کور / خبرتیا او پيغامونه / په لغمان کي له ژورنالستانو سره د ملي اردو ناوړه چلند وغندل سو

په لغمان کي له ژورنالستانو سره د ملي اردو ناوړه چلند وغندل سو

کندهار مېشتو خبريالانو په لغمان کې له ژورنالستانو سره د ملي اردو ناوړه چلند وغانده

کندهار
د ليندۍ ١٩ مه، ١٣٨٨

د کندهار ولايت خبريالانو او د سوېلي اسيا د خپلواکو ژورنالستانو ټولنې (سفما) د يوې غونډې په جوړولو سره، د ملي اردو له خوا په لغمان ولايت کې پر يو شمېر خبريالانو د مخامخ ډزو، وهلو او ډبولو پېښه په کلکه وغندله او له هغوى سره يې خپل يووالى وښود.

دوې ورځې مخکې د ملي اردو ځواکونو په مهترلام کې د شمشاد، طلوع او پژواک خبري اژانس پر خبريالانو هغه مهال ډزې وکړې او هغوى يې ووهل، چې د امريکايي ځواکونو له خوا د عامو وګړيو د وژنې په غبرګون کې يې د خلکو د لاريون په اړه راپورونه چمتو کول.

په دې پېښه کې د پژواک خبريال عبدالمعيد هاشمي، د شمشاد خبريال طاهر ساپى، کمره مين زړګى او د طلوع خبريال زيرک فهيم زيانمن شوي وو.

کندهار مېشتو خبريالانو او د سفما ټولنې نن د ليندۍ په ١٩ مه، په نورجهان هوټل کې د يوې غونډې له لارې دغه پېښه په کلکه وغندله او عاملينو ته يې د قانون په چوکاټ کې سخته سزا وغوښته.

په کندهار کې د سفما سيمه ييز مشر او د امريکا ږغ اشنا راډيو خبريال فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې څه مودې را په دې خوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې له خبريالانو سره د تاو تريخوالي ګڼې پېښې شوي، خو دولتي ارګانونه يې تل په وړاندې پټه خوله پاتې شوي دي.

هغه زياته کړه، د لغمان ولايت په مهترلام ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لورې داسې مهال پر خبريالانو مخاخ ډزې کېږي او هغوى وهل کېږي چې ولسمشر کرزي د دوهم ځل ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې د بيان پر ازادۍ او د خبريالانو د ژوند پر مصئونتيا ټينګار وکړ.

نوموړي له دولتي ارګانونو وغوښتل چې د ختيځو ولايتونو د ژورناليستانو حيثيت بيرته اعاده کړي، د پېښې عاملين ونيسي او قانوني سزا ورکړي.

د ازادۍ راډيو خبريال دوا خان مينه پال هم د يادې شوې پېښې د غندنې تر څنګ په راتلونکې کې د دغه راز پېښو د نه تکرار غوښتنه کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په خپله دولت د بيان پر ازادۍ او ډيموکراسۍ ټينګار کوي او وايي چې په تېرو څو کلونو کې يې د همدې لپاره کار کړى، خو ډېر ځله ليدل شوي چې په خپله هغوى دغه چاره تر ګواښ لاندې راوستلې ده.

د هغه په خبره، په دې وروستيو کې د ټول هېواد په کچه د خبريالانو کارونه ستونزمن شوي او ډېر مهال دولتي چارواکي د پېښو د سپيناوي او خبرونو د برابرولو پر مهال له هغوى سره نه يوازې دا چې لازمه مرسته نه کوي، بلکې په وړاندې يې خنډونه جوړوي.

دى له دولت څخه غواړي چې د خبريالانو ژوند ته پام وکړي او اړوند ارګانونه او ادارې د ژورنالستانو له حقوقو خبرې کړي، تر څو په راتلونکې کې ورته ستونزې تکرار نه شي.

تبصره نسته

  1. ‏2009‏/12‏/09
    په پكتيا كې ژورناليستانو دلغمان ولايت د ورستۍ خونړۍ پېښې په هكله چې پكې دملي تلويزيون پخوانى خبريال احسان الله (شهيد زوى) په ګډون ګڼ شمېر عام وګړي وژل شوي ، خواشيني ښودلې اود ملي اردو سرتېرو له خوا د لمر او شمشاد تلويزيونو او پژواك خبري اژانس خبريالانو وهل ټكول يې وغندل .
    دملي ار دو سرتېرو پر هغو مظاهركوونكو ډزې كړي چې د لغمان ولايت په وروستۍ خونړۍ پېښه كې يې د وژل شويو عامو وګړو جنازې د ولايت مقام ته د غبرګون ښودلو په نيت ليږدولې .
    په دغه پېښه كې نه يوازې دملي اردو سرتېرو پرو مظاهر ه كوونكو ډزې كړى بلكې د ژنا ليستانو سره د چال چلند نړيولو قوانينو پرخلاف يې د يادو رسنيوپر ژورناليستانو د ډزو ترڅنګ د شمشاد تلويزيون خبر يال طاهر ( صافي ) او كمره مين يې زړګۍ وهلي او ټكولي هم دي .
    دپكتيا د آزادو ژورناليستانو ټولنې ټولو غړو د غه عمل وغانده او د داشانې ناوړه اعمالو دبيا نه تكراريدو په خاطر يې د دولت او په خاصه تو ګه د ملي دفاع وزارت له اړوندو چارواكو څخه يې د پېښې د عاملينو د نيولو او په سزارسولو غوښتنه وكړه .
    د يادولو ده چې څو ورځې وړاندې هم په کابل کې د سپهر په نامه د يوه ټولويزون خبريال او تصوير اخستونکې د پوليسو لخوا وهل شوي .خو تر اوسه پوري يي د پلټنو پايله نه ده معلومه .