معصومه څېره
د شهيد عبدالصمد روحاني په اړه ويرنې (مرثيې)
راټولوونكى :دروېش خوندي
چاپزيار :احمدنويدنظري
د كتاب ځانګړني:
د كتاب نوم: معصومه څېره
د ارواښاد روحاني په اړه ويرني
ويناوال: بېلابېل
راټولوونكى: دروېش خوندى
چاپزيار: احمد نويد نظري
خپرندوى: هلمندادبي كلتوري ټولنه
دچاپ كال: ۱۳۸۸ل كال
چاپ شمېر ۵۰۰۰ ټوكه
چاپځى: صحاف نشراتي موسسه
چاپ حقوق له خپرندوى سره خوندي دي.
بسم الله الرحمن الرحيم
اهداء
دهغه ګرانوملګروپه وياړ لكه:عبدالواحدرنځوريار،سيدمحمدحيرت،غلام محي الدين ستورياڼي،عبدالوهاب مينه يار اوسردارمحمدسروري چي ئي دروحاني شهيدمينه په رګوكښې په جوش كرځي.!
دشهيد روحاني لنډ ژوند ليک
دزېږېدونېټه : ۱۹۸۳ عيسوي كال
دمرګ نېټه: ۲۰۰۸ عيسوي كال
د ارواښاد روحاني ژوندليك
ليكنه: داطلاعاتواوكلتورپخوانى رئيس جانګل خان اواحمدنويدنظري
عبدالصمدروحاني د هلمند دګرمسيرولسوالۍ په لكړۍ سيمه كي زيږېدلى و خواصلي دنوزاد دشاه پشتې دسيمي دلنګركاريزاوسيدونكۍ اوپه قوم نورزئ وو او له څو کلونو راپدېخوا يې د لښکرگاه په ښار کې ژوند کاوۀ .
دپنځه ويشت كلن عبدالصمدروحاني پنځه وړونه. څلورخوندي پاتي دي.
له ارواښاد روحاني څخه يوه لورکۍ ،دوه زامن او دوې مېرمنې پاتې دي او سپين ږيرى پلار او بوډۍ مو ر يې لا هم ژوندى دي .
شهيدروحاني د ۲۰۰۸ عيسوي كال دجون دمياشتي په اومه نېټه ماسپښين دلښكرګاه ښارڅخه دخپل موټرسره يوځاى لادركه سو اوسباته يي چي دجون اتمه نېټه وه مړى دبولان په لويه هديره كي پداسي حال كي وموندل سوچي په ګوليوويشتل سوۍ وو.
عبدالصمد روحاني له تېرو درېيو کلونو راهيسې د بي بي سي له پښتو، فارسي او انگريزي څانگو سره کار کاوه .
روحاني دخبريالۍ ترڅنګ ښه ليكوال اوشاعر هم وو اودشعرونموني يي وجود لري.
اواښاد عبدالصمد روحاني په دغه موده کې د بي بي سي لپاره په روانو امنيتي، سيا سي او ټولنيزو برخو کې له هلمند نه خبرونه او رپوټونه برابرول .
ده په تېرو څو کلونو کې د هلمند بېلابېلو جگړه ځپلو سيمو ته په هر ډول حالاتو کې سفرونه کړي او د سيمې د حالاتوپه اړه يې خبرونه ورکړي .
ارواښاد روحاني په هلمند کې د لومړي افغان خبريال په توگه له پژواک خبري اژانس سره څو کاله وړاندې کار پيل کړ .
دوطن اوخلكوپه زړه كي خوږ ژبي ځوان بااستعداده ژورناليست عبدالصمدروحاني چي ترډيره حده يي ديني زده كړي ترسره كړې اودعصري علوموپه برخه كي يي دومره خصوصي زده كړه درلوده چي داوسنۍ پرمختللي نړۍ دلېسانس تردرجي يي زيات مهارت په ليكلو،ويلواوكمپيوټري سيسټم كي درلود.
دځلانده ستوري په څېريوځل پداسي حال كي راپيداسوچي دخپل ښواخلاقو،ليافت،مهارت اوحوصلې رڼايي پرټول ولايت وغوړول.
زه هغه وخت په ولايت كي داداري مجلس آمروم،فكروكړئ ديو ولايت ټولي كمپيوټري چاري ده يوازي په يوه كمپيوټرپه ډيرزغم اوحوصلې سره داسي مخته وړي چي اوس هغه چاري ترلسوزياتوكسانواوكمپيوټرانولخوامخته وړل كيږي،ددي ترڅنګ شهيدروحاني دپژواك خبري آژانس اوپه هلمندكي ديوخپلواكه رآډيوسباوون سره دخبريال دنده ترسره كوله ،چي دډيرو نژدي اړيكواوخبرنګارۍ سره دميني اوعلاقي له مخي يي زه په هلمندكي داطلاعات اوكلتوررياست دكارونوسمون ته وهڅولم چي بيادهغې ادارې رئيس سوم.
خوچي زه به كله دده دفترته دكارلپاره راتلم دده دكمپيوټرپرصفحه به دډيروكارونوترڅنګ يوخبرپروت وو،مابه ورته وويل چي هله ګرانه روحاني دعاجل كاردى ده به په خپل خوږو حركاتوراته وويل چي هله ته راسه داخبر وګوره رښتياخبره داچي زه خوخبرنګارنه بلكه دليك لوست نظم مي انشاالله يوڅه دى،مابه دۍ ډيرتشويقاوه خوبالاخره دخپل خداى(ج) وركړي بې ساري استعدادله مخي دنړيوالي رسنۍ بي بي سي راډيوخبريال سو.
په خپل ډيرساده،لنډ،دمحتوي نه ډګ،باكيفيته خبروړاندي كولويي دخلكوپه زړونوكي داسي ځاى ونيوه چي ګواكي دهرافغان دزړه اوغوښتني خبربه يي خپراوه.
دخلكودزړه ژورناليست روحاني داسي شهرت پيداكړ چي دخلك يي ليدوپه تمه وه ،په ولازه قسم يادوم په يومجلس كي به دى ماخلكوته معرفي كړ چي داروحاني دى هغه به يي په خواږه مجلس نه مړېدل او دده څخه به يي دخوږوخبرودجوړولواومعلوماتونودراټولوپوښتني كولې چي ته داخبرڅنګه جوړوي اوڅنګه يي وائې؟
بااستعداده روحاني دخپل شهرت په موندلوڅه موده دهيواد دجنوب لويديځي حوزې په كچه دبي بي سي راډيوخبريال وو.
په هلمندكي داسي فرهنګي فعاليت نه وو چي روحاني صاحب به پكښې نه وو،روحاني صاحب په هلمندكي دبُست فرهنګي ټولني اوژروناليستانودټولني دبنسټ اېښودونكوله فعاله غړوڅخه و چي دده په موجوديت كي دآټولنه اواتحاديه ځلانده وه كه نه په نه موجوديت يي پرتاثيرهرافغان ښه قضاوت كولاى سي.
شهيدروحاني دخلكواووطن ريښتنۍ خدمتګار،صادق اووفادارافغان وو،تل يي دظلم ،بې عدالتيواوبې قانونيوپروړاندي مبارزه كول اوخپل خوږ زړه يي دناخوالوپه وړاندي خواړه.
كه واقعيت ته غاړه كښـېږدولكه چي وايي كه چايوحرف چاته وښود ،هغه دهغه چالارښود يااستاد ګڼل كيږي كه څه هم دليك لوست په نظم كي ګران روحاني له څخه ډيري مشورې غوښتې خودخبرجوړولواوخبرنګارۍ په برخه كي زمااستاد دى.
زه دخبرجوړولواو ويلوته ده تشويق كړم چي آن تريونيم كال پوري دملي راډيوټلويزيون ته دهلمندخبريال پاته سوم،چي ددي خبري تصديق كونكي دهلمندټول خبرنګاران دي چي په ميډياسنټريامطبوعاتي مركزكي به مي دده تركنترول وروسته دآزادى دراډيوپه خبرنګارګران محمدالياس داعي اويادشمشادتلويزيون په خبريال ګران احمدنويدنظري مي خبرثبت اوملي ټلويزيون ته انتقالاوه.
صمدروحاني باابتګاره دښه استعدادخاوندوو،شعراوشاعري سره يي ښه علاقه درلوده،په هلمندكي يي د(۱۳۸۷) كال دثورياغوايي دشپږويشتمي نېټې دهلمندڅپاندسينددمشاعرې په جوړولواومخته بېولوكي ستررول ترسره كړ اونوروكوچنيومشاعرواوناستوكي فعاله برخه لرله.
عبدالصمدروحاني زمادير نژدې ملګرۍ وو ،تل به هرمازديګرزماكورته راتلۍ اپه ډيره مينه به يي څه خوراكي توكي راسره خوړل اوكله كله به يي دبانډارلپاره په مېلې په توګه ټول ژورناليستان دميلمستيالپاره زماكورته راويستل ،دټولوژورناليساتودمجلس څراغ ؤ،كله چي دۍ تللۍ بيامي د ژورناليستانو مېلې، مجلس او بانډار د مېلې په شكل ندۍ ليدلۍ.
هوكې دوى خواشيني دي بانډارته يي زړه نه كيږي.
صمدروحاني دهغه مفكورې له مخي چي زړه كړه دزانګوڅخه ترګوره پوره لازمه ده دانګرېزۍ ژبي په زده كړه بوخت وو.
ماده ته دژورناليستانودسردارلقب وركړى وو،له بده چي شپې ناوخته احمدشاه پاڅون دخبرنګارانوددفترمشرصمدروحاني دوركېدوخبرراكړ چي سمدستي مي دولايت مقام ،امنيه قوماندانۍ،ملي امنيت رياست اونورو اړوندو ارګانونواودروحاني دوستانواوملګروته خبروركړ،په خواشينۍ دراتلونكي ورځي ماسپښين مي خبرترلاسه كړ چي دصمدروحاني مبارك جسددبولان په هديره كي پروت دى.
سمدستي مي امبولانس ته خبروركړاودهديرې په لوري مي حركت وكړچي دانسان اوانسانيت دښمنانودګران روحاني لاسونه ترشاتړلي اوغاړه يي په چاړه پرې كړې اوپرسريي په ګوليوويشتلۍ وو،اوجسديي په يوه چهارديوالي كي ايښۍ وو.
دروحاني مبارك جسدموبُست روغتون ته راوړ اوپه سبايي كورنۍ دشهيدروحاني مړۍ پخپل پلرني هديره كي دښخولولپاره مارجې سيمي ته يووړ.
راځودې ته چي دروحاني خوږ ژوندچا واخيست؟ دې سوال ته په لومړي سركي ددولت ټولولوړپوړوچارواكوپه ډيري ګرمۍ ځواب ووايه چي موږبه دروحاني قاتلين كشفوو،دروحاني خوږه كورنۍ اودوستان يي دفراق په لمبوكي سوځيږي.
دروحاني تشه به بياپه هلمندكي څوك ډګه نه كړي كه څه هم په ملي سْطحه خبرنګارانودروحاني پرروان او كړونو اووژني ډيري غونډي اوهلي ځلي وكړې خوچاځواب ورنه كړ.
دشهيدروحاني څخه دوې مېرمني ،دوې لوڼي اويوځوى پاته سوه،چي ترمرګ شپږمياشتي وروسته يي بل ځوى پيداسو،دلوى خداى(ج) څخه غواړوچي دروحاني په څېرددي وطن ځلانده ستوري سي.
غوښتنه مي داده چي ژورناليزم دمكتب پلويان دي دګران روحاني ياددځان سره ساتي اودتلين كليزه دي لمانځي.
–
۷۸۶
سريزه
داسي بېغمي دي خداى پيدانكړي په هيڅ كوركي
يوكوركي چي ويروي اوبل خاندي دليلاسره
(مرحوم استادګل پاچاالفت)
رشتياهم ويرهغه توره او وېره ونكې بلاده چي دژوندپه اكثره برخه كي وانسان ته خپل ځان پخپله ناوړه اوبدرنګه څېره كښې ورښكاره كوي اودنااُمېدۍ وډګرته يي راباسي.
كله ناكله خوبياسړئ پداسي درنه څپېړه ووهي چي آن دځكندن تروروستۍ لحظې پوري دغه ګذار دچانه هيريږي.
په نړۍ كي به ډير په ټيټه كچه داسي خلك وي چي پروجود يي دوير زلزله نه وي راغلې،البته داسي كسان بيادانساني كرامت په ارزښتونواوقدرباندي هم نه پوهيږي اونه باندي خبروي.
موږدګران هيواد افغانستان څه باندي ديرش كلن وير اوماتم داسي سخت ځپلي اوځورولي يو چي تعبيريي هم نه سوكولاى.
هره لحظه غم دى هرساعت پرېشاني ده اوهره ورځ نوي نوي عذابونه دي چي يوكډه وكړي بل راته راسي خاوره مودپرديوپه لمسون استعماليږي.
مخور اوملي شخصيتونه مو راوژني عالمان اومنورين موپه يوه اوبل نامه بدنام سول.
دځوانانودسرلوشروع دى،دماشومانوغوښي مودبمبارۍ اومينونوخوراك سوې،ميندي اوپلرونه دويرساندي وهي ورېندارګاني موكونډي سوې يو ورور دبل ورور دويني تږۍ دى يوپربل دكفراو تروريست ټاپې لګول كيږي.
اولس دفاتحي پرټغرناست دى ،اتفاق اويووالي كډه وكړه دحقيقت سترګي ړندې سوې،دهشت او وحشت پرمستۍ راغلۍ دى ،خوشالي اوخنداپه ژړا ګانوبدله سول.
صله رحمي خوبېخي د اووكوټودننه دنفرت ترشال لاندي خوبونه كوي.
رشتياويل خوڅوك له ډاره څخه ويلاى نسي بيايي سرغوڅيږي.
دلته په افغانستان كي دچاخبره په ناكرارستان ولايت كښې دشاعر،ليكوال اوخبري رسنۍ معرا ياسپيني خبري دسرپه زيان اودمرګ په زېري تماميږ ي چي ښه بېلګه يي دعبدالصمدروحاني وژنه ده .
هودادهغه ځواني مرګ شهيديادونه كوم چي په ۱۳۸۷لمريزكال كي ئي دجوزا پر ۱۹ نېټه دتل لپاره زموږ سره مخه ښه وكړه اود ابد لپاره يي ددي نابودي نړۍ څخه سترګي پټي كړې
(انالله وانااليه راجعون)
فكركوم چي تاسوبه اكثره د روحاني شهيددڅېرې اونامه سره آشناياست اوډيروخلكوبه زماپه آندله نژدې څخه پېژانده،هغه ډيرزړه سواندبشردوست اومينه ناك انسان وو.
تركومه ځايه چي موږ خبريو روحاني له چاسره ذاتي اوشخصي دښمني نه لرله نه يي دچاپرحيااوناموس تيرۍ كړى وو،نه يي دچاكوراوپټۍ په زوره غصب كړى وو،يوازي دايي لويه ګناه وه چي خداي بخښلي روحاني ددي بدبخته اوكړېدلي ولس دپرهارونواوساندو اوآن دنړيوالوترغوږو پوري ورساوه خوبدبختانه داسلام او وطن دښمنانوزموږ له سره څخه داسيورۍ واخيست اودخپل ځان په وينويي سور اولژندكړ.
موږ دانه سوويلاى چي دچالخوابه په شهادت رسېدلۍ وي خودومره ويلاى سوچي څومره ډالربه يي دروحاني شهيدپرشهادت اخيستي وي،افسوس دي وي دداسي كسانوپر حال چي يومعصوم اوبې ګناه انسان په قتل رسوي اوبياهم دانسانيت لافي اوشافي وهي.
خداى بخښلۍ روحاني دخبريالۍ ترڅنګ دپښتوژبي نازك خياله اوفطري شاعروو ،موږترخپل توان اوطاقت پوري زيات كوښښ وكړ څودروحاني منظوم كلام راغونډكړ،يوه ټولګه ورځني چاپ كړو په خواشينۍ سره بايد ووايو پدي كاركښي موږ ونه توانيدوچي دنوموړي اثار به دچاپلاس كښې وي خوشبختانه هغه دوستانوچي دهيواده بهراودننه كښې دروحاني شهيدمرثيې ليكلي وې هلمندكلتوري ادبي ټولني دا وياړ په برخه كړ چي دامرثيوته دكتاب شكل وركړي چي دشهيدروحاني نوم دتل لپاره ژوندۍ اوخوندي پاتي سي.
داكاربايددده لومړي تلين ته سوۍ واى ،البته د ډيرملګرو شعرونه زموږ ترلاسه په ځنډ راورسيدل ،دڅه ناڅه اقتصادي اوتخنيكي ستونزوسره مخامخ وو ،هيله ده چي عذر موومنئ.
هلمندكلتوري ادبي ټولنه تل دخپل ملي اتلانوقدر اودرناوۍ كوي،اوزيارباسي ترڅوددوى نومونه دتاريخ په زرينوپاڼوكي ثبت اووليكل سي.
دياده دي نه ووځي چي يوشمير دفرهنګ مينه والودهمدې كتاب په چاپولوكي زموږ سره نقدي مرسته كړې ده چي هلمندكلتوري ادبي ټولنه ورته دزړه له كومي كور ودانۍ وايي اوددوى دلازياتوبرياليتوبونوهيله لري.
دلته موږهڅه كړې اودارواښادعبدالصمدروحاني يوڅوشعرونه په لاس راوړي اوغواړوچي درته وړاندي يي كړو.
په درناوي
هلمندكلتوري ادبي ټولنه_لښكرګاه
د رڼا څرك
شاعر: شهيدعبدالصمدروحاني
داتورې شپې دي رڼوو يي په سباپسي ځو
هلته يوڅوك دى يوڅه وينوبس پداپسي ځو
لاره تياره ده هيڅ ډېوه په لاس كي نه لرو موږ
موږليوني خولويه خدايه په رڼاپسي ځو
مينه لرو مينه پالودميني قدركوو
صحراته وځودمجنون غوندي ليلاپسي ځو
قاره خدايه ! موږته دومره بيايي نصيب كړه
چي لاره وينواوټول وايوآشناپسي ځو
(روحاني) هله به موږخپل ننګ اونښان وګټو
چي دنيكه توره راواخلوپه باباپسي ځو.
۱۳۸۴_۱_۴
كابل
غزل
شهيدعبدالصمدروحاني
راځه ولاړسوومسجدته قرآن به سره ښكل كړو
غېږبه سره وركړوخپل مخان به سره ښكل كړو
زه به خاندم ته هم خانده سره ځوبه لاس ترغاړه
پرسربه سره ښكل كړو اوچشمان به سره ښكل كړو
ته زماپه قول وكړه زه به ستاامرمنمه
غمازبه كړوسركوبه خپل امان به سره ښكل كړو
رقيب به كړېدلۍ شرمېدلۍ راته ګوري
پروبه كړو وار ونه خنجران به سره ښكل كړو
دتوروشپوكارونه تل ترتله وي نيمګړي
په سپينه ورځ راووځه پرميدان به سره ښكل كړو
رښتياچي (روحاني)په مينه هرڅوك خپلواى سو
راځه په مينه مينه دجهان به سره ښكل كړو.
غزل
عبدالصمدروحاني
يوعجيبه زمانه وه چي خوب نه وو خوبان نه وو
نابلده غوندي ښـاروو چي زړه نه وو ارمان نه وو
كيږدى نه وې، دښتي نه وې، پېغلي نه وې، ګودرونه نه وو
شپونكى نه وو،شپېلۍ نه وه، نارې نه وې، اوښان نه وو
ګرمۍ نه وو ،يخنۍ نه وه، باران نه وو، هوانه وه
سپرلۍ نه وو غوټۍ نه وې ګلاب نه و ګلان نه وو
مسجدنه وو، امام نه وو، دعانه وه، واعظ نه وو
ددې مځكي غړومبهاروو وريځ نه وه، آسمان نه وو
مينه نه وه، حسن نه وو، مين نه وو ،ښايست نه وو
وصال نه وو،رحم نه وو،خندانه وه جانان نه وو
شاعرنه وو،شعورنه وو،كتاب نه وو غزل نه وه
(روحاني)نه وو،قلم نه وو،كاغذنه وو،ياران نه وو.
دروحاني غمونه
—
سردارمحمدسروري – هلمند
مـــــــــــــــــــاله ته هيڅ خـــــــــــــوشالي نسې راوړاى
اخـتره څـــــــــــــــه لـــــــــــه زمـــــــــــوږپرخـوارادرومې
زمــــــــــــــــــــاديتيم اوښــــــــــكي لا وچي نــــــــــدي
څنـــــــــــــګه بــــــــيـــاژر زمـــــــــــوږپرخــــوا رادرومې
مــــــــــايي لاغــــــــــــم زوړكــــــــــړۍ ندى ګـــــــــــوره
بــــــــــــــــېواره ژرزمــــــــــــــوږپرخـــــــــــــــــــوارادرومې
—
ته به دځــــــــــــان ســــــــره لرې خــــــــــــــــوشالي
مـــــــــــــــــــــــاژړوي دروحـــــــــــــــــــاني غــــــــمونه
ستـاوراتـــــــــــــــلوته هرســـــــــــــــــــړئ په خندا
ماكړوي دروحــــــــــــــــاني غــــــــــــــــــــــــــــــــمونه
يوروى دخــــــــــــــــداى(ج)بل درسول وګوره!
مــــــــــــــــــــــاننوي دروحــــــــــــــاني غـــــــــــــــمونه
—
په اوښــــــــــــــــكولوندزمـــــــــــاګــريوان وګوره
ولي راځې په غمــــــــــــــــــــځپلوخـــــــلــــــــــكو
تـــــــــــــــاته لازور دغـــــموندى مـــــــــعـــــــــلوم
ولي راځې پــــــــــــــه ځـــــــــــورېدلوخـــــــــــلكو
زمـــــــــــــوږ د آزاره دي هـــــــيـــــــــــڅ بيره نسته
ولي راځې پـــــــــــــرغـــــــــــم لــــــــــــړلوخــلــــكو
—
نه غــــواړم ستاهيڅ خـــــــــوشـــــــــــالي اختره
دجــــــــــــانان يادمي تــل په زړه كي ګرځي
ګــــــــــريوان دي زماخــــــــــواركي ونه ګڼدئ
ارمـــــــــــــــــاني يارمي تل په زړه كي ګرځي
ســـــــــــــــــــره په نكريزو لاس دي نه غواړمه
روحـاني يادمي تــــــــــل په زړه كي ګـرځي
—
سترګي يي سرې تل د (دروېش) ورپسې
هم په ژړا نـــــــــاست (مينه يار) وګــــــــــوره
(حيرت)غـــــــــــــــريب نن كـــړئ غموليونۍ
نن په فـــــــــريادناست (ستـورياڼۍ)وګوره
(احساس،پــــــــوپل،احـمـــــدي) واړه ژاړي
هـــــــم په ژړا ناست(رنــــځوريار)وګــــــــوره
—
دې درانه غم (مـــــــظلوميار) ولــــــــــــړځاوه
(عـــــاشـــــــق،واكمــــل) وڅڅولي اوښــكي
ارمـــــــاني پاته پردنيادي كــــــــړو مـــــــــوږ
خـــــــــوار(محمدي)هـــــم بهيولې اوښـكي
تاته وي نــــــــاست لاس په دوعــاملګري
(ســــــــروري) تاته تــــــــــويولې اوښــــــــكي
—
زمــــــــــادهلـــــــــــمــــــــــــنددســــــــــــردرو بلبله
زمـــــــــــادوطـــــــــن دهسكوغــــــــــــــــــــروبلبله
داچي ته نه يې هـــــــــرڅه ښـــكاري خالي
زمــــــــــادنــــــــيــــــــــــمګړو ارمـــــــــــــــــــانوبلبله
((ســــــــــــروري))تاباندي كــــــــــــــــوم افتخار
زمــــــــــــــــا((روحــــــــــاني))دخــــــــــــــــزانوبلبله
دروېش خوندى لښكرګاه
معصومه څېره
چي وهرلـــــــــــــورته په دووسترګوڅاركومه ګرانه
مخ ته مي راسي ستادګل په شان معصومه څېره
راز دتــــــــــــصويردي راته هره لحظه داسي وايي
چي وجهان ته مي ښــكاره كۍ زمامظلومه څېره
فقط يوګل وم ټــــــــــــــــــــــوكيدلۍ دڅوشپولپاره
مادپوره ژوندپرډګــــــــــرنكړه معلومه څېره
__
لذت مي نه واخيست ملګرودبوډۍ دټاله
لكه يتيم چي وي مانع دپلاردخونده څخه
لكه يو اوښكه چي دسترګوپرباړخوراتوى سي
يوه شېبه مي تضمين واخيستۍ له ژونده څخه
ګل دلاله سوم درڅه ولاړمه دخداى په امان
ماځواني مرګه ځواني يو وړه دهلمنده څخه
__
ستاددي ښكلي نازنين انځورڅه داسي ښكاري
لكه بچۍ چي دموركۍ له غېږي باسي جلاد
اوهيڅ ګناه يي نه وي كړې نې وي جرم معلوم
غيري ناحقه خون په غاړه كي بلاسي جلاد
دخيراتي دروږ په شان دي زنده ګي سي كوتاه
داسي دي خپل پرځواني باندي نيمه خواسي جلاد
__
برايي خوب كښي ګران شهيد راته ويله داسي
بيابه درږغ نكړم په ماپسي دوعاوي كوئ
بيابه در ږغ نكړم كه چپ ياست كه خنداوي كوئ
بيابه در ږغ نكړم كه شپه او ورځ ژړاوي كوئ
بيابه در ږغ نكړم كه ماپسي ښېراوي كوئ
بيابه درږغ نكړم كه نفل كه حلواوي كوئ
—
خالقه ستادبندګانوڅه ګيله لرمه
ماخودهيچاحق په زروه غصب كړى نه وو
زمايي پرڅه باندي دغاړي ښارګونه كړه پرې
ماخپل په عمرپه څپېړه څوك وهلۍ نه وو
ماونړۍ ته دغريب ولس اواز رساوه
ماخودچازوى په توپك باندي ويشتلۍ نه وو
لاسونه پښي مي ټينګ تړلي اوپه غاړه زندۍ
مادانسان قتل په څوكسوليدلۍ نه وو.
—
مادځوانۍ فصلوبهارته لاخندلي نه وه
دژوندانه بسمل مرغه مي په قفس سوبندي
زماپريتيم ماشوم بچي باندي مي واياست سلام
چي روحاني دقبرستان دلوى محبس سوبندي
نظرمي ستاسوپرطرف لكه محتاجه سائل
نور له ما صبرسئ دروح شيرين جرس سوبندي
—
پرمايي ولي ګران بابك اوموركۍ وژړول
زه به په ورځ دمحشرخپل پرېكړۍ سر راوړمه
چي خداى قاضي وي پاك حبيب موشفاعت ته راسي
بيابه په لاس كښي زمادقتل سورخنجر راوړمه
څنګ ته به ودروم كونډه اويتيم ماشومان
پارچه پارچه اودغلبېل غوندي ځيګرراوړمه
—
درڅخه ولاړم ناچاري وه نورمي مه لټوئ
دلته بې رحمه زنده ګي وه نورمي مه لټوئ
لكه يوه اېښمه دباران ستاسوپركلي راغلم
ديوڅوورځومهماني وه نورمي مه لټوئ
ماچي صادق گڼل هغومي اخير وينه څښل
همدا د دوى مهرباني وه نورمي مه لټوئ
ګلګون صورت مي په ازل كښي ؤ قلم ليكلۍ
داپه نصيب زماروحاني وه نورمي مه لټوئ
دې ښاركښي پاك سپېڅلي خلك بېخي نه خوښوي
دلته رواج بې وفائي وه نورمي مه لټوئ
يوه دوعا درڅه ((دروېشه)) داخلاص غواړمه
دامي دخداى په اماني وه نورمي مه لټوئ
دارواښاد دشهادت په ورځ
د پڼوچغار
يوسف خدمتګار
سره ګـــــــــــــــــــــــلونه مـــــــــــــــــــــړاوي كيږي چي بهارځي
زړه مي ســـــــــــــــــــوځي چي مې اوښكي په رخسارځي
رنـــــــــــــــــــګ مي ورځ په ورځ زيړيږي راتــــــــــــه ګوره
بــــــــــــيله تــــــــــــــانه زمــــــــــــــــــاروح زمـــــــــــــــــــــــاقرارځي
په هـــــــــــــــــــــــــــــرول كي يي دڅـــــــــــــــــڼوزړونه بنددي
دبـڼوغـشي واريــــــــــــــــــــــږي چي پــــــــــــــــــــــــــــه لارځي
دلته شـــــــــــــــــــــخړه دضــــــــــــــــــــــــدينوناورين جوړدئ
شــــــــــــــــــــنه طوطيان له ګلــــــــــــــــــــستانه په چغارځي
طبيبان يي په اعـــــــــــــــــــــــــلاج كي پــــــــــــــــــاتي راغلل
سي دزړه په رنځ اخـته بيــــــرته بيـــــــــــــــــــــــــــــــمارځي
تاج په ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــردليونتوب كړه كه پوهيږئ
چي ناپــــــــــــــــــــــــــــــوه درله درځي درنه هوښيارځي
دواعظ دروغ اورښتياســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوله څرګنده
دپــــــــــــــــــــــــــــــــــــــڼوچي ترمحراب پوري چغارځي
عاشقان به بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــريالئ غېږه په غېږسي
چي ډګردازمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــويني له په وارځي
خـــــــــــــــــــــــــــــدمتګاربه يي نــــــــورڅـه نصيحت واوري
محتسب اوذاهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــدبارله په تلوارځي
محمدنعمان دوست – كابل
دګلاب قتل (مرثيه)
روحـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاني ځينې خبرسوې ؟ چاوژلى
هغه ګل يي په ســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرووينولمبولى
زه پوهيږم،داخبرمنــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلى نه سئ
دګلاب قتل څـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوك كله سي منلى
—
خـــــــــــــــــــــــــــــوقسم دى روحاني يي راته وويشت
هغه ځـــــــــــــــــــــــــــــــــــوان لاثــاني يي راته وويشت
په هلــــــمنددچــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاګلان نه پېرزوكېږي
بس يــــــــــــــــــــــــــــوګــــل وبياباني يي راته وويشت
—
روحــــــــــــــــــــــــــاني اوس په سرووينوكي رنګين دى
ترمې-ترمې مړاوى ګـــــــــــــــــــــل پروت په زمين دى
اوس هغه ســترګي حيرت نه كــــــــــــــــــــــــــــــتى نسي
خپل قاتل ته فـــــــــــــــــــــــــــكروړئ دى غمګين دى
—
هغه دنـــــــــــــــــــــــــــګ قدپه ملامات سو،راګوزارسو
دخپل ځـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــان په وينوسورلكه انارسو
خپلي حـــــــــــــــــــــوري يي په دي دنياكي پرېـښوي
په جنت كي كــــــــــــــــــــــــــــــومي حوري ته پكارسو
—
خبرنه يي؟ اوس دګل قتل اســـــــــــــــــــــــــــــــــــان دى
بي مالي زموږه بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاغ زموږبوستان دى
هرډنډركي غشى ښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــخ اوسريي نسته
زمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوږكوراوس دګلونوقبرستان دى
—
روحـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاني ملګريه ! سپينه راته وايه
لـــــــــــــــكه تيرهسي په مينه راتــــــــــــــــــــــــــــــــــــه وايه
داكـــــــــــــــــــــــــــوم زړه وو،چي پرتايي ماشه كش كړه
همدغه خبــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــره سپينه راته وايه
—
ګــــــــــرانه ! نــــــــــــــــــاوې دي په ســـــــــروسترګوژړيږي
ګــــــــــــرانه! زوى د ي لــــــكه ګــــــــــــــــــل هسي رپيږي
ته خــــــبــــــــــريې؟ په هلمندكي نــــــــــــــــن قيامت دى
اســـــــــــــــويلي لكه اورونــــه پــــــــــــــورته كـــــــــــــــــيږي
—
روحــــــــــــــــــــــاني ملګريه! ځه الله دي مــــــــــــــــــــل سه
په مــــــــــــــــــــزاركي دي څــــــــــــــــــــــراغ دايمان بل سه
ابدي ژونددي دســـــــــــــــــــــــــــــتوري په شان روڼ سه
ستاقاتل په ســـــــــــــــــــترګوړوندپه غـــــــــوږوكوڼ سه
روحاني چاشهيدكړ؟
هغه پــــــــوري سپيره كـــــــــــــلي كي
يوڅــــــــــــوسپيره كورونه ښــــكاري
په ډيــــــــــروكي اورونه بـــــــــــــل دي
دې كلي تــــــــــــــــــوردودونه ښكاري
يوكـــــــــــــــــــــورګي پــــدغه كلي كي
لويدلي يي بـــــــــــــــــــــــامونه ښــكاري
څـــــــــــــــه پېښه هغه كــــــــوركي سوې
چي ړنــــــــــګ يي ديـــــوالونه ښكاري
څـــــــــــــــــــــوورځي يي اور،نــــــه بليږي
تـــــياره يـــــي دالانونه ښـــــــــــــــــكاري
دغـــــــــــــــه وران له وينوډك كــــوركي
يوڅــــــــــــــــــــــــــوببرسرونه ښـــــــــــكاري
له چـــــــــــــــــــــــــــانه مي پـــــوښتنه وكړه
دي كـــــــــــــوركي ډيرغمونه ښــــكاري
دې كـــوركي يوه مـــــــــــــوركۍ په ژړا
يــــــــــــــــــوه ناوې سره لاســونه ښكاري
هلته! دوه ګـــــــــــــــــــــلالي ماشـــــــومان
شــــــــــــــــــــــكيدلي ګــريوانونه ښكاري
داكــــــــــــــــــــــــوردروحـــــاني شهيد دى
غمــــــــــجن پرې آسمانونه ښـــــــكاري
ماوې،دابې ازاره چــــــــــــــــــــــــاشهيدكړ؟
وې،قاچاق بردايروئنوښـــــــــــــــــــــكاري
مـاوې.ګمان كوې كوم بل څوك به وي
وې،دښمنان دمســـــــــــــــــــلمينوښكاري
ماوې،خو اوس كمونيستان ورك سوي
وې،كوم قاتل دمـــــــــــــــــــــلتونوښكاري
ماوې،دغه قـــــــــــــــــــــــاتل كليمه وايي؟
وې،په جېبوكي ډالــــــــــــــــــــرونه ښكاري
ماوې،پرېميږده چي ښــــــــــــــه ډيروژاړم
راته ډيرليري ســـــــــــــــــــــلامونه ښكاري
۲۰۰۸\۶\۹
-____________-
ستاښكلا
كـــــــــــــــله رسي ستاښكلاته كه غاټول دي كه ګلاب
داپېښي دي خـــــــــــــوشي تشي ســــــتادحسن دشباب
ستـــــــاخوږو،خوږوخـــــــــبروكي مستي ده څومره ډيره
چي مــــــــــــــــــــــــوندلي چيرته نسي جامونه په شــراب
ســــــــــــتاويناخــــــــــوږه له شـــاتودخوږمنوزړوملهم سي
دخــــــــــــــــوږې ميني پيغام ده د ورورۍ يوښكلي باب
زه يـــــــــــــــــــــوبوټي يم بي سېــــــكه دخزان بادونوسوي
ته باران ته مي سپرلى ســـه ته مي ژوندسه ته مي آب
دواړه سترګي مي ړندې سه چي له تابل لورته ګوري
ته مي لوري دژوندون يي ته مي سوال ته مي ځواب
راسه ! وينه مي سه ساه سه په رګونوكي مي خپورسه
وسيله مي دژوندون سه هم مي وېښه سه هم خواب
زه ف- ث به بختوريم كي مي ســتامينه نصيب سي
كه مي ته غزل ټپه سې كه مي ته حــــــــساب كتاب
ډاكټرفيض الله ثاقب- ۱۳۸۷
محمدلايق سرفراز- ۱۳۸۷\۱۱\۸
داڅـــــــــــــومره تــــــــــــــــــــږئ دانسان دوينو
داســـــــــــــــــــــــــــــوداګردي سي تباه پخپله
په حـــــــــــــــشرګاه به خداى ته څه ووايي
هلته نه توره نه ټـــــــــــــــــــــــوپـــك چليږي
موركۍ يي ژاړي پلاريي پروت په ماتم
په كوركي پاته ســـــوي كونډياني دځوان
دروحــــــــــــــــــــــاني ســــــره مــــووكړى ظلم
ارمـــــــــــاني ولاړى ګــــــورستان ته مظلوم
ښــــــــــــسكاري ظالمه تاپرڅه وويشتئ؟
دادفـــــــــــــــــريادپه نـــــــــــــــــاروستړۍ بلبل
دغـــــــــــــــــــــــــــه وحشت دي شفقت نـلري
دې تـــــــــــــــه انسان بېخي ويــــــــلاى نسو
رب مـــــــــوړانده كړه هم په ژبه ګونګيان
چي دام ګيرنكړئ يــــــــــــــوبل داسي ګُل
شــــــــــهيده ! ستاروح تــــــــــه لېږمه سلام
ستايــــــــــــادګــــــــــــــاربه وي زرين ليكلۍ
ســـــــــــرفــــــــــــــرازنورپه قــــــدرت ندى زما
دايــــــــــــــــوڅوبيته مي دالئ كــــــړل تاته
څلوريزه
زړونه مــــــــــات ښيښه سو،بيابه يي څوك جوړهغه رنګ كړي
درز بې هيڅكله ورك نسي،كې نقاش ســــــــل ځله رنګ كړي
دادوېرټكرۍ نن بياچـــــــــــــــــــاورپرسركئ خـــــــــــــــــوار هلمندته
چي په غــــــــــــــاړه يي لونګ و روحــــــــاني څوك به لونګ كړي
******* عطا محمدسيلاب-هلمند *******
څوك دئ دغه ځوان چي په سرووينوكي لژندپروت دى؟
ســــــــــــورى لكه غلبېل پرخړوخاوروزخمي تن پروت دى
لاس يي د وحشت په ګـــــــــــــــــــــــــــوتوچاورته تړلۍ دى
ښكاري ژړبلبل زخمي سينه نـــــــــــــــــازك بدن پروت دى
اوښــــــــــــــــــــــــــــــكي يي ملغلري څڅېدلي دي ومځكي ته
غرق لكه خوناب په خپل ســـــــــرو وينولالهاندپروت دى
ښـــــــــــــكاري يي په خوله كي څووړې وړې سلُګۍ راته
دالكه چي خــــــــــــــــوار ژړ روحاني پرځكندن پروت دى
وينم يي زخـــــــــــــــــــــــــمونه دګـــــــــــــــــوليوپرښايسته بدن
يودچړې زخم يي پرسپين نازك ګــــــــــــــردن پروت دى
څـــــــــــــــــــــــــــــــــــه به درته وايمه مـــــرګيه دادي څه وكړه
زمــــوږ ګل روحـــــــاني نن په لحدكي زندوبندپروت دى
ولاړۍ يــــــــــــــوبلبل مودبـــــــــــــــــوستانه نن زهـــيرولاړئ
ځـــــــــــكه په ژړا اوپه فــــــــــــريادټــوله هلمندپروت دى
پــــــام كــــــــــــوه لـحده ته خبريي څوك مودرويستى؟
غيږكي دي بشريــــــــــونازولۍ آرمـــــــــانجن پروت دى
ډيرخيال يي ســـاته چي اوس يي ته رانه زهير نكړي
يــــولاس يي پرزړه بل يي دګران زوى پرلمن پروت دى
غــــــــــــــواړئ رانه اوس ملګرو دعــانورڅه به څه وكړي
نن ستاســــودعاته كـــــــــــږې سترګي آرزومندپروت دى
وچي ســــــولې اوښكي دسيلاب سترګوكي وچي سوې
غم دروحـــــــــاني يي په زړه ګي پوري پيوندپروت دى
رفيع الله ايثار هلمند ۱۳۸۷
شهيدروحاني
چي بلبل مـــــــــــــــــــــــــــوله بـــــــوستانه ولاړۍ ولاړۍ
روحـــــــــاني لـــــــــــدي جـــــــــــــــــــهانه ولاړۍ ولاړۍ
ټـــــــــــــول وطــــــــــــــن اوټــــــول ولس پسي ژړيږي
خپل مــــــــــــــــــولت اوخپل مـــكانه ولاړۍ ولاړۍ
په ډيــــــــــــــــرظلم يي شهيدكۍ ظــــــــــــــــــاليمانو
خپل د وروواوهـــــــــــــرافــــــــــغـــــــانه ولاړۍ ولاړۍ
دتقديرنارې يي پــــــــــــــــــــــورته سوې آسمان ته
لـــــــــدي دهــــــــر اوكــــــــــــــــــــــــاروانه ولاۍ ولاړۍ
په وحشت يي دى وژلۍ ښـــــــايسته ځـوان وو
هــــم لــــــــــــــــــــــدې فــــــاني دنيانه ولاړۍ ولاړۍ
نه پــــــوښتنه نه بازخواست له چــــــــــــاسه كيږي
لكه وښـــــكه دګــــــــــــريـــــــــــــوانه ولاړۍ ولاړۍ
دخـــــــــــــزان بـــــــادرا روان دى ټــــــــــــــول رژيږي
ښايسته ګــــــــل دګــــــــلــــــــستانه ولاړۍ ولاړۍ
يم (ايثار) خــــــــــــدايه جنت يي ورنصيب كړې
په خپل ژوندكي لــــــــــــه جـــــانانه ولاړۍ ولاړۍ
سراج الدين احساس-هلمند
هغه دكــــــــــلي هـــــــــديره كي چي ښكاريږي شمعي
دروحــــــــــساني شهيدمــــــــــــزار بــــاندي بليږي شمعي
احساسه مـــــــوږسره راځه تياروكي ژوندكـــــــــوه نور
چي دوطــــــــن په مسته مينه قــــــــــربـــــــانيږي شمعي
درڼاګـــــــــــــــانودښمن بلي ډيـــــــــــــــــوې كله پريږدي
وخت هــــــاغه ندى چي پړكيږي اوخنديږي شمعي
تـــــــــــورمــــــــــــــاښامونه سول ديره دتورتموپه اسمان
ستوري په مځــــــــــكه راپرېوزي پــــــــــرژړيږي شمعي
اوس هـــــــــــــــــاغه شمعي دمحفـــــــــل درڼاشمعي ندي
دزړګي ويني خـــــــــــــــــــوري دوديږي اوبليږي شمعي
ټغردويرراته په كـــــــــــــورهـــــــــــــــره لحظه غـــــــوړيږي
چي دمـــــــــــــــحفل غېږكي يوبل پسي ژړيــــږي شمعي
پتنګ له بياګـــــــــــــــــوندي جذبه دســـــــــــــوزېدلوراسي
ايــــــــره ايــــــــره چي په لـــــوګولوګــــــــوسوزيږي شمعي
احساسه كشكي كـــــــــــــــــاروانــــونه بيـــــــادشمعوراسي
چي هـــــــــــــــرقــــــــــــدم كي دوطن راته ځليږي شمعي
بازمنګل
څنــــــــــګه راغـــــــــلې غــــــــــــلۍ غلۍ چي جانان دي راڅه يووړۍ
ددي بـــــــــــاغ د څـــــــــــــانګي ګــــــــــــل ؤ قدردان دي راڅه يـووړۍ
دهلمنددلــــــــــــــــــوړاوفــــــــــوقه څــــــــــــــه راولــــــــــوېدئ يـوستورۍ
ټــــــــــول وطـــــــــن تياره تياره ســــوڅــــــــــــراغان دي راڅه يووړۍ
ندي عــــــــــــــجزنه زاري دى دي دخـــــــــــــــــــــــــــــوار واوريدظــاليمه
دمــــــــــــــوركۍ دزړه ټوټه وه په طـــــــوفان دي راڅــــــــــــــــه يووړۍ
نـــــــن دي بيالاســــــــــــــونه ســـــــــــره كړل دمـــــــــــــظلوم په پاكووينو
په زړه ســــــورۍ داروحــــاني دي په ارمــــــان دي راڅـــــــــــه يووړۍ
خـــــــــــدايه ته خــــــــويي رســـــوا اوشــــــــــرمنده دظاليمان كـــــــــــړې
روحــــــاني خـــــــــونين ځيكرلعل ومــــــــــرجــــــــان دي راڅه يووړۍ
قـــــــــلمياره دصيادپه تــــــور كي خــــــــــــــــــــــــوارمظلومـــــان ګيردي
دادبازغـــــــــــوندي مـــــــــــنګُل كي دي شــــــــادان راڅـــــــــــــــه يووړۍ
آدم صفت الله هلمند ۱۳۸۷
شهيدروحاني
يــــــــــوګــــــل ؤ په غـــــــــــوټۍ كي دخزانه سره ولاړ
دډيروزړوســــــــــــــــكون ؤدارمـــــــــــــــــــــــانه سره ولاړ
پداسي ځكندن كي څـــوســـــــلګۍ دروحاني وې
يوڅـــــــــــاڅكۍ دشبنم ؤ دبارانه ســـــــــــــــــــــره ولاړ
دعمرپرديسيودي له ځــــــــــــــــــان ســـــــــــــــــره بيولۍ
په تللوقافلوكي له كــــــــــــــــــــــــــــــــــاروانه سره ولاړ
دځــــــــــــــــــــــوان عمرپه سركي له يارانوراجداسو
يــــــــــــــوڅپه دسمندر وه له طــــــــــــــوفانه سره ولاړ
پرشـــــــــــــونډويي لاپاته څـــــــــــووعدې وېْ دلفظونو
ځوانيمرګ يي وعدې ســــــــوې دپيمانه سره ولاړ
آدم صفت الله ورپسي دوعـــــــــــــاكــــــــــــــــــوه الله ته
يــــــــــــــواوښــــــــــــكه وه دسترګودګريوانه ـسره ولاړ
شاه ولي زيارمل
روحــــــــــــاني پسي مـــــــــــــــدام خلك ژړيږي
يوګړۍ اويوســــــــــــــــــــــــاعت يي نه هيريږي
روحــــــــــــــــــــاني هم له دنياه څه كـــــډه وكړه
پرمــــــزاربـــــــــــــاندي ئي شني جنډي رپيږي
عــــــــــــــــالمونه ورته تــــــــــــل لاس په دعادي
اوښـــــــــــــــــكي ولاړې سيــــلابونه سوه بهيږي
كوم ظــــــــــــــــــالم ئي دژوندون ډېــــــــــــوه وژلې
ســـخت بيلتون دى چي پرموږباندي تيريږي
په دوزخ كي يي مــــــــــــدام لـــــــــــــره خــــاونده
چي دښمن يي په ســـــــــره اوركي وسوځيږي
دهلمندښكلۍ ګــــــــــلاب وو چي خــزان سو
داافسوس دى چي ګــــــــلونه خـــــــــــــــــزانيږي
استوو يي صـــــــــــــــدقه دروح خـــــــــــوښۍ ته
په خيرات دمـُــــــــــــــــــــردګانوروح خــــوښيږي
((زيـــــــــــارمل)) تــــــــــــل بيتونه ليكم غــم لړلي
زړه بې تابه وي يـــــــــــــــــودم نه كــــــــــــــراريږي
سردارمحمدصديقي
روحـــــــــــــــــــاني له دي دنيامسافـــــــــــــــــــــرتللۍ
زمـــــــــــــوږپه غاړه كي دغــــــــــــم ځنځيرلوېدلۍ
داچناردي خـــــــــــــــــدايه څنګه راچپه كـــــــــــــــړ
وســــــــــــايي ته يې پښتون ژوندغــــــــــــوره كړى
روحـــــــــــــــــــــــاني پردي دنياباندي ژونـــدى دى
سپېري خــــــــــــــــاوري تايي تش وجـــــودساتلى
ګوره خاوري روحــــــــــــاني په تكليف نــــــــــكړي
روحــــــــــــــاني دخپلي خــــــــــــــاوري خدمت كړى
اى غليمه دالاســــــــونه دي خـــــــــــــداى مات كړه
روحـــــــــــــــــاني دي په ســــــــــــــــــــــــــرووينولمبولۍ
اى دخام فكرخـــــــــــــــــــــــاونده څـــــــــــــه دي وكړه
چـــــــــــــــــــادداسي بي عقلي سبق دركـــــــــــــــــــړئ
نن دي ولي روحــــــــــــــــــــــــــــــــــاني راته شهيدكړ؟
روحــــــــــــــاني تازه ګــــــــــــــــلاب ؤ غــــــــــــــوړېدلۍ
په ســــــــــــــــرو وينوكي ګــــــلاب ورته خجل وو
روحــــــــــــــاني مي پريوداسي حـــــــــــــــال ليدلۍ
روحــــــــــــــــــــــــــــاني تاپه ژوندون پـــــــــــــرماژړلي
نن دي زه دقبرخـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــواتـــه ژړيدلۍ
داداوښـــــــــــــــــــــــــــــــــكوســــــمندردى چي بهيږي
روحاني شهيدهــــــــــــــــــــــرچاته غــــــــــــم ويشلۍ
داســــــــفـــــــــــردي مــــــــــبــــارك ســــــــــــــــه بختوره
تـــــــــــــــاته حورو دجنت ځــــــــــــان سينګاركړى
اى اتـــــــــــــــــله قـــــــــــــــــــــهــــــــــــــــــرمانه راته وايه
تـــــــــــــــــاته چـــــــــــــــــادداسي مرګ تصميم تړلى
اى دښــــــــــــــــــــــكلوعزرائيله څنــګه راغــــــــــــــــلې
پــــــــــــــرهــــرزړه كي دي دهجر اوربــــــــــــــــــل كړى
مــــــــــــــــرګه تمه مي دداسي راتــــــــــــلونــــــــــــــــكړه
روحـــــــــــاني ګـــــــران دى، بي وخته دي غوښتلۍ
ســـــــخت ګـــــــــــــــــــذاردي،دې پښتوته دي وركړ
دادى ولي دپښــــــــــــــــتــــــــــوغـــــــــــــــرنـــــــــــــــــــــړولى
روحـــــــــــــــــــــــــــاني دي راشهيدكــــــــړپه آرمان كي
نه پوهيږم لادي كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوم لمسون منلى
روحــــــــــــــــــــاني يوخــدمتګارؤ هغه نه مـــــــــــــــري
ته نـــــــــــاحـــــــقـــــــــــــه په وژلوغــــــــــــــــــــــــــــوليدلى
((صـديقي)) به وران زړګۍ په چـــــــــــــــــاودان كړي
روحـــــــــــــــاني لـــــــــــدې بوستانه څــــــــــــــــــــــه وتلى
ښاغلى روحاني
مولوي عبدالهادي عمري
غــــــــــــم اوماتم دي پـــــــورته كيږي بيادويرږغونه
بـــــــيـادي هلمنده خـــــــــــاورو وخـــــوړ تنګي ګلونه
هازرغونه دپسرلي ښــــــــــــــكلادي چــــــــــــــــايوړله
پرشنوباغوباندي دي بل ســـــــــــــــوه باروتي اورونه
ستادښايستوځوانانوښكلي ځواني خاورو يوړۍ
دروحـــــــــــــــــــــــــــاني رنګه ښــــــــــاغلي اودسرسرونه
په زړه ظــــــــــــــــــــالمه راته وايه چي په كـمــه ګناه
دروحـــــــــــــاني دي كــــــــړه نيمګړې دژوندهوسونه
آخـــــــــــرورځوبه ټوله پاك الله ته، څـــــــــه به وايي
چي دي كـړه سره پدي معصومو وينوتورلاسونه
دهلمندخـــــــــــــــــاوري پرتــــــــــاڅنګه زلزله رانغله
چي پروجود دروحـــــــــــــــــــــــاني وه دمرمۍ وارونه
آخــــــــــــــــــــــــــــــــــربه ټوله ځودنياده لـــه ارمانه سره
دى بخـــتــــورهغه چي پــــــــــاته يي سوښه يادونه
هــــــــــــــــره خبره يي يادګــــــــار د (عمري) پرزړه ده
مولادي وركي دښايستوحــــــــــــــــورودغيږ خوبونه
-__________________________-
ارواښاد شهيدروحاني ته!
سميع الله افغاني- جرمنۍ
هڅه وه ټينګ عــــــــــــــــزم ارادوســــــــــــــــــــره
ګـــــــــــــــــــوره دصمدزړه داسـروســــــــــــــــــــره
څـوك دى چي احساس ته قرباني وركړي
ودانګي مورچــــــــــــل ته عقيدوســــــــــــــــــــره
ژوندترخوخوږوچي وي پوخ كړى څـوك
اوروه داحساس بـــــــــــلولـــــــــــمبوســـــــــــــــــره
پوه هم ښــــــــــــــــــــــكلاىي په زړګي كي وه
خـــــــــــــــلكوســـــــــــــــره ښومرودوســـــــــــــــــــره
عــــــــــمـــــــــرچي سي تيرپه ولـــــــــســونوكي
ګوره دروزګارڅــــو ورځــــــوشپوســــــــــــــــره
ټينګه اراده قــــــــــــوي تصميم تـــــــــرڅنګ
ژوندكي شجاعت رازاومـــــــــــــــــــــــــــــزوسره
مـــــــــــــــردوي دروزګارچي ســـــربازي كوي
سيندوه سيلاب لــــــــــــــــــــــــــــوړي څپوسره
مايي افغاني احساس احساس كــــــــړلو
مينه دوطــــــــــــــــــن يي خــــــــــاطروســــــــره
دعبدالصمدشهيدروح ته ډالۍ:
عبدالوهاب مينه يار- لښكرګاه
تل مي وسترګوته كـــــــــــړيږي ستاهاښـــكلې څېره
چي وه په سرو وينوخــــــــــــــونرېزه اولــــــــــړلې څېره
ته خــــــــــــــوهــــــروخت دځوريدلــــوپه آواز ږغېدې
د هري كــــــــــــــــــــونډي اويتيم ســــره په ناز ږغېدې
هم دظالم اوخـــــــــــــودخـــــــــواه پرمنفي راز ږغېدې
چاكړه نـــــــــــــــــــــامداره حقيقت چي وه منلې څېره
ؤدهلمندروښـــــــــــــــــــانه ستورئ وو ځــلاندځلېدۍ
نوم دښـــــــــــــــــــاغلي پرهرشعراوهرداستــان ځلېدۍ
دروحـــــــــــــاني لقب پرټــــــــــــول افغانستان ځلېدۍ
اوس دمـــــــــــــــــاتم په كلمه هرچـــــــــــاستايلې څېره
نه ئي دچـــــــــــاســـــــره څه ظلم اوڅــه زور كړئ دى
دكـــــــــم يوفرده ســــــــــره ددمرګي پوركـــــــــــــړۍ دى
دعــــــــدالت په ترازو ئي ټـــــــــــول سمسوركړۍ دى
دژورنــــــــــاليزم په ډګـــــــــــــــــــركي وه سپېڅلې څېره
ومـــــــــــــوراوپلارته يي ته وركـــړې ربه صــــبر جميل
دشـــــــــهــــــــــادت جـــــــام ورعطاكـــــړې لايزاله جليل
خداى دي وكونډي اويتيم ته عـــوض وركړې كامل
نه مي هېريږي په خپل ژونــــــــــــــــــــــــدداځلېدلې څېره
دشهيدروح ته ور ډالــــــــــــۍ دايوڅـــــــــــــــــوبيته اشعار
تـــــــــــرزركــــــــــــلوعمرمي خــــــــــــــــوښ دشهادت افتخار
دداسي مـــــــــــرګ آرمـــــــان لــــــرم عبدالوهاب ((مينه يار))
بياشــــــــــــاعـــــــــــــــران به يــــــــــــــادوي زمـــــــــــالېدلې څېره
هو
هغه تورلاسونه
هغه له توروشپو،اوتوروزړونو
راغزيدلي دلته
هغه چي زموږه روحانيت او(روحاني) راژوني
هغه دي واړه مات سي
هغه دواړه مات وي
خالق رشيد
شهيدروحاني ته!
محمدعلي عمري-مسلم باغ-لرافغانستان
ځواني مرګه شــــــــهــــــــــــــــادت دي مبارك سه
ابــــــــــدي مـــــــــــقـــــــــــام جـــنت دي مبارك سه
دپښتون اولــــــــــــس دعـــــــــــاوي درپسې دي
روحــــــــــــــــاني ســتـــرمعنويت دي مبارك سه
خزان
اى كاش چي خزان نه واى
ګل اوبورا تروتازه واى
دغوټۍ په ښكلي غېږكښي
دروحاني شبنم تازه واى
سيدعبدالبآري روحاني-كندهار
ارواښادعبدالصمدروحاني ته!
له دنياتللى روحاني پردغه لارنه راځي
په دې پوهيږم بيامي هم زړه ته كرارنه راځي
پداسي ظلم دي جامې ورته په وينوسرې كړې
په يادكي سلګۍ
داحقيقت دى په وعده دي مرګۍ
خوګران لحدته ارماني تللۍ دى
هلمندسلګۍ په وچوشونډووهي
چي يي له غېږي روحاني تللۍ دى
دانسان وينه بي ارزښته ګڼي
دحشت زړه راباندي نه يخيږي
دارمانونوجنازې وتلي
داُميدونوخونوم نه ياديږي
لكه ماشوم دوست دُښمن نه پېژني
دمرګ وزرلاندي موژوندپټيږي
داسي ګناه روحاني نه وه كړې
چي په سزا كي يي لحدرسيږي
بېوسه اوښكي مي له سترګوڅاڅي
په دي پلمه چي دزړه غم ګمېږي
پرحق وينايي جنازه سوه رهي
پرحقيقت يوقرباني تللۍ دى
هلمندسلګۍ په وچوشونډووهي
چي يي له غېږي روحاني تللۍ دى
دخپل ولس پربېوزليوباندي
په چغوچغوژړيدى روحاني
ځان يي شريك دبل په غم كي كڼئ
چي كله كله مي ليدئ روحاني
دسولي امن په ارمان به وو تل
دجنګ په اوركي سوځيدۍ روحاني
زموږخلك ولي پرمختګ نه غواړي
داسي به ماته ږغيدۍ روحاني
چي يي په ټوله ژوندليدلۍ نه وو
له هغوهم نه ووپردى روحاني
نه يي غوښتله دوطن تباهي
نه له دنياڅه تاواني تللۍ دى
هلمندسلګۍ په وچوشونډووهي
چي يي له غېږي روحاني تللۍ دى
روحاني وړۍ به دي وي داارمان
چي ددوستانوډك وطن پاته سو
دصداقت بدل يي داسي دركړ
هغه پرهردي پربدن پاته سو
هغه هلمندچي يي څپي وهلې
چي كله ته ولاړي غمجن پاته سو
اوس په تصويردي تنده نه ماتيږي
ستاراسره اخرديدن پاته سو
ياددي تازه ساتمه وخت دي تيرسي
زه وايم كلى درڅه نن پاته سو
پردېس په دې خبره پوه سوم سهي
ځوان په مرمۍ دناځوانۍ تللۍ دى
هلمندسلګۍ په وچوشونډووهي
چي يي له غېږي روحاني تللۍ دى
دلاورپردېس –لښكرګاه زړه كلا
دروحاني روح ته!
سكوت راغلى خاموشي واكمنه
دانه دانه سوه داُميدخيالونه
نن دتاريخ پرپاڼووليكل سول
دروحاني دژوندانه يادونه
—
كه پښتانه وي خوعادت يي دادى
چي پكښي نه پائي دكارسرونه
چي دغيرت وينه يي وجوشيږي
درومي له موږه وارپه وارسرونه
—
داغسي ده كه ماخوب ليدلۍ
چي دصورت اودحيات بيلتون دى
يوه غميزه ل نغمې اورمه
چي دځوانانونذرانه ژوندون دى
—
فكرونه ستړي ارواحان ستړي دى
دنامعلوم منزل پرخوارهي دي
وړاندي ويل هيڅ څوك كولاى نسي
زموږارمانونه نيمه خوارهي دي
—
زړه كي مي اور لمبې لمبې بليږي
كه مي تدبيراوتقديردواړه وهي
يادغليم تيره خنجروينمه
يووارمي ولي بيامي غاړه وهي
—
دروحاني سپيېڅلي روح ته مدام
شريعيتيار يمه دعالېږمه
وقريبانواودوستانوته ئې
دزړه له كومي تسلي درلېږمه
محمداسماعيل شريعتيار -هلمند،لښكرګاه
داڅنګه سخت دي ؤ زړګۍ ظاليمه
هيڅ دي په زړه كي بيره نه وه دخداى
تاراخزان كړى مست دميني بلبل
هغه سپېڅلۍ ؤ،رښتنۍ زلمۍ
ښۀ خوش آوازه په رشتياؤ ققنوس
زموږئي تراوسه لاپه غوږكي آهنګ
هغه بلبل هزار داستان يادوم
چي به شروع سودفريادپه نارو
هرچاته ګډ ؤ ،دپښتوپه ژبه
خاموش ئي سوله دمحفل بلبلان
دهيلوباغ ئي سونيمګړۍ پاته
سومسافرله دي جهانه څخه
دګلوبڼ ئي درېزوپه اُميد
بي پروباله وزرماتي مرغه
—
وياړوپداسي نازولي شهيد
چي پخپل وينوياقوتي ولاړۍ
هيربه مونسي تل يادونه دځوان
په ابدي خوب همېشه پريوتۍ
ومور وپلارټولودوستانوته ئي
صبرجميل اوتسلي غواړمه
روحاني يووړله محشرته تحفه
په نصيب خداى دي كړي حوري غلمان
تل بې ساتمه په زړه ګي كي مينه
الفت دداسي بلبلانولرم
ملګرو وواياست په ټولوامين
رب دي تباكړي سودا ګردوينو
نوردويلوتاب په ماكي نسته
په تړموواوښـكوكاغذاوراخيستى
محمدلايق سرفراز وايم داشان
روح تې سلام سلام سلام ورلېږم
محمدلايق سرفراز_هلمند
دصمدروحاني روح ته!!!
دلته ساندي او ويرونه
دلته وران ويجاړ كورونه
داببرې زږئ ږيري
دا اوږده ببرسرونه
داخوله وچي ماشومان
داپه وينوسره قبرونه
دادچاكمبختوكوردئ
دلته ولي ځوانان ژاړي
دلته څوك دومره كمزوري دئ
زه چي وينم داخوبست دئ
چي تاريخ ورباندي مست دئ
داچاانجير دى لښكرګاه ده
دظالم په سربلاده
نودانورشين سترګي څوك دي
دوى راغلي له كوم توك دي
هغه نورچي دشپي ګرځي
په كورونوباندي غورځي
دغه دواړه دي وژونكي
دغه دواړه غولوونكي
يودشپي اوبل دورځي
يوموسروړي اوبل پزي
دا ړانده چي دلته ناست دي
داولاړدي اوكه ملاست دي
له دوى ټولونه ځان هيردى
چي دښمن ترې راچاپيردى
دوى دي غږكړي ايوب خان ته
دوى دي غږكړي اكبرخان ته
دوى دي ستراحمدله ورسي
دوى دي غږكړي ميرويس خان ته
يادي يوجوړميرويس خان كړي
دتدبيرپه لار روان كړي
چي رابېل كړي دوست دښمن
ديووالي راكړي فن
په بمونونه جوړيږي
په جنګونونه جوړيږي
څوپښتون كي سرپيداسي
څويومشرنرپيداسي
پردي وليږي خپل كورته
لاره وښايي خپل ورورته
نوبه سوله په دي كورسي
زړه به جمع لږدمورسي
بيابه هيڅوك هم نه ژاړي
په صمدباندي به وياړي
خدمتګاروايي سلام
مبارك سه لوړمقام
محمديوسف خدمتګار-ناروې
حاجي محمدامين بآوري_بلجيم
توروتيارو
درڼاساه واخيسته
ابليسان بياپه گډا
خپل دوحشت په كوركي
چي يوه بله روح يي
له مااوتاواخيسته
غوږسه اى ګران هلمند
ستاله څپو
ستاله موجونه قربان
دغه ناپاكه
دابي باكه زړونه
په مرمرينوڅاڅكو
پرېمينځه
او
پاك صفاكړه
اوكه نه
قهرسه
غضب سه
هرهرڅاڅكۍ دي
دزهرو ګوټ كړه
دغه كاڼه
دغه دوخت جاهلان
زموږدرڼاله مخي
پوپناكړه
دشهيدروحاني يادونه
سيدمحمدحيرت لښكرګاه
هلمنده بيادي پرزړه غم سوراستون
نن ستاپه كوركي ګرياني روانه
پرهارپرهارتن يي په وينوګلګون
سوه جنازه دروحاني روانه
**
هلمنده ! بيادي چمن په اورواخيستۍ
دبڼ يوګل دي چاپه پور واخيستۍ
اوس دي ګلشن كي چادرزيرآوزبون
دبلبلانوپريشاني روانه
**
هلمنده بيا دتوروشپورټېګه دار
مجبوريي كۍ وتښتېدوته سهار
نه اورم هغه شپېلكونه دشپون
چي بې رمه وه بياباني روانه
**
هلمنده !ستايوهسي ښكلى زلمئ
په ژورناليزم كي ښاغلۍ زلمئ
چي ئي كاوه دحقايقولټون
سوه ئي په برخه قرباني روانه
**
دهلمنده ستاهغه چالاكه ژبه
دكذابته څخه پاكه ژبه
چي بې ژباړه داتلانومضمون
غرقه بېرۍ سوه زباني روانه
**
هلمنده ستادغاړي هار ؤ هغه
هم دي شمله هم دي دستاروو هغه
داظلم چاوكئ دچاپه لمسون
چاكړه داغه بې رحماني روانه
**
هلمنده ستانام ته عزت غواړمه
(حيرت) ساتنه دي دپت غواړمه
څوچي وفاكوي تركمه ژوندون
چي وي داغه دنيافاني روانه
ځوانيمرګ عبدالصمدروحاني ته!!
ستادژوندون دارمانولحظې ميراته نه واى
دتورټوپك سپېره تورمخ ګولې يي تاته نه واى
لاس په ماشه دليوني قاتل ستاخواته نه واى
دځوانۍ غم دي هرزړګي ته ارمان پاته نه واى
***
ته خوكافرنه وې،نمرود نه وې ګناه كي نه وې
مسلمه وروره دچاپوراوبل غوغاكي نه وي
ته خوشاعروې دشاعرزړه دعزت كتاب دى
داړوندقاتل ته دټوپك دخولې سوداخونه وې
**
په وينولژنده زخمي بدن اوتن نه دي جار
مسلمه وروره په سلګوكي ځكندن نه دي جار
دمعصوميت اواز دي لاړودجهان غوږوته
ديوې سولې په ارمان داسوركفن نه دي جار
**
په هديروكي دځوانۍ مرګونوزوراخيستۍ
سوله رانغله دپښتون وطن نن اوراخيستۍ
زموږ دميندوددوعاګانولپه تش پاتي سوې
ګمان كومه خداى خفه قهريي زوراخيستۍ
**
زموږدميندواوپلرونوودويرونوژړا
له ډيره غمه په ملامات دماتمونوژړا
دناڅاپي ځوانانولوو كي دمرګونوژړا
ټغرټول نه سودستم اوماتمونوژړا
**
قرآن به ولولوستايادكي به دوعاګاني كوو
دكائناتو واكدارته تل به زاريګاني كوو
خدايه نوربس ده دابې وخت مرګونه مه راكوه
ديوې سولي په ارمان به ژړاګاني كوو
**
روح دي ښادجنت فردوس كي دي مقام غواړمه
دګلومينځ كي ناآرام روح ته دي ارام غواړمه
الله دي خاور ي مكړه زموږ دولسوشاعره
(حفيظ) داوايي ژوندۍ نوم دي تل مدام غواړمه
زرلښته حفيظ – كابل
شهادت دي مبارك سه غرڅنۍ زلمۍ مي مړ دى!
خدايه څنګه قراريوسم يوتنكۍ زلمۍ مي مړدى
خدايه څنګه صبروكړم يوكمكۍ زلمۍ مي مړدى
ماژړلي ډيرپه زوره چي مي داخبرترغوږ سو
چي صمدروحاني مړدى ګلالۍ زلمۍ مي مړدى
ربه داڅنګه دنياده خدايه څومره خاموشي ده
يوبې وسه يوبې كسه هلمندۍ زلمۍ مي مړدى
ستاماشوم په چيغوژاړي تړمي اوښكي يي بهيږي
دشهيدبابالارڅاري څه مُسكۍ زلمۍ مي مړدى
ته خفه نه سې صمده حسرت ډيرپه تاژړلي
شهادت دي مبارك سه غرڅنۍ زلمۍ مي مړدى
لطف الله حسرت – خوست
معلم محمدموسي يوسفزۍ_لښكرګاه
نوي ځوان دشهادت جامونه نوش كړه
ژورناليست دسعادت جامونه نوش كړه
په خفه ئي جهانيان دوستان يي ژاړي
روحاني په صداقت جامونه نوش كړه
ليكوالان اوشاعران ئي په ژړا كړل
تازه ګل دعدالت جامونه نوش كړه
اهل كاره نه پرېږدي دا ظاليمان دي
ګران دميني محبت جامونه نوش كړه
مهربانه دهلمندپرخلكوډيرؤ
مسلكي دګران ملت جامونه نوش كړه
ژورناليست ؤ هم شاعرؤ هم ليكوال ؤ
دفردوس ئي دجنت جامونه نوش كړه
و دوستانوته يي جميل صبرزه غواړم
خبريال ؤ چي دپت جامونه نوش كړه
ددنيا اوعقبي ګټي ئي يو وړي
ښكلۍ ځوان دخپل همت جامونه نوش كړه
دشهيدرتبې دي زياتي په عقبي كي
ګران په وينولت وپت جامونه نوش كړه
حميدالله هڅيال لښكرګاه
ارمان سوپآڼي پاڼي
ددي جهان رڼا راته هغه دم توره شپه سوه
شهيده! روحاني دمرګي دي آوازه سوه
پيدامي په زخمي زړګي كي زخم ناسوري سو
نژدي مي ځكندن ته دژوندون هره شېبه سوه
خزان بې وخته راغئ زمزږدهيلو وپسرلي ته
ګريوان ته مي روانه هره اوښكه ميلمنه سوه
دزړه مراندي مي پرې سوې چي ته لاړې له دنيانه
شهيدپه څومره جبر سوې ضالمه زمانه سوه
چي هره ورځ يي وينم دهلمنددزلموقتل
زماسپېره تنديه تاكي دغه نوشته سوه
چي كله شوې پناه لدي فاني دنياشهيده
زموږدخوږ ژوندون سپېره جونګړه سره لمبه سوه
خزان دروحاني په ځوانۍ داسي وختي راغئ
ارمان يي پاڼه پاڼه سو آرزو يي صدقه سوه
هلمنده ! ستاترنوم اوترتاريخ يي ځان قربان كړ
مزاريي دمرجې ولسوالۍ كي هديره سوه
په شاه د((حميدالله)) وي همېشه دغموپېټۍ
هڅياله دخپل خوار نصيب اوبخت نه مي ګيله سوه
محمداكبرفريادي،دباركزو لويه ناوه
الله دي مل سه روحاني شهيده!
نن دي پردي اوخپلوان وژړېدل
څنګه ويده يي ولي ږغ نه كوې؟
غريب غريب افغانان وژړېدل
سركه راپورته ته روحاني جانانه
ستاګلالي ماشومان وژړېدل
دغم خزان څنګه پرتاراغلۍ
په هرګلشن كي ګلان وژړېدل
هغه بېوسه دربدر مهاجر
سول بې عصرې غريبان وژړېدل
ستاكارنامې دهيرېدلوندي
دټول نړۍ نطاقان وژړېدل
محمداكبردرته دوعاكومه
دسترافغان شاعران وژړېدل
عبدالمالك مشفق .
نه پوهيږم چي ولي !!!؟؟؟
نه پوهيږم چي تمامه شپه مي ولي خوب نه راته ،اوپخپل ځاى كي ولي اوښتم رااوښتم،يوه شپه راباندي څوشپي شوې اوخداى خبرچي په مابه داشپه څنګه تيره سوې وي.
سهارشواودملايانو آذانونه پيل شول،پورته سوم او تراودس كولو وروسته مي دسهارلمونځ ادآكړ اودوظيفې په لوري رهي شوم كله چي دكاركولودفترته ورسيدم زمايوه ملګري ترستړي مشي وروسته په ژړغوني آواز راته وويل خبر به نه ئي؟
ماويل څه دي ژرشه راته ووايه !!! هغه راته چي ژبه يي بنده-بنده كيده وويل:
((روحاني شهيدسوى هوكي روحاني ش…..ه…..ي…..د سويدى.
ددي خبرپه اورېدلوپه ځان نه يم پوه سوۍ چي څنګه به مي ترخولي چېغه وتلې وي پدي وخت كي دټيلفون زنګونه شول اوله ځايه ياڅيدم كتل مي چي جوفې جوفې خلك دشفاخانې په لوري په حركت كي دي زه هم ولاړم اوچي كله ورسيدم سترګي مي په يوه تابوت ولګيدې اوداتابوت زمادخوږملكري ،هغه ملګرى چي تل به يي خوله له خندا څخه ډكه وه –اودژوندټولوستونزوته به يي په سړه سينه غېږه وركوله خاموشه پروت وو ،هيڅ يي نه ويل اوحتي داخري ځل لپاره ئي هم ماته ونه خندل.
…….خلكويي تابوت پورته كړ اومافقط دسترګوڅخه ديوڅوڅاڅكواوښكوپه تويولو دده له بې روحه جسمه څخه دلاس په پورته كولوخداى په اماني وكړه اودوه دري ورځي پس مي دخپل قلم په زور دخداى بخښلي عبدالصمدروحاني په يادلاندي بيتونه وليكل:
-__________-
ژاړي!!!
ځمكه سره سوه طوفاني سوه لاله ژاړي صحرا ژاړي
سپين كفن پري غوړېدلۍ په ليدوئي آشناژاړي
دسهانسيم خاموش دى آرزوګاني خاوري خاوري
تنكۍ هيلي سپېلنۍ سوې قسمتونه زماژاړي
نه شبنم سته نه ئي ګل سته ،نه وګل ته بلبل ناڅي
شمع مړه سوه پتنګ وسو هم مرغان په هواژاړي
خواردميني نذرانه سو اوقسمت په كاڼووويشت
نه خندا نه يي جانان سته سرسرتورې ليلاژاړي
يوه جوړه دنياګۍ داخوني درياب لاهوكړه
د((مشفق)) دزړه قفس كي ديادونودنياژاړي
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
محمدحسن حقيار
چي وباسي زړونه هغه خنجرنه يې
چي څښي ويني ته هغه ستمګرنه يي
چي ترې لاس رسي اسمان ته لوړغرنه يي
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
خبرنه يې چي هلمندكي څه تيريږي
سرې سكروټي پرمارجې باندي وريږي
دهلمنداسمان لوګيودى پوښلۍ
داورتاونه دسيندواوبه خوټيږي
چي طوفان جوړكړي ته هغه شررنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
ستاوژونكي اخته داسي يورنځ باندي
چي دوى خونداخلي له ويرنه اوله ساندي
بلوي اور ابراهيم پكښې ګوذاركړي
دفرعون اودنمرود خويونه كاندي
ته تابع دابراهيم يي ازر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
داسي غواړي چي دحق ژبي دي پرې سي
اومعياردانسانيت ددوى نخرې وي
تش فرياددي هم دچاڅوك پورته نكړي
توره لاس كي دظالم سترګي دي سرې وي
خوملګرى ته دداسي سنګريې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
زړونه يي غوښي ندي كاڼي دصحرا دي
تل مدام دانسانيت پرضدلګيادي
دښكلادښمنان ټول دلته راغلي
خداى خبرچي دابدرنګه څه بلاده؟
ته ددې بې رحمه خلكوعسكرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
دوى دوينواوانسان سوداګران دي
دپوډرواووسلوقاچاقبران دي
دماشوم سترګي،بډوډي اوزړه پلوري
خداى بخښليه ! داپدې كچه لېوان دي
مړيې ځكه كړې چي ته قاچاقبرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
ستاوژونكي لري ډيراوږده لاسونه
پرغمل دي ورسره ډيرولسونه
ددوى جال خپوردى په ټولي نړۍ باندي
ددوى ښپوكي دي پراته شاهي تاجونه
ته ددوى انډول ،ددوى برابرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
دوى داوسپني نينې هم شي چيچلى
دوى فولاداوتيږي هم شي هضمولاى
دوى حالات شي دخپل ځان تابع كولى
دوى له سترګونه رانجه شي تښتولى
ته لاپوه په دغه چل اوهنريې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
تارسواكړل دوى په خپلوراپورونوكي
غږېدې يې په موټرواوقصروكي
دمختاردكمپ اواز دي ولي لوړكړ؟
اوس شټېږه دي دوينوفواروكي
ستاغږكنده كي دى لاهم كمرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
څوك كوښښ كوي غچ اخلي دميوند
څوك مافياسره لري قوي پيوند
څوك اوبه خړوي نيسي خپل كبان
څوك دجنګ له بركته كوي ژوند
تنهاته ددې حالاتوكسكرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
دانسان غوښي كړي ځانته سيخ كباب
ويني واړوي په سرلكه شراب
په نشه كي يي چي ترنګ نه ونڅېږي
له كولمونه يي كړي جوړځانته رباب
كه له دوى سره شوې جونوخطرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
ناپوهي اوجهل دلته كرل كيږي
دښوونكي،زده كوونكي سرغوڅېږي
دوى مريخ او زحل ځانته تابع كړي
خوزموږخټين ښوونځي سوځل كيږي
درواني ډرامې كركترنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
روحاني صاحب دلته جنګ دى دفيلانو
دسيالۍ ميدان سو دادشيطانانو
ازمونتون يې دتخنيك اودوسلوسو
ژونددوزخ سودښپې لوڅوانسانانو
شكرداچي اوس پدغه سقرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
مستندفلمونه دلته ډيرجوړېږي
دجنګي فلمولپاره اوربليږي
هاليووډ اوباليووډ دلته مصروف دي
دافلمونه ډيرقيمته پلورل كيږي
ته آګاه ددې منطق په زېرو زور نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
دلته جنګ دى دتاريخ اوكولتورونو
دلته جنګ دتمدن اومذهبونو
سوي بيادصليبي جګړو اعلان دى
دلته جنګ دى دځواكمنوچينلونو
لاآګاه يې په دېوان اودفترنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
دلته ډېروسله وال لاهم نه پوهيږي
چي دكوم هدف لپاره وژل كيږي
دلته لاره لورى ورك دى له ولسه
پټي سترګي،واګي بل سره ځغليږي
كړه راويښ يي كه څه هم پيغمبرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
چي وژلي يې لكونه افغانان دي
هماغه مواوس په سربياحاكمان دي
دغريبانوپه قاموس كي داسي وايي
((چي ددوى وي نوهمدابشردوستان دي))
ته ددې قانون له مخي بشرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
په مركزكي انسانان تښتول كيږي
دجمهوررئيس مرستيال يې وژل كيږي
دځنګل قانودى شهرناپرسان دى
وكيلان،لوى څارنوال ډبول كيږي
ته خودوى نه په رتبه كي بهترنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
دلته حق ويل پخپله خودكشي ده
دعزت اودشرف كارجاسوسي ده
ډك له ګټي تجارت بې ناموسي ده
پلمه جوړه ده قانون ديموكراسي ده
نوبه څنګه دحالاتواثرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
دلته ژبي له طوطيانونه غوڅيږي
بلبلان ته رانجه وركول كيږي
ته جرس وې تاكاروان راويښولو
نوستاداجسارت كله زغمل كيږي
ته خودوى ته عاشورايې اخترنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
ستاوژونكي په رينجروكي ګرځيږي
په شاهي ميلمستونونوكي اوسيږي
داسي نده چي الوتي په هوادي
لښكرګاه كي هروخت ښكته پورته كيږي
نيول كيږي ځكه نه چي رهبرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
ستامعصوم وړونه مي كله نه هېريږي
چي كوم خړپړوينم دوى راته ياديږي
چي (رشاد)او(تقوا) ونيسم غېږكي
نو(سپوږمۍ،عمران )مي سترګوته ودرېږي
وي ستانوم به پرې ژوندۍ بې ثمرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
غرونه سپك اوستاغمونه ترې درانه وو
په هلمندكي دهيچاګرېوان وچ نه وو
خوماهلته دفولادويوكان وليد
ستاباتورپلارچي په مثل دتورغره وو
ته شهيديې،مړدده په نظرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
(ستانكزيه)،(هجران)،يې دا(تسل) دى
چي (روښانه) (سباوون) ددې اجل دى
چي ترشايې وي (صالح) كاروان تري پاتي
(نادم) ندى (بريالۍ) دى دااتل دى
چي (شفيع) دي شي ته خوښ په محشرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
(پاڅون)وكړه كه رښتيا(شريعيتار) يې
اى(زاهده)كه (داعي) دخداى دلاريې
د(روما)اود(غذرا)اوښكي كړه پاكي
(ماريې) ته يې دغه وخت په كاريې
تار اوستن واخله شلېدلۍ ټټرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
خفه نشې روحاني له ستړي قامه
يوهم نه دى غافل ستاله انتقامه
دتيارې مقابلې ته به وردانګي
درڼاتوره راباسي له نيامه
سپېلنۍ به نورددغه مجمرنه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبرنه يې
الله (ج) دی د خدای بخښلی روحانی روح تل ښاد کی ،دهغه خت راهیسی چی روحانی شهید سوی دی بیا ما BBCهم نده اوریدلی
اما تر اوسه می د ده خدای بخښلی اواز(عبدالصمد روحانی هلمند) په غوږنو پورته او کښته کیږی
الله (ج) دی زموږ د ټولنی صادق او رښتنی ژورنالستان او مخکښان نور د ځوانی مرګی څخه وژغوری آمین
salaam par toloo bande : ALLAH ed la shaghlee shaheed ABDUL SAMAD sara sha wakree ALLAH de janat ferdous wa naseeb kree aw bela shaka naseeb yei daee…aw mozh musafar tol afghan zadakonky pa india kee sataasee JAN GUL KHAN aw NAWEED NAZARY da zahmatoono sakha manana kawoo chee the shaheed ROHANEE lapara ma hestalee
درنو او زړه ته راتېرو دوستانو !
اسلام عليکم !
شهید عبدالصمد روحاني هغه معصوم ، ښکلی ، لایق او پاک ځوان وو چي د ژوندانه تر پايه به مي هېر نه سي .
هغه ماته ويل چي هجرانه ته زما کوچنی ورور یې ،.
او تل به ما دهغه سره داسي ژوند کاوه لکه يو څوک چي د مشر ورور درناوی کوی ، که څه هم ګران روحاني به زه ډېر سخت پتنګولمه او هر رنګه ټوکي به يې راباندي کولي خو ما به څه نه ورته ويل او د هغه هر امر مي منی .
زه هغه د ژورنالیزم او ادب نړۍ ته ور بللی یمه .
د سره زما ژوندون ټوله خاطره ده ، دلته په لنډ نظر کي يې نه سم ليکلای ، هغه ماته ډېر ګران وو ، هغه زما د ميني رویبارهم وو ، چي دا کيسه زما ملګرو ژورناليستانو ته هم ښه معلومه ده ، کله چي هغه قندهار ته راغی زه به هر جمعه او يا به هم چي کله په هلمند کي د امنیتي ستونزه سره مخامخ سولو ددوئ کورته راتلمه ، او ډېر به خوشحاله ومه ، زه د شهید روحاني سره په ډېرو سفرونو کي ملګری ومه او د هغه ملګرتيا راته ډېره په زړه پوري وه .
کله چي د روحاني شهيد سوی دی بيا مي نه په ژوند کي خوښي ليدلې او نه مي مينه ، بس يوازي توب احساسومه ، که څه هم داسي نور اديبان ملګري لرمه چي پر دا ټولي نړۍ يې نه ورکومه خو روحاني ځان ته يو جهان وو .
هغه زموږ د ميني رويباروو .
هغه زما ورور وو .
هغه يو ښکلی انسان وو .
بس دي چي را څخه ولاړی نو ما ته هلمند داسي وو لکه سور اور، دغه د روحاني یادګارونه وه چي نور مي نو هلمند ونسو زغملای ، او کابل ته راغلمه .
روحاني مړ نه قراق يې زه ووژلم ، قتل يې کړمه ، تباه يې کړمه .
هر څه يې راڅخه هېر کړه .
روحاني زموږ رويباروو .
خدايه څه سوه هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلک
هيڅ خندا مي له دې خلکو سره نه سي
چي راياد سي هغه تللي تللي خلک
د روحاني د مرګ پړه ددولت او انګرېزانو په غاړه ده .
په ډېر درناوی
هجران – کابل – افغانستان