هغوی ددې غرونو په لمنو کي زموږ ځالي جوړي نه پريږدي، هغوی زموږ ځالو ته څيرمه خپل پنډ غالي اباد کړي دي،هغه ډير بدرنګه مارغان دي. زموږ په شان نه دي، ورته مارغان دلته د هري پيړی په دوران کي زيات راځي کله ځي او کله مړه پاتي کيږي.
خو د نني وخت خپلي مرغی را ته هر وخت وايي، زړي خبري مه کوه! او وايي کومه ګټه نه لري.هر څوک چی مړه شول، يا له دي ځالو وشړل شول. هغه هسي کيسي دي. هغه مه یادوه!؟.
خپلی مرغی می فکر نه لري چي، موږ پدي ځالو کي د هغو زوړ وخته څخه پاتي يو، موږ نوی نه يو! د بدرنګه مارغانو راتګ هم نوی نه دی؟. موږ دې ته ورته مارغان په تيرو وختوکي دوحي د نازليدو وروسته په سر سر ويشتلي دي.
دې بدرنګو خو زموږ د غرو په مينځ کي ليکي ويستي و زموږ ځالي په دوه برخو وویشلي، زموږ د ها غاړي د پنډغالو نه د وخته په تيريدو سره هغه ښکليو مرغيو سندري شروع کړي. او موږ د هغه وخت راوروسته کله د غرونو سرکي او کله د ځمکي پر سر نا ارامه الوتني کوو.
دا بدرنګ مارغانو سره زموږ څو مر غیو هم خپله رنګونه بدل کړي دي. او دهغوی سره يو ځای الوزي.
دا کيسه ډيره لویه نه ده. يوازي د بدرنګو مرغیو ده. نوري ټولی مرغی ښکلي دي.
خو دا زموږ کيسي دي،چی موږ د هغه د بدرنګه مارغانو لا خوا ښکار کيږو. خو هغو ی اوس ډير ښکارونه کوي، هغوی اوس د لیکي بل لورته زموږ سندري وژنی، هلته بل څه نشته، زموږ سندرې دي. يوازي سندرغاړي مرغان! هغوی دخوشحال مرغان دي هغوی د غفارخان مرغان دي هغوی سندری وايي. هغوي موږ ته سندري وايي.
بدرنګه مارغانو! داسي ډيروخت راغلی دی، چي موږ د ابابيل په څير ډير غټ فيلان په مځکه ويشتي دي. نو پريږدي زموږ سندري مه وژنی؟ مه وژني؟
بدرنګ مرغان زموږ سندري وژني، خو هغوی زموږ په الهامونو نه پوهيږي، هغوی ته زموږ اوږدي کیسي ټوکي ښکاري
دلته احساسات شته، لا سوځيدلي نه دي، هغوی زموږ جادوګر رنګونه نه دي ليدلي. پدي غرونوکي دا الو تیو مرغیو ته اوس لا هم د غيرت وحي شته. خو لا نازلي شوي نه دي.