کور / ترخې خبري / قسم خوړونکي دې ، لومړى کفاره ورکړي

قسم خوړونکي دې ، لومړى کفاره ورکړي



تمه ده دوه ورځې ور وسته  حامدکرزي د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه سوګند ياد کړي او بيا به  د هغه د نوې کابينې غړي  چې کېداى شي   ډېرى  يې پخوانۍ څېرې وي ،  هم دا کار وکړي .

حامد کرزي د لومړى ولسمشر په توګه پنځه کاله وړاندې لوړه کړې وه او په لوړ اواز يې ويلي و :

 ((  دلوي خداي ((ج))  په نامه، لوړه كوم چې داسلام دسپېڅلي دين دحکمونوپيروي اوساتنه وکړم ،د اساسي قانون اواسلام ، نورو قوانينو رعايت اود تطبيق څارنه وكړم . د افغانستان د خپلواكۍ، ملي واكمنۍ،ځمكنۍ بشپړتيا ساتنه او دافغانستان د خلكو حقوق او ګټې خوندي كړم او… ))
 
 همدارنګه د حامد کرزي د  کابينې غړو  هم  د خداى ج په نوم سوګند ياد کړى وو چې ، د اسلام له مبارک دين  څخه حمايت ، د قوانينو رعايت ، د ولس د حقونو ساتنه او په خپلو  ټولو کړنو کې د الله ج حاضر ګڼل او په رښتني توګه به دندې سرته رسوي .

دادى له هغه وخته څه باندې پنځه کاله تېر شول او په دې دوره کې خلکو وليدل چې قسم خوړونکي څومره خپلې لوړې ته وفادار وو ؟ 

 اوس له ولس سره پوښتنې دادي چې :

ايا ولسمشر رښتيا هم  له لوړې سره سم اساسي قانون او نور قوانين رعايت او له پلي کولو څخه يې څارنه وکړه ؟  که کړي يې وي نو ولې دومره ناقانونه کارونه روان دي ؟

ايا ولسمشر له لوړې سره سم د افغانستان د خلکو له حقوقو او ګټو ساتنه وکړه  ، که کړي يې وي نو د  دوستو هېوادونو (!  )  د ځواکونو په بمباريو او ځمکنيو عملياتو کې د زرګونو وژل شويو افغانانو کوم قاتل  ولې محاکمې ته راکش نه  شو ؟

 په ايران کې چې ستړي افغان مزدوران له لوړ پوړيزو ودانيو را وغورځول شول ، چايې پوښتنه وکړه ؟ 
 پاکستان کې چې په کانټينرونو کې افغان مزدوران وراسته شول ، عاملينو ته يې سزا ورکړل شوه ؟

په اسلام کې خو  د بډې اخستونکي او ورکونکي  ځاى اور ښودل شوى  او  قوانينو کې جرم ګڼل شوى او  له دغه دين څخه پيروي او د قوانينو رعايت  د ولسمشر په لوړه کې راغلي ،  ايا په تېرو پنځو کلونو کې  د قضا په ګډون په ډېرى ادارو کې د چا کار پر ته له بډو اجرا شوى ؟

 همداراز د حامد کرزي کابينې غړو په لوړ اواز ورته  سوګند ياد کړى  و او دايې هم ويلي و چې د خپلو ټولو کړنو په مهال خداى پاک حاضر ګڼي او خپلې دندې په صادقانه ډول ترسره کوي . 
اوس چې په دغه تېره پنځه کلنه دوره کې  کوم اداري فساد او نارواوې شوي ، هغه ددغې لوړې خلاف نه دي ؟
 زموږ وزيرانو   ويلي  و چې خداى ج به د خپلو کړنو په مهال   حاضرګڼي ، خو دوى دومره زړور ثابت شول چې  ددې لوى ذات د حضور ګڼلو په حالت کې يې هم دا ټولې نادودې وکړې  او   د  شهيدانو هديره ( افغانستان ) يې د مفسدو نظامونو په ليکه کې ودراو .

 اوس پوښتنه داده چې دوى ولې د خپلې لوړې په مقابل کې دومره بې پروايي وکړه ؟ 
 شايد ځواب داوي چې دوي اوريدلي چې د قسم کفاره ډېره اسانه ده .
لسو بېوزلانو ته ډوډۍ ورکول ، د هغوى پوښاک ، د يوه غلام ازادول او يا هم درې ورځې روژه .

وزيرانو ته چې يواځې په شېر پور کې يې په لکونو ډالرو ودانۍ جوړې کړي ،   لسو مسکينانو ته  ډوډۍ ورکول او يا هغوى ته پوښاک ورکول  څه مشکل دى ؟
 
 د غلام د ازادولو تمه خو ترې په کار نه ده ، ځکه چې  دلته کوم يو په رښتني توګه  ازاد دى ؟    

خو دوى دې په ياد ولري چې د قسم کفاره دومره اسانه هم نه ده ، د جهادي مشرانو برخليک ته دې ځير شي .

جهادي مشرانو په اسلام اباد ، د خداى پاک په خونه ( کعبه شريفه ) او په جلال آباد ښار کې قسمونه کړي وو  چې نور به يو کېږي ، خو پښې يې پرې کېښودي .

اوس وګورئ ، ددغو قسم خوړلو حال ؟

يو وخت به يې خلکو عکسونه په جيبونو کې ګرځول ، لوى عکسونه به يې په کورونو کې ورته لګولي و ، خو اوس يې څوک د چا خبره په خوله پياز هم نه سپينوي ، نفرت ترې لري . د خپلو وينو سوداګر يې بولي .
 نړۍ يې جنګسالاران او د بشر د حقونو ناقضين ګڼي ، ولس ترې واټن پيدا کړى .

اوس دوى  له هغو خلکو سره خوا په خوا تر يوه چتر لاندې  غلي  ناست دي چې يو وخت يې  کفار او د سر قاتلين ګڼل ، ايا  دا ټول يو ډول عذاب نه دى ؟
 
 نو اوس هم چې څوک لوړې ته وفادار نه وي پاتې شوي ، ددغه شان  ( مهين ) او (  اليم ) عذابونو په تمه دې اوسې .   
   
 د لړم ٢٥مه

تبصره نسته

  1. خدايه د پاکستان ملايان زکام کړي

    د پاکستان د مسجدونو ملايان د مبمبرونو پر سر ناست او دا دعا کوي چي خدايه افغانستان کي جهاد قايم لري او پاکستان کي امن راولي…..
    ملا صاحب دا خو همغه خبره شوه چي بام يو او هواګاني پري دوه چلي…
    ملا صاحب : الله ج د ټولو مخلوقاتو خاوند دي ، داسي نده چي ګني ستا سوال به قبل کړي او افغانستان به لکه د تل په څيرپه اور وسيځي ،
    د پاکستان د ملايانو په دعا کي هم ټگي او برګي وي ، دوي د دعا کي هم خپل چل چلوي…. زه وايم چي د خوګانو انفلونيزا د پاکستان ملايانو راغلي وايي نو ايله به بيغمه شوي وايي…
    اوس خو لا داهم وايي چي خودکش حملي په افغانستان کي جايز او پاکستان کي جايز ندي … اففف زه وايم چي د ددي ملايانو څخه مو د چرګانو يخني جوړه کړايي وايي او په خللکو مو نوش کړايي وايي نو ايله به يي خوند کړي وايي

  2. امريکايانو ته د طالبانو او ملايانو په نامه خدای داسي خره په لاس ورکړي دي چي هم خپل دښمنان پې وژني او چي کاريې په وشو نو بيا پخپله هغوی وژني . خو د طالبانو او ملايانو لا سر نه پې خلاصیږي، واي موږ جهاد کوو او وطن آزادوو . خو دا پوختنه دځانه نه کوي چي داوطن د چا د پاره آزادوي ؟
    که خير وو دغه ملايان چي نېخه چا اخوان الشیاطوين ورته ويلي سمه خبره يې کړې وه ضرور به صابون ترېنه جوړيږي . اوس دهغوی د شیطانت په راز ټول ولس پوی شول . دسرکوزي انفلونزا څه کوې خدای دي د ناسور په بې درمانه زخم ککړ کي .

  3. ښاغلی محمد نعمان دوست الله ډیر ژوند د خوشالی او ارامی سره نصیب کړه

  4. ورونو ليکنه مهمه او د وخت مطابق ده ، تاسو د تبصرې په مهال د زړه بړاس مه باسي په همدې مقاله نظر ورکړي . خوشحاله اوسئ

  5. اواوس داشغالګرو دزوال شيبې!!!

    دادى افغانستان كې د ناتود فوځ عمومي قوماندان امريكايې جنرال مك كريسټال ومنله چې د افغانستان حالات د خرابيدو پر لور روان دي او د ناټو د فوځ د ماتي شيبې رالنډي شوي دي .

    د(ياهو) نيوز د خبر له مخې جنرال مك كريسټال اعلان وكړ چې د افغانستان حالات نور هم خراب شوي او د امريکا عصري وسلي او ضربتي تجهيزات دومره اغيزه نلري، بلكې فوځيان بايد زيات كړل شي. كريسټال و ئيلي چې مونږ بايد هڅه وكړو چې د افغانانو عامه ذهنيت بدل كړو، هغه چې په زياتيدونكې ډول مونږدلويديځوال اشغال بولي .

    دكريسټال په څير دناټوعمومي منشي (راسموسن) هم د( يورو نيوز) چينل سره په مركه كې وئيلي دي چې دمګړۍ حالات دطالبانوپه ګټه څرخې او عام افغانان دطالبانوسره كلكله خواخوږي لري،اندرس راسموسن ويلي چې دجولاى او اګست مياشتي ناټو لپاره خونړۍ وي اود افغانستان امنيتي وضعيت څخه خو شحاله ندى.

    دبلي خواڅخه د واشنګټن پوست ورځپاڼې هغه خبر چې دجګړې د كارپوهانو دوړاندوينو وروسته يې خپور كړى د پورتنيو څرګندونو هغه تيوريكه خښته يا بنسټ دى چې ټولو اشغالګرو ته د وتلو ډاګيز پيغام وركوي او هغه داسي چې د افغانستان دجنګ ستراتيژيك اهميت يې سخت انګيرلى او دايې په ګوته كړي چې افغانستان كې د امريكا د فوځ پرخلاف په نظرياتي بغاوت كې زياتوالى راغلى او نور د افغانانو عامه ذهنيت د بهرنيانو منلواو فوځي شتون ته چمتوالى نلري .

    دڅه غور او تدبرنه وروسته ديرغلګر فوځ ديادوشويو مشرانو څرګندوني په څو نكتو كې رانښتلى شو

    ۱ – د افغانستان روان جهادي او سياسي حالات د اسلامي امارت د مجاهدينو په ګټو څرخي اود بهرنيانو دبيلات نښي ډيري بريښي .

    ۲ – دافغانانوعامه ذهنيت دا دى چې امريكايان اولويديځ عسكر اشغالګر دي او دوئ د افغانستان خاوره اشغال كړي ده .

    ۳ – د امريكا د فوځ ټوله تكنالوژي ناكامه ده او هيڅ اغيز نشي ښندلى .

    ۴ – داسلامي امارت مجاهدين دخپل ولس په زړه كې ځاى لري او د افغانانو د خواخوږۍ څخه بهرمند دي .

    ۵ – دجولاى او اګست مياشتي ناټو لپاره خونړۍ وي چې د انتخاباتو ډرامه هم د اګست په مياشت په سلګونو بريد ونو او ولسي پريكون ناكامه كړه .

    ۶ – د افغانستان د جګړې ستراتيژيك اهميت ډير سخت دى .

    ۷ – د امريكا د فوځ پرخلاف پر نظرياتي بغاوت كې تر پخوا ډيروالى راغلى دى .

    خو اوس چې خبره د اشغال ترپولي پوري راورسيده او پخپله امريكايې قوماندان هم پر اشغال اعتراف وكړ نود خانتا بخملي كميس به يې د اشغال په توراو بدرنګ هيڅكله ښكلا اضافه نكړاى شي او اونه به يې د وحشت تيري د اړي په سپينه پاغونده كې وپوښل شي، بلكې دهر قلموال، مجاهد ، عالم او عام افغان په ژبه به همدا جملي اوړي را اوړي چې اى لويځوالو عسكرو!!! تاسو يرغلګر او اشغالګر ياستئ او زمونږ خپلواك هيواد مو مستعمره كړى د ى، كه هر څومره كاذب رنګونه خپل يرغل ته وركړئ بيا هم اشغالګر ياستئ او د دوستئ تمه درڅخه داسي ده لكه د زاڼو نه كټوري غوښتل ، او چې څومره ژر كيداى شي ددې خاوري نه ووځئ !

    كه نورڅلويښت زره فوځيان هم راولئ بيا به هم شكست خورئ او وتل به مو د رسوايې او شرم څخه ډك وي . نوپرده مو په دې کې ده چې ژر داهيواد تخليه کړئ او ووځئ !!

    هو! ددې وړاندوينې دجوتيا لپاره د ټورنټوسن دورځپاني د مشهور ليكوال مارګوليس هغه څرګندوني بس ګڼو چې د امريكا مشرانو ته يې كړي او افغانستان کې دجنګ روان حالت يې دويتنام سره ورته بللى دى .

    مارګوليس خپله مقاله كې كاږي چې دا خو هماغه دويتنام حالات دي چې امريكايې قوماندان كريسټال افغانستان كې دجنګ لپاره د نورو اضافي څلويښت زرو عسكرو د ورليږلو زارۍ كوي ، مارګوليس ليكي: چې مونږ بايد افغانستان باندي يوه غټه سرلوحه وځړو چې دنيون ګروپ كې ښه روښانه وي او داسى پري وليكو چې : احتياط كوئ ! دا دماضى تكرار دى !!

    مارګوليس ليكي چې د افغانستان خندونكې انتخابات په ( ۱۹۷۰ ) كال كى دويتنام غوندي د يرغلګرو لخوا تر سره او درسواىې سره مخامخ شول او د امريكا ټوله تكنالوژي د طالبانو تر مرګاني ګوزارونو لاندي ده اوداجنرالان تدريجاً دا جنګ بايلې .

    ليکوال په پاى کې ليكې چې د ( ۲۰۰۱) زيږيز كال څخه راهيسي امريكا ( ۲۵۰) بليونه ډالره په فوځي چارو مصرف كړل خو هيڅ ګټه يې ترلاسه نكړه او همداشان جنوبي ويتنام كې هم پنتاګون دكابل په څير مزدوره ار دوجوړه كړه خو وموليدل چې تر هرچا د مخه همداتقلبي وتښتيده ،د افغانستان ملي اردو!!! هم دويتنام هغې غوندي يوه اجرتي اردو ده چې د ناكامۍ سره به مخامخ شي

  6. awl tolo ta assalamu alikum…
    da rashtya khabara da chi da shaghali karzi teri dori ta pa pam sara da afghanistan jorolo aw da wado porra kolo tama tash lyontob di ,
    aw laka sanga si tiro qasamo afghanistan ta di hala ra waraswoi da pla ham da khair tama ma zini larai <<da afghanistan da mashrano halat hagha lioani ta wata da chi waei QURAN SHERIF ba yi pa laghato waho waeil ye chi kom da chi QURAN SHERIF tasir lari>>

  7. نعمان وروره: څه قسم خو یی په ریښتیا نه دی خوړلی!ته فکر کوی چه دوی به هم دومره ځوریږی لکه مونږ اوتاسو چه ځوریږو؟ کفاره خو څه کوی هغه دافغان غریب ملت نه دقربانی ورکولوپه تور درشوت په توګه نوره کفار هم اخلی! قران وهلوته قسم هیځ نه ښکاری (اوبه چه په سر واوړی څه یوه نیزه څه دوه نیزی). قسم چه څوک خوری دهغه همغسی روایاتونه هم زده وی… هغه کولای شی چه ځانته هرڅه حلال کړی. دادماهی زامن داسی ښوی دی چه هیځ پنجه یی نشی ګیرولای …. حتی اوس یی ږیری هم خریلی دهغه نه یی هم څوک نشی نیولای! او چه دریشی واغوندی نو سم صابون تری جوړشی! دا دماهی زامن په دی قصه کی نه دی چه څوک دوی خوښوی او ملاتړ یی کوی که نه ،دوی ځان پوره کړی ده نورحاجت نه لی دی مظلوم ملت ته! نو چه داسی دی زما پوښتنه داده چه کفاره ورکوی ولی نور رشوت نه اخلی؟ زه وایم چه دکفاری نه دی هم تیر شی خو نور دی دامظلوم ملت ژوندکولو ته په ارامه پریږدی. زما په فکر افغانان باید قسم وهلی خدای (ج) ته پریږدی ځکه چه هغه ترټولو ډیر ښه محکمه چلوونکی ده! خپله به یی وګوری….
    په درناوی!
    هیله لرم چه څوک راته په غصه نه شی!

  8. salamoona
    bad la salama za da wail ghwaram che parwa na kawee da donya di da hamdoi wee kho khair da hisaab aw kitab wraz yani da Qyamat wraz chi Allah ba wakdaar wee aw doi ba sharmidali walar wee aw bas halta ba pata lagi che sa kigi kho khair da wayam chi a da di millat wakdaranoo wallah chi da har sa darsakha pati kigi khair taso makhki nooro bandi lag soch wakri da haghoi sarnawisht sa sho aw bass wasslam da zama nazar woo aw bas

  9. Asalamalikom brother and sister
    Did you remember our 7 leaders did Qasam in HARAM SHARIF
    When they came back they killed 1000s of people in Afghanistan
    They dont care about Qasam

  10. Palwashe khor…dalta tol de khapel zroona kaft obasi kashke demog afghanan amalan iqdam wakhali kho har yow wayi che za sa kawalai sham…khoshe khabre ma kawai khososan haga che pa ENGLISH ke liki…de farangyo ghulaman,,,de angrezano gulaman che wos pa kharij ke nast di ….tol tash khabre kawi.

  11. وروڼواوخويندوسلامونه اونيكي هيلي مي ومنئ
    پورته ددوست صاحب مطلب يومطلب اوښه مطلب وو خوبيا ورسته هرچا نظر وركړى چې ځيني له موضوع نه هم بهر دي په داسي حال كي چې دغه بحث هم ډير پخوانى دي خوزه بياهم يونظروړاندي كومه .
    هغه داچې هغه چې وشول هغه خودي شوي خوراتلونكي به څنګه شي ؟كرزي لالا خووټاكل شوكابينه هم جوړه شوه قسمونه هم وخوړل شول اونوري غولوني هم رواني دي چې پدي ورستيوكي دسولي مشو رتي جرګه هم جوړيږي اوكرزي لالا داجازي اخستلولپاره واشنګټن ته له خپلي كابيني سره تللي ترڅوله استاداوباما نه پدي هكله ليكچرواخلي چې څنګه به دجرګي غړوته بيا له ځانه سپينه چرګه جوړوي اوبيا به موڅنګه په درواغجنووعدو اقسمونوغولوي موږدي مرواوموږدي زوريږوخودوي دي مزي كوي همداپرون (۱۳۸۹/۲/۲۳)
    دننګرهارولايت دسره رودپه ولايت كې ددوۍ بادارانو اودبشردحقونوخواخوږو په يوكورباندي بريدكړي اويولس ملكي بي ګناكسان يې دترهګرو په تورې وژلي خ كرزي يواځي پدي فيصله كړه جې موږداكارغندوپه بس خواركي دهمدغهي يوي خبري واك لري ابس .هغه متل ده واي ځمكه هغه سوځي چې اورپري بليږي كاشكي كرزي صاحبه!دهغوبيچاره ګانوپه ځاي ستاپه كوردغه وحشيان دراوښتي واي لكه دوكيلي صفي صديقي په كور
    اوستا دغه يواځنى زوي دي په وينوكي همداسي لړلي ليدلي واموږبه درته ويلي واي چې داخويې ډيربدكاركړي چې تابه بيا څه كړل خوهغه ورځ هم لري مه بوله اوديد لستوڼوپه مارانوباورهم مه كوه.

  12. سلامونه دلراوبرپرګرانو چلوونکو اولوستونکو / کرزی خ خو مکمل یهودی شویدی پردی مظلومو اوبیچاره افغانانو خو به دیهودانو زړه خوږشی مګر ددی کرزی علیه لعنه ؟ زړه به هیڅ په خوږنشی دامریکایانو پرمعیوبو ګرځی دخپل هیواد پربی چاره اولس دخپلودوستانوبمونه اوره وی اودی لعین ته به هم څوک مسلمان وایی له ټولوهیوادلوڅخه هیله کوم چی ټوله په یوه خوله ددی مرتد حکومت پرضد راپورته شی اوله منځه یی یوسی چی الله ج موږته وایی چی داستاسی نه دوستان کیږی موږاوتاسی بیاڅنګه اوپه څه دلیل یی دوستان بو لو ؟؟ ولا زه خوهیڅ نه پوهیږم نوروخت نه نیسم دخدای په امان؟؟؟؟؟؟؟؟

  13. Selaam on all Muslim Bro & Sis!
    MR Wazi ;
    First I am not a good scholar to judge and advise some body.
    And i am nether changing my meaning.
    I think you understand my point of view now.
    as long as we Afghan people are divided (by any reason) we well not defeat our enemy.
    to come to the 2ND Question my meaning based on Islamic low.
    If Mujaddidi means by foreign people the Disarmed Foreign People,He is right.
    But if he means also the foreign military who care weapons in Afghanistan and kills innocent people , then He is a Munafiq Muslim.
    Who learn Islam but not practices the Islam.
    There is no drought that Jihad is FARZ in Afghanistan against foreign military force.
    We all Afghans ,Pashtun,Tajik, Hazara,Uzbek and others should hand by hand stand up against our enemy, the enemy of Islam and the enemy of our Country.
    Because we are First Muslim and then Afghans.
    May ALLAH jj give us Hedaya !!
    Wasselaam.