نن د پنجشنبې په ورځ ولسمشر كرزى د راتلونكو پنځو كلونو لپاره لوړه وكړه .
د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو له خوا پرون اعلان وشو چي د لوړي مراسيمو د ښه امنيت په خاطر د كابل ښار ته راغلي او ښاري لاري د ترافيكو پر مخ بندي دي.
د كابل ښار سړكان د چهار شنبې له ماځيګر څخه په تمامه مانا د موټرو پر مخ بند دى، د ښار د ګني ګوڼي ډك سړكان نن تش دي، د بهرنيو ځواكونو او رسنيو موټرانو ته هم اجازه نه وركول كېږي.
دغه راز د کابل د هوايي ډګر هوايي کرښه هم د حاجيانو له ځانګړو الوتنو پرته د نورو ټولو سوداگريزو الوتنو پر مخ تړلې ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ د رسنيو دفتر وايي چې په دغو مراسمو کې به د شاوخوا پنځه څلوېښت هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي ګډون وکړي .
د ولسمشرۍ د دفتر يو وياند حامد علمي وايي د بهرنيو مېلمنو د ښې پالنې او امنيت په خاطر د کابل هوايي ډګر هم د پنجشنبې د سهار له اتو د مازيګر تر څلور بجو پورې د سوداگريزو الوتنو پر مخ تړلى دى.
د افغانستان د تېر ځل د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې د گڼو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو تر څنگ د امريکې د ولسمشر پخواني مرستيال ډيک چيني هم ګډون كړى و.
خو دا ځل د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن ګډون كوي .
دا رنګه د بريټانيا، فرانسې او ځينو نورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د لوړې دغو مراسمو ته راغلي .
افغاان امنيتي ځواکونو د کابل له ښاريانو غوښتي چې د ترهګريزو پېښو په ليدو سره دې امنيتي ځواکونه خبر کړي چې د دغو خبرتياو له مخې به خلکو ته انعامونه هم ورکول شي .
د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزيون پرته نوري رسنۍ اجازه نه لري چي د لوړي په دغو مراسمو كي د رپوټ جوړولو كي ګډون وكړي، ژورناليستان به د ملي راډيو ټلوېزيون له لاري مراسم څاري.
ددې تر څنګ نن په کابل کې رخصتي هم اعلان شوې ده .
د لوړي مراسم :
دير محترم او دقدر وړ …………..اسلام عليکم
د ملي پلويزيون څخه دلوړي مراسم نه خلاصيږي يوزر او پاسورډ غواړي ددي دحل لاره راته وښايي ستاسو په ډيره مهرباني به وي . يه درناوي
تولوگرانو هیوادوالوته مبارکی او ولس مشرته په نیکوکاروکی توفیق اوپشتون قام ته دشه امنیت هیله کوم په مینه (بهرامزوی)
Salamoona. and after salamona …de toool wantan waloo ta de mubarak shee da walas masheer .khudai de wakli che po tamam shee mananan .St.petersbrug russia
Injenar Saheb Dawouda drana Ihteramat. Stasi hagha likana chi da " KERAI SPINJERI" tar sarlik landi mo lekalay wa, der pa zra puri da aw waqiatoona pakshi bayaan sawi di. Karzi da watan da para hits wa na kral aw Pashtana yee be izata, tabah aw barbad kral. MOJ NA POHEJOO CHI MOJ SHAHID ABDUL AHAD KARZAI SAHEB SHA NA PEJANDAI AW KA KARZAI DA ABDUL AHAD ZOI NA DAI?Doomra laghati laka tasi chi pa khpala likana ki Karzi ta wor kari di , chi PESHI ta hum war kral shi no pa Khodai chi zan ta shor war kri. Pa Karzi na shal keji. Wa salaam ..