د برودګریم (Brüder Grimm) لنډه کیسه د ویکي پېدیا (Wikipedia) څخه ژباړه سوې ده . دا کیسه ده د « شنې ویتچشن » (Schneewittchen)
یوې ملکې غوښته، چې یوه لور ولري . د ژمي ورځي وي؛ دا د کړکۍ پر خرن ناسته وه یو شی ئي ګانډه . واوره اورېده؛ دې د واورو پاغوندو ته کتل، چې په ګوته ئي ستن جګه سوه او ویني ئي لاندي په واورو کي څه څېدلې . او په دا سپینه واوره کي دا سرې ویني ښکارېدې . د کړکۍ چوکاټ ئي د تورچندڼ لرګي څخه جوړ سوی وو . ملکه په دې اندېښنه سوه که خدای (ج) لور راکړه، چې سپینه وي لکه واوره او سره ښونډان ئي وي لکه ویني او وېښتیان ئي دغسي تور وي لکه د چندڼ لرګی . خو د ملکې د غوښتیني سره سم خدای (ج) دغسي یوه شاایسته لور ورکړه . ملکه ورسته تر یو څه مهاله مړه سوه . یو کال ورسته د ملکې له مرګه باچا بله ښځه وکړه . دغه ښځه ښاایسته مغروره او ډېره ځان غوښتونکې او بد ښځه وه . دې ښځي نسو زغملاي، چې تر دې دي بله ښاایسته هم وي . کله چې ملکه و خپلي پوهي هنداري ته ورغله او ځني وې پوښتل : په دې باچاهۍ کي څوک ښاایسته دی؟ هنداري ورته وویل : په ټول ملک کي « شنې ویتچشن » ښاایسته ده . ملکې خپل یو ښکاري را وغوښت او ورته ئي وویل :
(« شنې ویتچشن » بوزه په ځنګله کي ئي مړه کړه او د ثبوت لپاره د دې زړه او سږی را وړه)! ښکاري دغه شازدګۍ بوتله خو مړه ئي نه کړه . دا ئي په ځنګله کي ایله کړه . خو د ثبوت لپاره ئي دیوه ځوان ژوي زړه او سږي ورله راوړه . « شنې ویتچشن » په ځنګله کي راغله پر یوې وړې خوني باندي پېښه سوه . په خونه ننوتل که ګوري، چې پر مېز د اوو «۷» کسانو لپاره ډوډۍ پر مېز جوړه سوې ده . دې له هره غابه څه وخوړه او له هره ګلاسه ئي څه وچیښل . کله چې تیاره سوه؛ اووه «۷» کوچینې وړکي سړي راغله . دوي په یوه معدن کي کار کاوه او په دغه وړوکي کور کي اوسېده . دوي چې مېز ته کښېناسته هک پک پاتي سوه، چې د دوي له غابو نه چا ډوډې خوړلې ده . او د ګلاسو څخه ئي اوبه چيښلي دي . او د اووم سړي په بستره کي یوه انجلې ويده ده . په داسهارئي « شنې ویتچشن» خپله کیسه دوي ته وکړه . کوچینو وړکو سړو ورته وویل : ته زموږ سره په
کور کي ژوند کولاي سي او زموږ کار به هم کوې! تاته هیڅ څوک هم ږغ نه کوي . ملکې بیا د خپل پوهي هنداري څخه و پوښتل : څوک په دغه باچاهۍ کي ښاایسته ده؟ هنداري ځواب ورکی : « شنې ویتچشن » د دغو غرو وشاته د اوو «۷» کوچینې وړوکو سړیو سره چې ځان ئي پټ کړی ! درېواره ملکې هڅه وکړه، چې « شنې ویتچشن » مړه کړي . ملکه د سوداګر کالي اغوندي راځي ؛ یو وار د بوټو په ندو، بیا په ږمنځي او په پاي کي په یوې مڼې سره زیار باسي، چې « شنې ویتچشن » ووژني ! په لومړي دو ځلو کي دغه اووه کسه مرسته ورسره کوي دغه انجلې له مرګه خلاسوي . په درمه پلا زهر ورکولو کي دا په یوه ښیښه ئي تابوت کي ایږدي، چې داسي ښکاره سي، چې دا ويده ده .
د یوه باچا زوی پردغه تېریږي « شنې ویتچشن » په تابوت کي ویني او پر مین کېږي . د باچا زوی تاببوت را اخلي د کور خواته ځي . نابوبره ئي پښه په یو ریښه کي اړیږي او لویږي . پر دغه مهال د « شنې وینچششن » له ستوني نه زهري مڼه رالویږي . سمدلاسه « شنې ویتچشن » را کښېني . د باچا زوی او « شنې ویتچشن » واده سره کوي او د واده په مېله کي دغه بده ښځه هم خبره وي او دا راځي . د دغي ملکې د بدو کارو په وړاندي دې ته د اوسپوني ډېري تودې څپلۍ ور په پښو کوي، چې په دغو سرو تودو اوسپېنیزو څپليو کي نڅا کوي ، دا د مرګي ستړې کېږي او لوېږي .