هغوی سره مرسته وکړي.
اسدالله دانش وايي، چې په تېرو څوکلونو کې دانش خپرندويې ټولنې څو قاموسونه چاپ کړي، لکه انګليسي پښتو، پښتو- پښتو، پښتو- دري،انګليسي پښتو طبي قاموس او نور چې هريو يې د زرو او ۱۴۰۰ ترمنځ صفحې لري.
ده زياته کړه: (( پر دغه هر کتاب له لسو زرو ډالرو څخه زيات لګښت راغلی، که دولت له موږ سره مرسته وکړي، موږ به نه يواځې دا چې دغه کتابونه په زيات شمېرکې چاپ کړو، بلکې له دې به يې هم په ښه صحافت او ارزانه بيه ټولنې ته ډالۍ کړو.))
نوموړي مخکې له دې هم په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا د سرو زرو مډال، دکبير ستوري مډال،د کونړ د ځوانانو د ټولنې جرګه ګۍ له خوا د هاشم زماني مډال او تر ټولو ستره جايزه چې نه يواځې د نوموړي، بلکې د ټول هيواد لپاره لويه لاسته راوړنه ده، د اشوکا دفېلوشيپ په توګه د نوموړي ټاکل کېدل دي ،نوموړی لومړنی پښتون او دويم افغان دی، چې د اشوکا فېلوشپ وياړ يې ترلاسه کړی دى.
د اشوکا ټولنه ، چې په ١٩٨١ زيږديز کال کې جوړه شوې ده، د ټولنيز سمبالښت په چارو کې يوه مخکښه نړيواله اداره ده، چې موخه يې د ټولنيزو ستونزو د هوارۍ لپاره په ټولنيزوجوړښتونوکې د بدلونونو راوستل دي .
اسدالله دانش ساپي نږدې دوه لسيزې وړاندې په پېښورکې دانش کتاب پلورنځی پرانېست،چې بيا وروسته يې د دانش خپرندويې ټولنې بنسټ کېښود،دغې ادارې تر دې مهاله له دوه زره عنوانه څخه زيات کتابونه چاپ کړي دي، ددې ترڅنګ د الفت په نوم يوه مهالنۍ خپرونه هم چلوي، چې تر دې مهاله يې څلوېښت ګڼې چاپ شوي دي.
اسد دانش ته ادبي جايزه په څه؟ په پښتو کې ډېر د خندا کارونه کېږي! کله کله خو ورته بنده په يو دوه کې شي چې ورته وژاړي که وخاندي. د همداسې حالت سره زه هغه وخت مخ شوم چې په يو پښتو ويبسايټ کې مې دا خبر يا اعلان له نظره تېر شو چې د دانش خپرندويه ټولنې مشر اسدالله دانش ته د کوم تلويزيون لخوا د ادب نښان ورکړاى شوى دى. د ادب نښان او د خپرندويه ټولنې مشر ته؟
دا مې د نړۍ په تاريخ کې په لومړي ځل وليدل يا واورېدل چې د ادب نښان يو داسې چا ته ورکړل شوى چې اديب ندى. په ګرده نړۍ کې ادبي جايزې داسې خلکو ته ورکول کېږي چې ادب ته يې په مانوي لحاظ څه ورکړي وي، لکه کوم داسې کتاب يې ليکلى وي چې هغې په ادب کې د فکر نوې لارې پرانستې وي، يا يې لوستونکيو ته څه ذهني مواد برابر کړي وي. دغسې کتاب د شاعرۍ هم کېداى شي، ناول، لنډو کيسو، يا بلې کومې موضوع هم کېداى شي. که يو چا کتاب نه وي ليکلى او د ښه شاعر په توګه پېژندګلو لري او يا يې وخت په وخت په ليکنو کې دغسې يو څه کړي وي نو هغوى هم ښايي په جايزو ولمانځل شي. مګر داسې هيڅکله ندي شوي چې ادبي جايزې دې د کتابونو چاپوونکو ته ورکړاى شوې وي. دا نو بېخي ريشخند شو!
د يو ملګري سره چې مې دا خبره شريکه کړه، هغه رانه پوښتنه وکړه چې په پښتو کې کوم داسې کار چا کړى دى چې د خندا نه وي؟ خلک ولې په پښتو تلويزيونونو پسې خاندي؟ خلک ولې د پښتو ورځپاڼې او کتابونه نه لولي؟ خلک ولې په پښتو ليکونو باندې ريشخند وهي؟ ځواب: په کومه ټولنه کې چې ادبي جايزې د اديبانو په ځاى کتاب چاپوونکيو ته ورکول کېږي هلته زيات احتمال د دې خبرې دى چې د ښو شاعرانو او ليکوالانو په ځاى ښه کتاب چاپوونکي ډېر شي. په دغسې ټولنه کې يو وخت داسې هم ښايي راشي چې خلک د سپينو پاڼو باينډنګ شروع کړي او ښکلي ښکلي کتابونه جوړول ترې پېل کړي، دغه خلک به بيا زمونږ د ټولنې ښه مفکرين او پوهان ګڼل کېږي او خداى به کوم ((نور تلويزيون)) يا ((شمشاد تلويزيون)) هم پېدا کړي چې جايزې ورته ورکړي.
زه نه خو د ښاغلي اسد دانش سره کومه شخصي بدي لرم، نه يې دومره له نږدې پېژنم، او نه خپل ځان ته د کومې ادبي جايزې تمه لرم. د دې او داسې ليکنې نه مې موخه فقط دا ده چې ګوره که د ځينو خلکو د عقل دروازې بېرته شي او د پښتو د شرمولو نه لاس واخلي. هر کار خپل اصول، طريقه، او لارې لري. خداى دې ((نور تلويزيون)) او نورو خلکو ته وس ورکړي چې اسد دانش د سرو زرو سره وتلي، خداى دې وکړي چې خلک يې د افغانستان پاچا کړي، مګر د ادب او اديب په نامه نه. اسد دانش تر دې دمه نه خو کوم ادبي کتاب ليکلى او نه يې په ادب کې نور کوم داسې کار زمونږ له نظره تېر شوى چې هغه پرې د جايزې وړ وګڼل شي. که د پردو کتابونو په چاپولو چا ته ادبي جايزې ورکول کېدلى نو اوس به د نړۍ ډېر غټ غټ کتاب چاپوونکي (په امريکا او برتانيه کې داسې خپرندويه ادارې شته چې په سلګونو زره کتابونه يې خپاره کړي دي) د ادبي جايزو څخه برخمن واى. خو داسې هيڅکله نه شوي او نه کېږي (پرته لدې چې په پښتو کې هر څه کېداى شي).
دا چې په امريكا كې د (نور ټلويزون) چلوونكي مهربانه شوي او اسد دانش ساپى يې پښتو ته د هغه د بېساري خدمت له امله په مډال يا نښان لمانځلى، زښت زيات خوشاله شوم او فكر كوم دانش صاحب تر داسې نښانونو هم په زر ځله زيات په ستايلو، لمانځلو ارزي، ځكه دانش صاحب د پښتو ژبې په تاريخ كې پښتو ته دومره ستر خدمتونه تر سره كړل چې ښايي بل هيڅ پښتون يې نه تصور وركړي او نه خداى په لرو او برو شتمنو پښتنو كې دومره څوك پيدا كړ چې خپله خواره پښتو د هر پښتانه كور ته د كتاب په بڼه ور و رسوي، په دا سبب نو د خوشال خان د دستارنامې بيت فكر كوم د دانش صاحب غوندې خلكو لپاره ويل شوى دى، چي وايي:
چي دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
مګر افسوس چې د رحمت ولي ځدراڼ ورور نظر مي ولوست، سخت مي زړۀ خفه شو، نوموړي ويلي چې دانش خو نۀ ليكوال دى او نۀ شاعر او نه يې خپل شخصي كوم كتاب چاپ شوى دى چې دۀ ته پرې جايزه وركړل شوې واى، آيا كه د دانش دا پينځلس كلن زيار نۀ واى چې په ترڅ كې يې په زرګونو پښتو كتابونه چاپ او خپاره كړل، څومره ليكوالو به خپل كتابونه چاپ كړي او پر هغو كتابونو به يې جايزې اخيستې واى، نو كه دانش ساپى پر دومره ستر خدمت برسېره هم په تش يوۀ نښان يا مډال ولمانځل شي، نو آيا دا څه بده خبره چې ښاغلى ځدران ورته ريشخند وايي. فكر كوم شاعر او ليكوال هم له اسمانه نه وي را كښته شوى چې يواځې هغۀ ته به د يوۀ كتاب د ليكلو له امله جايزه وركول كېږي خو يو څوك چې د شاعر او ليكوال ليكلى زيار په چاپي بڼه تر خپل لر او بر هېواده رسوي هغه دي هيڅ نه څوك ستايي، نه دي جايزه وركوي، نه دي شاباسى ورته وايي او نه دي د درنښت پټكى ورتړي، دا بېخي ناانصافه، له بخالت او له كركې ډك، دښمنپلوه او غيرپښتون نظر دى، نور څه نه شم ويلاى.
د ښاغلي رحمت ولي ځدران ورور تبصره مې ولوسته، حېران په دې يم چې زه دې ورور ته څه وليكم؟ زه نه پوهېږم چې دا ورور په افغانستان، كې دى، پېښور كې دى او يا په كوم بل ځاى كې؟
زه دا په ډاډ ويلاى شم چې دا ورور خو نه په افغانستان كې دى او نه په پښتونخوا كې، ځكه خو يې دا تبصره ليكلې. كه چېرې دا ورور دلته واى، له پښتني ټولنې سره اشنا واى او له خپل خواوشا نه خبر واى، نو دا تبصره به يې نه واى ليكلى.
زه له ښاغلي ځدران سره نه ذاتيات لرم او نه ورسره پېژنم، خو دومره ورته ويل غواړم:
1_ تاسو وايئ چې اسد دانش خو اديب يا شاعر نه دى!
وروره! اسد دانش زه له نږدې پېژنم، كه اسد دانش ليكوال يا شاعر نه دى، منم يې، خو هغوى د پښتو او پښتنو لپاره دومره كار كړى چې يو ليكوال او شاعر په ډاډه زړه كولاى شي د هغوى خپرندويې ټولنې ته ورشي او خپل كتاب ورته د چاپ لپاره وړاندې كړي.
كه تاسو په افغانستان كې يئ نو تاته خو به دا معلومه وي چې په افغانستان كې په دولتي كچه داسې كومه ټولنه يا اداره نشته چې د شاعر يا ليكوال كتاب خپور كړي او يا لږ تر لږه د هېواد د نامتو او پېژندل شويو ليكوالو او شاعرانو كتابونه چاپ او ټولنې ته يې وړاندې كړي. له ښه مرغه چې په داسې يوې غمځپلې، جنګ ځپلې ټولنې كې د اسد دانش په شان ځوان پيدا كېږي او د پښتو او پښتنو چوپړ ته ملا تړي، له بده مرغه چې بيا ستاسو په شان خلك نه يواځې دا چې پښتني ټولنې ته د هغوى كړي خدمتونه، نه مني بلكې لا يې حوصله شكني هم كوي.
بله دا چې تاسو د امريكا او د نړۍ د نورو هېوادونو د خپرندويو ټولنو يادونه كړې.
وروره! په ډېر معذرت درته وايم، چې ته خپلې ټولنې او افغانستان ته د نورې نړۍ په عينكو مه ګوره، دا هېواد او په خاصه توګه پښتني خاوره له دريو لسيزو راهيسې د بدمرغيو او بدبختيو شاهده او دا سلسله را په درز كې روانه ده. ته بايد دې ته وګورې چې په داسې غمځپلې ويرځپلې او جنګ ځپلې ټولنه كې د اسد دانش په شان يو څوك لرې چې هغې په يواځې ځان او نه امكاناتو (امكاناتو نه مې مطلب دا دى چې تراوسه پورې ورسره نه كوم دولتي او نه كوم غېر دولتي ادارې د كتاب خپرولو لپاره مالي مرسته كړې ده) تراوسه پورې پښتني ټولنې ته له دوو زرو زيات ډول ډول كتابونه وړاندې كړي دي، نو ته بايد ته دې وګورې چې ستا ټولنه په څه بد حال كې ده، ته د لندن او د امريكا خبرې مه كوه. كه داسې وي، نو هرڅوك پوهېږي چې لندن او امريكا څه چې موږ لا خپل ګاونډيو (پاكستان او ايران) ته هم نه شو رسېدلاى.
هيله ده زما دا خبرې په زړه وانخلئ، خو لږ تر لږه بايد د خپلې ټولنې، ادب او شاوخوا نه خبر اوسې. ما هم دا خبر په تلويزون كې وليدو، چې اسد دانش ته يې د ادب مډال وركړى دى، خو زه په دا پوه شوم چې دا مډال هغوى ته د اديب يا شاعر په توګه نه، بلكې د اديبانو او شاعرانو د كتابونو د خپرولو لپاره وركړ شوى دى.
ته لندن او امريكا پرېږده، خپلې ټولنې ته وګوره، چې ستا ټولنه په څه بدحال پرته ده؟ نو زه د خداى نه دا دعا كوو، چې خداى دې په دې ټولنه كې اسد دانش په شان نور خلك هم پيدا كړي، چې د پښتو ادب او اديب خدمت وكړي. امين