کور / خبرتیا او پيغامونه / دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

نيټه: ٥/١٠/١٣٨٨ – ٢٦/١٢/٢٠٠٩

په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هېواد يو نامتو رنځورپال او د خوست د شيخ زايد پوهنتون استاد، ملي او ټولنيز شخصيت ډاکټر محمد عثمان په حق ورسيد.

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد ډاکټر محمد عثمان چي د لوړو تحصيلاتو او تجربي خاوند، د هېواد په بيلو بيلو روغتونونو کې ېي د جراحی څانګي د متخصص په توګه د هېواد رنځيدلي ولس د ناروغيو په تداوي کې نه ستړي کيدونکي خدمتونه تر سره کړي او د نوي نسل په روزنه او پالنه کې هر اړخيز ګامونه پورته کړي وه.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي د ارواښاد ډاکټر عثمان مړينه و هېواد ته يوه لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس او محترمي کورني ته ېي د زړه له کومي جميل صبر غواړي.

په درنښت

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د ټولني مشر

تبصره نسته

  1. په ډيره خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چي دهيواد نامتوليكوال اروښاد ډاكټرمحمد عثمان په حق رسيدلى دى .
    دكندهار ميشت فرهنګيان دارواښاد كورنۍ دوستانوته دتسليت مراتيب وړاندى كوي او ټولو ته دجميل صبر غوښتنه كوي .
    په درنښت
    دلوى كندهار دزده كوونكو دټولني اداري رئس
    نصيب الله نوري
    او دښوونځى مجلي مرستيال
    سيداغاوطن يار