پښتو ژبې له یوه سره دافغانستان په ټولو ادارو کې خپل هر ډول حق له لاسه ورکړی ،هیڅوک نه شي کولای ددغې ژبې دویلو،لیکلواولوستلو غوښتنه وکړي ځکه که څوک داکارکوي نو سخت متعصب ګڼل کیږي ، دهیواد ملي یووالي ته زیان ګڼل کیږي مګر ترڅو،کله کله خوداخبره تر دې بریده راورسیږي چې تکړه اوفرهنګپاله پښتانه هم داجرات له لاسه ورکړي .
دسترګوداسې یولیدلی حال چې په ډیروبې شرمانه الفاظو (زه خوبه یې خپل دښمن ته هم ونه کاروم )موږ دخپلې ژبې دغوښتنې لپاره ځواب کړل شو. دهیواد یو ډیر ارزښتناک ارګان چې دکابل ښار دافشارو په سړک دافغانستان دسرې میاشتې نه لږ وړاندې دقمبر دڅلور لارې په سړک (چیرته چې هلمندي کډوال دیره دي ) موقیعت لري دافغانستان دملکي خدمتونو انستیوت (ACSI) نومیږي .دغه انسټیوټ دملکي خدمتونو دکارکوونکو لپاره یواځینی دزده کړو ترټولو لوړ ارګان ګڼلی شي چې په خوراښو اومعیار ي توکیو سنبال دی ددغه انسټیوټ موخه داده چې دهیواد په کچه یوې نوي ،پوه ولسې اوملکي ادارې ته کارکوونکي وروزي .
دغه انسټیوټ ددوست هیواد جنوبي کوریا په مټ جوړ اود۲۰۰۷ زیږدیز کال دجنوری په میاشت کې یې په کار پيل وکړ . دغه انسټیوټ په بیلابیلوبرخوکې لکه : رهبري ،مدیریت،معلوماتي اواړیکتیايي ټکنالوژي ،نړیوالې ژبې اونور ډیروبرخوکې دافغانستان دملکي خدمتونو مامورینو اوکارکونکو ته زده کړې ورکوي چې تردمګړۍ یې ۱۹۲۵ دملکي خدمتونو کارکوونکو اومامورینو ته زده کړې ورکړي دي .
ددغه انسټیوټ موخې :
دهیواد دولسې ادارې اواوولسې ارګانونو دظرفیت لوړتیا
دورځني اغیزمن مدیریت عملي کول په ولسې ادارو کې
دولسي خدمتونو دکیفیت دکچې لوړوالی
په ولسې ادارو کې ګمارنه دسیالیو په مټ
اوداسې نور .
دغه انسټیوټ د دملګروملتونو دپرمختیايي ادارې (UNDP)، USAID، نړیوال بانک اوداسې نورو مرستندویانو په مټ خورا ډیر کتابونه چاپ کړي
رابه شو دې ته چې دغه ارګان دداسې موخو په درلودلو سره څومره په رښتیا ملي اوولسي دی .
دغه انسټیوټ دافغانستا ن له پلازمینې کابل اودهیواد له ګوټ ،ګوټ څخه ملکي خدمتونو مامورین دزده کړو لپاره راغوښتل کیږي .دملکي خدمتونوټول هغه مامورین چې نوي دولت ته شاملیږي او یا دملکي خدمتونوپخواني مامورین چې دغه زده کړې یې نه وي کړي دغه انسټیوټ ته ورپيژندل کیږي په دغه لړۍ کې مونږ هم ۲۰ تنه له هرات څخه دغه انسټیوټ ته ورپيژندل شوي وو دهیوادله نورو ولایتونو څخه هم ګڼ شمیر خلک لیدل کیدل دکندهار،ننګرها ر له مامورینوسره مخ شو په ټولګیو کې مو ډیر ځله ښوونکیوته وویل چې مونږ غواړو په پښتو ښوونه راته وشي . مګر دوی زمونږ په خبروهیڅ باک رانه وړلو په پښتو ژبه دزده کړې دموادواوکتابونو غوښتنه مووکړه مګر هیچامو په خبره سرونه ګرولو . دیادوشویو مرستندویانو لخوا په ملیونو نو ډالر لګول شوي مګر ټول پرې له ایرانه اخستل شوي کتابونه راوړل شوي ددغه انسټیوټ په کتابتو ن کې چې خورا ښه کتابتون دی یوپښتوکتاب هم نه لیدل کیږي .پښتو ژباړونکي ،ښوونکي ان تردې چې پښتانه مامورین په دغه انسټیوټ کې ډیر کم ښکاریدل . داځکه چې دغه انسټیوټ دفاشستي جنګسالارانو لاس ته لویدلی ، ډاکټر مشاهد داداري اصلاحاتو دکمیسیون رییس خپل ټول لوستي اونالوستي جنګسالاران اوټوپکیان دلته ځای پر ځای کړي دي . موږ دکندهار،هلمند،هرات،ننګرهار ټول دملکي خدمتونو ټول تللي مامورین ددغه انسټیوټ رییس ته ورغلو اوخپله دغه غوښتنه موترې وکړه په ډیره بې باکه انداز یې ټولو ته وویل :” به انګلیسی است بخوانید ” اوبیا پرې مسک شو .
مونږ ټولو ځان ډیر بي وسه احساس کړو یوبل ته مو په دې بهانه ډاډ ورکړ ومو ویل چې ولاړونو هرسړی به خپل دولسې جرګې وکیلانو ته په دې هکله خبرورکوو اوورته وایو به چې ددغه انسټیوټ رییس اوداداري اصلاحاتو دکمیسون رییس ولسې جرګې ته راوغواړي اودپښتو ژبې سره ددغه ناوړه اوغیرانساني چلند پوښتنه ځینې وکړي .
په سپیڅلې کلیواله مینه
yara da pakhto ijaza nh rakwe ji kazl kawli nshoum na kana da karzi ji hasi po noum pakhtoun de khde de garg kli wali dumra bigaerata de de de alla garg kli ji garg kli ham de zan ra weh kla aw watan ta kidmat wkla harshog ji islam pakhto dare aw norou zbouta jafa khawe wrsra hesab wkli akir wali dumra tet strge shwe ya kha da nh kawe no zan paktoun nh boula
ګرانو پښتنو وړونو که غواړۍ افغانستان دسوکالۍ و لور ته بوزۍ ېو هم د پښتو زبی تعلیمی او تر بیتوی موسیسو جوړول دی چه دا خپله د ترهګرۍ پرضد مبارزه ده او هر پښتون د دا روا حقوقو د پاره وجنګیږی که داسی ونکړی پښتون به د غلامی به دام کی بند وی لکه دا نن ورځ . مننه
پښتانه په پښتو زبه خپلي زده کړی غواړي!
لر او بر پښتانه په پښتو زبه خپلی ذدکړی د ښونځی نه تر پوهنتون …………. پورې په پښتو زبه ذده کول غواړۍ. چه دا په خپل ذات کی د ترهګرۍ پر ضد مبارزه هم ده چه دا کار افغانستان ته سیاسی او اقتصادی استقلال ور په برخه کوی.پښتانه چه په هره طریقه وې ددی کار لپاره به کار او فعالیت وکړې او خپل ګران افغانستان به د سوکالۍ و لوری ته بوزی په درناوی.