" /> " /> " /> " /> يو ناروغ ظاهراً ۲۳ کاله د کُما په حالت کښي وو – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / يو ناروغ ظاهراً ۲۳ کاله د کُما په حالت کښي وو video

يو ناروغ ظاهراً ۲۳ کاله د کُما په حالت کښي وو video

يوبلجيمی ناروغ [روم هاوبن – د انجينرۍ پوهنځۍ محصل ] د ناسم تشخيص له امله ۲۳ کاله په روغتون کښي د کما په حالت کښي بستر وو .


نوموړي د ۱۹۸۳ کال د نومبر پر ۱۹ مه نېټه د درو نورو ملګرو سره يو ځای د (جودو) د تمرين څخه د راستنېدو پر مهال موټر ټکر کړ او روغتون ته يوړل سو چي د يو څو معايناتو څخه وروسته د کُما په حالت کښي بستر کړل سو خو ۲۳ کاله وروسته دده د خور او د اعصابو د يوه ډاکتر (سټېفن لاوريز) په هلو-ځلو روښانه سول چي نوموړی يوڅه درک کولائ سي .


نوموړي و يوې برطانوۍ ورځپاڼي ته د(ټايپ کړي) مرکې په مټ ويلي دي چي  ژوند زما دپاره  زما د دوهم پيدايښت په مانا دئ ، دی وايي چي ما به غوښتل نارې او چغي ووهم خو زما اواز او ږغ به هيچا نه اورېدئ  .


دده (۷۴)کلنه مور وايي چي موږ  يو ځل دی د شپې تر دوو بجو دده د خور واده ته هم بېولئ ووخو زموږ باور نه کاوه چي ده ته ووايو چي سترګي دي ورغړوه او ده دي نو همغسي کړي وائ ، خو اوس يې هم زوی ډېر خوشحاله دئ او په وارو -وارو همدا وايي چي زه نبات نه يمه؛ د نبات کلمه نوموړي د ډاکترانو او نرسانو څخه اورېدلې وه چي دده په اړه به کله  ږغېدله، دده هغه صحنه هم ياد ده چي وايي يوې نرسي مي لاس پورته کئ او بيرته يې ايله کئ او ويې ويل چي هيڅ هيله ورته نسته .


که څه هم دده ټوله وجود فلج وو خو ده پر خپل شاوخوا  ټول جريانات او خبري -اتري اورېدلائ او درک کولائ سوائ، نوموړی چي اوس ۴۶ کلن سوئ دئ، د کورنۍ او ملګرو سره د يوه خاص کمپيوټر په مرسته خبري کوي .




وېډيو :




تبصره نسته

  1. الله اكبر الله اكبر الله اكبر

  2. دلراوبر نه په مننه هيله ده چي لژنورمعلومات هم ددكس په باره كي پيدا اومحترمو لوستنكوته وړاندي كړي

  3. Yes it is right, i know one person in my village he is in Coma since 5 or 6 years

  4. دیر شه او جالب مطلب ده خدای دی وکری چه لروبر داسی په زره پوری مطالب خپاره کری

  5. ان الله علي کل شي قدير ژباړه حق تعالى پر هر څه قادره دي چي يوه ښه بيلګه يې دا ده چي په سترګو يې وينو

  6. ورونو!
    له پاسني واقعي څخه عبرت واخلئ او له الله ج څخه وويرزئ

    مننه
    ابو نصرت

  7. دادي کفار پخپلو کي دومره شيرين دي خو فرضا که چيري دا افغان وای نو د کوما په اوله هفته به يې د بدن پاته غړي ليلام وله .

  8. الله اکبر
    امیدلرم چی اوباما به هم همداسی دکوما سختی تیروی ځکه چی ډیرمسلمانان یی دکوماپه حالت کی شهیدان کړل