کور / ترخې خبري / د کرزی نوی حکومت او دافغانستان ۳۹ ولایتونه

د کرزی نوی حکومت او دافغانستان ۳۹ ولایتونه

دافغانستان ټاکل سوی! ولسمشر حامد کرزی دواک  په دوهم پړوا کي د ځینو جنګی مجرمینو د خوشحالو دپاره دا لاندی ولسوالی په ولایتونو بدلوی:

د محقق د خوښي دپاره :
د هزاره ګانو د  جاغوری  او بهسودو د ولسوالیو بدلول په ولایت باندی :
۳۴  ــ   د جاغوری ولایت
۳۵ ــ   د بهسودو ولایت

د  برهان الدین ربانی د راضی کولو دپاره:
د بدخشان   ولایت پر دوو نوی ولایتونو ویشل :
۳۶  ــ   بهارستان ولایت او د
۳۷  ــ  پامیر ولایت

د ازبک دوستم د خوشحالولو دپاره د اندخوی ولسوالی په ولایت بدلول.
۳۸  ــ   د اندخوی ولایت

سیاسي شننونکی وړاندوینه کوی چي شاید کرزی د کندهار ولایت هم پر دوو ولایتونو باندی وویشی.
چي په دی اساس به  افغانستان د ۴۰ څلویښتو ولایتونو خاوند سی !!!!

دکابینې په هکله ویل کیږی چي :

دافغانستان د کابینی د ۳۰ وزارتو څخه :
په نوی کابینه کی   ۱۰    وزراتونه  دعبدالله دپاره
په نوی کابینه کی   ۱۰    وزراتونه  دربانی دپاره
په نوی کابینه کی   ۵   وزارتونه د  محقق دپاره
په نوی کابینه کی    ۳    وزارتونه د دوستم دپاره
په نوی کابینه کی    ۲     وزراتونه  دسید کیهان  ( سید منصور نادری) دپاره

د هرات ولایت  د اسمعیل خان دپاره

تبصره نسته

1. De kha aw der pa zera pore maloomat. Pa khair Afghani hukumat bu noor ham eslah shee. Kha bu da wee che de Mazre Shrif Turkman Abad ham yaw bel walayat shee.

2. سلامونه ګرانه ته دکومومعلوماتوله مخه وایی چی افغانستان ۳۹ ولایته کیږی بس بل کارنه لری هر څه چی مووویل هغه وایاست تا دراسه دی ملت ته څه خدمت کړیدی او لراو بر کارکوونکو تاسو ته دی هم خدای انصاف درکړی هر چاچی هر څه وویل تاسو یی خپروی.

3. سلام به نويسنده مضمون:
از اين كه نظر شما را خواندم به حيرت شدم كه ايا ا اين مملكت غريب و بيچاره و خورد اينقدر امكانات دارد كه به 40 واحد هاي اداري تقسيم شود. به فكر من ني. ما همه افغانها يك افغانستان واحد و سربلند را ميخواهيم كه در ان همه افغانها حقوق مساوي داشته باشد. اين مملكت ني ملكيت شخصي كسي است و ني خواهم بود بس است كه ولسوالي هاي خورد و ريزه در حكومت سابق به مقام ولايات تبديل شدند.

بااحترام

4. وه د بنگو بوتیه خومار دی کلم
کرزی خو بس شه سری دی خو ………….

5. ګرانه وروره نغړیه سلامونه می ومنه:
محترمه: کله چی یو څه د افغانستان د مهمو موضوعاتو په اړه لیکی نو له ښه دقت او ځیرکتیا څخه کار اخله.
دا څه چه تاسی لیکلی دی تر ډیره بریده هوایی دی او د ځمکی په مخ د پلی کیدو وړ ندی.
زه له تاسره په دی چه ځینی ولایتونه به زیات شی موافق یم هغه هم د کرزی د انتخاباتو د کمپاین د انډیوالانو د خوشحالولو لپاره.
مګر د کابینی په اړه ستاسی معلومات بیخی بی اساسه دی. ستا د انګیرنی له مخی ۳۰ وزارته په ټوپک سالارانو ویشل شویدی نو کرزی یا پښتنو ته خو هیڅ پاته نه شو.
وګوره د راتلونکی کابینی په اړه بینوا او لراوبر ویبپاڼی یو احتمالی لیست خپور کړ چه یو له بله یی ډیر توپیر درلود او دواړو سرچینه ارګ ښوودلی وو.
خوبیا هم دغه احتمالی لیستونه ممکن تر ډیره بریده رښتیا وی مګر ستا لیست له امکانه ډیر لری دی او خدای د وکړی چه ستا انګیرنی غلطی را ووزی ځکه دا کابینه او د ولایتونو ډیرول د افغانستان په ضرر دی.
لراو بر ویبپاڼی ته وړاندیز:
درنو فرهنګپالو وروڼو کله چی تاسی څه خپروی نو یو ځل خویی تحلیل کړی چه د خپریدو وړدی که نه؟
ستاسو له توجه څخه یو جهان مننه.
بریالی له کابله.

6. سلامونه
ګرانو وروڼو ولی خپل قیمتی وخت ضایع کوی
چی د یو څه په اړه مکمل معلومات نه لری ولی یوه لیکنه کوی او که یی کوی باید یو څه ثبوت خو ورته ولری دا خو ثبوت نشی کیدلی چی دارګ نه دباخبره کس د معلوماتو له مخی اول خو به دارګ نه کوم کس دا احوال نه وی راوړی او که بیا یی راوړی هم یی زما په نظر یو چپړاسی به راوړی وی-زه درحیم او بریلی ورور خبره بلکل تایدوم
هغه بله ورځ می یو ه لیکنه په لر او بر کی د ولی مصدق په نوم ولیدله نو ما دا احساس کړل که چیری مصدق صاحب ددی درواغو په ځای دا ویلی وای چی بره په هوا کی سپی غپل نو مږنږ به یوڅه منلی وای چی کیدای شی یو ټپوس راغلی وی او په یو سپی یی د چرګ ګمان کړی وی اوپه پنجره کی یی پورته کړی وی
نو دا زه څنګه ومنم چی یو مړی د وزارت په مخ بوځی هغه هم د ملی امنیت ریاست که داسی مړی وزارت کولی شی نو کرزی لالا د داوت او نجیب ته هم یو یو وزارت ورکړی افسوس مصداقا په دی لیکنه
مصداق ورور چی دوزیرانو لست دارګ په کومک لر او بر ته راستولی وه دملی امنیت ریاست مرستیال یی حکیم تڼیوال ښودلی وه بلکی حکیم تڼیوال چی د پکتیا والی وه تقریبا دوه کاله دمخی یی غوښی په یو برید کی په ګردیز کی په ونو کی ښخی شوی او پاتی هډوکی یی چی کله په خوست کس قبر ته کوزول نو په همغه وخت بله چاودنه دد دجنازی په مراسمو کی وشوه او پاتی هډوکی یی هلته د خاورو سره خاوری شول نو مصداق وروره به کوم دلیل ته وایی چی په نوی کابینه په پلانی او پلانی وزیر وی -ته لږ بهرنی سایټونه مطالعه کړه چی لیکوال یو لیکنه کوی هغه څومره په حقایقو ولاړی نو ما دا لیکنه په دی خاطر ټکی په ټکی بیان کړه چی دګرانو وروڼو یقین راشی نوره فیصله د لیکونکی وکړی
وسلام
که کوم ځای کی غلطی وی معافی غواړم

د کرزی د غلام حکومت یو ازاد شخص رحیمی خوست

7. salamoona
warora doi di khfal walayatona jora wi inshalah wakhat ba rashi bya ba 29 wlayata walaro

8. اسلام عليكم, د لراوبر كاركوونكو، درنو ورونو د باري تعالي د دبار څخه ستاسو د ښه صحت او خوشحاله ژوند غوښتونكي يم. زه په ځانګړي ډول ددي طرف داره نه يم چې هر څوك هر وخت هر بي ثباته هر بي بنياده هر بي اساسه هر بي منطقه خبر يواځي د خپلي خوښي مطابق خپور كړي. د خپريدو لبار بايد د هغي لازم اصول او قوانين په نظركي ونيول شي. د خداي لپاره داسي بي ځايه ګنكوسي په خلګو كي مه خپروي تاسو ته بهره معلومه ده چې موږ ولس د څه ډول ناخوالو سره لاس او ګريوان دي. د هغوي پر ذهنونو باندي داسي او دي ته ورته نوري بي ځاته خبري څومره درني تاميږي. لږ تر لږه خو د زهيرو افغانانو حالت ته وكوري. داسي څه خپاره كړي چې د موږ غم او درد ځپلي زړونه پري راپورته سي. آلله دي خير دركړي.

9. نعړي جانه مه خپل وخت ضايع كوه او مه هم زموږ وخت، تا هسې خوب ليدلى څوك به ډبلي پرې ومنډي دا خو څه د ړندو ملك نه دى دوستم، عبدالله، او رباني خو څه د دې ملك ټيكه داران نه دي او نه هم كرزي ته روزي وركوي.

10. اوس یی خوند اوکه! چور ده؟ دا خو ډیر ښه کار ده ، چه څومره ولایتونو زیاتیږی هغومره والیان زیاتیږی او کیدای شی چه یویو ولایت ما اوتاته هم پکښی ورسیږی! زه حیران یم چه داوزارتونه ته یی څرنګه نه پام کیږی ، کاشکی چه یو۱۰۰۰وزارته یی هم جورکړیی وی! بس هره پکوړه به وزیروه اوهیچا به ګیله نه کوله! که ریښتیا راباندی وایی اګرچه تاخو هسی اوتی بوتی لیکلی خو ته هم ‌ډیر نه یی ملامت! زما هم زړه ده چه دا زمونږ کلی که دوه ولایته نه وی یوولایت خو شی ! زما خو شخصآ په هیڅ افغان باور نشته، ۳۹ خو خیر دی چه اوس هر کور ولایت دی او هر څوک والی دی، ځانته تګلاره لری! خو زه بیا هم حیران یم چه دا ټول داافغانستان خلک والایان شی دانور کارونه به څوک کوی؟ په ولایت کیدو خویی باور که نه پوزی غټی شی او نه هم کوم اضافه جواری څوک ورکی! یوه خبره راپه یاد شی وای

11. salamoona
hagha da cha khabara wai rasha ka tawdigi
da noor kho jor shwal ows nawee walayatona ham jorawee khu khair allah ba khair kri
wasslaaaaaaaaaaaaaan………!!!!!

12. Da report de hakikat na lari dey zaka chi the Abdullah sara karzi Sahib hees itillaf na dey karay da karzi sahib itilaf da Abdullah sara da karzi nakami wa aw na itillaf ye kamyabi zaka chi da kazi rayee pa dwaham paraw ki la Abdullah na zyati kayday shway pady khatir chi tol pushtana ow nor qaemono raya sirf wa Karzi ta patakaydalai zaka da Ashraf ghani aw noro kandidano raya ham da
karzi wa NO KARZIA WA WAITILAF TA SA ZARORAT LARI.

13. way chi zor mulah zari tarawi… di hamed karzi na kho di bal kar heela ham nakigi …ama day bayed chi li di akhiri frsat na pa kha tuga istifada wakri…day bayed chi pa kabina ki luyu shakhsyatonu ta zai warkiri….laka Dr.ashraf Ghani ahmadzai,Rustar Tarakay sab….aw dasi nor… ter so chi di da num pa tarikh i pa zarino karsho walikal shi…….

14. zma p nazar karzi sib awl da kar wa nakre ka bia ham dase wakre no d nazar ba warta Fahim warkre we che d hgha la de sakha nora sa mashwara zda na da aw na pa sa pohege
toole walaswalia kho de wlaetona kre zma aw sta pre sa dFahim ghwand khalk ba ye walin she che d jang sakha gher pa sa na pohege

15. سلامونه ستړی خومه شی

واه واه اوسی خوندوکړی پک دادی لابله سپکه داموڅه شی لیکلی دی دوستم خپله — نشی خلاصولای تاسی دافغانستان بادارتیری جوړکړی دی اوپاتی شو ربانی دی خپله حیران دی چی نړیواله ټولنه دپخوانیووژنوپوښتنه تری ونکړی

رښتیاکه چیری لروبرداسی یوثبوت نوهیله کوم چی زما بریښنالیک ته یی هم راولیږی اوکه یوازی خپل دسایټ مخ په بی ځایه شیانوتوروی نودارزګان ولایت دهراود ولسوالی هم دیونوی ولایت په توګه ولیکی ځکه داسی ګونګوسی دلته هم دی
په مینه

16. سلامونه!د لر او بر کارکوونکو ته بغیر له څه ثبوته هر څه خپروی لږه خوفکر وکړی پښتنو ! افغانستان د چا شخصی ملکیت نه دی چی د هر چا زړه وغواړی هغه دی کوی.اوپه کابینه کی باید ۶۰٪ پښتانه وی.:::کیدړ به مونږ له دامه څه ویروی:::مونږه زمری خو څه کمزوری نه یو:::

17. salaamoona—–da pashtano pa tareekh dasee bad chaa nawa karee da pashtano sara laka karzai chee karee ow kawee yea

18. First of all i wanna say hi to each my Afghan Pashtoon brothers and then i apologize for writing english,coz computer out herew doesn't have the Pashto version,anyway let me come to the point i back up your comments but my comment is that:dari and persian people job in Afghanistan is municipality(sharwali) and Loy Ahmad shah baba brought them from samarqand and bukhara and fars,so basicly i will say that this is not their country they have to appreciate Afghan Pashtoons for giving them tazkiras national IDs and all this conflict which is going in in Afghanistan is because of karzai,coz he is the one giving higher position that the do not deserve and there is another issur too and it is that we pashtoon must have great and tight unity among us.one more thing if we emplement one main language in Afghanistan national and official which is Pashto that way there will be no fight and,conflicts and issues and make other languages as sub languages like Hindustan,Iran and USA.these countries have many languages,but the do have one national and official language too.

19. وروڼو سلامونه
نورنو بس دی مه خپل رنګ بدوی او مه هم دا دژورنالیزم مسلک دخلکو تر نظر بدوی ، دخدای خاطر وکړی داسې پوچ او بې اساسه خبرونه مه جوړوی او مه یې خپروی ، دا خو شپږمه کابینه ده چې په همدې یو څو پښتو سایتونو کې لکه لراو بر ، بینوا او ټول افغان کې خپریږی ، وروڼو که خپل درواغ راکنترول نکړی نو په ر اتلونکی کې به هیڅوک هم په تاسو اعتبار ونکړی.
مننه

20. داحقیقت دی چی افغانستان لروبردی خو پښتانه لروبرندی خو پښتانه خپل حق غواړی که نن وی که سباوی نامی خدا کرزی لالا خوپښتون دی اودپښتنو حق په زورواکانو خوری .ولی ارزګان ولایت یی دنفوس لمخی دری لکه کړیدی خودرزګان ولایت یومیلون نفوس لری دغو خوار او بیچاره ولس ته هچاهم پاملرنه نه ده کړی

21. buy viagra online bMЊ8APҐN,buy viagra cheap ЃW_џH¦¤›, cheap viagra m‘/tJfa=T,generic viagra Z^D]”‡Q>,cheap viagra 9Fo‚ЌJ¤P|,viagra 100mg ,xwGќ¤\Ё3,generic viagra D3Љ_Ћ8:©j,viagra Fћ•Ba—ЈG…(,buy viagra cheap l3Ep¦zW“@Џ,buy viagra ˜f§ЏЁMZ;wT,buy viagra .ќ6©ЋzFFЊe,

22. زما په نظر خو موږ په خپله ملامت یو ځکه چی بی اتفاقه یو او دغه بی اتفاقی زموږ دبدبختی سبب شوي ده تر هغه چی موږ سره راټول نه شو او یو پر بل باندی زړه ونه سوزو او د خپلو خکلو لپاره کار ونه کړو. نو هغه ورڅ لیری نه چی داستر قوم به لانوره هم کمزوری او محتاجه وی . نوزما دټولو پښتنو ورورنو څخه غوښتنه داده چی تعلیم ته لمړیتوب ور کړی او په خپلو کلیو او بانډو کی مکتبونه جوړ کړو او خپل اولادونه دعلم په ګاڼه سمبال کړو ترڅو وکولای شو چی دهر چاسره دقلم په زور مقابله وکړو . زه هیله مند یم چی بری به زموږ وی دا ځکه چی که پښتون زور په څنګ کی لږڅه پوه ولری نو پر ټوله نړۍ باندی حکومت وکړی

23. زما په نظر خو موږ په خپله ملامت یو ځکه چی بی اتفاقه یو او دغه بی اتفاقی زموږ دبدبختی سبب شوي ده تر هغه چی موږ سره راټول نه شو او یو پر بل باندی زړه ونه سوزو او د خپلو خکلو لپاره کار ونه کړو. نو هغه ورڅ لیری نه چی داستر قوم به لانوره هم کمزوری او محتاجه وی . نوزما دټولو پښتنو ورورنو څخه غوښتنه داده چی تعلیم ته لمړیتوب ور کړی او په خپلو کلیو او بانډو کی مکتبونه جوړ کړو او خپل اولادونه دعلم په ګاڼه سمبال کړو ترڅو وکولای شو چی دهر چاسره دقلم په زور مقابله وکړو . زه هیله مند یم چی بری به زموږ وی دا ځکه چی که پښتون زور په څنګ کی لږڅه پوه ولری نو پر ټوله نړۍ باندی حکومت وکړی