ډېر وخت وروسته ورسره مخامخ سوم. راته ويې ويل:
چيري يې چي نه معلومېږې. ډېر وخت کيږي چي زموږ خپرونو ته ليکني هم نه راکوې. ټولو ته دي شا ورګرځولې ده . په انټرنيټ کي دي لا کله کله ځيني ليکني وينم. ولي دي له ټولو داسي ليري والى غوره کړى دى. څه پېښه ده، زموږ څخه خو به نه يې خوابدې سوې ؟!
کرار مي يوه سپکه مسکا وکړه او ورته ومي ويل:
نه ! خداى(ج) دي نه کوي چي زه به ستاسي څخه خوابدې کېږم . داسي کومه خبره نه ده. پر ما ستاسي او د نورو نړيوالو رسنيو هيڅ توپير نسته . که رشتيا غواړې خبره داده چي د څه ليکلو لپاره دوو لوستونکو سترګو ته اړتيا سته، خو له بده مرغه هغه دلته ډېري لږ پيدا کيږي.