ګوره ځويه! ته پوهېږې؟ کله چې ته پيدا شوې زه د خوشاليو نه په جامو کې نه ځايدم. د کلي چنارونو راسره خندل،کله چې دېرې ته لاړم سپېدارو له ډېرې خوشالۍ نه نڅل، مرغانو ورته سندرې ويلې او زغونو ( غز بوټی ) ورته سرينده غږه وله.
د کلي ډلې ډلې ځوانان راتلل چا به اتڼ کاوه چا به د خوشاليو نه ډزې کولې، حجره له مېلنمو څخه خالي نه وه. هره ورځ به مې ځوانانو ته پسونه حلالول.
د کلي ځوانو انجونو خو لا وار پخوا زموږ په کور کې د خوشالۍ چمبې وهلې او ستا راتلو ته يې هرکلی وايه. خو چې کله ته پيدا شوې خوشالي يو په دوه شوه او د ځوانو انجونو سره پخو او زړو ښځو هم ځانونه ميدان ته ورګډ کړل ستا تر څلويښتۍ پورې زموږ په کور کې د پښې ايښودو ځاي نه وو.
ما د بازار نه په منونو حوانی ( شريني) راوړی وو هغه ټول خلاص شو مګر خلک هماغسې ډلې ډلې راتلل. ستا راتلل زما ژوند ته نوی زېری وو ما ته بل ژوند و، زه بې څوکه وم ستا په راتلو مې څوک پيدا شول.
خو سپېره انقلاب ووڅنګه چې خوشالي زما په کور راخورېده دغسې ورځ په ورځ د غم څادر په هېواد هم راخورېده. وطن نه کډه په سر شو، پوله پټی پاتې شو خپل خپلوان په اشرق او مغرب وغورځيدو.
خو بيا هم هاغه ورځ راورسېده چې زه به له کاره ستړی ستوړی راغلم او تا به راته لالا وويل زما د ټولې ورځ ستوماني به ستا په يو لالا سره لکه درون بار له اوږو ښکته شوه.
ډوډۍ ته دې پپا ويلې چې لږ څه د خبرو شوې ملا ته مې کېنولې او بيا مې په کلار ښونځي ته ستا مخه کړه تاته مې قلم او کتاب په لاس کې درکړل. ستا د لمړۍ ورځې لوست مې داسې په ياد دی لکه همدا ساعت! چې ته له ښونځې نه راستون شوی وې ما درڅخه پوښتنه وکړه چې:
بچو! سبق دې وويل؟
تا راته وويل: هو
څه دې وويل؟
کلمه طيبه
ما درته وويل چې: بسم الله الرحمن الرحيم، کلمه طيبه ، لا اله ال …….
تا راټوپ کړ چې نه لا ها…. کمه طبه
خو هغه ورځ هم راغله چې تا کلمه طيبه وپېژنده، ځوانۍ ته ورسېدې. ما به درته ويل:
ګرانه ځويه! ته لکه د اسپې بهياڼ يې بايد د ژوند پيټي ته لږه لږه اوږه ورکړې چې باري شې.
ګوريه ځويه! تا ژوند کاوه خو په ژوند نه پوهېدې، تا کتاب لوسته خو په کتاب نه پوهېدې تا ليکل کولی شول خو نه پوهېدې چې څه ليکې ستا ښوونکو هم تا ته پام نه وو او يوازې ستا په ليک لوست يې بسنه کوله او ته يې يو لايق زده کونکي بللې.
ګوره ځويه! ماته پلار همداسې ويل مګر ما پرې غوږ نه ړپاوه خو زه هاغه وخت پوه شوم چې د اسمان ملايکو زما او زما د پلار لارې سره بېلې کړې او زه يې يو لوی ډيري خاورو ته کېناستم. د حالاتو غوښتنه وه چې په ريشتيا د ژوند بار زما پر اوږو رابار شو، خو زه دې بار ته برابر نه وم ځکه ما ځان نه وو باري کړی نو ملا مې ورلاندې کږه شوه او داسې کږه شوه چې لاتراوسه نه سميږي او ان دا چې د هر څه ولوېدم مګر څه وکړم؟
وخت بېرته شاته نه ګرځېده بس يواځې وم هر څه راته پردي وو او هر څوک رانه مخکې وو ما ته ډېر څه ياد وو ليکل او لوستل مې کولی شول او په هر څه پوهېدم خو بيا هم راته ځان ړوند او کوڼ ښکارېده هر خوا مې د مرستې په نيت د اميد سترګې اړولې خو هيچا مې لاسنيوی ونکړ.
ځکه ځويه! ما هم ستا په څېر ژوند بابيزه ګڼلی وويوازې هغه څه مې کول چې ما غوښتل خو نن له هر څه لوېدلی يم که څه کوم اول يې کولی نشم او که کولی يې شم نو وخت مې نه پريږدي.
ګرانه ځويه! په ياد ولره ژوند ډير نامرد خوی لري هيچا سره دوستي او خپلوي نه پالي هر چا ته ورپشا کيږي. خان، غريب، بې کوره، کورواله، مساپر . يتيم او د کونډې ځوی نه پېژني..
دا هم په ياد لره چې لمړي ځل درپشا شو او ملا دې ورلاندې کږه نشوه بيا درسره دوستي کوي چې بيا له هر چا ښه دوست دی او په هر ميدان کې تا بريالی کوي.
هن دا هم له ياده ونه باسې که چېرته دې ملا ورلاندې کږه شوه او يا دې وغورځاوه او تېښته دې ځنې وکړه نو بيا داسې يو څپېړه هم درکوي چې تل لپاره دې بيا له سر پورته کولو څخه غورزوي نو ناکام شوې، د ژوند په ښونځي کې ناکامي اوکاميابي يو ځل ده بيا بياخوارۍ ته اړتيانلري.
د ناکامۍ وروسته بيا اړ يې چې له خلکو ځان بېل کړې نو بيا به يا له ځان نه پير، تعويز ګر او يا هم جادوګر جوړوې او يا به هره ورځ ځان په هستريک ناروغيو اخته کوې، چې دا ټولې چارې د ناکامه ژوند بدې تحفې دي ځان ترې وساته.
ژوند په ښونځي او کتاب کې نه زده کيږي ژوند ځان ته ښونځی او کتاب لري چې ټولنه ده.