دا نړۍ څه عجيب تاوکښونه لري سړی نه پوهيږي چې په کومه دې بيايي او څه درباندې کوي خو که هر څه پېښ شي نو يوازې يې تور په تقدير ورتړه، يانې په تقدير کې به يې داسې راته ليکلي وو.
د مور نه کوچنی پيدا شي د عمر سفر د مرګ په لور طی کوي، د هر راز ټکرو او سختو سره مخ کيږي. حتی ځنې خو پکې خپل ژوند د لاسه ورکړي او ان يو نيم خو پکې نيم ځاندري شي.
ځنې پکې د ځوانۍ تر چم ورسيږي حخو يو هم پکې پدې نه پوهيږي چې ژوند څنګه تېر شو او مخکې څنګه راروان دی، يانې نه په تېر پوهيږي او نه ورته د راتلونکی په اړه پته وي.
زه هم دا څو کاله د عمر دغه سفر د مرګ پر لور طی کوم هاغه د چا خبره چې په ښه ړاو بد پوه شوی يم ، تل مې سترګې د اوښکو ډکې وي او دا سوال راسره تل وي چې ايا زه ولې تل ژاړم؟ او يا داسې ولې له ماسره کيږي؟.
خو که د سعدي خبره ومنو خو موږ په انسانانو کې شمېر يو، هغه وايې:
درين دنيا کسې بې غم نباشد :::::::::: که باشد بنيادم نباشد
ځه شکر چې په بنيادم کې خو حساب يو.
خو د پوهانو خبره چې ويې خوري عقل يې سرته راځي، خو زما هله عقل سرته راغی او پوه شوم چې نه پوهېږم ځکه چې د ژوند په هر کږليچ کې يا خو ټکر شوی يم اويا مې د ژوند په دښته کې داسې لاره ورکه کړې ده چې د پيدا کېدو هيڅ چانس به نه وو. خو بيا هم نه پوهيدم چې ولې پر مخ روان يم!
د مودو راهيسې مې راز راز سوالونو په ذهن بوج راوړی وو چې هيڅ راز ځواب يې راسره نه وو. بېلا بېل ټولنيز کتابونه مې ورپسې ولټول د خلکو سره کېناستم او د هغوۍ په آينه ( هنداره ) کې مې ځان وکاته، مګر بيا هم زما د سوال ځواب پيدا نشو او ژوند بېرته ګونګ شو.
مګر پدې پوه شوی يم چې په ژوند نه پوهېږم، خو خوشاله پدې يم چې پدې نړۍ کې زياتره خلک په ژوند نه پوهيږي يانې زه يوازې نه يم خو توپير پدې کې دی چې زه کله نا کله د ژوند سره په ټکر کې راځم او هغوۍ ترې خلاص دي چې دا ولې؟؟!