یوه ورځ چی له دندی خلاص شوی او کور ته تللم، ډیر تلوار می هم درلود په لار کښی راته یو نفر نیغ ودرید او له ما نه یی د یوی انجلی پوښتنه وکړه
” وروره د ریحانی کور دی لیدلی ”
حیران پاتی ووم چی په څه ډول یی پوه کړم او ورته څه ووایم خو بیا می هم تری داسی و پوښتل
” ریحانه… د چا لور ده…”
هغه چی راته همداسی رډی رډی کتلی بیامی تری و پوښته
” د ورور، یا د پلار نوم دی یاد نه دی ”
بیا یی راته حیران حیران وکتل. زه هم نه پوهیدم چی اوس ریحانه ورته له کومه پیدا کړم. هلک ته می کتلی چی حیران پاتی وو څرنګه انجلی پیدا کړی او زه هم حیران ووم چی ولی یی په دومره خلکو کی زه ودرولم او رانه د ریحانی پوښتنه وکړه. حیرانتیا می لا هم زیاته شوه چی کله یی د هغی څو نښی ووایل نو دا انجلی هغه څوک وه چی اکثراً به له ما سره یو ځای سرک ته وتله او څو ګامه پورته به یی خپل بس ته انتظار ایست.
زه به لا ولاړ ووم چی هغه به په بس کی سپره زما له مخی می تیریده. انسان دی نو شاید کوم شی ته به یی کتلی خو ما ته داسی ښکاریده چی هره ورځ چی کله بس ته پورته کیږی ما ته یو ځل خاماخا ګوری او راسره خدای پامانی کوی او یا غواړی مخکی له تګ نه می یو ځل بیا هم وګوری. دومره به خو پوه شوي وي چی ما هم ورته زیاته علاقه درلوده او هره ورځ به می څارله چی ګوری یا نه. یوه بوختیا وه، خو انجلی دومره ښایسته وه چی نه یواځی زه بلکه د چاپیریال او شاوخوا نورو خلکو به هم په سترګو څارله او داسی به یی ورته کتلی لکه چی کوم وخت یی انجلی نه وی لیدلی. انجلی زموږ له کوڅی نه یو څو کوڅی پورته ژوند کاو. یو څو ورځی چی د هغی په پل رهی شوی ووم کور می هم ورته ولید او پلار می هم ورته ولید چی زیادتره وخت به د کورد مخی وني اوبه کولی. یو غریب د دولت مامور وو هغه می هم پیژنده. زوړ سړی چی د روزګار په غم کی ډوب وو. له چا سره به یی کله صحیح روغبر هم نه کاوه یا به چورتی وو، خدای خبر نو… خو لور یی ډیره ښایسته وه. او کله به می چی د هغی انتظار وایست تر یو دوه ساعته به می نه لیدله نو همدا وو چی نور به می هره ورځ د هغی انتظار نه ایست.
بیا می هلک ته پام شو او تری می په چټکی چی نور می هم حیران کړ داسی و پوښته
” څه کار د دی ورسره ”
” زموږ سره یو ځای کار کوی”
“خو زنګ ورته وواهه ”
” نمبر یی راسره نشته دی”
” زما دی ولی راساً و پوښته ”
“ته می په ایستګاه کی ډیر لیدلی یی چی د هغی تر څنګ به ولاړ وی.”
” ښه داسی معلومیږی چی ډیر وخت کیږی چی تر نظره دی نیولی ده. ټول ګاوندیان یی هم پيژنی ”
” نه داسی نه ده هغه به می هره ورځ لیدله چی کله به موټر ته جګه شوه نو تا ته به یی هرو مرو یو ځل کتلی…”
موسکنی شو او بیایی داسی دوام ورکړ
“پدی نه یواځی زه، بلکی د موتر ټول مامورین پوهیدل… هغوی داسی انګیری چی ته به یی هم مین وی… همداسی نه ده.”
له دی خبری سره می په زړه ډک وکړ او دا هیله یی را ژوندی کړ چی که خدای کاوه دا به هم را باندی میینه وی خو خدای خبر… چی کله می په څنګ کی ولاړه وی ولی راته نه ګوری او نه هم خبری کوی… شاید شرمیږی. بیا می هلک ته پام شو ما ته یی په حیرانتیا کتلی او ځواب ته سترګی په لار وو. ورته ورته می په خندا داسی وواییل
” زه څه نشم ویلی خو هغه ډیره ښایسته انجلی ده”
” هو ښایسته خو ده… هغی ما ته خپل د کور پته راکړی وو خو زه پدا کوڅو کی ښه بلد نه یم که ما ته لاره وښیه چی کور یی پیدا کړم ”
” مرکه خو نه لیږی؟”
” نه بل کار دی”
څه په سوچ کی ډوب شو او داسی یی دوام ورکړ
” هغه نن کور ته ناوخته راځی… له یوی بلی خورلڼی سره کومی واده ته لاړه. کور ته یی چی هرڅومره زنګ وواهه چا ځواب ورنه کړ… شاید آړیکی خرابی وی نو له ما یی وغوښتل چی ددوی کور ته لاړ شم او د کور خلک یی خبر کړم. که څه هم چی ما ته یی پته هم راکړي وه خو ما و نه شو کولای چی په پتی د هغی کور پیدا کړم نو همدا وو چی ته می ولیدی ما ویل ته به یی راته مکمله پته راکړی… تا به یی خو کور لیدلی وی که نه”
” هو لیدلی می دی خو زه اوس کار لرم… ښه ده له تا سره به لاړ شم او وروسته به خپل کار خلاص کړم.”
” ښه ده نو زه چی ځو”
دواړو سره یو ځای حرکت وکړ او تر څو چی د هغوی کور ته رسیدو دواړه غلی وو. د هغوی کور می ورته وښود او تر څو چی کیده له هغه نه می ژر واټن واخیسته او د دکان په لور رهی شوم. ما له کوره لږ لری یو دکان هم درلود چی د سینګار شیانو، قرطایسه دکان وو. که څه هم چی هلته هم د ښځو او د ښوونځی د هلکانو او انجنو ډیره ګڼه ګونه وه خو زه به زیاد وخت په پلورلو بوخت ووم. نورو خبرو ته می دومره پام هم نه کاوو.
***
دوه دری ورځی لا تیری نه وی چی یوه ورځ می بیا ولیده خو دا ورځ له نورو نه توپیر درلود. هغی د نورو ورځو په پرتله نوی کالی اغوستی یو څه سنیګار یی هم کړی وو، که څه هم هماغه انجلی وه خو نن ډیره ښایسته ښکاریده. ما سره نږدی ودریده او له روغ بړ نه وروسته چی معموله کړنه یی نه وه داسی یی په خبرو پیل وکړ.
” ستاسو کور هم په دی ګاوند کی دی”
” هو په دا لاندی کوڅه کی دی… ولی مو وپوښته”
” هیڅ زه خو تا هره ورځ په دی ځای کی ګورم، ما ویل چی کور به مو پدی ګاوند کی وی…”
” هو نږدی همدلته زموږ کور دی… تاسی خو هم پدا بله کوڅه کښی اوسیږی… که نه ”
” هو… تا خو زموږ کور هم لیدلی دی که نه ؟”
” هو لیدلی می دی ”
” هو، زموږ همکار ویلی چی ته یی ولیدی بیا یی له تا نه پوښتنه کړی وه… ډیره مننه”
” نه د مننی وړ نه دی… دا می خو دنده ده چی یو چا ته لارښوونه وکړم ”
” هو که څه هم ټول باید له یو بل سره مرسته وکړو خو… زموږ کور دی څنګه ولید”
” همداسی یوه ورځ ستاسو په کوڅه کی تیردم ته می ولیدی چی له یوه کوره ووتی، نو ما فکر وکړ چی همدا به ستاسو کور وی… نو کله چی هغه هلک د تاسو نښی وویل، زه پوه شوم چی دا تاسو ښیی نو راساً می یووړ او ستاسو تر کوره می ورساو.”
یو څه په سوچ کی ډوبه شوه او وروسته له هغی نه په شرم سره چی له مخ او سترګو یی معلومید، داسی په خبرو لګیا شوه
” تاسو تیلفون لری”
” هو لرم یی”
” زه وروسته له وظیفی نه پوهنتون ته ځم او شپی زدکړی کووم. کله کله راباندی ناوخته شی یا موتر پیدا نه شی او یا کومه خبره پیدا شی نو حیران وسم چی څه وکړم او کور څنګه خبر کړم. په کور کی مو يواځی پلار موباییل تیلفون لری هغه هم اوس زوړ شوی دی کله یی روښانه کړی وی او کله تری مړ شی. دی بیا تری خبر نه وی او هغه وخت بیا تری خبریږی چی غواړی کوم چا ته زنګ ووهی… کله خو یوه، دوه ورځی یی همداسی تیلفون ګل پاتی شی تری خبر هم نه وی… که امکان ولری نو د تیلفون نمبر دی را ته راکړه چی که کومه خبره وه بیا یی تاڅو ته وکړم”
زه چی د هغی دی خبری ته حیران ووم او نه پوهیدم چی رښتیا هم زما تیلفون یی ددی کار لپاره پکار دی… بیا می هم هغه وکړل چی هغی غوښتل. نمبر یی چی ولیکه نو بیا یی رانه داسی وپوښتل
” ته دوکان هم لری”
په زړه کی می وګرځید چی والله دا هم د تا په باره کی معلومات لری، شاید کومه علاقه مندی ولری که نه زما غوندی خو دلته ډیر نور هم شته چی هم ښکلی دی او هم پیسه دار دی. نو په آرامی می ورته داسی وواییل
” هو لرم یی. د قرطاسیه او سینګار د سامانونو دوکان دی له دی ځی نه یو څه لری دی. خو دومره لری هم نه دی که کله مو کوم شی په کار شو نو له ما یی واخلی.”
” هو ولی نه… اخلم یی… هغه تیره ورځ می د دکان مخی ته ولیدی. د دکان مخه دی جارو کووله”
” هو. والله تاسو خو هم مامور یاست په یواځی معاش ګوزاره ستونزمنه ده. مجبور چی په څنګ کی یی کوم بل کار هم وکړی که نه ژوند کوول امکان نه لری… یو څه له کار سره می ځان هم بوخت کړی دی ”
ما چی خبره خلاصه کړه د هغوی بس ورسید، نو هماغسی چی سترګی یی ښکته اچولی او نه یی غوښته چی زما سترګو ته چی په زیر زیر می ورته کتلی، وګوری،د خدای پامان ویلو سره یی د بس په لور حرکت وکړ. او چی کله بس ته دننه شوه نو بیا یی هم لکه پخوا را ته وکتل خو نن یو څه موسکنی شوه او د پخوا په پرتله یی په سترګو هم خدای پامانی وکړه. خو د دی دا کتلو په ما اور را بل کړ او ترڅو می یادیږی، د چا له مینی داسی بی حاله شوای نه ووم چی هغه ورځ وشوم.
وظیفی ته لاړم خو لکه پخوا نه وو. یو څه تغیر می په ځان کی لیده دا فزیکی تغیر نه وو، یو ډول روحی او معنوی تغیر وو. خوشحاله ووم او یو څه می ډیر خندلی یوڅو نور مامورین هم زما په دی ښکارنده بدلون پوه شوی وو، خو په خوله یی هیڅ هم نه ویل یو ساعت، دوه ساعته تیر شول چی د رییس د دفتر پیاده می د میز مخی ته ودرید او له ما یی وغوښتل چی د رییس اتاق ته لاړ شم.
حیران پاتی ووم چی رییس له ما سره څه کار لری هغه به تل لوړ پوړی مامورین غوښتل، نن یی له ما سره څه کار بند شوی دی. د میز له سره چی یو څو کتابونه، ورقی او اسناد جګ کړل او د رییس د اتاق په لور رهی شوم.
زموږ رییس یو کابلی وو. نرم او متین سړی وو خو کله کله به یی د بعضی وړو خبرو په سر درسره دومره جنجال کاو چی تا به وییل راسره شخصی دښمنی لری. بیا بد سړی نه وو خو دا اخری سیاسی خبرو او د ټاکنو له شروع څخه یی د یو چا پلوی کاو چی زما هیڅ خوښ نه وو. یعنی یو څه سیاسی خبرو هغه زما له مخی بد کړی وو، بیا هم زه په دی عقیده ووم چی هر څوک چی هر څوک غواړی ورته دی رایه ورکړی که کافر هم وی، زموږ یی پری څه. کوم ښه والی به یی پکی لیدلی وی خو بیا هم هغه څه چی اکثریت غواړی هماغه به کیږی. انسان هر وخت هغی خبری او خوزښت نه پلوی کوی چی د هغه ګټه پکی وی که څه هم بعضی خلک د خپل د ګټی له پلاره حتی د خلکو له وژلو هم سرپه نه کوی خو بیا هم انسان ته ښه دا ده چی که څه هم د خپل ګټی باید په نظر کی ونیسی خو عامه ګتی هم باید تر پښو لاندی نه کړی. خیر په هر صورت کله سړی نه پوهیږی چی څه کوی او څه ورته ښه ده.
د رییس اتاق ته ننوتم او چی کله یی اتاق ته ننوتم هغه له خپل ځایه جګ شو او د دروازی مخی ته یی ځان ورساو او له ما سره یی روغبړ وکړ. هیڅ پوه نه شوم چی نن ولی دومره مهربان شوی دی خو بیا می هم داسی و انګیرله چی شاید کومه خبره به یی اوریدلی یی چی داسی بدلون یی وکړ. یو څو شیبی می صبر وکړ او وروسته له یو څو خبرو نه رییس داسی په خبرو پیل وکړ.
” وزیر صاحب پرون په یوه لویه ناسته کی د تا نوم واخیست او شخصاً یی له تا نه مننه وکړه او تا ته یی یوه میاشت بخششی معاش منظور کړی دی او یو ستاینلیک یی هم لاس لیک کړی ده چی ته به یی لاس ته راوړی. زه به صبا بل صبا د دی په خاطر یو محفل هم ونیسم او له تا به رسماً مننه وکړم.”
زه یی نور هم خوشحاله کړم. رییس په مخ مچ کړم او ما ته یی ووایل چی ته زموږ د ریاست ویاړ یی. همدا وو چی وروسته له دی ټولو بیرته خپل دفتر ته لاړم. په فکر ډوب شووم ما ویل چی نن څه خبره ده چی ټول را باندی مهربانه شوی دی. هلته ریحانه وګوره او دلته رییس او وزیر، ټول زما د هوساینی او ښیرازی په فکر کی دی. شاید چی نن نوری خبری هم واورم چی هیڅ می په فکر کی هم نه ګرځی. خدای خو مهربانه دی
***
یو ساعت لا تیر نه وو چی بیا ټول ریاست له دی خبری خبر شوی وو او یو یو به په نوبت راتلل او ما ته به یی مبارکی ویله. ورځ په همدی خبری تیر شو. کارونه مو بس کړل او د مامورینو د بس په لور مو حرکت وکړ. یو څو شیبی مو لا په بس کی نه وی تیری شوی چی تیلفون زنګ وواهه نمبر می نه پیژند خو بیا می هم اوکی کړ او داسی می په خبرو پیل وکړ
” هلو ”
له بلی خوا نه می د انجلی آواز واورید چی په نری آواز یی داسی ووایل
” زه یم ”
” څوک ”
” ریحانه یم د تاسو ګاونډي”
” ښه، ریحاني جانی څه حال لری”
” شکر ده ښه یم.”
زه چوپ پاتی ووم او دهغی انتظار می ایست چی څه وایی. هغه بیا داسی لګیا شو
” تاسو هره ورځ دوکان ته ځی ”
” هو هره ورځ ځم”
“ښه ده ما وییل چی که نن دوکان ته ځی تر څو بجو به بیا دوکان کی اوسی ”
” تر شپږ نیمو بجو د ماښام اوسم … اوس خو ژمی دی شپږ نیمی ماښام قضا وی”
” خو ښه ده… نن زه ستا دوکان ته راځم یو څو کتابچی او یو څه د سینګار مواد می هم پکار دی ”
” په سترګو… ترڅو چی تاسی نه وی راغلی زه به دوکان بند نه کړم… هر وخت چی بیکاره شوی، درسونه دی خلاص شول بیا راشی زه به ستاسو انتظار باسم. ”
” ښه ده مننه اوس خدای پامان”
” خدای پامان ”
دا تیلفون زه نور هم خوشحاله کړم او په زړه کی می یو څه نوره هم تلوسه پیدا شوه چی هغه لا هم ما غواړی. که نه په دا لاره کی او حتی د دوی د کوڅی مخی ته خو هم همداسی یو دوکان شته نو دا ولی دومره لری او له نورو دوکانونو او ګند بیړ نه لری زما دوکان ته راځی. کومه بله خبره خو هم شته… لکه چی نن زما ورځ ده…
کورته چی ورسیدم ژر می کالی بدل کړل او په منډه دوکان ته لاړم او واز می کړ. د دوکان له وازولو سره د پیرودونکو بیرو بار شروع شو چی تر ماښامه می د چا خبره سر ګرولو ته هم وخت پیدا نه کړ.
نوی د ماښام لمونځونه شوی وو، یوه انجلی چی سر او مخ یی په پوړنی پټ کړی وو له ما سره یی روغ بړ وکړ. له آوازه یی پوه شومه چی ریحانه ده خو حیرانه پاتی ووم چی هغه خو سهار یی مخ لوڅ وی نو اوس یی ولی مخ مکمل په پوړنی پټ کړی دی څه خبره ده نو تری می داسی وپوښته
“ولی دی مخ پټ کړی دی؟”
مخ یی چی هماسی پټ وو له ما سره یی خبرو ته داسی داوم ورکړ.
” هیڅ… کله چی پوهنتون ته ځم مخ می پټووم ”
” ولی؟”
” په پوهنتون کی ځوان او بی تجربی ځوانان ډیر دی نو چی کله یو ښایسته پیغله وګوری ټول ورپسی روان شی. له همدی خاطره می مخ پتووم چی څوک می ونه ګوری”
ما په خندا ترای داسی په وپوښتل
” ښه نو د پوهنتون پری یی؟”
” نه پری خو نه یم خو کمه هم نه یم”
” کورته در باندی نه ناوخته کیږی”
“نه نن مو اخر ساعت بیکاره وو. د کور خلک فکر کوی چی زه اوس هم په پوهنتون کی یم”
له دی سره په خندا شوه او ما ته یی په ناز وکتل او د یوی خاص ډول کتابچی پوښتنه یی وکړه
ماویل شته راسره خو هر څومره می چی ولټوله پیدا می نه کړه نو له دی می معذرت وغوښت او د ذخیری کوټی په لور می حرکت وکړ چی د اتاق په شا کی وه. که څه هم دا زما د دوکان برخه وه خو کم خلک پوهیدل چی زه خپل دوکان کی پس کوټه هم لرم. د پس کوټی په لور می حرکت وکړ د کتابچو په لټولو بوخت ووم. یو څو شیبی پکی تیری شوی یو وخت وو چی په سر می یو سیوری ولید نو راساً ودریدم او مخ می د سیوری په لور تاو کړ. ریحانه می ولیده چی زما مخی ته ولاړه وه. سترګی می د هغی سترګو ته واړولی خو حیران پاتی ووم چی څه ووایم او څه وکړم. همداسی می چی هغی ته کتلی پوه شوم چی هغه هم ریږدی او نه پوهیږی چی څه ووایی لاس می اوږد کړ او د هغی لاس می کلک ونیو څو شیبی می انتظار وایست هغه هم پرته له دی چی څه ووایی همداسی یی ما ته کتلی ما هم لږ جرئت پیدا کړ اوبیا می بل لاس جګ کړ او د هغی په غاړه کی می تاو کړ. لږ می د ځان په لور را کش کړ هغه هماغسی چپه ولاړه وه او هیڅ یی هم نه ویل زما زړه کی تیر شو چی ددی راتګ زما دکان ته، پدی ماښام کی او زما پس کوټی ته دا څرګندوی چی دا هم له ما سره خوښه ده.. یو څو شیبی می نور هم صبر وکړ او بیا می سر نږدی کړ او هغه می په شوندو ښکل کړه نور نو پوه نه شوم چی څه راباندی وشول او یو وخت وو چی هغه می ولیده چی له ځایه جګه شوه یوه کتابچه یی له هټی نه واخیسته او ما ته یی داسی ووایل
” ته همداسی پروت اوسه زه در نه لاړم… بیا به غږیږو”
د خدای پامان ویلو سره له دوکانه ووت، زه لا هماغسی حیران په ځای پروت ووم.