کور / ترخې خبري / دشهیدوا فغانانوپه وړاندې دامریکایانوتازه جنایات

دشهیدوا فغانانوپه وړاندې دامریکایانوتازه جنایات


څوکاله وړاندې یوه استرلیایي ټلویزوني شبکې داسې ویډیومیندلې وه چې یرغلګرسرتیري یې ښودل چې دشهیدوشویو وګړو جسدونه سوزوي دې خبرې هغه مهال تریوه حده عکس العمل راوپاراوه اودنړۍ هربادرکه انسان دصلیبی عسکرودغه عمل یوه غیربشری کړنه وبلله .


مګرله هغه راپدیخوادافغانستان په لري پرتوغرنیو اوکلیوالو سیموکې امریکایي وحشي سرتیري هره ورځ داسې اعمال اوجنایات ترسره کوي چې سړی یې په اورېدو لړزیږي خولکه څنګه چې ښکاره دغه جنایات ترډېره پټ ساتل کیږی اوعامه رسنۍ چې له مخې غربپاله پالیسي لري ځانونه  پرې ناګاراچوي اونه غواړي ترڅوداډول حقائق رابرسیره شي سره له  دې چې مشرامریکایی جنرال دخپلو پوځیانو لخوا دعامه ځورونو اووژنو دکمښت خبره کوي خوحقائق بیابل څه دی .


دهېواد دمختلفو ولایتوخلک چې په وروستیوکې یې دامریکایانوعملیات په سیموکې تیرشوي وايی چې دامریکایی اونورویرغلګروعسکرورویه  ترپخواڅوبرابره ناوړه شوېده اواوس یې نورو نارواوو ته لاس اچولی دلته به  دمیدان وردګوولایت دسیدابادولسوالۍ دیوه تن اوسیدونکي هغه ترخې کیسې واورو چې په دې نږدې موده کې ددوی په سیمه کې پېښې شویدي بایدیادونه وکړو چې دغه پیښې دنوموړي دسترګولیدلي حالات دي چې دنوموړې سیمې خلکو په ډک زړه زغملي دي .


۱ :همداپرون شپه چې دعقرب ۲۶ مه  کیږی دسیدابادولسوالۍ دسالارو دبازارنه دقبلې په خوادکروخیلوپه کلي کې زمونږدیوه تن ولسي هیوادوال انجنیرمالک په کورامریکایانو چاپه واچوله یرغلګرپه نیمه شپه په  کورورواوښتل انجنیرمالک دکوریوه زنانه  اودکورني یوبل تن ځوان صابریې چې دکابل پوهنتون محصل وه په ډزو شهیدان کړل دغه رازیې دیو سپین ږیري اودووتنو ځوانانوپه شمول دکوردری تنه نورغړي لاس تړلي چورلکوته وغورځول له دې  وروسته یې دکورکالی اوسامانونه راټول   کړي په شهیدانویې غورځولي اوبیایې اورورکړ چې ترسهاربلیده دسیمې خلک چې ورغلي وایی چې شهیدجسدونه  یومخ سوي وه اودکوټې سوزیدلي چت هم پرې راپرېوتی وه غرمه مهال دشهیدانو جنازه شوې خودکورنیو دنورو بندیانونارینه غړو تراوسه درک نه دی معلوم چې  په کومه خوایې وړي .


۲ :څه موده وړاندې چې نږدې دمیزان دمیاشتې شلم به وه  همدې سیمې ته نږدې دسیداباددملي خېلوپه کلي کې امریکایانودمامورمعصوم په نامه د یوه بې وزلی افغان په کورچاپه واچوله له بدمرغه دنوموړي کره په دې شپه څوتنه دوستان میلمانه هم وه چې یویې دلوړې دشش کلاڅخه دلته ډاکټرته راغلی وه اوماښام پرې ناوخته شوی وه اوبل دجغتو له ولسوالۍ څخه میلمه راغلی وه دکلیوالوپه ویناماخستن یوولس بجې امریکایانو دلړمې دکلي سره څرخکې کینولي اوبیاله دې ځایه پیاده ورروان شول دشپې یوه نیمه بجه به وه چې  دمامورمعصوم دکوردروازه یې په بمونوورواولوزوله اوسمدلاسه په کورورننوتل په دې یرغل کې هم بې رحمه امریکایانو میلمانه سره له دووتنو  کوروالاووپه شهادت ورسول وروسته یې په کورکې دزنانه و دګېڼوپه شمول دارزښت وړشیان لوټ کړل اونورکورته یې اورورواچاوه .


دکورماشومان اوزنانه چې په یوه کوټه کې یې شاپه شاکینولي وه سهارچې راوزي نوګوري چې دکورله نوروشیانوسره دشهیدانو جسدونه هم سوزیدلي وه


۳ :بله پیښه څه موده وړاندې دسیداباددسالارو له بازاره جنوب ته دچاردهي په  سیمه کې پیښه شوی وه چې دهارون په نامه یوه بې وزلي ځوان هم پکې ژوندله لاسه ورکړ دنوموړي پلاربزګروه اوده خپله دغزني په ولایت کې له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره کارکاوه چې په دې شپه کورته راغلی وه دنوموړي کورپه داسې ځای کې دی چې دموټرلارنه ده ورغلی نوځکه یرغلګرو ټانګونه لاندې درولی وه اوپیاده ورختلي وه هلته یې زوی اوپلاردواړه په خپل کورکې په شهادت ورسول وروسته یې داسې ناجایزچلندورسره وکړچې ښایي دانسانیت په تاریخ کې نه وي پېښ شوی هغه داچې په داسې حال کې چې دشاوخواسیموخلکو ټولو ورته کتل  دغه دواړه شهیدان امریکایانوپه خره له پاسه واچول اودکورنۍ یوازینی پاته اته کلن ماشوم یې پسې کړچې دټانګونوترځایه یې ورسوي ټولو خلکولیدل چې له شهیدانونه په لاره ترهغه ځایه وینې څڅیدلې وروسته یې ټانګونوته واچول اودسیداباددوتړیو PRT  ته یې یووړل چې بله ورځ یې بیادخلکوله ډېرو غوښتنووروسته شهیدان وروسپارل .


۴ :داخوهغه پېښې وه چې دسیداباددسالاروپه شاوخواکې پیښې شوېدي له دې پرته په نوروسیموکې هم داسې ډیرې پیښې شوي چې هره یوه له بلې هغې زړه بوږنوونکی ده دچک ولسوالۍ دګوډانو په کلي کې دهمدې میاشتې په پیل کې امریکایانوپه یوچپاوکې ملکي خلک له شهادت وروسته په یوډول خاصو کڅوړوکې نغښتي وه چې تریوه شواروزه چې امریکایان په سیمه کې وه شهیدان هم ورسره وه وروسته چې دوی لاړل اوخلکوشهیدان خلاص کړل نو له سینې پورته دمخ اوسرغوښې ټولې رژېدلې وې اویوازې هډوکي اوژامې پاته وه ځینو خلکوویل چې یوډول تیزاب یې پرې استعمال کړي دي ترڅوشهیدان دخلکو له کتلو وایستل شي دغه رازیې څه موده وړاندې دسیداباد ګوربت په غره کې ځینې بوټبانه اوعوام خلک نیولي وه اوپه مرمیو له ویشتووروسته یې داسې موادپرې کارولي وه چې جسدونه یې تک توراوښتي وه .


دنرخ په ولسوالۍ کې له څومیاشتې وړاندې پیښ شوی جنایت نه خوټوله نړۍ خبره شوه چې په عکس العمل کې یې دکابل پوهنتون په شمول دهیواددیوشمیرنوروپوهنتونونو محصلانو او دیندوستو وګړو مظاهرې هم وکړي هلته دامریکایانوپه ټانک باندې ماین الوتی وه چې څوتنه په کې وژل شوي وه وروسته چې دوی ساحه کتلې وه دماین تار چې په کومه خواغځیدلی وه په هماغه برابریې له سرکه لرې په یوه کورچپاووروړی وه په کورکې نارینه څوک نه نوځکه یې ښیښې ورماتې کړې وې ځینو سامانونوته یې اوراچولی وه او وروسته یې دکوټې په یوه تاخ کې ایښې قران کریم راخیستی وه اوپه سرک یې اوروراچولی وه (اعاذناالله )کله چې امریکایان له سیمې تللي  وه دکورښځې ورغلي وې اوله قران کریم نه یې اورمړکړی وه اوواپس یې کورته وړی وه .


تر ټولو تازه خبر دا چي تېره شپه ۱۷ نومبر ۲۰۰۹په کندوز ولايت کي بهرنيو پوځيانو يو موټر چلوونکي په سپيو داړلی او زخمي کړی دی .محمد عارف دکندوز ولايت دزرخرې د چهل چنار سېمې اوسيدونکی وايي چي (( چې تيره ورځ ماذديګر دګورتيپې دچم تيپې په سېمه کې دزلمې په نامه دلين ډريور په کور په کندوز کې مېشتو بهرنيو ځواکونو چاپه اچولې ده. چې نوموړې اودهغه ورور يې دسختو وهلو نه وروسته په سپيو داړلې دي.


 زلمې يوټپې طالب چې په حاجې معاون شهرت لرئ دسينددغاړې څخه په خپل موټر کې راپورته کړي وو نوموړې زياتوې چې دزلمې اوس مهال روغتيايي حالت ډير خراب دي او له پزې اوغوږونو نه يي وينه بهيږې خو کله چې له محمدعارف نه پوښتنه وکړه چې ولې يې دغه ټپې يي په خپل موټر کې پورته کاوه هغه په غبرګون کې وويل (( چې وسلوال هم زور لري که چيرته يي نه پورته کوو نو بيا به زلمی د طالبانو له خطر سره مخامخ و)).


له پورتنیو حقایقو څخه په روښانه معلومیږي چې په افغانستان کې ددیموکراسۍ اودبشریت دعلمبردارو کړنې  کومې کچې او پولې ته رسیدلې او لادڅرنګه پیښوتمه کیدلای شي .
داپیښې یوازې په ډیره کمه جغرافیوي محدوده او لنډه زمانه کې شوې دي چې هرڅوک ترې اټکلولای شي چې  دسترافغانستان په سطحه به پیښ شوي اوپیښیدونکی وي .


دتحیروړداده چې اوس هم لاځینې داسې کاڼه ړانده وطنوال لرو چې بهرنیان دغه ددین اوانساني کرامت غلیمان دامن اوپرمختګ استازي بولی اوپدې خاوره دشتون لپاره سم دلایل وایی پورتني حقایق ددې لپاره کافي دي ترڅو روشانه کړي  چې ددیموکراسۍ اودیموکراسي غوښتونکوپه ورا دراغلیو بهرنیانو شتون زمونږ متدین اومسلمان اولس ته په کومه بیه تمامیږي .

د لراوبر يادونه : لراوبر ويبپاڼه له بده مرغه هره ورځ داسي خبرونه او کيسې ترلاسه کوي چي د يوه بشر ، مسلمان ، افغان ، پښتون په توګه يې اوريدل ، لوستل او ترې اګا کېدل احساس نا ارامه کوي او ورځ تر بلي ورځي د افغان ولس په زړونو کي د واکمني ادارې بې کفايتي او بهرنيو ځناورو پوځيانو پر وړاندي د زيات نفرت سبب ګرځي .


لراوبر له خپلو درنو همکارانو مننه کوي چي هغه ناخوالي را سپړي ، ليکي او راليږي چي د افغانستان لپاره د انګريزانو په بي بي سي او امريکا په ازادي ، اشنا ، ډېوه او راتلونکې جوړېدونکې راډيو کي د خپريدو اجازه نه ورکوله کيږي .


څرنګه چي نن سبا په هر کلي ،محل او کور کي ډيجيټل کمرې پيدا کېږي يا په ډيرو موبايل ټيلفونونو کي د عکس او ويډيو اخستلو اسانتيا سته ، لراوبر ويبپاڼه په لراوبر افغان وطن کي له ټولو وروڼو او خويندو هيله کوي چي دداسي ناخوالو پر مهال د خپلو موبايل ټيلفونونو په مرسته اسناد او شواهد راټول کړي او د سيمه ايزو ژورناليستانو په واک کي يې ورکړي يا يې په مخامخ ډول لراوبر ويبپاڼي ته راوليږي .


موږ اوس هم ناهيلي شوي نه يو چي يوه ورځ به له ، مخکنيو او اوسنيو واکمنو او بهرنيانو سره زموږ دبېچاره قام سره د ټولو ناځوانيو او وحشي کړنو په اړه سوال او جواب کيږي ، هلته به دغه اسناد زموږ په درد خوري او بيا به دشهيدانو د هديرو په ويجاړولو او ټوليزو قبرونو په له منځه وړلو څوک ځان نسي خلاصولای .

تبصره نسته

  1. اواوس داشغالګرو دزوال شيبې!!!

    دادى افغانستان كې د ناتود فوځ عمومي قوماندان امريكايې جنرال مك كريسټال ومنله چې د افغانستان حالات د خرابيدو پر لور روان دي او د ناټو د فوځ د ماتي شيبې رالنډي شوي دي .

    د(ياهو) نيوز د خبر له مخې جنرال مك كريسټال اعلان وكړ چې د افغانستان حالات نور هم خراب شوي او د امريکا عصري وسلي او ضربتي تجهيزات دومره اغيزه نلري، بلكې فوځيان بايد زيات كړل شي. كريسټال و ئيلي چې مونږ بايد هڅه وكړو چې د افغانانو عامه ذهنيت بدل كړو، هغه چې په زياتيدونكې ډول مونږدلويديځوال اشغال بولي .

    دكريسټال په څير دناټوعمومي منشي (راسموسن) هم د( يورو نيوز) چينل سره په مركه كې وئيلي دي چې دمګړۍ حالات دطالبانوپه ګټه څرخې او عام افغانان دطالبانوسره كلكله خواخوږي لري،اندرس راسموسن ويلي چې دجولاى او اګست مياشتي ناټو لپاره خونړۍ وي اود افغانستان امنيتي وضعيت څخه خو شحاله ندى.

    دبلي خواڅخه د واشنګټن پوست ورځپاڼې هغه خبر چې دجګړې د كارپوهانو دوړاندوينو وروسته يې خپور كړى د پورتنيو څرګندونو هغه تيوريكه خښته يا بنسټ دى چې ټولو اشغالګرو ته د وتلو ډاګيز پيغام وركوي او هغه داسي چې د افغانستان دجنګ ستراتيژيك اهميت يې سخت انګيرلى او دايې په ګوته كړي چې افغانستان كې د امريكا د فوځ پرخلاف په نظرياتي بغاوت كې زياتوالى راغلى او نور د افغانانو عامه ذهنيت د بهرنيانو منلواو فوځي شتون ته چمتوالى نلري .

    دڅه غور او تدبرنه وروسته ديرغلګر فوځ ديادوشويو مشرانو څرګندوني په څو نكتو كې رانښتلى شو

    ۱ – د افغانستان روان جهادي او سياسي حالات د اسلامي امارت د مجاهدينو په ګټو څرخي اود بهرنيانو دبيلات نښي ډيري بريښي .

    ۲ – دافغانانوعامه ذهنيت دا دى چې امريكايان اولويديځ عسكر اشغالګر دي او دوئ د افغانستان خاوره اشغال كړي ده .

    ۳ – د امريكا د فوځ ټوله تكنالوژي ناكامه ده او هيڅ اغيز نشي ښندلى .

    ۴ – داسلامي امارت مجاهدين دخپل ولس په زړه كې ځاى لري او د افغانانو د خواخوږۍ څخه بهرمند دي .

    ۵ – دجولاى او اګست مياشتي ناټو لپاره خونړۍ وي چې د انتخاباتو ډرامه هم د اګست په مياشت په سلګونو بريد ونو او ولسي پريكون ناكامه كړه .

    ۶ – د افغانستان د جګړې ستراتيژيك اهميت ډير سخت دى .

    ۷ – د امريكا د فوځ پرخلاف پر نظرياتي بغاوت كې تر پخوا ډيروالى راغلى دى .

    خو اوس چې خبره د اشغال ترپولي پوري راورسيده او پخپله امريكايې قوماندان هم پر اشغال اعتراف وكړ نود خانتا بخملي كميس به يې د اشغال په توراو بدرنګ هيڅكله ښكلا اضافه نكړاى شي او اونه به يې د وحشت تيري د اړي په سپينه پاغونده كې وپوښل شي، بلكې دهر قلموال، مجاهد ، عالم او عام افغان په ژبه به همدا جملي اوړي را اوړي چې اى لويځوالو عسكرو!!! تاسو يرغلګر او اشغالګر ياستئ او زمونږ خپلواك هيواد مو مستعمره كړى د ى، كه هر څومره كاذب رنګونه خپل يرغل ته وركړئ بيا هم اشغالګر ياستئ او د دوستئ تمه درڅخه داسي ده لكه د زاڼو نه كټوري غوښتل ، او چې څومره ژر كيداى شي ددې خاوري نه ووځئ !

    كه نورڅلويښت زره فوځيان هم راولئ بيا به هم شكست خورئ او وتل به مو د رسوايې او شرم څخه ډك وي . نوپرده مو په دې کې ده چې ژر داهيواد تخليه کړئ او ووځئ !!

    هو! ددې وړاندوينې دجوتيا لپاره د ټورنټوسن دورځپاني د مشهور ليكوال مارګوليس هغه څرګندوني بس ګڼو چې د امريكا مشرانو ته يې كړي او افغانستان کې دجنګ روان حالت يې دويتنام سره ورته بللى دى .

    مارګوليس خپله مقاله كې كاږي چې دا خو هماغه دويتنام حالات دي چې امريكايې قوماندان كريسټال افغانستان كې دجنګ لپاره د نورو اضافي څلويښت زرو عسكرو د ورليږلو زارۍ كوي ، مارګوليس ليكي: چې مونږ بايد افغانستان باندي يوه غټه سرلوحه وځړو چې دنيون ګروپ كې ښه روښانه وي او داسى پري وليكو چې : احتياط كوئ ! دا دماضى تكرار دى !!

    مارګوليس ليكي چې د افغانستان خندونكې انتخابات په ( ۱۹۷۰ ) كال كى دويتنام غوندي د يرغلګرو لخوا تر سره او درسواىې سره مخامخ شول او د امريكا ټوله تكنالوژي د طالبانو تر مرګاني ګوزارونو لاندي ده اوداجنرالان تدريجاً دا جنګ بايلې .

    ليکوال په پاى کې ليكې چې د ( ۲۰۰۱) زيږيز كال څخه راهيسي امريكا ( ۲۵۰) بليونه ډالره په فوځي چارو مصرف كړل خو هيڅ ګټه يې ترلاسه نكړه او همداشان جنوبي ويتنام كې هم پنتاګون دكابل په څير مزدوره ار دوجوړه كړه خو وموليدل چې تر هرچا د مخه همداتقلبي وتښتيده ،د افغانستان ملي اردو!!! هم دويتنام هغې غوندي يوه اجرتي اردو ده چې د ناكامۍ سره به مخامخ شي

  2. سلامونه او رحمتونه د لوی چښتن (ج) پر هغه وړونو خویندو او میندو کم چی د نړی وال کفر او ظالم یرغلګرو سره په نه ستړی کیدنکی مبارزه لګیادی
    ستاسو ددغه ((د لراوبر يادونه )) پیغام څخه یوه نړی مننه
    ګرانو ويښ، ځيرک ،هوښیار ، غیرتمندو، توریالیو،نومیالیو ، بهادرو ، با احساسه غښتلو ،مسلمانانو ژورنالستانو او لیکوالانو د لوی چښتن (ج) په خاطر ،د دربدره ملت په خاطر ،د کونډیانو او یتیمانو په خاطر ، د خپلواکی اوسرلوړی په خاطر خپل مسولیت او و دنده په رښتینولی سرته ورسوی او د غیرته ډګر ته راودانګی .

    په افغانستان كې د امريكايې اشغالګرو حالات د خرابيدو پر لور روان دي او انشا الله د ناټو د فوځ د ماتي شيبې رالنډي شوي دي .
    د بیرحمه امريکا يي فوځیانو موډرن وسلي او تجهيزات دومره اغيزه نلري، . امریکایان هڅه کوی د افغانانو عامه ذهنيت بدل كړي، کم چې په زياتيدونكې ډول امریکایان د اشغالګرو په نوم یاديږی.

    په افغانستان دمګړۍ حالات د مجاهدینو او طالبانوپه ګټه ګرځی او افغانان اولس دطالبانوسره كلكله خواخوږي لري، تیر اته کلونه د اشغالګرو لپاره خونړۍ اود افغانستان امنيتي وضعيت کی يي هيڅ لاس ته راوړنه نده درلودلی.
    افغانان ټولو اشغالګرو ته د وتلو پيغام په ډاګه وركوي او د امريكا د فوځ پرخلاف په نظرياتي بغاوت كې هره ورځ ډیر والی راځی . د افغانانو عامه ذهنيت د اشغالګرو منلواو فوځي شتون ته چمتوالى نه درلودلی او نه يي درلودلای سی .

    په افغانستان کی سياسي او جنګی ډګر د غیرتمنو مسلمانانو افغانانو په ګټو څرخي اود بهرنيانو د ناکامیو او بایللو نښي د ورایه ښکاری .

  3. يرغلګروپه خپل ټول ژوندکي هم له انسانيت سره ورته عمل نه دی کړی،دا وحشيان زموږهيوادته په دې نيت نه دي راغلي چي زموږهيوادراجوړکړي بلکه دازموږددين اوهيوادکلک دښمنان،په اوس مهال کي له هريرغلګرسره جهادفرض عين ګرزېدلی دی نوله دې کبله پرهرمسلمان فرض ده چي خپل مسئوليت په ښه توګه اداکړي موږله هغووروڼومننه کووچي ددې مسلمان او مظلوم ولس حالات دنړيوالوترغوږونورسوي،همدارنګه له رسنيوغواړوچي په رښتنې توګه خپل رسالت ترسره کړي،دډېري ژړاځای دادی چي زموږمظلوم ولس ډېرلاس رسی راډيوته لري خوموږيوه داسي راډيونه لروچي په غوره توګه خپل رسالت ترسره کړي بلکه ټول په پوره بې شرمۍ دکفرملاتړکوي . ((من اعان ظالماًسلط الله عليه))

  4. دلراوبرله په دین اوافغاني اصالت مینو کارکوونکو څخه یوه دنیامننه کوم چې دځوریدلي اولس دردونو په رښتیني بڼه ترنړیوالو رسوی داخپله ستاسو دایماني اوافغاني احساس دژورتیااوپیاوړتیانمایندګي کوي که به زماخواست خدای ته منظوروی خدای مو دین په دنیا سرلوړي شاداب اوسپیڅلي لره امین .
    رښتیاهم دامریکایانو مظالم او تجاوزات هغه ترلمرروښانه حقایق دي چې میډیایې له کلونو په دووګوتو دپټولوپه هڅه کې ده خودادی اوس کراردغه حقایق رابرسیره کیږی او دنړی په مطبوعاتي ارشیفونوکې خوندي کیږي .افغان لیکوالو ته زماداخواست دی چې ډیرزړونو مه غورځوی افغان غیرتی قام ده خدای هم غیرتي دی او اخرهم باغیرته خلک برلاسي اوسرلوړي کوي داسې وخت به راشي چې بیابه افغانانو په نړیوالو سیاست کې دپخواپه څیریوقوی دریځ میندلی وی چې بیابه دخپلو ټولو نړیوالو جفاکارانو او ظالمانو سره دمحاسبې او حق ته دکیناستو جوګه وی هغه مهال به داډول شواهدزمونږ سره دشوې نارواداثبات لپاره غوره دلایل وی .
    په پای کې یوځل بیا(لراوبریان )بریمن غواړم له افغاني اسلامی سپڅلی وجدان څخه رازیږیدلی جرأت او جسارت مومبارک شه .

  5. Today Moalem Atta escaped to give account, tomorrow will General Dawoud Dawoud escape and theafter Y.Q. and so on. But what about the justice???????? The world comunity and International tribunal should and must act and ask Iran to hand over Warlord General Malik, ask Uzbakistan to hand over Atta inorder give account. With regards.

  6. ډیر محترم لوستونکو او د لر او بر مسولینو ته سلامونه
    ورونو په رښتیا هم چی ډیره دردونکی لیکنه ده خو ورونو زه داسی تصویران لرم چی د امریکای عسکرو لخوا یو میاشت مخکی د کونړ ولایت د ماڼوګی ولسوالي په مر بوطاتو کی د یوی کورنۍ ۱۱ تنه په ډیره بی رحمۍ سره د شپی په دوه بجو په شهادت رسیدلی دی که تاسوعواړۍ چی د ۱۱ شهیدانو عکسونه په خپل ارشیف کی ولرۍ نه مهریانی وکړۍ حپل بریښنا لیک پته راواستوۍ

  7. ډیر محترم لوستونکو او د لر او بر مسولینو ته سلامونه
    ورونو په رښتیا هم چی ډیره دردونکی لیکنه ده خو ورونو زه داسی تصویران لرم چی د امریکای عسکرو لخوا یو میاشت مخکی د کونړ ولایت د ماڼوګی ولسوالي په مر بوطاتو کی د یوی کورنۍ ۱۱ تنه په ډیره بی رحمۍ سره د شپی دوه بجو په داسی حالت کی په شهادت ورسول چی ۱۱ واړه د خپل ښځو سره په خواږه خوب ویده ول او اوس داسی یو ګټونکی نشته چی دغه ۱۱ کونډی وساتی. که تاسوعواړۍ چی د ۱۱ شهیدانو عکسونه په خپل ارشیف کی ولرۍ نه مهریانی وکړۍ hidayat.seyal@gmail.com دی ادرس ته مو حپل بریښنا لیک پته راواستوۍ

  8. Afghanistan encounters misery after misery. It is sad. What should the Afghans do in order to have a peaceful and stable environment and at the same time let the outsiders know that they should leave the country and that there is no reason for them to stay? If there are excuses for the ousiders, I thinks we become the victims of attacks. In regards to Mr. Bawaris comment; I would suggest that Afghans and its leadership should get more active to bring the warlords to justice. They really cannot escape, but it is us very passive people to disclose their crimes

  9. ده لربرنه زه یوجهان مننه کوم چی خپل فرض اداکوی او له ستاسونه هم مننه چی خپل ایمان او احساس مو وشود زه له هرافغانه د خواهیش لرم چی خپل فرض اداکری هغه که په قلم وی یا په تورا وی او یا په مال باید ادکرو وسلام

  10. وايي سوله ليـږ دوي پـري باز روان لكه دتير و
    پــر وزريي چا ايسـتلي د كوتري يو تصوير و

    چارچاپيره سپي ورغاپي چغي چغي كوري كوري
    له كچـکـول نه داني تـويي چي په غاړه دفقير و

    دكچكول په ائينه كي و دوراني ماڼۍ عكس
    تر ديوال دماڼۍ لاندي يو پاچا و بل وزير و

    يو طرف ته دهند پړانګ و پاك په بل طرف ګړنګ و
    په د ي منځ كي بوږنـيدونكي ژوند په شاني دكشمير و

    يهودانو دام خور كړي وه يي هـره كـړۍ كـوپه
    عربان بي غمه ناست وو فلسطين پكي را ګير و

    دبغداد په مـنارو كي دايمان كوتري ژوبـلي
    دطلسـم زولني وي ټول عراق پكي اسير و

    په غرور يي سره برچه كړه پر شهيد عراقي پاكه
    صليبي له خنداشين و مست په غوښـه دخنـځـير و

    نا اشنا طبيـب وركـړي دجذبي يـوه ګـولي وه
    پر زلمي يي تير دا زهر چي کپسول يي داكسير و

    دجومات په خوا كي ناست و سري يي سترګـي لكه ويني
    بم يي ځـان پوري تـړلي غـږ يي خوله كي د تكبير و

    يو افغان غازي مي وليد پښي يي پري دروس په ماين وي
    امريكي وراچولي په لاسونو كي ځنځير و

    ټول عالم يي ننداره كړه مفته مفته تماشا وه
    سوي چيغي وي ناري وي د افغان په كور كي وير و

    اوپر ټټر يي ورته ايښي پښي د اوسپني فيلانو
    غږ په ستوني كي خښ شوي دوجدان او دضمير و

    دسهر په بانګ راويښ شو ستړۍ ستړۍ و ټوك ټوك و
    كوم شاعر ليدلي خوب و دا معنا دايي تعبيرو

    د کرزی د غلام حکومت یو ازاد شخص

  11. ده لربرنه زه یوجهان مننه کوم چی خپل فرض اداکوی او له ستاسونه هم مننه چی خپل ایمان او احساس مو وشود زه له هرافغانه د خواهیش لرم چی خپل فرض اداکری هغه که په قلم وی یا په تورا وی او یا په مال باید ادکرو وسلام

  12. د تکړه افغان فرهنګپال مجيدالله قرار په کور د بهرني ځواکونو بريد
    امريکايي پوځ د غزني ښار د وردګو په کلا کې نن (۱۹ نومبر ۲۰۰۹) د شپې پر ۳:۱۵ بجو د مطيع الله آخونزاده پر کور بیرحمانه بريد وکړ. د بريد پر مهال يې چورلکې او درانه پوڅي موټرونه وکارول.
    پوځ ملکي استوګنځيونو ته له ننوتلو مخکې دروازې په بمونو الوزولي، کړکۍ يې په مرميو ويشتلې او لاسي بمونه يې کورونو ته غورځولي، چې د ځايي ملکي وګړيو د سخت رواني فشار او وېرې سبب شو. د مطيع الله کور ته له ننوتلو سره سم يې د هغه ۳۰ کلن خورايه حمدالله او ۳۲ کلن خپلوان محمد عظيم ووژل. حمد الله په غزني بازار کې د رېړې پر سر ترکاري خرڅوله او محمد عظيم ناروغ و، چې د غزني ښار ته د علاج لپاره راغلی او د دوی کره میلمه و.
    پوځيانو بيا په ډېره بې رحمۍ ځايي سوداګر حبيب الرحمن او صديق الله د ۱۱ام ټولګي زده کوونکی ووهل او له ځانه سره يې يوړل. د کور د ماشومانو لاسونه يې شاته وتړل او د څو پرله پسې ساعتونو لپاره يې پر واورو پړمخې وغورځول. خپل سپي يې په زنانه و پسې ورخوشې کړل او پرې ويې داړلې. دغې وحشتناکې حملې په ټول ګاونډ کې وېره خپره کړه او د سيمې د استوګنو د رواني فشار سبب شوه.
    http://www.khabarona.com/khabar.php?id=1234&CatID=13

  13. که چیری په دی هکله ویډیو جوړه شی، او په یو ټیوب کی خپره شی، نو له څنګه چی د پاکستان پوځ په صوات که په خپلو ظلمو وشرمید، که خدای کول امریکایان به وشرمیږی، ځکه اول په یو کور کی د میلمه وژل لوی ظلم دی، که فرض کړو د کور څښتن طالب دی، نو د میلمه څه ګناه؟
    بل دا چی د جسد سوځول لوی ظلم او نا روا ده.

  14. سلامونه مي قبول كړي زه ټولو لوي وزيرانو دافغان له مشرانو داغوښتنه كوم سي دداسي پيښومخه دي ونيسي كي نه نسي بيانو ټولو افغانانوته داسي وايم
    سي اول پرخپلو بيا پرپردو
    جهاد علان كړي
    داوزيران دامشران پدي ځان نه خبره وي كي ځانونه غول اچولي دي داځه حال ده يوه ورځ به تيروتنه وه
    نو هرورځ تيروتنه خو موژ نسو برداش كولاي
    په پاكستان مودپنجاب سپي نه پريدي
    دلته مودامريكا سپي نه پريدي پنجابي موهم په خپله
    خاوركي داړي امريكاموهم په خپله خاوركي داړي
    دازموژ ولاپه داړلو رااموخته نكي زموژ هغي خو هم له دوي سره ګرزي

  15. ګرانه وروڼو که تاسې دغربيانو دظلمونو عکسو نو کتل غواړۍ نو لاندې پاڼي ته ورسی.
    http://www.naahed.blogspot.com

  16. گرانو وطن والو تاسی مه خپه کیژی تاسی یکین وکڑی انگریزان داسی په افغانستان کی مورداڑیژی لکه سپی0 چی د انگریزانو په گوزو غلط نشی په دوی کی ایمان نشته

  17. Grana wrora Pashtoona,
    Staso tsakha hum pa dranshat hila keji, chi likana p a sucha Pashto wa krai, na da Urdu pa Alifba. Ka dasi wai chi moj pa Pashto ki dagha Dawal Hurof na darldai no sama wa. kho da chi moj Pa Pashto ki dagha tol hurof laro, no goman kawam chi hits zarorat Urdu Alifba ta na sta, hata zmoj mashomano ta tawan kawi.Zmoj da lari khwa Pashtana chi da Punjabi ter laas landi di, hum hits wakh dagha koshash na kawi chi yaa zan da Urdu Alifba sara adat kri aw ya khpal qam. No hila kawam chi dagha zmoj khwaja aw rangina Pashto (NAWAY) nora hum shkolay kray aw zma tsakha khwabadai na say. Pa pashtana mina.
    Bawari