د لراوبر يادونه :
لراوبر د۲۰۰۹ د ډسمبر پر نولسمه يوه ليکنه خپره کړه چي د هلمند ولايت مقام پر چارواکو نيوکي سوي وې او په يو شمېر چارو کي په فساد تورن سوي وه ، نن دادی د هلمند ولايت مقام لخوا ددې نیوکو او تورونو د سپيناوي يوه مالوماتي ليکنه لراوبر ته رسېدلې چي د لومړۍ ليکني لوستونکو ته به يو شمېر پوښتني جواب کړي.
لراوبر لکه چي تل يې ژمنه کړې د ولس ږغ ته انعکاس ورکوي په ځانګړې توګه په اوسنيو شرايطو کي چي د جګړې لمبې په لره او بره پښتونخوا کي زموږ د قام سوځېدو ته بلي سوي دي .
موږ له هغو چارواکو مننه کوو چي لږ تر لږه ولس ته د خپلو کړو وړو يا نيوکو پر مهال ځواب وايي او مالومات وړاندي کوي ، په پای کي قضاوت هغو لوستونکو ته پرېږدو چي په سيمه کي اوسيږي او ددې ليکنو تر څنګ هلته هر څه په سترګو ويني .
۱۹-۱۲-۲۰۰۹
د ولایت مقام او که د رشوت او خیانت مرکز؟
دهلمندوال ليکنه :
ګرانو هیوادوالو هسی خو د هلمند والی محمد ګلاب منګل په رسنیو کی د یوه کامیابه او په ولس مین والی په نامه را څرګندیژی، هره ورځ منګل صیب یو سړک پرانیستی وی هره ورځ منګل صیب یوی ولسوالي ته سفر کړی وی او د هغی ولسوالی د آزادیدو خبر ورکول کیږی. خو قدرمنو هیوادوالو دا هر څه فقط او فقط درواغ او د رسنیو په مخ کی دی . د رسنیو په مخ کی د یوه کامیابه والی اصلی څیره د هلمند ځوریدلی ولس ته ښه معلومه ده. او غواړمه تر څو ټول هیوادوال په دی خبر کړم چی ښاغلی منګل د هلمند او هلمندوالو سره هغه خیانتونه کړی چی څوک یی تصور هم نشی کولائ .
ښاغلی منګل چی کله د لغمان ولایت څخه په لاریوننو وایستل سو او د هلمند ولایت ته راغی نو نوموړی په خپله لومړی وینا کی ویل چی کله چی زه په لغمان کی والی ووم هلته یوه جوړه بوټ په ۳ افغانی رنګیدل خو په هلمند کی یوه جوړه په ۱۰ افغانی رنګیږی نو ددی څخه معلومیږی چی په هلمند کی ډیری پیسی دی. او همدا خبره وه چی د هلمند ولایت په چور او چپاو یی شروع وکړه او په اول قدم کی یی ټول هغه پخوانی کمونیستان، پاپړ خرڅونکی، ساعت جوړونکی، پنچر لګونکی(ټایر مین)، سلمانان ، د موسیسو څخه د غلا په تور استل سوی کسان په ځان راټول کړل او د والی د سلاکارانو دندی یی وروسپارلی چی ټولیزه شمیره یی ۲۸ سلاکارانو ته رسیږی او د هر یوه سلاکار میاشتنی معاش ۲۵۰۰ امریکایی ډالره دی او په دی سربیره هر سلاکار۵۰۰ ډالره د دسترخوان او ۳۰۰ ډالره د تیلفون د مصرف لپاره تر لاسه کوی. ایا دا ډالرونه د ښاغلی منګل د کورڅخه راځی او که د مظلومو هلمندوالو حق دی؟ او نه یوازی دا بلکه ښاغلی منګل په هر ریاست کی هم یو یو سلاکار کشینولی چی تر ریس ډیر صلاحیت لری. نو په دی توګه صلاحیت د والی صیب د سلاکار او مسولیت د اداری د ریس دی. قدرمنو هیوادوالو اوس نو تاسی قضاوت وکړۍ چی دا په کوم قانون کی راغلی چی یو والی ۲۸ سلاکاران ولری او په هر ریاست کی د والی یو سلاکار ناست وی؟
ګرانو لوستونکو موضوع یوازی په سلاکارانو نه خلاصیږی بلکه داسی نور ډیر خیانتونه دی چی یو یی هم د لښکرګاه څخه د ګرمسیر ولسوالی ته د غځیدلی سړک موضوع ده. په نوموړی سړک تقریباً ۴ میاشتی انجینرانو سروی وکړه بیا د مرکز کابل څخه ورته بودیجه مشخصه سوه چی ۹.۸ ملیونه ډالره وه. خبره تر قرارداده پوری ورسیده او د والی صیب د ملګرو شرکتونو څخه یوه شرکت ته ورکړل سوه او بیا والی صیب په خپل لاس دا پروژه پرانیستله خو د تعجب وړ خبره دا ده چی تر دوو میاشتو کار وروسته پروژه په ټپه ودریده او کله چی د سیمی اوسیدونکو د والی صیب نه پوښتنه وکړه نوموړی په ځواب کی وویل چی دا اصلاًً مرکز اشتباه کړی وه. او ښاغلی منګل یوه بله پروژه چی د ۴ ملیونه ډالرو په ارزښت د نادعلی ولسوالی ته د سړک جوړیدنه ده په دی پروژی پوری وتړله. او ویل یی چی اصلاًً د ګرمسیر د سړک پروژه هیڅ وجود نه درلود بلکه دا د نادعلی د سړک پروژه وه چی موږ اشتباهاًً د ګرمسیر په سړک شروع کړی وه.
درنو لوستنکو ایا دا خبره امکان لری چی ۴ میاشتی انجینرانو سروی وکړه بیا د پروژی منظوری راغله او بیا قرارداد وشو او په دا ټولو مرکز اشتباه شوی وی. نو که رښتیا مرکز اشتباه شوی وی نو دا ۹.۸ میلیونه ډالره څه سوه.
ښاغلی منګل په دغو ملینونو ډالرو موړ نه سو او بیا یی د (فوډ زون) په نامه پروژه پیل کړه چی په دی کی هم نوموړی تر خپل وسه خیانت وکړ. اول خو ښاغلی منګل او دده یوه سلاکار په عامه مجلسونو کی ویل چی دا پروژه د والی صیب ده او دا پیسی خپله د برتانیی ملکی ښاغلی منګل ته ورکړی او هم یی ټول صلاحیت د منګل صیب او دده د سلاکارانو وه چی پکی بی کیفیته غنم د بازار څخه من په ۶۵ افغانی رانیول کیده او بیا پلی کوونکی موسسی ته په ۱۲۵ افغانی یو من غنم ورکول کیدل چی په من کی ۶۰ افغانی د والی صیب او سلاکار جیب ته ولیدی او په مجموعی ډول ۴۰زره(څلویښت زره) مټرک ټنه غنم د بازار څڅه رانیول شول .
استازو د غنمو د ټیټ کیفیت په هکله خپلی اندیښنی څرکندی او والی UNFAO که څه هم د کرهڼی د ریاست او
صیب یی په دی موضوع خبر کړ خو والی صیب په ځواب کی ددی پر ځای چی د غنمو کیفیت ښه کړی او یا هم مسول کسان مجازات کړی وویل چی دا پروژه زما ده او زه غواړم چی دا پروژه پلی شی او هر څوک چی پکی هر نوع خنډونه رامنځ ته کوی زه به هغه ګوانټنامو ته ولیږم. او پدی توګه د هغه ۱۲ ملیونه ډالره چی د غنمو د رانیولو لپاره مختص شوی وه ۶ ملیونه یی د والی صیب جیب ته ولاړی او خلګو ته بی کیفیته غنم ورسیدل چی هغه یی هم په دوا لړلی تر څو نه د خوراک شی او د کرلو خو د اوله سره نه وه. یوازی دا پیسی یی بس نه شوی نو یی د کیمیاوی سرو د بوجیو نه چی ۵۰ کیلو ګرامه وزن لری د هری یوی بوجی نه ۱۰ کیلوګرامه سره کمه کړه. د امراضو ضد دوا کی یی هم په لکاو ډالره جیب ته کړی. خو متعصفانه د والی صیب زړه لا هم نه شو یخ او بیا یی د ذکر شوو موادو په انتقال کی په لسګونه زره ډالره جیب ته کړل.
اوس نو چی اولس ناری او سوری پورته کړی نو والی صیب یو څو بیګناه دولتی مامورین په زندان کی اچولی او هیڅوک نشته چی د هغو د برخلیک په هکله پوښتنه وکړی او والی صیب تر ګریوانه ونیسی چی ددغو بیګناه مامورینو جرم څه دی؟ او ولی په زندان کی دی؟
د ښاغلی منګل د ناروا اعمالو یوه بله بیلګه دا ده چی نومړی اوس په هلمند کی نوی قانون رایستلی دی هغه دا چی د غیر حاضری په صورت کی دولتی مامورین بندیان کیږی حال دا چی د افغانستان اساسی قانون ۲۴ ماده د انسان د آزادی څخه په دفاع کی کاږی چی هیڅوک نشی کولای د یوه انسان آزادی صلب کړی او دولت مکلف دی چی د افغانستان د وګړو ازادی خوندی وساتی. خو د منګل صیب دا نوی قانون تر اساسی قانون هم با ارزښته او معتبر دی.
دا پیسی خو د ښاغلی منګل هیڅ نه بسیږی نو یی د ښاروال صاحب د بریښنا د ریس او د ترانسپورت د ریس سره هم ونډه شریکه کړه او دا دری واړه نور ازاد دی چی هر څه کوی ودی کړی خو والی صیب ته دی پیسی را ټولوی.
اوس نو که مخکی ښاروال صیب د مستریانو په دوکانو کی ۱۰ دوکانونه ځان ته غوښتل اوس نو ۳۰ غواړی ځکه د والی صیب او د معاون صیب ونډه هم باید ورکړل سی. مخکی که د ترانسپورت ریس د موټرانو څخه ۳۰ افغانی د یوه موټر پر سر اخیستی او ۵ یی دولت ته تحویلوی اوس به یوازی ۱ افغانی دولت ته تحولیږی او د موټر څخه به ۵۰ افغانی اخیستل کیږی. مخکی که د بریښنا ریس یوه کلی ته د بریښنا د غځولو لپاره ۲۵ لکه کلداری غوښتلی او نو تر ۵۰ لکه ښکته خبره هم نه کوی.
قدرمنو هیوادوالو ددی لپاره چی د ګلاب منګل ټول خیانتونه ذکر شی ښایی یو مکمل کتاب ورځنی جوړ شی.
اوس نو تاسی خپله قضاوت وکړۍ چی ګلاب منګل څومره کامیابه رشوت خور دی او آن اوس خو ځان د فساد پر ضد د مبارزی غړې هم ګنی.
د هلمند ټول ولس د ښاغلی کرزی صاحب او د هغه د نوی کابینی څخه په ټینګه دا هیله لری تر څو هلمندوال دداسی یوه ظالم او خاین والی څخه خلاص او نوموړی هرو مرو محاکمه کړي .
د هلمندولايت مقام د سلاکار او وياند ښاغلي داود احمدي لخوا رالېږل سوې ځوابي او مالوماتي ليکنه :
۲۴-۱۲-۲۰۰۹
كه په هلمندكي ئې په فسادكي ښكېل ئې اوكه په بهركي يې له هرڅه نه بې خبره يې:
دلراوبرسايټ دمطالبودرنولوستونكوسلامونه اونيكي هيلي!
دهلمندوال په نامه چي چاليكنه كړې ښه يي كړي ځكه چي موږيي تمه درلوده،علت يي همدادى په هلمندكي چي دفساد،مخدره موادو،تروريزم،ځمكودغصب اوپروژودغلادمافياپرضدمبارزه روانه ده اوپكې هلمندوال غوندي اشخاصوخپلي ګټي دلاسه وركړي.
هلمندوال صاحب اودده دوستانوته چي بې خبره اوبې بنسټه ليكني كوي وړانديزكوم په راتلونكوكي چي كومي ليكني كوي اتهامات اوتورونه ونه لګوي،لومړۍ اړينه ده چي خپل ټول معلومات كره اوبيايي خپاره كړي،نوزه لومړۍ ښاغلي هلمندوال اودده دوستانوليكل شويولكۍ اوښكرلرونكودرواغوته اشاره كوم،
اوورته به دراتلونكي لپاره معلومات وركړم.
• دوى ليكلي چي ښاغلۍ ګلاب منګل دلغمان دى زه به يي ورته معرفي كړم ښاغلۍ منګل دپكتياولايت دلجي ولسوالۍ اوسېدونكۍ اودنوموړي ولايت ديوې لويي پېژندل سوي كورنۍ څخه دى،په لغمان كي يي يوازي دولايت دنده سرته رسولې،اوپه كومه په ورځ يي چي دلغمان له خلكوسره مخه ښه كوله په هغه غونډه كي دى دلغمان درنوخلكودده څخه دښوخاطرولرلوله امله په اوښكوبدرګه كړاوبدې دلغمان درانه خلك ښه پوهيږي.
اوهمدرانګه ده دخپل زوى واده په آرياناكابل هوټل كي چي په ميرويس ميدان كي موقعيت لري اواكثره پښتانه پدې هوټل كي دخپلوودونومراسم سرته رسوي كړئ دى.
• هلمندوال صاحب دښاغلي ګلاب منګل دمشاورينوپه اړه ښۀ رښتني معلومات وړاندي كړي لومړۍ خوداچي دمشاورينوشميرده اته ويشت تنه ښودلې پروانلري دوه چنده درواغ ويل كومه ګناه نده اوهم ددوى دمعاشاتودسترخوان اوكريډټ كارتونوپه هكله چي څه ليكلي هغه يي دمشاورينوسره لويه مرسته كړې ده.
ځكه چي تراوسه هغوى په دومره لوړمعاش دسترخوان اوركريډيټ ندي خبر اخيستل خويي لاڅه كوې.
دهلمندولايت مشاورين دمحلي ارګانونولخواپه دنده ګمارل سوي اومعاشونه يي دايشيافونډيشن موسسي لخوااجرا كيږي اوهريودخپل معاش داخيستلوپه بدل كي تسليمي وركوي،داداسي كومه خبره نده چي دغلااوپټي وي،اونه څوك چاته هوايي پيسي وركوي اوبل داچي مشاورين ټول دلوړوزده كړوخاوندان اودپوره تجربولرونكي دي اوهريوه په خپله برخه كي دهلمنددآبآدى لپاره نه هيريدونكي كارونه كړي،پدې دهلمندولس ښه پوهيږي خوهلمندوال صاحب يي نه ويني.
درنولوستونكو! زه غواړم هلمندوال صاحب كه په هلمندكي دى دېته متوجه كړم ترڅوخپل وجدان قاضي كړي اوكه په بهركي دى ورته معلومات وركړم.
• دګرمسيرسړك جوړول نه دولايت طرح وه اونه يي په قراردادخبروو،ددې سړك هرڅه په مركزكي ترسره شوي وو،ددې سړك قرارداد دپروژې تطبيقوونكي قراردادي په دوهم يادريم لاس په مركزكي رانيولۍ وو،هغه چاچي پروژه ترلاسه كړې وه هغه نه وو اوكوم چاچي پروژه تطبيقوله هغې ته دپروژې دتطبيق ځاى نه معلوميده،خوپه هرصورت ده دسړك دجوړولوكاردناوې له لوري پيل كړ،خوكوم وخت چي د(يو،اس،آى،آى،ډي) هئيت دكنترول لپاره راغئ هغوى وويل چي اصلي پروژره بايددنادعلي له دوراهي څخه پيل دمرجې څخه تيره اوګرمسيرته ورسيږي خوپدې وخت كي قراردادي دناوې په لورڅلوركيلومتره سړك جوړكړئ وو،هلمندوالي ښاغلي ګلاب منګل ددې ستونزي په رامنتځته كيدوسره دامريكادمتحده ايالاتودسفارت او(يو،اس،آي،ائ،ډي)څخه وغوښتل چي دواړه سړكونه جوړكړي چي له نيكه مرغه دغه غوښتنه ومنل سوه دسړك كارپيل سو،خودوطن دپرمختګ اودسولي دښمنانودسړك دوولس تنه كاركوونكي په ډيره بې رحمۍ ووژل چي پدې سره دسړك كارودريد،خواوس ددغه سړك دګرمسيرلخواپيل سوۍ دى.
• دهلمندحاصلخيزه سيمي يافوډ زون:
ګرانه هلمندواله! ته نه يې خبرزه به دي خبركړم،دفوډزون طرحه بيله شكه چي دښاغلي ګلاب منګل ده اودده وړتياوه چي مرستندويه هيوادونووسره ومنله اودده دغه پروژې ته پيسې وركړي خوداپيسې ګرانه څنګه مصرف سوې تيركال دتخمونورانيول اوتوزيع دموسساتولخواوشوه،ولايت يي يوازي څارنه وكړه چي په دقيقه توګه دكرل شويوكوكناروله منځه وړل دبډواورشوتونوداخيستلوپه وړاندي دښاغلي منګل دقيقه رهبري اوجدي اقدامات وه چي دهلمندڅخه بدنوم اوپيغورليري اودكوكناروپه كښت كي ۳۳ سلنه كموالۍ راغئ.
وروسته له ډيروكلونوهلمنديوځل بياخپله غله ياغنم پيداكړل،حال داچي دوه كاله مخكي هلمندچي دغلې ګدام بلل كيدى غله دنوروولاياتوڅخه رانيوله،خوسږكال دكرني وزارت دهلمندله كروندګروڅخه دخپلوزيرمولپاره غنم رانيول.
ګرانه هلمندواله! همدادګلاب منګل دشپي اوورځي دكار،صداقت لوړاوپاك شخصيت نتيجه ده چي هلمندته دښه ابتكارله امله لس ميلونه ډالره جايزه وركول كيږي،دافغانستان پارلمان ښاغلي منګل دهغه دښوكړنوله امله ستاينليك وركوي،زه پوهيږم چي ته حقايق نسي زغملاى،سږكال دفوډزون دتيركال تجاربوڅخه په ګټه اخيستلوكروندګرواوځمكه والوته دغنموتخمونه،كيمياوي سري اودزراعتي آفاتودرمل داسي وويشل شول چي پخواني معمول دودته دپاى ټكۍ كيښول شو،هغه داچي مخكي به پنځولسوتنودټولي ولسوالۍ استحقاق واخيست خوچاته بۀ ونه رسيد،سږكال دټولوادارورئيسان دمختلط هيئت په ملګرتوب ولسواليوته ولاړل اوهركروندګراوځمكه وال ته يي دهغه دتذكرې ځمكي داسنادوپه كتلوتخمونه اوكيمياوي سري وويشل،كيداى شي هلمندوال صاحب تادلته خپل امتيازله لاسه وركړئ وي دپخواپه شان سلګونه ګونۍ نه وي دررسېدلي،خودهلمندځورېدلۍ ولس دګلاب منګل په نوښتونواوخدمتونوښه پوهيږي اوورباندي ايمان لري،
نه دمخدره موادوكاروباريان دځمكوغاصبين،دپروژوغله،تروريستان،اوپه اداري فسادكښې ښكېل كسان.
ښاغلي ګلاب منګل هلمنددپيغوراوبدبختيوڅخه خلاصوي اوورته پرمختګ راولي،څه كم دوه كاله مخكي چي دى هلمندته دخپل ټيم سره راغئ،دكاردفترنه وو،سړكونه ،برېښنانه وو،ولسوالۍ خوپرېږده لښكرګاه دناامنيوځاله وه،دصافيانوپه سيمه كي دهيرويئنوفابريكي وې،خلكوورته توربوړه ويله،وحشت حاكم وو،شخصي زندانونه،اختطافونه اولوټمارعام وو، دهيواداونړۍ په هرګوټ كي به چي بدي دهلمندنوم واخيست داورېدونكي وېښتان به له وحشته جګ ودرېدل،دعصري وسايلواثارنه وو،لادوه كاله ندي پوره سوي دلويوترسره سووكارونولنډه يادونه كوم:
دښاغلي ګلاب منګل دهڅوپه نتيجه كي:
• نن هلمنددهوايي ډګرخاونددى،اوملكي الوتكي ورنه الوتني ترسره كوي.
• دهلمنددزراعتي توليداتودپروسس لپاره دڅلورديرش فابريكوپه لرلودزراعتي صنعتي پارك دجوړولوكارروان دى.
• دلښكرګاه په تاريخ كي سارۍ نلرۍ دڅلويښتوكيلومتروپه اوږودوالي دلښكرګاه دښارسړكونه يوقيرسوي اويادقيركيدوپه حال كي دي.
• دنادعلي-لښكرګاه سړك دقيركولوكارمخ په پاى ته رسيدودى.
• دلښكرګاه-ګرشك اوګرشك-سنګين دسړكونودقيركولولپاره بودجه پيداسوې چي كارونه به يي ډيرژرپيل سي.
• دلښكرګاه ښاراكثريت فرعي سړكونه،دسړك ددواړوغاړوچرۍ،دښاروالۍ لخواپه پاخه اواساسي ډول جوړسوي اويادجوړېدوپه حال كي دي.
• دمعارف اوروغتياپه برخوكي دهلمندهراوسېدونكۍ بېساري پرمختګونه ويني خوته يي نشې ليداى.
• دلښكرګاه هراوسېدونكۍ چي دوه كاله وړاندي په كوركي دبرېښنامزي درلودل خوبرېښنايي نه لرله،اوس حداقل په څلرويشت ساعتونوكي دوولس ساعته برېښنالري.
• اوس دهلمندخلك دقاچاقبرپه نوم شرميږي حال داچي دوه كاله مخكي دقاچاقبرپه نامه اودوستۍ فخركيده،اوعلت يي دادى چي عام خلك دقاچاقبروله منګلوڅخه خلاص سوي دي.
• دګرمسيرپه ولسوالۍ كي په پنځه سوه افغانۍ روزمزدنه پيداكيږي،په خانشين،ناوه اونوزاد ولسواليوكي چي نوي دطالبانوله واكمنۍ څخه خلاصي سوي دي په زرګونه خلك په كاربوخت شوي دي،ته يې لاپرمختګ نه بولې.
• دهلمندولايت اوس ښه مجهزدفترونه لري چي هربااحساسه
هلمندۍ ورباندي وياړي،اوسلګونه نوري لاسته راوړني شته چي يادونه به يي داليكنه ډيره اوږده كړي.
هلمندوال صاحب! ګلاب منګل پيسې كورته ندي وړي هغه يي دهلمندپه راډيوتلويزيون ولګولې اولګوي يي،نن هلمندبهترين راډيوتلويزيون لري،اوخپلوخلكوته ښې خپروني وړاندي كوي،ښه مسلكي خلك پكښې كار كوي ته خويي نسي زغملاى،ځكه چي ته دپرمختګ دښمن يې! بېځايه دي په ځان دهلمندوال نوم ايښئ دى،حال داچي دګلاب منګل دراتګ سره سم داهيڅ نه وو.
اوس راځم ستاځينونورو (اوتو،بوتو)ته ځواب وايم:
دمامورينوبندي كول:
هلمندوالي ښاغلي ګلاب منګل داداري فسادپه وړاندي مبارزي،دقانون تطبيق په برخه كي دخپل ټول ماموريت په بهير جدي وو اودى،ده حتي خپل دټيم ډيرنژدې كسان يعني خپل مشاورين چي په فسادكښې ښكېل وودځواب ويلولپاره قانون ته وسپارل.
خلك ددولت څخه اجراآت غواړي والي مكلف دى چي دخلكوستونزي حل كړي،ددولت كوم مامورچي معاش اونوركوم امتيازات اخلي بايددنده ترسره كړي كه يي نشي كولاى يابايددنده پرېږدي اوياهم بايددقانوني چلندسره مخ شي،ځكه چي دولت هيڅ وخت بې كفايته مامورين نشي زغملاى.
تاسومهرباني كړې وه چي خبريالانوته نمرې وركړل شوي دي آيادابدكاردى؟ ټولوته معلومه ده چي ښاغلۍ ګلاب منګل تل يوفرهنګپاله پاته شوى دي،ده چي په لښكرګاه كي كومي نمرې توزيع كړې هغه ټولي دشهيدانوكورنيو،ددولت مامورينو،خبريالانو،فرهنګيانواواړوكسانوته وركړل شوې،نه زورواكانو،دځمكوغاصبينواونامستحقوكسانوته.
• تاليكلي چي دراډيوتلويزيون رئيس ښاغلۍ نويدنظري ددوولسم سندنلري اوبېسواده دى خودلته هم ته تيروتلۍ يې،ښاغلۍ نظري درسنيودډګرپوره مسلكي سړى دى.
خوته چي ځان جامع الا كمالات بولي متاسفانه په ((متعصانه)) ليكې.
درنولوستونكونورموسرنه خوږوم خويوازي دهلمندوال صاحب لپاره ليكم چي دولايت مقام دكار،صداقت،اودهلمندخلكوته دخدمت كولوځاى دى.
اوهلمندوالي ښاغلۍ ګلاب منګل په وطن اوخلكومين سړى دى،ددولتي اوشخصي ځمكوغاصب،دمخدره موادوكاروباري،دوطن دعامه اوشخصي شتمنيولوټوونكۍ،په اداري فسادكي ښكېل،دبشردحقوقوڅخه سرغړوونكۍ ندى،بلكي يودروندپښتون اودلوړشخصيت لرونكۍ سړى دى،اوته چي ځان هلمندوال معرفي كوي اصلادهلمندپرمختګ دخپلوشخصي ګټوپه وړاندي نسې زغملاى.
ګلاب منګل څه افتخارات راوړي هغه يې هلمنداودهلمندځورېدلي ولس ته راوړي،خپل كورته يي ندي وړي اوهرڅه په هلمندكي دي.
اوپه همدې وسيله دلراوبرسايټ ددرنوچلوونكوڅخه هيله كوم چي خپل پياوړۍ سايټ داشخاصواوافرادوپه وړاندي دبې اساسه اودرواغجنوليكنوپه خپرولوبدنام نكړي اونه هم خپلوشخصيتونوته ددارازبې بنياده اوبې اساسه ليكنوپه وسيله اهانت وكړي.
نوردخپل هيڅ څخه هرڅه جوړوي خوموږپښتانه بياپه لوى لاس خپل هرڅه په هيڅ دلاسه وركړو ،دهلمندولايت مقام اداره په هروخت كي دافغانستان دنافذه قوانينوپربنسټ هرچاته په هرځاى كي وضاعت وركولواوسپيناوي ته تياره ده چاته سپكاوى نه كووخوسپكاوى هم نه زغمو،ځكه چي پاك يو.
په درنښت
دهلمنددوالي مطبوعاتي سلاكار اووياند
محمدداؤداحمدي
سلامونه ټولو وروڼو ته!
وروڼو دا ستونزه یوازي ستاسي نه ده د غزني خلک هم له یوه غله والي سره لاس او ګرېوان دي، ولسمشر یې بدلوي نه، او لراوبر یې په وړاندې له څه خپرولو ډډه کوي، تاسي بیا هم ښه یاست د والي په ضد مو لیکنې خو خپرېږي.
سلامونه
ښاغلي والي يو مبتکر او به خاوره مين شخصيت دي
هيله ده چي دهغه دکار مخه مه نيسي دا به وروسته چرګنده سي چوک په حق دي
ګرانه وروره فاروق جانه.
خدای دی کندهار ولایت د داسی یوه مبتکر والی څخه وږغوری. هغه متل دی چی د ډول ډنګ د لیری ډیر خوند کوی.
اوس هم ښاغلی منګل په رسنیو کی ښه معلمومیږی نه په حقیقت کی.
hahahahahahaha, chee mashar ya ghombar wee akhtar ba ya mazigar, wee. da rayas dolat sakha niwalai ,bya waziran bya waliyan aow noor tala ghla aow rishwat khowara dee, da cha sakha wa cha ta wa zharoo..
سلام ښاغلی هلمند وال صاحب:
ګرانه وروره زه د یو افغان په صفت له تاسو نه مننه کوم چه د ولس لپاره مو مټی را نغښتی دی او د داسی ظالمو او بی رحمه اشخاصو اصلی کریکټر خلګو ته ور ښیاست.
ګرانه وروره ښاغلی منګل نوی غل ندی هغه ډیر زوړ غل دی ستاسی لخوا خو دنوموړی د هلمند غلاوی څه ناڅه لیکلی دی او همدارنګه مو د نوموړی د لغمان د وخت یوه خاطره لیکلی وه.
مګر زه به یوه قصه د نوموړی ولیکم کله چه دا ښاغلی د پکتیکا والی وو.
باور وکړی چه زه دا نقل قول په رښتینی ډول لیکم.
کله چه منګل د پکتیکا والی وو نو له ده سره یو نږدی همکار (چه اوس نشم کولای د هغه نوم ولیکم) راته قصه کوله ویل یی کله چه به ولایت ته میاشت په میاشت اوپراتیفی پیسی راتلی نو د والی ورور به په منظم ډول هره میاشت راتله او دا پیسی به یی ټولی له ځانه سره وړلی.
نو دا ښاغلی اوس په غلاوو کی ښه ماهر ده. ستاسو لخوا اندیښنه ښوودل شوی ده چه خلګ د دده په دی سمبولیکو منډو ترړو تیر نه ایستل شی ګرانه وروره ملت اوس خپل دوستان او دښمنان ښه پیژنی.
په جای ده چی ولیکل شی چه ملت اوس خپل ښی اړخی او کیڼ اړخی دوستان او دښمنان ښه پیژنی. ټول هغی بدنامی څیری ښی پیژنی څوک چه داسلام په نامه له انګلیسانو او پاکستانیانوسره تجارت کوی او ټولی هغه بدنامی څیری ښی پیژنی څوک چه د وطن د آبادی تر شعار لاندی له انګلیسانو،امریکایانو اونوروسره سیاسی معاملی کوی. ملت اوس له دواړو طرفو تر پوزی رسیدلی ده خدای ج د ددی ملت غږ واوری.
ګرانه وروره :
ستاسو لطرفه ددی خاین د برطرفی غوښتنه له کرزی صاحب څخه شوی وه. ولی کرزی صاحب خو د فیل په غوږ کی ویده ده کله هغه د مظلومو غږ اوری او البته دا استعداد هم نلری چه دا نا اهله کسان له واکه وغورزوی. متآسفانه چه زمونږ په وطن باندی اوس ټول نا اهله حاکمان واکمن دی نو دا حال به مو وی. کله چه ستاسو لطرفه دهغه د برطرفی غوښتنه شوی وه نو ماته د جهانی صاحب دا شعر را یاد شو :
دپیری له لاسه څوک ولاړشی پیری ته
د لیوه شکایت څوک وکړی زمری ته
په هر حال خدای ج د پخپل عظمت او بزرګی سره ددی مظلوم ملت چاره وکړی.
امین یارب العالمین.
لراوبر ويبپاڼه له ټولو لوستونکو هغه که د نورو پاڼو چلوونکي یا مينه وال هم وي هيله کوي چي دلته يوازي د موضوع په اړه خپل نظر وليکي نه په نورو پاڼو کي خپرې سوي مرکې يا . . .
له سويډن څخه به دې ځای کي د يوې مرکې خپرونکي او ټولو لوستونکو ته دي معلومه وي چي د قلم عفت نه ساتلو يا دتبصرې پر ځای د بېځایه خبرو د خپرولو په صورت کي به ستاسي کمپيوتر د لراوبر لخوا بلاک کړه سي . هیله ده چي خبره دومره خرابه هم نه سي .
په درناوي
د لراوبر د تبصرو څانګه
*
د لراوبر يادونه :
هيله ده چي يواځي د موضوع اړوند سالم نظر او تبصره وړاندي کړئ !
سلامونه ټولولوستونکوته!
والله ډیرحیران شوم چی دیوداسی والی چی مافکرکوی که په افغانستان کی یووالی که کارکوی نوهغه به ګلاب منګل وی نه بل څوک البته درسنیودریپورټونوله مخی
خونن ډیرحیران شوم چی دهلمندوال صاحب لیکنه می لوستل اوس حیران چی څه درته ولیکم
یاره که رښتیادرته ولیکم نن می دلمړی ځل لپاره پرلروبرباندی بی باوره شوم
ځکه لکه هلمندوال چی لیکلی دی ځینی رسنی ګلاب منګل یوپیاوړی والی معرفی کوی نوحتمی به هغه رسنی هم ورسره لاس وی
لروبرهم یوځل دمشعل صاحب دیو خاین په توګه معرفی کړی وو،نن یی ګلاب منګل معرفی کړی زماسره یوسوال پیداکیږی ایالروبرخوبه داسی کومه پروژه نوی اخیستی چی ټول پښتانه والیان بد معرفی کړی؟طبعی ده چی لروبر به نه وایی نوولی تاسی یوورځ دارزګان والی کړنی نه رسوی ولی تاسی دمزارشریف دوالی کړنی نه څیړیی ولی تاسی یوورځ داحمدولی کرزی کړنی نه څیړی ولی تاسی دزابل دوالی کړنی نه څیړیی داسی ډیرولی شاهد زما پشان دلوستونکوپه ذهن کښی وی
زما په هاند،
یوازی ګل اغاشیرزوی اوعطامحمدنوردغه دوه والیان دی چی ټول افغانستان یی منی چی خپل په ولایتوکی کارکړی دی اوخلګوته منلی دی تاسی خپل معلومات ښه دقیق کوی اوبیایوڅه لیکی
په ارزګانی مینه ترینکوټ
دلر او بر ویبپاڼی ته وړاندیز:
تر هرڅه له مخه می سلامونه اونیکی هیلی ومنی.
هیله کوم ټولی هغی تبصری له منځه یوسی چه دمربوطه موضوع سره هیڅ اړیکه نلری.
په درنښت.
هر شخص،کورنۍ، ټولنه ، تنظيم او حکومت چي څه وايي او ښکاره کوي يي، ډير څه پټ هم لري چي ويل يي رسوايي ګڼي .
تاسو به دامريکا غږ د راديو د سپتمبر ددريمي نيټي تبصره اوريدلي وي چي په کابل کي د امريکا د سفارت په امنيتي کمپ کي چي آرمر نو ميږي، امريکايان له خپلو مامورينو سره چي معمولاً افغانان دي، خورا ناوړه چلند کوي او اوس هلته د شرابو څښل منع شول .
په دي کمپ کي امريکايي مشران په ټيټ رتبه خلکو متيازي کوي،هغوي لوڅوي او که څوک له دي فعل څخه انکار کوي ،هغوى ته د معاش په کمولو، د رتبي په ټيټولو او ان په منفک کولو جزا ورکوي .
دا هر څه په ايميلونو او سي ډي ګانوکښي ليدل شوي دي او هغه څه دي چي هغوى يي څرګندوي .خو هغه څه چي پټوي يي ،حتما نور څه دي ،لږ تر لږه دا جمله به يي هلته بشپړه وي چي ووايي:
امريکايان خپل محلي افغاني مامورين لوڅوي،ورباندي بولي کوي او بيا…
له داسي راپور څخه هغه افواه هم منل کيدلاى شي چي له محافظينو سره ددومره اهانت قدرت دي ،نو په بګرام کښي خو امريکايان دا صلاحيت لري چي په سلګونو افغاني نجوني د ايډز له معايني وروسته بګرام ته بيايي…
د قادرخداى فضل دى چي امريکايانو ته په افغانستان کي ځمکه سره شوه، کنه زمونږ د مسجدونو محرابونه به د هغوى د متيازو ځايونه وو. روسانو د مسلمانانو له مسجدونو څخه موزيمونه جوړ کړل ،خو دوي به متيازي پکښي کولي .
(الله تعالى دي هغسي وخت نه راولي ).
دا خو اخلاقي خبره ده، په سياسي معلاملو کښي هم داسي پټ پټاني کيږي ،خو ويل پکښي بل څه وي ، تاسو ګوري :
امريکايان فهيم قاچاقبر بولي، هغه جنګ سالار او پاټکى ګڼي .دوستم د زرګونو کسانو قاتل يادوي . دا يي ښکاره خبري دي .خو د پردي تر شا، دافغاني اسلامي جهاد اومقاومت چي د امريکايانو داشغال په وړاندي روان دى دماتولو لپاره ، همدا کسان لکه څرنګه چي يي د اشغال په پيل کښي واخستل او په خپل خدمت کي يي استخدام کړل، اوس يي بيا هغوي را سربيره کړل .فهيم يي تر هول بروک وروسته ، د افغانستان په مقدراتو مسلط کړ. ځکه هغه د کرزى وسلوال مرستيال دى.
دوستم يي د ټولو جناياتو له پيټى سره چي آن امريکايان يي لا پټولاي نشواي. ،د ازبک قوم دغولولو لپاره په درنښت له ترکيي څخه راوست او بيرته يي تر انتخاباتي کمپاين وروسته هلته ورساوو.
خليلي ټول پيژني چي د هغي بدنامي ډلي مشر دى چي د” رقص مرده” ډرامه يي ايجاد کړه او په سرونو کي د ميخ وهلو تعذيب يي کشف کړ ،هغه يي هم د فهيم او کرزي تر څنګ کښيناوو. معلومه ده چي کرزى پرته له تشريفاتي نوم څخه نور هيڅ نلري . همدا ددو وسلوالو ګروپونو سرغنه ګان به وي چي د هيواد په مقدارتو به مسلط وي…
په ارګ کي دننه د مکناټن ځاى ناستى، هول بروک له کرزي سره پټي خبري وکړي، مطبوعاتو څرګنده کړه چي د خولي خوند يي سره بد شو. حتما به يي ورته ويلي وي چي د ارزګان د غرونو له در بدره ژوند څخه مو ارګ ته را ورسولي، اوس څرنګه جرئت کوي چي وايي : امريکايا دي عادي افغانان نه وژني .
يا کيدلاي شي پټي لا نوري خبري هم وي .ځکه نن په افغانتسان کښي د مکناټن رول د هول بروک په واسطه تکراريږي خو وزير اکبرخان ورته نشته .
دلروبرټولو لوستونکوته سلامونه اوپښتنه مینه وړاندی کوم.
زه یوازی دومره وایم چی هلمندوال دخپلو معلوماتوله مخی لیکنه کړی ده .
اوګران دوست ښاغلی اروزګانی چی کوم څه لیکلی دی دغه دهغه خپل نظردی اوزه داسی فکرهم کوم چی اروزګانی به داروزګان څخه هلمندولایت ته یوازی درسینوپه سترګه ګوری تردی مهاله پوری به یې هلمند دنیږدی څخه هم نه وی لیدلی .
اوبله داچی اروزګانی صاحب وایې په رسینوکی ګلاب منګل ښه یادیږی خودی دی داهم نه هیره وی چی دموقتی اداری څخه راپه دی خوا یوه والی هم په هلمندکی یوه خبریال ته یوه لویشت مځکه هم نه کړه ور خو کلاب منګل هغه کسانوته چی په مؤسیسوکی دکمری دنده ترسره کول نمری ورکړی .
چی اوس هغه نمروته ډیرښه کار روان دی چی په نیږدی راتلونکی کی ورته دیادونمرو دسیمی سړکونه هم په پاخه اواساسی توګه سره رغوی .
اروزګانی صاحب زه داسی فکرکوم چی تاسی په رسنیوکی کارکوی . ځکه ستاسی دلیکنی ځخه داسی څرګندیږی چی تاسی دخپله مسلک دمخی څخه غواړی دګلاب منګل څخه دفاع وکړی .
شاید تاسی دهلمنددخبریالانوسره زیاتی اړیکی ولیر ی .
ګران اروزګانی صاحب تاسی له دی نه هم نه یاست خبرچی هلمندته دکرزی هغه راتګ چی دځینی شخصی اویاهم غولولوکارونوپه موخه ترسره نه سو.
په دغه ورځ دخبریالانو سپکاوی څخه هم ته ښه معلومات نه لری چی په نورو ځایونکی دخبریالانو بکسونه یوڅل سپی تلاشی کوی خوپه هلمندکی په دغه ورځ دوه واره تلاشی کړه .
ولی هغوی څه ونه ویلی همدایې علت وو چی دهغوی وخولی یه دمنفی ویلوپه اړه وختی تړلی دی .
دوروستی خبری په توګه درته وایم چی ګرانه په عمرهم کشر راته ښکاری کله چی څه لیکی زیات کوښښ کوه چی قلم په بیځایه څه باندی تیز نه کړی .
دهملندوال دلیکنی ستاینه کوم ځکه چی دغه لیکنه دمعلوماتوله مخی سوی ده .
او زماپه فکر اروزګانیه تردی مهاله پوری به دی دهلمندوالی مخامخ لیدلی هم وی مګربیاهم یې ته ستاینه کوی
خپلی خبری نوری نه زیاته وم زه وایم چی خدای دی دظالم ختم او دمظلوم غوښتنی ورته پوره کړی .
ستاسی دمینی غوښتونکی : سعدالله خادم
سلامونه ټولو وروڼو ته!
وروڼو دا ستونزه یوازي ستاسي نه ده د غزني خلک هم له یوه غله والي سره لاس او ګرېوان دي، ولسمشر یې بدلوي نه، او لراوبر یې په وړاندې له څه خپرولو ډډه کوي، تاسي بیا هم ښه یاست د والي په ضد مو لیکنې خو خپرېږي.
ترهرڅه مخكي سلامونه!
هلمندوال صاحب شايدته ماوپېژنې يانه زه دهلمنداصلۍ بچۍ يم كه څه نوم مي هلمندوال ندى،زه زه ټولوهغوليكوالانوڅخه په ډيره مينه غوښتنه كوم چي هغه څه ونه ليكي چي ورسره پوره معلومات نه وي.
كه چيري ته ليكوال ياخبريال يي نويوليكوال بيله دې چي اسنادونلري څه نه ليكي اوداسي دسړك دغاړي خبري دكاغذياكمپيوټرپرمخ نه كاږي.
په هلمندكي زه كوم ليكوال ياخبريال دهلمندوال په نامه نه پېژنم يابه دهلمندنه يي اويابه له ويري ځان پټوي.
تاسوپه پاى كي دهلمندوالوپه استازيتوب له كرزئ صاحب نه غوښتني چي منګل صاحب ليري كړي مګرپه رشتياته خودخپل ځان استازيتوب هم نسي كولاى.
ځكه تاداسي څه ليكلي چي چرسيان،بنګيان،شرابيان،سګرټيان اونصواريان يي دنشي په وخت كي كوي.
زه غوښتنه كوم چي دغه ډول ليكني چي اساس ونلري ونه كړئ ځكه داديوچاشخصيت ته اهانت دى،زه په ډاګه وايم كه چيري تاسي دمنګل صاحب په اړه كوم اسنادلرئ چي خاين دى نومهرباني وكړئ ماسره يي شريك كړئ چي زه هم يوڅه پروليكم اوكه چيري شواهداواسنادنه وي نوداپه واقعيت كي دملت اوهلمندسره خيانت دى چي دخلكوذهنونه مخشوشوي.
ډيره مننه
احمدنويدنظري
nawed_barak@yahoo.com
ګرانه وروره نظری صاحب.
تا خو په ډیره اسانۍ سره زما ټولی خبری رد کړی او د اسنادو غوښتنه دی وکړه، خو قدرمنه که چیری زه اسناد په لاس ولرم نو چا ته به یی شکاره کړم؟ والی صاحب ته او که کرزی صاحب ته چی په میاشتو میاشتو یی څوک لیدلای نشی؟
تا خو په ډیره اسانۍ سره ځان دهلمندوالو خواخوږی معرفی کړ خو لوستونکو ته دی دا ونه ویل چی ته هم د والی د سلاکارانو د جملی څخه یی. ولی اوس په دی نامه شرمیږی او که څنګه.
دا چی ته څومره تکړه لیکوال یی دا خو ستا د لیکنی څخه هم جوته ده. ګرانه وروره زه که څه هم د هیواد او هلمند څخه لیری یم خو د هری سانیی خبر لرم او ویاړم چی ستا په څیر انسانانو څخه نه یم چی د تلویزیون ریس هم یی او بیا دی هم په حقیقت سترګی پټی کړی دی.
ته خو باید چی د والی صاحب دفاع وکړی دا ځکه چی ته خپله ددولسم د فراغت سند هم په لاس نلری او د هلمند د ملی رادیو تلویزیون ریس یی، او دا ټول د محترم والی صاحب د برکته نو ته خو باید چی دده نه دفاع وکړی.
د خدای لپاره لږ څه دا ملی احساس دی را ژوندی کړه. ته خو په هلمند کی هم یی او هر څه په خپلو سترګو وینی. دا که ته زما په څیر د وطن نه لیری وای بیا خو به دی شاید چی د وطن نوم هم هیر کړی وای.
په درنښت
تکرار
زما ګرانه هلمندواله!
ته وايي چي اسنادچاته ښكاره كړم راځه لراوبرسايټ كي يي پورته كړه چي څنګه اسنادلري اوبله داچي ته خوپه اصل كي انساني كرامت ته هم احترام نلري اواهانت كوې.
كه رښتياهم ته داسي اسنادلرې نورسنيوته يي وركړه كيداى سي چي ډيري پيسي ترلاسه كړې اوهلمندوالوسره به مرسته هم وسي.
كه څه هم زه دراډيواوتلويزيون رئيس يم خوداخبره چي زه ددوولسم شهادت نامه نلرم شايد هلمندوالوته معلومه وي چي بيله ښوونځۍ ماڅومره زده كړي كړي ياندي كړي.
زماشهادتنامه اولياقت يوازي كاركول دي اودملي ګټوساتل.
داچي ته په بهركي يي نوڅنګه داسي ليكني كوې.
اصول خوداسي ندي چي يوڅوك آوازه واوري نوبس ليكنه پركوي اوياخبرترې جوړوي.
داسي دسرچوك خبري خوډيري دي شايدستاسوراپورچيانوته غلط پوهولۍ يي.
زه دادفاع نه كوم چي رشوت نسته ياخيانت نسته خويوازي مي ستادليكني پراخلاقي اونه پوهاوي په اړه نيوكه وكړه.
ليكنه بايدداسي وي چي مثبت اومنفي دواړه پكښې رانغښتي وي اوداسي څه پكښې ليكل سوي وي چي خلك باورورباندي وكړي.
دسرچوك آوازې هيڅكله هم نسي كيداى چي يوه ليكنه ياخبرسي.
تاسوبايددخپلي ليكني په سركي ليكلي واى چي دسرچوك ياچهارسواوازې.
نوپدې صورت كي كىداى سوه چي ليكنه دې ليكنه سوې واى اويوبڼه يي غوره كړې واى.
زماورورجانه ! كه ته رښتياهم هلمندۍ يي نومهرباني وكړه ددې اسنادويوه كاپي ماته راكړه ياسايټ ته يي وركړه اوياهم نورورسنيوته يي ورسوه.
داسي قضاوت چي تاسوديوشخص په اړه كوئ سم ندى.
زه افسوس كوم چي لراوبرپاڼه داسي څه خپروي چي هيڅ اساس نلري اوخپل دغه معتبرسايټ بي اعتباره كوي.
زه لدې سايټ څخه هم غوښتنه كوم چي دغه ډول ليكني چي خلك غولوي نشرنكړي.
په افغانستان كي بدبختانه داسي خلك سته چي دخپلوشخصي ګټولپاره دهغوكسانونوم وربدوي چي رښتياهم وطن ته كاركوي.
دغه خاينين ياقاچاقبر،ياترهګرياهغه كسان دي چي دمرداروپيسوپيداكولوپه لټه كي دي.
كه مهرباني وكړئ هلمندوال صاحب محترم دغه خپل ايميل ،ټيلفون اوآدرس راته راكړئ چي سره وږغيږو.
ديوې خوابه ملګروسواوبلي خوابه سره پوه
nawed_barak@yahoo.com
درنښت
نظري
ګلاب منګل د پخواني زبرځواک اوسنی خدمتګار
د هلمندوال لیکنه ستایم او د نظری په اړه یو سه وایمه
د هلمند والي ګلاب منګل چې د حامد کرزي په حکومت کې یې په لنډو کلونو کې په بیلا بیلو ولایتونو کې د والي په توګه دنده تر سره کړي په دې ورستیو کې د داسي یو ولایت د والي په توګه ګمارل شوی چې ورته د والي ټاکل د ولسمشر حامد کرزي له صلاحیته څخه هم پورته خبره ده.هلمند ولایت در یادوم.ښاغلی منګل چې د هلمند ولایت له جغرافیايي جوړښټ، قومي تشکیلاتو او ژبني انډول سره یې پخوانۍ اشنایي نه لرله، یوازي اوس د انټرنت په مټ د زړو معلوماتو او ډیټا ګانو په مرسته د هلمند په اړه څه نا څه پوه شوی د ناڅرګندو دلایلو او د هغه په وجود کې د نه لیدونکو وړتیاوو پر اساس د لومړي ځل لپاره د ولسمشر حامد کرزي له لوري د هلمند د والي په توګه ټاکل شوی دی.هلمند چې نن صبا د نړۍ په کچه د دوو سترو زبر ځواکو امریکې او انګلستان د ډغرو په تاوده مرکز بدل شوی پکې ښاغلی منګل هم د هري ورځي په تیریدو په یوه ډغرباز واکمن بدلیږي.د ښاغلي منګل د ماموریت په موده کې چې ډیر وخت یې نه دی تیر شوی نه دا چې د هلمند په حالت کې بدلون را څرګند نه شو، بلکه داسي خبرونه هم خپاره شوي وو چې انګریزان غواړي په هلمند کې ځیني حکومتي ادارې طالبانو ته حواله کړي. دا چې انګریزانو به د طالبانو له کومو قوماندانانو سره په کومه کچه او د څه په بدل کې دغه معامله کوله پرې ښاغلی منګل چې په هلمند کې د حامد کرزي استازی بلل کیږي هم زمونږ په څير خبر نه دی.ګلاب منګل نه دا چې دا خبر یې و نه منل ځیني خبریالان یې تهدید هم کړل.سرچینې وایې چې ګلاب منګل د دغه خبر له اوریدو وروسته سخت ټکان وخوړ او ځیني رسنۍ یې د دغې معاملې په اړه د نا سمو اطلاعاو په خپرولو تورني کړي.هغه رسنیو ته وویل چې دا د ده د بدنامۍ په اړه د دښمن جوړه شوي دسیسه ده خو دا یې و نه ویل چې کوم دښمن هغه پخوانی او که اوسنی؟..په هر صورت.ګلاب منګل په اصل کې د هلمند ولایت سره کوم پخواني تعلقات نه لري بلکه د لغمان یو معمولی سړی دی چې د نا څرګندو دلایلو له امله د نورو یو شمیر ولایانو په توګه هلمند ته ور په ګوته شوی دی خو جالبه خبره خو نن صبا دا ده چې حتی ولسمشر کرزی هم اوس دغه صلاحیت نه لري چې منګل له دندې هیسته او یا هغه ته خاص دولتی دستورونه ورکړي.دا ولي؟انګیرنه داسي ده چې هلمند اوس د بریټانوي ځواکونو په یوه عمده مرکز بدل شوی او انګریزان هلته د خپلو پلرونو تاریخي ماتې ته په کتو سره اوس غواړي په بي ساري توګه انتقام جویانه اعمال د همدې ښاغلي منګل تر قیادت لاندي خو په خپله مشوره او مشرۍ تر سره کړي.په دغو کړنو کې د پښتنو سیمو د ښونځيو تباه کول، د کوکنارو قاچاق او د غیر مسولو وسله والو ګروپونو سمبالښت او د هغوي په مرسته د قومي مشرانو او ملایانو ترورول هم شامل دي.آیا ښاغلی منګل په هلمند کې د دې کړنو نندارچي دی؟نه، بلکه ښاغلی منګل د یو پښتون او د ولسمشر د خاص استازي په توګه د قانون له مخې دا دنده لري چې هر څه له نژدې وڅاري او د ولایت په چارو کې د بهرنیو سرتیرو کرغیړني کړني ډب کړي.ښاغلی منګل که چیرته له انګریزانو سره د یوه سازش له مخې د هغوي دولت ضد او افغان ځپونکي اعمال زغمي نو باید ژر تر ژره دغه دنده پریږدي او زه د یوه افغان په توګه ډاډ ورکوم چې د ژوند تر پایه پوري یې د ټول کور مصارف ورکوم او هغه له دې ستر مسولیت څخه ژغورم.که چیرته په هلمند کې د ښاغلي منګل ماموریت ته وکتل شي دې ورور د چرګانو د یوه فارم له جوړولو پرته چې هغه هم د انګریزانو نه بلکه د کوم بل اروپايي هیواد په مټ جوړ شوی له پرانیستلو پرته هیڅ نه دي کړي.ښاغلی منګل چې د خپل ماموریت زیاته رسمي موده په کابل کې په رخصتیو تیروي یوه ورځ به د خپلو دغو ټګیو او په دنده کې د غفلت پور پرې کړي.هلمندیان چې د بل هر وخت په پرته اوس په دربدرۍ کې ژوند کوي او د لومړي ځل لپاره یې په سلګونو کورنۍ د فقر او جګړو له کبله کابل ته را کډه شوي یوه ورځ به خامخا له منګل څخه غواړي چې د دوي د ژوند پر سر یې ولي لوبي وکړي..دغه بي وسه او ځپل شوي پښتانه به څرنګه ګلاب منګل وبښي؟آیا ښاغلی منګل به ځواب ورکړای شي؟
د نازینی مور چې په کابل کې د خپلې لور لیلام ته اړ ایستل شوي او هغه مور چې د نیستۍ له امله یې د دریو کلونو لور د سختي ناروغۍ له کبله کړیږي او دارو درملو پیسې یې نه شته د ښاغلي منګل د ماموریت پر مهال له هلمند څخه دغو دربدریو ته اړ ایستل شوي دي.
همدا ګلاب منګل والي وو چې هغوي خپل کورونه، باغونه، کروندې او جایدادونو په تپه تیاره کې پریښودل او یوازي د تن په جامو کې د مرګ او چور تالا له ویرې له کورنو را ووتل.
دغه کورنۍ نه د طالبانو چې ورته ترهګر ویل کیږي او نه هم د کمونیستانو چې ورته د شوروي ګوداګیان ویل کیږي د واکمنۍ پرمهال له هلمند څخه کابل ته را کډه شوي دي.
ښاغلی منګل او د هغه مطبوعاتي ملګري په داسي حال کې چې دغه کډوال حتی د هلمند نه بولي د خپلي دغې نام بدۍ د پټولو لپاره هر هغه کس ته سپکې سپوري کوي چې غواړي د دغو هلمندیانو د حال او راتلونکي په اړه له هغوي څخه پوښتنه وکړي.
جالبه خو دا ده چې څو ورځي دمخه خبر شوم چې د همدغو دربدرو هلمندیانو د حکومتي واکدار ګلاب منګل د زوی واده په انټر کانټیننتال هوټل کې تر سره شو.
دغه انصاف ته وګوري….منګله ریښتیا چې ښه پښتون یې !تا خو ویل چې هلمند به جوړوم!د هلمندیانو اقتصادي ودي ته به کار کوم!امنیت به راولم!اداري نظام به جوړوم!
خو نه…………….منګل صایب مونږ نه پوهیده چې ته سوداګر یېنن دا خبره نه ردوم چې د هلمند ولایت مقام ته په پیسو راغلی یينوش جان ده شه خوره ، خوره، په خرپ یې خوره ….
ښاغلي منګل تا ته دغه په لسګونو زره ډالره چې په یوه شپه کې په کانتیننټال هوټل کې د څو دپړه مارانو او حکومتي مامورینو خوراک ته ځانګړي کړي ول، آیا له پلار څخه پاتي وو او که یې د همدې حکومت په دننه کې له بیلا بیلو لارو د همدې هلمندیانو په سر پیدا کړي دي؟
په پای کې ښاغلي منګل ته دومره وایم او بس:
خون ناحق دست از دامان قاتل بر نه داشت دیده باشي لکه های دامن قصاب را
دوی ته دا عار ښکاری چې کینی مخامخ یو بل ته
دوی ته اوس سخته ده چې ووینځي له وینې تورې
دي خو بیشکه ددې ښار د فرښتو قاتلان
خو چې دې خلکو چېرې پټې کړې رنګینې تورې
یو وخت به وی چې رود به وچ شی غر به شور نه لري
دوی که شینکۍ څېړۍ وهي او اشیانې ورانوي
نظری صاحب!!!!
ته خو په مستی اخته یی په رادیو کی په حقیقت نه یی خبر نو اخپله مستی دی کوه.
سلامونه او نیکی هیلی تاسو تولو د لراوبر د British او America جاسوسانو ته وراندی کوم کرچه د سلام ور هم نه یاستی خو دا یوه اسلامی او محمدی طریقه ده . ما شخصا د لراوبر په خپرونو باندی اعتماد او علاقه هم درلوده او په شوق می هر ورح خبرونه او نظریات مطالعه کول او ترنه راحی هم وم خو نن می چی ستا نظر د ساغلی کلاب منکل په اره ولوستل دا دروغین معلومات چی ته یی خلکو ته وراندی کوی د شرم حای دی کلاب منکل خاین نه بلکه خدمتکار د وطن دی ته پخپله یو ملی خاین او د دروغو تک بوتی یی د کلاب منکل د زوی واده تقریبا دوه کاله د مخه په اریانا کابل هوتل کی وشوه ما هم په هغه محفل برخه درلوده دومره دروغ وایه چی د هضم ور وی د شرم حای دی چی دروغ وایی تاسو او ستاسو دوستان تول د اسلام و د ملت خاینان یاستی….. ملی خاینان تاسویاست, نه والیان او مجاهدین تاسو هر وقت کوشش کری چی نفاق د قومونه په منح کی را منح ته کری پس خاین سپین وی که تور لک له خدایه وه وریری .
سلامونه ګرانو لوستونکو.
د هلمندوال صاحب نه مننه کوم چی یو ملی احساس لری، زما په آن خو هلمندوال صاحب حقیقت لیکلی دی، دا ځکه چی وای مشت نمونه یی خروار است، نو د هلمندوال صاحب دا خبره خو رښتیا شوه چی نظری د دولسم سند په لاس نلری او د تلویزیون ریس دی.(لکه څرنګه چی نظری هم منلې ده) نو دا د والی د کړنو یوه بیلګه ده چی د تلویزیون ریس یی ددولسم فارغه هم نه دی . نو دا سوال پیدا کیږی چی آیا په ټول هلمند کی داسی څوک نسته چی تر نظری ډیر پوه وی او د تلویزیون ریس سی؟ خو ښایی چی هغه پوه سړې بیا د نظری په څیر د والی د لاس کس ونه اوسی.
ګرانه وروره نظری دا د یوه ژورنالیست وظیفه ده چی حقیقت په ډاګه کړی نو که چیری هغه د خپلی وظیفی سره ډیر زیات خیانت وکړی نو دی په حقیقت خپله خوله پټه کړی، نه دا چی چاپلوسی شروع کړی. زه نه پوهیږم چی د نظری دغی کړنی ته په څه نامه ووایم؟ خیانت خو ډیر کوچنې لغت دی.
خو په آخر کی د هلمندوال د ملی احساساتو نه ډیره قدردانی کوم او ترینه ډیره مننه کوم چی داسی یو غږ یی پورته کړی. او نظری صاحب هڅه وکړه چی زده کړی دی تر یو ځایه ورسوې دا ځکه چی خدای خبر چی سبا ښاغلی منګل چیرته وی نو بیا خو یو بیسواده ته څوک ریاست خو څه ماموریت هم نه ورکوی( هر هغه څوک چی ددولسم نه هم فارغه نه وی هغه ته خو به بیسواده وایو او که نه؟)
خدای دی زموږ لاچاره افغانانو ناره واوری که نه خو نو دا داړه ماران به مو د بدن غوښی لاهم خرڅی کړی.
زمریال ځاځی
پت مې دوطن اود پښتو درسره وپالی
نورخومې قاتل ته قهرمان راباندې مه وایه
هر څوکه غربت او بې وسۍ خوله راتړلي ده
ګور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مه وایه
ښي جیبان يې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي
ډلې ته دغلوخو وزیران راباندې مه وایه
ما ستا په خاطر شفا خانه ویل روغتوته تل
اوس خونواشنا بیماریستان راباندې مه وایه
بر خه يې دځان په هریو کار کې مقدمه وي
دې ټیکدارانوته والیان راباندې مه وایه
زه (حسن) به ستا دبې وسۍ عذر ټول ومنم
مارته دړستوني خوجانان راباندې مه وایه
درنو دوستانو سلامونه او نیکی هیلی می ومنی، نه چی له خوبه پاڅم تلوسه می وی چی لومړی د افغانستان حالات په پښتو پاڼو کی وګورم بینوا او لراو برپاڼو سره روږدی شوی یم نو ځکه خو یی لومړی د صفحی په مخ راولم ولی ژرمی سترګی په بعضی مضمونو ولږیږی چی ویی لولم خدای شته خفه شم چی ولی په لراوبر کی په پښتنو والیانو پسی منفی تبلیغات خپریږی، زه نه وایم چی دا به پلکل په فساد کی ښکیل نه وی خدای عالم دی ولی په افغانستان کی د ټلوالی او نورو ټوپکماره ډلو له لاسه خلک پوزی ته راغلی ولی د هغوی خلاف په کی سه نشته خو دا څو د ګوتو په شمار والیان چی له جنایتکاره ډلو سره تړاو نه لری په مختلفو نومونو بدنامیږی وویریږم چی هسی نه چی لراو برته هم د شمالی ټلوالی وایروس لکه چی په واشنګټن پوست کی یی سرایت کړی نه وی ننوتلی ځکه څه موده وړاندی یی د ښاغلی مشعل د بدنامولو هڅه کړی وه له دی سره چی د لراوبر د پاڼی مسولین پوهیږی چی بعضی خارجی رسنی د پښتنو خلاف له ټلوالی سره همغږی شوی ولی بیا یی هم په شاغلی مشعل صیب پسی پروپاګند ته دوام ورکړ تر سو په راتلونکی کی د داسی روڼ اندو او په هیواد او پښتنو مینو والیانو مخه ډب کړی دا ځل یی ښاغلی منګل په نښه کړ چی په رښنیا هم یو له ګوته په شمار پښتنو والیانو څخه ده چی موخه یی هیواد ته خدمت او د پښتنی وقارساتنه ده هیله لرم چی د لراوبر ویب پاڼه به دغو مسایلو ته متوجی شی او د ټلوالی په خدمت کی د دغو پښتون ضد کړیو لیکنی خپری نکړی تر څو زموږ د ریښتنی پښتانه والیان او وزیران بدنامه کړی که د لیکنو شوق لری کولای شی د شمالی ټلوالی په لیډه غرو پسی لیکنی وکړی تر څویی پښتانه له شره خلاص شی هغه پّ پښتو کی متل دی وای چی له پردی زوی نه خپله لور ښه ده. موږ به تل د پښتنو دپاره خپل اواز اوچتوو او که چیری لراوبر د ټلوالی نه سه بسپنه د پښتنو د مخ پر ودی شخصیتونو د سیاسی وژلو په خلاف اخیستی وی موږ هیله لرو چی خپله د علطی ژر جبران کړی پّه پښتنه مینه
ایمل
تور *ر چی هر څومره په صابون ومینځی نه سپینیږی ،تاسو چی هر څونه سپیناوی وکړی سپینیدای نسی
تا سو په دوه یاد وه نیم زره$ وطن پلورونکی د پښتنو پر تندی تور داغ یاست لوی خدای زموږ د ټولنی څه ژر ورک که
احمدی ستا څخه پوښتنه
پر هلمند باندی زموږ افغانانو پخوانی لعنتی د ښمنان انګریزیان او وینی زبیښونکی بیرحمه جینایت کاره خاین امریکایان کله د خنجر ، کله د کوبرا او کله په نورو نومونو هره ورځ ډلیزی وژنی نکوی ؟؟؟؟
معصوم کوچنیان او او ښځی هره ورځ نه وژنی ؟؟
ا و دا خاین والی او نور چټل خوره بیدینه او بی مذ هبه سلاکاران د امریکایانو او انګریزانو پر ټولو ظلمونو او جینایتونو باندی خوله پټه نیولی نه ده ؟؟؟؟؟
ایا غدار امریکایی او انګریز فوجیان د هلمند څخه ښځی و نه تښتولی؟؟
ایا خاینو امریکایانو په هلمند کی د سپینږری بی پته او بی عزته نکړل ؟؟
ایا د مردار سوی مسود توپکاین هلته په یوه نوم او بل نوم پښتانه نه ځوروی ؟؟
ستاسو یرغلګرو بیرحمه بادارانو په تیر اته کاله کی موږ ته غیر له وینو بیول، وژل ،کونډی او یتمان کیدل څخه نور څه راکړی دی ؟؟؟
ایا دا والی دهلمندیانو په خوښه دلته راغلی دی اوکه خپلو یرغلګرو بادارانو دلته راوستلی دی ؟؟؟
ته د لعنتی غدرا امریکایانو دوه څړکونو یا کلینیکونو په بدل زموږ پت عز ت، ناموس ،خپلواکی قربانوی ؟؟؟
ای دوخت فرعونه خپل هامان چاته پریږ دې
دا دپرون ګران دنن ارزان چاته پریږدې
ولی د وتو خبرې داسی په ښکاره کوې
تاته په سجدو ستا بندګان چاته پریږدې
را دی ووړ څوورځو ریاست ته چي په غېږه کې
دا دبل په زور جوړ شوی خان چاته پریږدې
تاچي د موسی مقابلې ته راټول کړي وو
هغه جاه طلبه ساحران چاته پریږدې
چاچي دین وطن ستا له غوښتنو نه قربان کړلو
دواړې یې خطا شوې دا خواران چاته پریږدې
چا چی دغازی مډال دا ستا په ټټر ایښی وو
هغه میلمه پاله میزبان چا ته پریږدې
هیرې یې چی ټولې قربانۍ کړې ستا په مینه کی
دا دخیال څیرې او دا پوهان چاته پریږدې
دا چی خپل فرهنګ یې دفرنګ ترنامه ځارکړلو
دغه دغربی پاپ مریدان چاته پریږدې
څوک چی ستا په هیله هم له ننګ هم له حیا شو تیر
هغه د ډالرو یتیمان چاته پریږدې
دا چی ستا سورنا ته په نڅا دی تاته کارکوی
دا دصلیبی باغچې ګلان چاته پریږدې
زموږ مهاجرغولي ته دي ډیر لاسپوڅی راوړلو
اوس یې شرمنده پرسپین میدان چاته پریږدې
دهلمند وال په ځواب كي
ليكوال:يو بل هلمندوال:
28/12/2009
تر هرڅه مخكي زه تاسو ته تاوده سلامونه وړاندي كوم !
زه دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالي اوسيدونكى يم،كه اصلي رانه وپښتي نو دداډول خبرو منځته دورتلو علاقه هم نه لرم خو دليكوال او شخصي خصومت ګر هلمند وال په ځواب كي دالاندي كرښي ليكم هيله لرم چي ترلوستلو وروسته يي دهلمند وال د نظر سره پرتله كړي.
ګرانه هلمند واله ! تاسو پخپل ليكنه كي اقرار كړى دى او ليكلي مو دي دهلمند دوالي له لوري هره ورځ نه يوازي دسړكونو دكارونو دجوړيدو خبرونه وركول كيږي بلكي ستاسو په خوله چي منګل صاحب هره ورځ ديوې نه بلي ولسوالۍ دخلاصولو او ازاديدو خبر وركوي.
په رښتيا ته خبر يي ؟ايا دوالي محمد ګلاب منګل پيسي دومره ډيري دى چي ،لمر ،طلوع،اريانا،پژواك،بي بي سي ،دازادۍ راډيو،شمشاد،تمدن،بست راډيو او ډيري نوري رسنى يي هم پري رانيولى سي؟هلمندواله !تر دي مخكي چي خپل دكيني او حسد نه ډك زړه خالي كړي اويا خپل شخصي خصومت دمنګل په وړاندي ديوې كمزوري ليكني په ليكلود يوي ننګونه په څير كښيږدي په دې دي فكر ونه كړ چي رسني او دهلمند خلګ ددي هر رښتني اقدام شاهدان دي چي دهلمند والي ښاغلي محمد ګلاب منګل پورته كړى دى؟
زه غواړم ستاسو دهر ي ادعا په ځواب كي ځيني بيلګي كښيږدم،خو ګرانو لوستونكي ددې له پاره چي زما دليكني ټول پيغام دهلمندوال لوري ته متوجه نه سي او ستاسو لورى داسي بي معلوماتو پاته نه سي نو اړتيا ده ځيني ښكاره ثبوتونه او ځوابونه وليكم.مګر زه به كوښښ وكړم چي تر خپل حده بي طرفه پاته سم.
لمړى: هغه والي چي د لښكرګاه په لويديځ كي پرتي ولسوالى نادعلي او په جنوب كي پرتي ولسوالى ناوي ته دموټر له لاري سفر كوي،ددې له پاره چي دخلګو له غوښتونو او نيوكونه خبر سي ،اولنۍ اړتيا وي يي راواخلي او درغوني لاره يي پيداكړي،هغه نه ددې په خاطر چي له ولسوال نه مياشتنى راټول سوى ټكس واخلي
فكر نه كوي دهلمند په اوسنيو حساسو شرايطو كي ولسوالي ته دموټر له لاري سفر كول يوه غم شريكي ده ،فكر نه كوي داددې قوم له پاره يوه قرباني ده ،فكر نه كوي داهغه درد احساس دى چي نن زمونږ هره مور او هره لور پري اخته ده ؟!
كه چيري ما دهغه رښتنو خوبونه تعبيرونه نه واى ليدلي چي دهلمند والي يي هره شپه دهلمند دنجات له پاره ويني نو تا هلمند وال به دسلګونو نورو لوستونكو په څير زمامفكوره هم داسي خرابه كړي واى لكه دځان ده..
زه په ايمان درته وايم ،دهلمند والي كيداى سي ماسم وه لا نه پيژني مګر زه دهغه دايمان دارۍ په خاطر وايم چي نومړى ددې وطن دغم په خاطرضرور ديوه روحي مشكل سره لاس و ګريوان دى.ځكه ددې وطن ناخوالي په يوه ورځ نه هواريږي په داسي حال كي كه يي امكان درلودى نو نن به داتاسو ټولو ته والي محمدګلاب منګل په اثبات رسولي واى.
كه چيري منګل يو له عادي او رشوت خورو واليانو نه وي نو څه اړتيا لري چي ددولت له مخالفينو،قومي مافيا،تروريزم،نشه يي مواد،او ټولو هغه ننګونو په وړاندي جهاد اعلان كړي چي هلمند يي يوه بحراني حالت ته ورګزار كړ.
دوهم: هغه دي هير دى چي ددې ولايت دامنيت كړى ښار ته راكښته سوه،ښه خو د ي په ياد دي چي دناوي كمر بند دلښكرګاه پله ته راورسيدى؟ګران هلمند وال صاحب داهم هيروي چي اوس په هلمند كي خانشين،ګرمسير،او ناوه ولسوالۍ ترټولو باثباته ولسوالۍ دي او هر راز اولسي ژوند ته په كي زمينه برابره ده
دنوزاد خبرونه مي هغه بله ورځ واوريدل او په ډيرو نورو سيمو كي دامنيت هيله تر حضوره كيږي نو
كله چي يو څوك نه يوازي دمخاليف سره مباريزه كوي بلكي له تروريزم،فساد،قومي غښتلومافيايي لاسونو ، نشه يي توكو او ډيرو نورو سره جنګيږي، او دخپل كلكي مباريزي له مخي وخپلو ګرانو اولادونو ته په كابل كي دتروريزم او نشه يي موادود ترافيكو له خوا ويدي بلا ويښوي ،ايا داد رشوت او دپيسو دچورله مجبوريته كوي؟
دايوه معجزه ده چي زه دهلمند خلګوته دښه ژوند دبرابرولوپه خاطر خپل اولادونه بهرته دمهاجر په نوم استوم ،ځكه زه خو دلته دفساد سره جنګيږم او فسادګر ددي له پاره چي ماله خپل زور نه واچوي پراولادونو مي حمله كوي.
يو شمير كسان كيداى سي داهيروي او يا كيداى سي له تصور نه ليري وي چي ګلاب منګل له پلار او نيكه نه يو مالداره شخص دى،دكابل په شهزاده سرا كي دده په منګل نومي شركت هغه وخت زه خبر وم چي هيڅ ډول مقام او دولتي دنده يي نه درلوده.ماناداچي پيسه دار دپيسو لوږه نه لري.
محترم هلمند وال صاحب زه احساساتي نه يم خو ستاسو غير منصيفانه ليكني زور راكړ.
تاسو دمنګل صاحب ټوله اداره دغلو، كمونستانو،موچيانو،او ساعت پلورونكو څخه معرفي كړي ده .
ولي دي په مفكوره كي توازون نسته؟ ايا داسي ټكي نه وه چي هغه درنو هلمنديانو ته يي په تحفه كي وركړي كوم چي دهلمند دوالي سره كار كوي؟
زه دهلمند دوالي طرفداره نه يم ځيني نمګرتيا وي په دي اداره كي اوس هم سته ،كاشكي چي والي دهلمند رشوت خوره قاضيان محكمي ته راكش كړى واي
كاشكي په دي وطن كي هره روځ ديوه سړك په ځاى دوه جوړيداى،كاشكي ستاسو غوندي كسان په يوه ليكنه پوهيداى او داسي نور……….
خو داهرڅه هغه وخت كيدونكي دي چي ديوه چا په وړاندي ښه نيت ولرو،په دي ولايت كي دولتي نظا م نه بلكي په دي ولايت كي قومي نظام يو وخت حاكم وو،پخواني ډنډونه او ستونزي حل كول اسانه كار نه دى
دغه ټولوننګونو ته په يوه سر ماته وركول ستره دنده ده او زه يقيني يم چي محمد ګلاب منګل به ددې وطن دنجات لوبه وګټي.
تاسو دهلمند له والي نه ديوې لاري نه دبلي لاري پوښتنه وكړئ چي ته خپل ټول سلاكاران پيژني،ايا رښتيا هغوي ټول له تاسو سره دپكتيا نه راغلي دي ؟ يا !نه يي پيژني، نو څه فكر كوي دبيلا بيلو سيمو خلګ په دنده ګمارل او كارتري اخستل داستعداد او ظرفيت په خاطر نه دي سوي ؟
هلمند وال صاحب په لښكرګاه كي روان دبيا رغوني كارونه ،په ولسواليو كي ولسواكي،ټولينزي شوراګاني،دامنيتي اورګانونو ترمنځ هم اهنګي، دورځي په تيريدو ددولتي حاكميت پراخه كيدل ،دپوليسو اصلاحات،دولسواليو ښوونځي بيرته پرانستل او ډير نور دپيسو له حرس سره كيداى سي ؟نه خير، نو ولي يوازي دخپل شخصي مفكوري له لاري ديو شمير كسانو مفكوري خرابوي.
په ليكنه كي دي يو شمير ډير داسي ا رقام او مفصل مالومات موجود دي چي دشباهت له مخي ښه دي بد نه دي ،مګر زه ولي داسي فكر كوم چي تاسو به دوالي صاحب دهغه نږدي كاركوونكو نه ياست چي درشوت او فساد په ښكاره ثبوتونو يي ترزندان پوري يا خو رسولي ياست.او يا داسي تشويش كوي چي يوه ورځ به يي په منګولو ورسم.
دګرمسير دسړك موضوع ته راځم،په دي ښه خبر يم چي دهلمند دځينو لويو پروژو يو قراردادهم په هلمند كي نه بلكي په كابل كي كيږي،داګيله به تاسو دوالي صاحب په ځاى هغه چاته وړاندي كړى وايي چي دخپل وزارت نماينده ګي كوي او يا هم په وزارت كي ناست دي اوداډول قراردادونه كوي.
مګر په هلمند كي ترټولو ستره پروسه چي ديوه افغان اوهلمند ي په حيث يي سخته دفاع كوم هغه دفوډزون پروسه ده .
ددې پروسي پيسي يوازي دهلمند دوالي محمد ګلا ب منګل وښې طرحه سوي پاليسۍ ته وركول سوي خو په دي معني نه چي داوالي ته وركول سوي ،داپيسي او داپروژه په اصل كي دنړيوالو له لوري دهلمند خلګوته وركول سوي. ده ،تاسو ښه متوجه سئ ،پخواهم دلته دبديل معشيت په نوم پروګرام وو مګر ولي يي پراخوالى ونه مندى،ولي يوه بزګر ته اته بوجۍ اصلاح سوي تخمونه اوكمياوي سري ور نه كول سوي ؟
لږ خو دهغه او يا زره نشه يانونه لوري ته وګوره چي ددې وطن نوم بدوي،همدا منګل نه وو چي ۳۳،۷په سلو كي كوكنار او دهغه توليديي ۲۲ په سلو كي راكم كړ؟
په مونږ كي خو داعادت دى چي دبدۍ دكموالي په ځاى زياتى كوو ،كه چيري يوڅوك مونږ غوندي وي په رښتيا هغه په بدۍ كي كمى راولي ؟
دوالي ګلاب منګل له خولي مي خپله اوريدلي دي په راډيو كي يي ويل، تير كال په دي برخه كي ځيني ستونزي وي ،مګر سږ كال يي دستونزو دهواري په خآطر تر نوي زيات كسان زندان ته واستول سوه
كه چيري غواړم په غلو كي ژوند وكړم نو بيا ولي له ځانه نور غله خفه كړم.
په هرحال كه چيري دعقلي قوي نه استفاده ونه كړو رښتياهم ،يو سوال هم نه سوو جواب كولى،لږ سترګي وغوړوه او ډير كم فكر كه هم وكړي پوهيداى سي چي په هلمند كي څومره تغيرات راغلي دي.
هلمند وال صاحب ته خپله يو مجرم ګڼل كيداى سي ځكه چي دمجرم دفاع كوي،زه خبر يم چي دترويج مدير،دزراعت ريس،او دوالي صاحب تر ټولو نږدي سلاكار په پوره فساد او اختلاص شريك وه
دوي دخلګو پيسي تر ستوني تيرولي چي مخه يي همدي ګلا ب منګل ونيول.
زه په دي برخه كي دهلمند والي دپوره توجه غوښتنه كوم ،وايم چي دټولو نوي نيول سوو كسانو نه هغه پيسي هم دعدالت او محكمي په مرسته واخلي چي فساد ګرو غصب كړي دي.
محترم هلمندوال صاحب كوم عقل به داخبره له تااوستاله ملګرو سره ومني چي يو څوك دي دغير حاضرۍ په خاطر زندان ته استول كيږي.
مګر ته متوجه يي چي هر عمل ځانته اوصول لري،كه چيري ته غير حاضري كوي ،يوه ورځ نه دوي ورځي هم نه ،عذر نه لرم ،مريض هم نه يم او داسي نور……. فكر نه كوي دداسي كسانو په وړاندي بي تفاوته پاته كيدل خپله يوډول فساد باندي ځان ګډول دي؟
په دي هم خبر يم چي دهلمند والي دبرښنيا له ريس،او همدارنګه دټرانسپورت له ريس سره دخلګو دخدمت دكارونو دسوستيا په خاطر ښه دومره نه سي نږدي كيداى چي پيسي په ګډه وخوري،زه په يقين ويلى سم چي ددې دري كسانو يو ځاى كول دپيسو او فساد له پاره چي يو ځاى يي نوش جان كړي امكان نه لري ځكه هغوي هر يو ځانته ددې وطن خادمان وايي او هره ورځ دوالي محمد ګلاب منګل تر نيوكي په همدي خاطر لاندي دي چي كارونه يي سوستيا لري.
زما ډير سوالونه لاځواب دي،ګران هلمندوال صاحب نور نه په راتلونكي كي درته ليكم او نه يي دليكلو وس لرم ځكه داسي هري افساني ته ځواب وركول پوره خلاف ورزي غواړي
زه نور ستاسو وخت ډير نه نيسم همدالحظه مو يوه لنډه شيبه قضاوت اوژور فكر ته سپارم
قضاوت وكړئ او رښتنولۍ ته ځان ورسوئ
په درنښت
يو بل هلمند وال
کرانو او محترمو لوستونکو ته خپل د مینی سلامونه وراندی کوم د هلمندوال په سیر یو شخص نظریات ولولی نو بی له دقیق معلوماته لطفا حه مه لیکی اول پری غور وکری او بیا یی ولیکی ,خه خو دومره صرف وایم که د هلمند والی او سلاکاران یی په رشوت و نورو کارو اخته دی دهغه خو خه صرف د پیسو مسله ده , خه د هلمندوال حخه دا پوشتنه کوم که ته په رشتیا په هیواد مین شخص یی نو دا نور جنایتکاران حخه ولی سپیناوی نه غواری رشید دوستم په زوهاو کسان یی مره د خلکو په ناموسو یی تیری وکری کابل یی وران کر وطن یی وپرولل او د ترکی جاسوس هم دی د هغه په سیر داسی نوری حیری لکه سیاف خلیلی عطا محمد نور قانونی او داسی نور چی افغانان او افغانستان یی تول وپرولل ته که په رشتیا په وطن مین یی نو په خارج که حه کوی ولی وطن نه راحی , په خدا دیر درته شرم دی لکه وشرمیره چی داسی خبری لیکی زما په اند اصلی خاین جاسوس قاچاقبر او ملی خاین خو ته یی , دیر درته د شرم حای دی چه هر وقت د تعصب حخه تک مسایل په خپلو لیکونو کی خایه وی نور درته خه نه وایم خدای دا تا وشرموی ….
ټولو درنو لوستونکو ته !
له بده مرغه يو شمېر لوستونکو د لراوبر لخوا د ورکړه شوي واک څخه داسي ناسمه استفاده وکړه لکه د افغانستان ځيني چارواکي چي له خپله واکه ناسمه ګټه پورته کوي .
لراوبر خپلو لوستونکو ته د يوې موضوع په اړه د نظر څرګندولو اوتبصرې ورکولو اسانتيا ورکوي خو ځيني کسان له دې څخه د شخصي تبليغ او نور د افرادو اواشخاصو د سپکاوي لپاره کار اخلي .
لراوبر خپل هر لوستونکی پيژني او دا هم کولای سي چي د هغو لوستونکو پرمخ د لراوبر پاڼه بنده کړي څوک چي له دې اسانتياو ناوړه ګټه پورته کوي يا د قلم او کلام عفت تر پښو لاندي کوي .
لراوبر دغسي کسانو ته په بيا بيا يادونه کوي تر څو د هغو کسانو چي سالم نظريات څرګندوی مخه ونه نیوله سي .
دداسي مهال د رارسېدو په هيله چي د توپک پر ځای قلم وچلوو او دا چلول د پښتو او پښتونوالي په رڼا کي زده کړو .
په درناوي
ستاسو د لراوبر همکار
عبدالله احسان