کور / ترخې خبري / شمشتو:پاکستاني پوليسو ۲ افغان ماشومان ووژل

شمشتو:پاکستاني پوليسو ۲ افغان ماشومان ووژل

دوه بې ګناه افغاني ما شومان دپاکستا ني پوځيانو لخوا په ډيره بې رحمۍ وويشتل شول د سه شنبې په ورځ دعقرب په دولسم باندې د شمشتو په کيمپ دپاکستاني پوځيانو لخوا د ( ٧٠ ) ګاډو په ملتيا باندې چاپه اوهله او کور په کور يي تالاشي شروع کړه اود هرکور څخه يي دماشومانو په شمول سړي يي نيول او جامې به يي ترې ويستلې او په هماغو جامو به يي سترګې ورتړلې خو پوښتنه نه وه خو ټوټل ( ٧٢ ) بې ګناه کسان يي ونيول پدې کسانو کې ( ١٢ ) ماشومان او ( ٣ ) ښځې هم شاملې دي اوپه کورونو کې يي چي څه خوښيدل هغه به يي له ځان سره وړل .


يو کس چي نوم يي نه اخلم دهغه کور ته ورغلل چي دهغه د خولې وينا ده چي ( ٧ ) تولې سره زر او ( ٢٠٠٠٠٠ ) لاکهه کلدارې يي ورنه و ړي او همداسې د بازار دوکانو نه يي چور کړل . 


 داسې کورونو ته هم ننوتل چي سړي يي په کورونو کې نه وه بس دا پوښتنه به يي کوله چي سړي مو چيرته دي ؟ زه ددې صحنې عيني شاهد وم په والله دا رنګ تالاشي روسانو هم نه وه کړې لکه دوى چي وکړه . کله چي دوى روان شول د مکتب هغه ماشومان چي دوى د مکتبونو څخه منعه کړي وه هغوې دسرک پر غاړه ولاړ وه او د دوى تماشه يي کوله چي پاکستاني پوځيانو پرې ډزې شروع کړې ماشومان ټول وتښتيدل او دوى د شا له خوا پرې فايرونه کول چي ( ٧ ) کسه ماشومان يي په ډيره بي رحمۍ وويشتل .


 وروسته نورو ماشومانو د تيږو ګذارونه پرې وکړل پدى ( ٧ ) کسانو کې ( ٢ ) ځاې په ځاې شهيدان شول او ( ٥ ) کسه اوس هم په هسپتالونو کې دمرګ په حالت کې دي . نو زه د يو افغان په صفت ټولو رسنيو ته وايم چي د دغو بې ګناه افغانانو حالت ټولې نړۍ ته ورسوی .


د لراوبر يادونه :  که څه هم نن د افغانستان ولسي جرګې ددې موضوع په اړه په رسمي ډول خبري وکړې او دداسي پېښو د مخنيوي د لارو چارو سنجولو په اړه يې د ګام پورته کولو لېوالتيا وښوده ، موږ هيله کوو چي د افغانستان ولسي جرګه اود پښتنو سياسي ګوندونه دي په لراوبر افغان وطن کي د پښتون وژني پر وړاندي يوه خوله سي او د پښتون وژني پر وړاندي دي پر يوه تګلاره عمل وکړي .


موږ په افغانستان کي د بهرنيانو په لاس او پښتونخوا کي پنجابيانو په لاس د پښتون وژني په وړاندي چوپ نه کښېنو ، موږ له خپلو سياسي مشرانو غواړو چي د خپل قام تويو شوو وينو وينو حساب دي واخلي او نورو وينو تويولو مخه دي ونيسي ، که داسي ونکړي داوسنيو پښتنو واکمنو او مشرانو نومونه به هم تاريخ د پښتون وژونکو په ليست کي ثبت کړي . 

تبصره نسته

  1. Zma Salamona wa mani .hila da chi Qabul yei krai.Hagha matal di chi wayi ka mi lastai la khpala zana na wai no ba cha za de bikha wahali wam.
    ka chirta zamong pa wida aw khaino mushrano kshiy yawa andaza ghayrat wai no per Afghanano aw pe tira per pashtano ba cha dasi tiray nashow kawalay kho afsoss chi Maran zmong pa lastoni kshi di .nor ba sa na waym KHDAI di tab aw barbad ki aw inshalah shi ba

  2. داځه حال ده پښتانه سي سي رويښي ږي ډير وخت په وزي -پښتانه س سره يو نسي ترهغه وخت به دغه بازي باندي كوي -نن پنجابي سپي ګوره دپښتوبياده افغان په كوروكي تلاشي كوي -چيرته ورك شوه هغه پخواني غيرتونه هغه پخواني ببرسري
    ځوانان -ده دي پرپښتنو سي ځه ظلم كيږي دهغهو ټولو ولس مشركرزي زمه واره ده -ولي سي هغه يو پښتنون باچاده بايد ټولوپښتنوته په يوه سترګه وګوري -پنجابي سپيان زموږ په كوروكي ډيره دشرم خبره ده –

  3. ډیرزیات سلامونه مې قبول کړی محترموهیواد والوداډیره ده افسوس خبره ده چی افغانانوته نن دومره په سپک نظر کتل کیږی داټوله زموږ ده خپلو لاسونه څخه کیږی یو دانه چی ده افغانانوماشومان مری بلکی هر ورځ په سلګونه افغانان نیول کیږی اوپه جیلونوکی اچول کیږی اوروپی ځنې اخستل کیږی ده افغانانوحېڅوک پښتنه نه کوی چی داولی نوهر څه به ده افغانانو سره کیږی که چیری دسې پټه خوله داخبری پاته شی نوده افغانانوسره به نورهم ناجايزه کارونه کیږی زما ده ټولوافغان مشرانو څخه داهیله ده چی ژرتر ژردې پرافغانانوباندی ده دسی ظلمونومخنوی وکړی

  4. Ke na yaw zai kegu, no Pakistan mu mubarak sha

  5. يوخو دولسي جرګي خبره يوه نه ده هلته سي كومه خبره وكوله هغه څبره بياپاته ده خبري كوي امل پري نه كوي -هلته په ګرمه وينه كي وي سي هرځه يي خولي ته ورغله بياوايي ځوځوواره ولسي جرګي
    دبي ګوناخلګووژنه وليده ځي وكړل په خوله خوزه هم هرځه ويلاي شم ويل اسانه دي كول ګرانه ده ولسي جرګه سي داخبري كوي بيادي سرته رسه وي په نيمه لاركي دي نه پريدي -خوداخبره ولسي جرګي ته ورسيده سي پنجابيان له افغانانوسره ظلم كوي سي ولسي جرګه ځه كوي -بياپاكستان ولي هرشي پرافغانانو پسي تړي ځانمرګي بريدځوك كوي تنګيږي ځوك ده دي پښتنه وكړي سي ولي له افغانانوسره داسي كړه وړه كيږي-

  6. ډیرو محترمو ورونو سلامونه.
    هیله ده چی خوشاله اوسۍ.
    ورونو ولسی جرګه خو فقط د پاړسیو لپاره ده کله چی د پاړسیو په منطقه کی بی امنی پیدا شی داخله او دد دفاع وزیر د پاړسۍ جرګی ته غوښتل کیږی او د امنیت په باره کی ترینه پو ښتنی مطرح کیږی خو بر عکس زمونږ د پښتنو تش په نامه استازی بیا هیڅ هم نه کوی.تاسو فکر وکړۍ دوه یا دری کاله مخکی په بغلان ن کی و اقعه وشوله تر نن ورځی پوری چارواکی د پاړسۍ جر ګی ته غوښتل کیږی ا د عاملینو د نیولو په باره کی ترینه پوښتنی کیږی خو ایا ستاسو کله په یاد راځی چی په سلګونو پښتانه روزانه شهیدان کیږی کومه ورځ پر ی د پاړسۍ جرګی مشر لنډه غر دی هغی په باره کی کوم وزیر د پو ښتنو لپاره دی پاړسۍ جرګی ته کوم یو چارواکی راغوښتلی وی؟ ایا ستاسو په یاد کله راځی چی د ایران تاله څټی خارجه وزیر د امریکا یا د بل کوم خارجه وزیر راغوښتی وی او هغی ته یی دی احتجاج لیک وړاندی کړی وی؟

  7. بسم الله الرحمن الرحيم
    السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته. په دې کي هيڅ شک نشته چه په شمشتوکي دمجاهدينودکورنيوکومه بي عزتي وشوه داپه تاريخ کي سارى نه لري . دغندلواوانتقام اخستلووړدي. وروره. زماپه نظرسره مونږبايددبل چانه ګيله ونه کړو.داسي ورته پيښي په افغانستان کي روزانه تکراريږي. هغلته لادکورزنانه هم دځان سره خپلواډوته وړل کيږي. داکارونه همدغه بي ضميره اوخرڅ شوي. افغانان چه تراوسه دروسانومزدوران وو. اوس دغربيانومزدوران دي. کوي. حتي هغوي اوس دافرست اوموقع ترلاسه کړي چه دجهاد دوخت انتقامونه واخلي. اوګيله د هغه خلکونه پکارده چه نن په کابل کي دګوډاګۍ اداري په دفترونوکي کارکوي. چه عبارت دهغه کسانوڅخه چه د حزب اسلامي په نامه هغلته کارکوي. اوکورونه يي تراوسه دلته په شمشتوکي دي. تراوسه يي داخبره په رسنيوکي ياده هم نه کړه. دافغانستان مسلمان مجاهدملت بايدويښ اوبيداره واوسي چه ترڅوهغه جاسوسان چه د دوي په منځ کي اوسي اوکورونه يي هم دغلته دي پيدا اوپه سزا ورسوي. داکار داسي خلکوکړي دي چه همدغلته په شمشتوکي استوګن دي . يودوه کسانوته يي سزا بايدورکړل شي چه بيا داسي کارتکرارنه شې. والسلام

  8. ای افغانی مرتدینو ای تش په نامه د بیا رغونی داوه دارانو ای بیغیرته پاکستانی او امریکا یی مریا نو یوه ورځ به ستاسو مور او خور هم هندوان او امریکایان په زوره بوزی او کوچنیان به مو در ووژنی بیا به به څه کوی؟؟
    لعنت دی وی د افغانستان او پاکستان پر ولسي جرګو اود پښتنو پر هغه سياسي مشرانو کم چی د امریکایانو ډول ته ناڅی
    او موږ لعنت وایو پر امریکایی یرغلګرو او د هغوی پر مزدورانو کم چی د بندیانو سره بد چلند کوی